د ‘پښتون’ مقصد او لار – اسرار د طورو

د “پښتون” اجراء پۀ څۀ مقصد شوې وه او د دغه مقصد د حاصلولو د پاره به کومه لار او کومه پاليسي اختيارولې شي؟

پۀ مۍ 1928ز کښې چې د “پښتون” رساله راغله، د دې اول جلد اول نمبر لکشمي پرېس ارټ سسټم راولپنډۍ کښې طبع شو. د دې چلوونکے عبدالغفارخان ؤ. پۀ سر پاڼه ئې د افغان )فضل احمد )دکن(( پينځۀ اشعار چاپ وو. دغه اشعارو کښې د علم و فن د زدکړې، د ځان د پېژندلو، پۀ دنيا کښې د عزت ګټلو، د مشقت کولو، د قربانۍ، د خطرو د مقابلې ترغيب ؤ. ظاهره ده چې د رسالې باني دا شعرونه پۀ سرپاڼه ځکه ليکل چې د هغۀ د مجلې مقصد سره هم اهنګ وو.

د رسالې پۀ درېم مخ د ليکونکو د فهرست د لاندې يو نوټ ؤ. پۀ دغه نوټ کښې د اردو، عربي، انګرېزي څلور ټکي ميا احمد شاه پۀ پښتو کړي وو. ايډيټر ته “چلونکے”، مقاله افتتاحيه ته “سرے”، طابع ته “چاپ کوونکے” او ناشر ته “خوروونکے” ئې خوښ کړي وو. د دې نه ثابته شوه چې “پښتون” پښتو ژبه کښې وسعت او شتمني پېدا کول غواړي. د ژبې جولۍ کښې پراخي راوستل هم د “پښتون” مقصد شو – جولۍ چې پراخه وي، علمونه او فنون پۀ کښې ډېر ځائېږي.

د “پښتون” سريزه ښائي چې پۀ خپله مورنۍ ژبه خلق مئين وو، چلوونکي دا جذبه د قوم د ژوندون دليل ګڼي. غرض دا چې “پښتون” قام کښې ژوندون پېدا کول غواړي.

“پښتون” پۀ شپږم مخ واضحه کړي چې دا اخبار ځان د قام د ترقۍ او پښتون ولۍ ذمه وار ګڼي او هر چا ته پۀ دې رساله کښې د مضمون ورکولو حق ورکوي خو وائي دا چې مضمون ښۀ او د کتلو قابل وي.

پۀ مخ شپږم ليکي چې “پښتون” به د پښتنو د حقوقو ساتنه کوي، د نقصان او خطرې نه به قام خبروي، حرکت به پۀ قوم کښې پېدا کوي چې شله ګيدړه نۀ شي. “پښتون” به قام عمل ته ګواښوي، واکو ټاکو نۀ خوښوي.

دلته زۀ اسرار د طورو دا عنديه لرم چې پۀ چا تور پورې کول، د چا سپکاوے کول، د سپکو خبرو جواب پۀ سپکه ژبه ورکول پۀ قام کښې اتحاد نۀ راولي. اتحاد پۀ مينه او بخښنه راځي. کرکه د فساد جړه ده نو نن به هم “پښتون” الزامي تنقيد پۀ چا نۀ کوي، دا د “پښتون” د مقاصدو پۀ لار کښې لکه د ابو لهب اور کرل دي.

پۀ مخ شپږم د “زينة الناس باللباس” عربي محاوره پۀ مۍ 1928ز کښې يو نوي (91) کاله وړاندې چلوونکي ليکلې ده؛ مطلب دا چې ښکلے مضمون او پۀ خوږه ژبه ليکل د يوې رسالې جامه ده. د دې رسالې سينګار پرې جوړوي. ازغنه لهجه او ژوبلوونکي الفاظ دښمنانو له موقع ورکول وي. “پښتون” پۀ مخ اووم اميد لري چې “پښتون يو قام لګيا دے جوړېږي”

نن هم دا طمع شته خو چې تۀ پۀ ختيځ مخه کړې او زۀ پۀ لوديځ روان يم، يو بل ته مو شا وي نو فاصلې خو به ډېرې شي. د دنيا سنګين قوتونه پښتانۀ اتحاد ته نۀ پرېږدي. پۀ دې نکته به قام پوهول د “پښتون” ذمه واري وي. پۀ مخ اووم سطر نمبر نهم کښې د کار ويستلو د پاره “روغه او مطلب ويستونکې لار” اختيارول غواړي او ليکي “تېرې چې تېرې شوې، د وړاندينو خيال ساتل پکار دي.” مړۀ پۀ قبرونو کښې ښۀ دي چې راوځي نو خوشبوي به نۀ وېشي، بد بوئي او چينجي به فضاء لا مسمومه کړي.”

“پښتون” پۀ مۍ 1928ز کښې د اخبار د افاديت او تاريخ علم لوستونکو ته ورکولو او ورته وائي چې پۀ 1414ز کښې د جرمني ايجنولف ايمل (Egenolph Emmal) نومې سړي د “فرېنک فرټل جنرل” (Frankfurter Journal) پۀ نوم د دنيا اولنے هفته وار اخبار”The Weekly News” جاري کړے ؤ. پۀ 1431ز کښې فرانس، پۀ 1716ز کښې اټلي، پۀ 1826ز کښې سپېن دا کار وکړو. غرض دا چې مونږ د زمانې ظالمانو تر اوسه د علم نه محروم ساتلي يو. پۀ خپله هم د هاتهي پۀ غوږ کښې اودۀ يو او خپلو وروڼو تړلي يو نو دا به همت، جرأت، محبت، محنت او شېرني عذبت غواړي چې د يو بل نه بېل را يوځاے او تر غاړه کړي. دا کار صبر او استقلال غواړي.

مونږ پۀ امتحان کښې ګېر يو. د علم رڼا انشاء الله رارسېدلې ده. پۀ کونجکه کښې لائبرېرۍ پرتې دي، د انټرنيټ دنيا ده. د عکسونو تصويرونو نه مزې اخستل به هم وي خو اصل کار د علم و فن د ناوې موندل دي. زمونږ مشرانو يو ځلنده اصول مونږ ته راکړي دي چې

خُذ ما صفا و دَع ما کدر

پاک صاف واخله خيرن خيچن پرېږده!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …