باچاخان د ځپلې طبقې ترجمان – ارباب جهاد ګل کتوزئ

 

 

  • خدائي خدمتګاري:

دا چا ته معلومه وه چې د اتمانزو خان بهرام خان کره به يو داسې ماشوم عبدالغفار خان زېږېږي چې هغه به د منځنۍ او سوېلي اېشياء يو داسې ځلنده ستورے وي چې پۀ کروړونو خلق به د هغۀ سوچ او فکر نه فائده پورته کوي. خلقو هغه د باچاخان، سرحدي ګاندهي، فخرِ افغان، قامي مشر وغېره پۀ لقبونو يادوۀ او نن د هغۀ سوچ او فکر د انسانيت فکر جوړ شوے دے. هغه د عامو خلقو پۀ شان انسان نۀ ؤ. هغه يو غېر معمولي انسان ؤ. پۀ تاريخ کښې داسې کسان پۀ سلو کالو کښې يو ځل پېدا کېږي چې د هغوي د سوچ او فکر نه خلق خپله لاره وټاکي. پۀ داسې کسانو کښي يو باچاخان هم دے. د باچاخان ټول ژوند د خلقو د پاره يو لار ښوونکے ژوند ؤ. لوستونکے به پۀ دې کتاب کښې د باچا خان د ماشوم والي نه تر مرګ پورې حالات پۀ غور لولي او پۀ مختلفو ځايونو کښې به د هغۀ تقريرونه او پېغامونه پۀ غور ګوري. ددې لنډيز څۀ دا رنګ دے.

  • ذاتي اصلاح:

باچاخان د هر څۀ نه وړاندې پۀ ذاتي اصلاح زور ورکړے دے. پۀ ذاتي اصلاح کښې د امروزه ژوند تېرولو طور طريقې زده کول پکار دي او عام او ساده ژوند تېرول پکار دي. پۀ خپله هم سره د دې چې د دېرشو زرو جیربو زمکې خاوند ؤ خو بيا ئې هم د لاسونو جوړې د خمتا جامې اغوستې او هغه به ئې پۀ خپله وینځلې او کۀ چرته به تللو نو یوه جوړه به ئې د څادر پیڅکي پورې وتړله. هغۀ به وئیل چې يو سړي له دومره پېټے اوچتول پکار دي څومره چې هغه وړے شي. کۀ د هندوستان يا افغانستان پۀ دوره به لاړو او صدر يا وزيراعظم به ورله د هرکلي د پاره راغلو خو بيا به ئې هم خپل پېټے پۀ خپله اوچتولو. هغۀ به بې ځايه غټې غټې جلسې نۀ خوښولې او ساده خوراک به ئې خوړلو. هغۀ به وئیل چې کۀ چرې تاسو چرته مېلمانۀ شئ نو د کوربه نه د ښۀ خوراک طمع مۀ کوئ او مۀ چا له بې ځايه تکليف او کړاو ورکوئ. هغۀ به دا هم وئیل چې پۀ دوه درې ميله کښې د چا مېلمه کېږئ مۀ بلکې پۀ مړه ګېډه د کوره ووځئ. هغۀ د هر قسمه نشه ايزو څيزونو سخت خلاف ؤ او خدائي خدمتګارو ته به ئې د دې نه د ډډې کولو وېنا کوله.

  • خدمت:

د هغۀ د فکر يوه اهمه نقطه خدمت کول هم وو. کله چې هغه زلمے شو او د خلقو حالات ئې وليدل نو ډېر زيات به خفه کېدو، نو د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم ئې يو تنظيم جوړ کړو او د دې تعليم پۀ ذريعه ئې د خلقو د خدمت کار شروع کړو. هغۀ پۀ پښتنو کښې د تعليم عام کولو د پاره د سکولونو جوړولو اراده وکړه او دغه رنګ ئې پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکولونو پۀ نوم ادارې پرانستې او پۀ دې سکولونو کښې وړومبے خپل زامن داخل کړل او بيا وروستو د دې سکولونو شمېره تر اويا پورې ورسېده چې پۀ دغه وخت کښې يو رېکارډ ؤ. هغه د خپلو ملګرو سره کلي پۀ کلي ګرځېدو او د خلقو اصلاح به ئې کوله. هغۀ دا هم غوښتل چې ټول کلي او کوڅې صفا ستهرا پرتې وي او د دې د پاره به ئې خلقو کښې جذبه راپاروله.

  • عدم تـشدد:

عدم تشدد د انسانانو فلسفه ده او تشدد د ځناورو. باچا خان يو داسې قام کښې پېدا شوے ؤ چې هغۀ به هر طرف ته د وسلو، ټوپکو ډېري ليدل چې پۀ معمولي خبره ئې ګولۍ ورولې. پۀ داسې وخت کښې هغۀ د عدم تشدد فلسفه خلقو ته وښودله. د ځینې خلقو دا خيال ؤ چې ګنې باچاخان د ګاندهي جي د نظريې پېروي کوي. خو باچاخان پۀ 1910ء کښې د عدم تشدد خبره شروع کړه. بل خوا انګرېزانو کوشش کولو چې خدائي خدمتګاران به پۀ تشدد عمل وکړي خو داسې ونۀ شوه. نو بيا انګرېزانو تشدد شروع کړو. پۀ پښتنو ئې برناحقه ګولۍ وورولې. پۀ پوزه کښې به ئې ورته تودې اوبۀ اچولې. پۀ کوتکو به ئې وهل ټکول خو پښتنو به بدل نۀ اخستو. انګرېزانو وئيل چې تشدد والا پښتون نه د عدم تشدد والا پښتون زيات خطرناک وي ځکه چې ظلم زياتے زغمل د نرتوب نخښه وي. د باچاخان وېنا وه چې انګرېزان زمونږ نه پۀ قوت کښې زيات دي. د هغوي پۀ ټوله نړۍ حکومت دے. مونږ د هغوي مقابله نۀ شو کولې نو ځکه مونږ له د عدد تشدد لار اختيارول پکار دي. د تشدد ډېر زيات نقصانونه دي. د مثال پۀ طور تشدد د ځنګل قانون دے. تشدد د مينې پۀ ځاے نفرت پېدا کوي. تشدد د عقل دشمن دے او د تشدد پۀ موجودګۍ کښې اتحاد امن او ترقي نۀ شي حاصلېدې. د تشدد پۀ بناء چې کومې هلې ځلې شوې دي هغه د لږ وخت د پاره دي. چنګېز خان او هلاکو خان د تشدد پۀ بناء بادشاهۍ کړې دي نو ځکه د هغوي نوم او نشان پاتې نۀ شو خو چا چې د عدم تشدد لار خپله کړې ده د هغوي نن هم د تاريخ پۀ پاڼو کښې ځلېږي.

بدنام کړے چې د هر جبر قانون يم 

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم 

  • اصول پرستي:

د باچاخان ټول ژوند د اصولو لاندې تېر شوے دے. هغۀ کانګرس سره پۀ اصولو اتحاد کړے ؤ او پۀ هغې کلک پاتې شوے ؤ. بيا يو وخت داسې هم راغلو چې کانګرس خپل اصول پرېښودل. کله چې کانګرس پۀ جنګ کښې د انګرېزانو مرسته وکړه نو باچاخان ووئيل چې مونږ د جنګ خلاف يو او عدم تشدد غواړو نو بيا مونږ څنګه د جنګ مرسته وکړو. او بيا ئې د احتجاج پۀ توګه استعفيٰ ورکړه. کله چې باچاخان ته اندرا ګاندهي د صدر جوړېدو بلنه ورکړه نو هغۀ ځکه انکار وکړو چې دا د هغۀ د اصولو خلاف وو. د انګرېزانو پۀ دور کښې خدائي خدمتګارو ته درې ځله حکومت ملاو شو خو باچاخان څۀ عهده وانۀ خسته ځکه چې هغۀ پۀ شخصي توګه حکومت کښې حصه اخستل نۀ غوښتل.

قام پرستي:

باچاخان بنيادي طور قام پرست ؤ. هغۀ د خپل قام د اصلاح د پاره د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ او ‘خدائي خدمتګار’ تنظيم بنیاد ایښے ؤ. هغۀ د خپل قام د بېدارولو د پاره ټول عمر هلې ځلې وکړې ځکه چې د هغۀ خپل قام سره مينه وه او پۀ خپل تقرير کښې به ئې همېشه ! ‘اے زما پښتنو وروڼو!’ جمله استعمالوله. نن سبا خلق د قام د پاره مختلف اصطلاح ګانې استعمالوي خو پۀ صحيح معنو کښې قام هغه ټولي ته وائي چې د هغوي ژبه يوه وي او يو ئې وطن وي او يو شان ثقافت او شریک تاریخ لري. پښتانۀ انګرېزانو ټوکړې ټوکړې کول غوښتل ځکه ئې يو طرف ته پینځۀ بندوبستي علاقې جوړې کړې او دې له ئې د ‘صوبه سرحد’ نوم ورکړو. ځينې علاقې ئې د قبائلي علاقو پۀ نوم د وفاق ماتحت کړې او بيا ئې اټک او ميانوالي پنجاب له ورکړې. دې سره د پښتنو یوه لویه سیمه پۀ موجوده ‘بلوچستان’ ګډولو سره د اوس موجود پاکستان دننه پښتانۀ درې ځایه غېر فطري تقسیم دي.

  • سيکولرازم:

باچاخان د نمونځ روژې ډېر پابند ؤ او د رمضان نه علاوه به ئې نورې روژې هم ساتلې. د قران شريف تلاوت به ئې کولو او د تقرير پۀ دوران کښې به ئې اکثر د قران کريم حوالې ورکولې. خو ورسره ورسره د سېکولرازم علمبردار ؤ. هغۀ د مذهب پۀ نامه د انسانیت د استحصال او ظلم جبر خلاف ؤ. پۀ ملک کښې به چې چا هم ښۀ کار کولو، د هغې به ئې ستائنه کوله. پۀ کانګرس کښې د هندوانو اکثريت ؤ کوم چې باچاخان تسليموۀ. هغۀ پۀ سياست کښې مذهب پۀ منځ کښې نۀ راوستو. د هغۀ پۀ نزد مذهب، رنګ، نسل او قبيلې ته لوے والے حاصل نۀ ؤ بلکې ټولو ته به ئې پۀ يوه سترګه کتل او چا به چې هم د انسانیت خدمت کولو، هغه به ئې ستائیلو. هم دغه وجه وه چې د هغۀ پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې هندوان، مسلمان او سيکهان شامل وو.

  • امن:

باچاخان د امن علمبردار ؤ. هغۀ همېشه د جنګه نفرت او د امن سره مينه ساتلې ده ځکه چې جنګ د تشدد نخښه ده او عدم تشدد د امن ضمانت دے. کله چې د ژوند پۀ اخري ورځو کښې هغه پۀ افغانستان کښې ؤ او پۀ افغانستان کښې خانه جنګي شروع وه او د روس فوځونه پۀ افغانستان کښې موجود وو نو پۀ دې باچاخان دېر خفه ؤ. هغۀ ډاکټر نجيب او اندراګاندهي ته ووئيل چې ما برزنېف سره مخامخ کړئ چې زۀ هغۀ ته ووايم چې خپل فوځونه د افغانستان نه وباسه او د افغانستان اولس پۀ قلاره پرېږده. هغۀ جنګونه د مسئلو حل نۀ ګڼلو. د امن د پاره د خدماتو پۀ سلسله کښې هغه د نوبل اېوارډ حقدار وګرځولے شو او هم د امن د خدماتو پۀ سلسله کښې پۀ کال 1969ء جواهر لعل نهر اېوارډ، 1987ء کښې تلک مانيه اېوارډ او پۀ 1988ء کښې بهارت رتنه اېوارډ ورکړے شو.

  • د سامراج مخالفت:

باچاخان د انګرېز سامراج خلاف اواز پورته کړے ؤ. د 1920ء نه تر 1947ء پورې ئې پرله پسې هلې ځلې کړې وې او پۀ هر مېدان ئې د انګرېز سامراج مخالفت کړے ؤ او د هندوستان نه سامراجي قوت ويستل د هغۀ د ايمان برخه وه. هغه د هندوستان د تقسيم ځکه خلاف ؤ چې هغۀ ته معلومه وه چې انګرېز سامراج نه پس به تور سامراج خلقو باندې ظلمونه کوي او د پاکستان د پاره چې د کوم مرکزیت بنیاد ايښودے کېدو، پۀ هغې کښې د وړو قامونو ود اسودګۍ امکانات کم وو. د هغۀ دا خيال او سوچ صحيح ثابت شو. د ازادۍ نه پس هندوستان خو ښۀ پۀ قلاره خپل سېکولر نظام چلوي خو پۀ پاکستان کښې د يو قوم پۀ مرسته مارشل لاء چلولې شي. کۀ چرې د باچاخان خبره منلې شوې وه نو نن به پۀ پاکستان، هندوستان، افغانستان او کشمير کښې د مسلمانانو داسې بده ورځ نۀ وه.

  • د انسانيت سفير:

د باچا خان د ژوند د هر اړخ نه دا خبره ښۀ پۀ ډاګه ده چې هغه د شروع نه تر اخره پورې د انسانيت د خدمت د جذبې نه د بهرپور شخصيت خاوند ؤ. د هغۀ ناسته پاسته، جېل ته تلل او هلې ځلې کول د انسانيت د پاره وو. هغۀ د انسانانو نه د غلطو رسمونو رواجونو ختمول غوښتل. هغۀ انسانان د انسانانو غلامان جوړېدل نۀ خوښول. هغۀ د دې معاشرې نه د هرقسمه جبر زور زياتي او تسلط ختمول غوښتل. باچا خان د انسانيت نوم اوچتول غوښتل. هغۀ ته ځينې خلقو هندو او ملحد هم وئيل خو هغۀ د دې خبرو هېڅ پرواه نۀ ساتله. هغۀ د ښځو او د کم شمېره فرقو د تحفظ غوښتنه کوله. د ذات پات خلاف ؤ. د هغۀ پۀ نزد د مالدار او غريب ترمنځه هېڅ فرق نۀ ؤ. هغۀ ته چې کومه رشته ډېره اوچته وه هغه د انسانيت رشته وه. د کلابټ نه کلکتې پورې او کشمير نه کراچۍ پورې د ملک يو ګوټ داسې نشته چې هغه ورته نۀ وي تلے او د انسانيت درس ئې نۀ وي ورکړے او هم دغه وجه ده چې نن ټوله نړۍ هغه يو عظيم محسن مني ځکه چې د هغۀ د انسانيت فلسفه دنيا ومنله او پۀ دې پوهه شوه چې جنګ جګړې د مسئلو حل نۀ دے. کۀ نړۍ ترقي او پرمختګ کول غواړي نو دا صرف او صرف پۀ امن حاصلېدے شي. هم دا د هغۀ پېغام ؤ. هغۀ خپل ځان د انسانيت خادم ګڼلو او پۀ اصل کښې هغه د انسانيت سفير ؤ.

