اداريه – فروري 2019

تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ژاړي بې وسي خپله پۀ خپله تړتړۍ ژبه حیات خان د خیسور ــــ جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ ‘وتړئ پۀ زندانونو کښې سړي د دې کلي!!! بې ستره کړئ درشلې د دې کورونو!!! کښېنوئ وېره سترګو کښې د ماشومانو د دې وطن!!! جاري کړے حکم سالار […]

زلمو مست شئ – خان عبدالولي خان

پۀ درېمه جولایۍ نولس سوه دوه اویایم د ‘پښتون زلمي’ د سپریم کمانډر پۀ حېث رابللې شوې جرګې ته شوې وېنا بیا وروستو د دې کتابګوټي/ پمفلټ صورت کښې چاپ کړې شوه. هاغه وخت ‘نېشنل عوامي پارټي’ صوبه کښې د اتحادي حکومت برخه وه. مارشل ذهن او جاګیردار زړۀ لرونکي مرکزي حکومت سره د هاغه […]

د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے

د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او بېل بېل وختونه دي؛ ولې د دۀ کردار، عمل، مينه او هدف همېشه برابر پاتې شوي. د دۀ د شخصيت اندازه د دۀ د جېلونو، پښتنو کښې د سياسي شعور او ازادۍ مبارزه او د خپل قام د سفير پۀ […]

پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان

سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون […]

ورځپاڼه ‘جنګ’، حرف تمنا، د خالي ورځ، 28 جنوري 2006ز – ليکوال: ارواښاد ارشاد احمد حقاني – ژباړن: نور احمد فطرت، چمن

د ای اېن پي د لارښود ارواښاد خان عبدالولي خان د وفات څخه چې د هند د نيمې اوچې او پۀ ځانګړي ډول د پاکستان د سياسي تاريخ ډېرې دروازې وتړل شوې او د دۀ پلار د برصغير د ازادۍ پۀ ملي هڅو کښې د کانګرس او خدائي خدمتګار د دريځونو څخه څو لسیزې سرګرم […]

تاثرات ژوندے ولي – م ر شفق

“باچاخان ” پۀ بنيادي توګه د خدائي خدمتګار او پۀ انسانيت مئين ؤ. عدم تشدد، مينه او امن د هغۀ مذهبي عقيده وه. د دې د پاره به ئې د حضور پاک صلي الله عليه وسلم د مکې ژوند حواله ورکوله. پۀ صبر استقامت ئې د قوم د اصلاح او قامولۍ تحريک شروع کړے ؤ. […]

د باچاخان اخباري بیانونه – م ر شفق

جنوري کال 1983ء کښې باچاخان د ليډي ريډنګ هسپتال پېښور( بولټن بلاک) کښې داخل ؤ. د راولپنډۍ ورځپاڼه “جنګ” کښې به د باچاخان د خولې څۀ نا څۀ بيان شائع کېدلو. يو څو بيانونه ترې ما پښتو کښې رانقل کړي وو. د “پښتون” لوستونکو ته ئې د ياد تازه کولو پۀ خاطر وړاندې کوم. بل […]

د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه – حیات روغانے

د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند مېجر جنرل اٰصف غفور لۀ خوا چې د میډیا کارندانو ته د ملک د ترقۍ مزل اسانولو د پاره تر شپږ میاشتو صرف ‘مثبت خبرونه’ ښودلو او خورولو ښونه شوې ده، د هغې ورځ نه دا بحث شروع شوے دے چې کوم خبرونه به ‘مثبت خبرونه’ وي او […]

ګل محمد بېتاب

  دې کښې شک نشته چې پښتو ژبې ته خاکه نګاري د اردو او ا نګرېزۍ ژبو د لارې راغلې ده. خاکه څۀ ته وائي او پۀ پښتو کښې وړومبۍ خاکه کله او چا ليکلې ده. دا بحث تفصيل غواړي ولې چې د خاکې ليکلو ابتداء پۀ پښتو کښې هم لکه د اردو ژبې د […]

نظم توکنه – فېصل فاران

ښاغلے نور البشر نوید زمونږ د وختونو یو ډېر یاد صحافي، شاعر او ډرامه نګار دے. د خپلو مخکښو سلېمان لائق او رحمت شاه سائل غوندې د نور البشر نوید شاعري هم د غېرت د چغې ازانګه ده چې صحافت او ډرامائیت پرې اضافه ده. د دغه صحافتي مزاج او ډرامائي عنصر کمال دے چې […]