د خدائي خدمتګار فدا عبدالمالک زنداني ژوند او زنداني ديوان–ډاکټر نورالبصر امن

دا ليکنه شريکه کړئ

د دنيا په مخ به ډېر کم تحريکونه داسې تېر شوي وي چې په هغې کښې د خدائي خدمتګار تحريک په شان ځانګړنې خاطرې، واقعيات، پېښې،  ظلم ، مرګونه ،جېلونه، زندانونه د جائيداد او کتابونو ضبطونه، ضمانتونه غوښتل، ذهني او بدني اذيتونه ټاچر سِلونه، مشقتونه، زخمونه، مرګونه، د مسافرۍ او جلاوطنۍ وختونه، د نوکرو او ګټو وټو نه لاس وېنځنه او دغه شان نور ډېر تکليفونه تېر کړي وي ـ جېل خو د خدائي خدمتګارو دويم کور ګڼلے شو ـ خدائي خدمتګاري او زندان لازم او ملزوم وو،داسې به ډېر کم خدائي خدمتګار وي چې د جېل چکر به يې نۀ وي لګولے ـ په خدائي خدمتګارۍ کښې ضمانت ډېر بد بلکې د پېغور سبب وۀ ـ په دغه لکونو خدائي خدمتګارانو کښې يو فدا عبدالمالک هم دے چا چې د بابړې په پېښه شاهکار نظم “مرګيه مۀ راځه درځمه ” هم ليکلے دے ـ دغه زنداني شاعر د چارسدې په مشهور کلي پړانګو د ياسين خېلو په کندي کښې د عبدالجبار خان کره په ۱۸۹۷ء کښې پېدا شوے دے [i] ـ فداعبدالمالک په داسې وخت کښې پېدا شوے ؤ چې پښتنې خاورې د پښتنو نه صرف او صرف قرباني غوښتله دغه وجه وه چې د شعر او شعور په ډګر يې قدم کېښود نو دغې قربانۍ ته يې ملا اوتړله او د آزادۍ په تحريک کښې شامل شو۔“کوم وخت چې باچا خان د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد کېښود نو فدا صېب پکښې شامل شو۔ او بيا عن د مرګ تر خونې کۀ دغه تحريک هر رنګ واخستو فدا صېب ورسره ؤ۔ کۀ هر څومره اوتزنولے شو او هر څومره ځله د جېل تېرو ته ګذار کړے شو ولې فدا صېب خپله پښتو پرې نۀ ښوده”۔[ii]۔ عبدالمالک فدا د آزادۍ د حاصلولو په بدل کښې ډېر ځله د جېل مېلمه شوے دے او هلته يې هم د آزادۍ نغمې د قلم څخه پورته شوې دي۔عبدالاکبر خان اکبر د دۀ په باره کښې ليکي: “عبدالمالک فدا يو ډېر ښۀ عوامي شاعر او خدائي خدمتګار ؤ۔ د باچا خان تابعدار ؤ۔ يو ښکلے چاپ کتاب يې پرېښودے دے۔۔۔۔ خوش آوازه او خوش مزاجه شاعر ؤ۔ څو څو ځله جېل خانې کښې يې صحت دومره خراب شو چې په ځوانۍ کښې ٥٥ء کښې وفات شو”۔[iii]۔ عبدالمالک فدا “د ٢٥ دسمبر ١٩٣١ء په ياد کښې” په يو نظم کښې د هغې منظر ذکر کړے دے چې په زرګونو خدائي خدمتګار او د آزادۍ پتنګان انګرېزانو ګرفتار کړل او د هري پور جېل کښې يې بند کړل۔ چې عبدالمالک فدا هم پکښې شامل ؤ۔

دا هغه ورځ وه چې زمونږ د صبر جنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ دلاسه د غدارو
جوړ کړے لُوټ په پښتنو باندې پېرنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ دلاسه د غدارو
دا پنځويشتم د دسمبر وو
د خلقو خيال پرې د محشر وو
خولو کښې ډوب هر يو بشر وو
صدي شلمه يو دېرشم کال يې بدرنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ دلاسه د غدارو
اول يې ګېر فخرِ افغان کړو
بال بچ يې ګډ په هائې سوران کړو
جوړ يې په کور ورته تالان کړو
لوټېرو يوړل مېز کرسۍ وه کۀ پلنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ د لاسه د غدارو
بل هزاره کښې هري پور وو
جوړ پکښې جېل د اور تنور وو
اختيار يې ټول د محمد نور
ð وو
لکه د سپي په هر قېدي د دۀ غورځنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ د لاسه د غدارو
کهولو
ðð، چکۍ، لنګريې کار وو
ډنډه بېړۍ پکښې سينګار وو
خوراک په خُله د بل ګذار وو
په ټکټکي بېنتونه اوخوړل ګل رنګو
وطن په وينو رنګ ؤ د لاسه د غدارو
عبدالمالکه تېر کړه هېر
لتانه ښکلي ځلمي ډېر
شو د ظالم په بند کښې ګېر
تورزن هغه دے چا چې بيا تړلے لنګ وو
وطن په وينو رنګ ؤ د لاسه د غدارو[iv]

اګر کۀ د فدا صېب په ديوان کښې په بعضې نظمونو کښې د جېل ذکر نشته يا نېټه ورته نۀ ده ليک خو د نفسِ مضمون نه دا اندازه ضرور لګي چې فدا صېب زياته شاعري په جېل کښې کړې ده۔ ځکه چې د هغۀ د تندوتېز نغمو نه نۀ صرف د هغه وخت حکمران يرېدلي دي او دے يې په زندان کړے دے بلکې ډېر وروستو هم د بعضې حکمرانانو غوږونو د دۀ دغه زنداني او انقلابي نغمې برداشت نۀ کړے شوے او د دۀ په شان يې ديوان هم زنداني کړو۔”اکتوبر ١٩٥٧ء کښې د مارشل لاء په دوران کښې په “ديوانِ فدا” پابندي اولګولے شوه”۔[v] ۔اجمل خټک د دوي د يو زنداني شعر باره کښې ليکلي دي چې:”د فدا عبدالمالک په دې شعر هري پور جېل کښې په ټولو سياسي قېديانو سختي شروع کړه۔ ولې داسې شعرونو به جذبه ګرمه او مبارزه جاري ساتله: قائم دې انقلاب وي د سرحد په کنارو چې جوړه زلزله وي د لندن په منارو”[vi]

“د عبدالمالک فدا د مرګ کال عبدالاکبر خان ١٩٥٥ء ښودلے دے چې صحيح نۀ دے، د قوم او وطن دا خواخوږے، د آزادۍ په تور کښې د زندان تېرو زپلے په ٢١ اپرېل ١٩٥٧ء کښې وفات شو”۔[vii]

د فدا عبدالمالک ژوند د تکليفونو او پابنديو مجموعه ده ، نه صرف دا چې هغه د قېدو بند سختې تېرې کړې دي بلکې د هغۀ ديوان هم د خپلو انقلابي شعرونو په وجه د پابنديو ښکار شوے دے ـ خدائي خدمتګار تحريک او د دې سره تړلي اديبان شاعران او د هغوي د ليکونو نه ښکاره ده چې د دوي قلمونه د تورې نه تېرۀ وو ځکه خو په هر وخت کښې د استعمار او پښتون ضد خلقو د سترګو ازغي وو ـ

[i]   ديوان فدا، عبدالمالک فدا،مرتبه همېش خليل، زېب آرټ پبلشرز پېښور ٢٠٠٤ء مخ ١٣ (درېم چاپ)

[ii]   هم دغه اثر

[iii]   اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير په آزادۍ کښې د پښتنو برخه، مخ ٣٢٦

 [iv]   فدا، عبدالمالک، ديوان فدا، مخ ١٢٨ ١٣١

[v]   هم دغه اثر، مخ ١٤

[vi]  اجمل خټک، قصه زما د ادبي ژوند  ٢٠٠٥ء مخ ١٥٦)

[vii]   هم دغه اثر، مخ ١٣

نورې ليکنې۔۔۔