رېفرنډم – خان عبدالولي خان

 

‘باچاخان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، مخونه 488

یویشتم جون د ‘پښتونستان’ د ورځ پۀ توګه نمانځلے شي. پۀ دې ورځ ‘د بنو قرارداد’ وړاندې کړے شوے ؤ چې تر مخه ئې د هند د وېش صورت کښې د یوې درېمې لارې ‘پښتونستان’ غوښتنه هم شوې وه. د هند د وېش د پاره د برطانوي استعمار د منصوبې موخه رهبرِ تحریک یوه ډېره جامع او اعليٰ جمله کښې پۀ دې لفظونو رانغښتې ده،

‘پېرنګي د اسلام یوه نظریاتي تېزندي د شوروي اتحاد د اشتراکتي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل…..’

او مخکښې لیکي چې خپلې دغه بېن المللي منصوبې پۀ لاره کښې پېرنګي قام پرسته او سماج دښمنه قوت خدائي خدمتګار خو څۀ چې یو خنډ هم نۀ زغملو. د برطانوي سامراج قانون، رویه او د پښتنو پۀ حقله لائحه د پاکستان د سیاسي او فوځي اشرافیه وطیره هم پاتې شوه. باچاخان هغه رنګ د زولنو او تورو تمبو شا ته، خدائي خدمتګاران هغه شان د ازمېښتونو پۀ مېچن کښې دل کېدل ــــ رهبرِ تحریک د فتوو او فتنو پۀ ضد کښې ــــ عوامي نېشنل پارټي نن هم د دغه ټولو ازمېښتونو، قېدونو، کردار کشۍ او بې باورۍ نه قطع نظر، د خپل سیاسي موقف سره پۀ خپل سیاسي سنګر ولاړه د عدم تشدد پۀ اصولو کاربنده خپله جمهوري او پارلېماني مبارزه مخ پۀ وړاندې بوځي.

د ‘پښتونستان’ تصور چې د لیګیانو د رېفرنډم د ‘ځېل’ منطقي نتیجه وه، د قام پرسته او سامراج دښمنه پښتون تحریک خلاف د یو tool پۀ توګه استعمالول پېل شول. د ‘کامرېډ لاړکانوي’ لۀ خوا د خپل سیاسي افغاني رجیم ‘هاشم مېوندوال’ حمایت د پاره لاره پرانستلو کښې سردار داود ته مخاطبه او ‘پښتونستان’ له د هوا ورکولو شعوري چالاکه کوشش نه پس ‘برېت یافته امیر المؤمنین’ د افغانستان ورانولو د پاره د ډالرو پۀ عوض افغانان وژل پېل کړل چې نتیجه کښې ئې د ډېورنډ د کرښې دې غاړې ته پښتانۀ د مرګ خوراک شول او پاکستان خپله د دغه جنګ برکت پۀ نړیواله کچه د ‘شریف ریاست’ حېثیت بائیللو او د اخلاقي او مالي تورن کېدو سره مخ شو.

د ‘خېبر پښتونخوا’ تاریخي پېژندګلو پۀ ځاے کولو او د اتلسم ترمیم تر لارې پۀ پاکستان کښې د محرومۍ احساس سره د مخ قامیتونو حقوق خوندي کولو نه اتۀ کاله پس، ‘خېبر پښتونخوا’ سره د قبائیلي سیمو ادغام د قام پرسته نېشنل ګوند یوه بله تاریخي لاس ته راوړنه ده. د ارتقاء دا سفر دې هم دغسې روان وي. تل دې وي ‘پښتونولي’ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د رېفرنډم د اعلان سره سم د صوبې د طرف نه د هغې مخالفت وشو- مونږ دا خبره کوله چې کۀ د استصواب نه غرض د اولس رايې معلومول وي نو هغه خو څرګنده ده، ولې چې کال مخکښې پۀ صوبائي انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو نۀ يواځې دا چې د صوبې د ټولو اوسېدونکو پۀ سطح بلکې د مسلمانانو ممبرانو پۀ شمېر کښې هم مسلم ليګ له شکست ورکړے دے.نو دا کال پس بيا د څۀ خبرې حال معلوموي چې د هغې د پاره د رېفرنډم اعلان وشو؟ د صوبې د مرکزي جرګې د دې فېصلې پۀ رڼا کښې د کانګرس مرکزي مشرانو هم دا خبره ومنله چې هغوي به د رېفرنډم مخالفت کوي – دغو ورځو کښې ماونټ بېټن شملې ته لاړ او هلته ئې جواهر لال نهرو هم مېلمه ؤ- د هلته نه چې دوي واپس راتلل نو اعلان وشو چې پۀ صوبه سرحد کښې به رېفرنډم کېږي- جواهر لال ورسره دا خبره منلې وه- جواهر لال وې چې ما دا ټوله خبره د صوبې د وزيراعليٰ ډاکټر خان صاحب سره پۀ تفصيل کړې وه او هغۀ راسره منلې وه-

د خدائي خدمتګارو پۀ رېفرنډم هم اولنے اعتراض دا ؤ چې کله کانګرس او مسلم ليګ دواړه پۀ تقسيم متفق شول او عن دا چې مرکزي ورکنګ کمېټۍ هم د دې تقسيم توثيق وکړلو او چې هر کله مونږ خدائي خدمتګار ځانونه د کانګرس د فېصلې پابند ګڼو ولې چې پۀ دغه ورکنګ کمېټۍ کښې زمونږه نمائندګي هم پۀ ځان باچاخان کوي او چې مونږ تقسيم منو او دا تسليموو چې صوبه سرحد دې د پاکستان حصه وي نو د دې رېفرنډم بيا ضرورت څۀ پاتې شو؟ د څۀ د پاره ئې کوئ او چا سره ئې کوئ؟ نتيجه به ئې بله هېڅ نۀ وى ما سېوا د دې نه چې د محاذ ارايۍ يوه فضا پېدا کړې شي او هغه هم پۀ داسې وخت کښې چې حالات ډېر خطرناک او دهماکه خېز دي-

ولې د پېرنګيانو او مسلم ليګ پۀ دې رېفرنډم کښې خپل غرضونه وو- د مسلم ليګ اول غرض خو دا ؤ چې مسلم ليګ دا تاثر ورکول غوښتل چې پاکستان صرف او صرف د هغوي پۀ غوښتنه او مطالبه ګټلے شوے دے او دا ئې د ثابتولو کوشش ؤ چې دا تاثر ورکړي چې خدائي خدمتګارو د يو اسلامي مملکت د جوړولو مخالفت کړے دے او ځکه خو نوبت استصواب ته ورسېدو- د دې غرض د پاره د صوبه سرحد سره جدا رويه اختيار کړے شوې – د ټول هندوستان د مسلمانانو پۀ اکثريتي صوبو کښې د صوبائي اسمبلو نه رايې واخستلې شوې- د بنګال او پنجاب اسمبلو د تقسيم منصوبه منظوره کړله چې صوبې دې تقسيم شي- د سندهـ اسمبلۍ نه هم د پاکستان پۀ حقله تپوس وشو نو د سرحد اسمبلۍ نه ولې نۀ کېدۀ؟ خبره خو بيخي څرګنده وه چې دلته د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو اکثريت ؤ، نو چې دې اسمبلۍ پۀ پاکستان کښې د شموليت فېصله کړې وے نو دا فېصله به د خدائي خدمتګارو وه او دا پوزيشن نۀ مسلم ليګ قبلولو او نۀ پېرنګي دې ته غاړه کېښوده-

دوېم غرض د مسلم ليګ دا ؤ چې دا خو ورته معلومه وه چې خدائي خدمتګار پۀ رېفرنډم کښې حصه نۀ اخلي نو بيا به رېفرنډم ارومرو د پاکستان پۀ حق کښې فېصله کېږي- نو خو چې کله د رېفرنډم د نتيجې اعلان وشي نو مسلم ليګيان به دا چغې سورې شروع کړي چې مونږ نۀ وې چې قام پۀ خدائي خدمتګارو اعتماد نۀ لري؟ ولې چې اوس د صوبه سرحد سياست بالکل اړخ بدل کړے دے او پۀ دا شان به دا رېفرنډم پۀ صوبائي وزارت د عدم اعتماد طرف ته راکاږي او مطالبې به شروع شي چې اوس دې وزارت له پۀ کار دي چې د قام فېصله ومني او استعفيٰ دې ورکړي او کۀ دا وزارت استعفيٰ نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پۀ کار دي چې دا وزارت بر طرف کړي او پۀ دا شان دا صوبه د خدائي خدمتګارو نه واخلي، مسلم ليګ ته ئې ډالۍ کړي-

