د سوات بې وخته واؤرې، اورونه، بارانونه او سېلابونه: یو لنډ شالید—نديم ټکر

په انساني ټولنو کښې دا یو لرغونے روایت پاتے دے، چې کله هم څه قدرتي افتونه راغلي، نو اولس دا په انساني اخلاقیاتو پسې تړلي، او بیا قسما قسم  نومونه ورکوي، لکه په نزدې ورځو کښې په سوشل مېډیا یو ویډیو خپره شوه، چې په ګلګت کښې خلکو یو چېلۍ / بیزه حلاله کړه او […]