په دې کښې شک نشته چې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک مشر دے۔ د پښتون قام يواځينے مشهور رهنما هم دے۔ دوي چې دلته څومره کار کړے دے۔ يا کوم خدمت او قربانيانې چې دي ۔ د دې مثال نۀ شي ورکولے کېدے۔ خو په دې کار کښې ددوي د ملګرو هم پوره برخه ده۔ زۀ وايم چې د هغوي د ذکر نه بغېر به دا کتاب په صحيح معنو کښې مکمل کتاب نۀ وي۔
محمد اکبر خادم:
د پښتو مشهور شاعر خادم صاحب مرحوم د باچاخان په ملګرو او د خدائي خدمتګارو د ډلې د غړو نه يو وۀ يو انقلابي شاعر وۀ۔ په تقرير کښې به ئې د الفاظو اور وروۀ۔ هغۀ پخپل ولوله انګېز نظمونو سره په ټوله صوبه کښې اوور ولګوۀ۔ د تحريک په خورولو او لويولو کښې ئې د ټولو نه ډېر کار وکړۀ۔ تر دې پورې چې د1930 او 1931 ء په انتهائي سخت وخت کښې چې د باچا خان ټول ملګرې د ويرې نه ډډې ته شول نو دۀ به يواځې ځانله په ټوله صوبه کښي دورې کولې۔ دۀ په کلونو د قېد سختۍ او تکليفونه برداشت کړل۔ خو د قېد په دوران کښې د دوي دماغي توازن هم په ختمېدو وۀ اخر هم په دغې حالت کښې وفات شوے دے۔
قاضې عطاالله:
د خدائي خدمتګار تحريک دوېم اولولعزم مشر قاضي عطاالله مرحوم وۀ۔ هغه نه صرف د دې تحريک په مشرانو کښې وۀ بلکې د دې د پاره د خدائي خدمتګار نوم هم دۀ تجويز کړے وۀ۔ هغه د باچا خان زوړ ملګرے وۀ او اخري وخته پورې هغه د باچا خان ملګرتيا وکړه۔ هغه يو د رائې ورکولوجوګه انسان وۀ ۔اکثر به ئې په ځنو خبرو کښې د باچا خان سره اختلاف هم کوۀ۔ د دۀ قيمتي مشورې به باچا خان ښۀ په خوشځالۍ قبلولې۔
قاضې صاحب مرحوم په 1918ء کښې د علي ګړ يونيورسټي نه د وکالت ډګري واخسته۔ په مردان کښې ئې پرېکټس شروع کړۀ۔ په 1919ء کښې په وړومبي ځل د رولټ اېکټ په هنګامو کښې د باچا خان سره ملګرے شو۔ په سياست کښې ئې حصه واغسته۔ او د دې نه پس هغه ټول عمر له د باچا خان يو مخلص او ايمانداره دوست جوړ شو۔ ”انجمن اصلاح الافاغنه“ ”یوتھ لیگ“ خدائي خدمتګار تحريک“ او کانګرس کښې هغه د باچا خان سره يو شان حصه واخسته او د دۀ سره ئې وخت په وخت د جېل مصيبتونه زغمل د 1936ء په عام انتخاباتو کښې قاضې صاحب د سرحد اسمبلۍ ممبر منتخب شو او چې په 1938ء کښې په سرحد کښي وړومبے وزارت جوړ شۀ ۔ نو قاضي وزير معارف واغستے شو۔ دا وخت کۀ وزير اعلیٰ خان صاحب هم وۀ خو د حکومت ټول نظم و نسق قاضي صاحب چلوۀ۔
د 1942ء په سول نافرمانۍ کښې بيا ګرفتار کړې شوۀ او جېل ته لاړ۔ د درې کاله قېد نه پس چې دوباره کانګرس وزارت جوړ شۀ۔ نو تاسو د راخلاصېدۀ سره سم دوباره د وزارت په کرسۍ ناست ښکاره شو۔ د پاکستان جوړېدو نه پس کانګرس وزارت ختم کړے شو۔ دے د باچا خان او د هغۀ د ملګرو سره ګرفتار شۀ۔ په جېل کښې ئې صحت ور ځ تر ورځه خرابېدو ۔ او اخر کښې هوميو هسپتال لاهور ته د علاج په غرض ولېږلے شو چرته چې په اتلسمې فرورې 1952ء کښې وفات شۀ ۔قاضي صاحب يو ډېر ښۀ اديب او تاريخدان هم وۀ ۔ په پښتو ژبه کښې ئې د ”دپښتو تاريخ“ په دوه ضميم جلدونو کښې ليکلے دے۔ د کومو طباعت چې د دۀ په ژوند وشو۔ د دې نه علاوه ئې مضمونونه او مقالې په پښتون رساله کښې چاپ کېږي۔ دوي د ټولو نه غټه کارنامه دا کړې ده چې د خپل وزارت دوران کښې ئې د صوبه سرحد په سرکاري مدرسو کښې پښتو لازمي مضمون وګرځوۀ۔
سمين جان خان !
سمين جان خان د باچا خان په زړو يارانوکښې يو وۀ۔ هغه په خدائي خدمتګار تحريک کښې حصه واغسته او د جېل سختې ئې هم اوزغملې په1938 ء کښې چې وړومبے د کانګرس وزارت جوړ شو ۔ نو د ډاکټر خان صاحب په مقابله کښې د کانګرس کميټۍ اکثريت د سمين جان خان په حق کښې وو۔ خو د ځنې نامعلومه مصلحت په وجه ډاکټر خان صاحب وزير اعلیٰ جوړ شو۔ د دلته نه د سمين جان خان اختلافات شروع شول ۔ هغۀ کانګرس پرېښود او په مسلم ليګ کښې شامل شۀ۔ د پاکستان جوړېدو نه پس د پير مانکي ګروپ سره د مسلم ليګ نه جُدا شول ۔ د عوامې ليګ بنياد ئې کيښودۀ۔په 1956ء کښې اېنټي يونټ فرنټ جوړ شۀ نو سمين جان خان بيا د باچا خان سره ملاؤ ملګرے شۀ او د صحت د خرابۍ باوجود ئې په ټوله صوبه کښې دورې کولې۔ کومې سره چې د دۀ صحت نور هم خراب شو او په نومبر 1956 کښې په لېډي ريډنګ هسپتال کښې وفات شو ۔دے يو انتهائي قابل انسان او د پښتو بې مثاله خاطب وۀ۔ د باچا خان نه پس په عامو خلقو کښې څوک هم د دۀ د مقابلې نۀ وو۔
ارباب عبدالغفور خان:
ارباب عبدالغفور په 1908ء کښې په تهکال کښې پېدا شۀ۔ د کالج د دور نه به ئې په سياست کښې برخه اخستله۔ ستمبر 1929ء کښې د اتمانزو په تاريخي جلسه کښې شريک شۀ ۔ په کومه کښې چې د افغان جرګې بنياد کېښودے شۀ۔ په 1931ء کښې د کالج هلکانو په هشتنګر کښې يو ډرامه پېش کړه په کومه چې امير نواز جليا ګرفتار شۀ۔ د کالج هلکانو اختجاجي جلسه وکړه۔ د کومې په وجه چې اتۀ هلکان د کالج نه را اويستے شول۔ په دې هلکانو کښې د ارباب صاحب نوم د ټولو وړومبے وۀ۔ د دې ځاے نه هغۀ باقاعده طور په سياست کښې برخه واخسته۔ په1931 ء کښې په وړومبي ځل ګرفتار شۀ او د دوه نيم کالو د پاره جېل ته وليږلے شۀ۔ د دې سزا خوړلو نه پس دے چې بهر راغے نو د راتلو سره په دفعه چاليس کښې دوباره د درې کالو د پاره جېل ته لاړ۔ په وړومبې کانګرس وزارت کښې پارليمنټري سېکرټري مقرر شو ۔ په 1939ء کښې کانګرس د وزارت مستعفي شۀ۔ په 1940ء کښې ارباب صاحب د بغاوت په الزام کښې دوه کاله قېد شۀ ۔ په 1942ء کښې آزاد شۀ۔ د ځنې اختلافاتو په وجه ئې د کانګرس سره تعلق ختم کړۀ او د افغان جرګې د پاره ئې کار شروع کړۀ۔ وروستو بيا د پير صاحب مانکي شريف په وجه مسلم ليګ سره وتړلے شو۔ د پاکستان جوړېدو نه پس ئې د قيوم خان سره اختلافات زيات شول ۔ او د پير صاحب په ملګرتيا کښې ئې عوامي ليګ جوړ کړۀ ۔ درې ځله مسلسل جېل ته وليږلے شۀ۔ په 1956ء کښې په اينټي يونټ فرنټ باندې يو وار بيا د باچا خان په ملګرتيا کښې کار شريک شۀ او تر اوسه (1957) لګيا دے کار کوي۔
