د ډاکټر خان صاحب تعلیمي خدمات – نادیه بشیر

نادیه بشیر

لېکچرار، اېډورډز کالج، پېښور

 

ډاکټر خان صاحب، د باچاخان مشر ورور، چې پۀ نهمه مۍ 1958ز لاهور کښې وژلے شوے ؤ، د ‘صوبه سرحد’ د سیاست یوه لویه او روښانه نامه ده. اغلې نادیه بشیر د ډاکټر خان صاحب او قیوم خان تعلیمي خدماتو باندې خپله څېړنیزه مقاله لیکلې ده. ‘پښتون’ د اغلې نادیې لۀ خوا پۀ دې ځانګړې لیکنه مننه کوي؛ البته، دې لیکنه کښې د ځینې تاریخي تېروتنو پله د هغې مخ راړول مهم ګڼي. د دې لیکنې پایله کښې وئیلے شوي دي چې د ډاکټر خان صاحب د وزارت لۀ خوا هر څو کۀ د پېښور پوهنتون د پاره بِل پاس کړے شوے ؤ خو کار ئې شروع کړے نۀ ؤ. پۀ یویشتم مارچ ‘سرحد’ اسمبلۍ قرارداد پاس کړے ؤ، پۀ جولایۍ کښې د سلېکټ کمېټۍ راپور راغلے ؤ، بجټ کښې دې پوهنتون د پاره دېرش لکهه (3,000,000) روپۍ منظورولو سره سره د سالانه اتۀ لکهه (800,000) روپیو خصوصي ګرانټ هم ایښودے شوے ؤ. پۀ دوویشتم اګست 1947ز د ډاکټر خان صاحب د وزارت ماتولو د غېر اخلاقي، غېر ائیني او غېر سیاسي فېصلې نه پس نوي حکومت هم دغه مختص کړے رقم د پوهنتون جوړولو د پاره پۀ کار راوستو او 1952ز کښې ئې د دې پوهنتون پرانسته وکړه. اغلې لیکواله دې لړ کښې د ‘پښتون’ د اکتوبر 2017 ګڼه او د هغه وخت د وزیرِ تعلیم یحيٰ جان خان ‘فرنټئیر پوسټ’ کښې پۀ دېرشم نومبر 1987ز لیکلے شوے کالم لوستلے شي.

دا یادګیرنه هم باید وشي چې د ډاکټر خان صاحب وزارت کښې د دې سیمې سکولونو ته ‘اېنګل ورنېکولر’ حېثیت ورکړے شوے ؤ چې یو ډېر ستر انقلابي ګام ؤ. د دې زیات تفصیل د پاره د ډاکټر سهېل خان څېړنیزې مقالې “Bacha Khan’s vision of alternative Education” ته رجوع کېدې شي.

تاریخ هغه خلق د خاورو لاندې کېدو ته نۀ پرېږدي چې د خپل قام او خاورې خدمت د پاره ئې ځانونه وقف کړي وي. البته څۀ خلق به داسې ضرور وي چې د خپلو شاندارو خدماتو مقابله کښې ئې نۀ خو مناسب یادونه شوې ده او نۀ نمانځلے شوي دي. تاریخ دې المیې سره مخ دے چې ډېر اتلان لا اوس هم د سکالرانو لۀ خوا د عدم توجهۍ پۀ سبب مخې ته نۀ دي راغلي.

ډاکټر خان صاحب هم د هغه خلقو څخه دے چې خپل ژوند ئې د خپل اولس خدمت د پاره وقف کړے ؤ. هغه اوس هم د خپل اولس پۀ زړۀ کښې ساه اخلي. هغۀ پۀ 1930ز کښې پۀ خدائي خدمتګار غورځنګ کښې شمولیت سره د خپل سیاسي سفر اغاز کړے ؤ. هغۀ ته درې ځله د ‘شمالي مغربي سرحدي صوبه’ د وزیر اعليٰ پاتې کېدو اعزاز حاصل دے.

