د قصه خوانۍ واقعه (23م اپرېل 1930)–فارغ بخاري

دا ليکنه شريکه کړئ

د درويشتم اپرېل 1930  دغه ورځ د هندوستان د ازادۍ په  تاريخ کښې يو لوے باب دے۔  د برطانيه حکومت په دوه سوه کلن دور کښې دا د رسوائۍ ورځ ده۔ دا وړومبے ځل ؤ چې په ټول هندوستان کښې د سرحد خلکو د هغه انګرېز سره مقابله وکړه او سرونه ئې وبائلل چې  د چا نمر کله هم نۀ پرېوتو۔  په هندوستان کښې ګاندهي جي د سول نافرمانۍ او د مالګې د جوړلو تحريک شروع کړو ۔ پروانشنل کانګرس کمېټۍ د اپرېل په دوېمه هفته کښې په شاهي باغ پېښور کښې د کانګرس د پروګرام مطابق د مالګې د جوړولو  اعلان وکړلو چې په کښې په زرګونو خلکو ګډون وکړو ۔

علي ګل خان د مالګې د جوړولو والو مشر ؤ هغۀ د پبو نه خاوره راوړه او هغه ئې ويشوله تر مازيګره پاو مالګه تېاره کړے شوه۔ مازيګري کښې دغه وخت په زرګونو خلک راجمع شوي وو دغه مالګه ئي په پوڼو کښې واچوله او نيلام ئي کړه چا په سل سل روپۍ واخيسته او چا په دوه دوه سوه۔ او هم دې سره د سول نافرمانۍ د تحريک اغاز وشو۔

ډېر خلک چې په کانګرس کښې شامل شوي نۀ وو هغوي هم په دې جلسه کښې شرکت وکړو ۔ د پېښور يو ځلمي مسټر رحيم بخش په دې جلسه کښې يو انقلابي تقرير وکړو۔ چې پکښې ئې دا ووئيل، زۀ د خداے نه علاوه د چا حکومت هم نۀ منمه زۀ د نن نه باغي يمه“۔ د دې جلسې نه يوه هفته پس په اتلسم اپرېل 1930 کښې د افغان جرګې لۀ خوا په اتمانزو کښې د کسان کانفرس په نوم يوه جلسه وشوه چې پکښې بلها خلکو شرکت وکړو۔ هم په دې موقع د خدائي خدمتګارو د تنظيم مکمل فېصله وشوه ۔ په دغه جلسه کښې يوه مشاعره هم وشوه چې د ګل احمد کاکا دا مصرعه دغه وخت نه مشهوره ده۔ ”جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي“  په دې مشاعره کښې د صوبې ټولو شاعرانو برخه واخيسته او د ازادۍ يو غږ پورته شو۔ د دې نه پس په 23م اپرېل 1930 کښې دغه خونړۍ پېښه وشوه۔ ټول سياسي راهنما او کارکنان ګرفتار کړے شول ۔پراونشنل کمېټۍ په شلم اپرېل 1930 کښې په پېښور کښې په شراب خانو باندې پابندۍ ولګولې او د سول نافرمانۍ شروع ئې وکړه۔ باچاخان چې دغه وخت د افغان جرګې يو غړے ؤ خو د کانګرس سره پوره وابسته نۀ ؤ هغه د کانګرس کمېټۍ ته خواست وکړو چې په اتلسم اپرېل په اتمانزو کښې مونږه کسان کانفرنس کوو تاسو مونږ سره هغې کښې مرسته وکړئ ۔کانګرس کمېټۍ د هغوي د درخواست منظور کړو او په ګڼ تعداد کښې په دغه کانفرنس کښې داخل شول۔  د دې کانفرنس نه پس په يووېشتم اپرېل 1930  کښې کانګرس کمېټۍ دوباره خپل د سول نافرمانۍ د اجلاس نېټه وټاکله۔ يوه کميټي وټاکلې شوه چې پکښې د کانګرس او د سبها دواړو ډلو خلک واخيستے شول۔ چې پکښې سيد الاحرار اغا لال بادشاه، مولانه عبدالرحيم پوپلزے، خان مير هلالي، ډاکټر ګوش، غلام رباني، رحيم بخش غزنوي، علي ګل خان، الله بخش برقي، عبدالرحمان، رام ګهمنډي ، صنوبر حسين مومند، پېړا خان،  شامل وو۔ د کانګرس کمېټۍ او د بهارت سبها کارکنانوپه ډېر زور او شور سره د سوٖل نافرمانۍ تحريک شروع کړو۔ په دغه ورځو کښې د کاکاجي صنوبرحسېن مومند په تجويز مولانا مولانا عبدالرحيم پوپلزے په بهارت سبهاکښې شامل شوے ؤ او هم دے ئې صدر جوړ کړے ؤ چې په بهارت سبها کښې ئې نوے والے راوستے ؤ ۔

کانګرس د سول نافرمانۍ د پاره د کمېټۍ د غړو انتخاب په يو خفيه ميټنګ کښې کړے ؤ۔ حکومت د دوي د ګرفتارۍ اراده کړې وه خو دا خبره په دوويشتم اپرېل د کانګرس غړو ته معلومه شوه۔ کانګرس يو هنګامي ميټنګ راوغوښتو او دا اعلان ئې وکړو چې حکومت به ناکامه کول غواړي۔ رضا کار دې د شپې ګرفتاري نۀ ورکوي او سحر دې د اجلاس په وخت کښې ځان په خپله پېش کړي پوليس ته۔ هم په دغه شپه د دوي په کورنو په يوه شپه چاپې ووهل شوې۔  په دوي کښې صرف دوه رضا کارو غلام رباني او الله بخش برقي ګرفتارۍ ورنۀ کړې خو سحر ئې پخپله د پوليس يوې ډلې ته ځان حواله کړو۔ د ګرفتارۍ نه پس دوي پوليسو د ميونسپل کمېټۍ په لور بوتلل چرته چې د پوليسو لارۍ ولاړه وه۔ په لاره کښې خلک ورسره کېدل او په لاره لاره ښۀ پوره جلوس راټول شو۔ ميونسپل کمېټۍ ته په رسېدو پوليس دوي په لارۍ کښې کښېنول غوښتل خو دومره خلک راجمع شوي وو چې د لارۍ ټائرونه ئې کټ کړل او پوليس چې دوي ته وکتل نو يو دوه ترې خطا شول۔ رضا کارو پوليس ته مشوره ورکړه چې مونږه پرېږده پخپله به کابلۍ تهاڼې ته لاړ شو پوليس هم داسې وکړل او د خلکو نه ئې ځان خلاص کړو۔ غلام رباني سيټهي او الله بخش په زرګونو خلکو سره کابلۍ تهانې ته لاړل او ځان ئې پوليس ته حواله کړو ۔ دغه وخت د کابلۍ تهاڼې مخې ته د انقلاب زنده اباد نعرې وچتېدې او په زرګونو خلک جمع شوي وو۔ او د رضا کارو د رها کېدو مطالبه ئې کوله ۔ خبره سمېدو طرف ته روانه وه خو کله چې پوليس افسرانو د خپلې ويرې د فوځ د پاره ډپټي کمشنر نه غوښتنه وکړه نو دې سره سم وړومبے ارمرډ کار په تېزۍ سره په کابلۍ دروازه راغے چې د نمک منډۍ يو ځوان  لالا وسوز رام ئې په ګاډي ووهلو دې سره خلک نور هم په غصه کښې راغلل او جنګ روان شو ۔ د څلورو ارمرډ کارو نه پس يو فوځي په موټر سائيکل راروان خلکو وليدو چې عبدالرحمان ماني پرې د تبر ګذار وکړو او هلته ئې مړ کړو۔ بل طرف ته سېد علاوالدين  د ارمرډ کار د ټينکۍ نه سر لرې کړو او اور ئې پکښې بل کړو چې هغې سره افسر سره د ډرائيوره وسوزېدو ۔

دواړو طرفو نه جنګ روان شو د حکومت لۀ خوا هم ډزې کېدې خلک ډزو ته لکه د دېوال ولاړ وو خو اخر تر کومه به ودرېدۀ حکومت سره هر قسمه وسله وه چې په خلکو ئې چلوله او کله چي خلک واپس شول نو انګرېز ورپسې شاته روان شو او په کوڅو او کورونو کښې ئې يو يو وژۀ ۔ په لږ ساعت کښې قصه خوانۍ د لاشونو نه ډکه پرته وه ۔ په سونو بې ګناه خلک په وينو کښي لمبېدل ۔ ډزې يوولس بجې غرمه شروع شوې وې او په درې بجې مازيګر ودرېدې۔ فوځ ټول ښار په خپله قبضه کښې واخيستو خو ډېرپه ګرانه ئې تر ټاون هاله قبضه وکړه ۔ په ښار کښې مارشل لا ولګېده۔  خو سحر ډپټي کمشنر ته پته ولګېدو چې قبائل په دې واقعه ډېر غصه دي او په پېښور حمله کونکي دي د دې وجې نه فوځ  لرې کړے شو خو د پېښور ټوله فضا ډېره ناخوش ګواره وه۔  په مزه مزه حالات سم شول۔ دا درې ورځي څۀ په غم کښې تيرې شوې ۔ پوليس د ښار د چلولو نه معذرت وکړو۔ د ښار د ټرېفک ټول انتظام د کانګرس د رضا کارو لاسو کښې ؤ۔ دې سره دغه څو ورځې ډېرې په ښۀ طريقې سره د کانګرس رضاکارو سر ته ورسولو هيڅ ګړ بړ راپېښ نۀ شول ۔ خو د دې باوجود د خلکو زړونه د غم نه ډک وو۔

دلته د اسونو والو فوځ ذکر ډېر ضروروي دے ځکه چې کله انګرېز دوي ته د ښار چارج ورکړو نو دوي معذرت وکړو چې مونږه کله هم د ښار د خلکو خلاف کار نۀ کوو دې سره د هغوي نه ټوپکې واخيستے شوې او حکومت پرې په عدالت کښې د غدارۍ مقدمه روانه کړه۔ د قصه خوانۍ دې واقعه سره د انګرېز فوځ او حکومت په ټوله نړۍ کښې بدنام شو۔  په دې واقعه کښې د شهيدانو تعداد په سوونو دے چې څۀ خو وسوزولي شو او څۀ حکومت په لارو کښې واچول او سيندونو ته ئې وارتول۔ په حقيقت کښې دا هم د دې شهيدانو د وينې رنګ ؤ چې انګريزان ئې په تلو مجبوره کړل ۔          

په 30 اپرېل 1930 چې کومه پېښه وشوه  او کومو پتنګانو د وطن د ازادۍ په شمع سر ورکړو هسې خو د هغوي تعداد په سوونو دے خو ولې انګرېز چې کله دوي په کومه طريقه سېزل او دفن کول نو د هغې وجې نه د چا د نوم او پېژندنې هيڅ پوره معلومات په لاس رانغلل۔ خو د مختلفو ذريعو نه چې کوم نومونه معلوم شوي دي هغه دادې؛

بابو عبدالصمد خان محله نوبجوړي د پي ډبليو ډې ملازم 

عبدالحکيم خان نان بائي، پېښور۔

محمد عثمان د پلار نوم نظام الدين سبزي خرڅونکے پېښور

سردار رکها سنګهـ ، چکه ګلۍ پېښور

اکرم خان زوے د غفور خان ، سواتي محله پېښور

موتي لال، سراسيه پېښور

فضل رحمان زوے د داود، ملنګان پېښور

نزېر احمد د شپږم جمات ذده کونکے، پېښور

عبدالجليل زوے د داود ، محله جټا پېښور

ولي محمد زوے د جمعه خان ، هوتے مردان

ملنګ شاه زوے د احمد شاه ، محله ککړا پېښور

قمرګل زوے د خان ګل، ګلاب خانه پېښور

سوبهه سنګهـ ، هوتے مردان

جوګندرا لال، بنو

سدهېر کشن، چکه ګلي پېښور

کرشن چندر، نوښار کلان

اوتار سنګهـ، شربت خرڅونکے

مظفر علي، مسافر

شاد محمد، مسافر

افسرعلي شاه، مسافر

عبدالحميد زوے د رحيم بخش ، ګلاب خانه پېښور

پيرمحمد زوے د محمد زرين، ګلاب خانه پېښور

محمد عالم زوے د فضل نور، پېښور

ګل محمد زوے د غلام جېلاني، پېښور

صفدر زوے د جمال، کچه وړۍ

مستقيم ، ککړا  پېښور

عبدالله جان، مسافر

پهلوان ګل، مسافر

ګل رحمان زوے د شير دل، ککړا پېښور

ګل خان، نمک منډي پېښور

محمد اشرف، نمک منډۍ پېښور

غلام جان زوے د جمعه خان، شېخان

مياں داود، هزارخوانۍ

رمضان، نمک منډي

فضل دين زوے د محمد بخش، ضلع هزاره

محمد افضل، مسافر

فضل محمد زوے د نور محمد ، پېښور

اغه محمد زوے د عمر بخش، ډبګري پېښور

محمدالدين، پېښور

دلاور، مسافر

اکرم، مسافر

غفور، هزارخوانۍ

زاهد الله، نامعلوم

کريم شاه زوے د داود شاه ، پېښور

مداح، پېښوور

عبدالاحد زوے د محمد ، چکله پېښور

فقير محمد، پېښور

عبدالغفار، ګنج پېښور

دادګل، سوړېزے

ملنګ، ګنج پېښور

شاه افضل، پېښور

سيد محمد، پنډي ګېپ

سواتي خان مسافر

مستقيم، اچيني پايان

رام چند، مسافر

لالي سنګهـ مسافر

بلونت سنګهـ ،پېښور

د دې نه علاوه اتۀ دېرش مړي هسپتال والو دفن کړل او څلرېشت شهيدان خپلو بچو ځان سره کورونو ته يوړل۔ د پينځو سوو نه زيات ژوبل د صوبې په مختلف روغتونونو کښي داخل شول۔ د کانګرس رضاکارو چې کوم مړي اوچت کړل هغه ئې په قصه خوانۍ کښي د دفتر خوا و شا کښې او ګېر چاپېره مقبرو کښې ښخ کړل۔ د ځينې غېر مسلمانانو لاشونه وسېزل شول۔  د دېرشم اپرېل خبر چې کله باچاخان او د هغه ملګرو ته ورسېدو نو هغه سره د څلورو ملګرو عبدالاکبر خادم، ميا احمد شاه او شاه نواز خان سره پېښور ته روان شول چې لاره کښې ګرفتار کړے شول او نېغ ئې د رسالپور جېل ته ورسول۔ هلته خان بهادر قلي خان دوي ته د ايف سي ار مطابق د درې کالو سزا واوروله او ګجرات جېل ته ئې ولېږل۔هم په دغه مازيګر عبدالرشيد هم ګرفتار شو او سزا سره ئې ګجرات جېل ته واستولو۔

(دا ليکنه د فارغ پۀ کتاب تحريک ازادي اور باچاخان کښې چاپ ده کوم چې سجاد ژوندون د ازادۍ تحريک او باچاخان پۀ نوم باندې پښتو ته ترجمه کړے دے ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