دلته چې کله خدائي خدمتګار دې نتيجې ته ورسېدل چې پېرنګے پۀ هر رنګه چې وي دا رېفرنډم کوي نو بيا هغوي دا فېصله وکړه چې کۀ رېفرنډم د پاکستان او هندوستان پۀ مسئله کېږي نو دا خبره خو فېصله شوې ده چې صوبه سرحد به د پاکستان حصه وي، نو د رېفرنډم ضرورت قطعي نشته؛ ولې کۀ پېرنګے خامخا د رېفرنډم خپل شوق پوره کوي نو بيا پۀ کار دي چې د حقيقي حق خوداراديت د اصولو د لاندې د دې صوبې خلقو له دا اختيار هم ورکړے شي چې کۀ هغوي هندوستان او پاکستان سره تلل نۀ غواړي نو چې هغوي ته دا اختيار وي چې دلته دې د پښتنو خپله يوه ازاده صوبه قائمه شي يعني د هندوستان او پاکستان سره دې د ‘ازاد پښتونستان’ دا نکته هم پۀ رېفرنډم کښې شامله شي-

د دې درېم شق دا مطالبه ماونټ بېټن نامنظوره کړله نو د دې وجې نه خدائي خدمتګارو بيا اعلان وکړو چې چونکې پۀ دغو دوو مسئلو فېصله شوې ده نو پۀ هغې رېفرنډم بې مطلبه دے – نو د دې وجې نه خدائي خدمتګار به د دغه رېفرنډم بائيکاټ کوي –

دلته يوې خبرې ته فکر پۀ کار دے؛ د انګرېز دوه عملي او د پاکستان د مشرانو بې اصولي- دا خو څرګنده ده چې کله د تقسيم بنګال مسئله پېښه شوله او هلته نه د مسلم ليګ وزيراعليٰ حسېن شهيد سهروردي دا تجويز پېش کړو چې بنګال دې متحد پاتې شي او ازاد دې پاتې شي نو جناح صاحب خو پۀ دغه تجويز ډېر خوشحاله ؤ او سمدستي ئې منظورکړو، ولې دلته پۀ دې صوبه کښې هم هغه مطالبه چې خدائي خدمتګارو وکړله نو هغه د اسلام دښمنان او د پاکستان غداران شول؟ او بيا دې ته هم لږ فکر پکار دے چې پۀ متحده بنګال کښې خو د مسلمانانو او غېرمسلمو د ابادۍ تناسب 54 او 46 ؤ، هلته خو مسلمانانو ته يوه خطره پېښېدلې شي چې کۀ چرې غېر مسلم کوشش وکړي او يو څومسلمانان ځان سره ملګري کړي نو د هغې صوبې وزارت به د مسلمان پۀ ځاے غېر مسلم هم خپلولے شي، ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو د دغې قسمه د هېڅ اړخه ګنجائش نۀ ؤ چې ګنې دې صوبه کښې به چرې هم د غېر مسلمو وزارت جوړشي ولې چې دلته د مسلمانانو تناسب 93 فيصده ؤ- بل د ازاد بنګال وزارت به ټول عمري غېر مسلمو ته موتازه ؤ، دلته خو دا مجبوري هم نۀ وه.ولې هغه د پښتنو خبره ‘چې ځې ځې نو ابازو له به راځې’، د هر اړخ نه چې ورته سړے ګوري نو خبره هم پۀ هغه يوځاے تمامېږي چې پېرنګي د اسلام يوه نظرياتي تېزندۍ د شوروي اتحاد د اشتراکي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل او خدائي خدمتګار خو څۀ کوې، د هېڅ قسمه خنډ پۀ دغه لاره کښې پرېښودو ته تيار نۀ ؤ- د هغۀ دا فېصله وه چې تر څو زۀ قام پرسته او سامراج دښمنه قوتونه د مخې نه لرې نۀ کړم نو زما بېن المللي دغه منصوبه سر ته نۀ رسي-

حقيقت دا دے چې پۀ دغه وخت کښې د خدائي خدمتګارو د مشرانو دا پوخ يقين ؤ چې د مسلم ليګ دې مشرانو چې پۀ ځان دا داسې د ناتاره پرغز راوستے دے او تر مرګ ژوبلې پورې تلو باندې ايله نۀ کوي نو دا صرف د پاکستان د جوړېدو پورې ده او چې دغه پاکستان جوړشي نو بيا به دا دومره لېونتوب او چټي پۀ چټي ور لاندې وتل نۀکوي، ګنې نو کۀ پۀ حقيقت کښې خدائي خدمتګارو پۀ دغه وخت کښې د مقابلې فېصله کړې وے نو د هغې د پاره لاره موجوده وه- بلکې ما پۀ خپله د دې لارې ښوونه کړې وه- خبره واضحه وه چې کۀ خدائي خدمتګار ‘ازاد پښتونستان’ غواړي او د پېرنګي د اړخ نه پکښې دا حق د دې صوپې اوسېدونکو له نۀ دے ورکړے شوے نو د هغې نه د وتو لاره خو ډېره اسانه وه؛ دغه وخت خو د هندوستان پۀ ائين سازه اسمبلۍ باندې د کانګرس مکمله قبضه وه- نو کۀ خدائي خدمتګارو د دغه د هندوستان پۀ اسمبلۍ دا تجويز پاس کړے وے چې کۀ پۀ راتلونکي رېفرنډم کښې د صوبه سرحد خلق هندوستان سره د شموليت اعلان وکړي نو هندوستان به دغه صوبې له مکمله ازادي ورکړي او د دغې ازادۍ د تحفظ ذمه واري به قبوله کړي او بيا د دې لوظ او ضمانت پۀ رڼا کښې به خبره رېفرنډم ته ووځي او قام ته به ووائي چې کۀ ځان له ‘ازاد پښتونستان’ غواړئ نو هندوستان سره د شموليت پۀ حق کښې ووټ ورکړئ او بس – ولې زما دا خيال ؤ چې د هغې وخت مشران د مسلم ليګ د مشرانو پۀ سړيتوب، انسانيت او اسلامي جذبه، مروت او ورورولۍ تېروتل –

پۀ دغو ورځو کښې زما يو اشنا مسلم ليګي ما پسې راغے، وې منې کۀ نۀ بچو! څنګه مو وتړلئ؟ اوس تاسو دلته ګېر شوئ او هندوستان درنه هلته پاتې شو، پۀ منځ کښې مو پنجاب راننوت او د دې وجې نه اوس پۀ رېفرنډم کښې دا هم نۀ شئ وئيلے چې هندوستان سره يو ځاے کېږو- ما ورته وخاندل، ما وې مسلم ليګے ئې کنه! دا ملکونه ټوټې ټوټې او حصې بخرې ستا او ستا د بادار پېرنګي کار دے، مونږ جوړول کوو ماتول نۀ، ګنې نو کۀ ستاسو هسې سياست مونږ هم کولو نو تا نه دا خبره ولې هېره ده چې ستا د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځه څومره فاصله ده؟ تۀ خو د خپل سرحد نه يونيم زر ميله لرې ملک پۀ شريکه جوړولے شي نو ما ته خو صرف درې سوه ميله هم نۀ دي – بله دا چې ستاسو د مغربي او مشرقي پاکستان تر منځه خو ستا پۀ وېنا يو کافر او دښمن ملک دے، ما پورې پۀ ګاونډ کښې خو به مسلمان او ورور پنجابے وي-

خو خېر، حکومت هند د رېفرنډم تيارۍ شروع کړلې- د صوبه سرحد ګورنر سر اولف کېرو ئې لرې کړو او سر باب لاکهارټ (Sir Bob Lockhort) د سر پرستۍ لاندې ئې رېفرنډم وکړو- اګرچې خدائي خدمتګارو د بائيکاټ اعلان کړے ؤ او د رېفرنډم نتيجه څرګنده وه مګر د دې باوجود هم مسلم ليګيانو د حده ورته زور لګولے ؤ- د کرکې، نفرت او اشتعال تقريرونو کولو له ئې د پښتنو نه علاوه د هندوستان د ګوټ ګوټ نه مشران راغلي وو- د دې نه علاوه د عليګړهـ پورې طالب علمان پۀ ټوله صوبه خوارۀ وو- ولې د ووټونو پۀ ورځ خو ئې دومره بې ايماني وکړه چې شايد د هغې مثال موجود نۀ وي- غلط او د دروغو ووټونه ئې پول کړل- زمونږ د مشرانو ووټونه پول شول- پۀ دې سلسله کښې دوي واقعي د يادولو دي- يو خو ما ته پۀ خپله سکندر مرزا قيصه کوله چې هغۀ ته د هزارې د هغه وخت ډپټي کمشنر وې چې هغه پۀ دغه ورځ د مختلفو پولنګ سټېشنونو د کتو پۀ سلسله کښې د ګلياتو يو سټېشن ته لاړو، چې تپوس ئې د عملې نه وکړو نو هغوي ورته ډېر پۀ فخر ووې چې صاحب! پۀ دې سټېشن خو ټول ټال دوه سوه ووټونه دي ولې چې غرئيزه علاقه ده، خو اوسه پورې مونږ دوه سوه اوولس (217) ووټونه اچولي دي- وائي چې ډپټي کمشنر راته ووې چې ما شور جوړ کړو چې دا مو څۀ غضب کړے دے؟ کۀ دا چا اعتراض وکړو نو بيا به ورته څۀ پرتوګ جوړوو؟ يوه بله واقعه د دې نه هم عجيبه ده- وروسته چې بيا کله پۀ 1970ء کښې د انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د نېشنل عوامي پارټۍ وزارت جوړشو او کافي مسلم ليګيان مونږ سره شامل شول نو پۀ هغې کښې يوې زنانه مسلم ليګۍ ما ته ووې چې ما پۀ دغه رېفرنډم کښې پۀ خپل لاس يو پنځوس ووټونه اچولي وو- ما وې بي بي! دا يو ووټ خو به دې خپل ؤ او د خپل خاوند پۀ نامه به دې اچولے وي، ولې د دې باقي پنځوسو ووټونو اچولو نه پس تا د نکاح د تازه کولو (تجديدنکاح) ضرورت محسوس نۀ کړو؟ ولې چې د خپلې خولې دې د پولنګ د عملې د موجودو افسرانو د وړاندې بيان کړے دے چې زۀ د فلاني ښځه يم، نو چې دا پنځوس مړونه تا ځان له کتل نو ستا د هغه خپل خاوند خوار هغه شرعي حېثيت لا هغه شان موجود ؤ؟ خو لا بله هم پکښې وه؛ کۀ چرې پۀ دغو پنځوسو کسانو کښې يو تن راغلے وے او ستا پۀ اوږه ئې لاس ايښے وے چې دا زما ښځه ده، پۀ خپلې خولې ګويانه ده – نو بيا څۀ وو؟

خو خېر، د پېرنګي مسلم ليګ سرکاري افسرانو د کوشش او د جعلي ووټونو تېرولو نه پس هم نتيجه دا وه:

