خان اميرمحمد خان (خان لالا) يو تاريخ ساز خدائي خدمتګار–اکبرهوتي اېډوکيټ

دا ليکنه شريکه کړئ

د شلمې پېړۍ په سياسي، ټولنيز او فکري تاريخ کښې د خدائي خدمتګار تحريک نوم د يوې داسې بې ‌مثاله مبارزې علامت دے، چې په تشدد، زور او انتقام نه، بلکې په صبر، قربانۍ، خدمت او انساني وقار ولاړه وه۔ دا تحريک د هغه وخت په پښتنې ټولنه کښې راڅرګند شو، چې جهالت، قبيلوي تعصب، غربت او استعماري ظلمونو د انسان فکري او اخلاقي وجود ريز مريز کړے وۀ۔خدائي خدمتګار تحريک د فخرِ افغان خان عبدالغفار خان (باچا خان) د بصيرت، روحاني جرأت او انساني فکر تخليق وۀ۔ باچا خان د عدم تشدد فلسفه د پښتنو د مزاج او تاريخي رواياتو سره داسې وتړله، چې خدمت، نظم، ځان تېرېدنه او اجتماعي ذمه واري د يو انقلابي شعور بڼه خپله کړه۔ دا تحريک يواځې يو سياسي تحريک نه وۀ، بلکې د ټولنيز اصلاح، تعليمي بيدارۍ او اخلاقي سمون يو هر اړخيزه مشن وۀ۔خدائي خدمتګاران چې د سورپوشۍ په علامت ئې د ځان پېژندنه کوله، خو د هغوی اصل رنګ د زړونو سپېځلتيا، د عمل صداقت او د انسان دوستۍ جذبه وه۔ هغوی د ظلم په وړاندې بې وسلې ودرېدل، زندانونه يې وزغمل، کوړې او ګولۍ يې برداشت کړې، خو د تشدد لاره ئې پرېنښوده۔ همدغه اصولي استقامت خدائي خدمتګار تحريک د نړۍ د عدم تشدد په تاريخ کښې يو ځانګړی مقام ورکړوپه حقيقت کښې خدائي خدمتګار تحريک د پښتون قام د اجتماعي شعور، سياسي پوخوالي او اخلاقي بيدارۍ يو روښانه باب دے، چې تر ننه د انصاف، امن او انساني برابرۍ درس ورکوي۔تحريک اصلاح الافاغنه او بيا وروستو خدائي خدتمګار تحريک د باچا خان په مشرۍ کښې ډير پياوړي رهبران او خدائي خدمتګاران پېدا کړي دي چې په دغو خدائي خدمتګارو کښې يو د هوتي مردان، خان امير محمد خان لالا نوم هم د ځانګړي درناوي او عقيدت سره يادېږي۔ هغه يو ډېر مړنی، ثابت قدمه او تکړه خدائي خدمتګار وو، چې خپل ټول ژوند يې د خدمت، قربانۍ او عدم تشدد د فلسفې لپاره وقف کړی وو۔ امير محمد خان لالا نه يوازې د تحريک يو فعال کارکوونکی وو، بلکې د باچا خان د فکر او پيغام يو عملي استازی هم وو۔ د زندان سختۍ، د ظلم فشار او د ازمېښتونو طوفانونه د هغه د حوصلې مخه ونه نيوه، بلکې د هغه عزم ئې لا مضبوط کړو۔ د هوتي مردان دغه سپېځلی بچے د خدائي خدمتګار تحريک د هغو بې‌نومه اتلانو نه يو دے، چې تاريخ يې په خاموشه قربانيو ولاړ دے۔ امير محمد خان لالا، چې د خان لالا په نوم ئې خپله ځانګړې پېژندګلو لرله، د فخرِ افغان باچا خان بابا په انتهائي نزدې ملګرو او معتمد رفقاوو کښې شمېرل کېدو۔ هغه د فکر، عمل او وفادارۍ له پلوه د باچا خان د فلسفې يو ژوندی انځور وۀ۔ دا 1921 وۀ چې کله باچا خان مردان ته د راتګ اراده وکړه او د مردان يو خان ورته سينه وټپوله خو چې کله وخت د جلسې راغې نو دغه خان بيا نۀ وۀ تيار، نو هم دغه وخت امير محمد خان لالا وو چې د حالاتو مقابله به ئې په حوصلې او تدبير سره وکړه او د باچا خان ئې نۀ يواځې هرکلے وکړو بلکې دغه جلسه هم ممکنه شوه۔ په کال 1921 کښې، چې د اصلاح الافاغنه تحريک هلې ځلې کولې، امير محمد خان لالا يو ځوان زده کوونکی وۀ۔ هم په دغه تاريخي پړاؤ کښې هغه د باچا خان هرکلے وکړو، د جلسې د انتظام ذمه واري ئې په غاړه واخيسته او د مردان په خاوره ئې د باچا خان د پيغام د خپرېدو لار هواره کړه۔ دغه هم هغه وخت وۀ چې امير محمد خان لالا په عملي توګه د باچا خان د تحريک سره وتړل شو او بيا تر پايه د خدائي خدمتګار تحريک يو وفادار، مړنی او بې‌مثاله خدمتګار پاتې شو۔ د ازادۍ په تحريک کښې د خان لالا په حواله د هغه سياسي کېرئير آغاز د 1921 نه کيږي۔ امير محمد خان 1921ء کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره ملګرے شو د باچا خان يو بااعتماده جرنېل دے۔ ډېر صحت منده ځوان وۀ۔ خو د مسلسل قېد و بند سختو زغمل د دۀ صحت زر خراب کړۀ۔ مستقل مزاجه با همته او حوصله مند انسان وۀ (د ازادۍتحريک او باچاخان مخ 275) ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔د امير محمد خان لالا د زېږون نېټې په حواله څۀ دستاويزي ثبوت په لاس نۀ دې راغلې خو کله چې باچا خان مردان ته راتلو نو دوي د ځوان زده کونکے وۀ نو که دغه وخت مونږ د خان لالا د عمر اندازه لګولو په غرض چې د خان لالا د قبر کتبه وګورو نود هغه عمر اندازتا 62 کاله ښائي او د وفات نېټه 28 فروري 1958 ښائي په دغه حساب د خان لالا د زېږون کال 1896 جوړيږي ۔ انګريز سرکار، خدائي خدمتګار تحريک د خپل ځان خلاف يوه ډېره لويه خطره ګڼله په دې وجه د هغه وخت دغه جابر حکمران خدائي خدمتګار جېلونو ته اچول او په جېلونو کښې به پرې رنګ رنګ ظلمونه کېدل، خان لالا هم په دغه سلسله کښې اکثر په جېلونو کښې پاتي شوے دے ۔

“په 29 جنوري 1931 تېز باران شروع وۀ چې د انګرېز دوه کپتانان راغلل او ټول جېل ئې په محاصره کښې واخستو۔ په ټولو قېديانو ئې تشدد شروع کړو او دوه ګنټې ئې وهل ټکول وکړل۔ بعضې قېديان ئې په چکۍ کښې واچول، چې پکښې ډاکټر خان صاحب، غلام محمد خان، عبېدالله خان، رب نواز خان، سالار مرتضیٰ خان، ارباب عبدالغفور خان، سرفراز خان، شهنشاه، وغېره شامل وو۔ په اوله ورځ ئې غلام محمد لوندخوړ، امير محمد خان، پير مدار شاه اتمانزے، غلام محمد لوند خوړ، دېرش دېرش کوړې ووهل چې درې مياشتې ئې په وجود زخمونه وو۔ ډاکټر خان صاحب په عملي طور په سياست کښې په اول ځل جېل ته تلے وۀ خو د هغۀ دغه وخت هم د سياست سره څۀ ډېره دلچسپي نۀ وه۔ خو ولې د باچاخان د ورور د وجې هغه جېل ته تلے وۀ۔ ولې چې دا ځل د باچاخان ټول خاندان ګرفتار کړے شوے وو۔او ټولو ته د باچا خان د رشته دارۍ په وجه د جېل سختيانې ورکول کېدې” د ازادۍ تحريک او باچاخان مخ 98

د امير محمد خان لالا مبارزه دومره ښکاره او په جار وه چې کله به هم جېل قېد او سزا وۀ نو لکه د نورو خدائي خدمتګارو به امير محمد خان لالا هم د يا د جېل د تورو تمبو شاته وۀ يا به پرې تشدد کېدو چې د دې ذکر د خدائي خدمتګارو په ليکلي تاريخ کښې خوندي دے چې زۀ دغه ټول اقتاباسات دلته نقل کوم “د خان امير محمد خان ګرفتارى او سزا: خان امير محمد خان د هوتى مردان د دے كال په آخرى مياشتو کښې اونيوے شو او د يو تقرير په جرم د يو كال قېد سخت سزا وركړے شوه۔ د آرډىننس اجراء او ګرفتارى: د 24 او 25 دسمبر 1931 په مېنځنۍ شپه ناڅاپه ګرفتارئ اوشوے۔ باچا خان او ډاكټر خان صاحب په پېښور کښې د ډاكټر صاحب په بنګله کښې اونيوے شو “(د ازادۍ جنګ ) خليق صېب(

د امير محمد خان لالا د باچا خان سره عقيدت او کومټمنټ اندازه د لاندې ليک نه لګولې شئ :”پۀ بمبۍ کښې د اٰل انډيا کانګرس کمېټۍ جلسه وه او هغې له د ټول هندوستان ممبران راغلي وو۔ څۀ وخت چې مونږ د بمبۍ سټېشن ته ورسېدو او د ګاډي نه کوز شو نو ميا احمد شاه ما له راغې او ډېر خفه وۀ۔ دۀ راته ووې چې ما ته خو دېويداس ووې چې تۀ د کانګرس ځاے ته لاړ شه دا خو داسې شوه چې ما له ئې ځواب راکړو۔ امير محمد خان د هوتي ورته ووي چې ما ته ئې هم داسې وئيلي دي خو ما ورته ووې چې کوم ځاے فخرِ افغان صاحب وي، زۀ به هم هلته يم نو بيا هغه چپ شو خو ميا صاحب وې چې زۀ ئې ستاسو نه منع کړے يم او ما له ئې ځواب راکړے دے چې تاسو سره نۀ ځم۔ ما هم د ميا صاحب د راضي کېدوکوشش وکړو خو دے رضا نۀ شو نو بيا زما څۀ مسلمانان دوستان سټېشن ته راغلي وو” )زما ژوند او جهد مخ (286 . د باچا خان په کتاب کښې د امير محمد خان لالا، مهردل خان او ميا شاکر الله ذکر داسې راغلے دے چې د دې نه دا خذ کيږي چې خان لالا کل وقتي خدائي خدمتګار وۀ چې خپل ټول ژوند ئې دې تحريک ته وقف کړے وۀ، خان لالا د هوتي په غټه خانۍ کښې وۀ او که هغه غوښتل نو د انګريز په وفادارۍ کښې به ورته غټې عهدې ورکړې شوے وې خو هغه دغه مراعات د اولس د خدمت له پاره په لته وهلي وو او خپل ځان د ازادۍ تحريک ته وقف کړے وۀ، او په دې لار کښې خان لالا سخت تکليفونه ګاللي دي۔

“بله دا چې زمونږ خدمت به د خداے د پاره وي۔ د څۀ غرض د پاره به نۀ وي۔ مونږ له چې څوک څومره تکليف راکوي، زور او زياتے راباندې کوي، مونږ به بدل نۀ اخلو بلکې مونږ به صبر کوو او د هغه سړي، قوم يا حکومت د پوهـولو کوشش به کوو۔ چې جلسه ختمه شوه مونږ د شپې د ارام د پاره سودم ته راغلو۔ دلته زمونږ ملګرو امير محمد خان او مهردل خان او شاکر الله باچا او د هغوي ملګرو پۀ دې علاقه کښې ډېر ښۀ کار کړے ؤ۔ دلته هم ډېره ښه جلسه وشوه او د دې ځاے پۀ زنانوو کښې هم د ازادۍ جذبه پېدا شوې وه۔” زما ژوند او جهد مخ (375

د خان لالا محبوبيت په اولس کښي وۀ او چې کله په 1937 کښې انتخابات وشول نو خان لالا د مردان نواب محمد اکبر خان نه اليکشن وګټۀ، دا د زلمي خان لالا يوه لويه فتح وه ۔ “پۀ ملک کښې د اسمبلو الېکشنونه شروع شول او اکثرو صوبو کښې د کانګرس اميدواران کامياب شول۔ زمونږ د صوبې د انتخاباتو نتيجو پېرنګيان او د هغوي بړيڅي ډېر حېران کړل۔ هغوي وليدل چې د هغوي درنې درنې ستنې راوغورزېدې۔ بيا د صوبې د ټولو نه لوے نواب سر محمد اکبر خان هوتي د امير محمد خان د لاسه شکست وخوړ۔ سر صاحبزاده عبدالقيوم د يو خدائي خدمتګار عبدالعزيز خان د زېدې د لاسه ارباب شېرعلي خان د تهکال د ارباب عبدالغفور د لاسه، د ټېري نواب د اسلم خان د لاسه، خان بهادر قلي خان د صاحب ګل جرنېل خدائي خدمتګار د لاسه راپرېوتل او دغه شان د پېرنګيانو ملاتړ خان بهادران، راے بهادران،خان صاحبان او راےصاحبان وغورځېدل” زما ژوند او جهد ، مخ 474)

د اميرمحمد خان لالا د اصولو او ډسپلن يو مثال د باچا خان په دې لاندې ورکړي شوي ليک کښې داسې دے چي کله د اسمبليو او د حکومت په حواله يو شخړه راپيداه شوه “د اسمبلۍ بعضۍ ممبرانو زۀ مجبور کړم چې پۀ دې معامله کښې مداخلت وکړم۔ د هغوي هم دا خيال ؤ چې ښه به دا وي چې مونږ دا وزارت پرېږدو۔ زما خو د اول نه دغه خيال ؤ۔ مګر د وزېرانو پۀ کارونو کښې مې مداخلت نۀ کولو ځکه چې ذمه داري د هغوي پۀ سر وه۔ ما د خدائي خدمتګارو لويه جرګه جمع کړه او د وزارت دا خبره مې ورته وړاندې کړه۔ ټولو ممبرانو پۀ دې خبره اتفاق وکړو چې حکومت مونږ سره تعاون نۀ کوي نو مونږ له پکار دي چې وزارت پرېږدو ځکه چې د دې نه زمونږ تحريک ته ګټه نۀ رسي بلکې نقصان رسي۔ اجلاس ختم شو او ما د صوبې د خدائي خدمتګارو لويې جرګې نه د درېو درېو کسانو يوه کمېټي جوړه کړه او د اسمبلۍ ممبرانو ته مې ووې چې سبا له به تاسو راځئ او يو يو کس به ځان ځان له خپله رایې او بيان دې کمېټۍ له ورکوئ۔ سبا له چې هغې کمېټۍ خپل کار شروع کړو نو د امير محمد خان د هوتي نه علاوه نورو ټولو ممبرانو د وزارت پۀ حق کښې رایې ورکړه۔ زۀ حېران شوم او بهر ته راووتم۔ ټولو ممبرانو ته مې ووې چې دا څنګه خبره ده۔ پرون تاسو د وزارت مخالف وئ او نن ئې ملګري شوئ۔ ډاکټر صاحب ما ته ووې کۀ ما ته اجازت وي نو دا راز به زۀ ښکاره کړم۔ ما اجازت ورکړو۔ هغۀ ووې چې دوي ټول وائي چې وزارت دې وي مګر کوي دې هغه څۀ چې مونږ ورته وايو خو دغه خبره مونږ ته منظوره نۀ ده نو پۀ مونږ د دباو اچولو د پاره دوي بيا د وزارت د ماتېدو ټپه کوي۔ خېر مونږ خوارۀ شو مګر د وزارت د پرېښودو پۀ باره کښې زما رایې نوره هم ټينګه شوه او څو ځله د اٰل انډيا کانګرس هائي کمان ته مې دا خبره وړاندې کړه چې تاسو مونږ له اجازه راکړئ” ۔زما ژوند او جدجهد مخ 516

اميرمحمد خان لالا پارليماني سيکرټري وۀ او دغه وخت د انګريز ظلم او بربريت په ټول وطن کښې چې وزيرستان پکښي هم شامل وۀ بلکې په وزيرستان کښې بمبارۍ وې نو د وزيرستان د بمبارو په حواله خان لالا يو قرارداد هم وړاندې کړے وۀ ۔

“په 23 اپرېل باندې امير محمد خان پارلمنټري سيکټري يو قراد پېش کړو چې پکښې د وفاقي حکومت نه غوښتنه شوي وه چې په وزيرستان کښې د ظلم او ستم نه د ډکه بمباري ودروي۔” د ازادۍ تحريک او باچاخان، (113

