ادبي ادراکيات او شعريات د ادبي تنقيد هغه نظريه ده چې د ادب د لوست او درک بهير د انساني ذهن، ادراک، تصور او تجربې په رڼا کښې څېړي۔ په دې نظريه کښې دا کتلې شی چې کله لوستونکي ادبي متن لولي نو د هغوي په ذهن کښې د معنا جوړېدو بهير څنګه ترسره کېږي۔
“Cognitive poetics is the application of cognitive linguistics and psychology to the study of literary texts۔”
ادبي ادراکيات د ادراکي ژبپوهنې او علم نفسيات اصول د ادبي متونو د مطالعې لپاره کاروي۔
Peter Stockwell, Cognitive Poetics: An Introduction, Routledge, 2002
ادبي ادراکيات د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کښې رامنځته شوې نظريه ده۔ دا نظريه د درې مهمو علومو له يو ځاے کېدو نه پيدا شوې ده:
ادراکي ژبپوهنه (Cognitive Linguistics)
ادراکي نفسيات (Cognitive Psychology)
ادبي تنقيد (Literary Criticism)
په دې نظريه کښې ادب يوازې يو ليکلے شوے متن نه شي ګڼلے بلکې هغه ذهني او تجربوي عمل ګڼلے شي چې د لوستونکي او متن تر منځه په تعامل کښې رامنځته کېږي۔
“Meaning is not simply in the text but arises in the interaction between reader and text۔”Peter Stockwell, 2002
معنا يوازې په متن کښې نه وي بلکې د لوستونکي او متن تر منځ په تعامل کښې پيدا کېږي۔
د نظريې اساسي نظر:
ادبي ادراکيات دا وائي چې کله يو انسان ادبي متن لولي نو څو ذهني بهيرونه فعال شي لکه
حافظه ، تصور،،احساس او تجربه ۔ همدا بهيرونه د متن معنا جوړوي۔
د ادبي ادراکياتو د مطالعې موضوع: د دې علم موضوع درې مهم عناصر دي لکه
ادبي متن، لوستونکي او د دواړو ترمنځه ذهني تعامل۔
نو په دې نظريه کښې ادب د يوې ژوندۍ تجربې په توګه مطالعه کېږي۔
ادبي ادراکيات د ادبي تنقيد هغه نوې څانګه ده چې ادب د انساني ذهن، ادراک، ژبې او تجربې په رڼا کښې مطالعه کوي او دا څرګندوي چې د ادبي متن معنا د لوستونکي او متن د تعامل په بهير کښې رامنځته کېږي۔
د ادبي ادراکياتو تاريخ او ارتقا:
د ادبي ادراکياتو شعريات د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کښې رامنځته شوه۔ دا نظريه د درې علومو له يو ځاے کېدو نه پيدا شوه۔ ادراکي ژبپوهنه، ادراکي نفسيات او ادبي تنقيد ۔
وړومبے مرحله: د ادراکي ژبپوهنې ظهور(1970۔۔1980)
په دې دور کښې د ژبې د مطالعې نوې نظريه رامنځته شوه چې ژبه د انسان د ذهن او تجربې سره تړي۔
“The mind is inherently embodied and language reflects our bodily experience۔”George Lakoff & Mark Johnson، Metaphors We Live By, 1980
انساني ذهن له بدن سره تړلے دے او ژبه د انسان د بدني تجربې انعکاس کوي۔ همدغه نظر وروسته د ادبي متنونو د مطالعې لپاره استعمال شو ۔ دوهمه مرحله د ادبي ادراکياتو نظريه (1990): په دې لسيزه کښې د ادبي متنونو د ادراکي مطالعې بنياد کېښودلے شو۔
“Cognitive poetics studies how poetic structures interact with cognitive processes۔”Reuven Tsur، Toward a Theory of Cognitive Poetics, 1992
ادبي ادراکيات دا څېړي چې شعري جوړښتونه د انسان د ادراکي بهيرونو سره څنګه تعامل کوي۔
دريمه مرحلهد نظريې واضحه شکل (2000 وروسته): په دې دور کښې دا نظريه د ادبي تنقيد يو اهم مکتب فکر وګرځېد۔
“Cognitive poetics applies cognitive linguistics and psychology to literary reading۔”Peter Stockwell, Cognitive Poetics: An Introduction, 2002
ادبي ادراکيات د ادراکي ژبپوهنې او نفسيات اصول د ادب د لوست لپاره کاروي۔
ذهني قالب يا سکيمه (Schema): سکيمه هغه ذهني جوړښت دے چې د تجربو په نتيجه کښې جوړېږي۔
“Schemas are structured clusters of knowledge۔”
Frederic Bartlett, Remembering, 1932
سکيمه د پوهې منظم ذهني جوړښتونه دي مثلاً کله چې مونږ د “کور” کلمه واورو نو ذهن کښې يو تصوير جوړېږي ۔ ذهني چوکاټ (Frame):هغه ذهني چوکاټ چې د معنا درک تنظيم کړي ۔
“Frames are mental structures that shape the way we understand situations۔”George Lakoff, 1987
فريم هغه ذهني جوړښتونه دي چې زمونږ د حالتونو د درک طريقه ټاکي ۔
ذهني فضا:
دا اصطلاح د ګايلز فوکونئير ده هغه وائي :
“Mental spaces are small conceptual packets constructed as we think and talk۔”Gilles Fauconnier Mental Spaces, 1985
ذهني فضاګانې هغه واړه مفهومي چوکاټونه دي چې د فکر او خبرو په مهال جوړېږي۔
ذهني امتزاج (Conceptual Blending):
دوه بېلې بېلې مفکورې يو ځاے کېږي او نوې معنا جوړوي ۔
“Conceptual blending is a basic mental operation۔”
Fauconnier & Turner The Way We Think, 2002
ذهني امتزاج د انسان د فکر يو بنيادي عمل دے ۔
د ادبي ادراکياتو شعريات اصطلاحات عملي اطلاق :
د ادبي ادراکياتو شعريات يوازې نظري تصورات نه دي بلکې د انسان په عملي ژوند، ورځني فکر او د ادب په لوست کښې هر وخت کار کوي۔ لاندې د اهمو اصطلاحاتو عملي نمونې وړاندې کولے شي ۔
ذهني قالب يا سکيمه:هغه ذهني تجربه چې د انسان په ذهن کښې د پخوانيو تجربو له لارې جوړه شوې وي مثلاً که چې څوک ووايي “زه رستورنټ ته لاړم۔”نو ذهن سمدستي يو تصوير جوړوي چرته چې مېز، کرسۍ، ويټر، د خوراک مېنو او خوراک راشي حال دا چې دا ټول څيزونه په جمله کښې نه دي ياد شوي دا د سکيمه کار دے ۔ ذهني چوکاټ:د معنا د درک لپاره يو ذهني چوکاټ هم دے مثلاً که څوک ووايي چې “قاضي فيصله وکړه۔نو ذهن کښې سمدستي چوکاټ فعال شي چرته چې محکمه، قاضي، وکيلان او ملزم موجود وي
تصوراتي استعاره:
انسان ډېر وخت مفاهيم د استعارې له لارې درک کوي لکه مونږ وايو چې “وخت مه ضايع کوه” دلته وخت د پيسو په شان تصور شي “
“Our ordinary conceptual system is fundamentally metaphorical in nature۔” Lakoff & Johnson, Metaphors We Live By, 1980
ذهني فضا:
کله چې انسان کيسه يا خبر اوري نو ذهن کښې يو بيل تصوراتي جهان جوړېږي ۔ کله چې څوک دا جمله واوري چې”که زه وزير وم نو تعليم به مې مفت کړے و” نو ذهن سمدستي يو فرضی جهان جوړوي۔ دا د Mental Space مثال دے۔
ذهني امتزاج:
کله چې دوه مفکورې سره يو ځاے شي او نوې معنا جوړه کړي مثلاً مونږ وايو چې “کمپيوټر وايريس”
وايريس د طب اصطلاح ده کمپيوټر د ټکنالوجۍ اصطلاح ده خو دواړه يو ځائ شي نو نوې معنا جوړوي۔
ذهني تصوير: کله چې انسان الفاظ واوري يا متن ولولي نو ذهن کښې تصوير جوړېږي مثلاً که څوک دا جمله واوري چې “د غرونو په منځ کښې واړه کلى و۔” نو ذهن سمدستي دا تصوير جوړوي چرته چې غرونه، کورونه او شين چاپېرچل شتون لري ۔
د ادبي ادراکياتو اصطلاحات يوازې د ادب لپاره نه دي بلکې د انسان د ورځني فکر او ژوند برخې هم دي۔ دا اصطلاحات د انسان په ذهن کښې د تجربو تنظيم ،د معنا جوړول، د تصور جوړول او د کيسو درک کول اسان کړي ۔ په دې نظريه ما عملي تنقيد هم کړے دے۔ افسانه او نظم باندې دا نظريه ما عملي کړې ده ۔