غزل پۀ مومندو کښې – شباب مومند

دا خبره د یادونې وړ ده چې کله هم د شاعر او د ادیب خبره کېږي نو د مومندو ذکر به لازم ورسره کېږي. ولې چې د مومندو پۀ سیمه لوے لوے ادیبان، شاعران پيدا شوي دي، چې پښتو ادب ته ئې دوام ورکړے دے. او دغه د پښتو ادب کاروان ئې روان ساتلے، هغه کۀ رحمان بابا دے او کۀ عبدالحمید مومند دے، کۀ کامل مومند دے او کۀ قلندر مومند دے، او دغه شان ریاض تسنیم هم پۀ دغه ادیبانو شاعرانو کښې خپله برخه لري. دوي د ادب هغه شهسواران دي کومو چې د ادب مېدان ژوندے ساتلے او خاص کر د شعر، د فن او هنر پۀ حواله ژوندي مثالونه دي. رحمان بابا د انسانیت شاعر ؤ او هغۀ د میني ورورولۍ خېر ښېګړې پېغام د شعر پۀ ژبه ورکړے. حمید مومند او معاذ الله خان مومند هم د رحمان پۀ نقش قدم روان دي. کامل مومند او قلندر مومند بطورِ ثبوت منل شي. او د اوسني دور شاعر ریاض تسنیم پۀ غزل کښې نوې نوې تجربې کړي. خو زۀ به دا خبره وکړم چې دا هغه مومندان شاعران دي کومو چې د مومندو نه بهر پۀ مختلف ښارونو کښې لکه چا پۀ کراچې کښې چا پۀ پېښور کښې او چا پۀ چارسده کښې استوګنه کړې ده. خو دلته د مومندو پۀ سیمه د شعر او د ادب پۀ حواله خبره کوم، کوم ادیبان چې پۀ مومندو کښې استوګنه کوي او ادب تخلیق کوي. او دلته مونږ “پۀ مومندو کښې غزل“ باندې خبره کوو. خو د غزل نه مخکښې به د مومندو پۀ شاعرۍ خبره وکړو چې پۀ مومندو کښې يو دور داسې هم ؤ چې اولسي شاعري ښه پۀ جوبن کښې وه. او د اولسي شاعرانو به زیات تر توجو پۀ چاربېته ،رباغي، او پۀ قيصو باندې وه. او اولس به هم اولسي شاعري خوښوله. هم د اولسي شاعرۍ سره سره غزل هم لیکل کېدلو خو زیات تره شاعري پۀ اولسي پېرایه کښې وئيل کېدله او لیکل شوه. پۀ اولسي شاعرانو کښې نظیر مومند،جمال سنګراو عوض خان مومند د مومند اولسي نمائنده شاعران دي. خو بیا یوه داسې زمانه راغله چې نوي کول ته د جدید تقاضو ضرورت پېښ شو او پۀ مومندو کښې اولسي شاعري تر نولس سوه نوي پورې ښه پۀ جوبن کښې وه. چې دا شاعري به پۀ ودونو کښې، حجرې مجلسونو کښې کېدله چې زیات تر به پۀ کېسټ کښې رېکارډ کېدله. خو بیا هم د شاعرۍ د محفوظ کولو مربوط نظام نۀ ؤ. بس د دې نۀ وروستو پۀ مومندو کښې ادبي ټولنې بنیاد د غلام حسېن محب صېب پۀ سربراهۍ کښې “مومند ادبي غنچې“ پۀ نوم کېښودو. چې دې ټولنې به اول ځل مياشت کښې او بیا څۀ موده پس پنځلس ورځې پس اجلاسونه شروع کړل. دې کښې به شاعرانو خپل کلامونه تنقید ته هم وړاندې کول. بیا څو کاله وروستو پۀ دوه زرم کال کښې د “مومند ادبي“ ټولنې بنیاد حېران مومند، خیال مومند، وصال مومند او د هغۀ ملګرو پۀ شریکه کېښودو چې هر پنځلس ورځې پس به تنقیدي مشاعرۍ غونډه کوي.او دغه شان دا دوه فعال ټولنې پۀ مومندو کښې د شعر و ادب کار پۀ پراخه سينه کوي. چې ډېر تکړه تکړه شاعران لیکوالان ئې پېدا کړي دي. د دې نه علاوه سنګر ادبي ټولنه، مومند ادبي جرګه هم د ادب دپاره خپلې هلې ځلې کوي. مختصر دلته مونږ مومندو کښې د غزل پۀ حواله خبره کوو چې “مومندو کښې غزل“ څومره جوت مقام لري. نو کۀ مونږ پۀ مومندو کښې د غزل خبره کوو نو د موجوده دور د غزل استاد ریاض تسنیم ذکر به پۀ اولني سر کښې کیږي. کۀ هر څومره هغه د مومندو پۀ خاوره ژوند نۀ دے کړے، او د غربت او ملازمت پۀ سلسله کښې ئې ژوند پۀ کراچۍ کښې تېر کړے. نو د ټولو نه مې اول ځل دا غوښتله چې د تسنیم ذکر د غزل پۀ حواله وشي. تسنیم داسې وائي:

تسنیمه! لرې له هجومه خپل غزل ساتمه

چې دا اواز دے مختلف دا ترانه ده جدا

دغه شان هغه پۀ یو بل شعر کښې د غزل پۀ حقله داسې وائي.

ما خو غزل له د راتلونکي سبا رنګ ورکړے

زۀ هغه نۀ وم چې مې تېره زمانه لیکله

تسنیم د خپل شعر پۀ باره کښې رحمان بابا مخاطب کوي او داسې وائي.

یو رحمان پۀ سړبن کښې ګل پاشي کړي

یو تسنیم پۀ کراچې کښې غزل خوان شه

دغه شان د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې سوچه مینه محبت او رېښتونے پېغام ښکاري. هغه لکه د میرتقي میر د غمونو ډکه شاعري کړې ده، ولې چې هغه د غربت غمونو د ترۀ تربور غمونو د طبقاتي نظام غمونو ځپلے ؤ او دغه غمونه ئې د شعر پۀ شکل کښې څرګند کړي دي.نو ځکه د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې سوزوګداز او د هغۀ د ټوټې ټوټې زندګۍ حالونه مخې ته کېږي. دغه شان تسنیم پۀ یو بل شعر کښې د شعر او د شعر معیار پۀ باره کښې داسې وائي.

یاران لۀ خپل سخنه وشرمېدل

چې مې هر تورے انتخاب راوړۀ

دغه شان مونږ کۀ د تسنیم پۀ شاعرۍ خبره کوو نو اوږده به شي، مونږ راځو او مومندو کښې پۀ یو بل شاعر غلام حسېن محب خبره کوو چې د مومند ادبي غونچې مشر دے. چې د هغۀ د شاعرۍ کتابونه هم چاپ دي او زیات تر پۀ غزل ئې توجو ورکړې ده. دغه شان د مومند ادبي ټولنه چې د مومندو پۀ خاوره د ادب پۀ مېدان کښې لویه برخه لري. او د ” مومند ادبي ټولنې“ هلې ځلې د چا نه پټې نۀ دي. دغه شان د مومند ادبي ټولنې د مشر پۀ حېث پۀ شعر وشاعرۍ کښې يو جوت مقام لري، او د ادب يو ځلنده ستورے دے. د حېران مومند د شاعرۍ مجموعه” لفظونو کښې تصویر” هم چاپ ده چې زیات تر پۀ غزلنو مشتمله ده او ټوله شاعري د غم جانان نه ډکه ده او غم جانان او جانان مینه پۀ زوروره ښکاري. لکه د مثال پۀ طور د غزل د نمونې نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

موده پس دي دیدنونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

دي پۀ سترګو کښې جنګونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

څۀ پر کېفه نظارې دي د ارمان سپرلي پۀ موج دي

راورېږي خمارونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

حېران مومند کۀ هر څومره د غم جانان پۀ محبت کښې راګېر دے خو بیا ئې هم د غزل معیار قافيې او د وزن بحر خیال ئې ډېر زیات ساتلے لکه د مثال پۀ طور دا دوه شعرونه.

بې سببه پۀ خندا يې مجرده

توره شپه ده پۀ نڅا يې مجرده

پۀ ادا ادا وږمې کړې د لونګو

د ګل ونه ئې ښکلا يې مجرده

زۀ حېران څۀ چې دا ټول درته حېران دي

نرګسي ګلاب نما يې مجرده

کۀ حېران مومند د جانان غم ستائي نو د جانان غم سره سره د پښتون اولس غمونو ساندې هم وائي.

شعر کښې داسې وائي…

د امن پۀ لټون ؤ يو پښتون له کوره وتے

روان چې څنګه مخکښې ؤ روان هغسې دے

دغه شان د مومند ادبي ټولنې يو نمائنده شاعر وصال مومند هم د هېرېدلو نۀ دے. چې د مومندو پۀ خاوره د غزل پۀ ښکلي ډول طبع ازمائي کوي. او دغزل پېرایه اسلوب او د غزل لیکلو انداز کښې ئې جدت ښکاري.

لکه مثال په طور دا دوه شعرونه د غزل نه انتخاب دي…

د محبت نه بغېر هم بلها کارونه لرم

اخر انسان یم زۀ هم ضرورتونه لرم

زۀ د دې خلقو د هجوم تر مېنځه نۀ ځائيږم

نۀ خو دوه ژبې لرم نۀ خو دوه مخونه لرم

دغه شان د وصال مومند يو بل غزل چې د هغې نه دو شعرونه انتخاب دي.

هر یو مخ پسې بیا بیا نظر ولې اړومه

ځان د هر یو ښکلي پۀ شر ولې اړومه

ستا طبیعت ښۀ راته معلوم دے چې نازک دے

ستا سره خبرې مګر ولې اړومه

دغه شان کۀ مونږ د مومندو پۀ غزل خبره کوو نو بیا به مونږ د هر شاعر د غزل نه څۀ شعرونه انتخاب راخلو. دا خبره ما مخکښې هم وکړه چې مومند ادبي ټولنه یو فعال ټولنه ده او د مومندو پۀ خړه پړه خاوره باندې ښۀ غزل ګو او ښۀ ادیبان شاعران پېدا شوي چې ورسره سره دیني علوم او دنیاوي علوم هم حاصلوي.

نو بیامولانا طالب سنګر د هېرولو نۀ دے او د هغۀ ذ کر ضرور ګڼم چې سره دیني عالم دین پۀ شاعرۍ کښې هم برخه لري. د هغۀ د کتاب “د تخيل وزرې“ نه دا دوه شعرونه راوړم.

بیا یمه د سزا او د جزا دواړو پۀ مېنځ کښې

ساتي چې مې غصې او د مسکا دواړو پۀ مېنځ کښې

چې ګام ئې د رخسار نه د زلفو پۀ لور اخلم

دا یمه زۀ دشپې او د صبا دواړو پۀ مېنځ کښې

دغه شان د مومند ادبي ټولنې یو بل شاعر ادیب مبارز مومند چې کتاب ئې لا نۀ دے چاپ خو يو ځانله او جدا اسلوب لري او یو ښۀ تخلیق کار ادیب شاعر دے. چې د هغۀ د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

ستا نه بغېر دې نازولي دوامداره وسي

پۀ دې مزار دې ډيوې بلې دومدارې وسي

مولا دې دا جینۍ خپل زړۀ سره پۀ شر اخته کړي

چې پۀ باطن کښې ئې ښکنځلې دوامدارې وسي

دغه شان د مبارز مومند یو بل پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې دے.

نڅا کووم پا به زنجیر……..تاسو چک چکې وهئ

پۀ خپل ځان وير کووم،ویر……..تاسو چک چکې وهئ

دغه سړے چې د خپل ځان پۀ خول کښې بند ولاړ ؤ

اوس شهرت غواړي عالمګیر …….تاسو چک چکې وهئ

دا ډمامې زما ژوند …….. پۀ ناکامو غږېږي

لکه د فلم تشهير ……..تاسو چک چکې وهئ

سړیو مونږ مرام څۀ کوو…….رهبر څۀ کوو

مونږ له بس دے یو تقریر…. تاسو چک چکې وهئ

داسې یو کېف ــــ لکه ماشوم مې ژړوي خندوي

دا مبارز! مافي الضمیر ……تاسو چک چکې وهئ

کۀ د مومندو پۀ سیمه لټون وکړې نو بلها شاعران د مومندو پۀ خاوره استوګنه کوي او د شعر پۀ ذریعه خپله تنده سړوي. چې پۀ دغه شاعرانو کښې یو بل شاعر رحم شېر ریحان دے چې د مومند ادبي غونچې پېداوار دے. او لا تر اوسه ئې د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ دي.“ساندې پۀ نغمو کښې“ او بل “پۀ ښار د لېونو کښې“ چې زیات تر شاعري ئې پۀ غزلونو مشتمله ده. چې د مثال پۀ طور د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

قلم ساتمه توره هم ساتمه ډال ساتمه

د قام د ننګ پۀ خاطر نخښې د خوشحال ساتمه

زۀ د خپل فن سره پۀ دې هم ډېره مینه کوم

پۀ کښې رنګونه ستا د حسن او جمال ساتمه

رحم شېر ریحان د خوشحال پۀ شان تورې او قلم سره سره د مینې اومحبت هم قائله دے.

دغه شان یو نۀ هېرېدونکے شاعر د مومند ادبي ټولنې باني شاعر خیال مومند چې د “همزاد“ شاعري مجموعې خالق دے. چې تر ټولو زیات ئې د خوښې صنف غزل دے. چې د خیال مومند د همزاد کتاب نه دوه شعرونه انتخاب راوړم.

دا دعوه نۀ کوم چې فرهاد یمه ما غر وهلے

خو ستا پۀ مینه کښې مې هر کاڼي ته سر وهلے

سترګې دې ښکته دي باڼۀ دې غځېدلي پراتۀ

ما پۀ يواځې ځان دا دومره لوے لښکر وهلے

د مومندو پۀ خاوره یو بل پښون شناس شاعر جاول خان همدم ذکرضرور ګڼم چې لا کتاب ئې چاپ نۀ دے خو د شاعرۍ ډېره پنګه ورسره موجوده ده. د هغۀ د شاعرۍ نه پوره غزل د مثال بۀ طور راوړم.

یو مې وعده یو مې زبان پښتون یم

شډل بډل یمه افغان پښتون یم

ما د پېرنګ او اورنګ لار نيولې!!!!

زه خو شحا خان یمه افغان پښتون یم

د مظلومانو سره مرسته کوم !!

د هر ظالم مشت و ګرېوان پښتون یم

زما پۀ وینه کښې ګډون د وفا

زۀ د ازله مسلمان پښتون یم!!

ما د چا واک پۀ ځان منلے نۀ دے

ما پۀ پښتون وژلے ځان !پښتون یم

پت او وفا او ننګ غېرت همدمه

زما د هر غزل عنوان پښتون یم

دا وو د مومند هغه شاعران چې ستاسو پۀ وړاندې مو د هغو د کلامونو نه څۀ شعرونه مخې ته کړل. دغه شان کۀ مونږ د مومند پۀ خاوره د شاعرۍ او ادیبانو پۀ حواله خبره زیاته کړو نو مومند خاوره د ادب او د شاعرۍ پۀ حواله ډېره زرخېزه ده او د اولسي او د کلاسک شاعرۍ دواړه سنګرونه ئې اباد ساتلي. او کۀ چرته هم د ادب ذکر کېږي نو مومند به د ادب پۀ مېدان کښې ښکاره پۀ نظر راځي. خو زۀ به دا ذکر یو ځل بیا وکړم چې پۀ مومندو کښې دا دوه ادبي ټولنې“ مومند ادبي غونچه“ او مومند ادبي ټولنه“ يو فعال کردار ادا کوي. او پۀ مړانه د پښتو ادب خدمت کوي. خپلې خبرې د ریاض تسنیم پۀ دې شعر راغونډوم!

اوس مې غزل شرع ته سم کړو پۀ قول د سلیم

تسنیمه! پۀ کښې دړدونه د خپل قام راوړه

د پښتون د غوره سباون پۀ نامه