د خېبر سوغات—رضوان شلماني/ بشير اپريدے
بنګ: د چا شعر دے چې: ما له مرۍ مۀ نيسئ ورشئ زۀ بنګ نۀ کرمه خلق پۀ ښار کښې د بارودو کارخانې وباسي ضلع خېبر چې پۀ ډېرو حوالو سره د اهميت وړ ده ۔ يو خوا کۀ د خېبر دغه تاريخي دره د مينځۍ او جنوبي اېشيا تر مينځه د زرګونو کلونو تاريخي […]
د خېبر اولسوالۍ پۀ اقتصاد او سماجي ژوند د جنګ اثرات پۀ شتمن وطن کې د زېږول شوې نيستۍ يوه جايزه—انجنئير عمران اپریدے
خېبر اولسوالي پۀ پښتونخوا وطن کښې تاريخي او جغرافيايي اهميت لرونکې يوه داسې سيمه ده چې سينه ئې د شتمنيو ډکه ده خو پۀ لمن کې ئې بدبختي او محرومې دي ۔ پۀ انتظامي توګه خېبر اولسوالي د باړه ، جمرود او لنډي کوتل پۀ نوم پۀ درې تحصيلونو کې وېشل شوې ده چې اپريدي […]
د شانګلې وسايل —فرحت عباس
ضلع شانګله چې د دنګو دنګو غرونو، ګڼو ځنګلونو، چتر چتر نخترونو، رڼو چينو، ابشارونو، ډنډونو، يخو هواګانو، ځنګلي مېوو او خوړونو کور دے، د پخواني رياست سوات برخه پاتې شوې ده او بيا د جولائي پۀ لسمه کال 1995 ورته د بيلې ضلعې حېثيت ورکړے شو۔ د شانګلې پۀ شمال کښې کوهستان، پۀ مشرق […]
بونېر کښې د سېلګرۍ تنوع—ايلم افغان
د دوه زره درېويشت د سر شمېرنې پۀ اساس بونېر 1,016869 وګړي لري۔ د خواندګۍ شرحه ئې 43۔75 سلنه ده چې پۀ دې کښې 60۔61 سلنه د سړو او 27۔40 سلنه د ښځينه ده ۔ بونېر پۀ شپږو تحصيلونو او 27 يونين کونسلو کښې وېشلې ضلع ده چې شمال ته ئې د سوات جنوب ته […]
شتنمه صوابۍ ولې نېسمنه ده ؟—عثمان ننګيال
پۀ مخ د زمکې الله پاک د هر قام پۀ سيمه رنګ رنګ نعمتونه او شتمنۍ پېرزو کړي دي دغه شتمنۍ او نعمتونه د غرونو سيندونو، دريابونو، ځنګلونو اؤ د داسې نورو قدرتي منظرونو پۀ شکل کښې سود کړي دي چې دا بيا د هر قام معدني وسيلې ګرځېدلي دي اؤ هر قام د دې […]
د مومندو ماربل د ښامار پۀ خلۀ کښې—مزران مومند
پښتونخوا وطن خداے د قدرتي وسيلو نه مالامال پېدا کړے او هم دغه وجه ده د هر نړيوال سامراج مخه ئې دې طرف ته راړولې ده ۔ ولې چې مقدر قوتونه پۀ دې خبره پوهه دي چې د راروان دور پۀ سائنسي پرمختګ کښې چې به کوم اسباب پۀ کار راوستلے شي هغه ټول د […]
تماکو—-نيازبين ملنګ
پښتون وطن چې ستر خوشحال خان خټک ئې بريد څۀ پۀ دا ټکو کښې ياد کړے و چې } درست پښتون له قندهاره له اټکه{ کۀ پۀ ننګ د يو بل څخه ولاړ دي او کۀ نۀ دي خو دغه ياده جغرافيه هغه خزانه ده چې د قامونو پۀ وېش کښې دا وخت د پښتون […]
سوات،سېلګري او د پښتونخواشتمنۍ!—صلاح الدين خان
خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه يواځي د زمکې لاندې ګېس, تېل, وسپنه, قېمتي کانړي, سره او سپن زر لري بلکې د زمکې د پاسه هم د ښکلا، قدرتي وسايلو، تاريخي آثارو او سېلګرۍ پۀ شکل کې بې شمېره خزاني لري۔ د دې خاورې يوه […]
ګجرګبرال—-کرمداد ګجر
قدرتي وسايل د يو قام او وطن پۀ ترقۍ کښې بنيادي کردار لوبوي ۔ بعضې زمکې داسې وي چې د وسايلو پۀ اعتبار سره قدرت پۀ هغه زمکه باندې پۀ ځانګړي توګه مهربانه وي ۔ زه هم د زمکې يوې داسې ټوټې ګجر ګبرال خبره کوم ۔ د سوات ضلعې شمالي سيمه د غرونو […]
سوات او د سېل ګرۍ صنعت—عطاءالله جان (ايډوکېټ)
په فطري ښائستونو مړه،شتمنه او زړۀ راکښونکې د سوات ګلورينه سيمه د سېل ګرۍ دپاره په ټوله نړۍ کښې یو ځانګړے شهرت لري. قدرت دا زرخیزه سیمه د ښکلا،زړۀ راکښون او ښائستونو په بې شمیره رنګونو سینګار کړې ده. ټولې قدرتي منظرې ئې زړۀ راکښونکې دي.د تکو شنو دنګو دنګو غرونو، د واورو ډکو دنګو […]