ارباب صاحب مخلصه ديانتدار،او باهمته سياسې کارکن دے۔ ډېر ښۀ تقرير کوي ۔ دوي کښې د کار کولو ډېر صلاحيت دے۔ د پېښور نه د چکلې ختمولو اعزاز هم دوي ته حاصل دے ۔
علي ګل خان:
1898ء کښې په پېښور کښې پېدا شۀ۔ په لسم کښې ئې سبق وئيلو چې د عدم تعاون په تحريک کښې ئې په سياست کښې برخه واغسته او تعليم ئې پرېښود۔ په رولټ اېکټ او د هجرت تحريکونو کښې ئې د يو رضا کار په طور کار کوۀ۔ په 1922 ء کښې ئې د فرنس آف وېلز په بائيکاټ کښې حصه اخستو په وجه ګرفتار شۀ او د شپږ مياشتو سزا ئې وخوړه چې د جېل د ازادۍ نه پس راغے نو د خلافت کمېټۍ سيکرټري مقرر شۀ۔ په 1929ء کښې په کانګرس کښې شامل شۀ۔ د1930 ء په هنګامه کښې چې د پېښور ښار نه کوم مشران ګرفتار کړې شول۔ په هغې کښې دے هم شامل وۀ۔
ډير موده ئې د پېښور ميونسپل کمېټۍ د ايډمنسټرېټر فرائض هم ادا کړي دې۔ د پاکستان دجوړېدو نه مخکښې د سختې خرابۍ په وجه ئې مجبورا ًد سياسي ژوند نه لاس ووينځل۔
حکيم عبدالجليل:
کله چې د سرحد کانګرس کمېټۍ منډه ترړه د باچا خان لاس ته لاړه۔ هغوي د دې مرکزي دفتر اُتمانزو ته منتقل کړۀ۔ نو د پېښور ښار ټول سياسي کارکن د کانګرس نه جُدا شول۔ خو علې ګل خان او حکيم عبدالجليل په خپل ځاے ولاړ پاتي شول۔ ډير په وفادارۍ سره ئې د باچا خان ملګرتيا وکړله۔ حکيم صاحب پخوانے سياسي کارکن دے۔ هغه ټول عمر د قام بې لوثه خدمت کړے دے او په هر قسمه قربانۍ کښې مخکښې مخکښې پاتې شوے دے په پېښورکښې د کانګرس په مشرانو کښې شميرلے شي۔ د رولټ بل په زمانه کښې ئې په ملکي سياست کښي برخه واخسته او د پاکستان د جوړېدو پورې ئې ښۀ په شوق سره کار وکړۀ۔ د پاکستان جوړېدو نه پس ئې د سياست نه ځان را ونغښتو او د ګوشه نشينۍ ژوند ئي خپل کړۀ۔
عبدالصّمد خان اچکزۍ:
د بلوچستان مشهور رهنما او د باچا خان زوړ دوست وۀ۔ ټول عمر ئې په سياسي هنګامو کښې تېر کړۀ ۔ په کلونو کلونو ئې د جېل سختې اوزغملې۔ با اُصوله او قامپرسته انسان وۀ۔
عاشق شاه:
په 1920ء کښې په خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شۀ۔ ترننه ښۀ په ثابت قدمۍ سره د باچا خان ملګرتيا کوي۔ کم نه کم لس کاله جېل ئې خوړلے۔ په باچا خان ځان قربانوؤنکے او مخلصه دوست وۀ۔
امير محمد خان :
1921ء کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره ملګرے شو د باچا خان يو بااعتماده جرنېل دے۔ ډېر صحت منده ځوان وۀ۔ خو د مسلسل قېد و بند سختو زغمل د دۀ صحت زر خراب کړۀ۔ مستقل مزاجه با همته او حوصله مند انسان وۀ۔
عبدالخالق خليق:
د پښتو ډېر لوے اديب شاعر او د باچاخان د ډېرې مودې يار دے۔ تاسو څۀ موده کښې د خدائي خدمتګار تحريک د مشهورې رسالې ”پښتون“ اېډيټر هم پاتې شوے وۀ۔ تر ننه د ښۀ وفادارۍ سره په خپل مسلک ولاړ دے۔
عبدالولي خان:
د باچا خان دوېم زوے او يو خدائي خدمتګار کارکن دے ۔ په 1931ء کښې په وړومبي ځل ګرفتار شۀ۔ د دۀ نه پس څو څو ځله جېل ته لاړ۔ تاسو وسيع المشرب، ښۀ ليک لوست، ښۀ ژور سوچ لرونکے دے۔ په سياسي پوهه کښې دۀ ته په خدائي خدمتګارانو کښې يو ځلنده مقام حاصل دے۔
ماسټر عبدالکريم:
دے د باچا خان د آزاد قومي مدرسې نه فارغه شوے دے۔ په خدائي خدمتګار تحريک کښې د شروع نه کار کوي۔ د ژوند ډېره برخه ئې په قېد کښې تېره کړه۔ يو مخلصه او محنت کوشش کوؤنکے کارکن دے۔ د پښتو ژبې يو ښۀ اديب هم دے۔
حسېن بخش کوثر:
د پېښور وسيدونکے دے۔ په خدائي خدمتګار تحريک او باچا خان باندې ځان قربانونکو کښې شمېرلے شي ۔ څو څو ځله د قېد او بند د مرحلو نۀ تېر شوے دے۔ نن صبا هم د يو قابل اعتراض تقرير په وجه ورک دے۔ د اُردو او پښتو په لويو شاعرانو کښې دے۔ دۀ په پښتو ژبه يو کتاب ليکلے ۔ چې لا تر اوسه د طباعت د مرحلو نه نۀ دے تېر شوے۔
عبدالغنې خان:
غنې خان د باچا خان مشر زوے او د خدائي خدمتګار تحريک کارکن دے ۔ دوه ځله جېل ته تلے دے۔ ډير تعليم ئې حاصل کړے دے۔ دانګرېزۍ او پښتو شاعرۍ نه علاوه يو ښۀ مصور هم دے۔
يحیٰ جان:
د باچا خان زوم دے۔او د پېښور مشهور خاندان سره تعلق لري۔ د ډېرې مودې نه د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلے تعلق لري۔ په کانګرس وزارت کښې د تعليم وزير پاتے شوے دے۔ ډېر سنجيده او خاموشه کارکن دے۔
ولي محمد طوفان:
د پښتو او اردو ډېر ښۀ شاعر، اديب، او صحافي دے۔ په 1930ء کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره شامل شۀ او تر ننه په خپل قول کلک ولاړ دے د باچا خان ملګرتيا کوي۔ ډېر ښۀ کارکن او مخلصه انسان دے۔ بار بار ئې د قيد او بند سختې او تکليفونه وزغمل۔ نن صبا د نېشنل پارټۍ سرګرم رکن دے۔ او د هفته وار پښتو اخبار ”رهبر“ د ادارت کار کوي ۔
مير مهدي شاه:
پخوانے سياسي کارکن دے۔ د خدائي خدمتګار تحريک يو سرګرم تقرير کؤنکے هم دے۔ د پښتو ژبې په نوموړو شاعرانو کښې د دوي شماره کېږي۔ د دې نه علاوه د پښتو افسانه نګار او صحافي هم دے۔ د پښتو د شپږ ورځني ”رهبر“ مدير هم دے۔
اجمل خټک:
د پښتو ژبې وتلے شاعر، اديب، او صحافي دے۔ د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېرې مودې نه ملګرے دے۔ د پټهانستان په الزام کښې ئې ډېره موده د جېل سختې وزغملې ۔ ډېر محنتي کارکن او يو سوچ لرونکے ځوان دے۔
سر انجام خان :
د باچا خان خورے دے او د خدائي خدمتګار تحريک سرګرم کارکن دے۔ نن صبا د نېشنل پارټۍ سره تعلق لري۔ د اوچتې حوصلې مالک ،بهادر ،او مخلص ايمانداره ځوان دے۔د دې نه علاوه عبدالقيوم سواتې، خاجي فقيرا خان، مهاشا شيورام ،چوهدري جے کرشن، راجا غلام سرور، جلال بابا، ضلع هزاره کښې داؤدخان سالار، پيرخان، ميا عبدالقيوم،عمر فاروق، جګت رام، ماسټر غلام حېدر(اېبټ آباد) حکيم عبدالسلام (هرې پور) محمد حُسېن (هرې پور) مولانه قمر علي(مانسهره) د خدائي خدمتګار او کانګرس جماعتونو سرګرم کار کؤنکي وو۔
په هزاره کښې په کسان فرنټ باندې ملک امير عالم اعوان، محمد حُسېن عطاء ،ګلاب خان (پنډ کاکړ) مولانه غلام رباني لودهي، مولانه عبدالرؤف(هري پور)، حکيم عبدالواحد (سراۓ صالح) کار کولو۔ خو کانګرس او خدائي خدمتګار تحريکونو ته عمومًا د دوي ملګرتيا حاصله وه۔په مجلس احرار کښې مولوې غلام غوث، ډاکټر هارون جميّعت علماء، مولانه عبدالودود، سېد محمود شاه مولانا محمد اسحاق (اېبت آباد) کار کولو۔ دې خلقو هم د يوې ډلې په شکل کښې ټول عمر د کانګرس او خدائي خدمتګار تحريک ملګرتيا کړې ده۔د کانګرس نه مخکښې هزاره د خلافت تحريک د ټولو نه لوے مرکز و۔ مولانه محمد اسحاق مانسهروي د دې ډلې مشر وۀ۔ د ديوبند نه فارغه شوے وۀ۔ او د عوامو ډېر خوښ وۀ۔ د دۀ ملګري غلام رسول، مولانه محمد عرفان مانسهروي، دۀ سره وو۔ دې ورځو کښې نېشنل تحريک مخ په ترقۍ وۀ۔ هر طرف ته د هندو مسلم اتحاد نعرې سورې وې۔ د خلافت نه پس د ”انجمن اصلاحالافاغنه رسوم“ په نوم باندې يو اصلاحې انجمن د خدائي خدمتګار په شان په وجود کښې راغے۔ د دې انجمن جوړونکے مولوي غلام احمد صاحب (شکۍ بالاکوټ) وۀ۔ مفتي محمد الياس، مولوي محمد صاحب، قاضي محمد عبدالله ، مهدي زمان خان (کالا بټ) د دۀ پېروکار وو۔ مولانه عبدالرحمان صاحب ته په هزاره کښې د يو مشر حېثيت حاصل وۀ۔ تقريباً ټول سياسي مشران د دۀ د تربيت لاندې پاتي شوي دي۔ دے ډېر لوے عالم وۀ ۔ يو آزاد خيال لرونکے انسان وۀ۔په کوهاټ کښې مولانه احمد ګل ، پير سيد کمال ،پير حسن شاه، ميا فضل شاه ، چاچا غلام رسول، محمد ايوب، چاچاغلام قادر، پېر شهنشاه، مولوي عبدالجبار، استاد نور احمد، حاجې عبدالغفور مرحوم، مولانه عبدالطيف پراچه، ميا رحمت الله پراچه، حافظ الهې بخش پراچه مستري غلام حېدر مرحوم، اخګر کوهاټي، ميا معروف شاه وغېره د خدائي خدمتګار او کانګرس په وړومبي دورونو کښې د دې جماعتونو ډېر سرګرم کار کونکي وو۔په دوېم دور کښې خېر محمد حلالي، کاکا خوشحال خان، غلام محمد پراچه، سالار اسلم خان، صاحب ګل، محمد افضل خان، ملک شېر زمان، ټهېکيدار علي بادشاه مرحوم، مولانه حبيب ګل، غلام حېدر خان، عبدالخنان، مير اکبر، نوران شاه، ګل محمد خان وکيل، عېن الدين وکيل، محمد طيّب، محمد اکرم خان، مير ولي ،کاکا غلام حسېن، سردار ګوپال سنګ، ډاکټر موهن لال ګلاټي، مهته ديوان چند، اودهم لعل، ستيا رام، تارا سنګ آزاد، پنډت ترلوک نات، وغېره د کانګرس او خدائي خدمتګار تحريک چلونکي وو۔ په بنو کښې ملک علي خان ، حاجې اسلم خان، سالار يعقوب خان، ماسټر کيل رام، سردار رام، په خدائي خدمتګارو يادولو وړ دي۔هزاره کوهاټ او د بنو په دې شخصياتو کښې ځنې کسان بيا د کانګرس نه بيل شول په نورو جماعتونو کښې شامل شو۔ خو اکثر تر آخره د دۀ سره پاتې شول ۔ او تر اوسه ورسره دي۔ دې ټولو شخصياتو د وطن د آزادۍ په جنګ کښې داسې قربانيانې ورکړي دي کومې چې د هر لحاظ سره د قدر وړ دي۔ په پېښور کښې آغا لعل بادشاه، الله بخش يوسفي، رحيم بخش غزنوي، پير بخش خان، سردار عبدالرّب نشتر، آغا قاسم شاه ،حاجې جان محمد مرحوم ، سليم خان، عمر خان، ملک امير عالم اعوان، خان مير هلالي، حاجې اکرم خان، (بهادر کلے) وغېره په شوروع کښې د خلافت کمېټۍ او کانګرس مشهور رهنما وۀ۔ هغوي د دې د پاره ډېرې قربانيانې هم ورکړي دې۔ ډېر سخت کار ئې هم کړے دے۔ خو وروستو د څۀ وجوحاتو له وجې دوي د کانګرس نه جدا شول او په مسلم ليګ کښې شامل شول۔مولانه عبدالرحيم پوپلزے، کاکاجې صنوبرحسين، ماسټر شېر علي، چري رام کمنډي، بخش فقير چند، روشن لال، رام سرن نګينه، عبدالغفور آتش، کاش رام اُفق، اچرج رام موهن لال، عبدالله جان، عبدالرحمان ريا، الله بخش برقي، عبدالعزيز خوش باش ، غلام ربّاني سيټهي، د انتها پسند ډلې سره تعلق لرلو۔ دې ډلې ته په کانګرس کښې ډېر لوے مقام حاصل وۀ۔ اکثر به دا د کانګرس په پروګرامونو چلېدل ۔ او په هره موقع ئې ورله ښۀ بې دريغه قربانيانې ورکولې۔ د دوي د باچا خان د عدم تشدد د پاليسۍ سره اتفاق نۀ وۀ۔ حبيب نور، رام کشن، او غازي عبدالرشيد د ”نوجوان بهارت سبها“ ممبران وو۔ کوم چې په مختلفو وختونو کښې په ظالم او جابر انګرېز افسرانو باندې د قاتلانه حملو کولو په جرم کښې پهانسي کړے شول۔ميا احمد شاه د خدائي خدمتګار تحريک په مشرانو او د باچا خان په ښو ملګرو کښې شمېرلے شي۔ کوم چې وروستو د خاکسار جماعت سره شامل شو۔ اوس خاموشه ژوند تيروي۔ډاکټر خان صاحب د باچا خان مشر خوږ ورور د څۀ مودې نه د خدائي خدمتګار تحريک ستن ګڼل کېده خو نن سبا د دې جماعت نه جدا شوے دے۔ د ريپبلکن پارتۍ مشر او د مغربي پاکستان وزير اعلیٰ دے۔عبېد الله خان د ډاکټر خان صاحب زوے او د خدائي خدمتګار تحريک سرګرم رکن پاتې شوے دے۔ هغۀ په 1931ء کښې ډېر لوے نوم پېدا کړۀ۔ د دۀ دچارسدې د جېل د اتۀ دېرش ورځو بهوک هړتال ،او د تمان جېل د اتۀ اويا ورځو بهوک هړتال زمونږ د آزادۍ د جنګ په تاريخ کښې يو ځلنده کارنامه ده۔ دے هم نن سبا د ريپبلکن پارټۍ سره تعلق لري۔غلام محمد خان(لوند خوړ) خدائي خدمتګار او د کانګرس سرحدي رهنما دے ۔ کوم چې په دې جماعتونو کښې بې دريغه قربانيانې ورکړي دې اوس د عوامي ليګ سره دے۔احمد ميا او عباس خان د دۀ په وړومبو دوستانو کښې دي۔ په دې لحاظ سره دوي د ډېر اهميت وړ دے۔پير صاحب مانکي شريف د باچا خان مخالف پاتې شوے دے۔ خو اوس ئې د يوې لارې ملګرے دے او په اېنټې يونټ فرنټ کښې د باچاخان سره سنګ په سنګ کار کوي۔نکو دېوي د پېښور واحد زنانه ده چې د کانګرس ډېره کار کؤنکې او محنتي ممبره وه۔ دې بهادرې زنانې د شروع نه د خپل زوي روشن لال سره په قومي تحريکونو کښې ښۀ په نره حصه اخسته۔ هغه د کانګرس او ”نوجوان بهارت سبها“ ډېره لويه کارکنه وه۔ په اخره کښې د فارورډ بلاک سره يو شوه۔ دپاکستان جوړېدو نه پس هندوستان ته لاړله۔ نن صبا په دهلي کښې وسېږي ۔ په 1931ء کښې کانګرس ورکنګ کمېټۍ د بمبۍ په يوخصوصي اجلاس کښې د نکو دېوې په مشوره باندې د سرحد کانګرس کميټۍ هلې ځلې او ذمه وارۍ باچا خان ته حواله کړې۔غلام محمد ګاما خدائي خدمتګار او په کانګرس سر قربانونکے او د باچا خان په مينه کونکو کښې وۀ۔ تقريباً لس کاله ئې په قېد کښې تېر کړل۔ اوس په ريپبلکن پارټۍ کښې شامل دے۔ سرفرازخان،حجاب ګُل ،او محمد اکبر خان د ټولو وړومبي درې خدائي خدمتګاران دي۔ عبدالحکيم خان او محمود شاه دوه خدائي خدمتګاران د اتمانزو په ډزو کښې اولګېدل او شهيدان شول ۔ لالاپټيرا خان، سردار رام سنګ، اميرنوازجليا، اسلم خان شرر مرحوم، سالار مرتضیٰ خان، ربنواز خان، سالار امين جان، مقرب خان ،حبيب الله خان، ستار خان، چيلارام شوق، ميا محمد شاه، محمد يونس، محمد صديق (چارسده)، محمد عاشق، اچرج رام، تاج محمد، فردوس خان مانيرې، راخت خان (سخاکوټ)، عبدالعزيزخان، ميا شاکرالله (ګوجر ګرهی) بهادر نواز خان، حکيم خېر محمد، عرب خان، غلام جېلانی خان (پيښور)، کرامت شاه فولاد (پړانګ چارسده) د خدائي خدمتګار تحريک او کانګرس نۀ هېرؤنکي کارکنان پاتي شوي دي۔ په دې کښې خو ځنې خو اوس هم هغه شان لګيا دي کار کوي۔ دوي د ملک په سياسي زغل کښې د قدر وړ قربانيانې ورکړې دې۔ د خدائي خدمتګار تحريک په خورلو، لويولو، او کامياب جوړولو کښې ټول پېش پېش پاتي شوي دي۔
ياد ګيرنه: دا ليکنه د فارغ بخاري کتاب ”تحريک ازادي او باچا خان “ نه ترجمه ده۔