ښکلے خوب (افسانه)

 

ښکلے خوب (افسانه)

دا د کال ١٩٤٢ز زمانه ده. پۀ ګرده نړۍ د دوېم نړيوال جنګ لمبې بلې دي او د نړۍ ټول مهذب قومونه لکه د سپو پۀ يو بل لګيا دي د يو بل غوښې خوري. جنګ پۀ وسائلو او پۀ وسيلو دے . هسې خو سپي هم پۀ هډوکي يو بل سره انخښلي خو سپے هم چې کله موړ شي نو يو پښه پۀ بله پښه واچوي او پۀ خپلو دواړو پښو سر کېږدي او ښۀ پۀ ارام اودۀ شي. خو انسانان پۀ شتۀ صبر نۀ کوي. دوي مړېږي نه بلکې تنده او لوږه ئې نوره نوره سېوا کېږي. نن چې د انسان د لاسه د خداے پۀ پېدا کړې ځمکه انسانان پۀ دې وړوکي شان خاورين کور اور بل دے. هم پۀ دغه جنګي او جنوني ماحول کښې يو سپين ږيرے خدائي خدمتګار د هري پور جېل پۀ چکۍ کښې ستړے ستومانه ناست دے او د جېلر لۀ خوا ورسپارلے کار پۀ دمه دمه کوي. ځکه چې هم ئې عمر ډېر دے او هم ئې وجود کمزورے دے. پۀ مخ وړه وړه سپينه ږيره، سر سرتور پۀ پښو پنجدارې چارسدې والې څپلۍ او پۀ تن د خامتا زړې خو صفا جامې. دغه د غر هومره پښتون مشر چې دا مهال پۀ کار کولو ستړے شوے دے نو هم خپله ملا دمه کوي او هم يو اوږد فکر وړے دے. دا د ژمي يوه يخه درنه او پخه شپه ده. شپه د نيمې نه اوړېدلې ده. دغه سپين ږيرے بابا ستومانۍ هم اخستے دے، د خوب ښاپېرۍ ئې هم بيا بيا پۀ خپله غېږه کښې د اخستو هڅه کوي. او فکرونه اندېښنې ترې هم لکه د خامارانو تاو راتاؤ دي “يه پاکه ربه يه زما رحيمه خدايه ستا د دې دنيا به څۀ کېږي، دا انسانان خو لکه د ځناورو پۀ يو بل لګيا دي دوي خو لکه پۀ خپله د خپل لاسه خپل نوغے ويستل غواړي. خپل بچي پۀ خپله حلالوي. خپلې لوڼه د خپله لاسه سرتوروي نو چې د دوي د دې کار نه به څۀ جوړېږي. پۀ دې چرچل روز ولټ او هټلر کښې زغم او برداشت ولې نشته. دوي پۀ دې خبره څوک پوهه کړي چې تشدد خو د انسان د نوغي دښمن دے، تشدد خو د ذهني ناروغتيا نوم دے، تشدد پۀ نتيجه کښې نور تشدد را زېږوي. يا پاکه ربه چې زما د دې قام به څۀ کېږي . دوي خو لکه د سپو پۀ يو بل لګيا دي. مونږه خو خپلو ملګرو هم پۀ چولي مېدان پرېښودو. هغوي خو لاړل د جنګيالو سره ملګري شول. يا د امن او زغم بابا چې د دې به انجام څۀ وي”.

پۀ دغه فکرونو او اندېښنو کښې راګېر دغه نيمځالي خدائي خدمتګار له پۀ ناسته خوب ورغلے او جوټه ئې ووهله. ورو غوندې خوا کښې دېوال ته ور ډډه شو او اوس چې هغه د خوب غېږه ته ور پرېوتے دے نو يو عجيبه خوب ويني. هغه خوب ويني چې د نړۍ اولسونه د جنګ نه بېزاره شوي دي. پۀ نړۍ کښې د ډېرې لوې تباهۍ نه پس د نړۍ قامونه مشران پۀ جرګه مرکه د خپلو شخړو هوارولوته کښېناستلي دي او يوه لويه جرګه روانه ده. د نړۍ هر قام مشر د جنګ پۀ ضد خبره کوي. هر مشر د امن او سوکالۍ د پاره تجويزونه وړاندې کوي. او بيا دغه ټول مشران پۀ دې خبره صلاح شي چې بس دے نور د الله پۀ ځمکه د الله د مخلوق وژنه بندوو او خپلې ټولې تنازعې پۀ خبرو اترو هواروو.

“او زما قام! زما قام چې هم غلام دے هم دانه وانه. زما د قام به څۀ کېږي!” هغه پۀ خوب کښې د نړۍ د مشرانو نه ډېر پۀ هېبت او تلوار پوښتنه کوي؛ “ستا قام ! تۀ فکر مۀ کوه ستا قام هم ازادولے شي او هم به ورله د ژوند تېرولو حق ورکولے شي. اوس به هر انسان او هر قام ته پۀ خپله خوښه د ژوند کولو حق ورکولے شي” دغه مشرانو کښې يو مشر دغه سپين ږيري له جواب ورکوي او بيا هغه ويني چې د هغۀ وطن ازاد شوے دے. پېرنګے خپل وطن ته تلے دے او د هغۀ قام له ئې پۀ خپله خاوره د خپل اختيار حق ورکړے دے. پۀ دغه حالاتو کښې د خدائي خدمتګارو مشر هم د خپل قام يو لويه جرګه رابللې ده او ورته ګويانه دے. “زما بچو نن پېرنګے لاړ زمونږ وطن ازاد شو او د نړۍ ټولو مشرانو زمونږه د عدم تشدد عقيده ومنله اوس به مونږ دا خپل وران وطن ابادوو. خدائي خدمتګار به هم هغه شان بې بدله خدمت کوي. د وطن ټولې غېر ابادې ځمکې به ابادوو. او هغه به خپلو بې جائيداد کرونده ګرو له مفتې ورکوو. کۀ پوره وي او کۀ سپوره وي پۀ شريکه به ئې خورو. سم د لاسه به پښتون زلمي له د قامي لښکر نوم ورکولے شي. دا لښکر به د ملک د پولو حفاظت هم کوي. او د بې وسو او بې ارزو سره به لاس امداد هم کوي او د نن نه به زۀ د ګاونډي هېوادونو پۀ دوره ووځم. د دغه هېوادونو مشرانو سره به جرګه مرکه کوم. دوي ته به جولۍ غوړوم چې څنګه د نړۍ مشرانو د امن او عدم تشدد عقيده خپله کړه هم داسې به هم د ګاونډيانو يو بل سره هم پۀ امنناکه طريقه ژوند کوي. د يو بل د پولو، ژبو او مذهبونو احترام به کوو. خپله هره شخړه او ستونزه به پۀ خبرو اترو هواروو ځکه چې انسانان خبره پۀ خبرو خلاصوي. او څاروي خپلې تنازعې پۀ ښکر اړمولو هواروي. پۀ خپلو خپلو هېوادونو کښې به د وسلو او بارودو پۀ جوړولو پابندۍ لګوو او خپل ټول وسائل به د زده کړې او د صحت پۀ مد کښې خرچ کوو. د زغم او مينې فضا به را جوړوو. ” “پاڅه هلکه دا دومره کار درته پروت دے او تۀ بې غمه خوبونه کوې”. بابا چې تر دې دمه را ورسېدو نو ناڅاپه د جېلر پۀ يو تېرۀ غږ د خوبونو د دنيا نه د ترخو حقيقتونو دنيا ته بېرته راغے او يو سوړ اسويلے ئې وکړو.