خان لالا د باچا خان سره د ټول وطن په دورو کښې هم شامل پاتې شوے وۀ : “هم په دغه کال په 25 ستمبر 1945 باچا خان دوباره د هزارې ته د تلو اراده وکړه چې هلته د پښتنو ملګرو سره لږ ملاقات وکړي۔ د دې نه مخکښې باچاخان هلته د صوابۍ څو خدائي خدمتګار واستول چې ټول پښتانۀ خبر کړي چې باچاخان راروان دے۔ په يو ځاے ئې راغونډ کړي چې ملاوېدو کښې باچاخان ته اسانه وي ۔ په 24 ستمبر په چارسده کښې د ډپټي کمشنر کېمبل پور له خوا د باچاخان نه يو ضمانت واخستے شو چې تاسو د اټک ضلعې ته داخلېدے کله هم نۀ شئ ۔ په دوېمه ورځ دوي پېښور ته لاړل او سحر وختي د امير محمد خان، علي ګل خان، او د محمد امين جان سره د هزارې په لور روان شول۔ د اټک د پل سره د سرحد پوليسو ودرول د دې باوجود چې په سرحد کښې د کانګرس وزارتونه وو۔ خو چې کله دوي د سرحد پوليس له خوا پرېښودې شول نو د پل نه بل طرف ته د پنجاب پوليسو له خوا ګرفتار شول او اخر د هلته نه اېبټ اباد جېل ته واستولي شول”د ازادۍ تحريک او باچاخان، مخ 153 ۔)  د پاکستان د جوړېدو نه پس بيا د پاکستان سرکار هم د انګريز د ظلم پاليسي جاري وساتله او په خدائي خدمتګارو ئې بربريت پئېل کړو، خان لالا هم د دغه ظلم و ستم ښکار وۀ ۔”د دې نه څو ورځې مخکښې ئې باچاخان ګرفتار کړو او درې کاله سزا ئې ورته واوروله او د بنګال رېګولېشن مطابق ئې ورته وروستو سزا نوره هم ډېره کړله چې ورستو په 1954 کښې رها کړے شو۔ هم دغسې ډاکټر خان صېب، ولي خان، او د دوي نور ملګري امير محمد خان، حسېن بخش کوثر ، عبدالصمد خان اچکزے، او ماسټر عبدالکريم ئې هم ډېره موده په جېل کښې بندي وساتل۔ کله چې دا کارکنان په جېلونو کښې واچولي شول نو دې سره ئې سم د خدائي خدمتاګار تحريک غېر قانوني وګرځوۀ۔ د تحريک په نورو رضاکارو باندې داسې ظلمونه وشول چې د انګرېزانو ظلمونه ئې هېر کړل۔ رضا کار به ئې بربنډ کړل او په لارو کښې به ئې د دوي جلوسونه ويستل۔ مالونه او کورونه ئې ورله نېلام کړل۔ د دوي د سترګو وړاندې به ئې د دوي د ښځو بې عزتيانې کولې۔ داسې ډېرې واقعې مخې ته راغلې چې په اولس کښې ئې يو خوف پېدا کړے وۀ۔ د بابړې د خونړي ظلم نه پس په قصه خوانۍ کښې يوه ورځ قيوم خان په يو تقرير کښې ووئيل چې”خدائي خدمتارو ته مې داسې سبق وښودو چې ياد به ساتي۔ دا د انګرېز حکومت نۀ دے بلکې دا د مسلم ليګ د قيوم خان حکومت دے۔ دا خدائي خدمتګار د ملک غداران دي او زۀ غواړمه چې دلته د دوي نوم او نشان ورک کړمه “د ازادۍ تحريک او باچاخان، مخ 172)

خان لالا د 1921 نه مسلسل د ازادۍ تحريک کښې فعاليت لرلو، او د مسلسل قېد و بند په وجه د خان لالا صحت ډېر خراب شوے وۀ۔ خان لالا د خپل جهد مسلسل د خپل عهد وفا او د خپل سوچ او فکر مضبوطه رشته ډير په مضبوط زړۀ قائمه وساتله او د ژوند تر د آخري سلګيو د خدائي خدمتګار تحريک او د باچا خان وفادار ملګرے ثابت شۀ، د خان لالا د وفات په نېټه او وخت کښې د تاريخي روايتونو تر منځ لږ اختلاف تر سترګو کېږي۔ عبدالخالق خليق صېب د خپلې ليکنې تر مخه د خان لالا وفات په 1957ز کال کښې ښيي، خو د نامتو ليکوال م۔ر۔ شفق د يو مستند ليک له مخې، خان لالا د 28 فرورۍ 1958ز د ماسخوتن په وخت د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې۔ د دغه روايت مطابق، د هغه جنازه د يکم مارچ 1958ز د ماسپښين په دوه بجې د باغ هوتي په تاريخي ميدان کښې ادا شوه، چې د جنازې لمونځ سعادت مولانا عنايت‌الرحمان صاحب وکړو۔ مولانا عنايت الرحمان د اسرار د طورو او م ر شفق پلار وۀ، خليق صېب بيا د جنازې وخت يولس بجې يادوي، دلته يوه خبره مخي ته کول غواړم چې شفق صېب د ليک تر مخه د خان لالا د وفات پوره نېټه ليکل شوې ده او جنازه ئې مولانا عنايت الرحمان کړې ده بيا چې کله اعظم خان وفات شۀ نو وئيلي شې د اعظم خان وصيت وۀ چې د هغه جنازه دې ياد شاعر اديب اسرارالرحمان وکړي او اسرارالرحمان د طورو د مولانا عنايت الرحمان ځوے دے نو دلته ماته د د خان لالا د وفات نېټه 28 فروري 1958 صحيح ښکاري او دا نيټه د خان لالا د قبر په کتبه هم ليکلې شوې ده نو د 28 فروري 1958 د خان لالا صحيح د وفات نيټه ده۔ دا ورځ د خدائي خدمتګار تحريک، د باچا خان د ملګريو، او د ټولې پښتنې ټولنې لپاره د نه هېرېدونکي غم ورځ وه۔ د خان لالا په جنازه کښې د خدائي خدمتګارو يو لويه قافله شريکه وه، او پخپله فخرِ افغان باچا خان بابا هم د خپل يو نزدې، وفادار او مخلص ملګري په جنازه کښې حاضر وۀ۔ هغه فضا د وير، خاموشۍ او تاريخي دروندوالې يو ژوندے انځور وۀ، ځکه چې دا يواځې د يو فرد نه، بلکې د يوې ځلنده دور د استقامت، قربانۍ او سياسي شعور د علامت نه د جدايۍ شېبې وې۔ د خان لالا د وفات په وخت د هغه يواځينی ځوے اعظم خان هوتي لا کم عمره وۀ، اعظم خان هوتي د زېږون نېټه 27 اپريل 1946 ده نو د خان لالا د وفات په وخت د اعظم خان عمر دولس کاله وۀ، چې وروستو د وخت په بهير کښې د سياست په مېدان کښې يو مهم نوم وګرځېدۀ۔ او د خان لالا په رنګ د پارليمان څو وارې يو تکړه غړے او د مواصلاتو وزير پاتې شۀ۔ د خان لالا لور بېګم نسيم ولې خان چې د پاکستان د تاريخ ړومبۍ منتخب اېم پي اے وه او د خان عبدالولي خان کورودانې وه، او هم دغه سلسله تر امير حېدر خان هوتي پورې راورسېده او امير حېدر خان هوتي د خېبرپښتونخوا وزيراعلي منتخب شوے وۀ۔ خان لالا تر شا يو ځوے او درې لوڼې پرېښودې دي۔ د اعظم خان هوتي دوه ځامن دي، چې يو ئې امير حېدر خان هوتي، د خېبر پښتونخوا پخوانی وزيراعلی، او بل امير غزن خان هوتي دے۔ دا کورنۍ، په نسلونو نسلونو، د سياست، خدمت او قومي شعور يو تسلسل پاتې شوے دے۔ د باچا خان، خان عبدالولي خان او اميرمحمد خان لالا د يو بل سره مينه او ژوره سياسي رشته په خپلوۍ کښې بدله شوې وه، د امير حېدر خان هوتي مور د ملي مشر اسفنديار ولي خان خور ده۔ ۔که د خان لالا د سياسي ژوند يو نچوړ واخلو، نو دا به ووايو چې هغه د خدائي خدمتګار تحريک يو خاموش خو مضبوطه ستن وه؛ داسې مبارز چې کردار ئې ډېر لوړ وۀ، نه ئې دعوې کولې، نه ئې نمود و نمائش کوو او نه ئې د تکليفونو فرياد خو قرباني ئې ورکوله۔ د هغه وفات د يو فرد انجام نه وۀ، بلکې د يوې اوږدې، صبرناکې او اصولي سياسي جدوجهد د يو باب تړل وۀ—هغه باب چې د پښتون تاريخ په پاڼو کښې به تل د وقار او عزت سره يادېږي۔ مونږ دې ياد او تاريخ ساز خدائي خدمتګار ته خراج وړاندې کوو۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