ډاکټر خان صاحب پۀ خپله اعليٰ تعلیم یافته انسان ؤ او ځکه ئې تعلیم ته خصوصي توجه ورکوله. د 1938-39 بجټ کښې پرائمري تعلیم ته خصوصي توجه ورکړې شوې وه او پۀ صوبه کښې هلکانو د پاره د پنځوسو او جینکو د پاره د لسو نوو سکولونو د پاره فنډونه مختص کړے شوي وو. د دې خصوصي توجه پۀ نتیجه کښې مونږ د نوو سکولونو جوړېدل او پرائمري تعلیم د پاره پۀ ځانګړې توګه دیهاتي علاقو کښې سهولیات ورکول وینو. سرکار د پرائمري سکولونو بهترۍ د پاره پنځوس اضافي د پرائمري بورډ سکولونه هم پرانستلي وو. دې تسلسل کښې څۀ پرائمري سکولونو ته د مډل او مډل سکولونو ته د هائي حېثیت هم ورکړے شوے ؤ. تکنیکي او هُنري سکولونو کښې داخل شوو طالبعلمانو د پاره مالي مرستې )وظیفې( هم ټاکلې شوې وې. اګرچې ازادو سکولونو کښې صرف هلکانو سبق وئیلو، جینکو د پاره ځان له هم پۀ سرکاري توګه سکولونه پرانستل شول.

د ډاکټر خان صاحب وزارت سره د تعلیم پۀ حواله د پښتنو د وروستو پاتې کېدو احساس ؤ، ځکه ئې دې لړ کښې انقلابي ګامونه پورته کړل. اګرچې د صوبې مالي حالت کمزورے ؤ، ډاکټر خان صاحب خپلې یو نیم زر تنخواه نه زر روپۍ دې مد کښې پرېښودې. دغسې د سپیکر او ډپټي سپیکر تنخواګانې هم راکمې کړې شوې، لېکن دومره لویو کارونو د پاره دغه بندوبست کافي نۀ ؤ. بهرحال، دې اقداماتو نه د صوبې پرمختګ د پاره د هغۀ د نیت او حوصلې احساس کېدے شي.

د پښتو ژبې ترقۍ او ترویج د پاره پۀ کال 1937ز کښې د ډاکټر خان صاحب کابینه کښې د تعلیم وزیر میا جعفر شاه اسمبلۍ ته یو قرارداد وړاندې کړو چې پۀ پرائمري سطح پښتو ژبه د تعلیمي ژبې پۀ حېث متعارف کړې شي. پۀ تعلیم کښې د مورنۍ ژبې اثر او اهمیت ښکاره کولو د پاره دغه قرارداد کښې د بنګالۍ، سندهۍ او ګجراتۍ ژبو مثالونه ورکولو سره دا ثابت کړے شوي وو چې مورنۍ ژبه کښې تعلیم زیات مؤثر او اسان وي. د هزارې خلقو پۀ دې بنیاد د دې قرارداد مخالفت وکړو چې پښتو د هغوي مورنۍ ژبه نۀ وه. هغوي مطالبه وکړه چې د دې فېصله دې اولس ته پرېښودې شي چې کومه ژبه کښې تعلیم حاصلوي. د ډاکټر خان صاحب او قاضي عطاء الله وړاندیز دا ؤ چې پښتون اکثریتي سیمو کښې دې پښتو پۀ حېث د تدریسي ژبې لاګو کړې شي.

د ډاکټر خان صاحب د وزارت یو بل مهم ګام د ‘انجمن حمایتِ اسلام’ کتابونه وو چې د اسلام او ‘سرحدي مسلمانانو’ د جذباتو سره متصادم مواد ئې لرل او 1936ز کښې د نصابي کتابونو کمېټۍ سکولونو د پاره منظور کړي وو. دې کتابونو کښې داسې مواد وو چې د صوبې د نورو مذهبونو لۀ خوا پرې د شدیدو تحفظاتو اظهار کېدلو. ډاکټر خان صاحب ته د جنوبي اضلاع دوره کښې د مختلفو خلقو لۀ خوا د دې کتابونو نصاب نه ویستلو خواست شوے ؤ چې ډاکټر خان صاحب دغه خواست منلے ؤ. دې لړ کښې د وزارت لۀ خوا استاذانو ته اعلامیه جاري کړې شوې وه چې غېر مسلمان ماسومان به د دغه کتابونو لوستلو پابند نۀ وي. د هغه وخت مسلم لیګیانو د وزارت دې اقدام له کرکژن رنګ ورکړو او دا ئې د حکومت پۀ ضد د پراپېګنډې پۀ توګه استعمالولو د پاره احتجاجونه شروع کړل. قاضي عطاء الله ووئیل چې د دې کتابونو پۀ ځاے به د ‘انجمن’ نور کتابونه نصاب کښې شامل کړے شي او چرته چې د نورو مذهبونو ماشومان نۀ وي، هغه سکولونو کښې به ښودلے کېږي.

د پېښور پوهنتون د پاره بِل پۀ یویشتم مارچ 1947ز د صوبې د قانون سازې اسمبلۍ لۀ خوا وړاندې کړے شوے ؤ. دا بِل د ډاکټر خان صاحب پۀ درېم وزارت کښې د تعلیم د وزیر یحيٰ جان خان لۀ خوا د جوړې شوې کمېټۍ پۀ سفارشاتو مشتمل ؤ. دې کمېټۍ کښې خان بهادر محمد ابراهیم خان، میر ولي الله خان، د هزارې نه قاضي محمد اسلم ایډوکېټ او د ‘صوبه سرحد’ ایډوکېټ جنرل ملک خدابخش شامل وو. د اېډورډز کالج پرنسپل اے.اېم دلایا د دې کمېټۍ سېکرټري ؤ. دې بِل ته هرکلے وئیلے شوے ؤ، بحث پرې شوے ؤ او بیا د نورو تفصیلاتو د پاره سلېکټ کمېټۍ ته لېږلے شوے ؤ. کله چې سلېکټ کمېټۍ خپل کار پوره کړو نو صوبائي حکومت د مرکز نه منظورۍ د پاره دا بِل مرکزي حکومت ته ولېږلو. اګرچې د ډاکټر خان صاحب وزارت د پېښور پوهنتون قائمولو د پاره بِل پاس کړے ؤ، پۀ دې ئې کار شروع نۀ کړے شو.

کۀ دې ټولو اقداماتو ته وکتلے شي نو د برطانوي حکومت دوران کښې د ډاکټر خان صاحب د وزارت لۀ خوا دې صوبه کښې تعلیم د پاره شوي اقدامات به راڼۀ مخې ته راشي. هغه کله هم د برطانوي راج وړاندې د خپل اولس د حقونو د پاره خبره کولو کښې پښه نیولے شوے نۀ دے. پۀ دستیاب وسائل کښې د ډاکټر خان صاحب وزارت قابلِ قدر اهداف ترلاسه کړي دي. کۀ څۀ اهداف تر لاسه کړے شوي نۀ وي نو دا به د وسائلو د نیشتوالي او د صوبې د امدن د محدود ذرائع پۀ وجه وي. خو دا حقیقت دے چې ډاکټر خان صاحب تر خپله وسه پورې د دې صوبې او د دې اولس پرمختګ د پاره د خپل وس او استطاعت نه زیات کار کړے دے.

ــــ

فخرِ افاغنہ خان عبدالغفار خان

د ښاغلي مشر اباسین ایسپزي پۀ مننه د ارواښاد محمد طٰهٰ خان پۀ اردو ژبه ‘فخر افغان بابا’ ته لیکلے دا نظم خپلو لوستونکو ته ډالۍ کوو.

فخرِ افغاناںِ ہمارا رہنما غفار خاں 

دشمنِ بغض و حسد، شیریں زباں شیریں بیاں 

تا دمِ آخر تشدد سے رہی نفرت اسے 

اور ملنساری رواداری سے تھی رغبت اسے 

قومِ افغاناں کو پیغامِ اخوت دے گیا 

ہر قبیلے کو جو یکجائی کی قوت دے گیا 

منتشر ہے قافلہ پہلے اسے یکجا کرو 

دشمنی کو چھوڑ دو، اب دوستی پیدا کرو 

قافلہ سالار ہو تم، قافلہ لے کر چلو! 

راستے میں آشنا نا آشنا لے کر چلو! 

ہے ترقی کے لئے تعلیمِ افغاں لازمی 

اور تمدن کے لئے تہذیبِ افغاں لازمی 

علم کے بازو لگا کر آسمانوں پر اڑو! 

اس چمن میں دوسروں کے آشیانوں پر اڑو! 

ہر قدم آگے بڑھے ناموس و عزت کی طرف 

گھوم کر پیچھے نہ دیکھو تم عداوت کی طرف 

ملک و ملت کو سکھاؤ اتفاق و اتحاد 

زہر ہے اقوامِ عالم کے لئے فتنہ فساد 

راہِ نو پر قافلے کو اب لگانا چاہئے 

راستے میں علم کی مشعل جلانا چاہئے 

فخرِ افغاناں ہمیشہ بات کرتا تھا کھری 

اس نے مانا ہر گلہ مانی نہیں زور آوری 

ان اندھیری بستیوں میں روشنی پھیلا گیا 

فائدہ علم و عمل کا یوں ہمیں بتلا گیا 

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …