د هندوستان او افغانستان خاورې په بېلابېلو وختونو کښې د ګاونډي او باهرني یلغګرو د حملو حدفونه پاتې شوې دي ـ د هغې لویه وجه د دې خطو شتمني، ښېرازي او د خپل جغرافیائي ارزښت له کبله د خوا او شا ملکونو د وهلو د پاره د بهترین محاذ کردار ادا کول دي ـ د بابر د کابل په تخت کښېناستل او بیا په هند کښې د پښتون بادشاه ابراهیم لودي نه د پاني پت په وړومبۍ جګړا (۱۵۲۵-۲۶) کښې د هندوستان واګې په لاس کښې اخستل او د مغلیه سلطنت بنیاد یخښودل ـ لۀ دغې پس د شیرشاه سوري د همایون نه حکومت بېرته اخستل او څۀ موده پس بیا د همایون راتلل او د همایون نه پس اکبر، جهانګیر، شاه جهان او تر اورنګزېب عالمګیر د مغلیه سلطنت دور دوره وه ـ خو کله چې ۱۷۰۷ کښې اورنګزېب مړ شو، نو د مغلیه سلطنت د محل مضبوطه ستن وغورځېدله او داسې هغه خلق چې د هندوستان یا دې سرو زرو مرغۍ په خپله پنجره کښې د بندولو خوبونه یې لیدل، ورته موقع مېلاو شوه چې تاختونه وکړي ـ د ځان سره د شوې ظلمونو بدلې هم واخلې او د دې شته منې خاورې واک هم لاس ته راوړي ـ په دغه خلقو کښې سکهان، ایرانیان او انګرېزان چې د اکبر وخت کښې د اوبو لۀ لارې راغلي وو، ایسټ انډیا کمپني یې قائمه کړه ـ
د جهانګیر وخت کښې یې تجارتي معاهده وکړه ـ او وروسته چې یې د دې ځاے د خلقو تاریخ، معاشرت، نفسیات، ادب او جغرافیه مطالعه کړه نو اوس د سیاسي عدم استحکام لۀ کبله د دې خطې د نیولو د پاره یې ځان تر نورو ټولو لوے دعویٰ ګیر ګڼلو ـ په دغه زمانه کښې د هندوستان د خلقو په خپلو کښې تقسیمیدل او په یو بل حملې کول، ریاستونه قبضه کولو، قصه تر دغه ځایه رسولې وه چې هر چا ته به تجربه کاره خلقو او فوځیانو ضرورت پېښېدلو او داسې د خپلو نه علاوه د بېلابېلو یورپي ملکونو نه د جنګ د پاره مرڼي کسان په کرایه راغوښتل شروع شو، چې وروسته ئې ټوله فائده انګرېز فوځ ته وشوه او هندوستان او افغانستان یې تر خپلې ولقې لاندې راوستل ـ دغه اوږد تفصیل دے د تاریخ په پاڼو کښې خوندي دے ـ
د نادرشاه افشار د حملې (۱۷۳۸-۳۹ء) او بیا مرګ نه پس پښتون وطن د احمد شاه ابدالي تر بادشاهت (۱۷۴۸-۴۹) لاندې راغلو، هغه د پښتنې خاورې حدود تر لرې لرې وغزول ـ د ځینو له قوله د هغه سلطنت په ۲۰ لاکه مربع کلومټره مشتمل ؤ او د خپلې دغه خپلې جغرافیې ساتنه یې په خپل ژوند ډېر په مړانه سره وکړه ـ سازشونه، بغاوتونه به یې تمبول ـ په خوا او شا ځایونو کښې به یې هم د ضرورت تحت حملې کولې چې په کښې د پاني پت په دریمه جګړا (۱۷۶۱ء) کښې مرهټیانو له شکست او بیا څو کاله پس د سکهانو قتل.عام “ګلو ګهارا” د یادونې وړ دي ـ
د بلها دنني بې اتفاقیو او باهرني لاس وهونو او لامونو باوجود د احمد شاه ابدالي د نمسي زمان شاه پورې قصه په څۀ نه څۀ ډول ګوزارې واله روانه وه ـ چې د زمان شاه نه هم لکه د نیکه غلطي وشوه (د احمد شاه دهلي تخت مغل ته بخښل) او رنجیت سنګهـ ته یې د پنجاب برخه وسپارله بیا چې کله دې پله حالات نور خراب شو، نو رنجیت راغلو او په دې علاقو یې تاختونه وکړل ـ د ۱۸۱۸ نه تر ۱۸۲۳ د پښتنو او سکهانو نښتې وشوې، د نوښار پیر سباک غزاګانې، شهیدان یې یادګار دي ـ پښتانۀ مجاهدین. په ډېره مړانه جنګېدلې ووـ خو بیا هم سکهان قابض شوـ
د نادر شاه د حملې نه پس هسې هم مغل حکومت په نوم پاتې ؤ، په غېر رسمی توګه حکومت د انګرېزانو لاس کښې ؤـ د سکهانو سره یې هم د خپلو مفادو د پاره معاهدې کولې او مخلوط حکومت کوششونه یې هم وکړه خو انګرېز بیا هم غوښتل چې د هندوستان له خاورې سره سره د افغانستان خاوره هم په خپل تسلط کښې راولي ـ د هغوي خیال ؤ، چې کۀ افغانستان زمونږ تر ولقې لاندې را نۀ غلو او بل چا قبضه کړو نو مونږ نه هم د هندوستان دولت تلے واخله ـ او بیا زیاته خطره له روسه وه، چې خوا شا ځایونه یې قبضه کړې وو او اوس د انګرېزانو په زړونو کښې دا ویره وه چې افغان خاوره ؤ نۀ نیسې، ګنې زمونږ خوبونه به هم تاله ترغه شي ـ د دوي دواړو د رسۍ کشۍ دغه اغاز ته د وړومبي Great Game یا لویې لوبې نوم ورکړې شوے چې وروسته د خپلې انا د تسکین او غرض دې جنګونو د زرګونو انسانانو او خصوصاً پښتنو وینې توي کړې، خلق بې کور بې در کړې او اقتصادي توګه زمکې کښې ننویستلې دي ـ
دغه وجه وه انګرېز حکومت غوښتل چې د افغانستان خاوره هم قبضه کړي، پرې د خپلې طبع امیر کښېنوي او بیا د خپلې خوښې فیصلې کوي ـ دغې د پاره د دوي په نظر کښې موزون سړے شاه شجاع ؤ، او هغه هم د جلاوطن کېدلو د بړاس ویستلو د پاره د کابل په تخت بیا د ناستې خوبونه لیدل ـ په دغه غرض انګرېز په ۱۹۳۸ـ۱۹۳۹ کښې په زرګونه فوځ سره په افغانستان حمله وکړه ـ وړومبے انګلو افغان جګړا (Anglo Afghan War) ونښتوـ انګرېز فوځ د وخت په مستعمله اسلحه لیس ؤ، د افغانانو له خوا ورته هم مزاحمتونه شروع شو، امیر دوست محمد له تخت لرې شو او د شاه شجاع خواب پوره شوـ خو په افغانستان کښې د خپلو موسمي او جغرافیائی حالاتو له کبله د نوې حمله اورو له خوا تر ډېره وخته جنګونه کول اسان نۀ وو، بحرحال تر درې درې نیم کالو پورې خونړي جنګونه وشو، د افغان خطې خلقو د انګرېز حملې د وطن ساتنې په جذبه او د جنګ ګوریله حکمت عملیو سره په شا وتمبولې، لوے مالي، ځاني زیانونه ورته ورسېدل ـ جنګ د افغانانو په نوم شو، انګرېز فوځونه د افغانستان نه په وتلو وو چې د افغان علاقې “ګندمک” په مقام د دوي په فوځ حمله وشوه، او ټول فوځیان یې ووژلے شو، په انګرېز فوج کښې محض یو سړے “ډاکټر برائډن” معجزاتي توګه او بیا په تېره تېره د دغه جنګ د احوال بیانولو د پاره ژوندے پاتې شوے وو، نور ټول ختم شوې ووـ
افغانستان چې “د انګرېزانو د پاره قبرستان” شو، د هغوي سر له خود راغلو، چې دا خلق په زور نۀ وهلے کیږي، نو د مصلحتونو، رشوتونو، سازشونو او تقسیمولو (Divide And Role) تر فارمولو لاندې یې د افغان خاورې د نیولو فکرونه شروع کړل ـ بل اړخ ته د وړومبي انګلو.افغان وار په ورځو کښې رنجیت سنګهـ هم مړ شوے ؤ، د هغه اولاد کښې لکه د پلار غوندې صلاحیتونه نۀ وو ځکه انګرېزانو چې د ګجرات جنګ کښې سیکهانو له شکست ورکړو، نو ورسره یې د پښتنو په علاقو د باقاعده قبضو (۱۸۴۸-۴۹) اغاز هم وکړوـ
په وړومبو ورځو کښې د ځینې وجوهاتو له کبله چا خاص غبرګون نۀ دے ښودلے خو وروسته پښتنو خپلې فکري او وسله والې مبارزې پېل کېږي، چې د مټو سره سره د حوصلې لوړولو او خلقو هڅولو د پاره اولسي ادب هم خپل ځانګړے کردار لوبولے دے ـ چې د ژبې او ادب د تاریخ برخې دي ـ او هسې هم دغه پېړۍ د اولسي ادب د شتمنۍ دوره وه او د دویمې لسیزې په پېل کښې هم پښتو چاربیتې کردار لوبولے ؤـ بحرکیف په دې خاوره د انګرېز خلاف مبارزو/غزاګانو تاریخ ډېر اوږد دے ـ سوونه ځله دغه یلغلګرو تاختونه کړې او د دې ځاے وګړو یې مقابله کړې ده ـ دغه ټول د تاریخ برخې دي چې پاڼي یې د داسې سپوتانو د کارنامو نه ډکې دي چې د دې وطن د ساتنې پالنې د پاره لۀ سره تېر ووـ چې د سکهانو نه پس یې انګرېزان هم فولادي حوصلو ته حېران ووـ په یو یو ډېر څۀ وئیلے/لیکلے شي، د بېل بېل لیک تقاضه کوي ـ دا لیک پرې د طوالت نۀ ښکار کؤم ـ
د پښتنو په خاوره ژوند په اور اوبۀ کښې روان ؤ، چې په دغه ورځو کښې د افغانستان امیر شیرعلي خان روس ته د دوستۍ د لاس غځولو فکر لرلو، انګرېزان په دې خبر شو او خپل استازے یې تر امیرشیرعلي خان راولېږو او چې د دې خبرې سپیناوے وکړه، چې ایا رښتیا تۀ د روس سره د دوستۍ پېل کوې؟ د بعضو له قوله امیر شیر علي خان څۀ جواب ور نۀ کړو او د ځینې وایې چې جواب په لاره کښې ایسار شوـ او داسې د انګرېزانو شک په یقین کښې بدل شو، اوس وخت ؤ چې هغوي حمله وکړي، دغه خطه تر خپلې قبضې لاندې راولې او تېر حساب هم برابر کړي او داسې دویم “انګلو افغان وار” ته لار برابر شوه ـ
څۀ موده مخکښې د ۱۸۵۷ د بغاوت نه پس ایسټ انډیا کمپني په مکمله توګه یو سیاسي، فوځي قوت کړې شوے ؤ او د هندوستان په نوم پاتې مغل حکومت یې هم لۀ منځه وړے ؤـ هندوستان د تاج برطانیه تر تسلط لاندې راغلے ؤـ ځان په مکمله توګه مضبوط کړے ؤـ او اوس سرحداتو نور غځولو کښې یې څۀ رکاؤټ نۀ لیدلو ـ دا کال ۱۸۷۸-۱۸۷۹ ؤ، چې انګرېز فوځونه لۀ څو اړخونو (خېبر، ګومل، بولان) په افغانستان حمله اور شو، د دې حملې تاب افغان حکومت ؤ نۀ لرلو، د لږ، ډېر مزاحمت نه پس افغان خاوره قدم په قدم د انګرېزانو په نوم کېدله ـ امیرشیرعلي خان بل مقام تلے ؤ، خلقو په هنګامي صورت د هغه کم فهمه، ځوان زوے په تخت کښېنولوـ خو انګرېزان دا ځل په داسې زور سره راغلې وو، چې په هیڅ منع نۀ شوـ جنګ انګرېزانو وګټلوـ
په ملک کښې لوے اړے ګړے ؤ ـ د عدم استحکام په دې زمانه کښې انګرېز په نور فکر مجبوره شو ـ دا وار انګرېز حکومت د حکمت عملۍ نه کار واخستو، د افغانستان په ګټلي سلطنت یې د هغه ځاے واکداران کښینول په دې غرض چې لۀ دغې خوا به خپله او زمونږ ساتنه کوي ـ خو لۀ دغې مخکښې یې د یو لوے چال تحت د امیر یعقوب خان سره ګندمک کښې معاهده کړې وه ـ دا معاهده په افغان علاقه “ګندمک” کښې ترسره شوه ـ ګندمک هغه ځاے ؤ چې انګرېز فوځ په کښې په وړومبي انګلو افغان جنګ کښې ټول مړه شوې وو، له هغه تاوه دوي امیر یعقوب خان هلته بوتللو او معاهده یې ورسره وکړه چې په تاریخ کښې د ګندمک معاهده (Treaty of Gandamic) په نوم یادولے کیږي ـ
دې معاهدې سره د افغانستان ملحقه څو علاقې لکه خېبر، پشین، سبي، لورالائي او ځینې نورو په “برطانوي هند” کښې شامل شوے خو ورسره یو بل لوے او د نقصان کار دا وشو، چې انګریز د افغان خاورې خارجه پالیسي په خپله نګرانۍ کښې واخستل ـ په دغه مد کښې به انګریز حکومت دوي ته ۶۰،۰۰۰ پاونډه د کال هم ورکوي خو د افغان خاورې د نورو هیوادونو سره د خارجي تعلقاتو نګراني به د انګرېز لاس کښې وي، دننه هېواد کښې دوي په خپل اختیار ژوند تېرولے شي ـ په ۲۶ مئ ۱۸۷۹ء کښې په دې معاهده د انګرېزانو له خوا سر لیوس کیوناري او افغان له خوا امیر یعقوب خان دستخط کړے ؤـ داسې د افغان خاورې نه ځینې علاقې وشوکولې شوې او ورسره دغه خاورې باهرنۍ خودمختاري وبېلله ـ دې فیصلې سره په دې خطه بیا حالات خراب شو، امیر یعقوب خان هند ته وتښتېدو، انګرېزانو چې دا حال ولیدو نو د متبادل لارې په لټون یې امیر عبدالرحمان له تاشقند نه را وغوښتو او د کابل په تخت یې کښېناووـ
د امیر عبدالرحمان د خپل قام نقصان په نظر کښې ؤ، ځکه د هغه ټوله توجه په هېواد کښې دننه امن پله وه ـ باهرني پالیسي هغسې د انګریز لاسو کښې وه ـ دغه ورځو کښې امیرعبدالرحمان وغوښتل چې د خپلې ساتنې په لړ کښې سرحد وټاکي ـ روس سره یې د شمالي سرحد ټاکنه کړې وه ـ انګرېز غوښتل چې د خپلې خوښې سرحد وټاکي او ورسره دې تاک کښې ؤ، چې د شمالي او جنوبي پښتونخوا قبائیلي سیمې هم انګرېز ته ورکړي، دغې د پاره هغوي په افغانستان نورې پابندیو او زورنو دړکې ورکولې ـ ولې امیر عبدالرحمان خپل خلق لۀ ځانه بېلول نۀ غوښتل هغه انګرېزانو ته ووئیل چې تاسو ما کمزورے کوئ، زما کمزوري کېدل به ستاسو د پاره هم سود مند نۀ شي ـ
خو بیا هم دښمن مکار او زورور او امیر عبدالرحمان ته پته وه چې سختې، رویې،مزاحمت، جنګونو زما د هېواد څومره جاني مالي نقصان کړے دے.ـ دې نه علاوه خارجي پالیسي د بل لاس کښې وه، داخلي بد امني وه، اقتصادي توګه ځپلي وو، د روس د حملې خطره وه او هسې هم هغه هېواد نور شا ته بوتلل نۀ غوښتل، تر هر چا زیات ورسره د خپلو وګړو غم ؤ، چې یو ځل یې بیا د جنګ تاب نۀ لرلوـ او فکر یې کوو، کۀ سرحدات ؤ نۀ ټاکو نو داسې به د خاورې ساتنه ګرانه شي ـ نو ځکه چې کله وائسرائے د خارجه چارو وزیر هنري مارټیمر ډیورنډ په ۱۹ ستمبر ۱۸۹۳ء کښې کابل ته راولېږوـ د امیر عبدالرحمان سره یې معاهده وکړه ـ چې په تاریخ کښې د “ډیورنډ لائن/ډیورنډ” معاهدې په نوم یادیږي ـ د دې لۀ وجې چمن، وزیرستان، پشین، بلندخیل، کرمه، پاړه چینار، باجوړ، سوات، دیر، بونیر، چیلاس، چترال او د اپریدو علاقې انګرېزانو ته وسپارلے شوې او د “برطانوي هند” برخې وګرځېدې ـ
د خړ خېبر په سینه توره کرښې
لکه د یار په مخ پردۍ نخښې دي (ر.ش.س)
نولسمه صدۍ ختمه شوه، شلمې صدۍ هم بلها بدلونونه د دې خطې په نصیب کړه ـ د ټولو تفصیل اوږد دے ـ په ۱۹۱۹ کښې دریم انګلو افغان جګړا ونښتله ـ دغه تر ډېره وخته ؤ نۀ چلیدلوـ دا ځل د زور او ښکر په ځاے خبره په خبرو سره حل شوه ـ هم په دغه ورځو غازي امان الله خان حکومت خپل د خارجه امورو وزیر علي احمد راولېږو، دلته یې د انګریز حکومت سره یوه بله معاهده وکړه چې د “راولپنډي معاهده” (۸ اګست ۱۹۱۹ء) نوم یادولے کیږي ـ هم په دغه کال انګرېز اګر کۀ په ځان یخښودلې مالیې نه دستبرداره شوـ د افغانستان خودمختاري ومنلے شوه، خارجي پالیسۍ یې هم واپس د افغان حکومت لاس ته راغلې او داسې په رسمي توګه د دوي وجود/ازادي/استقلال تسلیم کړې شو ـ
ګندمک معاهده له منځه لاړله خو لۀ بده مرغه ډیورنډ لائن معاهده چې د استقلال نه پنځلس کاله مخکښې امیر حبیب الله خان په ځاے ساتلي وه، حالانکه اصول د دستخط کؤنکي حاکم تر مرګه پورې د معاهدې د میعاد ؤـ ولې بیا هم ګندمک ختمه شوه خو ډیورنډ لائن برقرار وساتلے شوه او داسې یوه خاوره وړومبے په یو خودساخته او بیا چې تر درې کالو پورې د دواړه فریقینو لۀ خوا څۀ غبرګون ؤ نۀ ښودلے شو، نو په یو مستقل عالمي منلي شوې سرحد سره لۀ یو بله بېله شوـ بیا د برصغیر پاک و هند تقسیم او ځینې نورې معاملو دې قصو له دومره بدل بدل رنګونه ورکړل ، چې تر دې دمه د دواړو اړخونو د وګړو د پاره د خېر په ځاے د شر او بد ګمانۍ سبب ګرځېدلي ـ