د ښاغلي غندل خان غندل د کتاب “دا څۀ وشو؟”د مخکتنې دستوره او مشاعره – مراد علي مراد

 

 

 

د پښتو ژبې د نوموړي مشر شاعر غندل خان غندل د درېمې شعري مجموعې “دا څۀ وشو؟” د مخکتنې لویه او درنه غونډه د باچا خان مرکز پۀ تابیا باچا خان مرکز پېښور کښې د دې اګست پۀ دېرشمه نېټه وشوه. غونډه پۀ دوه برخو مشتمله وه – وړومبۍ برخه کښې د کتاب د مخکتنې رسم ادا کړے شو. د وړومبۍ برخې صدارت پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزي وکړو. “پښتون خان” او زېبا اپریدۍ اعزازي مېلمانۀ وو. د غونډې کوربانۀ د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر مشر ښاغلے نورالامین یوسفزے او د عوامي نېشنل ګوند صوبائي ستر سېکتر سردار حسېن بابک وو. نظامت چارې ثاقب جاوید تر سره کړې. د غونډې د وړومبۍ برخې اغاز ښاغلي نور محمد شېدا د تلاوت کلام پاک نه وکړو.

ښاغلي نورالامین یوسفزي ووئیل چې مونږ د غندل خان غندل غوندې شاعر باندې ویاړ کوو چې پۀ ډېره غریبۍ کښې ئې د پښتو ادب خدمت جاري ساتلے او د خپلو کتابونو چاپ کولو سلسله ئې دوامداره ساتلې ده. “دا څۀ وشو؟” یوه معیاري فنپاره ده، غندل صاحب ته پرې داد ورکوم. دې سړي خپله غریبۍ کښې هرې یوې دستورې ته ځان رسولے دے او دا درېم کتاب ئې پښتو ادب ته ورکړو چې دا یو لوے خدمت دے.

ښاغلي سردار حسېن بابک ووې چې زۀ ادبي غونډو کښې پۀ شرکت کولو ډېر خوشحالېږم. غندل خان غندل واقعي چې د قدر وړ دے چې خپل ټول صلاحیتونه ئې د خپل ادب، خپلې ژبې او خپل پښتون قوم د بې لوثه خدمت د پاره وقف کړي دي. دلته دې ملګرو او مشرانو خبرې وکړې او وې وئیل چې غندل خان کاکا جټ دے – ما اوس پۀ ناسته ناسته کښې څو پاڼې ولوستې او ځکه دغه د نالوستي خبره ما باندې بار غوندې شوه. ما چې کوم خیالونه ولوستل نو زۀ دا وایم چې یو نالوستے پښتون داسې شاندار لیکل کوي نو دا خو کمال دے. دې کښې یو ځاے دا خبره هم شوې ده چې سیاستدانان د اسلام اباد مزې واخلي نو بیا اولس ته نۀ ګوري – بالکل پکار ده چې شاعران دغسې سیاسي خلقو ته د لارې نه د اوړېدو موقع ور نۀ کړي او زۀ پۀ دې جرأت هم غندل خان صاحب ته داد ورکوم. هغۀ زیاته کړه، زۀ وایم چې باچا خان مرکز کښې خپلې ادبي هلې ځلې جاري وساتئ، هرکله راشئ، دا مرکز تاسو د پاره دے او خپل ادبي، علمي او ثقافتي پروګرامونه دلته کوئ. مونږ به ستاسو کوربانۀ یو.

ښاغلي فضل مومند ووئیل، د غندل خان غندل د شعرونو مجموعه چې زياتره پۀ غزلو اډاڼه ده؛ د اوسنو تاوژنو حالاتو نشاندهي کوي، د معاشرې عکاسي کوي. نظم او غزل ئې د اولسي شاعرۍ ښه ترجماني کوي. خپله مزدورۍ کښې دا درېم کتاب چاپول ښائي چې د دۀ خپلې مورنۍ ژبې د پاره جذبه هغه شان ځوانه ده.

ښاغلي غلام حېدر حېدر ووې، غندل خان غندل د ساهو لیکونکو مرکې ته، د خپلې علاقې شبقدر ادبي ټولنو ته او خېبر پښتونخوا کښې چې چرته هم ادبي غونډه وي، ته ځان رسولو کښې سستي نۀ کوي. د ادب پۀ ډېره چټکتیا د اخلاص نه ډک خدمت کوي او دا زمونږ فرض دے چې د خدماتو ئې ستائینه وکړو او درناوے ورته ولرو.

پروفېسر زر محمد سنګر ووې چې کۀ غندل خان غندل لږه خواري وکړي نو شاعري ئې د فولکلور درجې ته رسېدلې شي. لوستے نۀ دے خو بیا هم خپل ادبي لیک لوست ئې جاري ساتلے دے.

سحر کتوزي ووئیل، د ټولو شاعرانو د شاعرۍ رنګ پۀ غندل خان غندل غالب دے. دوي چې خبر شي چې چرته مشاعره ده نو کۀ کرایه ورسره وي هم نۀ، پیاده ورته ځان رسوي. “دا څۀ وشو” شعري مجموعه ئې ډېره ښه مجموعه ده؛ د ښې معیاري شاعرۍ صنفونه پکښې د غندل صاحب د فن او شخصیت برڅېره کوي.

حیات روغاني ووې چې غندل خان غندل د پښتو ادب بنجارے دے، هرځاے ته ادبي غونډو او مشاعرو له ځان رسول غواړي. کتاب “دا څۀ وشو؟” ئې د مارکیټ نه پۀ بيعه ترلاسه کول پکار دي. باچا خان مرکز پیښور ټولو اديبانو او لیکوالو د پاره هر وخت حاضر دے. غندل کاکا پۀ ډېرغربت کښې د پښتو ادب خدمت کوي، داد او ډاډ ورکوم.

اباسین یوسفزي ووې چې د پښتو ادب پۀ خدمت کښې غندل خان غندل اهم کردار ادا کوي. غندل خان غندل اولسي سړے دے، نوے اولسي رنګ غزل ئې متعارف کړو، اولسي شاعر دے خو ځانګړتیا ئې پۀ دې ده چې تنقیدي ادبي غونډو کښې هم شرکت کوي، تنقید کوي هم اوري هم عمل پرې هم کوي او شعري مجموعه “دا څۀ وشو؟” ئې د معیار درجې ته هم پۀ دې رسېدلې ده. غندل خان غندل “د غزل اولسي شاعر” دے؛ رنګ ئې سوچه دے. ډېر راباندې ګران دے ځکه مې ډېر اهم کار پرېښودو او د کتاب مخکتنې له ئې راغلم.

حکومت دې سکولونو،کالجونو او دفترونو کښې پښتو مضمون لازمي کړي نو د غندل خان غندل غوندې د غریبو او بې وسو شاعرانو، ادیبانو او لیکوالو ډاډګيرنه به هم وشي او خپل حقونه به ورته هم تر لاسه شي. باچا خان مرکز واقعي چې د پښتو ادب د خدمت لوے کار کوي او هم دې مرکز د پښتو ژبې نصاب کښې شاملولو د پاره تاریخي کردار ادا کړے دے.

د غونډې دوېمه برخه کښې ازاده مشاعره د غلام حېدر حېدر پۀ صدارت کښې وشوه. د دواوه پښتو ادبي ټولنې شبقدر صدر سحر کتوزے مشر میلمه او نور محمد شېدا، جلبل اشنغرے او ګوهر علي ګوهر اعزازي میلمانۀ وو. تلاوت حاجي غلام سرور سرور او د نظامت چارې راقم الحروف مراد علي مراد تر سره کړې. مشاعره کښې یاسر ارماني، طیب الله طیب، علي رحمان هلال خېل،امجد مراد ایډوکېټ، حاجي غلام سرور سرور، نور محمد شېدا،ساده ګل ساده، جلبل اشنغری، ارمان علي ارمان، درمند مومند، شمشېر صابر افریدي، مراد علي مراد، ګوهر علي ګوهر، بلال مومند، بلال احمد احمد، محمد علي خوږ جان، محمد انور پتنګ، شېدا عمرزي، عجب خان ګیله مند، شاهد علي مشال، خداداد بېتاب، نورالله طوفان، زرولي رشکوال، حسن الابرار کتوزي، جاوېد نادان، سحر کتوزي، نورالبصر بصر، غندل خان غندل او غلام حېدر حېدر برخه واخسته. غونډه کښې اجمل فاروقي، اکرام سودائي، حمید ملنګ اورکزي، سید رسول بېټني، احتشام خلیل، مزمل درد، ګوهر خان شالم پل، رحیم خان چمکني، شېر عالم شینواري، شیراز ملنګ، ابوبکر خاکسار، عابد خان محمدزي، شبیراحمد، محمد جاوید، غني خان نوښار، شاهد جان، عبدالحق سائل، محمد یاسین کوهاټ، د جلبل اشنغري زوي کاشف خان، د مراد علي مراد زوي سید اسد شاه او نورو هم ډېرو ادب ذوقو مینه والو شاعرانو لیکوالو او د امن ټي وي او د میډیا نورو نمائندګانو ګڼ شمېر کښې برخه واخسته. مراد علي مراد د غندل خان غندل شعري مجموعه “دا څۀ وشو؟”

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …