د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض

(انتخاب)

نوټ: دا غوره ليکنه د محترم اديب او ليکوال ښاغلي فېض الوهاب فېض صېب د کتاب “” نه اخستې شوې.

مرثيه هغه نظم ته وائي چې د مړي ماتم او پسماندګانو سره پۀ کښې غمرازي کولے شي، دا د عربي لفظ رِثا نه مشتق دے. د رثا معنٰي ده د مړي د خېر ذکر کول. د هرې ژبې پۀ شاعرۍ کښې داسې نظمونه موندے شي چې د چا نزدې انسان پۀ مرګ ليکلي شوي وي.

د شعر و ادب فارسي مصنف زين العابدين موتمن د مرثيې درې قسمونه ښودلي دي.

  1. رسمي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د قامي مشرانو پۀ غم کښې وئيلي شوي وي.
  2. شخصي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د خپلو خپلوانو او دوستانو پۀ مرګ وئيلي شوي وي،
  3. مذهبي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د مذهبي مشرانو او خصوصاً د کربلا د شهيدانو پۀ شهادت وئيلي شوي وي.

پښتو کښې دغه درې واړه قسمونه موندے شي او ځينې مرثيې خو پۀ کښې د فکر وفن ډېرې اعلٰي نمونې دي. ترکومې چې د حمزه بابا د مرثيه نګارۍ تعلق دے نو کۀ څۀ هم هغوي ته دغزل بابا وئيلي شوي دي او هم پۀ دغه لقب ډېر شهرت لري خو حقيقت دا دے چې حمزه بابا د پښتو شعرۍ پۀ ګڼو اصنافو کښې طبع ازمائي کړې ده او هر صنف ئې د کمال درجې ته رسولے دے. د هغوي پۀ شاعرۍ کښې يو لوي شمېر د نظمونو، رباعيانو، قطعاتو، مناقبو او نعتونو موجود دے او پۀ دغه صنفي حواله کۀ د پښتو شاعرۍ تاريخ ليکلے شي نو پۀ دې کښې به هم حمزه بابا پۀ لوړ مقام فائز وي خو ترکومې چې د مرثيې تعلق دے نو د حمزه بابا پۀ شاعرۍ کښې د مرثيې درې واړه قسمونه موندے شي بلکې د کربلا د شهيدانو مرثيې خو د يو خاص ذهني مېلان پۀ وجه فکر وفن لوړې نمونې لري.

مرثيه يو موضوعاتي شعري صنف دے. د يو خاص هئيت پابند نۀ دے ځکه نو مختلفو شاعرانوپۀ مختلفو هېئتونو کښې مرثيې وئيلي دي. حمزه بابا هم د مرثيې ليکلو پۀ وخت د يو خاص هېئت پورې محدود نۀ دے پاتې شوے. د هغوي پۀ کليات کښې د فدا مطهر مرثيه چې د غزل پۀ هېئت کښې ده او د باچاخان مرثيه د مثمن قطعه بند پۀ شکل کښې ده. دغه شان د صابر شينواري ، صادق شهيد، حافظ ادريس مرحوم، د خاطر اپريدي پۀ وفات ليکلي رثائي شعرونه د رباعۍ پۀ هېئت کښې دي لکه دحافظ ادريس مرحوم پۀ مرګ.

بيا سترګو کښې نور چرته چې ئې نم لاړو

منزل شۀ پاتې خود چې د زړۀ دم لاړو

ادريس چې رانه تللے پوهنتون تلے دے

عالم چې رانه تللے دے عالم لاړو

دغه شان د سيد ضياء جعفري پۀ مرګ ليکلې څلوريزه او د حاکم شاه ناصر، مولانا عبدالعلي، خاطراپريدے، عبدالصادق کاسي، اقبال حسېن، سيد تقي او صابر شينواري مرثيې د قطعې پۀ هېئت کښې دي. ياده دې وي چې قطعه د دوو شعرونو نه زياته هم کېدے شي لکه د حاکم شاه باصر پۀ مرګ ليکلو قطعو کښې يوه درې شعرونه لري، د عبدالصادق کاسي قطعه نما مرثيه يولس شعرونه لري او د سيد تقي مرثيه اتۀ شعرونه لري. د خاطر اپريدي پۀ مرګ:

د ځوانۍ سپرلے ئې تېر لکه خزان شۀ

چې بلا د رنځورۍ پرې مېلمنه شوه

دقدرت ستم ته ګوره چې مرګ راغے

هغه وخت چې د غزل شونډه ئې شنه شوه

درسمي او شخصي مرثيو نه چې را تېر شو او مذهبي مرثيې له راشو نو پۀ دغه مېدان کښې حمزه بابا د خپل فکر، فن او عقيدت نيلے داسې زغلولے دے چې د دغه مېدان د سرسوارۀ ورته ګوته پۀ غاښ دي.

پۀ کربلا کښې د حضرت امام حسېن علېه السلام او د هغۀ د ملګرو دشهادت سانحه د اسلامي بلکې د انساني تاريخ يوداسې باب دے چې د اثراتو تسلسل ئې ترننه جاري دے او پۀ راتلونکي کښې به هم جاري وي. د دغه سانحې اثرات پۀ مذهب، سياست او ادب يو شان مرتب شوي دي. پۀ سياست کښې دا د باطل پۀ ضد د حق د پاره دسرشيندنې يو داسې مثال دے چې پۀ انساني تاريخ کښې ئې ثاني نشته. پۀ مذهبي حواله د شيعه مذهب نزدې نزدې ټول شعائر لۀ دغه سانحې راوتي دي او د بل هر مذهب نه زيات پۀ ډېر جوش، جذبه او والهانه عقيدت نمانځلے شي بلکې پۀ ادبي اظهار کښې له دغه سانحې د الهام اخستو پۀ لړکښې خو د مذهبونو او مسلکونو لنډ تنګ حدونه هم له منځه تلي دي او شيعه او سني شاعرانو ترې يو شان د فن کالبوت له روح اخستے دے. د کربلا د سانحې سره تړلي فکر ته کۀ مونږ د حسېنيت نوم ورکړو نو معنوي محيط به ئې ډېر پراخه شي، حسېنيت يوه داسې استعاره ده چې د معنويت او کېفيت نوې نوې چينې ترې راوځي. د حسېنيت سره تړلي علامتونه او استعماري لکه کربلا، فرات، اوبۀ، تنده، حسېن، علم دار، حُر، يزيد، شمر، ذوالفقار، ذوالجناح، زېنب، سکينه او داسې نور داسې دي چې د څوارلسو سوو کالو نه پۀ تسلسل سره د فکر او جذبې پۀ امتزاج د شاعرۍ د ګلستان ابياري کوي.

د شاعرۍ دوه اصناف منقبت او مرثيه خو کۀ ژوندي دي نو د حسېنيت پۀ حواله ژوندي دي. نۀ منقبت د حسېنيت د اظهار د پاره پۀ وجود کښې راغلے دے او نۀ مرثيه خو ددغه سانحې نه پس خو داسې محسوسېږي لکه چې دغه دواړه صنفونه هم دغه موضوع د اظهار او بيان د پاره پۀ وجود کښې راغلي وي. بيا پۀ تېره تېره مرثيه خو کۀ ژوندۍ ده نو پۀ دغه روح ژوندۍ ده.

مرثيه پۀ عربۍ شاعرۍ کښې د جاهليت د زمانې نه موجود وه خو د رسمي، ذاتي او شخصي غم د اظهار نه زيات نور څۀ موضوعاتي تنوع پۀ کښې نۀ ؤ خو د کربلا سانحې يعني حسېنيت دې له دومره پراخي ورکړه چې ذاتي غم ئې پۀ اجتماعي غم کښې داسې بدل کړو چې فکري، جذباتي او فني جمالياتي بنيادونه ئې نۀ صرف مضبوط شو بلکې د عصري روح ترجمان هم ګرځېدل او نن کۀ مونږ پۀ عصري تناظرکښې ددغه روح، دغه فکر او دغه جذبې ځېرنه وکړو نو ګڼ شمېر معنوي او کېفياتي اطلاقات به ئې مخې ته راشي.

د کربلا پۀ واقعه به عربۍ کښې وړومبۍ مرثيه ابو فراس همام بن غالب تميمي چې پۀ فرزدق مشهور دے وئيلې ده. دے پۀ ١١٠هـ کښې مړ دے. پۀ فارسۍ کښې وړومبي کربلائي مرثيه پۀ اوومه هجرۍ پېړۍ کښې شېخ سعدي شيرازي وئيلې ده خو پۀ فارسۍ کښې د کربلائي مرثيې باقاعده ابتداء محتشم کاشي پۀ شپاړسمه عيسوي پېړۍ کښې د ايران د باچا طهماسپ صفوي پۀ حکم کړې ده. د محتشم د مرثيو هېئت پۀ اووۀ بېتي بندونو مشتمل وه. خو وروستو بيا ددغه هېئت پابندي لازمه پاتې نۀ شوه. پۀ اردو کښې پۀ يولسمه او دولسمه پېړۍ کښې ګڼو شاعرانو لکه سوداد، ميرتقي مير، مير ضمير، مير خليق، مير انيس او ميرزا دبير د مرثيې لمن ډېره پراخه کړه او د عزادارۍ د مجلسونو د محدود ضرورت نه پرته د فن او موضوع او فکر او جذبې پۀ امتزاج ئې ورته يو علوي شان وبخښلو او د يو ژوندي صنف پۀ حېث ئې د ژوند د خورو ورو امکاناتو او نويو نويو غوښتنو سره اشنا کړۀ او دا ئې ثابته کړه چې فني قدرت وي نو هر صنف د وخت سره مخ پۀ وړاندې تلے شي، مرثيه هم د وير ژړا نه پرته د فکري تړون، جذباتي غورځنګ، حق پرستۍ، رښتونولۍ، توکل، عزم، مړانې، حوصلې، استقامت، صبر، زغم او ايثار د قدرونو داظهار او ترجمانۍ د پاره د فن ويړه لمن لري.

پښتو کښې مرثيه پۀ ديارلسمه هجري پېړۍ کښې باقاعده سر نښلوي پۀ دغه دور کښې زياتره مرثيې اولسي شاعرانو وئيلي دي چې د جنګ نامو پۀ نوم يادېږي. لکه جنګ نامه حسېن او بي بي سکينه ، جنګ نامه امېن،جنګ نامه امام قاسم او داسې نورې. دغه جنګ نامې زياتره دمثنوي پۀ هېئت کښې دي او د داستان يو شکل لري. پۀ جنګ نامو کښې زيات زور د واقعاتو پۀ بيان وي او د واقعاتو د بيان دپاره ښۀ هېئت مثنوي ده. ددغه اولسي رنګ جنګ نامو نه چې راتېر شو اوجديد دور ته را ورسو نو بيا دکربلا دسانحې نه د شاعرانه الهام اخذ ډېره تنوع لري. د جديد دور بې شمېره شاعرانو پۀ غه موضوع د سلام مرثيې او نظم پۀ شکل کښې ګڼ تخليقات کړي دي او پۀ دغه ټولو شاعرانو کښې د حمزه بابا ونډه د هرچا نه زياته او مثنوع ده.

مرثيه د شاعرۍ د يو صنف نه پرته پۀ قول د پروفېسر سيد عابدعلي عابدد شيعه مذهب پۀ نزد د حسېنيانو پۀ شهادت د ژړېدونکيو د اجر او ثواب ذريعه هم ده خو وروستو بيا د وير او ژړا د جذباتو راپارولو نه زيات دا يو داسې صنف وګرځولے شو چې مقاصد ئې پراخه او خوارۀ وارۀ کړے شول او د فن ډېرې نادرې تجربې پۀ کښې وشوې او پۀ دغه لړکښې پښتو مرثيې ته د حمزه بابا ورکړه هم ډېر فکري، فني او جمالياتي ارزښت لري.

حمزه بابا عملي او علمي صوفي ؤ. د تصوف پۀ حقله د هغوي نثري نګارشات نۀ صرف پۀ پښتو کښې بلکې پۀ عالمي ادب کښې هم خپل اهميت لري. پۀ دغه لړکښې د هغوي فکر د علمي سره سره تخليقي هم ؤ او د دغه تخليقيت پۀ وجه پۀ شلمه عيسوۍ پېړۍ کښې د هغوي شاعري نۀ صرف نقادانو قبوله کړه بلکې د غزل دبابا لقب ئې هم ورکړه. حمزه بابا تصوف دعصري رجحاناتو سره سم هم اهنګ کړۀ او داسماني سره سره ئې زمکني حقيقتونه هم پۀ نظر کښې وساتل، پښتو شاعرۍ ته د هغوي دغه بخښنه ډېره لويه ده، حمزه بابا د تصوف پۀ مشهوره سلسله چشتيه کښې بېعت ؤ او پوره شجره ئې چشتي، نظامي نيازي وه، د دغه سلسلې مزاج جلالي دے او بيا حمزه بابا چې پۀ تصوف کښې د پښتون قاميت سرۀ هم ګډ کړل نو د هغوي شاعرۍ يو جالي شان وموندو. جمال د صوفيانه شاعرۍ عمومي صفت دے او جلال ئې خصوصي صفت نو پۀ عموم کښې د خصوصي دغه ګډون د بابا د نورې شاعرۍ سره سره د هغوي پۀ رثائي شاعرۍ کښې هم برېښي.

پۀ فارسۍ، اردو او پښتو درې واړو ژبو کښې مرثيه پۀ هم يو ټاکلي هېئت کښې نۀ ده وئيلې شوې. د محتشم کاشي د اووۀ بېتي بند لرونکي هېئت نه پرته پۀ مثنوي، مثلث، مربع، مخمس، مسدس او تر دې چې د غزل پۀ فارم کښې هم مرثيې وئيلي شوي دي. پۀ اردو کښې ميرانيس او ميرزا دبير پۀ مسدس کښې دومره د لوړې درجې مرثيې وئيلي دي چې نور ټول هېئتونه ئې شاته پرېښي دي. د حمزه بابا پۀ کلياتو کښې د کربلائي رثائي شاعرۍ څۀ خواوشا دوه څلوېښت منظومات شامل دي چې د قطعې، رباعي، غزل، مثلث، مسدس او مثنوي پۀ هېئتونو مشتمل دي چې د يو يو هېئت يوه يوه نمونه وړاندې کول ئې ضروري بولم.

قطعه:

لکه دا چې بل حسېن به ترقيامته پېدا نۀ شي

يزيدان خو به هم داسې تر قيامته پېدا کېږي

رباعي:

د نبوي (ص) نمر رڼا امامه

تيارۀ دې لرې کړه له اسلامه

پېړۍ شوې تېرې لا به تېرېږي

قصه د غم به دې نۀ شي تمامه

غزل نما:

نبي که محمد د کل جهان د پاره دے

حسېن د ژوند چينه د کل انسان د پاره دے

مېدان د کربلا نه تر مېدانه د محشر

اولاد د مرتضٰي خو د مېدان د پاره دے

ايثار به د هغوي کړمه يو روح د افسانې

حمزه نوم د حسېن ئې د عنوان د پاره دے

مثلث:

الله الله د شهادت هغه منظر د حسېن

چې شمر غوڅ کړۀ پۀ خنجر د ستم سر د حسېن

سر پۀ ثناء د رب صمد شۀ هر پرهر د حسېن

امام پۀ وينوخشکه زما د کربل کړه چمن

حمزه کۀ تندې د فراق دې سوخته کړے وي نن

پل ئې پۀ پل ږده ملاقي شه پۀ کوثر د حسېن

مسدس:

اوښکې کډې باروي طوفان د غم شۀ

شو تازه د زړۀ زخمونه محرم شۀ

يو پۀ دوه مې پۀ دې غم د زړګي دم شۀ

لا سېوا مې له دې دمه دزړۀ غم شۀ

نن به نۀ ګڼي دا غم چې پرونے شۀ

ګويا هر پروسه کال ئې سګنے شۀ

مثنوي:

لا خو وه غرمه چې ننګيالي ټول شهيدان شو

ال د محمد او د اسلام ځينې قربان شو

ګنج د شهيدانو کربلا کښې وۀ جوړ شوے

بس خو عمر سعد ئې پۀ وينو وۀ موړ شوے

پاتې پۀ مېدان کښې يک تنها امام حسېن ؤ

هو! هغه حسېن د پاک نبي چې نورالعېن شۀ

پۀ دغه رثائي منظوماتو کښې د حمزه بابا لهجه دموضوع د کېفيت مطابق چرته ماتمي ده. چرته رزمياتي او چرته بزمياتي او تغزلي ده. د هر کېفيت پۀ اظهار کښې بابا خپل فني وسائل او مهارت پۀ ډېره ښۀ طريقه پکار راوستي دي

.

ماتمي انداز:

امام ولاړ دے شهيدانو ته حېران ګوري

چرته زاړۀ، چرته ځوانان او ماشومان ګوري

څۀ پرده دارې سترګې هم د جنګ مېدان ګوري

يوه پۀ سور سالو کښې ناوې پۀ ارمان ګوري

وائي زېنب چې ژړا ښۀ ده خو لېمۀ چرته دي

ما به باران پۀ تږيو وکړۀ خو اوبۀ چرته دي

زړونه به وائي د بيبيانو چې بهر ورشو

چې پۀ قاسم او پۀ عباس او پۀ اکبر ورشو

چې موسايه لۀ سره درومي چې پۀ نمر ورشو

دي مو د سر پړوني تلونکي چې تور سر ورشو

يوه ماشومه د خېمې پۀ پرده لاس لګوي

ترور ئې چې کوز کړي ترې نه خلاص هغه ئې پاس لګوي

رزمياتي:

سور پۀ اس د تصور شه چې دې بوځم کربلا ته

دي راغلي د جفا لښکرې زوي د مرتضٰي ته

نمر د تندر پرده وکړه هېڅ نظر نۀ کړي دنيا ته

چې تيرو هم د جنګرېز حوصله کړې ده رڼا ته

څۀ خېمې دي د ساداتو د رضا پۀ کښې چپيا ده

څۀ خېمې د يزيدانود ستم پۀ کښې غوغا ده

دا حسېن دے چې تسليم ئې اس نيولے له جلبه

د ژوندون نبضونه تېز دي پۀ امکان راغلې تبه

خوله ورکه له هېبته ده ګرمۍ راويستې ژبه

چې جلوې د رسالت پرې قربانېږي له يثربه

د هر څيز د قربانۍ نه پس پۀ خپله راوتلے

د حجت اتمام پۀ هغو کاندي چا چې دے بللے

چې صورت د امن صلحې پۀ امکان کښې پاتې نۀ شۀ

چې هېڅ شک ئې د جګړې پۀ طوفان کښې پاتې نۀ شۀ

چې يو دوست ئې ګېر چاپېره پۀ چشمان کښې پاتې نۀ شۀ

کۀ يو حُر ؤ هغه هم پۀ دې جهان کښې پاتې نۀ شۀ

دۀ به پېش ورته قران کړۀ هغوي تورې برېښولې

چا به غشي ګرتول او چا نېزې به نېغولې

امام پوئې شه چې اوس وخت د شهادت د اکمال راغے

شۀ مزل د جمال ختم اوس مقام د جلال راغے

يو ئې تورې ته کړه هپه بل يو لاس ئې پۀ ډال راغے

د اجل پۀ لاس کښې ښکار د ژوندانۀ لره جال راغے

ذوالفقارچې کړۀ بهر پۀ لاس کښې زوي د حېدر ونيو

قدوسيانو پۀ هېبت د اسمان مخ ته سپر ونيو

ذوالفقارچې ئې مړانه له جوهر ځارېده

ذوالفقارچې هره توره ئې له پرهره ځارېده

ذوالفقار چې تل ئې فتح له حېدره ځارېده

ذوالفقار چې بادشاهي ئې له قنبره ځارېده

هغه توره چې پۀ برېښ کښې ئې رفتار ؤ د اجل

هغه توره چې پۀ شړنګ کښې ئې ګفتار ؤ د اجل

جوړ نېټه وه د اجل د امام لاس کښې ښکارېده

پۀ يو وخت کښې هر يوکس ته اوږدېده او لنډېده

اوچېده او څڅېده او کږېده او ستنېده

برېښېده او ځلېده او قهرېده او موسېده

نۀ پۀ خود او نۀ پۀ زغره نۀ پۀ ډال اېسارېده

نۀ پۀ زور د زورور او نۀ پۀ سوال اېسارېده

د رزمياتي کېفياتو د بيان د پاره د ټولو نه غوره هم دمسدس هېئت دے او حمزه بابا پۀ دغه هېئت کښې د خپل فن جلال ښودلے دے.

بزمياتي تغزلي انداز

ستا پۀ محبت کښې چې هم سوزو هم ګډېږو

خوښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده

مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راکړه

بس دغه ارزو د ښکلي دين د لېونو ده

ګېر يو پۀ تيرو د ابتلا کښې اے امامه

پورته دې نقاب کړه د جبين نه چې رڼا شي

زما خيال دے چې د هر صنف يا هېئت يو نفسياتي چرت هم وي چې شاعر د کوم چرت اظهار کوي نو هېئت ورله هم هغه شان خوښوي چې د وړاندې ورکړې شويو نمونو نه به ئې څه نه څۀ اندازه لګېدلې وي. د حمزه بابا پۀ مرثيو نمونونه به ئې څۀ نه څۀ اندازه لګېدلے وي. د حمزه بابا پۀ مرثيو يا رثائي نظمونو د ژبې او فن او د مرثيې د نورو فني لوازماتو پۀ رڼا کښې نور بحث هم کېدے شي خو د طوالت د وېرې زۀ پۀ دې اکفتا کوم.