‘افغانستان او باچا خان’ ‘افغانستان ته د باچا خان تګ’ – محمد اقبال وزیري

  ‘د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه’ د دانش خپرندوې ټولنې تخنیکي څانګه، 1388ل/ 2010ز، مخونه 124-108 باچا خان ته د لومړۍ نړیوالې جګړې د پېل کېدو نه وروسته دا فکر پېدا شو چې بايد کابل ته لاړ شي او د انګليسانو پر ضد مبارزه کښې د امير حبيب الله خان د […]

اعليٰحضرت امان الله خان – ملک عنایت الله کاسي

    د ازاد افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو يوه پېړۍ تېره شوه. پۀ تېرو څو لسيزو کښې هر هېواد د خپل ګټو لپاره پۀ بېلا بېلو لارو د خپلو شومو اهدافو لپاره افغانستان ټکي تکي کړو او د افغانستان خپلواکي ئې زيانمنه کړه – خو دا ټول هېوادونه د خپلو شومو ارمانونو سره لۀ […]

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام

    ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ د هېواد سياسي خپلواکي منل […]

د استقلال سل کلن شالید کښې د پښتنو افغانانو د رویو/ نفسیاتو جاج – همدرد یوسفزے

      پۀ داسې حال کښې چې د لوی افغان وطن سل کلن د ازادۍ خپلواکۍ جشن لمنانځلے کېږي، د دغه سل کلني حالاتو واقعاتو او پۀ تېره تېره د دغه سلو کالو نفسياتي جاج اخستل، څېړل او کتل او دغه جاج څېړنه او کتنه خپل اولس ته حواله کول ډېر اړين بولم. افغان […]

د افغانستان استقلال د ساتنې پۀ سل کلنه مبارزه کښې،د افغان کډوال وجود د یوې سیاسي ستونزې پۀ حېث – حبیب الله کاکړ

        پۀ 1879ز کښې چې د امیر یعقوب خان او لویس کیواناري (Sir Louis Cavagnari) ترمنځ د ‘ګندمک’ کوم تړونلیک لاسلیک کړی شو او بیا امیر عبدالرحمان هغه لۀ پېرنګو سره ومنلو، تقریباً تر یو کم څلوېښت کلونو پوري افغانستان د یو ریاست پۀ حېث د برطانوي هند یو پروټیکټورېټ )زیرحمایت (Protectorate […]

د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کښې (دوېم افغان انګلیس جنګ او لۀ هغې وروسته) – دروېش درانی

  ‘د پښتني ژوند کړۀ وړۀ’، زم زم پرېس، کراچۍ، 2014ز، مخونه 424-408     (1) د امير دوست محمد خان لۀ مړينې 1863)ز( وروسته د هغۀ زوی شېر علي خان امير شو. لۀ امير کېدو سره سم ئې پۀ هېواد کښې د خپلسرۍ هغه زړه ناروغي بيا راژوندۍ شوه. خپلو وروڼو د دې د […]

د کابل د لیدلو حسرت – ډاکټر لیاقت تابان

    پښتانۀ پۀ ژوند کښې د دوو ښارونو د لیدلو حسرت لري – یو کابل، بل حرم – د نورو پۀ څیر زما د ذهن پۀ پړدو هم د کوشنیوالي راهسې دا نغمه هر وخت زمزمه کېدله: کابل ته ځمه – کابل ښۀ ځای دی بیا نۀ راځمه د کابل د لیدلو لومړی تمرین […]

علامه محمود طرزي پېژندنه – عبدالروف رفيقي ـ abdulraufrafiqui@yahoo

    زوکړه: لومړی ربيع الاول 1282هـ.ق – غزني – د سردار غلام محمد خان طرزي زوی، پۀ خټه محمدزی. مړينه: دېرشم شعبان1352هـ.ق – ښخ د حضرت ايوب انصاري هديره، استمبول )ترکيه( د ملا محمد اکرم هوتک شاګرد، د پلارسره هند ته ولاړی، بيا شام ته ولاړ، بېرته وطن ته راغلی. شپاړسم ميزان 1290هـ.ش/1911ز: بېرته […]

علامه محمود طرزی او ‘سراج الاخبار’ – ډاکټر رفیقي

    ‘سراج الاخبار’ د اسيا پۀ رک زړۀ کابل کښې پۀ يو داسې حال کښې را وځلېد چې نړۍ د شلمې پېړۍ و پېل ته هرکلی وايۀ. افغانستان پۀ جغرافيائي لحاظ پر يو داسې موقعيت شتون درلودی چې و يوې خوا ته ئې د روسيې د سياست درب پروت ؤ، و بلې خوا ته […]

د افغانستان د پولو ټاکنه – ډاکټر محمد حسن کاکړ

    ‘پښتو، پښتون، افغانستان’، جرمني، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، 2011، مخونه 223-171   د امیر عبدالرحمان د واکمنۍ )بله( مهمه ځانګړتیا د افغانستان د پولو ټاکلو بشپړېدل دي. پۀ دې اړه باید ووئیل شي چې د افغانستان د پولو بېلې برخې پۀ بېلو وختونو کښې د برطانوي هند حکومتي مأمورانو، د ‘تزاري’ […]