خدائي خدمتګار حاجي محمد جان اخونزاده –ډاکټر سعيد احمد ساحل
په رياستِ دير کښې د “خال” علاقه د خپلې مردم خېزۍ په اساس د توجه مرکز پاتې شوې ده ۔ په رياستي دور کښې هم او په وروستو دورونو کښې هم دا خاؤره د علمي، اصلاحي او سياسي هلو ځلو مرکز پاتې شوې ده ۔ فيرنګي سرکار هم په خپلو خفيه دستاويزاتو کښې دا خاؤره […]
د غوئي لوبه (افسانه)– اکبر سادات
لوبه ګرمه وه او تماشبينو چغې وهلې او لاسونه يې پړقول ۔ لوبغاړے د غوائي په شا ناست ؤ، لاسونه ئې اوچت کړي و۔ غوائي په مېدان دانګونه چورلکونه وهل او په مېدان تاوېدۀ ۔ چارچاپيره پرجوشه تماشبينو لاسونه اوچت کړي و او د ګټې نارې ئې وهلې ۔ لوبه ګرمه وه لوبغاړي هم دواړه […]
پښتانۀ زما په نظر اریایان دي او بني اسرائیل د پښتنو اولاد دے–محمد سليم خان
په ډېرې بخښنې سره دا خبره منم چې زۀ کوم څیړونکے یا لیکوال نۀ یم خو یو عام لوستونکے یم نو کېدے شي چې زما نظر غلط وي خو بیا هم خپل نظر ستاسو سره شریکوم ۔ د پښتنو په حقله ډېرو لیکوالانو خپل مختلف نظرونه وړاندې کړې دي څوک وائي پښتانۀ اریایان دي ، […]
خدائي خدمتګار محمد ايوب خان–رحمت شاه قرېشي
د باچا خان بابا خدائي خدمتګار تحريک او د ازادۍ په تحريک کښې ورسره خدائي خدمتګار ملګري چې د باچا خان سره د ازادۍ په تحريک کښې څنګ په څنګ ولاړ پاتې شوې و چې هم ئې سياسي مبارزه او هم ئې د قلم مبارزه کوله او اوس هم د هغه تحريک تسلسل روان دے […]
د باچا لټول مسلمان عدم تشدد او راتلونکې اسلام–مصدق محبوب
د باچا لټول مسلمان عدم تشدد او راتلونکي اسلام، د ”جېفري ار هیلورسون“ لخوا لیکل شوے، د اسلام، امن او عصري سیاسي فکر د مطالعې لپاره یو مهم کتاب دے چې په 2012 کښې چاپ شوے دے ۔ د دې کتاب هڅه دا ده چې هغه پراخه نقطه نظر تر پوښتنې لاندې راولي چې اسلام […]