د ووټونو ټول اعداد ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ 572,799

پول شوي ووټونه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 292,118

دپاکستان پۀ حق کښې ووټونه ــــــــــ 289,244

د هندوستان ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 2,874

دغه د رېفرنډم اصلي حقيقت چې د دې ټولو ټګو ټورو او جعلي ووټونو باوجود هم صرف (50.5%) خلقو ووټ پول کړے دے- دې سره دا خبره هم ياد ساتل پکار دي چې پۀ دغه وخت کښې ووټ عام نۀ ؤ بلکې مخصوص ووټ ؤ- ځکه خو د صوبه سرحد پۀ پينځۀ دېرش (3500,000) لکهه ابادۍ کښې څۀ کم شپږ لکهه (600,000) ووټران وو- بله دا چې دا رېفرنډم صرف د صوبه سرحد پۀ شپږو ضلعو کښې شوے ؤ – د صوبه سرحد سره ملحقې شپږ ايجنسۍ او د امب رياستونه هم پکښې نۀ وو شامل؛ نو چې د دغه پښتنو ابادي هم ورسره کړې نو بيا خو تقريباً اويا اتيا لکهو (80,000,000- 70,000,000) خلقو کښې د درې لکهو نه کم خلقو ووټ ورکړے دے- هسې خو د بېن الاقوامي ادارو د طرف نه چې کله حق خوداراديت استعماليږي نو هغې کښې د قطعي فېصلې تسليمولو د پاره ضروري وي چې 2/3 يا پۀ سلوکښې پنځۀ اويا 75% ووټونه پۀ حق کښې واچول شي – نو کۀ خدائي خدمتګارو پۀ دغه رېفرنډم اعتراض کول مناسب ګڼل نو قانوني او اخلاقي طور د هغوي اعتراض قوي ؤ- ولې چونکې خدائي خدمتګارو دغه رېفرنډم غېر ضروري وګڼلو نو د دې وجې ئې پۀ دې اړخ هډو خپل وخت ضائع نۀ کړو بلکې کوشش ئې دا ؤ چې د تېرو سياسي ترخو او اشتعال انګېزه لانجونه رو رو ځان دې بلې خوا ته راواړوي او اوس چې پېرنګے پۀ کډه تړلو مجبور شو او د خدائي خدمتګارو عظيمو قربانیو او بې کچه ميړانې رنګ راوړو او د عمرونو ارمانونه ئې پوره شول نو اوس پۀ کار وه چې کوشش وشي چې د محاذ ارایۍ او نفاق فضا ختمه کړې شي- دښمن پېرنګے د منځه ووتو، اوس خو سره خپل پاتې شول نو د ملک ابادۍ ته پۀ شريکه ورلاندې وتل پۀ کار وو چې د پېرنګي د بچي نه پاتې همه د ژوند خوشحالۍ سوکالۍ د پښتون دې وږي تږي او بربنډ بچي پۀ ښيګړه راوستې شي-

لکه څنګه چې توقع کېدې شوه، د رېفرنډم د نتيجې اعلان سره سمدستي مسلم ليګيانو دا چغې سورې شروع کړلې چې قام خپله فېصله واوروله او د رېفرنډم پۀ ذريعه ئې پۀ موجوده حکومت د عدم اعتماد اظهار وکړو- نواوس پۀ کاردي چې د وزارت نه استعفيٰ ورکړي- دا نۀ چې ګنې مسلم ليګيان پۀ دې پوهه نۀ وو چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره څۀ تعلق دے؛ رېفرنډم خو د هندوستان او پاکستان پۀ نامه شوے دے او پکښې حکومتي ډلې حصه هم نۀ ده اخستې – د وزارت د اعتماد او عدم اعتماد خو پۀ اسمبلۍ پورې تړلے دے – دا دومره زيات زور مسلم ليګيانو پۀ بله وجه هم لګولے ؤ- د موجوده ائين د لاندې خو ګورنر جنرل سره دا اختيار ؤ چې هغه يو صوبائي وزارت برطرف کړي، ولې د کوم ائين اعلان چې د ازادۍ پۀ سلسله کښې انګرېز کړے ؤ نو هغې کښې ئې اختيار صوبو له ورکړے ؤ او د ګورنر جنرل دا اختيار نۀ ؤ چې يو صوبائي وزارت دې برطرف کړي – نو د دې وجې نه د مسلم ليګ د مشرانو دا کوشش ؤ چې اول خو دې د وزارت نه پۀ خپله استعفيٰ ورکړي او کۀ دوي استعفيٰ نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پۀ کار دي چې دا برطرفه کړي- چنانچې هم د دې قسمه خبره جناح صاحب د ماونټ بېټن سره پۀ خپله وکړه او د هغۀ نه ئې خواهش وکړو چې د صوبه سرحد وزارت برطرف کړي- ماونټ بېټن ورته هم دغه ووې چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره هېڅ تعلق نشته، کۀ تاسو د صوبه سرحد وزارت لرې کول غواړئ نو د هغې د پاره ائينې لارې موجودې دي.تاسو به د هغوي بر خلاف د عدم اعتماد ووټ پۀ اسمبلۍ کښې پاس کړئ – دا ئې هم ورته ووې چې زۀ دغه وزارت نۀ شم برطرف کولے، چې کله ستاسو اختيار شي نو خوښه مو خپله ــــــ

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …