کله چې د پاکستان جوړېدو خبره پۀ ١٩٤٧ء کښې راښکاره شوه نو خدائي خدمتګارانو پۀ ٢١ جون ١٩٤٧ء کښې يوه جرګه راوغوښته چې دې جرګې پۀ اتفاق رايه سره دا فېصله وکړه چې مونږ نۀ د پاکستان سره ځو او نۀ د هندوستان سره ځو، مونږ له دې د ازاد پښتونستان پېټۍ ښودلو اجازت راکړي، خو بيا داسې ونۀ شوه او خدائي خدمتګارانو د رېفرنډم نه بائېکاټ وکړلو. د پښتنو د رضا نه بغېر پښتانۀ پۀ ١٤ اګست ١٩٤٧ء کښې پۀ پاکستان کښې شامل کړے شول، خو کله چې باچا خان د پاکستان جوړېدو نه وروسته پۀ کراچۍ کښې پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې تقرير وکړو نو پۀ خپل تقرير کښې ئې ووئيل: چې مونږ څۀ غوښتل هغه ونۀ شوه او محمد علي جناح چې تا څۀ غوښتل هغه وشو، اوس راځه چې پۀ ګډه دغه ملک ته کار وکړو او باچا خان پۀ دغه موقع قائد اعظم محمد علي جناح ته د پېښور د سردرياب دعوت ورکړو خو چې کله قائد اعظم پېښور ته راغے، باچا خان ملاقات ورسره وکړو خو قائد اعظم د سردرياب د تګ نه انکار وکړو او باچا خان ته ئې شرط کېښودو چې تاسو به پۀ مسلم ليګ کښې شاملېږئ، چې باچا خان او خدائي خدمتګارانو دا خبره رد کړه، بيا هغه وه چې د خدائي خدمتګارانو منتخب حکومت ئې ختم کړو او بيا د قيوم خان پۀ دوره کښې د بابړې واقعه پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ء کښې وشوه، پۀ نوي ملک کښې يو ځل بيا باچا خان او ملګري د يو نوي جنګ سره مخ شول، خلق بنديان شول، سردرياب مرکز حکومت لۀ مېنځه يوړلو، نو بيا څو کاله وروسته د ملک ټول محکوم قومونه پۀ دې خبره راغونډ شول چې يو نوے سياسي ګوند راجوړ کړي. پۀ دې حقله ولي خان ليکي:
“کله نه چې د يو يونټ پۀ خلاف د محاذ پۀ سلسله کښې د مختلفو صوبو نه مشران راغونډ شول نو د دې ملګرتيا پخولو لپاره هغوي دا ضروري وګڼله چې اوس يوه داسې ډله جوړه کړي چې هغه د سياسي قوت پۀ ذريعه پۀ ملک کښې قام ته جمهوري او ائيني لاره وټاکي او د مسلم ليګ او د هغې نه د زېږېدلو تنظيمونو پۀ مقابله کښې د يوې مترقي او قام پرسته ډلې بنياد کېږدي چې پۀ ملک کښې د غريب او زپلي مظلوم ولس د حقوقو تحفظ وشي او ملک د سامراجي قوتونو د ځولۍ نه رابهر کړي او د يو خودداره او قوي قام پۀ شان يې پۀ خپلو پښو ودروي. چنانچې د مغربي پاکستان د څلور واړو صوبو نه هم خيال او هم مسلک پۀ دې غرض راغونډ شو، د “خدائي خدمتګارو” د طرف نه باچا خان او خان لالا امير محمد خان، د سندهـ نه د جي اېم سيد صاحب “سندهـ محاذ” او د حېدر بخش جتوئي صاحب هاري کمېټي، د بلوچستان د عبدالصمد خان ورور “پښتون” او شهزاده عبدالکريم خان دوي، استمان ګل، د پنجاب نه د ميا افتخار الدين او محمود علي قصوري صاحب دوي ازاد پاکستان پارټي راغونډ شو او نېشنل پارټي پۀ نامه ئې د يو تنظيم بنياد کېښود او خپل مختلف تنظيمونه ئې پۀ دغه ډله کښې شامل کړل. دا د ١٩٥٦ء واقعه ده، بيا کال پس دوي د مشرقي پاکستان د عوامي ليګ ډلې د مشر مولانا بهاشاني سره رابطه قائمه کړله، چنانچې پۀ ډاکه کښې پۀ کال ١٩٥٧ء کښې د مشرقي او مغربي پاکستان د دې دواړو ډلو د اتحاد پۀ نتيجه کښې د “نېشنل عوامي پارټي” پۀ نامه يو تنظيم قائم کړے شو چې هغه به پۀ ملکي سطحه عوامي او پۀ بېن الاقوامي سطحه نېشنل (قام پرسته) وي”.[1]
نو کله چې نېشنل عوامي پارټۍ جوړه شوه نو ارواښاد فضل الرحيم ساقي پۀ همدې پارټۍ کښې خپلې سياسي هلې ځلې روانې کړې او خپله سياسي تنده ئې پۀ همدې پارټۍ کښې ماتوله. کله چې پۀ ١٨ مۍ ١٩٥٧ء کښې د نېشنل کانفرنس مشاعره وه نو ساقي صېب لاندينے نظم پۀ کښې اورولے ؤ:
“انيس سو انيس (١٩١٩) کښې مې دۀ سره هجرت کړے دے
بيا ورسره مې اتفاق پۀ خلافت کړے دے
انيس سو تيس کښې مې پۀ مرګ باندې بيعت کړے دے
پۀ څو څو قسمه مې د خپل وطن خدمت کړے دے
بس اقتدا مې هم پۀ دغه مسلمان پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده
د پېرنګي د جېلخانو نه وېرېدلے نۀ يم
د مشين ګنو د ګولو نه بوږنېدلے نۀ يم
د حق د لارې نه تراوسه اوړېدلے نۀ يم
طمعه مې کړې نۀ ده چاته ودرېدلے نۀ يم
جندره وهلې مې د ځان پۀ سود او زيان پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده
د پېرنګيانو نه هم دې بوډا مېدان وګټۀ
خپل ځان ئې خاورې که او قام له ئې نشان وګټه
هندو له ګرنټ او مسلمان له ئې قرآن وګټه
غريبه تاله ئې د ووټ ساز و سامان وګټه
اوس تلوسه ئې د پښتون پښتونستان پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده
د هر يو قام دپاره خپل زېب او زينت غواړي
د هر چا خپله اسمبلي او خپل عزت غواړي
پۀ يو مرکز باندې د ټولو شراکت غواړي
پۀ پاکستان کښې حقيقي جمهوريت غواړي
خدائيګو ژبۍ مې د پښتون پښتونستان پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده
نېشنل پارټۍ ته د وګړي نن سبا سترګې دي
د وږو تږو د بربنډو نيمه خوا سترګې دي
د اوښکو ډکې جېلخانو کښې بېګناه سترګې دي
نوي ژوندون او قيادت ته د هر چا سترګې دي
د ښځو لويه پرګنه پۀ باچا خان پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده
د ساقي خوښ يواځې نۀ دے د هر چا خوښ دے
د ښځو نرو وړو لويو د دنيا خوښ دے
د بې غرضه زبرګ سيد ميا او مُلا خوښ دے
بې له هغوي چې امريکه کښې ئې بڼيا خوښ دے
فخرِ افغان لاره نيولې پۀ قرآن پسې ده
ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده”[2]
د دې نه علاوه ساقي د ون يونټ پۀ خلاف هم پۀ ډېرو جلسو کښې نظمونه وئيلي دي چې دلته ئې يو نظم وړاندې کوم چې د ساقي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې د سياست فعاليت ورنه راڅرګندېږي.
“د يو يونټ د جوړېدو نه پس”
پۀ رڼا ورځ د پښتون کور تالا شو
هېڅ نۀ پوهېږم پۀ کوم تور تالا شو
وړاندې شه بيا فخرِ افغانه بابا
پۀ پښتنو لکه اسمانه بابا
زمونږه چغو هېڅ اثر ونۀ کړو
رحم يزيد شمر عمر ونۀ کړو
زمونږ مړوند نه ئې خنجر جوړ که
پۀ پښتونخوا کښې مې محشر جوړ که
د احمد شاه خونه ميراته شوله
د شېر شاه توره بېخ کښې ماته شوله
دنيا کښې سترګې غړولے نۀ شو
اسمان ته لار نشته ختلے نۀ شو
چې د يونټ سپېرۀ اعلان شوے دے
د توپې ډز پۀ هر انسان شوے دے
هر يو پښتون خجل خجل ښکاري
زمونږ جهان بدل بدل ښکاري
مونږ ته دې تور ځنګل کښې لار وښايه
چې پرې خلاصېږو هغه کار وښايه
د مرګ پۀ غېږه کښې ژوندون غواړو
پګړۍ له تا نه د پښتون غواړو
پۀ رڼا ورځ د پښتون کور تالا شو
هيڅ نۀ پوهېږو پۀ کوم تور تالا شو
وړاندې شه بيا فخرِ افغانه بابا
پۀ پښتنو لکه اسمانه بابا”[3]
د فضل الرحيم ساقي د شاعرۍ نه دا راڅرګندېږي چې نوموړي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې هم فعاله کردار ادا کړے دے. نېشنل عوامي پارټۍ ته ئې يوه ترانه ليکلې چې هغه دلته راوړم:
“د نېشنل پارټۍ د نشان ترانه”
سلام دے سلام پۀ نشان د زلمو دے
پۀ غېږه کښې ټول پاکستان د زلمو دے
د نېشنل پارټۍ سور نشان سر بالا شو
د هر چا پۀ سر سورے نن د هما شو
تيارې پۀ وتو دي رڼا شوه سبا شو
پۀ وړاندې قدم هر زمان د زلمو دے
نشان وچت به ستا شان پۀ جهان کړو
ځانونه به ستا د عزت نه قربان کړو
دښمن به دې خاورې ايرې پۀ مېدان کړو
له تا سره عهد و پېمان د زلمو دے
تمام پاکستان به ازاد او اباد وي
هر څوک به د ملک پۀ ښادو باندې ښاد وي
د قام او وطن بدخواهان به برباد وي
روان مخکښې فخرِ افغان د زلمو دے
ساقي خپل نشان وچت ښخ پۀ خېبر کړه
ځوانان ترې چاپېره د قام لر و بر کړه
د نوي ژوندون زېرے هر چاله ورکړه
نظام زوړېدل شو دوران د زلمو دے
سلام دے سلام پۀ نشان د زلمو دے”[4]
د نوموړي د نظمونو او ترانو نه دا څرګنده شوه چې نۀ ئې يواځې پۀ انجمن اصلاح افاغنه، خدائي خدمتګار تحريک، زلمي پښتون کښې فعال کردار ادا کړے دے بلکې پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې ئې ښۀ ژوندے کردار ادا کړے دے چې ډېر زيات د قدر وړ کارونه ئې خپلې ژبې او خپل قوم لپاره کړي دي. د دې باب پۀ اخر کښې اوس مونږ وئيلے شو چې فضل الرحيم ساقي پۀ پښتون قامي تحريک کښې د لاندينو خوبيو څښتن ؤ:
١-: نوموړے د لومړي سر نه او بيا د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د پښتون قامي تحريک سره اوږه پۀ اوږه پاتې شوے دے.
٢-: نوموړے د يو فعال سياسي کارکن سره يو فعال ليکوال او شاعر پاتې شوے چې خپله ليکوالي او شاعري ئې د خپل تحريک د پاره وقف کړې وه.
٣-: نوموړي پۀ پښتو قامي تحريک کښې د عدم تشدد د مېدان مبارز پاتې شوے خو دا اعزاز هم ورته حاصل دے چې غني خان سره پۀ زلمي پښتون کښې ئې هم نمائنده کردار ادا کړے دے.
٤-: نوموړي د نورو ليکنو پۀ څنګ کښې پښتون رسالې ته پۀ باقاعدګۍ سره نثر او شعرونه ليکلي دي.
٥-: نوموړے نۀ يواځې د خپل کور او کلي سياسي کارکن پاتې شوے، بلکې د خپلې صوبې د ټولو سيمو پۀ دورو تلے او د خلقو د بېدارولو لپاره يې ډېر کارونه کړي دي.
٦-: نوموړي نۀ يواځې قامي سياست ته ملا تړلې بلکې د سياست پۀ دوران کښې ډېر ځله جېلونو ته هم تلے دے.
٧-: نوموړي د هغو سياسي مبارزينو پۀ قطار کښې راځي چې د خپل سياست او ادب سره څنګ پۀ څنګ ئې د خپلې دورې سياسي تاريخ هم پۀ څو کتابونو کښې ليکلے دے چې دغه عمل د يو ځيرک، باشعور کارکن نخښې ګڼل کېږي.
٨-: نوموړے تر اخره پورې لکه د باچا خان پۀ عدم تشدد کلک ولاړ ؤ او عدم تشدد ته ئې د صبر جنګ وئيلو، لکه پۀ دې شعر کښې چې وايي:
ځواب د هرې وسلې شته د پېرنګيانو سره
ساقي! د صبر پۀ جنګ نن ترې نه مېدان ونيسه