په خپل سکول کښې پردو ژبو او پردې تاریخ ته ناست یم
دا زهعۀ کوم کوم سبق وایم له خپل ځانه ئې پردے کړم
په معاصرو سیاسي او ژبپوهنیزو بحثونو کې د قام، ژبې او جغرافیې تر منځ اړیکه د یو اولس د هویت د جوړښت اساسي ستنه بلل کېږي۔ ډېری سیاسي دانشوران او ټولنپوهان باور لري چې ریاستونه یوازې د قانون او ادارو له لارې نۀ بلکې د ژبې، تعلیم، تاریخ او نومونو د سیاست له لارې هم خپل واک ټینګوي۔ د پښتنو د قامي شناخت مسئله هم د همدې نظریاتي چوکاټ په رڼا کښې ښه درک کېدے شي، ځکه چې په پاکستان کې د پښتنو ژبه، نوم او تاریخي روایت څو ځله د ریاستي پالیسو او سیاسي ډسکورس تر اغېز لاندې راغلي دي۔ د هویت دا مسله یوازې احساساتي موضوع نۀ ده، بلکې د سیاسي فلسفې، ژبپوهنې او ټولنپوهنې له مهمو بحثونو سره تړاو لري۔ د Benedict Anderson نظریه ده چې په خپل مشهور کتاب Imagined Communities کښې یې وړاندې کړې ده۔ اندرسن ملت داسې تشریح کوي چې هغه یوه “تصور شوې ټولنه” ده؛ یعنې داسې ټولنه چې خلک یې که څه هم یو بل په شخصي ډول نه پېژني، خو بیا هم د ګډ هویت احساس لري۔ هغه لیکي:
“A nation is an imagined political community — and imagined as both inherently limited and sovereign۔”
یعنې ملت یوه داسې سیاسي ټولنه ده چې د تصور له لارې رامنځته کېږي او خلک ځان د هغې برخه ګڼي۔ د دې تصور په جوړېدو کښې ژبه، چاپي رسنۍ، تعلیم او دولتي ادارې مهم رول لري۔ کله چې یو ریاست د یوې ژبې یا سیمې رسمي پېژندنه کمزورې کړي، نو په حقیقت کې د هغه قام د همدې تصور شوې ټولنې پر بنسټ اغېز کوي۔ د پښتنو په قضیه کښې هم همداسې بحث کېږي چې څنګه د ژبې او نوم سیاست د قامې شناخت په جوړښت او تصور سطحي بدلون راوستلي دي ۔د قدرت او ژبې د اړیکې په اړه فرانسوي فیلسوف Michel Foucault استدلال کوي چې پوهه او قدرت له یو بل څخه جلا نۀ دي۔ هغه په خپل اثر Power/Knowledge کې لیکي:
“Power and knowledge directly imply one another; there is no power relation without the correlative constitution of a field of knowledge۔”
د فوکو له نظره ریاستونه د ادارو لکه ښوونځیو، نصاب او رسنیو له لارې داسې ډسکورسونه جوړوي چې د واک د ساتلو وسیله ګرځي۔ د پاکستان په تعلیمي پالیسۍ کې د پښتو ژبې محدودول یا کمزوري کول د همدې ډسکورس یوه بېلګه ګڼل کېږي۔ کله چې د یو قام ژبه د تعلیم او اقتصاد له ډګرونو څخه لرې شي، نو د هغه قام کلتوري تسلسل هم اغېزمن کېږي۔
په ژبپوهنه کې دا پدیده کله ناکله د Linguistic Engineering یا ژبني انجنیرنګ په نوم یادیږي۔ ژبنی انجنیرنګ هغه پروسه ده چې په کې دولتونه یا واکمنې ډلې د ژبې د استعمال بڼه، ارزښت او مقام بدلوي تر څو سیاسي یا ټولنیز اهداف ترلاسه کړي سايل وائي :
دا ته د خپله نومه دومره لري ولې ګرځي
بس خو که ځان ته دې افغان وویل افغان به شي
فرانسوي ټولنپوه Pierre Bourdieu په خپل اثر Language and Symbolic Power کې دا حالت د “ژبني پانګې” په اصطلاح بیانوي۔ هغه لیکي:
“Language is not only an instrument of communication but also an instrument of power۔”
د بوردیو له نظره هغه ژبې چې د دولت ملاتړ ولري د اقتصادي او ټولنیز ځواک سرچینه ګرځي، خو هغه ژبې چې رسمي ملاتړ ونه لري ورو ورو حاشیې ته ځي۔ د پښتو ژبې په اړه د ځینو څېړونکو نظر دا دي چې د تعلیم، بیوروکراسۍ او اقتصاد په ډګرونو کښې د اردو او انګلیسي برلاسی د همدې ژبني ځواک یو مثال دي ۔
د ژبې له سیاست سره یو بل مهم مفهوم د Cultural Shame یا کلتوري شرم دی۔ دا هغه حالت دی چې په کښې د یو ولس غړي د اوږدمهاله سیاسي او ټولنیز فشار له امله خپله ژبه یا کلتور کم ارزښته ګڼي۔ د استعماري او وروسته استعماري مطالعاتو عالم Frantz Fanon په خپل کتاب Black Skin, White Masks کې لیکي:
“To speak a language is to take on a world, a culture۔”
فېنن استدلال کوي چې کله یو قوم د بل قوم ژبه د برلاسۍ نښه وګڼي، نو ورو ورو د خپلې ژبې او کلتور په اړه د کم ارزښت احساس پیدا کوي۔ په جنوبي اسیا کې د ډېرو ژبو په څېر د پښتو ژبې په اړه هم کله ناکله داسې ټولنیز فشار لیدل کېږي چې خلک یې په رسمي یا تعلیمي چاپېریال کې د کارولو څخه ډډه کوي ۔د پښتنو د سیاسي هویت په بحث کې د سیمې نوم هم مهم رول لري۔ د ۱۹۴۷ وروسته دغه سیمه د North-West Frontier Province په نوم یاده شوه۔ دا نوم د برتانوي استعمار له دورې څخه پاتې شوی و او جغرافیایي مفهوم یې درلود، نه قومي۔ د ملتپالنې د نظریو له مخې نوم یوازې اداري اصطلاح نه وي بلکې د هویت سمبول وي۔ د ملتپالنې نامتو عالم Ernest Gellner په خپل اثر Nations and Nationalism کې لیکي:
“Nationalism is primarily a political
principle which holds that the political and the national unit should be congruent۔”
یعنې ملتپالنه هڅه کوي چې سیاسي واحد او قومي هویت یو له بل سره برابر کړي۔ کله چې د یوې سیمې نوم د هغې د اکثریت خلکو کلتوري هویت نه منعکس کوي، نو د همدې اصل خلاف حالت رامنځته کېږي۔
په همدې پس منظر کښې د پښتنو سیاسي تحریکونو د صوبې د نوم د بدلون غوښتنه کوله۔ په ځانګړي ډول د Awami National Party په سیاسي مبارزه کې دا موضوع مرکزي ځای درلود۔ په 2010 کال کې د پاکستان د اساسي قانون د Eighteenth Amendment of the Constitution of Pakistan له لارې د صوبې نوم له NWFP څخه Khyber Pakhtunkhwa ته واوښت ۔
صوبه سرحد د خپل وطن نه ورانه ومه
د پختونخوا نوم پري لیکمه
د پښتنو د زړه ارمان پوره کومه
د پختونخوا نوم پري لیکمه
دا بدلون یوازې اداري اصلاح نه بلکې د پښتنو د تاریخي او قومي شناخت رسمي پېژندنه وه۔
خو سره له دې بدلون نه، لا هم په رسنیو او اداري اسنادو کې د صوبې نوم په لنډ ډول KPK لیکل کېږي۔ او ریاست خپل د سټیټ اپرېټس له لاري حڅه کوئې چې دغه شناخت مسخه کړی شي۔ د ژبپوهنې له نظره لنډیزونه یوازې تخنیکي مسله نه وي؛ کله ناکله د معنا او هویت په بدلون کې هم رول لري۔ د نوم بشپړ شکل د تاریخ، جغرافیې او کلتور یو ځانګړی روایت وړاندې کوي، خو لنډیز یې دغه معناوې کمزورې کوي۔ له همدې امله چې کله ایمل خان په انټرویوز کښې د صحافيان څخه سوال وکړي چې kpk څه څیز دی پختونخوا ولي نه وائې ؟ ۔بیا سو کالډ قامپرست خندا کوئې او پیغورونه راکولې چې څه چل وشو که نوم ئې واخیست او که kpk۔ ممتاز اورکزے وائي
مانه بچي پښتنه وکړه چې ټال څه ته وائي
بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وائي
د عصري ملتپالنې د مخې د ژبې، تعلیم او نوم سیاست د یو قام د بقا لپاره بنسټیز اهمیت لري۔ کله چې ژبه د تعلیم له سیسټم څخه ووځي، نو کلتوري حافظه کمزورې کېږي؛ او کله چې د سیمې نوم د خلکو له هویت سره سم نه وي، نو د سیاسي استازیتوب احساس هم اغېزمن کېږي۔ د همدې دلیل له مخې د پښتنو د ژبې، کلتور او جغرافیې بحث یوازې احساساتي نه بلکې د Modern Nationalism د مطالعاتو یوه مهمه موضوع ده۔
د پښتنو د ژبې او د Khyber Pakhtunkhwa د نوم بحث د هویت، واک او سیاست تر منځ د اړیکو یوه ژوره بېلګه ده۔ د سیاسي او ژبپوهانو نظریې ښيي چې ریاستي پالیسۍ کولی شي د یو قام کلتوري سرمایه پیاوړې کړي یا یې کمزورې کړي۔ ځکه نو د ژبې، نصاب او نوم ساتنه یوازې کلتوري غوښتنه نه ده؛ بلکې د قامې شناخت، تاریخي حافظې او سیاسي درناوي برخه ګڼل کېږي محمد انور ليکي چې :
مدام به نۀ وي دغه رنګه ویر په پښتونخوا کښې
باچا به مو خدای خپل کړي خپل وزیر په پښتونخوا کښې
اوس کور په کور کوڅه په کوڅه ویشې رڼاګانې
اوس ګرځې یو عجيبه رنګه پیر په پښتونخوا کښې