ایا عبدالغفار خان له مهنداس کرم چند ګاندي څخه ولسي مبارزه کاپي کړې وه–احمدالله ارچيوال

دا ليکنه شريکه کړئ

د موضوع پېژندګلوي

د باچا خان او ګاندي د سیاسي نژدیوالي له امله ډېر خلک فکر کوي، چې نوموړي له ګاندي ولسي مبارزه کاپي کړی وه۔ ښايي دا لامل وي چې ډېر پوهان باچاخان ته د سرحد ګاندي وايي او یا ددې برعکس ښايي د دغو ليکوالانو او څېړونکو له خوا دا نوم ایښودنه ددې لامل ګرځېدلې وې چې خلک فکر وکړي چې باچاخان له ګاندي څخه ولسي مبارزه یاده کړې وه۔ د پورته ادعا دوهم لامل ښايي د خدايي خدمتګار اوکانګرس تر منځ اتحاد وي۔ د باچا خان او خدايي خدمتګار په اړه چې لازمه ده تر اوسه هغه ډول څېړنې نه دي شوې، زموږ دسېمې اکثریت خلک، ان پوهان هم د بې خبرۍ له امله باچا خان د سرحدي ګاندي په نوم یادوي۔پوښتنه دا ده، چې ایا دغه ادعا له اکاډميک نظره سمه ده او که یواځې یوه ادعا ده؟ د باچا خان د ولسي مبارزې تاکتیکونه، د الهام سرچېنې او د مبارزې د نورو ابعادو په نظر کې نېولو سره زما موندنې ښيي چې دغه غالب فکر برخلاف باچا خان نه یواځې له ګاندې ولسي مبارزه کاپي کړي نه وه، بلکې باچا خان او د ګاندې مبارزې یو له بله مختلفې وي۔ د پښتنو د ټولنې او د هند د هغې برخې، چې ګاندي پکې ژوند کولو، د هغه وخت حالاتو په نظر کې نېولو له امله پورته ادعا سمه نده۔

د موضوع څېړنه:

د ولسي مبارزې په اړه زما موندنې پر علمي او تاریخي دلایلو بر علاوه په یو لړ تاریخي منطقي استنباتونو ولاړې دي۔زموږ په سېمه کې د ولسي مبارزې په اړه د څېړنو د کمې له امله موږ ته د ولسي مبارزې داېره ډېره لنډه او تنګه ښکاري۔ لدې امله د ولسي مبارزو سره زموږ چلند لنډ او تنګ دی۔ډېری خلک یواځې سیاسي موخو لپاره له تاوتریخوالي پرته مبارزې ته ولسي مبارزه وايي، او د ولسي هغه پراخه مفهوم چې دغه مباره یې لري، څخه لرې پاتې کېږي۔خو د دې فکر برعکس، د نويو څېړنو مطابق په ټولنه کې د هغو خلکو توانمند کولو ته چې په عامو حالاتو کې ورته پام نه کېږي، ولسي مبارزه وايي۔ هالویرسن د ښوونځیو جوړول، خلکو ته د زده کړو فرصتونه برابرول، د کوچنیو پورونو ورکول او ورته نورې چارې په غیرمستقیم عدم تشدد کې راوستلې دي(1)۔

یواځې که همدا تعریف د خپلې څېړنې بنسټ وګرځوو، دې پایلې ته رسېږو چې باچا خان له هغه ډېر پخوا چې فکر کېږي، ولسي مبارزه پېل کړې وه۔ باچا خان په ۱۹۱۰م کې سمونپالنې ته مخه کړې وه۔ سمونپالنه د زور له لارې نه، بلکې د سمونونو او تشدد نه کولو له لارې رامنځ ته کېږي ، نو ځکه د با چا خان مبارزه د نوموړي خپل ذهني تخلیق وو۔په ۱۹۱۰م کې باچا خان او مولوي عبدالعزیز په اتمانزو کې یوه مدرسه جوړه کړې وه۔ وروسته دوی د نورو سیمو دورې شروع کړې تر څو د خلکو پام د علم طرف ته راوګرځوي۔ دغه شان يې په نورو علاقو کې د مدرسو جوړولو کار پیل کړ(2)۔ دا وخت چې باچا خان لومړنی ښوونځې پېل کړو،ګاندي په جنوبي افریقا کې وو، د باچا خان سره یې ملاقات نه وو شوی۔د باچا خان د ښوونځېو جوړولو ټوله موخه نه یواځې د ښوونې او روزنې له لارې د پښتنو توانمند کول وو، بلکې په پښتنو کې د مشر تابه وړتېا غوړول، پښتانه په انتقادې فکر کولو کې روزل، پښتنو کې د خپلو ستونزو د حلولو لپاره وېښتابه رامېنځته کول او د هغوي د ستونزو د حل لپاره پخپله مټې رانغښتل، پښتنو ته سیاسي شعور ورکول، د پښتنو ژبه او کلتور ژوندۍ ساتل، د پښتنو ترمېنځ یووالی رامېنځته کول، او پښتنو کې د ولسواکي دودول وو۔د باچا خان او د ګاندې د مبارزو په ارزولو کې یوه بله نېمګړتېا د باچا خان د مبارزې یوه وړه برخه د ګاندي د ټولې مبارزې سره پرتله کول او هغه د دواړو مبارزو د پرتلې په توګه منل دي۔ که سیاسي مبارزه ترې لرې کړو۔ د باچا خان د مبارزې د ښوونځېو د جوړولو برخې لپاره موږ بېا د ګاندي په مبارزه کې داسې څه نلرو، چې دباچا خان د مبارزې دغه برخه ورسره پرتله کړو۔د ښوونځېو جوړلو هڅې د باچا خان د مبارزې یوه وړه برخه ده، چې د نوموړي د هغه د پراخه لرليد یوه مهمه کړۍ ده۔ د باچا خان د ازادو مدرسو اداره کولو، د هغوي ښوونیز نصاب، ، په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره پکې د کسبونو زده کول او د ښوونیز نصاب ټاکلو کې د وخت غوښتنې په نظر کې نيول په لوېدېځه نړۍ کې د اوسمهال د ښوونځیو د اداره کولو او تدریسي چارو تنطېمولو سره ډېر نژدې والي لري، چې د دې کار موخه ټولنې ته داسې اشخاص وړاندې کول دي، چې نه یواځې انتقادي فکر ولري، بلکې له زده کړو وروسته پر خپلو پښو ودریږي،او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي۔نه یواځې دا ،بلکې په ازادو مدرسو د چارو په سمبالښت کې واک ټېټ پوړ یا ولس ته لېږدول او هغه په پرېکړو کې شاملول د باچا خان د مدرسو سره تړلې یوه بله مهمه چاره وه۔ بلخوا پدغو ازادو مدرسو کې انجونې شاملول د ازادو مدرسو یوه بله ځانګړنه، چې موخه یې د ښځو توانمندول وو، وه۔که اروپا کې که روشنګري ځير شو، هلته د اتلسمې پېړۍ په زیاته برخه کې د ښځو زده کړه د دوامدارو ولسي بحثونو برخه وه(3) لدې امله د باچا خان په مبارزه کې د ښځو د زده کړو اړخ د اروپا له روشنګرۍ سره اړخ لګوي۔ لنډمهالې چارې یا تاکتیکونه د ولسي مبارزې د ترسره کولو وسایل دي۔ پدې وروستېو کې یو لړ پوهانو پخپلو څېړنو کې د ولسي مبارزې کلتوري او ټولنیز اړخ ته کې زیات پام اړولی۔ وینتاجن د ولسي مبارزې د ټولنیز اړخ پر ارزښت ټينګار کوي۔ دی وايي چې ولسي مبارزه کې د ټولنیزو نورمونو څخه سرغړاوي کېږي، او د ولسي مبارزې تیوریکي اړخ داسې تصور نکوي چې ګویا دغه مبارزه داسې تېوریکې اصول،چې یو ټولنیز پسمنظر څخه د باندې رامېنځته کېږي، دي(4)۔ نوموړی استدلال کوي چې ولسي مبارزه له تاریخې اړخه مشخص ټولنېز چاپیریال کې رامېځته کېږي۔د دې مانا دا ده چې د ولسي مبارزې تاکتیکونه د اړونده ټولنې د سیاسي، اقتصادي او ټولنېزو حالاتو په رڼا کې ترسره کېږي۔ هره ټولنه خپل سیاسي، کلتوري او ټولنېز حالات لري۔ لدې امله د یوې ټولنې د ولسي مبارزې تاکتیکونه په بله ټولنه کې عملي کېدای نشي، او که د عملې کېدو هڅه یې وشي، نتېجه نه ورکوي۔که موږ پورته نظر د باچا خان او ګاندي د مبارزو د پرتلې لپاره وکاروو، دي پاېلې ته رسو چې هغه ټولنه چې باچا خان او پښتنو پکې ژوند کولو، له هغې ټولنې چې ګاندي پکې ژوند کولو څخه په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنېز لحاظه ډېره متفاوته وه۔ د تيوري او عملي دواړو اړخونو له امله باچا خان لپاره عملي نه وه چې د ګاندي لخوا کارېدونکي تاکتیکونه کاپي کړي۔ د یوې مبارزې په کاپي کولو کې خو یواځې د بل چا کړنې را اخېیستل او کارول کېږي، په اړه یې فکر او څېړنې ته اړتېا نه لېدل کېږي۔ باچا خان یو دم عدم تشدد ته نه وه مخه کړي، چې د ګاندې تاکتیکونه را کاپي او مبارزه یې پېل کړی وه۔ د ده لپاره عدم تشدد یو پر منطق ولاړ انتخاب وو۔ د هجرت کولو وروسته چې دی له افغانستانه راستون شو، د په څوو انتخابونو فکر وکړو۔ دی وايي:(( چې د افغانستان او قبایلو حالاتو له لېدو او پنځلس کاله مې په هندوستان، قبایلو او افغانستان کې غورزې پرې وکړې نو دې نتېجې ته ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان کار ندی۔ اقلاب د سړې سېنې کار دی۔ انقلاب پوهه او عمل غواړي، چې د انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربېت وکړي او انقلاب ته یې اماده کړي۔۔۔۔ کښېناستم د ځان سره مې ښه فکر وکړو او دې نتېجې ته ورسېدم چې زموږ د قام نه د تجارت خوا ته توجه شته، نه د صنعت خوا ته او نه د تعلیم خوا ته۔ له بلې خوا په رواجونو کې د غوږونو پورې ډوب دي۔په خانه جنګېو اخته دي۔ داسې قام انقلاب نشي راوستی۔ دا قام د دې بلاګانو خلاصول پکار دي چې سیاسي شعور پکې پیدا شي۔ تر دغه وخته زه پدې عقېده ووم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي۔ تشدد راته د انقلاب نژدې او د کامیابۍ لار ښکارېده۔خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه، چې د جنګ په وخت کې اسونه نه تیاریږي۔ نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد اصولو په بنا به کار کوم۔او د انقلابي اشخاصو د تعلیم او تربیت د پاره قومي مدرسې جوړوم۔))(2)۔ د با چا خان دا وینا د خدايي خدمتګار لپاره لرليد، د مبارزې لارې او سټرا تیژي بر علاوه د مبارزې د پيل په اړه د ده د فکر او فلسفي عکاسي کوي۔لدې ښکاري، چې باچا خان له ډېر فکر ،مطالعي او څېړنې وروسته عدم تشدد ته مخه کړې وه۔باچا خان د تشدد په شمول په نورو انتخابونو فکر کړی وو، او له فکر وروسته ورته ولسي مبارزه موثره ښکاره شوی وه، نو ځکه یې دغه مبارزې ته مخه کړی وی۔د باچا خان لخوا د مدرسو جوړولو برعلاوه، د نوموړي د ژوند سره تړلي دوه نورې پېښې به د بحث لاندې موضوع لا روښانه کولو کې مرسته وکړي۔باچا خان شا او خوا لس کاله وروسته له هغه چې په سرحد کې د خپلو خلکو لپاره غورزې پرې وکړې، د ۱۹۲۰ کال د دسامبر میاشت کې د خپل ملګري قاضي عطاالله سره علیګړ کې یوې جلسې کې ګډون وکړو۔ لدې خبرې موږ یو لړ استنباتونه کولای شو۔ باچا خان علیګړ ته وروسته لدې چې د عدم تشدد په لاره یې یو څو کلونه مزل کړی وو، بېا ځي۔ بل دا چې علېګړ ته د تللو لپاره د د تماس سړی، قاضي عطاالله دی۔ مانا یې دا دی، چې باچا خان د هند د نورو برخو د سیاستوالو سره اړېکې نلري، او چې اړېکي نلري نو بېا له ګاندي څنګه متاثره شو۔ باچا خان وړاندې لدې چې هلته په علیګړ کې غونډه کې ګډون وکړي، د پښتنو د حالاتو په نظر کې نېولو سره دې پایلې ته رسېدلی وو، چې د ولسي مبارزه د پښتنو لپاره د مبارزې موثره لاره ده او باېد ولسي مبارزې لاره ونیسي۔ځنې نورو لیکوالانو بېا د باچا خان او ګاندي ترمنځ د لومړني کتنې تاریخ، ۲۰۱۹ کال ښودلی۔ دا هغه وخت وو، چې په هند کې د راولټ اکټ پر وړاندې مخالفتونه روان وو۔اړینه ده چې د چې خدايي خدمتګارو د عدم تشدد د تاکتیکونو د ترسره کولو او له کانګرس سره د دوی د ایتلاف تاریخونه هم پرتله کړو۔۔د ښوونځېو جوړولو برعلاو له دې ډېر مخکې چې ګاندي خپل د عدم تشدد لاره غوره کړي، باچا خان د عدم تشدد ځينې تاکتیکونه کارول۔ دراولټ اکټ د انفاذ پرخلاف باچا خان په ۱۹۱۹کال د ۵۰۰۰۰ نفرو یوه احتجاجي غونډه وکړه(5)۔ خدايي خدمتګارو د ۱۹۳۰ کال په اپریل کې د اتمانزو په یوه جلسه کې له خلکو د حکومت د اوامرو څخه د سرغړونې ترسره کولو غوښتنه وکړه، دوی د همدغه کال په می میاشت(حکومت څخه د سر غړونې یوه میاشت وروسته)د کانګرس سره ایتلاف وکړ(6)۔له بل خوا هغه وخت چې دخدايي خدمتګارو پلاوي له کانګرس سره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۰ کې له دوی سره د يو ځای کېدو په خاطر ناسته درلوده، دکانګرس مشرانو له دوی څخه د خدايي خدمتګارو د مبارزې د ډول پوښتنه وکړه۔ خدايي خدمتګارو مشرانو، د کانګرس مشرانو ته وویل چې د دوی د مبارزې لار عدم تشدد دی۔ یو لامل چې کانګرس خدايي خدمتګارو ته د ملاتړ سینه ډبوله هغه د دواړو د مبارزې د لارو ورته والی دی۔له پورته شواهدو څخه په ډاګه کېږي چې خدايي خدمتګارو وړاندې له دې چې ان ګاندي سره وګوري دوی د یوې لارې په توګه له عدم تشدد څخه استفاده کوله۔ کورتز هم پورته نظر تاييدوي۔ دی وايي چې با چا خان سمونپاله کارونه له کانګرس سره له ایتلاف کولو نه وړاندې پيل کړي وو او د نړۍ لومړنی غېر متشدد لښکر یې رامنځ ته کړی وو(7)۔ کورتز دا ادعا چې خدايي خدمتګارو له ګاندي او کانګرس څخه الهام اخیستې ردوي۔د موضوغ جرړو ته د رسېدلو لپاره اړینه ده چې د باچا خان او ګاندي مبارزې سره پرتله کړو ۔ د باچا خان او ګاندي د مبارزو په پرتله کې مهمه خبره دا ده چې د خدايي خدمتګار او ګاندي د ولسي مبارزو د الهام سرچينې یو له بل سره توپیر لري۔خدايي خدمتګار د پښتنو له کلتور څخه سر چېنه اخیستې وه:د خدايي خدمتګار او ګاندي د تحریک پرتلې او د دواړو ترمنځ د اړېکو د لا ښې روښانتېا لپاره اړ یو چې د پښتنو انقلابي تاریخ ته یو ځل سر ورښکاره کړو او روښاني تحریک مطالعه کړو۔د روښاني تحریک مطالعه ښيي چې پښتانه د پېړیو راهیسې له عدم تشدد سره بلد وو او استفاده يې ترې کړې۔ روښاني تحریک د پښتو ادب د پرمختګ لپاره کار وکړو، د مذهب په نوم د نا سمو دودونو پر خلاف یې مبارزه وکړ او د پښتنو د فرهنګي پرمختګ د ودې لپاره يې کار وکړ(8)۔ د تحریک لپاره د پښتنو په کلو او دېرو وګرځېده او خلک یې د تشدد او بنسټپالنې پر خلاف مبارزو ته هڅول۔ خدايي خدمتګار تحریک هم د پښتنو له ټولنیز سمونه پيل، ادبي او تعلیمي سمونونه یې رامنځ ته کړل، وروسته سیاسي شو خو تر اخره خدايی خدمتګار تحریک په تاو تریخوالي وانه وښتلو۔ با چا خان هم کلي په کلي وګرځېد او پښتانه یې یو والي او په سوله ييزه توګه خپلو ستونزو حل ته رابلل۔ د روښاني تحریک او خدايي خدمتګار له پرتلې څخه ښکارې چې باچا خان په ولسي مبارزه کې د پير روښان د مبارزې نخښې له ورایه ښکاري، بلکې د مبارزې په ترسره کولو کې یې د یاد تحریک لاره او طریقه هم تر ډېره بریده تعقیب کړې ده۔د دواړو مبارزو د مبارزې کولو لاره او تر یوه حده طریقې هم یو ډول وې۔ د روښانې تحریک بنسټ له ادبې کارونو او د ټولنې له اصلاح پيل شوی و، ډېر وروسته دغه تحریک په سیاسي تحریک وا وښت چې په اخر کې په وسله واله مبارزه وا وښت۔ بلخوا ،د ګاندي د عدم تشدد فلسفه د هندوکتاب،ګیتا پر تعلیماتو، په داسې حال کې چې د باچاخان عدم تشدد فلسفه په اسلامي احکامو او پښتونولۍ ولاړه ده۔باچا خان پخپله دا خبره روښانه کړې ده۔ دی وايي: دا زموږ خدايي خدمتګاري خو څه نوی شی نه دی، دا خو هغه د دیارلس نيم سوو کالو زوړ حکم دی او د خپل رسول پاک د ژوند پېروي ده۔ (9) جې ایس پرایټ هم د پورته ادعا پخلی کړی دی۔ دی وايي چې د باچاخان د عدم تشدد فلسفې د قرآني مطالعې ژورتیا درلودله،په داسې حال کې چې د ګاندي لپاره عدم تشددله روحانیت څخه زیات دواک دترلاسه کولو یوه وسیله وه(10)۔ باچاخان په یوه بله موقع دا خبره روښانه کړې۔ نوموړی وايي، چې عدم تشدد د دوی عقیده ده خو د کانګرس لپاره تګلاره وه ۔ خو د باچا خان دا دعوه ننګول شوې ده۔خو ګاندي د باچا خان د ملګرو لپاره عدم تشدد زیات د باچا خان پر کرېزما ولاړه پدېده ګڼي۔کورتز د ګاندي له خولې نقل کوي وايي چې په ۱۹۳۸ م کال کې د سرحد څخه د ليدنې پر مهال ګاندي وويل چې د خدايي خدمتګارو لپاره عدم تشدد عقيده نه، بلکې د دوی لپاره باچا خان یو رهبر و(7)۔ جي ایس پرایټ وايي چې که د دواړو د عدم تشدد مبارزې د روحانیت په فلسفه وتلو، په ځای ددې چې عبدالغفارخان ته دې د سرحد ګاندي وویل شې باید ګاندي ته د هند عبدالغفارخان وویل شي۔ د سیاسي مبارزې پر مهال د باچا خان او ګاندې ځېنې تګلارې زموږ د موضوع روښانه کولو کې ډېره مرسته کولای شي۔له انګلستان څخه د دوهمې جګړې پر مهال د ګاندي ملاتړ له امله د کانګرس له ورکینګ کمېټې څخه د باچاخان احتجاجي وتل د باچا خان پورته ادعا نوره هم تقویه کوي۔په ۱۹۳۹ م کال کې د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال کانګرس بریتانوي حکومت ته د پونا وړاندیز په نوم له حکومت سره جګړه کې د مشروط ملاتړ وړانديز وکړ، باچا خان د کانګرس د دغه دريځ له امله خواشینی او د کانګرس له ورکینګ کمېټې څخه یې احتجاجي استعفا وکړه(5), پروفیسر وقار علي شاه د با چا خان د استعفی لپاره د عدم تشدد په اصولو نوموړي پابندي او د خدايي خدمتګار تحریک د ځانګړې پېژندګلوي ساتل د سترو لاملونو په توګه یاد کړي۔هغه پوهان چې د باچا خان لخوا د ګاندي څخه د ولسي مبارزې د کاپي کولو ادعا کوي، د هغوي د دې ادعا یو دلیل د ګانګرس سره د خدايي خدمتګار ایتلاف دی ۔ لدې امله اړېنه ده چې د دواړو ډلو ترمېنځ دغه ایتلاف بېلا بېل ابعاد روښانه شي۔د خدايي خدمتګار او کانګرس ترمنځ د ایتلاف په اړه په خپله باچاخان لیکلي چې دوی دګوجرات په بندي خانه کې بندیان وو چې میاجعفرشاه اوځینې نوروملګرويې ده ته د عبدالقیوم خان پیغام چې انګرېزان د خدايي خدمتګارو د له منځه وړلو اراده لري، وروړي وو،عبدالقيوم خان دوی ته مشوره ورکړې وه چې دوی دې د هند ددوه ستروګوندونو(کانګرس اومسلم لیګ)کې له یوه سره ملګري شي(2)۔دا هغه وخت و چې په سرحد کې پښتانه دپیرنګي حکومت له سختو ظلمونو سره لاس او ګرېوان وو۔اګرچې باچاخان د بندیز له امله له میا جعفرشاه او د ده له ملګرو سره نه شوکولای چې وګوري خو ده ته د خپلو ملګرو پیغام ورورسېده۔باچاخان وايي چې ده میاجعفرشاه او نورو ملګرو ته مشوره ورکړه چې په لومړي سرکې دې دوی له مسلم لیګ سره وګوري او له هغوی سره دې د ایتلاف رامنځ ته کېدو غوښتنه وکړي، خوکه مسلم لیګ انکار کوي بیادې له کانګرس سره وګوري او په خپلو شرایطو دې ورسره د ایتلاف غوښتنه وکړي۔دوی هم داسې وکړل، دوي د مسلم لیګ او مسلم کانفرانس دواړو سره د یو ځای کېدو هڅه وکړه، خو د دوی هڅه ناکامه شوه۔ چې کله دوي په ښکاره د مسلمانانو د دوه ګوندونو څخه ناامیده شو، وروسته دوی له کانګرس سره ایتلاف وکړ، له کانګرس سره د ملتیا یو لامل دا و چې د خدايي خدمتګارو او کانګرس موخې یو وې ۔ د دواړو مبارزه د پیرنګي پرخلاف وه او دواړو د هند بشپړه ازادي غوښتله۔ همدا لامل وو چې د دواړو ترمنځ ایتلاف وشو۔ برعکس د مسلم لیګ مبارزه د هندوانو پر خلاف وه او له انګرېزانو سره يې کومه ستونزه نه درلودله نو ځکه د مسلم لېګ او خدايي خدمتګار ترمنځ ایتلاف ونه شو ۔ د هند د سترو مسایلو په وړاندې د دریځ ید خدايي خدمتګار او کانګرس د یووالي له امله د خدايي خدمتګارو او کانګرس ترمنځ ایتلاف رامنځ ته کېدل طبيعي خبره وه۔ هغه څه چې د ایتلاف په اړه مهم دي، هغه پخپله دغه ایتلاف نه بلکې د ایتلاف فطرت دی، چې باېد پام ورته وشي۔له دې سره سره چې يې ورسره ایتلاف یې کړی و، د خدايي خدمتګارو تحریک له کانګرس څخه لګښت نه اخيستلو۔ دوی خپل لګښت د رضاکارو د چندو له لارې پوره کاوه ۔له دغه درکه جواهرلال نهرو له باچاخان څخه ډاکتر انصاري ته هم شکایت کړی و(2)۔ باچاخان پوهېده چې له کانګرس څخه د روپو په اخیستلو د خدايي خدمتګارو خپلواک دریځ له منځه ځي او خدايي خدمتګار اړکېږي چې په پټه خوله دکانګرس تګلاره تعقیب کړي۔خدايي خدمتګار له کانګرس سره له ایتلاف وروسته هم خپله پېژندګلوي وساتله۔ دوی د خپل تحریک لپاره خپل ځانګړی بیرغ، ځانګړي شعارونه، ځانګړی دریځ او ځانګړي پروګرامونه درلودل۔ د کانګرس او خدايي خدمتګارو ترمینځ یو وخت اختلافات دومره ژور شول چې ګاندي د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره سرحد ته خپل زوی دیوداس ولېږه۔کله چې دیوداس د خدايي خدمتګارو نظم ولیده له نوموړي سره یو څه وېره پیدا شوه۔دیوداس له وتلي خدايي خدمتګار عبدالاکبرخان سره د کوهاټ د دورې پر مهال څو څو ځله د سرحد د کانګرسیانو له خوا د خدايي خدمتګارو په اړه شکایتونه وکړل،په خدايي خدمتګارو يې د ځانګړي بیرغ او ځانګړو شعارونو چې الله اکبر پرې لیکل شوي وو ،د درلودلو له امله نیوکې وکړې۔ د دیوداس له خبرو داسې استنباط کېدلوچې نوموړي خدايي خدمتګار د کانګرس برخه ګڼله، عبدالاکبرخان دیوداس ته په ډېره تونده لهجه ځواب ورکړ چې ده ته که چاویلي وي چې خدايي خدمتګار د کانګرس برخه ده دا غلطه خبره ده(11)۔عبدالاکبرخان دیوداس ته وویل چې دوی جدا تحریک دی او هیڅکله د کانګرس برخه نه ده۔ عبدالاکبرخان ټینګار وکړ چې دوی د خدايي خدمتګار د ځانګړې پیژندګلوي خبره څو څو ځله د هند د رسنیو له لارې روښانه کړې ده۔ خان وویل چې دوی مخامخ ګاندي هم له دغې خبرې څو څو ځلې خبرکړی دی۔

پاېله:

له خدايي خدمتګارو وړاندې ټولې تر سره شوې ولسې مبارزې بې پایلې ثابتې شوې وې، له دې امله داسې یوې مبارزې ته اړتیا وه چې له مخکینیو مبارزو نه متبادله،موثریت یې ډېر، له حالاتو سره سم، د بریا چانس یې زیات او په تعقل ولاړه وي۔ دغه ځانګړتیاوې یواځې ولسي مبارزې درلودلې۔ با چا خان او ملګرو یې د یو سټراټیژېک غوراوي په توګه پښتنو ته د خدايي خدمتګار په بڼه ولسي مبارزه ور وړاندې کړه۔

په خدايي خدمتګار کې باچا خان د علامو پر ځای د ناروغۍ پر لامل تمرکز وکړ۔ مرض يې تشخیص او د هغې د درملنې لپاره لاس په کار شو۔ باچاخان له سیاسي مبارزې څخه وړاندې د کلتوري ودې او پوهاوي لپاره کار پیل کړ، نوموړي د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملګرتیا د خپلې ژبې اوکلتور پرمختګ ته لاسونه را بډ وهل۔ له دې ویلی شو، چې د تعلیم له عامولو څخه پيل شوی د خدايي خدمتګار سفر، د ټولنیزو سمونمونو ترسره کولو پېل او په سټراټیژیک ډول با لاخره سیاست ته داخل شو۔

له دې معلومېږي چې خدايي خد متګار د یو تحریک په څېر د یوې ستونزې د حل په موخه رامنځ ته شوی و۔له هرڅه مهمه دا وه چې خدايي خد متګار د یو سټراتیژیک تحریک د رامنځ ته کېدو لپاره اړین شرایط چې د راتلونکې لپاره یې موخې او لرليد په سر کې وو، درلودل۔ ۔

د با چا خان له خبرو څخه دا هم جوتېږي چې خدايي خدمتګار تحریک داسې یو وخت رامنځ ته شو چې پښتانه د ژوند په هر ډګر کې له ستونزو سره مخامخ وو۔

هغه ليکوالان چې د باچا خان په اړه یې ليکنې کړې دي، دوی اکثریت تاریخپو هان دي او ښايي دوي د ټولنیزو تحریکونو او په ځانګړي ډول د خدايي خدمتګارد فطرت اړخ ته ډېر پام نه وي کړي۔ که څه هم خدايي خدمتګار یوه تاریخي پدیده ده، خو د یو ټولنیز تحریک د ارزولو لپاره یواځې تاریخي پوهه بسنه نه کوي۔د یو ټولنیز تحریک د سیاسي او سټرا ټیژیکې ارزونې د ټولنیزو تحریکونو په اړه د پوهاوي در لودلو حکم کوي، خدايي خدمتګار سټرا ټیژیکي ارزونه له یاد فورمول څخه په هيڅ ډول مستثنی کېدلای نه شي۔ له علمي پلوه تحریکونه د هرې ټولنې د ځانګړو شرایطو په رڼا کې رامنځ ته کېږي، د یوې ټولنې حالات د بلې ټولنې له حالاتو څخه توپېر کوي، نو ځکه یو تحریک کاپي کول او په بل ځای کې هغه عملي کول له امکانه لرې خبره ده۔د خدايي خدمتګار تحریک په پښتونوالي ولاړ له اسلامي تعلیماتو څخه خړوبېدونکی اودپښتنو د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حالاتو مطابق تحریک و۔ هغه ټولنه چې ګاندي په کې تحریک چلاوه د پښتنو له ټولنې سره په هیڅ ډول د پرتلې وړ نه ده۔

باچا خان د تنظیم اصلاح افاغنه او خدايي خدمتګار له جوړولو ډېر مخکې ولسي مبارزې ته مخه کړی وه۔ باچا خان له ګاندې ولسي مبارزه کاپي کړی نه وه۔امکان لري، چې خداي خدمتګار، چې دا د باچا خان د مبارزې له پېل څخه شا او خوا شل کاله وروسته رامېنځته شوي وو، د خپلې مبارزې پرمهال په ځېنو برخو کې د ګاندې له مبارزې الهام اخیستې وي، خو دا چې سړی و وايي چې باچا خان له ګاندي ولسي مبارزه کاپي کړي،دا نا سمه خبره ده۔

د دواړو تحریکونو د موخو او تر ډېره د لارو د ورته والي دا فکر چې با چا خان دې عدم تشدد له ګاندي زده کړی وې او یا دې له نوموړي الهام اخيستی وي، ردوي۔ د روښانې تحریک او خدايي خدمتګار پرتلېزه مطالعه دا فکر لاپسې قوې کوي چې خدايي خدمتګار له سوچه پښتونوالې او پښتو څخه الهام اخیستی۔

له کانګرس سره د باچا خان ایتلاف او د مبارزې لپاره د نوموړي له ګاندي څخه الهام اخیستل دوه جدا جدا او یو له بل څخه متفاوت موضوعات دي۔ ایتلاف کول هرګز د الهام اخیستلو په معنا نه دي۔ ټول مني چې باچا خان تر مشرۍ لاندې خدايي خدمتګار له کانګرس سره ایتلاف کړی و۔ خو دا خبره چې نوموړي دې له ګاندي الهام اخیستلی وي، درسته نه ده۔

د ګاندي او د باچا خان د مبارزو ترمېنځ د اړيکې د مطالعه کولو پرمهال موږ د باچا خان د مبارزې یواځې د سیاسي برخې یوه وړه برخه،خداي خدمتګار، اړېکه د ګاندې د ټولې مبارزې سره پرتله کوو۔ لدې امله ښه به وي، چې د باچا خان د مبارزې هغه برخه چې د ګاندې د مبارزې، چې هغه هم بېلا بېلا اړخونه لري، د مبارزې پر مهال اړونده اړخ د اړونده اړخ سره پرتله شي۔د اصولو مطابق جز د جز او کل باېد د کل سره پرتله شي۔

ل خوا د ټولنیزو تحریکونو د فطرت مطالعه ددې خبرې حکم کوي چې یو تحریک په بل تحریک اغېزه لري، نو کېدای شي د ګاندي مبارزې پر د خدايي خدمتګارو تحریک باندې اغېزه کړې وي۔ خو دغه تاثیر به یو اړخیزه نه وي۔ د خدايي خدمتګارو تحریک به ښايي د ګاندي په تحریک هم اغېزه کړي وي، یعنې دغه اغېزې دوه اړخیزې وې او ځېنې وخت کېدای شي څو اړخېزې وي۔

 

ماخذونه:

Akbar, A۔ A۔ (2009)۔ Role of Pashtuns in the freedom of Indo-Subcontinent۔ University Publisher۔

Atalan (Heroes)۔ (2015)۔ Mashal Radio۔

Bukhari, F۔ (1957)۔ Bacha Khan۔ Naqush Press۔

Frontier Weekly۔ (2021, February 21)۔ Frontier articles on society and politics۔ https://frontierweekly۔com/views/feb-21/11-2-21-Bacha%20Khan۔html

Halverson, J۔ R۔ (2012)۔ Searching for a king: Muslim nonviolence and the future of Islam۔ Potomac Books, Inc۔

Huma, H۔ (2013)۔ Bacha Khan a history-making person۔ Mardan۔

Jacob, M۔ C۔ (2001)۔ The enlightenment: A brief history with documents (2nd ed۔)۔ Bedford/St۔ Martin’s۔

Khan, A۔ G۔ (2019)۔ My life and struggle۔ Aman Printing Press۔

Kurtz, L۔ (2009)۔ The Khudai Khidmatgar (Servants of God) movement: Badshah Khan and the Northwest Frontier in British India (1933-1937)۔ https://www۔nonviolent-conflict۔org/khudai-khidmatgar-servants-god-movement-badshah-khan-northwest-frontier-british-india-1933-1937/

Sael, R۔ S۔ (2010)۔ Bacha Khan’s thoughts and moral images۔ Danish Printer Association۔

Shah, W۔ A۔ (n۔d۔)۔ Women and Khudai Khidmatgar۔

Vinthagen, S۔ (2015)۔ A theory of nonviolent action: How civil resistance works۔ Zed Books Ltd۔

 

نورې ليکنې۔۔۔