د هاغه قد قامت به درته دا خبره وکړم 

پۀ پښو کښې ئې پراتۀ دي چینارونه پاڼې پاڼې 

عبدالخالق خلیق

‘زه او زما زمانه’، دوېم چاپ، مارچ 1974، پېښور، ادارۀ اشاعت سرحد، مخونه 68-66

د پېښور پۀ خوني واقعه باندې زما یو نظم1

اے اسمانه! ولې نۀ شوې رانسکور؟
لویو غرونو ولې رېز او مرېز نۀ شوئ؟
زمکې! پړق لۀ ډېره دړده ولې نۀ چوې؟
پېښور کښې پۀ تا جوړه کربلا شوه
څوک غلبېل سینه پراتۀ دي پۀ مېدان
اے ظالمه حکومته! راته وایه!
تا زمونږ لیډران ولې دي نیولي؟
څۀ خو ووایه قصور د دې کسانو
کوم پۀ دوي کښې بدمعاش او کوم خوني دے
دا ئې بد وې چې راځئ چې سره یو شو
دا ګناه ده چې دوي وائي شراب مۀ څښکئ؟
تُو لعنت شه ستا پۀ هسې تمیز باندې
ستا کاسه خو ډکه شوې معلومېږي
نن دې وار دے کۀ څوک وژنې او کۀ نیسې
یوه ورځ به داسې راشي پېرنګیه!
رابېدار شئ اے زما د وطن وروڼو!
پس لۀ دې نه خو یا ژوند د ازادۍ دے
اے افتابه! ولې نۀ ئې لۀ غمه تور؟
اونو بوټو! ولې نۀ سوزئ پۀ اور؟
ستا د پاسه څومره ویر دے څومره شور
یو ماتم دے، یو لم دے، یو نګور
څوک ورک لټوي ګرځي پلار او ورور
پۀ غریب رعیت چا کړے دومره زور؟
جېل خانه کښې بندیوان دي پۀ کوم طور؟
کوم یو کار د دوي شو تا و ته پېغور؟
څوک پۀ دوي کښې بدکردار دے او کوم چور؟
اتفاق زمونږ پۀ کار دے پۀ خپل کور
ګنهګار پۀ هر مذهب دے شراب خور
تور ته سپین وائې او وائې سپین ته تور
یقین نۀ دے چې تۀ وپایې څۀ نور
تل به نۀ وي ستا د ظلم باغ سمسور
نۀ به تۀ ئې نۀ به ستا وي ظلم زور
د ملت د پاره وسوزئ پۀ اور
یا چې بند پۀ تورو خاورو شو درګور

.1 زۀ د تخته اباد جلسې ته عبدالاحد خان بللے وم چې پۀ ۴ مۍ ۳۰ء کېدونکې وه. زۀ پۀ ۳ مۍ پېښور ته راغلم خو پۀ دغه ماښام زۀ پۀ ښار کښې پاتې شوم ولې چې پۀ چوک یادګار کښې د نوجوان بهارت سبها جلسه وه. بهګت سنګهـ پارټۍ د لاهور جېل نه پېښور نوجوان بهارت سبها ته تار ورکړے ؤ چې زمونږ لۀ طرفه د پېښور د شهیدانو پۀ یادګارونو ګلونه واچوئ. نو زۀ هم د دې جلسې کتو ته پاتې شوم او د شپې مې دا نظم تیار کړو چې سبا به ئې د تخت اباد پۀ جلسه کښې واوروم، خو چې سحر پاڅېدم نو ښار محاصره شوے ؤ. جلسې ته د تلو نه پاتې شوم. ورځ مې ټوله پۀ ښار کښې تېره کړه. بله ورځ ۵ مۍ د وتلو اجازت راکړے شو او کلي ته لاړم. خو د څلورم او پینځم مۍ پۀ منځنۍ شپه کښې ټول سیاسي کارکنان ګرفتار شول. دا اوسنے یادګار اتۀ کاله پاس د ډاکټر صاحب د وزارت پۀ زمانه کښې پۀ کال ۳۸ء کښې جوړ شو او دا شین رنګې یادګار مسلم لیګ پۀ کال ۴۰ء کښې جوړ کړے دے چې د ملک د بې اتفاقۍ یوه نخښه ده. خلیق

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …