د باجوړ خدائي خدمتګار او د شېخانو کورنۍ—عنايت الله بهار

دا ليکنه شريکه کړئ

باجوړ د پښتونخوا وطن هغه تاريخي سيمه ده چې که يو طرفته په فطري ښکلا او زرخېزۍ کښې ثاني نه لري نو بل خوا دا سيمه په تاريخي ، سياسي ، صحافتي او ادبي حوالو سره هم ډېر موړ او پټ تاريخ لري ۔ بيا چې خبره دخدائي خدمتګار تحريک راشي او تذکره د باجوړ وشي نو په دغه لړ کښې هم باجوړ د ړومبي صف هغه خدائي خدمتګار ورکړی چا ته چې د تحريک باني فخر افغان باچاخان خان خپل استاذ ويلی وه ، او دا څه وړه خبره نه ده بلکې ډېره د وياړ خبره ده ، دغه وياړلی شخصيت څوک وه ؟ ها دغه وياړلی شخصيت مولانا فضل محمود مخفي وه ، د مخفي صېب نيکني علاقه د ماموندو زګۍ نومې سيمه ده چرته چې نن هم د هغوي عزيزان مېشته دي ۔ کله چې باچاخان بابا د باجوړ په دوره وه نو دغه سيمه ئي د مرکز دپاره هم انتخاب کړې وه خو بيا چې د دې خطې سياسي منظرنامه بدله شوه نو دغلته ئي د مرکز د جوړولو اراده وځنډوله خو د باجوړ اوخدائي خدمتګار تحريک تړون ورځ تر بلې مضبوطېدو ، کلکېدو او پخېدو ، په دغه لړ کښې به وخت په وخت دخدائي خدمتګار تحريک مشرانو او غړو د باجوړ دورې کولې او دلته د تحريک په منظم کولو او خورولو کښې به هر وخت بوخت وو ۔ کله چې په ټوله پښتونخوا کښې د دغه تحريک د طرفه د تعليمي ادارو يعنې ازادو سکولونو په جوړولو لاس پورې کړی شو نو د ښه مرغه باجوړ ته ئي هم خپله برخه ورسوله او په چارمنګ او اتمانخېل چينګۍ کښې ئي د ازادو سکولونو بنيادونه کېښودل او دلته د تعليم يوه بهترينه لړۍ روانه شوه ، وخت تېرېدو کار روان وه او د مخفي صېب په لاسو په باجوړ کښې دخدائي خدمتګار تحريک بوزغلی ورځ تر بلې خورېدو ، چې په نتېجه کښې ئي تورلالي کاکا ، ملک سرور خان مته شاه ملک ، ټهېکدار محمد ګل ، سيد عبدالمنان کاکاجي ، ملک عطاءالله خان لالا ، ملک ګل زاده ، شېخ جهان زاده ، فاتح رحمن ماموند ، ګل افضل خان ، خان زمين جان ، سالار احمد علي ، مولانا خانزېب او ان تر زلمي نثار باز پورې دغه لړۍ ښه په تېزۍ سره راروانه ده او ورځ تر بلې وده کوي ۔

دغه ذکر شوو ټولو ښاغلو په خپل خپل وار په باجوړ کښې د دغه سپېځلي تحريک د مضبوطولو دپاره او د باچاخان د مينې د پېغام د خورولو دپاره ډېرې زياتې ستړې وکړې ، خپل جاېدادونه ، کاروبارونه او خپلې ځوانۍ ئي پکښې خاورې کړې خو د باچاخان بابا پېغام ئي هر کور ، هر جومات ، هرې حجرې ، او هرې ډبې ته ورساوه ۔ دغه ذکر شوي کسان د جدا جدا مضمونو بلکې کتابونو حقدار دي ځکه زه د دغه هرڅه نه راتېرېږم او د ناوګۍ د يوې داسېخدائي خدمتګارې کورنۍ د وفا ، مزاهمت ، او سياست په بابله خبره کوم ۔

دغه کورنۍ چې چې په باجوړ او ټوله پښتونخوا کښې د شېخانو د کورنۍ په نوم شهرت لري او هر څوک ورته ډېر درانوی لري په بنيادي توګه د لوی پښتون ټبر د ترکهاني څانګې سره تعلق لري ، په ترکهاني کښې بيا سلارزي دي ، او په سلارزي کښې شومه خېل ، شېخان دي ۔ د دې کورنۍ اوخدائي خدمتګار تحريک تړون ډېر پخوانی دی ،په ړومبي ځل د دې کورنۍ حجرې ته باچاخان بابا په کال 1917 ء کښې هغه وخت ورغلی وه کله چې بابا د نوروخدائي خدمتګارو تر څنګ د باجوړ په دوره وه ۔ بس په هغه ورځ چې د دغه عزت دارې کورنۍ مشرانوخدائي خدمتګار تحريک ته لاس ورکړو نو دا فقط هسې د نوم دپاره نه وه بلکې دا يوه داسې وعده وه ، چې بېخي د کاڼي کرښه ثابته شوه ۔ د هغه ورځې نه چې په باجوړ کښې دغه کورنۍ دخدائي خدمتګار تحريک سره خپلې هلې روانې کړې نو بيا کله هم ونه درېدې او نه د څه قسم مصلحت ښکار شوې بلکې د وخت د تېرېدو سره لا ډېرې مضبوطې شوې ۔ بيا په تېره تېره چې په 12 دسمبر 1965ء کښې په دغه کورنۍ کښې يو ماشوم وزېږېدو خپل پلار شېخ خانه ګل صېب د دغه ماشوم نوم شېخ جهان زاده کېښوده ، هغه ابتداٸي زذهکړې د خپل کلي ناوګۍ نه وکړې د نورو زدکړو دپاره ئي په ډګري کالج خار کښې داخله واخستله او د هغې نه پس ئي په سياسياتو کښې د پېښور پوهنتون نه اېم ای او روستو بي اېډ هم وکړو ۔ شېخ صېب خپله تعليمي سلسله هم روانه ساتله او دخدائي خدمتګار تحريک سره د تړون له وجې د پښتون سټوډنټ فېډرېشن يو فعاله غړی هم وه ۔ وخت په وخت به ئي د دغه فلېټ فارم د لارې سيمينارونه ، سټډي سرکلې او احتجاجونه کول ۔ شېخ صېب چې خپله تعليمي سلسله سرته ورسوله نو د عوامي نشنل ګوند د فلېټ فارم نه ئي عملا د سياست اغاز په کال 1992ء کښې وکړو ۔ دا هغه وخت وه چې په سابقه قباٸلي سيمو کښې به چا د سياست نوم هم نه شو يادولی ځکه چې دغه وخت په ټولو پخوانېو قباٸلي سيمو کښې د انګرېز د وخت تور او ظالمانه قانون اېف سي ار راٸج وه ، د دغه تور قانون تر مخه دغلته په هر قسمه سياست ، سياسي غونډو او سياسي ګوندونو پابندي وه او چې چا به هم خوله پرانستله نو يا خو به د تورو تنمبو شاته کولی کېده او يا به قتل کېدو ،،، خو شېخ صېب او د هغه ملګرو د دې هېڅ شي هېڅ پروا نه کوله او عملا د دغه تور قانون خلاف په باجوړ او ټولو پخوانېو قبايلي سيمو کښې ګرځېدو غونډې ئي کولې ، سيمينارونه ئي کول ، جلسې ئي کولې او خلق ئي بېدارول ۔

د دې تر څنګ شېخ صېب د خپل قلم د لارې هم خپله مبارزه کوله او وخت په وخت به ئي په وحدت اخبار ، شهباز اخبار او پښتون مجله کښې د اېف سي ار خلاف ، او د قباٸلو په حقوقو ډېرې ګټورې ليکنې کولې ۔او خپل اولس ئي بېداراوه ۔ دغه هرڅه کول دومره اسان نه وو بلکې د وسپنې نيني چيچل وو چې په نتېجه کښې ئي شېخ صېب سره د خپلو ملګرو د سنټرل جېل پېښور ، هريپور جېل ، او د مقامي جېل بنديوان شوی دی ۔خصوصا د 40 اېف سي ار د ضالمانه دفعې لاندې شېخ صېب ډېر زيات ټارچر کړی شوی دی ۔ د دې نه علاوه په شېخ صېب او د هغه په کورنۍ لسګونه قاتلانه حملې شوې دي ۔ په اتم مارچ 2008 ء ئي په کور د مارټر ګولۍ حمله وشوه چې په نتېجه کښې د دوي د کور دوه زنانه او دوه سړي زخميان شول ۔په 22فروري 2019 ، او 22 جنوري 2019ء او او 8نومبر 2019ء د دوي په کور د درنو وسلو حملې وشوې ۔د دې نه علاوه بې شماره ځل پرې ډزې شوې دي خو دا سړی يو انچ هم د خپلې خبرې نه نه دی په شا شوی بلکې دغه هر څه لا ډېر مضبوط کړی دی ، د عملي سياست تر څنګ هغه کله هم قلم د لاسه نه دی کوز کړی ، د خپلو ډېرو مصروفياتو سره سره ئي خپلې مطالعې او ليک ته وخت ورکاوه د دوي ړومبی کتاب کوم چې شجره نسب نومېږي په کال1997ء کښې چاپ شو په دغه کتاب کښې ښاغلي خپله شجره مرتب کړې ده ۔ د دوي دوېم کتاب ، قباٸل څه غواړي ؟ په کال 1998ء کښې چاپ شو ، شېخ صېب په خپل دې کتاب کښې د قباېلو په تاريخ ، اېف سي ار قانون ، د قباېلو په حقوقو ، تجارت ، سياست او اقتصاد ډېر ګټور ليکونه کړې دي ۔ شېخ صېب په مختلفو وختونو کښې د ګوند په ضلعي سطح باندې په مختلفو عهدو پاتې شوی دی چې پکښې د تحصيل ناوګۍ جنرل سکټري ، تحصيل صدر ، دوه ځل د ګوند بلا مقابله ضلعي صدر پاتې شوی دی ۔ او دا مهال د عوامي نشنل ګوند د مرکزي مجلس عاملې غړی دی ۔ شېخ جهان زاده که يو طرفته د شېخانو د کورنۍ نه هغه ړومبنی سړی دی چې د خپلې پوهې په برکت ئي خپل ځان په ټوله پښتونخوا اوپېژندلو بلکې په باجوړ او نورو پخوانېو قباېلي سيمو کښې ئي د عوامي نشنل ګوند د سياست دپاره د اکسيجن پشان کار وکړو ،او هم د دوي د سياسي هلو ، جېلونو ، او ټارچر سېلونو په برکت د پخوانېو قباٸلي سيمو نه د انګرېز دغه تور قانون اېف سي ار د ټول عمر دپاره ختم شو او قباېل د خپل تاريخي سياسي او ثقافي مرکز پېښور سره په انتظامي توګه وتړلی شول ۔ شېخ صېب د باجوړ نه د عوامي نشنل ګوند په نخښه څو څو ځل انتخابات کړې دي خو د بده مرغه يو ځل هم نه دی کامياب شوی خو دا د کېمور د غر په شان د دنګې حوصلې سړی کله هم نه دی مايوسه شوی ، بلکې لا ډېر مضبوط شوی دی ۔ شېخ جهان زاده که يو طرفته په باجوړ او نوره پښتونخوا کښې په زرګونو کشران په سياسي توګه روزلي دي نو دغسې ئي په خپل کور کښې د خپلو کشرانو د تعليم او په سياسي تربيت ئي هم ډېره زياته توجو ورکړې ده ۔ چې څرګند مثال ئي د شېخ صېب کشر رور ملي شهيد حضرت مولانا خانزېب دی ۔ مولانا خانزېب چې پوره نوم ئي شېخ مولانا خانزېب دی ، په څلورمه جنورۍ کال 1980ء کښې په ناوګۍ کښې زېږېدلی دی ۔ ابتدائي تعليم ئې د خپلې سيمې نه ترلاسه کړو او په کال 1999ء کښې ئي د وفاق المدارس نه خپل تعليمي سفر سرته ورساوه ، مولانا خانزېب د دغه کورنۍ دوېم کس دی يعنې په عمر هم د شېخ صېب نه کشر بلکې د ټولو رونو نه کشر وه او په سياسي حواله که يو طرفته د شېخ صېب شاګرد وه نو بل طرفته د شېخ صېب ځای ناستی هم وه ۔ هغه به د خپلو زدهکړو سره سره نوره ډېره زياته پراخه مطالعه کوله ، په خاصه توګه د قامي تاريخ ، سياست ، وساٸلو ، خو ئي دومره پراخه علم لرلو چې مثال ئي نه وه ۔ مولانا خانزېب صېب د عملي سياست اغاز هم د عوامي نشنل ګوند نه وکړو او په داسې حساس او د فتنې نه ډک وخت کښې ئي خپل فعاليت شېروع کړو چې د قامي ګوند په منظمو صفونو ډېر بې رحمه ګوزارونه شوې وو ، د دولس سوه نه زيات مشران او کارکنان ئي ترې شهيدان کړې وو ، د قامي ګوند خلاف رياست او د رياست لاسپوڅو د هر ډګر او هر فلېټ فارم نه دومره خرابه او د دروغو پروپېګنډه شوې وه چې د پښتنو د ځوان کهول او قامي ګوند تر مېنځ ئي ډېر زيات دېوالونه ودرولي وو، سياست او سياسي ګوندونه انتهاٸي بدنام کړی شوې وو ، په پښتنه ټولنه کښې انتهاپسندي خپل عروج ته رسېدلې وه ، رواداري ختمه شوې وه ، د ډيورنډ کرښه په مستقله توګه تړلې شوې وه ، او په خلقو يوه د ويرې او مايوسۍ خپسه ناسته وه ۔ په دغه حساس وخت کښې مولانا خانزېب په عملي توګه د سياست مېدان ته راکوز شو او هغه بيانيه ئي راواخسته کومه چې د بې درېغه رياستي دروغژنو پروپېګنډو په وجه په اولس کښې غېر مقبوله کړی شوې وه ۔ دغه بيانيه څه وه ؟ دا قامي بيانيه وه ۔دا سړی چې دغه مېدان ته راکوز شو نو يو داسې ځغل ئې شېروع کړو چې نه ئي شپه کتله ، نه ئي ورځ کتله ، نه ئي باران ته کتل ، نه ئي طوفان ته کتل ، نه تاوان ته کتل او نه ئي د خپل سر پروا کوله ، چرته که به دوه کسان راټولېدل ، که لس او که زر خو مولانا به ورته خپل ځان رساوه او قامي تبليغ به ئي ورته کاوه ۔ هغه که به په جومات کښې وه ، که په حجره کښې به وه ، که په ډبه به وه ، او که د چا په واده کښې به وه عرض دا چې په هره موقع او هر ځای کښې به ئي د قام خبره کوله هغه د خدای بخښلي ډاکټر حنيف په ملتيا په باجوړ کښې د سټډي سرکلو يوه لړۍ روانه کړه په ړومبي ړومبي کښې ورسره د باجوړ خلق نا اشنا وو خو ډېر زر د باجوړ د ځوانانو د توجو مرکز وګرځېدل ، او چې د پښتنو د دوشمنانو پرې نظر شو نو د هرې ډډې ورته د فتوو توپې مخامخ شوې ، خو مولانا د ډېرو مضبوطو اعصابو خاوند وه هغه دغه انتها پسندو ته داسې په مضبوطو دلاېلو جوابونه ورکول چې حېران به ئي کړل ، د دغه سټډي سکلونو په برکت په باجوړ کښې د زرګونو ځوانانو ذهني تربيت وشو او قامي ګوند ته ډلې ډلې راروان شول ۔ مولانا په باجوړ کښې دوېم لوي کار دا وکړو چې د امن سپين بېرغ ئي راوچت کړو او د باجوړ هغه کلو کورونو او کوڅو ته ئي يوړو چې چا ئي سوچ هم نه شو کولی ۔ مولانا د باجوړ هغه کلو او بانډو ته ځان ورساوه د کومو نه چې خلقو د بد امنۍ او ويرې نه کډې کولې او نورو سيمو ته تلل مولانا دغه خلق ډاډه کړل ، هغو ته ئي په کلو او بانډو کښې د پاتې کېدو دپاره جولۍ اوغوړوله او دغه خلق ئي په خپلو ځايونو اوسېدو ته پاتې کړل ۔ مولانا په باجوړ کښې د ځوانانو د سياست او قامي ګوند سره تړون جوړ کړو ، د ټولنيزې بېدارۍ په لړ کښې ئي د ځوانانو ډېر ښه تربيت وکړو ۔د دې سره سره هغه خپله مطالعه هم جاري وساتله ، او خپل قلم ئي هم د لاسه کوز نه کړو ۔ هغه چې د باجوړ د ځوانانو سره ناستې وکړې او په هره ناسته کښې به ترې ځوانانو د باجوړ د تاريخ په اړه پوښتنې کولې نو هغه د دې خبرې ضرورت محسوس کړو چې د باجوړ تاريخ ليکل ضروري دي نو هغه د خپل انتهاٸي مصروف ژوند باوجود کېښناستو او د باجوړ د تاريخ ماتې ماتې کړۍ ئي راټولې کړې او په ډېر منظم شکل کښې ئې د باجوړ خلقو ته د باجوړ د تاريخ په رڼا کښې ، په نوم پېش کړو ۔ د دې نه علاوه مولانا صېب بل لوی کار دا وکړو چې د پښتونخوا په فطري خزانو پسې ئي لټون وکړو او په ډېر منظم ډول ئي د شتمنې پښتونخوا په نوم چاپ کړو ۔ مولانا صېب د دغه ضرورت هم هله محسوس کړو کله چې د هغه نه د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کښې ځوانانو په دغه اړه پوښتنې کولې ځکه چې د پښتونخوا ځوانانو ته خو د خپلو دغه فطري خزانو په اړه هېڅ علم نه وه نو يو طرفته مولانا صېب دغه هرڅه د کتاب په شکل چاپ کړل او د تل دپاره ئي خوندي کړل نو بل طرفته ئي د پښتونخوا ګوټ ګوټ ته خپل ځان ورساوه او پښتنو ځوانانو سره ئي مکالمې وکړې ، غونډې ئي وکړې ، جرګې ئي وکړې او پښتانه ځوانان ئي د خپل قامي خزانو نو نه داسې خبر کړل چې د هر چا په خوله به دغه موضوعات وو ۔مولانا خانزېب د ډيورنډ کرښې سره تړلو هغه تجارتي لارو کومې چې د تېرو دوه درې لسسيزو نه تړلې شوې پرتې دي د بېرته خلاصولو دپاره په باجوړ او نورو سيمو کښې جرګې وکړې او خپل اولس ئي د دغه تړلو لارو ګودرو په نقصاناتو خبره وکړه ، مکالمې ئي وکړې او دغه موضوع يو قسم ته د تحريک شکل اختيار کړو ۔ کله چې رياست د ماٸنز اېنډ منلرز بل په ذرېعه د پښتنو او بلوچو په قامي وساٸلو د ډاکې اچولو اراده وکړه نو عوامي نشنل ګوند د دغه بل خلاف د يو مضبوط تحريک چلولو اعلان وکړو او په دغه تحريک کښې تر ټولو موٸثر او مضبوط کردار ښاغلي مولانا خانزېب ادا کړو تر دې پورې چې دغه بل هغه د خپل سر په قيمت ناکام کړو ۔ مولانا خانزېب په يو لاس کښې د قام سور بېرغ او په بل لاس کښې ئي د امن سپين په ټوله پښتونخوا کښې وګرځاوه تر دې چې په لسمه جولائي 2025ء کښې د امن سپين بېرغ د هغه په وينو سور شو ۔ دا د ناوګۍ د شېخانو د کورنۍ تک سور بڅری چې د ناوګۍ نه راپورته شو نو ډېر زر بلکې په يو پړق کښې ئي د پښتونخوا هر کور ته شغلې ورسېدلې ،،، د شېخانو کورنۍ په پخوانېو قباٸلي سيمو کښې د شېخ جهان زاده صېب په شکل کښې د اکسيجن کردار ادا کړی وه ۔ مولانا خانزېب د دغه عزت مندې کورنۍ دوېم وياړ وه چې په ډېر زيات حساس وخت کښې ئي عوامي نشنل ګوند ته د اکسيجن کار ورکړو ، او په دې خاوره کښې ئي هغه د مولانا فضل محمود مخفي تاريخ په عملي توګه تکرار کړو ۔ مولانا خانزېب په ډېرو حساسو موضوعاتو په ډېر خوندور انداز کښې ليکنې وکړې ، ويناوې ئي وکړې او جرګې ئي وکړې ، او د ډېرو ذهنونو نو نه ئي دوړې وڅنډلې ، او حقيقت دا دی چې په ډېر لږ وخت کښې ئي دومره ډېر کار وکړو چې د راروانې يوې پېړۍ دپاره به کار کوي ۔۔ د شېخانو د کورنۍ بل وياړ د شېخ ګل بادشاه صېب په شکل کښې موجود دی څوک چې د قامي غورځنګ سره عملا تړلی دی او د دې تر څنګ د پښتونخوا د وساٸلو لکه شهد ، غوړي ، غونځاخي او نورو توکو ته په پاکستان دننه او نړيواله سطح باندې مارکيټ پېدا کوي او په پښتونخوا کښې ورسره د زرګونو خلقو روزګار تړلی دی ۔ عرض دا چې د ناوګۍ د شېخانو کورنۍ کومه عامه کورنۍ نه ده ، بلکې دا په دې خاوره هغه کورنۍ ده چې هر څوک ورته د خپل سپېځلي قامي کردار په برکت بېخي ډېر عزت ورکوي ، د دې تر څنګ دا هغه کورنۍ ده چې اولسونه پرې راټولېږي ، او د اولسونو د اعتماد ، باور ، او وفا يو کلک سنګر دے ۔

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