ګل زمین خان چې نصیب لالا به ورته ‘هلکه’ وې، سبز علي خان او شېر بهادر افتاب به ورته ‘صدره’، حبیب یونس ‘مشره’، میر امجد ‘مړه’، قاري محب ‘اے’، جمال ایسپزي ‘ځوان’، لالاګل ‘د شوکر زوے’ او د ظهور احمد صاحب پۀ شمول به ورته مونږ ټولو سمه والو او غرڅنو ‘صدر صاحب’ وئیلو.
هغه د غرونو سړے ؤ، کلک سړے ؤ.
مونږ چې د کله نه هغه پېژندلے ؤ، هغه هم صدر صاحب ؤ. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د یو زلمي پتنګ نه د صوبائي صدارت پورې ئې مزل کړے ؤ. هغه څۀ ته چې ‘کره’ وائي، هغه کره کارکن ؤ. د تنظیم د تګلارې او د ګوند د موقف پۀ ملاتړ ولاړ. پښتونخوا خو څۀ، کله چې شګلن وطن کښې د مزدورۍ د پاره مسافر شو نو هم ئې خپله محبوبه خپله سره جهنډه د ځان سره یوړه او عربستان کښې ئې د خپل قام او خاورې د پاره د خپل ګوند غږ اوچت کړو.
ج
څوک دې تېر کړي قسم چې سخت نه سخت وخت کښې هغۀ حوصله بائیللې وي؟ کله هم نۀ. زمونږ زړونه به ئې لوے کړل. مونږ به ئې ځان سره راپاڅولو. د پروګرام حاصل به د ګل زمین خان تقریر ؤ چې هغۀ به پکښې د شهادت ګوته اوچته نیولې د ولي خان بابا قولونه وئیل.
هغه ورځ چې ډاکټر مزمل، عبدالواحد لالا او نورو ملګرو سره باچاخان مرکز ته راغلے ؤ نو د ‘پښتون’ دفتر کښې د پي اېس اېف هلکانو پۀ فکري او تنظیمي موضوعاتو بحث کولو. دغه هلکانو تر دغه وخت ګل زمین خان نۀ پېژندو. ما نه چې ئې رایه وغوښته نو ما ورته ووې، ‘مونږ لږ ډېر څۀ دې سړي نه زده کړي، دے به پرې خبره وکړي. ګل زمین خان ښۀ پۀ ډکه خولۀ وخندل او بیا ئې هغه هلکانو ته ووې، ‘زلمو! پۀ هره قامي مسئله ودرېږئ! پارټي لرئ، مشران لرئ، نظریه لرئ، تاریخ لرئ ـــ د خپل تنظیم، د خپل بېرغ، د خپلو مشرانو سره ودرېږئ!.’
دغه ګرانې خبرې دومره پۀ اسانه چا کولې شوې؟ دا خبرې هغه څوک کولې شي چې پۀ خپله نظریه پوهه وي، پۀ خپل قیادت باور لري او د تاریخي حافظې سره د وخت پۀ سیاسي نفسیاتو ئې نظر وي. دا خبرې هغه څوک کولې شي چې ازمېښتونو نه ډک وختونه ئې لیدلي وي او د دې خبرې ګواهان وي چې قیادت ئې دغه ازمېښتونو نه خپل قام څنګه ژغورلے دے.
د ګل زمین خان قسمت ته باید وپسخېږم. د عربستان هر ملګرے ترې داسې ځارېږه لکه چې د پلار او لکه چې د مشر ورور مینه. د الریاض نه پېښور پورې ورسره ملګري بدرګه. پۀ باچاخان هوائي ډګر ورته د ګوند ټول ملګري ولاړ. باچاخان مرکز کښې ئې جنازه وشوه. ګل زمین خان به خپل تقریر پۀ دې شعر ختموۀ چې:
کۀ پۀ ژوندون مې پوره نۀ شو دا ارمان ملګرو! د انقلاب جهنډه زما پۀ جنازه وتړئ!
د ګل زمین خان کلي ‘خال’ کښې باچاخان وړومبۍ مدرسه جوړه کړې وه، د ګل زمین خان جنازې ثابته کړه، هغه مدرسه اوس هم نظریاتي طور پۀ ‘خال’ کښې ژوندۍ ده او څانګې ئې لا خورېږي. اېمل ولي خان د صدر صاحب پۀ سینه د ولي باغ ګلونه کېښودل.
‘باچاخان مرکز’ کښې میا افتخار حسېن، اعجاز ایسپزي او سرتاج خان د ګل زمین خان پۀ جنازه د انقلاب جهنډه وتړله.
صدر صاحبه! ستا زړۀ کښې خپلو مشرانو د پاره مستې لېونۍ نېشنلۍ مینې نه دې خداے څاڅکے دوه زمونږ زړونو له هم راکړي. زۀ درته مړ نۀ وایم ـــــ ځه چې ولي خان بابا دې سینه پورې کلک ونیسي او باچاخان درته پۀ سر د خپلې مینې لاس کېږدي.