د امامانو میاشت – باچاخان

عبدالغفار، ‘زما ژوند او جدوجهد’، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 28-26

لکه څنګه چې مونږ د خوشحالۍ اخترونه لرل، دغسې مونږ د غم او خفګان ورځې شپې هم لرلې.د امامانو مياشت یعني محرم د مسلمانانو يو شريک يادګار دے. زمونږ مسلمانانو ته پۀ دې کښې يو لوے درس او سبق پروت دے.د اسلام پېغمبر صلي الله علېه وسلم پۀ مدينه کښې د جمهوريت يوه روښانه ډيوه بله کړې وه، زۀ دا منم چې دغه جمهوريت يواځې د مدينې د ښار ؤ او د مسلمانانو ؤ یعني د مسلمانانو مشر او د رسول صلي الله علېه وسلم خلفاء او جانشينان به د صحابه کرامو پۀ رایې منتخب کېدل. پۀ ټوله دنيا کښې تيارۀ وه مګر پۀ مدينه منوره کښې د ډېموکرېسۍ ډیوه بله شوه او دا ډیوه هم د حضرت عمر رضي الله عنه پورې بله وه او کله چې د هغۀ د مرګ نه پس پۀ مسلمانانو کښې د پېسې او اقتدار شوق پېدا شو نو دغه ډیوه مړه شوه او تر اوسه پورې مړه ده. يورپ چې پۀ تيارۀ کښې پروت ؤ، هلته هغوي بله کړه. هغوي پرې روښانه شول او مسلمانانو چې هغه مړه کړې ده، تر اوسه پورې ئې بله نۀ کړې شوه او نن چې څومره د مسلمانانو ملکونه دي، پۀ هغې کښې ډېموکرېسي (جمهوريت) نشته. څۀ وخت چې اقتدار د بني اميه خاندان له پۀ لاس ورغے، معاويه راپاڅېدو، د مسلمانانو هغه حالت ئې هم ختم کړو. معاويه پۀ خپل ژوند د اقتدار او پېسو پۀ زور د خپل مرګ نه وروستو خپل زوي يزيد له د مسلمانانو نه بېعت واخست چې د مسلمانانو امير به وي. د اسلامي خلافت، ډېموکرېسۍ او قومي حکومت جوړولو د پاره پېغمبر صلي الله علېه وسلم او د هغوي اصحابو ډېرې هلې ځلې او جدوجهد کړے ؤ، ډېرې قربانۍ ئې ورکړې وې، ډېر زحمتونه ئې برداشت کړي وو او هغه بني اميه پۀ دغې چل ول لۀ منځه يوړل نو ځکه کۀ نور هر څوک چپ پاتې کېدے شو، حضرت حسېن چپ نۀ شو پاتې کېدے، دا مونږ مسلمانانو ته د ظالم او جابر حکمران سره د مقابلې درس راکوي.

محرم ته پښتانۀ ‘د امامانو مياشت’ وائي، دا مياشت د غم او خفګان مياشت ده، خصوصاً پۀ اولو لسو (10) ورځو کښې به چا ښادي، خوشحالي، خندا، ټوقه ټقاله نۀ کوله. د حسنیانو پۀ اروا او د خداے پۀ نامه به خلقو شربتونه وېشل، لوي لوي خېراتونه به ئې کول، ښځو به پۀ کورونو کښې او نارينو به پۀ حجرو کښې جنګنامې لوستې او خلقو به ورته ژړل، اوښکې توئېدل به ئې ډېر ثواب ګڼلو، د شپې به ښځو پۀ کورونو کښې ويرکوۀ، هلکانو او جينکو به پۀ دې لسو ورځو کښې خېراتي دانې غونډولې او پۀ لسمه ورځ به ئې د جمع شوې غلې نه خېرات کوۀ. پۀ لسمه ورځ به نر او ښځې هديرو ته تلل، پۀ قبرونو به ئې د امام حسېن د تندې د يادولو پۀ نسبت اوبۀ اچولې، ماښام به هر چا د خپل حېثيت سره سم خېرات کوۀ او دې ته به ئې د حسنیانو خېرات وئيلو او د شپې پۀ ويرونو کښې به ئې دا ستائنې کولې،

“حسېنه څوک به دې ژاړي!

وائ وائ

حسېنه! در زلالے!”

او بيا به ئې سينې وهلې او ژړا انګولا به ئې کوله.

مونږ پښتانۀ د حسېن ډېر قدر او عزت کوو او پۀ مونږ ډېرګران دے ځکه چې دے د رسول الله صلي الله علېه وسلم نمسے ؤ او پۀ هغوي ډېر ګران ؤ نو ځکه پۀ مونږ هم ډېر ګران دے. بله دا چې امام حسېن هم د حق او جمهوريت د پاره پاڅېدلے ؤ او مونږ هم د خپل حق او جمهوريت د پاره راپاڅېدلي یو، هغه هم مظلوم ؤ، مونږ هم مظلومان یو، هغه هم د ظلم سره د مقابلې د پاره را اوچت شوے ؤ او مونږ هم د ظلم سره د مقابلې د پاره راپورته شوي یو. هغۀ هم مسلمانانو له د جمهوريت حق ګټلو او مونږ هم مسلمانانو له د جمهوريت ګټو. هغۀ هم د امن د پاره کار کوۀ او مونږ هم د امن د پاره کار کوو.

دا هم ولولئ

د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته …