د الف جان خټکې نظم اود باچا خان بابا ادارتي نوټ – پښتون

 

“پښتون” – څلور ویشتم اکتوبر 1945

زما د خپلو خوېندو نه دا ګيله ده چې دوي د “پښتون” اخبار پۀ معامله کښې ډېره دلچسپي نۀ اخلي، حالانکې “پښتون” د پخوا نه د دوي د حقوقو د پاره د پښتنو سره جګړه کړې ده. يوې خور دا نظم رالېږلے دے چې پۀ هغې کښې ئې د خپلو وروڼو نه ډېر شکايت کړے دے. حقيقت دا دے چې د دې خور شکايت پۀ ځاے دے. د بدقسمتۍ نه مونږ پښتانۀ خپلو لوڼو خوېندو سره د ځناورو پۀ شان سلوک کوو او څومره توقعات چې مونږه پۀ زامنو پورې تړو، هغه د دوي نه هېڅ چرې نۀ کوو او حال دا دے چې د بنيادم د ګاډي يوه پايه کۀ نارينه واخلو نو بله پايه ئې يقيناً زنانه کېدې شي او ګاډے هله پۀ کار راتلے شي چې دواړه پايې ئې روغې وي. پۀ يوه پايه هېڅ يو ګاډے چرې منزل ته رسېدلے نۀ دے، بلکې زما خو دا خيال دے چې زنانه د قوم نيم تن وجود دے او نن د پښتون نيم وجود بالکل شل دے.

زما د ژوند مقصد دا دے چې زنانو ته دې خپل حقوق پوره پوره ورکړے شي؛ لېکن د دې خور پۀ خدمت کښې دا عرض دے چې د دې دنيا نه خپله برخه پۀ خپله مړانه اخستې شي. مسلمانانو زنانو هله خپل مکمل حقوق د عرب غوندې سنګدل قوم نه واخستل چې د بدر او د اُحد پۀ جنګونو کښې څنګ پۀ څنګ د خپلو وروڼو او زامنو سره ودرېدلې او د ملک، وطن او مذهب خدمت ئې وکړو. نن بيا تاريخ هغه زړه پاڼه راړولې ده – ملک، وطن او مذهب لکه څۀ رنګ چې د پښتنو ننګيالو نه د خپلې ځوانۍ صدقه غواړي، دغسې د خپلو خوېندو او لوڼو نه هم دا توقع لري چې پۀ دۀ غېرت وکړي. د عمل وخت پۀ سر راغلے دے، هر څوک لګيا دي د درمن نه د خپلو اعمالو د نتېجې پنډونه تړي؛ مونږ لګيا يو د ټول قام خدمت کوو خو خداے هم د هغه چا امداد نۀ کوي، څوک چې پۀ خپله د خپل ځان امداد ونۀ کړي. زۀ امید کوم چې زما خوېندې به زما دا خبرې پۀ غور سره وګوري او کۀ خپله فائده ورته پۀ کښې ښکاره شوه نو عمل به پرې هم وکړي او د “پښتون” اخبار پۀ ذريعه به مونږ ته خپل خيالات رارسوي.

عبدالغفار

نظم

اے پښتونه ډېر ساده يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
مسيحا لاړ پۀ سماء شو، امتي ئې پۀ هوا شو
نن چينيان کۀ جاپانيان دي، ترقۍ پۀ لار روان دي
تۀ ادم يې زۀ حوا يم، هم لۀ تا ځنې پېدا يم
چې دې لور پۀ کور پېدا شي، پۀ تا جوړه کربلا شي
لور او زوے چې تا زېږلي، لۀ يو ځايه دي راغلي
زوے سبق پسې روان کړې، پۀ ښۀ علم ئې روښان کړې
وائې ښځه خو پېزار دے، ځکه پښو لاندې پکار دے
مونږ ته وائې “ناقصاتې”، عقل دين کښې وروستو پاتې
تۀ مؤمن زۀ مؤمنه يم، ښه پخه پۀ پنج بناء يم
چې زامنو دې ښادي وي، پۀ تا ډېره خوشحالي وي
ټول زامن دې افسران کړل، وزيران او ممبران کړل
زما کار اوبۀ مېچن دے، يا خدمت د خپل څښتن دے
چې دې زوے نۀ وي ميرات يې، کۀ دې لور نۀ وي حيات يې
تۀ بنياد د ازادۍ ږدې، پۀ مونږ نورې پابندۍ ږدې
قام مارغۀ وشمېره وروره! دوه وزر ورلره بويه
ګاډے دوه پايې يادېږي، چې هر دوه وي بيا چلېږي
مونږ تعليم لازمي غواړو، هم پۀ دغه باندې وياړو
ستا عزيزه الف جانه، ګيله منده ده لۀ تا نه
اے خواږۀ فخرِ افغانه! مونږ حقوق غواړو لۀ تا نه
جهالت کښې مبتلا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ پۀ زمکه باندې پايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ پۀ ښکته مونږه بيايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ لۀ ما نه بې پروا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
خپل قسمت نه پۀ ژړا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
پۀ “دۀ” خوښ پۀ “دې” خفه يې، وايه وايه دا پۀ څۀ
لور ته وائې چې تۀ خره يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تل پۀ جور و پۀ جفا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
ځان دې هېر شو نابينا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
ما ته علم نۀ وښايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
سر د لوڼو پۀ سودا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
ما له وائې پۀ کور ښايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ پۀ کلب پۀ سنېما يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
خپل رسول ته مخ پۀ شا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
پۀ دې چارې کښې خطا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
يو ئې مات پۀ يو ئې بيايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ يوې باندې لګيا يې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
تۀ چېلۍ راباندې پيايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
پۀ غلطه لار يې بيايې، وايه وايه دا پۀ څۀ؟
نشته سټېټ کښې زمونږ ځاے، وايه وايه دا پۀ څۀ؟

پۀ سرحد کښې يوه لويه، پښتنه وزيره بويه
پۀ ائين کښې نشته ځاے، وايه وايه دا پۀ څۀ؟

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …