ګګن جیت سنګهـ او چرن جیت سنګهـ – پښتون

 

د لَا اِلٰه پۀ نوم جوړ شوي پاکستان کښې وړومبۍ کابینه پۀ مذهبي حواله څومره متنوع وه ــــ د مشرقي بنګال ګورنر ‘Sir فریډرک بورن’، د پنجاب ګورنر ‘Sir فرانسز مودي’، د شمال مغربي سرحدي صوبې ګورنر ‘Sir جارج کننګهم’ او یواځینے ځائي ګورنر ‘Sir غلام حسېن هدایت الله’ د سندهـ صوبې ؤ. بلوچستان نېغ پۀ نېغه د ګورنر جنرل جناح صاحب د اختیار لاندې وه. د فوځونو مشرانو کښې د رائل پاکستان اٰرمي مشر ‘Sir فرانک مېسري’، د رائل پاک ائیر فورس مشر ‘Sir پېري کېن’، د رائل پاکستان نېوي مشر ‘Sir اېډمرل جیفورډ’ سره سره د ګورنر جنرل جناح صاحب مالیاتي مشیر ‘Sir ارچبالډ رولانډ’ وو. د قانون، افرادي قوت او مذهبي چارو وړومبے وزیر ‘جوګېندراناتهـ مېنډل’ یو اچهوت هندو ؤ ـــ

جوګېندرناتهـ منډل د ‘دلت’ سره د برهمڼو د رویې پۀ ضد مسلم لیګ له لاس ورکړے ؤ او کابینه کښې ورته ځاے هم ورکړے شوے ؤ خو نولسوه یو کم پنځوسم 1949)ز( کښې د ‘قرارداد مقاصد’ راتلو سره پاکستان کښې د مذهبي اقلیتونو ورځ بده شوه. یاده دې وي چې دا مذهبي تشدد د اټک د پُولې نه اخوا ؤ چرته چې د سیاست محور مذهبي استحصال ؤ. د هندوانو خلاف یو تسلسل سره کېدونکو پېښو نه پس اکتوبر 1950 کښې مېنډل د هغه وخت وزیر اعظم لیاقت علي خان سره خپله استعفٰي جمع کړه او هندوستان ته ستون شو او هلته پۀ پینځم اکتوبر 1967 مړ شو.

هندوستان کښې هم دا انتهاپسندي او مذهبي تعصب پۀ هېڅ صورت کښې د پاکستان نه کم نۀ دے. دواړه ملکونه د ازادۍ جنګ کښې د مذهبي بیانیې پۀ اساس جنګېدلي وو او تر ننه ئې اولسونه پۀ سیاسي اور کښې د مذهب پۀ نامه سوزي.

تېره اوونۍ پۀ هندوستان کښې د مذهب د توهین پۀ نامه هندوانو یو مسلمان زلمے وژلو چې یو سیکهـ پولیس ‘ګګن جیت سنګهـ’ پۀ یو سر دغه هجوم نه دغه مسلمان هلک بچ کړو او پۀ بله ورځ پېښور )هغه پېښور چې د وېش پۀ وخت هم خدائي خدمتګارو پکښې اقلیتونه بچ کړي وو( کښې یو سماجي کارکن ‘چرن جیت سنګهـ’ نامعلومه خلقو وویشتو. د چرن جیت سنګهـ پۀ حقله تر دې دمه دا ډډون کېږي چې دا مرګ د کومې شخصي دښمنۍ لۀ وجې شوے کۀ د مذهبي شدت پسندۍ نتیجه ده.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …