مولوي فضل محمود مخفي د خدائي خدمتګارو په نظر کښې—ډاکټر سعيد احمد ساحل

دا ليکنه شريکه کړئ

مولوي فضل محمود مخفي (1884ء ۔ 1947ء) د همه ګير او متاثرکن شخصيت څښتن وۀ ۔ د هغوي ذات او صفات داسې وو چې خپل معاصرين او متاخرين ئې متاثره کړي دي ۔ د شلمې صدۍ لوے شخصيات د هغوي د کار او زيار نه متاثره پاتې شوي دي او هغوي د دې اظهار وخت په وخت په منثور او منظوم صورت کښې کړے هم دے ۔ د هغوي ځينې معاصرينو هغوي ته احترامات وړاندې کړي دي او په وروستو وختونو کښې هم دغه د عقيدت اظهار وخت په وخت شوے دے ۔ حاجي صاحب ترنګزئي، شېخ الهند مولانا محمود حسن، مولانا ابوالکلام آزاد، مولانا عبېدالله سندهي، مولانا حسېن احمد مدني، مولانا عزير ګل، مولانا سيد محمد ميا او مولانا محمد علي قصوري غوندې شخصيات ئې د ذات نه متاثره پاتې شوي دي او وخت په وخت ئې په مختلفو طريقو د دې اظهار هم کړے دے ۔ لکه مولانا حسېن احمد مدني چې د مولوي فضل محمود مخفي تحريکي ملګرے وۀ ۔ دواړه د شېخ الهند مولوي محمود الحسن نه فېضاب شوي او د آزادۍ په مبارزه کښې څنګ په څنګ پاتې شوي وو ۔ په دې اساس مولوي حسېن احمد مدني په خپل خود نوشت “نقش حيات” کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله خپل نظر داسې وړاندې کړے دے:

“مولانا فضل محمود (مخفی) صاحب ضلع پشاور کے باشندے ہیں۔ حضرت شیخ الہند رحمتہ اللہ علیہ کے حکم سے آزاد علاقہ میں چلے گئے اور وہاں سے نہایت جدوجہد کر کے لوگوں کو جہاد آزادی کے لیے تیار کیا اور بہت کار آمد اور اہم کام سر انجام دیے۔ شکست کے بعد مخفی طور پر اپنے وطن واپس آگئے اور غیر مشہور طریقہ پر زندگی بسر کرتے رہے۔ اس مشن کے سرگرم ممبر تھے۔ نہایت ٹھوس کام کرنے والے ہیں”۔[i]

مولانا محمد علي قصوري د تحريکِ آزادۍ يو فعال مبارز پاتې شوے دے ۔ هر کله چې آزادې علاقې ته په دوره راځي نو د ترجمانۍ فريضه ئې مولوي فضل محمود مخفي ډېر په احسنه طريقه ادا کوي ۔ په دې اساس د مولوي فضل محمود مخفي په حقله په خپل کتاب “مشاهدات کابل و ياغستان” کښې په دې وېنا مجبوره کېږي چې:

“عيد کی نماز کے وقت غیر معمولی مجمع تھا۔ شیوخ و خوانین کے علاوہ جو خاص طور پر مدعو تھے، لوگ بڑی تعداد میں میلوں چل کر “لوے مولوی” (بڑے مولوی) کی پہلی تقریر سننے آئے تھے۔ انہیں یہ بھی معلوم تھا کہ میں انگریز کے خلاف بولوں گا۔ میری تقریر اردو میں تھی اور ترجمان مولوی فضل محمود (مخفی) تھے۔ مولوی صاحب دیوبند کے فارغ التحصیل اور حاجی صاحب کے خاص آدمی تھے۔ ہر وقت ان کے ساتھ رہتے تھے اور وہی میرے سب سے اچھے ترجمان ثابت ہوئے”۔[ii]

دغه شان د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلي مبارزين هم د فضل محمود مخفي د شخصيت څخه متاثره پاتې شوي دي ۔ ځکه چې د دې ټولو په فکري بدلون کښې د فضل محمود مخفي پوره لاس دے ۔ ځينې خدائي خدمتګارو د فضل محمود مخفي په حقله د خپلو زرينو خيالاتو اظهار وخت په وخت کړے هم دے ۔ هغه ټول منظوم او منثور تاثرات، نظرات، عقيدت او محبت په ترتيب سره په لاندې کرښو کښې راؤړلے شي ۔

عبدالغفار خان (باچا خان):

د خدائي خدمتګار تحريک باني لوے مبارز عبدالغفار خان د مولوي فضل محمود مخفي د شخصيت څخه ډېر متاثره ښکاري ۔ د خپل فخريه خودنوشت “زما ژوند او جدوجهد” انتساب ئې د مولوي فضل محمود مخفي د دعائيه ترانې سره په دې درنو لفظونو کړے دے چې:

“قاعده دا ده چې څوک کتاب وليکي نو د چا په نامه ئې منسوب کړي ۔ د مخفي صاحب دا نظم زما د ژوند، فکر، عمل او جدوجهد ريښتونے ملګرے دے نو ځکه زۀ غواړم چې زۀ دا خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” تاسو ته د دې نظم د يادګېرنې سره وړاندې کړم”۔[iii]

عبدالغفار خان په خپل خود نوشت کښې ځاے په ځاے د مولوي فضل محمود مخفي په حواله د خپلو زرينو خيالاتو څرګندونه کړې ده ۔ لکه يو ځاے داسې ليکي چې:

“کله چې زما سوسائټي بدله شوه او د قام پرستو سره مې مخه شوه ۔ ما کښې چې د قام پرستۍ کومه ماده وه، هغه راويښه شوه ۔ د مخفي صاحب، مولوي عبدالعزيز او مهتمم صاحب په مجلسونو کښې ئې وده وکړه ۔ خصوصاََ د مخفي صاحب د مجلس په ما ډېر اثر وۀ”۔[iv]

دغه بل ځاے د مولوي فضل محمود مخفي په حقله داسې فرمائي:”د پښتو په شاعرۍ کښې انقلاب دۀ راوستے وۀ ۔ د زلفو او کاکل او خط و خال په عوض ئې قام او وطن، غريب او بيچاره ته د شاعرۍ مخه وروګرځوله ۔ زۀ دۀ ته د پښتنو شکسپئير وايم ۔ د دۀ په پښتنو ډېر حق دے خو افسوس چې پښتنو د دۀ قدر لکه څنګه چې پکار وۀ، اونۀ کړۀ”۔[v] “ما ته به د مخفي صاحب شعرونو ډېر خوند راکولو ۔ خوند څۀ چې په ما به ئې ډېر اثر کولو”۔[vi]

عبدالاکبر خان اکبر:

عبدالاکبر خان اکبر د خدائي خدمتګار تحريک باني غړے، يو سياسي مبارز او ليکوال وۀ ۔ د مولوي فضل محمود مخفي د شخصيت نه ډېر متاثره وۀ ۔ ځکه خو ئې په خپلو تصنيفاتو کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله د ډېرو درنو خيالاتو اظهار کړے دے ۔ لکه په خپله شعري مجموعه “تراخۀ خواږۀ” کښې ليکي:

“د طالب علمۍ په زمانه کښې به ما کله کله شعر ګوئي کوله ۔ ولې پټه، د څو دوستانو په مجلس کښې، خو د شاعر په نوم به خفه کېدم ۔ په دغه وخت کښې په اولس کښې به شاعر هغه چا ته وئيلے شۀ چې په حجرو کښې به ئې د ټنګ ټکور مجلس کوۀ ۔ په کال 1920ء کښې زۀ د خلافت د تحريک په سلسله کښې کابل ته په هجرت تلم ۔ نو په غازي آباد مومندو کښې د حاجي صاحب ترنګزو په ځاے کښې ما فضل محمود مخفي صاحب وليد او د هغۀ کلام مې واؤرېدۀ ۔ د شاعر متعلق زما خيال بدل شۀ، کوم ذهني انقلاب چې د مخفي صاحب شاعرۍ په پښتونخوا کښې پېدا کړے وۀ، د هغې نه ما ته دا معلومه شوه چې شاعري ښۀ شے دے خو چې د قامي ملي تعمير او د يو نصب العين د پاره وي”۔[vii]

په خپله سفرنامه “د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه” کښې ئې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله ليکلي دي چې:

“دۀ ماله د قامي شاعرۍ سبق راکړے دے او په حقيقت کښې هم دا يو سړے زما استاد وۀ ۔ د دۀ ژوند ځان له ليکل غواړي، دلته هسې ذکر شۀ”۔[viii] “د دوي د کلام او صحبت ما کښې يو بل شان فکر او ذهني انقلاب پېدا کړۀ ۔ زما د شعر و سخن تخيل بدل شۀ ۔ ما خو وې چې شاعري بس د ګل او بلبل، د ليلا او مجنون د قيصو نوم دے”۔[ix] “دے د پښتو شاعرۍ موجد او لوے انقلابي شخصيت ئې لرۀ ۔ د قامولۍ اول ذهنيت په دې علاقه کښې دۀ پېدا کړے وۀ”۔[x]

دغه شان په خپل کتاب “د برصغير پاک و هند په آزادۍ کښې د پښتنو برخه” کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله ئې يو ځاے دا هم ليکلي دي چې:

“د مخفي صاحب، مولانا تاج محمد صاحب جامې شلېدلې، په پښو ئې زړې څپلۍ، پڼې، کله اوږي نهر، د جاهلانو شېخانو د لبېدلو خلقو د اميانو، مليانو د لاسه کله په يو ځاے کله په بل ځاے، ولې د دوي په همت استقلال کښې څۀ کمے نه وۀ راغلے ۔ حوصلې ئې زياتې او ارادې ئې اوچتې وې”۔[xi]

ماسټر عبدالکريم:

ماسټر عبدالکريم د خدائي خدمتګار تحريک يو نۀ سټرے کېدونکے غږ، سياسي کارکن او ليکوال وۀ ۔ د مارچ 1957ء په “لار” مجله کښې ئې يو مضمون د “فضل محمود مخفي صاحب” د عنوان لاندې چاپ دے چې په دويم ځل په جون 2009ء کښې په “پښتون” مجله کښې هم چاپ شوے دے ۔ په دې مضمون کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله يو ځاے ليکي:

“په داسې وخت کښې چې د پښتو ژبې سره مينه او پښتونولي پالل خو ډېر لوے شے وۀ ۔ د فيرنګي د يو سور پټکي د ويرې د فيرنګي نوم چا بې اودسه نۀ شۀ اخستے ۔ په دغه ورځو کښې د مخفي صاحب غوندې خلق ډېر په ګرانه موندے شي ۔ دا خو يو باچا خان، بل حاجي صاحب د ترنګزو او بل مخفي صاحب مرحوم وۀ چې په دغه نشه مست ګرځېدل”۔[xii]

دغه شان د مولوي فضل محمود مخفي د وروستي ژوند په حقله ليکي:

“دا ورځې د مخفي صاحب د استاذۍ نۀ وې ۔ ما خو هسې د باقيات الصالحات په خاطر ورله وظيفه شان ورکوله او د باچا خان او حاجې صاحب د يو ملګري په حېث مې د دعا ځاے ګڼو ۔ ځکه چې مخفي صاحب اوس هغۀ مخفي صاحب پاتې نۀ وۀ ۔ هغۀ ژوندے مخفي، هغۀ اولسي او قامي شاعر مخفي، هغۀ جادو بيان او باغي مخفي، اوس په ژوندوني مرګونے وۀ”۔[xiii]

سعادت خان جلبل:

سعادت خان جلبل د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې پياوړے غړے وۀ چې د سياست او خدمت سره ئې د ادب په مېدان کښې خپل خدمات وړاندې کړي دي ۔ د عبدالاکبر خان اکبر په شعري مجموعه “تراخۀ خواږۀ” ئې په خپل ليک کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله خپل خيالات داسې قلمبند کړي دي:

“کۀ دا حقيقت څرګند نۀ کړم نو بې انصافي به وي چې پښتو کښې د انقلابي، سياسي او نوي رنګ شاعرۍ موجدان فضل محمود مخفي او عبدالاکبر خان اکبر دي ۔ منم چې اوس په نوجوانانو کښې د نوي رنګ شاعران ډېر پېدا شوي دي ولې دوه څلوېښت (۴۲) کاله مخکښې پښتو شاعري د خط و خال، ګل او بلبل پورې محدوده وه”۔[xiv]

حکيم محمد اسلم سنجري:

حکيم محمد اسلم سنجري د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل او تحريکِ آزادۍ يو فعال غړے وۀ ۔ د مولوي فضل محمود مخفي تحريکي ملګرے هم وۀ ۔ په خپله ډائيرۍ کښې ئې، کومه چې ډاکټر محمد سهېل خان د “جنگ آزادی کا ايک گمنام هيرو حکيم محمد اسلم خان سنجری” په نوم چاپ کړې ده، د مولوي فضل محمود مخفي متعلق خپل نظر داسې څرګند کړے دے:

“مولانا فضل محمود مخفی بی اے: یہ بزگوار میر منشی حزب اللہ تھے اور حضرت مولانا ابوالکلام آزاد کے ہر گو نہ رابطہ تحریر و ارشادات کے امین تھے۔ چارسدہ کے اصلی شہری اور قوما مومند (ماموند) تھے۔ دیر میں وفات پائی ۔ نواب صاحب دیر شاہ جہان نے بڑے اہتمام سے ان کی تجہیز و تکفین کی ۔ آپ مشہور شاعر و ادیب تھے۔ ۱۹۳۰ کے ایک مشاعرہ میں باچا خان نے ان کو طلائی تمغہ دیا تھا۔ ان کے دو فرزند موجود ہیں۔ محمد اکبر ميٹرک پاس کر کے میرے دواخانے میں مصروف خدمت خلق ہیں”۔[xv]

 

عبدالغني خان:

عبدالغني خان د لوے مبارز عبدالغفار خان مشر ځوے او د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې غړے وۀ چې د شاعر، اديب، مصور او مجسمه ساز په حېث خپله ځانګړې پېژندګلو لري ۔ عبدالغني خان هم د مولوي فضل محمود مخفي څخه ډېره متاثره وۀ ۔ هغوي په خپله د دې خبرې اعتراف کړے دے چې په ما کښې د قاموالۍ د جذبې تحريک د مولوي فضل محمود مخفي د شعرونو په تاثير کښې پېدا شوے وۀ ۔[xvi] د فضل زمان شلمان سره په يوه مرکه کښې هم د دې خبري اعتراف کوي چې:

“په پښتنو شاعرانو کښې خوشحال خان خټک اولنے شاعر دے چې په څرګند ډول ئې په خپلو شعرونو کښې پښتنو ته د مغلو خلاف د يو موټي کېدو سبق ورکړے دے او د دې د پاره ئې مبارزه هم کړې ده ۔ هر کله چې په شمله پېړۍ کښې مولوي مخفي هغه اولنے شاعر او اديب دے چې قومي شاعري ئې کړې ده ۔ غزلې مزلې ئې نۀ دي ليکلي ۔ ګل، بلبل او سترګې شونډې ئې نۀ دي چېړلي بلکې پښتنو ته ئې د يووالي او د غلامۍ د زنځيرونو شلولو درس ورکړے دے او په خپله ئې د دې د پاره مبارزه هم کړې ده ۔ غني خان زياتوي چې مونږ واړه وو نو د مولوي مخفي شاعري به مو اورېدله ۔ د مخفي د شعرونو په اورېدو سره په ما کښې د قامولۍ جذبه پارېدله او نوره به تېزېده”۔[xvii]

د ډاکټر حنيف خليل سره په يوه مرکه هم په دې حقله وائي چې:

“شاعران زما ټول خوښ دي خو کله چې زۀ وړوکے ووم نو د مخفي صاحب او خادم صاحب شاعري به مې خوښوله”۔[xviii]

عبدالولي خان:

عبدالولي خان د لوے مبارز عبدالغفار خان ځوے او د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې غړے وۀ چې د اصولي سياست نابغه ګڼلے شي ۔ د يو ستاستمدار سره يوه ښۀ محقق او ليکوال هم وۀ ۔ عبدالولي خان هم د مولوي فضل محمود مخفي د شخصيت او شاعرۍ څخه متاثره ښکاري ۔ د خپل ځانګړي کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” اغاز ئې د هغوي د مشهورې ترانې د څو بندونو نه کړے دے ولې خو وروستو ئې دغه ترانه بشپړ رانقل کړې ده او ورسره ئې د دې خيالاتو اظهار کړے دے:

“مونږ د آزاد سکول هلکانو به په جلسو کښې هغه وخت کښې يوه ترانه وئيله چې هغه مخفي صاحب ليکلې وه ۔ کۀ زۀ هغه دلته رانقل کړم نو شايد چې لوستونکي به پوهه شي چې باچا خان دي په دې وخت کښې د کوم لوړ مقصد په حاصلولو پسې ملا تړلې وه”۔[xix]

صديق الله رښتين:

صديق الله رښتين د لوے فيرنګي ضد مبارز مهتمم مولانا تاج محمد ځوے او د خدائي خدمتګار تحريک په سيوري لوے شوے داسې شخصيت وۀ چې د تحرير په مېدان کښې شهکارونه پرېښي دي ۔ په خپل کتاب “نوميالي پوهان او غازيان” کښې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله ليکي:

“دۀ ته خداے د شعر يوه ښه طبعه ورکړې وه ۔ اشعار ئې ټول قومي او ملي درد نه ډک دي ۔ د دۀ شاګردان وائي چې د دۀ ټول اشعار قومي او اجتماعي وو ۔ د عشق او خط و خال په برخه کښې ئې هيڅ نۀ دي وئيلي ۔ مخفي صاحب د يو درمند زړۀ خاوند وۀ ۔ د پښتنو د ژوند ښۀ کولو د پاره ئې ډېر کوششونه کړي دي ۔ د دۀ مسلک او نظريه د پښتنو يووالے او د دوي د ژبې، ژوند او ترقۍ وه ۔ په دې برخه کښې ئې پوره زيار ويستلے دے ۔ لۀ شعرونو نه ئې هم دغه روح څرګنديږي ۔ مخفي صاحب لکه چې د نظم په مېدان کښې غښتلے دے، دغسې په نثر کښې پوره لاس او ځانله سبک لري ۔ مخفي صاحب په پښتو مئين سړے وۀ ۔ د پښتو ژبې ترقي ئې اوله آرزو وۀ”۔[xx]

همېش خليل:

همېش خليل د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې مبارز وۀ چې د سياست او ادب په مېدان کښې ئې پياوړي وظيفې تر سره کړي دي ۔ په خپل کتاب “پښتانۀ ليکوال” کښې ئې د مولوي فضل محمود مخفي په حقله خپل معتبر خيالات داسې قلمبند کړي دي:

“مخفي صاحب د آزادۍ شېدا وۀ او هم دغه وجه ده چې په ملک د سامراجي غلامۍ خلاف ئې عملي غورزو پرزو سره سره د قومي ننګ او غېرت د راپارولو د پاره قلمي جهاد ته هم لاس کړے وۀ ۔ د مخفي صاحب شاعري اکثره په قومه نظمونو اړه ده او هره فنپاره ئې د ملي آرزوګانو آئينه ده ۔ د نظم فن کښې خپل انفراديت لري ۔ د قوم او ملک د مينې او محبت په جذبه کښې ئې داسې نظمونه وليکل چې د قومي شاعرۍ سنګ ميل ګڼلے شي ۔ مخفي صاحب د شاعرۍ په فن کښې د خپل انفراديت سره د يو ممتاز مقام خاوند دے ۔ لوړ تخيل او پښتني بحرونو کښې د قومي ترانې په شان وېنا د مخفي صاحب د کلام ښکاره خاصيتونه دي ۔ مخفي صاحب خو نۀ لرغوني او نۀ اوسني رنګ کښې تغزل ته ملتفت شۀ بلکې د خپلو قومي نظمونو په زور او اثر ئې د مرئيتوب خزان زپلي ملک د ترجمانۍ سره د خپل ملت په رګونو کښې د خپلواکۍ په غرض د جوش، ننګ او غېرت رالړزولو او جوشولو يو داسې کردار ولوبولو چې د پښتون د آزادۍ په تاريخ کښې يو اهم باب ګڼلے شي”۔[xxi]

مير مهدي شاه مهدي:

مير مهدي شاه مهدي د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې مخلص غړے وۀ چې خپل ټول ژوند ئې د دې تحريک خدمت ته وقف کړے وۀ ۔ د کرامت شاه فولاد په شعري مجموعه “سمسور ګلونه” ئې پُر مغز سريزه ليکلې ده ۔ په دې سريزه کښې ئې د مولوي فضل محمود مخفي يادونه داسې کړې ده:

“کرامت شاه فولاد ما د هغو شاعرانو په قطار کښې پېژندلے دے کومو چې يو وخت د فيرنګيانو بر خلاف او د خپل قام د آزادۍ د پاره کۀ يو خوا په جلسو کښې نظمونه وئيل او بل خوا ئې په “پښتون” کښې ئې خورول نو بل طرف ته به ئې د هر چا نه مخکښې د فيرنګي کوتک، سنګين، ګولۍ ته سينه بربنډه په مخه ورتلل چې په هغو کسانو کښې فضل محمود مخفي ۔ ۔ ۔ او داسې نور ګڼ کسان دي چې دا وخت ئې زما ذهن ته نومونه رانغلۀ، د يادګېرنې وړ کسان دي ۔ دا هغه کسان دي چې د پښتون د آزادۍ تاريخ د دنيا د قامونو د تاريخونو په مخکښې هر وخت پټکي په تندي کېښودے شي ۔ ځکه چې لکه ما مخکښې عرض کړے دے چې دوي د يوې داسې سپېځلې عقيدې سره تړون لرلو چې د دنيا هره عقيده او نظريه ورته په ښو کښې “ښۀ” وائي”۔[xxii]

اجمل خټک:

اجمل خټک د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې همه جهت شخصيت وۀ چې ګڼ شمېر حېثيتونه لري ۔ اجمل خټک هم د مولوي فضل محمود مخفي د شخصيت نه ډېر متاثره وۀ او هغوي به ئې خپل استاذ، لارښود او د جديد نظم باني ګڼل ۔[xxiii] په خپله مقاله “پشتو ادب” کښې د نورو خدائي خدمتګار ليکوالانو تر څنګ د مولوي فضل محمود مخفي په حقله خپل معتبر نظر داسې څرګندوي:

“یوں تو یہ سب شعرا اپنے طور پر آتش نوا ہیں، لیکن خاص طور پر خادم کا خطیبانہ کلام، عبدالخالق خلیق کے حکیمانہ اشعار اور فضل محمود مخفی کی سنجیدہ اور پر معنی نظموں کو بڑی اہمیت حاصل ہے”۔[xxiv]

افضل خان لالا:

افضل خان لالا د خدائي خدمتګار تحريک د تسلسل يوه داسې مضبوطه کړۍ وه چې ټول ژوند ئې د جهد مسلسل نمونه وه ۔ د مولوي فضل محمود مخفي څخه ډېر متاثره وه نو په دې بنياد ئې د خپل کتاب “قامي وحدت” شروع د هغوي د يوې دعائيه ترانې نه سره د دې تاثراتو کړې ده چې:

“خداے بخښلے فضل محمود مخفي صاحب چې يو پياوړے، نامتو، قام پرست شاعر او ليکوال وۀ ۔ هغۀ په زړۀ کښې د پښتون قام د منتشر وجود د بيا راغونډولو ژوندي ارمانونه لرل ۔ د هغۀ دا يو نظم د هغوي د قامي وحدت د ارمان ترجماني کوي”۔[xxv]

کرامت شاه فولاد:

د خدائي خدمتګار تحريک سره ټرلي ځينې شاعرانو هم خپل منظوم عقيدت د مولوي فضل محمود مخفي درانۀ حضور ته وراندې کړے دے ۔ لکه خدائي خدمتګار کرامت شاه فولاد د مولوي فضل محمود مخفي په مړينه دا مرثيه ليکلې ده چې د هغوي د مړينې د نېټې نه نولس ورځې وروستو په پښتون مجله کښې چاپ شوې ده:

پرون زۀ ووم قبرستان ته هسې تللے
په يو قبر سترګې او مې لګېدلے
دغه قبر تازه نوے ښکارېدلو
پښتو ناسته ورته وه ګرېوان شلېدلے
د تپوس په خيال پښتو ته ورنيزدې شوم
ما وې اے پښتو! ئې ولې شورېدلے
دې وې هائے بدبخته! تۀ لاَ خبر نۀ ئې؟
دا مزار دے د مخفي زيارت دے ښکلے
هائے خدايه دا ناموس خو د پښتو وۀ
د دې دهر نه بې وخته لاړو ولے؟
د هر دُرّ ټکي قيمت خو د دۀ نشته
قدردان خلق شي کم داسې موندلے
د پښتو په مخ څۀ کرښې کرښې اوشوې
دا خو زړۀ وۀ د پښتو تن کښې ګنډلے
دا سرحد وۀ سمندر پښتو سيپۍ وه
ملغلره ئې دا مخفي وۀ خندېدلے
دا مخفي خو د پښتو د سر وۀ سيورے
بې مثال اديب د ژبې وۀ منلے
سر نۀ پښو پورې عمل عمل عمل وۀ
د تس نس پښتو دي دۀ ټکي پيئيلے
دا چې څومره وۀ اوچت ساده لباس وۀ
په اخلاقو وۀ کمال ته رسېدلے
پښتانۀ ئې تر قيامته احسان مند دي
پښتنو فخرِ پښتو دے، دے ګڼلے
د دۀ ژوند کښې د پښتو ژوندون څرګند وۀ
څۀ به خوند وۀ! کۀ بې وخته نۀ وۀ تللے
هائے اے “فاني دنيا”! چارې دې اوکړې
مونږه يو ژاړو او تا وې بل راؤړلے
په سرحد کښې چې اصلي د پښتو شان وۀ
رانه يو دې وړو پرې وران شۀ کور او کلے
دا مخفي چې د پښتو پښتون پېوند وۀ
پښتو فخر به په چا کړي زړۀ څيرلے
د اديب مرګ خو د ژبې مرګ شماره شي
د هر سترګو ښکاري اوښکې څڅېدلے
خدايه! دغه اديب اوبخښې عامل وۀ
دي فولاد په دعا لاس درته نيولے[xxvi]
خادم محمد اکبر:

خدائي خدمتګار خادم محمد اکبر هم په خپله شعري مجموعه “ګلدستهِ خادم” کښې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزۍ په حواله په يو نظم کښې د مولوي فضل محمود مخفي يادونه داسې کړې ده:

ملا محمود مخفي صاحب
محمد يوسف صوفي صاحب
عبد الغفور راضي صاحب
هم شېدا د ګل په شان
څوک عالمان څوک شاعران
څوک زاړه او څوک ځوانان
څوک مياګان او څوک خانان
ايماندار او صادقان
دوي دے کړے ډېر خدمت
هم په لاس هم په دولت
خداے دې ور کاندې عزت
دوي ژوندے کړو قوم افغان[xxvii]
حاجي ګل صوفي:

د خدائي خدمتګار حاجي ګل صوفي په “زرغون فکرونه” نومې مجله کښې د “خواږۀ ياران لاړ” د عنوان لاندې يو اوږد نظم چاپ دے ۔ په دې نظم کښې ئې مولوي فضل محمود مخفي يادونه په يو شعر کښې داسې کړې ده:

د پښتو په مينه سر او مال نه تېر وۀ
چارسدې نه مخفي فضل محمود خان لاړ[xxviii]
پروفېسر جهانزېب نياز:

خدائي خدمتګار پروفېسر جهانزېب نياز د سيده بشري بېګم په حواله په يو منظوم ليک “ګرانه خور س ب ب” چې په مياشتنۍ پښتو کښې چاپ دے، د مولوي فضل محمود مخفي يادونه داسې کړې ده:

د مخفي آواز مې غوږو کښې کړنګېږي
د يووالي د پښتون وۀ په طلب[xxix]
“پښتون” مجله د خدائي خدمتګار تحريک او خدائي خدمتګارو يوه نمائنده او ترجمانه مجله وه ۔ د مولوي فضل محمود مخفي په مړينه “پښتون” مجلې په خپله اداريه کښې د هغوي د بې بدله خدماتو په حواله “هائے مخفي صاحب خداے دې اوبخښه!” د عنوان لاندې خپل نظر داسې څرګند کړے دے:

“د پښتون په لوستونکو به دا خبره ډېره دردناکه اولګي چې د مئي په28 تاريخ باندې زمونږ قدردان د پښتنو منلے شوے اديب فضل محمود صاحب مخفي د دې دنيا نه بلې دنيا ته هجرت اوکړۀ ۔ اِنّا لِلّهِ وَ اِنّا اِلَيهِ رَاجِعُون ۔ خداے پاک دې مخفي صاحب اوبخښي ۔ مخفي صاحب په يو ساده لباس کښې منلے شوے قدردان شاعر وۀ ۔ مخفي صاحب چې په کوم عمل سره د “پښتون” او د پښتو ژبې خدمت کړے دے ۔ د هغې مثال د اټک نه په رايسته زمکه کښې نۀ شي موندلے ۔ مخفي صاحب چې به په پښتنو باندې د پښتو د خدمت کوم احسانات کړي دي، د هغې بيان ګران دے ۔ مخفي صاحب زما په خيال چې د پښتنو بچے بچے به ډېر ښۀ پېژني چې مخفي صاحب د حقيقت په معنا کښې د کومې بلندې پائې هستۍ وه ۔ زما په خيال په پښتنو کښې داسې ډېر کم خلق به پېدا شي چې هغوي لکه د مخفي صاحب په شان د پښتو ژبې خدمت اوکړي ۔ او مخفي صاحب چې خالص د “پښتون” اخبار د پاره کوم خدمات کړي دي، مونږ د هغي زرينو ادبياتو، خيالاتو او اوچتې پائې جذباتو ډېر احسان مند يو ۔ ځکه چي مونږ د هغې هيڅ قيمت نه شو ادا کولے ۔ د مخفي صاحب دا هېبت ناک مرګ د پښتنو د پاره ډېره لويه صدمه ده ۔ ولې پښتانۀ به هيچرې مخفي صاحب هېر نه کړي او د پښتنو واړۀ واړۀ بچي به تر قيامته پورې د مخفي صاحب د ياد ساتلو د پاره “خاونده! تۀ ودانه کړې” ترانه هر سحر د اتمانزو په ازاد سکول کښې لولي ۔ په اخر کښې مونږ د “پښتون” د ادارې د طرف نه د هغۀ د پسماندګانو سره دلي همدردي کوو او دعا ورته کوو چې يا الله تعالي! تۀ مخفي صاحب اوبخښې”۔[xxx]

ځينې خدائي خدمتګارو په خپلو تصنيفاتو کښې د مولوي فضل محمود مخفي يادونه هم کړي ده ۔ لکه عبدالخالق خليق ئې په خپل کتاب “د آزادۍ جنګ”[xxxi] ، احمد کاکا په خپل کتاب “خدائي خدمتګار تحريک”[xxxii] او سيد محمد فصيح ئې په خپل خودنوشت “د آزادۍ په تحريک کښې زما برخه”[xxxiii] کښي ضمناََ يادونه هم کړې ده ۔ دغه شان په وروستو وختونو کښې هم دغه سلسله جاري پاتې شوې ده او مولوي فضل محمود مخفي په حقله مختلف شخصياتو د خپلو خيالاتو اظهار کړے چې ورته د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل وئيلے شو ۔ لکه افرا سياب خټک په خپل کتاب “سرحد تاريخي خاکه” کښې د پښتنو د آزاد جديد قامي رياست مصور ګڼلے دے ۔[xxxiv] ډاکټر محمد سهېل خان په خپل کتاب “څېړنې” کښې د پښتنو وړومبے ځائي (Indgenous) ماهر تعليم او د پښتنو د درې تعليمي تحريکونو باني ئې ياد کړے دے ۔[xxxv] مولانا خانزېب په خپل کتاب “باجوړ د تاريخ په رڼا کښې” په شلمه پېړۍ کښې د آزادۍ د غورځنګونو د فکري او عملي کار په شا د يو محرک په توګه ياد کړے دے ۔[xxxvi] شمس بونېري په خپل يو ليک “د مولوي فضل محمود مخفي يادونه او زيارونه” کښې د يو شاعر، معلم او مبارز سره د حالاتو يو نبض شناس سياستمدار ياد کړے دے ۔[xxxvii] انجينئر اعجاز يوسفزي په خپل يو ليک “باچا خان او د پښتنو خپلواکي” کښې د آزاد پښتون هېواد د مصور سره د دې هېواد د جغرافيې نشاندهي کوونکے او د دې د ښۀ ګورننس د پاره د اصولو توضيح کوونکے ياد کړے دے ۔[xxxviii] خان زمان کاکړ په خپله يوه مقاله “د افغانستان سل کلن استقلال او پښتون قامي تحريک” کښې په پښتونخوا کښې پښتنې ملتپانې د عصري کولو سرخېل ياد کړے دے ۔[xxxix] فضل زمان شلمان په خپله يوه مقاله کښې يو پښتون سکالر، صوفي، شاعر، اديب، مصلح، دانشور، سياستمدار او ماهر تعليم ياد کړے دے ۔[xl] ډاکټر فضل رحيم مروت په خپله يوه مقاله “عبدالاکبر خان اکبر” کښې يو انقلابي شاعر د باچا خان استاذ ياد کړے دے ۔[xli] نورالامين يوسفزي په خپله يوه مقاله کښې د جديد قامي انقلابي نظم باني او د جديدي قامي شاعرۍ بنسټګر ياد کړے دے ۔[xlii] ډاکټر عبدالوحيد په خپله يوه مقاله “پښتون شاعر فضل محمود مخفي” کښې د پښتنو ملي رهبر، ملي سالار، د آزادۍ علمبردار او د جديد پښتون نيشنلزم موسس ياد کړے دے ۔[xliii] ډاکټر اباسين يوسفزي په خپل کتاب “پښتون حمزه” کښې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګار تحريک په يو وخت ډېر فعال او بېدار غږ ياد کړے دے ۔[xliv] ډاکټر محمد زبېر حسرت په خپل کتاب “ادبي مقدمې” کښې د خپل مخصوص انداز او آهنګ شاعر ياد کړے دے ۔[xlv]

[i] مدنی، مولانا حسین احمد، نقش حیات، جلد دوم، المیزان ناشران و تاجران کتب لاہور، ۲۰۱۳ء، ص: ۲۰۴، ۲۰۵

[ii] قصوری، مولانا محمد علی، مشاہدات کابل و یاغستان، ادارہ معارف اسلامی منصورہ لاہور، اکتوبر ۱۹۸۹ء، ص: ۵۴

[iii] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبع افغانستان، ۱۹۸۳ء، ص: وړومبۍ

[iv] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ص: ۷۵

[v] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ص: ۶۵

[vi] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ص: ۷۶

[vii] اکبر، عبدالاکبر خان، تراخۀ خواږۀ، يونيورسټي بک ايجنسي کابلي ګېټ پېښور، ۱۹۵۸ء، ص: ي

[viii] اکبر، عبدالاکبر خان، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه، اکبر بک سټال ارباب روډ پېښور صدر، د چاپ کال نۀ لري، ص: ۱۲

[ix] اکبر، عبدالاکبر خان، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه، ص: ۶۰

[x] اکبر، عبدالاکبر خان، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه، ص:۱۰

[xi] اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند په آزادۍ کښې د پښتنو برخه، يونيورسټي پبليشرز قصه خواني پېښور، اګست ۲۰۰۹ء، ص: ۶۱

[xii] ماسټر، عبدالکريم، فضل محمود مخفي صاحب، مشموله: مياشتنۍ پښتون، څلورم کال شپږمه ګڼه، باچا خان مرکز پېښور، جون ۲۰۰۹، ص: ۲۷

[xiii] ماسټر، عبدالکريم، فضل محمود مخفي صاحب، مشموله: مياشتنۍ پښتون، ص: ۲۸

[xiv] جلبل، سعادت خان، پېژندګلو، مشموله: تراخۀ خواږۀ، يونيورسټي بک ايجنسي کابلي ګېټ پېښور، ۱۹۵۸ء، ص: ه

[xv] محمد سہیل خان، ڈاکٹر، جنگ آزادی کا ایک گمنام ہیرو حکیم محمد اسلم خان سنجری، باچا خان چئیر عبدالولی خان یونیورسٹی مردان، ۲۰۱۷ء، ص: ۵۲

[xvi] سلمي شاهين، ډاکټر، جديد نظم په پښتو کښې، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي، ۲۰۱۲ء، ص: ۷۸

[xvii] شلمان، فضل زمان، مولوي فضل محمود مخفي، عامر پرنټ اينډ پبلشرز پېښور، د چاپ کال نۀ لري، ص: ۲۰۲

[xviii] حنيف خليل، ډاکټر، مخ په مخ، دانش کتاب خانه ډهکي نعلبندي پېښور، ستمبر ۱۹۹۹ء، ص: ۶۹

[xix] عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، ولي باغ (اشنغر) چارسده، مارچ ۱۹۹۳ء، ص: ۲

[xx] رشتين، صديق الله، نوميالي پوهان او غازيان، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار پېښور، ۱۹۸۸ء، ص: ۹۷

[xxi] همېش خليل، پښتانۀ ليکوال، وړومبے ټوک، يونيورسټي پبلشرز قصه خواني پېښور، جولائي ۲۰۱۰ء، ص: ۵۱، ۵۲

[xxii] مهدي، مير مهدي شاه، کرامت شاه فولاد، مشموله: سمسور ګلونه، رحمان نيوز ايجنسي پېښور، مارچ ۱۹۶۱ء، ص: ۰۵

[xxiii] اباسين يوسفزے، ډاکټر، تاثرات، د دويم “مخفي بابا ادبي اېوارډ” دستوره، اهتمام: دير پښتو ادبي ټولنه، ۱۱مئي ۲۰۱۴ء

[xxiv] اجمل خٹک، پشتو ادب ماضی و حال، ترتیب: ڈاکٹر عبداللہ جان عابد، پشتو اکیڈمی بلوچستان کوئٹہ، ۲۰۱۴ء، ص: ۸۳

[xxv] محمد افضل خان لالا، پښتون قامي وحدت، پښتونخوا پبلي کېشنز پېښور، نومبر ۱۹۹۶ء، ص: ۴۷

[xxvi] فولاد، کرامت شاه، د مرحوم مخفي صاحب مرثيه، مشموله: اوورځنے پښتون، جلد: ۰۹، نمبر: ۲۱، مرکز عاليه سردرياب، ۱۷ جون ۱۹۴۷ء، ص: ۱۰

[xxvii] خادم، محمد اکبر، ګلدسته خادم، بحواله: فرهنګيالے مبارز مولانا فضل محمود مخفي، د افغانستان ملي تحريک فرهنګي څانګه، ۱۳۹۳ هه ش، ص: ۷۲

[xxviii] صوفي، حاجي ګل، نظم: خواږۀ ياران لاړ، مشموله: زرغون فکرونه، جلد: ۱، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټې، جولائي ۔ دسمبر ۲۰۰۸ء، ص: ۳۲

[xxix] نيار، پروفېسر جهانزېب، ګرانه پښتنه خور س ب ب، مشموله: مياشتنۍ پښتو، جلد: ۳۴، ګڼه: ۱،۲، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي، جنوري فروري ۲۰۰۳ء، ص: ۴۰

[xxx] اداره، هائے مخفي صاحب خداے دې اوبخښه!، مشموله: پښتون، جلد: ۰۹، نمبر: ۲۱، مرکز عاليه سردرياب، ۱۷ جون ۱۹۴۷ء، ص: ۰۹

[xxxi] خليق، عبدالخالق، د آزادۍ جنګ، اداره اشاعت سرحد قصه خواني بازار پېښور، ۱۹۷۲ء، ص: ۴۲

[xxxii] احمد کاکا، خدائي خدمتګار تحريک، وړومبے ټوک، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار پېښور، جنوري ۱۹۹۱ء، ص: ۱۲۳

[xxxiii] باچا، سيد محمد فصيح، د آزادۍ په تحريک کښې زما برخه، باچا خان ريسرچ سنټر، باچا خان مرکز پېښور، ۲۰۲۲ء، ص: ۱۵

[xxxiv] خٹک، افراسياب، سرحد تاريخی خاکہ، ساؤتھ ایشیاء پارٹنرشپ پاکستان، ستمبر ۲۰۰۰ء، ص: ۷۰

[xxxv] محمد سهېل خان، ډاکټر، څېړنې، اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور، فروري ۲۰۱۹ء، ص: ۷۸

[xxxvi] خانزېب، مولانا، باجوړ د تاريخ په رڼا کښې، مفکوره، اعراف پرنټرز پېښور، اګست ۲۰۲۰ء، ص: ۱۹۵

[xxxvii] شمس بونېرے، د مولوي فضل محمود مخفي يادونه او زيارونه، مشموله: مياشتنۍ پښتون، ګڼه: ۱۲۶، باچا خان مرکز پېښور، اپرېل ۲۰۱۸ء، ص: ۴۴

[xxxviii] اعجاز يوسفزے، انجينئر، باچا خان او د پښتنو خپلواکي، مشموله: مياشتنۍ پښتون، باچا خان مرکز پېښور، جنوري ۲۰۲۱ء، ص: ۲۵

[xxxix] خان زمان کاکړ، افغانستان سل کلن استقلال او پښتون قامي تحريک، مشموله: مياشتنۍ پښتون، باچا خان مرکز پېښور، ګڼه: ۱۴۰، اګست ۲۰۱۹ء، ص: ۰۵

[xl] Shalman, Fazali Zaman, Maulvi Fazal Mahmud Makhfi, Celebrities of NWFP, Volume 1,2, Page: 37

[xli] Marwat, Dr. Fazal Rahim, Abdul Akbar Khan Akbar, Celebrities of NWFP, Volume 1,2, Pakistan Study Centre University of Peshawer NWFP Pakistan, 2005, Page: 309

[xlii] نورالامين يوسفزے، شلمه صدۍ او پښتو ادب يو ځغلنده نظر، مشموله: مياشتنۍ پښتون، باچا خان مرکز پېښور، ګڼۀ: ۶۲، دسمبر ۲۰۱۲ء، ص: ۶۳

[xliii] عبدالوحيد، ډاکټر، پښتون شاعر فضل محمود مخفي، مشموله: درې مياشتنۍ پښتو، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي، اپرېل ۔ مئي ۔ جون ۲۰۰۵ء، ص: ۱۷۲

[xliv] اباسين يوسفزے، ډاکټر، پښتون حمزه، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۸ هه ش، ص: ۱۴۱

[xlv] حسرت، ډاکټر محمد زبېر، ادبي مقدمې، وړومبے ټوک، زرپاڼه پرنټرز پبلشرز پېښور، اګست ۲۰۱۰ء، ص: ۲۴۱

نورې ليکنې۔۔۔