ښځې او تعلیم – عزیز د ګلوزو

 

“پښتون” – اوولسم مارچ 1946

د خپل قومي اخبار “پښتون” د اول فروري پۀ پرچه کښې مې د يوې لائقې او بېدار مغزې پښتنې خور الف جان صاحبې هغه خط کوم چې هغې زمونږ خوږ مشر او رښتيني غمخور فخرافغان صاحب ته ليکلے ؤ، پۀ نظر راغے. رښتيا وايم چې د دغې خط پۀ لوستلو سره مې زړۀ ډېرخوشحاله شو.

هغې چې پۀ خپل خط کښي د کومو خيالاتو او جذباتو اظهار کړے دے، زۀ د هغې قدر کوم. د هغې يو يو لفظ د يو هوښيار او غېرتي انسان د پاره د عبرت پوره سبق دے او هغې چې د خپلو پښتنو مشرانو نه زنانو ته د تعليم نۀ ورکولو پۀ وجه کومه ګيله کړې ده، زما پۀ خيال هغه هم بې ځايه ځکه نۀ ده چې کۀ چرې د قوم مشرانو څۀ موده وړاندې د جينکو تعليم ته څۀ قدرې توجه کړې وه او خپل ملک کښې ئې لائقې او تعليم يافته خوېندې مېندې پېدا کړې وې نو دا يقيني خبره ده چې نن به پښتون د جهالت، ذلت، پستۍ او غلامۍ پۀ دې ژورو کندو کښې هېڅ چرې نۀ ؤ پروت، بلکې د دنيا د نورو ازادو او ترقي يافته قومونو پۀ شان به پښتون هم د فخر، ارام او عزت ژوند تېرولو.

پخه خبره دا ده او د مشرانو قول دے چې “د اولاد د پاره اوله مدرسه د مور غېږ ده”؛ پۀ دغه ځاے کښې چې څۀ زده کړي، هغه ترې نه تر مرګه پورې نۀ هېرېږي. تاسو ته پۀ ښۀ شان سره معلومه ده چې نننۍ مېندې چې کوم تعليم خپل اولاد له پۀ غېږ کښې ورکوي، هغه د قام د پاره تر کومه حده پورې مفيد ثابت کېدے شي؟ کۀ ماشوم غريب د ډېر موړ والي او هر وختې پۍ رودلو پۀ سبب سره پۀ ګېډه کښې درد وي هم، لېکن کۀ چرې پۀ دې چپ نۀ شي نو بيا ئې فوراً وېرول شروع کړي. وائي “چپ شه! مۀ ژاړه ګنې هغه دے بؤ راغے، اوس به دې وخوري” – وائي “هغه دے ميلو را روان دے، کۀ نۀ چپ کېږې نو ورته دې غورځوم”؛ هلک غریب مخ پۀ لوپټه کښې پټ کړي او بيا د ګیدړانو، ميلوګانو او داسې نورور ځناورو يو څو ناروا هېبتي چغې ورته وباسي. بيا وائي “ځه ميلو ورک شه! مۀ راځه! هغه دے زما بچے خو چپ دے، اودۀ کېږي” وغېره وغېره.

نو بل وختې داسې ماشوم کۀ چرته پيشو وويني نو هغه هم ورته د شرمخ بچے ښکاري او پۀ يوه ترړه د مور غېږي له ځان رسوي او بيا چې څۀ وختې د خبرو کولو شي نو اول خبره ورته مور “بابا ته کنځل وکړه” او “کاکا ته کنځل وکړه” ښائي او مور پلار ورته د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېږي چې يره کۀ خېر وي بچي مې اوس خبرې زده کړې؛ کنځل ښۀ کولې شي.

چې هر کله اولاد پۀ داسې غېږو کښې پرورش بيامومي، پۀ داسې ماحول کښې لوے شي نو تاسو انصاف وکړئ چې هغه به د خپل ملک او قام څۀ خدمت وکړے شي او يا به د مور پلار د کوم رنځ دارو شي؟ سېوا د دې نه چې زلمے شي او غلا، ډاکې، بټېر بازي، کبوتر بازي او داسې نور بد عملونه خپل کسب وګرځوي. د څۀ نېک کار امید لرل ترې نه سراسر بې ځايه بلکې عېن بې وقوفي ده.

لېکن داټولې خبرې ولې دي؟ دا د مياندو جهل دے، بې تعليمي ده او د خپل فرائضو نه سراسر بې خبري ده او د دې وجه څۀ ده؟ دا د پښتنو مشرانو غفلت دے، بې پرواهي او کوتاه نظري ده. د دې هر څۀ ټوله ذمه واري زما پۀ خيال کښې د سړو پۀ سر ده – ځکه چې کۀ چرې دوي د نارينو د تعليم پۀ څلورمه برخه هم خپلو لوڼو او خوېندو ته تعليم ورکولے نو زۀ دا وئيلے شم چې د پښتون قام هر شا زلمے به مصطفيٰ کمال او فخر افغان ؤ.

مشهوره خبره ده – وائي چې يو وکيل ته خپل دوست ووئیل چې اشنا! ستا پلار خو ډېر جاهل او بې وقوفه نۀ ؤ؛ پۀ تور ټکي هم نۀ پوهېدو خو تۀ ترې نه ډېر لائق او هوښيار زوے پاتې شوې. وکيل ورته پۀ جواب کښې ووئیل چې نه وروره! دا خو بالکل غلطه ده؛ زما پلار خو ډېر لائق او هوښيار ؤ چې ما ته ئې د تعليم پۀ کنجۍ د انسانيت و شرافت، عزت و دولت، حشمت و عظمت او شهرت د خزانو دروازې پرانستې. جاهل او بې وقوف خو مې نيکۀ ؤ چې زما پلار ئې د دې هر څۀ نه محرومه کړے ؤ.

نو ځکه زۀ وايم چې اوس هم څۀ تلي راغلي نۀ دي او پۀ تېر وخت پسې ژړا کول او لاسونه مروړل خو باقي وخت هم ضائع کول دي. کۀ چرې زمونږ د وطن پښتانۀ مشران اوس هم څۀ قدرې خپله توجه دې طرف ته وګرځوي نو دا به د راتلونکو نسلونو ډېر د عزت، طاقت او ترقۍ باعث وګرځي او هغوي به د خپلو مشرانو پۀ دې عظيم الشانه کارنامه تر قيامته پورې فخر او ناز کوي.

کوم صاحبان چې د جينکو جائز او ضروري تعليم د قام او ملک د پاره نقصاني او د بربادۍ باعث ګڼي، زۀ د هغوي پۀ خدمت کښې پۀ ډېر ادب سره دا عرض کوم چې هغوي دې لږ شان خپل سرونه د تعصب او کوتاه نظرۍ نه بېرته پۀ ګرېوانونو کښې ښکته کړي او پۀ انصاف سره دې خپل ضمير او عقل نه پۀ دې کښې رايې وغواړي چې يوه جاهله ښځه د خپل عفت، عصمت او خانداني ابرو قدر او حفاظت زيات کولے شي کۀ يوه تعليم يافته بي بي؟ زما دا کامل يقين دے چې د هغوي ضمير او عقل به د وروستۍ پۀ حق کښې ووټ ورکړي.

د عزتمندې خور الف جان صاحبې خط چې پۀ باچا خان کوم اثر کړے دے، هغه د هغوي د هغه تحرير نه چې د خط نه وړاندې ليکلے شوے دے، پۀ ښۀ شان سره معلومېږي. زۀ امید کوم چې د فخر افغان صاحب نه علاوه زمونږ محترمه مشره خور مهرتاج صاحبه به هم د خپلې وعدې مطابق چې د فخر افغان صاحب سره ئې کړې وه، پۀ دې باره کښې د پښتون قام صحيح رهنمائي وکړي. انشاء الله تعاليٰ. وما توفيقي الا بالله.

د خداے د مخلوق يو خدائي خدمتګار سپاهي

س ـ ع ـ ر ـ عزيز د ګلوزو

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …