د روانو حالاتو تجزیه – شمس بونېرے

 

 

پاکستان کښې ګڼ ګوندونه وجودونه لري پۀ دې کښې څۀ جمهوري پارټۍ دي چې د وفاق د سالميت د پاره مبارزې يا حرکتونه کوي او څۀ ګوندونه مذهبي دي چې د شريعت د راوستلو او جهادي پروګرامونو د بېرغونو د لاندې مذهبي وفاقي ملک غواړي. دلته څۀ د ترقي پسندۍ پۀ نوم طبقاتي سياست کېږي، د سوشلسټ وفاقي حکومت ملګرتيا کوي. دلته پۀ دې وطن کښې افسر شاهي او فوځي ادارې پۀ خپله يو کلک او مضبوط قوت دے. کۀ د پارټۍ نوم او سياسي نظام نۀ څرګندوي، ولې پۀ سياست سوارۀ او د رېموټ کنټرول پۀ واسطه پارټۍ او سياست د دوي پۀ لاس او قابو کښې دي.

پۀ دې وطن کښې پینځۀ قامونه شريک ژوند کوي. د پنجاب قام د تعداد، قدرت او فوځي اکثريت او وفاقي حکومت پۀ واسطه پۀ باقي څلورو وړو قامونو حکمراني کوي نو د دې پاکستان پۀ چوکاټ کښې د مزدور او کارخانه دار، جاګېردار او کسان، د وړو قامونو او د لوے قام )پنجاب( تر منځ سياسي جنګ روان او د قلم خاوندان او مزدوران د مسئلو د حل د پاره تجاويز او جائزې پېش کوي. د دې وطن غېر سياسي ادارې او مذهب پرست قوتونه د جمهوريت او قامي حقوقو ورکولو مخالف دي او ملک کښې دننه د دوېمو ادارو مشران د بد امنۍ غېرانساني او داخلي هلې ځلې کوي. نو د پاکستان وحدت، د جمهوريت وجود او د وړو قامونو حېثيت پۀ نازک موړ ولاړ دے.

د محنت خاوندان د روزګار د پاره د استحصالي ظالمانو پۀ ضد سياسي جنګونه کوي نو د حل پۀ ځاے کارخانې بندېږي. خپل مارکيټ د لاسه وځي. مالي او ذهني انتشار ورځ پۀ ورځ زياتېږي. بل خوا پاکستان خارجي پاليسي ناکامه او د ګاونډي ملکونو سره دښمني روانه ده. د ګاونډي ملکونو پۀ ضد جنګي تربيتونه، وسلې، پېسې او مورچې ورکولې شي. اقتصاد ئې پۀ قرضو ولاړ او د روپۍ قيمت ئې غورځېدلے او د بهرني ملکونو د بهروسې د نیشتوالي پۀ سبب قرضه د سختو شرطونو نه بغېر نۀ ورکوي.

د پاکستان موجوده حکومت او وزيراعظم دواړه د الېکټډ (Elected) پۀ ځاے سلېکټډ (selected) حکومت او وزيراعظم ګڼلے شي. دې حکومت ته هم زړه خارجي پاليسي او قرضه پاتې ده او هم د دۀ د تګ دغه زړه لار ده. د وزيراعظم، وزيرخارجه او وزير خزانه پۀ جېبونو کښې لفافې پرتې دي او د دغو هداياتو پۀ لړ به روان وي. د دې ژوندے مثال د وزير خارجه پۀ کابل کښې د مذاکراتو تګ ؤ. د صلحې پۀ ځاے د بندې لفافې اعلاميه وه چې طالبان زمونږ وروڼه او د پاکستان دوستان دي. او هم دغه شان د سعودي عرب ته د دورې او قرضې د پاره د تګ نه مخکښې جي اېچ کيو کښې پۀ ګېنټو مذاکرات او هدايات وو. د رېټائرډ جرنېل راحيل شريف خدمات ورته وسپارل شو او د دۀ د وتلو نه مخکښې د قرضې فضا او ماحول عمران خان ته تيار کړے شو. نو قرضو کښې د ايران عدم تعاون، تېل ګېس نۀ اخستل او د افغانستان جنګي قوتونو ته مرسته او ملاتړ حاصل دے. هندوستان سره تازه تريخوالي او د جنګ غېرسرکاري اعلاميه او د پاکستان لۀ اړخه د اېټم بم دړکې نور هم سياسي، تجارتي او سرکاري حالات خراب کړل. د دې نوي صورت حال منظرنامه نوره هم خطرناکه او د تشويش وړ ده.

د وختونو تقاضه دا ده چې ټول سياسي قوتونه چې کم ازکم پۀ لږو نکتو شراکت لري. پۀ دې خبره غور وکړي چې د پاکستان وفاق داخلي مشکل کښې پۀ ګړبنده ګټه ولاړ دے. ولې مخالف قوتونه داخلي او خارجي طور سره دومره قوي او مضبوط نۀ دي چې پاکستان مات کړي نو دلته د وفاقي حکومت نظر لرونکې جمهوري پارټۍ او قامي سياسي ګوندونه د مضبوط پاکستان پۀ ځاے د مضبوط جمهوريت د پاره شريک شي. پۀ سياست کښې د وفاق محکمې جدا او د صوبو اکايانو محکمې جدا کړي. دغه د پنجاب صوبه يا ايالت چې تعداد ئې پۀ جمهوري شکل کښې زيات دے، دا د صوبو پۀ شکل کښې د برابرۍ درجې ته ورسوي. د پنجاب عددي برتري ساتلو د پاره د سرائیکې صوبې غږ پۀ زور کښېنولے شوے او پښتانۀ پۀ جبر او غېر فطري لار جدا ساتلے شوي دي. د وزيراعظم اختيار، د سېنټ او د صدر د ټاکلو اختيار دې قامي اسمبلۍ ته ورکړي او د هر الېکشن نه پس دې سېنټ چې د هرې اکثريتي پارټۍ وي؛ وزيراعظم نوم دې نمبر پۀ نمبر د صوبو نه اخلي. يو خوا به احساس محرومي او بل خوا د افسر شاهۍ او فوځ شاهۍ دباو او اختيارات ورک شي. پۀ وطن کښې د کارخانو د پاره او سرمايه کارۍ د لګولو امانت او ضمانت ورکړے شي نو د کم ټېکسونو پۀ واسطه به کارخانې او ملکي پېداوار زيات شي، بې روزګاري به کمه او تعليمي بجټ به زيات شي. مزدور به پۀ خپل وطن کښې د بېروني ملک د مزدورۍ د پاره د تلو نه منع شي. معاشيات او د روپۍ معيار به لوړ شي، مذهبي جبر او محنتي استحصال به قابو شي، د عدم تحفظ احساس به ورک شي.

پۀ وړو قامونو کښې د قامي حقونو د ګټلو د پاره ګڼې وړې پارټۍ چې څۀ د ذاتي اختلافاتو پۀ وجه جدا جدا شوې دي او څه اېجنسیو د دغې قامي اواز د قابو کولو د پاره خپلې جوړې کړې دي. هر قامي ګوند د صوبو د خود مختارۍ، ژبې، تجارت، ګاونډي ملکونو او خصوصاً افغانستان سره د شريکې ورورولۍ اوازونه کوي ولې پۀ دې قامي سوچ د پرمختګ د پاره شريکه ناسته نۀ کوي. د دې دښمن د پنجاب شاونسټي سوچ او فوځي خفيه اداره ده. دوي شريکولو ته نۀ پرېږدي او جدا جدا وهلو ته ئې عملونه او سازشونه جوړوي.

سياسي بدلون لکه د موسمي بدلون ځان، اثرات او نوي ضرورتونه پېدا کوي. د 25 جولائي انتخاباتو نوي انکشافات او خفيه او پټې خبرې څرګندې کړې. سابقه وزيراعظم، د هغۀ ورور، لور، زوم او د پارټۍ بندېز ته ورسول. د پاکستان پخواني صدر او د پېپلز پارټۍ رهبر ته ئې مېدان کښې پاڼې ګوزارې کړې او د ګسټاپو د تورې يو وار ئې هم پۀ نورو ملګرو کېښوده. معنيٰ او مطلب ئې دا دے چې نواز شريف پۀ جېل کښې بند او اصف زرداري پۀ سياسي مېدان کښې چپ او خاموش کړي او هغه انتخاباتي اتحاد د صدارت او وزير اعظم ټاکلو کښې يو نۀ شو او د دې فائده د ورورولۍ خاوندانو ته زياته ورسېده. عدليه د مجرمانو فېصلې کوي ولې د عدليې يو جج ښاغلي صديقي صاحب ته پۀ رښتيا وئيلو سزا ورکړے شو.

فرانز فين وائي خاموش پاتې کېدل ګناه او رښتيا ويونکي ته مېډال او خاموشۍ خاوند ته سزا ورکول پۀ کار دي. ولې دلته خاموش ته مېډال او رښتيا ويونکي ته سزا ورکړې شوه. د مذهبي ګوندونو او ډلو نۀ پۀ اسلام او شريعت يو والے راځي او د ټوپک خاوندان ئې پۀ زور راوستل غواړي. خلق د ټوپک د دهشت نه وېرېږي خو رايې دوي نۀ ورکوي. هم دغه شان قام پرستان د مضبوط مرکز پۀ ضد د ووټونو او اکايانو لۀ خپل حېثيت او اهميت ته شريکه ناسته او پروګرام نۀ ورکوي.

د پاکستان مرکزي حکومت د اتلسم ترميم او کالاباغ ډېم پۀ حقله پۀ مختلفو دسيسو کښې بوخت دي. دې کښې شک نشته چې دا صدي د اوبو د لټون، کمون صدي ده ولې پښتنو سره د اوبو وافر مقدار موجود دے نو د اوبو استحصال هم روان دے. د نصاب پۀ کتابونوکښې زړې قيصې درج او ښودلې شي. د تاريخ پۀ ځاے مطالعه پاکستان پروت دے او طالب علمان د خپل تاريخ او کلتور نه خبر نۀ دي نو دا د وفاقي ليډرانو او پښتنو قام پرستو ذمه واري ده چې شريک پروګرامونه او شريکې ناستې پېل شي. پۀ دې وخت کښې د ليکوال او دانشورانو ذمه واري ده چې خپل خپل ګوند کښې د نوي دور د تقاضو او پۀ رياست او سياست يو کولو د پاره نظرياتي کمېټي جوړه کړي او پۀ دغه کمېټۍ کښې هر څوک چې پۀ کوم مضمون ښۀ پوهېږي؛ کارکنانو، ځوانانو او طالب علمانو د مطالعاتي سرکل (Study Circle) پۀ توګه لازمي او ضروري کړي. هر کارکن، ځوان او تعليم يافته به سبا د ګوند مشري، قيادت او اسمبلیو کښې د ګوند نمائندګي کوي. چې پوهه وي نو پۀ خبره کښې به ئې وزن او مضبوط دليل وي نو قام او ګوندونو ته به سياسي او معاشي فائدې راوړي.

پۀ دې وخت کښې پۀ پاکستان الزام لګولے شي چې د افغانستان پۀ خونړۍ جګړه کښې د دې ځاے د خفيه ایجنسیو لاس او کومک دے. افغانستان کښې قتلونه کېږي، بربادۍ روانې دي، د افغانستان دا صورتحال پۀ پاکستان خپل اثرات غورځوي؛ دلته به هم امن و امان خرابېږي، تجارت او تعلقات به بدۍ اړخ ته ځي نو پۀ ټول ملک او خصوصاً پښتنو کښې ډېرې ناوړې پېښې کېږي نو پۀ کار دا ده چې ټول جمهوريت پسند کۀ د يو بل سره اختلافات هم لري، د دښمن پۀ ضد کښيني. د محنت کښو دا استحصال او روزګار پۀ ايجنډه کېږدي او د قامونو د حقونو ضمانت او د وړو اکايانو سياسي اهميت پۀ نظر کښې واخلي چې ټول د جمهوريت د پاره او خواري کښو د ابادولو د پاره د کارخانو پاليسي او د وړو قامونو ته د ژبې، کلتور او حقونو ضمانت ائیني ورکړے شي. جدا جدا جنګونه به مقاصد پوره نۀ کړي بلکې د دوستانو منځ کښې به تعصب اختلافات پېدا شي. خارجي دښمنان به د دوي د جنګونو نه سياسي معاشي فائدې واخلي او داخلي دښمنان به پۀ اقتدار پۀ غېر جمهوري طريقو قابضان پېدا شي.

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …