فضل محمود مخفي او جمعيت عسکريه هند—ډاکټر سعيد احمد ساحل

دا ليکنه شريکه کړئ

فضل محمود مخفي د شلمي پېړۍ يو داسې ګڼ اړخيز مبارز شخصيت دے چې د خپلو ادبي، سياسي، اصلاحي، تعليمي او صحافتي هلو ځلو په بنياد خپله يوه ځانګړې پېژندګلو لري ۔ د هغوي معاصرينو او متاخرينو د هغوي دغه بې لوثه خدمات منلي هم دي او ستائيلي هم دي ۔ هغوي په مختلفو سياسي، اصلاحي، تعليمي او ملي تحريکاتو لکه تحريک حزب الله، تحريک ريشمي رومال، جنود ربانيه، حکومتِ موقته هند، جمعيت علماء هند، اعتدال پسند ډله، انجمنِ اصلاح الافاغنه، خدائي خدمتګار تحريک او زلمي پښتون کښې بنيادي او فعال کردار ادا کړے دے ۔ لۀ دې نه علاوه يو انقلابي تحريک د “جمعيتِ عسکريه هند” په نوم داسې هم دے چې فضل محمود مخفي ئې په جوړښت کښې بنيادي کردار ادا کړے دے او د دې تحريک د سيوري لاندې ئې خپله تعليمي، سياسي او انقلابي مبارزه دوامداره ساتلې ده ۔ فضل محمود مخفي په داسې وخت، حالاتو او ماحول کښې سترګې غړولې وې چې ټول وطن د فيرنګي استعمار په قبضه او ولقه کښې وۀ ۔ دغه وجه وه چې هغوي د طالب علمۍ په زمانه کښې د “تحريک حزب الله” سره ځان وتړلو او د خپلواکۍ په مبارزه کښې ئې د برصغير د نوموړي مبارزينو سره څنګ په څنګ فعال کردار ادا کړۀ ۔ دغه وخت کښې د فيرنګي ضد مبارزه کول د هر سړي د وَس کار نۀ وه ځکه چې د فيرنګي ويره په زړونو کښې داسې راسخ شوې وه چې د خپلواکۍ خيال د ذهنونو نه معدوم شوے وۀ ۔ حسېن احمد مدني د دې وخت نقشه داسې راښکلې ده:

“برطانوی تشدات اور مظالم کے ہونے نے اس قدر قلوب اور دماغوں کو متاثر کر رکھا تھا کہ بہت سے نفوس میں اللہ تعالی کا خوف اس قدر نہ پایا جاتا تھا جتنا کہ انگریز کا خوف متولی تھا۔ خفیہ پولیس اور سی آئی ڈی میں ایسے ایسے لوگ کام کر رہے تھے کہ جن پر شبہہ کرنا بھی بے دینی اور کفر سمجھا جاسکتا تھا۔ چاروں طرف سے سی آئی ڈی کا جال بچھا ہوا تھا۔ پھر کس طرح امید کی جاسکتی تھی کہ کوئی شخص بھی ہم خیال اور ہم زبان یا ہم عمل ہوسکتا ہے۔ خصوصاجب کہ ہر شخص آزادی کے ذکر کرنے سے کان پر ہاتھ رکھتا ہو”۔[1]

دغه وجه وه چې فضل محمود مخفي د طالب علمۍ په زمانه کښې د خپلواکۍ د مبارزې سره ځان وتړلو او دې سره سره ئې خپلو ادبي، سياسي، اصلاحي او تعليمي هلو ځلو ته هم دوام وبخښلو ۔ سليم الرحمان سليم ليکي:

“مخفي صاحب له خداے پېدائشي يو حساس او دردمند زړۀ ورکړے وۀ ۔ د هغۀ حساس طبيعت په خپل ګېر چاپېر ماحول کښې پټې سلګۍ او پټې سړيکې ډېرې زر محسوس کړې او هغۀ ډېر په ماشوموالي کښې پوي شۀ چې د هغۀ د وطن د پاکو چينو په اوبو کښې د غلامۍ زهر ګډ دي ۔ هم دا حالات وو چې مخفي صاحب ډېر په کمعمرۍ کښې د باغيانو په صف کښې اودرېدۀ”[2]۔

دا حالات او واقعات وو چې فضل محمود مخفي ئې دارالعلوم ديوبند ته ورسولو او په تحريک حزب الله کښې ئې شامل کړۀ ۔ هغه وخت ديوبند د فيرنګي ضد مبارزينو مرکز وۀ او د يو سياسي، تحريکي او اصلاحي مقام حېثيت ورته حاصل وۀ ۔ دلته د فضل محمود مخفي د ديني او علمي تربيت سره سره سياسي او تحريکي تربيت هم شروع شۀ ۔ د دې ځاے نه د هغوي د ژوند يو ډېر اهم دور شروع کېږي او هغوي د شلمي صدۍ په اهمو سياسي، اصلاحي او انقلابي تحريکاتو کښې فعال کردار لوبوي ۔ په دې تحريکاتو کښې يو تحريک “جمعيت عسکريه هند” هم دے چې په تحريکي او انقلابي بنيادونو جوړ شوے تنظيم وۀ ۔ د “جمعيت عسکريه هند” اغراض و مقاصد د خلافت د قيام او بقاء د پاره کوششونه کول، په موثر انداز کښې خپل آواز پورته کول، په عسکري بنيادونو طاقت ترلاسه کول، د تعليم د پاره منظم هلې ځلې کول او د ياغستان او هندوستان تر مېنځه د تعلقاتو قائمولو د پاره هڅې کول وو ۔ د دې تنظيم د جوړښت صحيح نېټه خو معلومه نۀ ده البته د دې تنظيم د يو فعال غړي غلام محمد عزيز امرتسري المعروف عزيز هندي يو داسې ليک د فيرنګي په خفيه ريکارډ کښې موجود شته چې د دې تنظيم د جوړولو شاليد او ضرورت ئې پکښې واضحه کړے دے ۔ په دې ليک “هندوستان کی آزادی کس طرح مکمل هوسکتی هے” د دسمبر کال ۱۹۲۱ء نېټه ليک ده ۔ دغه شان د ۲۰ اپرېل ۱۹۲۲ء د فيرنګي په يو خفيه دستاوېز کښې د دې تنظيم ذکر هم شوے دے ۔ لۀ دې نه دا معلوميږي چې د دې تنظيم بنياد د دسمبر ۱۹۲۱ء او ۲۰ اپرېل ۱۹۲۲ء ترمېنځه په وجود کښې راغلے دے چې تفصيل به ئې وروستو راشي ۔ په دسمبر کال ۱۹۲۱ء کښې د عزيز هندي له خوا يو ليک “هندوستان کی آزادی کس طرح مکمل هوسکتی هے” د ياغستان څخه ليکلے شوے، د فيرنګي سرکار په خفيه ريکارډ کښې داسې هم موجود دے چې د دې تنظيم “جمعيت عسکريه هند” په شاليد رڼا غورځوي او د دې تنظيم اغراض و مقاصد هم تر ډېره حده واضحه کوي ۔ د دې ليک په اخر کښې د عزيز هندي لاس ليک هم موجود دے ۔ په دې دستاوېز کښې کښې يو ځاے ليک دي:

“آزادی کا حاصل کرنا اتنا آسان نہیں جتنا آج کل سمجھا جا رہا ہے۔ جن لوگوں نے مہاتما گاندھی کے اس قول کو کہ نور آج دسمبر ۱۹۲۱ تک حاصل ہوجائے گا، حقیقت کے رنگ میں تسلیم کیا۔ دراصل ان تمام عقول کا دیوالہ نکل چکا ہے۔ کہنے والے کا کیا مدعا تھا، اس پر کافی سے زیادہ بحث ہوچکی ہے۔ ہم اس بحث سے پہلو تہی کرتے ہوئے اپنے اہل ملک سے استدعا کرتے ہیں کہ جس قدر ان سے ہوسکے، اپنی موجودہ حالت کو صحیح طور پر جاننے اور سمجھنے کی کوشش کریں اور ایک مستقل لائحہ عمل اپنے لیے تجویز کریں۔ جو تمام نقائص سے پاک اور سب کی حسیات کے بین بین ہو ۔ تاکہ عمل کرنے والوں کی رفتار نہ تو سست ہو اور نہ وہ ہمت ہار بیٹھیں”۔[3]

د دې دستاويزي ليک په اخر کښې داسې ليکلے شوي دي:

“ہم قومی فوجی نظام کی طرف عام ملک کی طرف توجہ منعطف کرتے ہیں اور استدعا کرتے ہیں کہ وہ اس کی تربیت و تنظیم و نشونما میں پوری دلچسپی سے حصہ لیں اور اس مقصد میں ہماری پوری پوری مدد و اعانت کریں اور اس طرح ملک کی ایک بہت بڑی کمزوری کو رفع کریں۔ یاد رکھیں اور خوب یاد رکھیں کہ آپ کی سیاست قصر انگریزی میں اس وقت کامیاب ہوسکیں گی جب کہ سیاست کو منوانے کے لیے آپ کا ہاتھ زبردست اور فولادی ہوگا”۔[4]

دغه شان د فيرنګي سرکار په خفيه ريکارډ کښې د عزيز هندي يو بل ليک “جمعيت عسکريه هند کے قيام کا اعلان” چې د ياغستان څخه ليکلے شوے دے، هم موجود دے خو لۀ بده مرغه د ليک نېټه نۀ لري ۔ د دې ليک په اخر کښې هم د عزيز هندي لاس ليک موجود دے ۔

“ہم کیوں کر اس چیز کو چھپائیں جو صد ہا آرزوں اور تمناوں اور شب و روز کی سعی و کوشش کے بعد حاصل ہوئی۔ ہم صاف کیوں نہ کہہ دیں جو لہریں اس وقت محبوب وطن کی آزادی کے لیے اندرون ملک چل رہی ہیں ان میں نئی لہر کی کمی عام طور پر بیرون ہندوستان محسوس کی جارہی ہے۔ لہذا بتوفیق ایزد متعال آج ہم اس چیز کا سنگ بنیاد رکھ رہے ہیں۔ جس نے نہ صرف ترکی سلطنت کو موت کے منہ نوالا ہونے سے بچا لیا بلکہ آئرلینڈ کو ایک حد تک پنجہ اغیار سے نجات دلائی اور مصر جس کی طفیل عنقریب مخلصی پانے والا ہے۔ اس شے کا نام “قوت” یا بہ الفاظ دیگر “فوجی گھونسا” ہے جس کا استعمال یقیناََ ہندوستان کے سامنے انگریزوں کو سرنگوں کر دے گا۔ چنانچہ ہم آج باقاعدہ طور پر “جمعیت عسکریہ ہند” کے آزاد یاغستان میں قائم کیے جانے کا اعلان کرتے ہیں۔ ہم خوب جانتے ہیں کہ ملک کی مجموعی حالت کو مد نظر رکھتے ہوئے ہمیں کیا کرنا ہوگا۔ ہم وہی کریں گے جس کے کر سکنے کی ہم میں ہمت و طاقت ہوگی۔ ہم ہر ایک محب وطن کا مشورہ سننے کے لیے تیار ہیں۔ آخر میں ہم اس کا بھی اعلان کرتے ہیں کہ ہماری عملیات کا بیشتر حصہ تارکان مولات کے شانہ بشانہ ہوگا”۔[5]

لۀ دې نه علاوه د فيرنګي سرکار په خفيه ريکارډ کښې د دې تنظيم لۀ خوا د ملک د استخباراتی ادارو په نوم يو بل ليک “جمعيت عسکريه هند کا پيغام ملک کے اخبارات کے نام” هم موجود دے ۔ د دې ليک په اخر کښې دا عبارت هم ليک دے چې “منجانب صدر جمعيت عسکريه هند” او ورسره د عزيز هندي لاس ليک هم موجود دے ۔ لۀ دې څخه دا هم څرګنديږي چې د دې عسکري تنظيم صدر هم دا عزيز هندي وۀ ۔ په دې ليک کښې د “جمعيت عسکريه هند” اهميت او د کار نوعيت هم واضحه شوے دے او د خپلو هلو ځلو جاري ساتلو ارادې پکښي هم څرګندي شوي دي ۔ آخر کښې دا هم ليک دي:

“آخر میں ہم اپنے تمام ملکی اخبارات سے استدعا کرتے ہیں۔ کہ وہ ان فرائض کو مد نظر رکھتے ہوئے جو پبلک کی طرف سے ان پر عائد ہیں۔ ہمارے تمام اعلانات و پیغامات کو جو وقتاََ فوقتاََ ان کے پاس پہنچتے رہیں گے، اخبارات میں جگہ دیکر ہمارا شکریہ قبول فرمائیں”۔[6]

غلام محمد عزيز امرتسري المعروف عزيز هندي د “جمعيت عسکريه هند” فعال غړے وه او د فيرنګي سرکار په ريکارډ کښې چې د دې تنظيم څومره دستاويزي ليکونه موجود دي نو په هغې د عزيز هندي لاس ليکونه موجود دي ۔ دغه شان ئې د خپل نوم سره “از ياغستان” هم ليکلے دے چې دا ښکاري کوي چې د دې تنظيم بنياد د ياغستان په سيمه ايښودے شوے وۀ ۔ د جمعيت عسکريه هند د باقاعده جوړښت نه وړاندې فضل محمود مخفي د دې د پاره د فضاء جوړولو او سازګار کولو د پاره هلې ځلې پېل کړي وي ۔ خپله ډله، جلال آباد، چمرکنډ او بابړې ملا صاحب ئې په خپلو کښې د تړلو او مربوط کولو د پاره پوره کوششونه کړي دي ۔ دغه شان د دې علاقې با اثره شخصيات فيرنګي ضد مبارزې ته رابلل او خپلو کښې سره مربوط کولو کښې ئې هم د زيار ويستلو هڅې کړي دي ۔ فيرنګي سرکار د دې اعتراف د ۱۲ مارچ ۱۹۲۱ء د ملاکنډ پوليټيکل ډائيرۍ په حواله په يو خفيه رپورټ کښې هم کړے دے:

Maulvi Makhfi (Fazal Mahmud) has returned to his home in Dir after some months absence in Jalalabad۔ He is arranged facilities for communication between Jalalabad, Chamarkand, the Babra Mulla and himself۔ Before going to his home he had an interview with the Nawab of Dir and doubtless brought for him letters from Anti-British agitators۔[7]

د جمعيت عسکريه هند سره د تړلي اهم شخصياتو په هلو ځلو د فيرنګي سرکار د وړاندې نه هم پوره نظر وۀ ۔ په خپلو خفيه رپورټونو کښې ئې د دوي په هلو ځلو د نظر ساتلو بار بار تاکيد هم کړے دے ۔ لکه د ۱۲ جنوري ۱۹۲۲ء د اينټليجنس بيورو اين ډبليو ايف پي د ډائيري نمبر۲ په حواله فيرنګے سرکار په خفيه رپورټ کښې ليکي:

Several well known agitators who were prominent on the Northern border of the Province in 1919 and 1920 have reappeared in Bajaur within the past week or so۔ These individuals are Abdur Rahman, Ghulam Muhammad, Maulavi Fazal Rabbi (alais the Pakhli Maulavi and a renegade from Baffa in the Hazara District) and Maulvi Makhfi۔ Their future activities will need careful watching۔[8]

دغه شان د ۰۴ فروي ۱۹۲۲ء د پوليټيکل ډائيري نمبر۵ آف هزاره ډسټرکټ په حواله فيرنګے سرکار په يو بل خفيه رپورټ کښې ليکي:

Indian Revolutionary activity on the Waziristan side has now ceased, thouh Haji Abdur Razik is still there۔ Several Indians from that direction have now appeared on the Northern border and with them are the old Bajaur and Swat gang – Abdur Rahman, Fazal-i-Mahmud Makhfi, Adul Aziz and Maulvi Fazal Rabbi who were prominent in Turco-German intrigue during the war and again in 1919 and 1920, but have been quiescent during 1921۔ This gang is in the closest possible touch with the extremists of Chamarkand, wither the notorious Mulla Bashir has now returned from Mahsud country۔[9]

په ۰۹ فروري ۱۹۲۲ء د سيد امير بادشاه د يو بيان په حواله فيرنګے سرکار په خفيه رپورټ کښې ليکي:

They (Revolutionists party in Kabul) communicate with India through Chamarkand and viv Bajaur to Swat through Abdul Aziz and Abdul Rahim۔ They have sent sufficient mony to Fazal Ilahi at Chamarkand through Abdul Sattar, Makhfi, Ayub Khan and Wali Mohd۔[10]

دغه شان په ۰۹ فروري ۱۹۲۲ء د سيد امير بادشاه د بيان په حواله فيرنګے سرکار په خفيه رپورټ کښې بل ځاے ليکي:

Abdul Sattar of Teri, Makhfi, Ayub Khan and Wali Mohamed Khan of Chitral have left Kabul for Mohmands about 3 months ago to join the Mujahidin at Chamarkand and to work with Fazal Ilahi۔[11]

فيرنګي سرکار د ۲۰ اپرېل ۱۹۲۲ء په يو خفيه رپورټ کښې د دې تنظيم “جمعيت عسکريه هند” ذکر په وړومبي ځل کړے دے ۔ لۀ دې نه دا خبره ډاګيزه کيږي چې د دې تنظيم بنياد لۀ دې نېټې څخه وړاندې ايښودے شوے دے ۔ لۀ دې نه علاوه ئې د دې په اغراض و مقاصدو او د دې په مرکزي کردارونو هم رڼا غورځولې ده ۔ فيرنګے سرکار ليکي:

There is no camouflage about this movement۔ The Jamiat Askari-i-Hind is avowed revolution of the redest kind۔ The other newly created party consists of the following: Maulavi Fazal Mahmud alias Makhfi, Sattar a muhajir from Teri (Kohat), Said Mahmud brother of Makhfi, Muhamed Ayub Khan renegade Durbari and Jagirdar of Battal (Hazara), Abdur Rahman Mehtarjao of Chitral a refugee from his own country, Abdul Aziz of Saidu swat as anti British agitator of long standing no to riety۔[12]

فيرنګے سرکار وړاندې ليکي:

This party is the direct representative locally of the Indo-Russian Revolustinary organization described at the beginning of this note۔ They are directly accredited to and financed by Maulvi Obedulla and Ahmed Hassan۔[13]

د جمعيت عسکريه هند په حواله په دې خفيه رپورټ کښې فيرنګي سرکار د دې عسکري تنظيم د سيوري لاندې د فضل محمود مخفي د هلو ځلو په حقله دا هم ليکلي دي:

The aims of the Makhfi,s party are typically Bolshevik۔ They intend to start schools all over tribal territory and reports from different sources mention that three such schools, two in Bajaur and one in Swat, have been already started۔[14]

کله چې په دسمبر کال ۱۹۲۲ء کښې عزيز هندي د آزاد سرحداتو په دوره راځي نو حاجي صاحب ترنګزو سره د ملاقات او د تعاون د يقين دهانۍ نه وروستو په چمرکنډ کښې د مرکز قائمولو په غرض د چمرکنډ د مجاهدينو خواله ځي او هلته په عسکري تربيت کښې بوخت کيږي خو ډېر زر لۀ دغه ځايه د بابړې ملا خواله باجوړ ته ځي او هلته دويم مرکز قائموي ۔ د جمعيت عسکريه هند د عسکري هلو ځو سره په تعليمي هلو ځلو داسې رڼا غورځوي:

“ہم نے اپنا دوسرا مرکز باجوڑ میں ملاں صاحب بابڑا کی جگہ پر قائم کیا۔ یہ آزاد سرحد کا ایک پرجوش مجاہد تھا۔ جس نے برٹش ایڈوانس پالیسی کے برخلاف بیسیوں جہاد کیے تھے۔ ہم نے اپنے نئے مرکز میں باجوڑ چارمنگ اور کوٹکی کے ملک اور خوانین کو متاثر کیا اور ان کی جتھہ بندی کی او پھر خان خار کو اپنے بس میں لانے کی کوشش کی اور نواب دیر وغیرہ پر اپنے ڈورے ڈالے۔ ہماری ایک پارٹی دیر میں تعلیمی مرکز قائم کرنے میں کامیاب ہوئی”۔[15]

د دې تنظيم يو اهم اجلاس د فضل محمود مخفي په کلي ماڼوګي کوز دير کښې شوے دے ۔ په دې اجلاس کښې ډېرې اهمې فېصلې شوي دي او مختلف ذمه وارۍ پکښې سپارلے شوي دي ۔ د ۱۲ مئي ۱۹۲۲ء په يو خفيه رپورټ کښې فيرنګے سرکار د دې اجلاس په حواله ليکي:

An informer has brought the following information: Shortly before the Ramzan there was a meeting at Manrongai Illaqua Dir where the following attended: Maulavi Fazal Rabbi, Maulavi Taj Mohd: the Haji,s man, Risaldar Rukan Din, Jamadar Yar Mohd: Rukan Din,s companion, Mohd: Ali, Obedulla,s man, Khan Teri, Maulvi Fazal Mahmud, Kamal Din Afridi۔ The committee resolved to organize a central Khilafat Association in Yaghistan with Head Quarters in Bajaur at Charmang۔ The Association will comprise the following Divisions: (1) The Khilafat Committee (2) The Propaganda Branch (3) The Military Force (4) The Educational Department (5) The union project between India and yaghistan۔ A new school has been opend at Charmang where it is intended to give both Educational & Military training۔ They are making arrangemwnts to advertise formation of this Association both in India & Yaghistan۔ Ghulam Mohd: Aziz Amritsari was not admitted to this special meeting because of difference of opinion but his name is attached to the Military Force۔ Ayub Khan of Battal has gone on an errand to Kabul۔ Some 20,000 cash is said to have lately been received by Maulvi Fazal Mahmud۔[16]

په دې اهم اجلاس کښې د غلام محمد عزيز امرتسري المعروف عزيز هندي د غېر موجودګۍ وجه فکري اختلاف ښودلې شوې ده ۔ عزيز هندي د يو انقلابي سوچ څښتن ضرور وۀ ولې خو جذباتي هم وۀ ۔ ځکه خو عبدالغفار خان هم دا يو جذباتي نوجوان په توګه ياد کړے دے ۔[17] دغه شان ظفر حسن آيبک هم عزيز هندي د خپلې خوښې خاوند ياد کړے دے ۔[18] شايد هم دا وجوهات وي چې په اساس يې عزيز هندي دغه اهم اجلاس ته نۀ وي رابللے شوے ۔ بحرحال دا عزيز هندي وروستو هم فعال پاتې شوے دے او د خپلو دغه جذباتي او انقلابي اقداماتو په اساس د قيد و بند سره مخ شوے هم دے ۔ د “جمعيت عسکريه هند” د سيوري لاندې فضل محمود مخفي بالخصوص خپلې تعليمي هلې ځلې دوامداره ساتلي دي ۔ د دې تنظيم د سيوري لاندې ئې د پښتون وطن په مختلفو علاقو کښې قامي مدرسې پرانيستي دي ۔ لکه د خال د قامي مدرسې په حقله د صوبې د چيف کمشنر اسسټنټ سيکرټري مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت د ۳۰ اپرېل ۱۹۲۲ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې ليکي:

There is considerable fresh activity in the matter of establishing pan-Afghan schools۔ During the week the Shahzada of Rehankot laid the foundation stone for a school at Khal, the site for which was purchased by Mian Said Seth of Khal for Rs۔ 2800 Kabuli۔ The villagers are busily engaged in collecting stones۔ After the ceremony of laying the foundation stone, Maulvi Makhfi delivered and impassioned speech, advocating the use of swadeshi articles۔ Maulvi Makhfi and a Hindustani named Muhammad Fakir, who is said to be a muhajir from Panipat, are superintending the construction of the school۔[19]

د فيرنګي سرکار د ۰۹ ستمبر ۱۹۲۲ء د يوې هفته وار خفيه ډائيرۍ نه دا هم جوتيږي چې فضل محمود مخفي د خپلو تعليمي ادارو د پاره د سالانه وظيفې په سلسله کښې کابل ته سفر کړے دے او په “المدينه” مجلې کښې ئې د خپلو تعليمي ادارو د پاره د اسسټنټ منېجر او هيډ ټيچر د پاره اشتهار هم ورکړے دے ۔ د صوبې د چيف کمشنر اسسټنټ سيکرټري مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت ليکي:

Maulvi Makhfi has gone to Kabul to receive his annual subsidy of Rs۔ 700 (Kabuli)۔ His confederate Sherin Khatak, is still at Dir۔ An article in the Madina, a bi-weekly vernacular journal of Bijnor, United Province issue, dated the 25th August 1922, gives some indication of the propaganda now at work۔ The same issue also contain an advertisement requiring the services of an assistant manager and a head teacher for Maulvi Makhfi’s schools۔[20]

د فيرنګي سرکار د ۲۰ جنوري ۱۹۲۳ء د يوې هفته وار خفيه ډائيرۍ نه دا هم جوتيږي چې فضل محمود مخفي په رياستِ دير کښې د اسلامي افکارو د تشهير سره سره د خال او کوټو د قامي مدرسو د پاره د مالي پنګې د پاره هم هلې ځلې جاري ساتلي دي ۔ د صوبې د چيف کمشنر اسسټنټ سيکرټري مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت ليکي:

During the week Maulvi Makhfi has been active in preaching Islamic doctrines and in collecting subscriptions for the Schools at Khal and Kotu, both of which are situated within the limits of the Dir State۔[21]

دغه شان د فيرنګي سرکار د ۲۹ جنوري ۱۹۲۳ء د يوې هفته وار خفيه ډائيرۍ نه دا هم جوتيږي چې فضل محمود مخفي په رياستِ دير کښې څلور سکولونه يعني دير، خال، کوټو او ماڼوګي کښې پرانيستي وو ۔[22] دغه شان د فيرنګي سرکار د ۲۶ فروري ۱۹۲۳ء د يوې بلې هفته وار خفيه ډائيرۍ نه هم د دې خبرې تصديق کيږي چې د مالي مشکلاتو سره سره د نواب اورنګ زېب خان لۀ خوا د دې په عملې هم بندېزونه لګولے شوي دي ۔ لکه مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت ليکي:

The schools at Dir and Khal are at present in a very languishing condition۔ The Nawab has forbidden Sherin Khatak to return to Dir۔ Maulvi Makhfi returned yesterday to Khal۔ It is said that he went to Batal, Hazara, with Muhammad Ayub Khan of that place۔[23]

دغه شان د فيرنګي سرکار د ۰۵ مارچ ۱۹۲۳ء يوه بله هفته وار خفيه ډائيرۍ د مالي مشکلاتو سره سره د دې يوه وجه دا هم ښائي چې په فضل محمود مخفي باندې د بالشويک ايجنټ الزام د هغۀ په مشکلاتو کښې نوره هم اضافه کړې وه ۔ مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت ليکي:

Disappointed in this quarter, Sherin Khan, together with Maulvi Makhfi and certain Indian Muhajirin, proceeded to Kotki to try to enlist the sympathy and influence of the Shahzada of Rehankot in favour of their various schemes۔ The latter individual does not attempt to conceal his anti-British tendencies۔ Maulvi Makhfi’s local influence is declining owing firstly to his now being short of funds and secondly to fact that the tribesmen suspect him to be Bolshevist Agent۔[24]

الغرض جمعيت عسکريه هند هم د آزادي د تحريکاتو څخه يو تحريک وۀ چې په عسکري بنيادونو قائم وۀ ۔ د دې تحريک په اغراض و مقاصدو کښې د خلافت د قيام او بقاء د پاره کوششونه، په موثر انداز کښې خپل آواز پورته کول، په عسکري بنيادونو د طاقت حصول، د تعليم د پاره منظم هلې ځلې کول او د ياغستان او هندوستان تر مېنځه د تعلقاتو قائمولو د پاره هڅې کول وو ۔ د فيرنګي سرکار د خفيه دستاوېزاتو نه هم د دې تنظيم د اهميت اندازه په اسانه کېدے شي ۔ په دې تنظيم کښې د فضل محمود مخفي کردار هم واضحه دے ۔ د فضل محمود مخفي په ځاے ماڼوګي کوز دير کښې د دې اهم اجلاسونه هم دا څرګندوي چې د دې عسکري تنظيم سره د هغوي تعلق تر کوم حده وۀ او د دې عسکري تنظيم د عالي مقاصدو د پاره ئې خپل خاندان او خپل ورور سيد محمود هم د دې برخه ګرځولي وو ۔ دا عسکري تنظيم تر څۀ حده په خپلو مقاصدو کښې کامياب په نظر راځي ولې خو په تعليمي مېدان کښې ئې خپل مقاصد تر ډېر حده ترلاسه کړي دي ۔

(د دې مقالې حوالې د مجلې پۀ اخره کښې د خپل نمبر سره درج دي)

 [1] مدنی، مولانا حسین احمد، نقش حیات، جلد دوم، المیزان ناشران و تاجران کتب لاہور، ۲۰۱۳،  ص: ۱۴۲

[2] سليم، سليم الرحمان، غازي مولانا فضل محمود مخفي، مشموله: دوه مياشتنۍ پښتو، جلد: ۱۳، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي، مئي ۔ جون ۱۹۸۱ء، ص: ۹۲

[3] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 80

[4] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 80

[5] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 80

[6] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 80

[7] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 117

[8] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 24

[9] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 30

[10] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 45

[11] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 47

[12] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 61

[13] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 62

[14] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 62

[15] عزیز ہندی، ان کہی کہانی، مشمولہ: آوراق گم گشتہ، ترتیب و تہذیب: سید رئیس احمد جعفری، محمد علی اکیڈمی لاہور، ۱۹۶۸،  ص: ۸۵۰

[16] Special Branch, Agitation in Khost and Communication with British Teritory, Period: 1922, Bundle No. 83, Serial No. 1509, Directorate of Archives Peshawar, Page: 96

[17] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبعه افغانستان، ۱۹۸۳ء ص: ۱۷۱، ۱۷۲

[18] آیبک، ظفر حسن، خاطرات (آپ بیتی)، مرتب: ڈاکٹر غلام حسین ذوالفقار، سنگ میل پبلی کیشنز لاہور، ۱۹۹۰، ص: ۱۸۸

[19] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 30 April 1922, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 61, Directorate of Archives Peshawar, Page: 71

[20] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 09 September 1922, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 59, Directorate of Archives Peshawar, Page: 04

[21] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 20 January 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 07

[22] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 29 January 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 11

[23] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 26 February 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 27

[24] Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 05 March 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 32

نورې ليکنې۔۔۔