زما ياداشتونه خدائي خدمتګار ارباب سېف الرحمان – ارباب الطاف قادر

 

 

کله چې د بر تهکال پېښور ارباب سېف الرحمان اېډوکېټ د دېرش کالو پۀ عمر کښي د ايوب د دور 1962 کښې د پارلېمان ممبر شو هغه وخت کښې به پارلېمان ته د مقامي حکومتونو ممبرانو ووټ ورکولو. د ارباب سېف الرحمان د انتخاب حلقه موجوده پېښور ضلع، اېف آر پېښور، د چارسدې ضلعې د دواوې علاقې چې د شبقدر او بټګرام تهاڼې پکښې شاملې وې. دغه نظام ته به ئې B.D System (بنيادي جمهوريت) وئيلو. دغه وخت کښې پاکستان کښې Senate نه و. ارباب سېف الرحمان سره دوه نور ملګري نواب خېربخش مري او عطاءالله مينګل هم د پارلېمان ممبران و. هغه وخت کښې د پارلېمان ددې ممبرانو رهنمائي خان عبدالولي خان کوله. ولي خان به د اجلاس دوران د سپيکر پۀ چېمبر کښې ناست و. پۀ وقفه کښې به ممبرانو سره مېلاوېدۀ او پۀ سياسي مسئلو به ئې ورسره خپل نظر شريکولو. د ولي خان پۀ وېنا ارباب سېف الرحمان يو درخواست وليکلو. پۀ درخواست کښې دوه خبرې وليکلې شوې.

  1. د ملک پۀ مختلفو جېلونو کښې قېد خدائي خدمتګاران دې د صوبې جېلونو ته راوستے شي.
  2. د خدائي خدمتګارانو جائېدادونه چې کوم حکومت بحق سرکار ضبط کړي دي هغه جائېدادونه دې واپس کړې شي.

پۀ دې درخواست د پارلېمان د زياتو ممبرانو دستخطونه واخستے شو. ارباب سېف الرحمان وئېل چې پۀ درخواست مې زياتو ممبرانو نه دستخطونه دې دپاره اخستي و چې ايوب خان پوهه شي چې پۀ دې خبره ټول ممبران يو دي. پۀ دې مرحله کښې د خان عبدالولي خان رهنمائي ارباب سېف الرحمان ته حاصله وه. دې مرحلې نه پس ارباب سېف الرحمان د ايوب خان سره د ملاقات وخت واخستو. ايوب خان Commander in Chief (CINC) ؤ. ايوب خان سره د ملاقات پۀ وخت ارباب سېف الرحمان درخواست ايوب خان ته کېښود. ايوب خان درخواست پۀ غور سره وکتو. ايوب خان وړومبۍ مطالبه د قېديانو د خپلې صوبې د جېلونو ته د راوستلو پۀ هغه ځاے ومنله. د دوېمې مطالبې دپاره ايوب خان ووئیل چې نواب صاحب سره ملاو شه. ارباب سېف الرحمان ترې نه تپوس وکړو چې کوم يو نواب صاحب؟ پۀ ځواب کښې ايوب خان ووئیل چې نواب اٰف کالا باغ، ستاسو د صوبې ګورنر. ارباب سېف الرحمان ورته وائي چې هغه زمونږ د تحريک مخالف دے، هغۀ سره نۀ ملاوېږم. بيا ايوب خان ورته وائي چې زما 2nd officer commanding جنرل موسٰي سره ملاو شه. د جنرل موسٰي دفتر ايوب خان سره خوا کښې ؤ. ارباب سېف الرحمان ووئیل چې د ايوب خان نه راوتلم نو مخامخ د جنرل موسٰي دفتر ؤ، ورغلم. ارباب سېف الرحمان وئیل چې جنرل موسٰي رانه وخت وغوښتو چې مونږ له وخت راکړه چې پۀ دې مسئله غور وکړو. اخر څۀ وخت پس د حکومت لۀ طرفه اډر جاري شو چې کوم جائېدادونه د خدائي خدمتګارو بحق سرکار ضبط شوي وو، هغه ټول بحال شول.

پۀ دې اليکشن کښې زوړ مسلم ليګي فدا محمد خان او د شبقدر مکرم خان ډېر خراب شکست وخوړو. د دې دواړو ايوب خان سره ذاتي تعلقات وو. پۀ دې وجه د هغه وخت د پېښور ډویژن کمشنر فريدالله شاه د خپلې عهدې نه اخوا کړے شو.

د والي سوات زوے مياګل اورنګ زېب د سوات رياست نه د قامي اسمبلۍ ممبر ؤ او د ايوب خان زوم هم ؤ. هغۀ ارباب صاحب ته وئيل چې ايوب خان ډېر خفه ؤ چې د اسمبلۍ ممبرانو ارباب سېف الرحمان ته دستخط ولې کړے دے. ميا ګل اورنګ زېب ارباب صاحب ته يوه ورځ وئيل چې تا له د سوات افضل خان هم راځي، د دۀ د راتګ مخ نيوے کوه چې دے دلته نۀ راځي. پۀ ځواب کښې ورته ارباب سېف الرحمان وئيل چې هغه زمونږ د پارټۍ ملګرے دے، د خان عبدالولي خان سره راځي . زمونږ د پارټۍ پۀ خبروکښې به کار نۀ لرې.

پۀ کال کښې به د اسمبلۍ دوه اجلاسونه کېدل يو پۀ ډهاکه کښې او بل پۀ پينډۍ کښې .د شبقدر د مندېرو کلي سالار کريم داد څوک چې پۀ دې اليکشن کمپېن کښې د ارباب سېف الرحمان سره يو ځاے ګرځېدو، هغۀ راته وئيل چې پۀ الېکشن کښې زمونږ ټوله خرچه شپږ سوه روپۍ ده. هغۀ وئيل چې دا خرچه ټوله د ملګرو چندو وه چې ما د کمپېن دوران مختلفو کلوکښې راغونډه کړې وه.

د ايوب خان چې کله فاطمه جناح سره مقابله راغله نو ارباب سېف الرحمان پسې تهکال ته د ايوب خان زوے راغلو او وائي ورته چې زۀ ايوب خان راولېږلم چې ارباب صاحب سره خبره وکړه چې زمونږ ملګرتيا وکړي. دې به پۀ کابينه کښې د رېلوے وزير واخلو ځکه چې دے ښۀ تعليم يافته دے؛ پۀ اسلام اباد کښې به ورله لس کناله پلاټ هم ورکړو او د کاروبار لپاره به ورله د موټرو د درامد کولو پرمټ هم ورکړو. پۀ ځواب کښې ورته ارباب سېف الرحمان ووئيل چې ما له د خان عبدالولي خان نه يو چټ راوړه،. زۀ به دې ملګرے شم. ووټ به هم درکړم ځکه چې ما له خو ووټ د پارټۍ ملګرو راکړے دے او د اليکشن کمپېن به هم راله د پارټۍ ملګرو چلولو.

پۀ دې اسمبلۍ کښې حکومت د هر ممبر نه د خپلې حلقې لپاره دوه ترقياتى سکيمونه غوښتي وو. ارباب سېف الرحمان اول دا سکيم ورکړو چې پۀ پېښور کښې يو لېډي ريډنګ هسپتال دے، اوس ابادي ډېره زياته شوې ده؛ پۀ دې وجه پېښورکښې دوېم جنرل هسپتال پکار دے. د هغۀ دا تجويز ومنلے شو. بل کال له پۀ پېښور کښې د “ايوب ټيچنګ هسپتال” پۀ نوم (موجوده خېبر هسپتال) بنياد جنرل موسٰي کېښودو. د هغه افتتاح بورډ نن هم د خېبر هسپتال پۀ بلډنګ لګېدلے دے.

دوېم ترقياتي سکيم د هغه پۀ چارسده روډ خزانه کلي نه واخله پۀ ورسک روډ متهرا کلي پورې سړک پخول وو. هغه هم منظور شو او سړک پوخ شو. دغه سړک سره د پېښور کلي والو علاقوته ډېره فائده ورسېده.

ارباب سېف الرحمان د صوبائي اسمبلۍ هغه څلور ځل ممبر منتخب شوے ؤ. پۀ 1993,1990,1970 او 1997 کښې پۀ دې حقله به بل وخت خبرې کوو.

ارباب سېف الرحمان راته ووئيل چې څۀ وخت ما وکالت شروع کړو، هغه وخت به د بلدياتي الېکشن خواهشمند خلق کچهرو ته راتلل چې مونږ له د الېکشن فارم ډک کړه او تصديق ئې هم کړه. عامو وکيلانو به د خلقو نه پېسې اخستې. ولې ما به ورله فارم مفت ډکولو او تصديق کولو هم. پۀ دې وجه به زيات خلق ما له راتلل. ارباب صاحب وئيل چې کله زۀ الېکشن ته ودرېدم، هغه ټولو به زما لپاره کمپېن چلولو. ارباب صاحب وئيل چې کله ما الېکشن وګټلو پۀ سحر له د پېښور د اخباراتو سرخي وه چې “اليکشن کے دوړ مين گهوړا سب سے آگے” ولې چې زما انتخابي نخښه “اس” ؤ.

د پېښور پۀ بډهـ بېره کلي کښې يو ځل پۀ 1990 کښې د پارټۍ جلسه وه. پارټي پۀ حکومت کښې وه. وزيران هم پۀ جلسه کښې ناست وو. ارباب صاحب هم ؤ. د کلي يو مشر چې تقرير ته ودرېدو نو ډېر پۀ واضحه الفاظو ئې ټولو وزيرانو ته وئيل چې کارونه پارټۍ لۀ داسې وکړئ لکه چې ارباب سېف الرحمان د ايوب خان پۀ دور کښې کړي وو.

ارباب صاحب وئيل چې څۀ وخت مې ايوب خان ته درخواست وليکلو او بيا د اسمبلۍ ممبرانو نه به مې پۀ هغې باندې دستخط اخستو نو هر ممبر سره به يو ځاے د هغۀ پۀ سيټ باندې ډېر ساعت پورې ناست وم. هغه به مې پۀ ټوله خبره پوهولو. خان عبدالولي خان به د سپيکر پۀ ګېلرۍ کښې ناست ؤ، زۀ به ئې ليدم نو ما ته ئې وئيل چې دا د اسمبلۍ سپيکر مولوي تميزالدين خو ډېر ښۀ سړے دے. تۀ کله يو ممبر سره پۀ سيټ ناست يې او کله بل سره خو تا باندې اواز نۀ کوي.

د هغه اسمبلۍ يو ممبر محمود علي چې تعلق ئې د بنګال سره ؤ خو د بنګله دېش د جوړېدو نه پس پاکستان کښې پاتې شو، ما ته ئې پۀ 1990 کښې د ارباب صاحب حجره کښې د هغۀ پۀ موجودګۍ کښې وئيل چې ډهاکې ته به ارباب صاحب د اسمبلۍ اجلاس له راغلو نو د اتوار ورځې له به خامخا د ډهاکې نه بل ښار ته تلو. وئيل ئې يو ځل ارباب صاحب چټاګانګ ته تلو. د هغه ځاے د اسمبلۍ ممبر خپل زوي ته فون وکړو چې زما د اسمبلۍ ملګرے پۀ رېل کښې در روان دے، د اتوار پۀ سحر به رېل در رسي، تۀ ورله سټېشن ته راشه او پۀ ښار کښې ورسره وګرځه. شپې لۀ به دے و اپس رېل کښې ډهاکې ته راځي. ارباب صاحب وئيل چې زۀ ورسېدم ما د هغه ممبر زوے ونۀ ليدو، ځان له پۀ ښار کښې وګرځېدم او شپې له واپس پۀ رېل کښې سور شوم او سحر لۀ رېل ډهاکې ته راورسېدو. کمرې ته لاړم، کپړې مې بدلې کړې او اسمبلۍ ته لاړم. ارباب صاحب وئيل چې هغه ممبر وليدم رانه ئې تپوس وکړو ما ورته وئيل چې ما خو ستا زوے ونۀ ليدو، ځان لۀ وګرځېدم. هغه ممبر ډېر خفه شو. وروستو ئې زوي ته فون کړے ؤ. زوي ورته وئيل زۀ خو سټېشن ته لاړم اخر پورې هلته وم، ما خو د اسمبلۍ ممبر ونۀ ليدو. ټول رېل نه صرف يو کس داسې راکوز شو چې د خامتا څادر ئې تاو کړے ؤ، پۀ لاس کښې ورسره هم څۀ نۀ وو، نۀ ورسره بل څوک ؤ. هغه ممبر وئيل چې ما زوي ته وئيل چې هم هغه د قامي اسمبلۍ ممبر ارباب سېف الرحمان ؤ. وائي چې زوي مې راته ووئيل دا خو زما خيال کښې هم نۀ راتلل چې د قامي اسمبلۍ ممبر دومره ساده هم کېدے شي. ځکه خو به خان عبدالولي خان هغه ته “سائين” وئيلو.

ارباب سېف الرحمان چې دا کوم سپېځلے کردار پۀ سياست کښې ادا کړے ؤ، د هغې وجه دا وه چې د هغۀ د وړوکوالي نه تربيت د باچاخان، د هغۀ پلار ارباب جمعه خان ( چې باچاخان ئې پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړے دے)، د هغۀ خپل مشر ورور ارباب عبدالغفور خان، ارباب سکندرخان شهيد او د تحريک نورو مشرانو د سيوري لاندې شوے ؤ. هغه وئيل چې زما پۀ وړوکوالي کښې به زمونږ د کور واړۀ د باچاخان راتګ ته ډېر خوشحالېدل ځکه چې باچاخان به واړۀ ټول حجرې ته ماښام وغوښتل او ځان سره به ئې کټ کښې کښېنول. زمونږ د کلي بر تهکال يو خدائي خدمتګار جمعه خان کاکا راته وئيل چې خدائي خدمتګارو به ستاسو د حجرې نه جلوس شروع کړو، مارچ پاسټ به ئې کولو او ټول کلي کښې به وګرځېدو، نغاره به هم ورسره وهل کېده. )هغه نغاره زما د وړوکوالي پورې پۀ حجره کښې محفوظ وه( هغۀ راته وئيل چې زۀ هغه وخت ماشوم وم خو وروڼو به ځان سره پۀ سره وردۍ کښې بوتلم. ماشوم به پۀ سره وردۍ د جلوس نه مخکښې روان ؤ او د ازادۍ پۀ حق کښې به ئې نعرې وهلې. پۀ دې وجه د هغه وخت نواب ارباب دوست محمدخان د ارباب صاحب حجره چې د خدائي خدمتګارو مرکز ؤ، باندې پابندي ولګوله او د ارباب صاحب کورنۍ ئې هم پۀ خپله حجره بنده کړله.

دغه تربيت ارباب سېف الرحمان له داسې زړۀ مضبوط کړو او هغه کردار ئې پۀ سياست کښې ادا کړو چې تل به پرې پښتون قام فخر کوي. ارباب صاحب پسې به چې کله هم پۀ سياسي تحريکونو کښې پوليس د ګرفتارۍ لپاره راغلل پۀ خندا به ورسره تلو.

ارباب صاحب د جون پۀ شپږمه نېټه 1999 د جمعې پۀ ورځ پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې څو ټپې وئيلې وې، هغه به خبره نوره هم واضحه کړي:

کۀ باچاخان پۀ وطن نۀ وے

نو پښتانۀ به غلامان د اغيار وونه

وطن ازاد پۀ سرو جامو شو

دا سرې جامې دې عجب ګر کښې ځوړند کړي نه

د انګرېز بړيسي دوزخ ته لاړ

دا سرخ پوشان به د جنت سېلونه کړي نه

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …