خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا
د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا
اجمل خټک
پۀ څوارلسم ستمبر دوه زره نولسم ماښام چې څۀ وخت د الف جان ورارۀ طاهر ضياء ما ته د الف جان د مرګ خبر راکړو نو پۀ يو طرف مې ټول ملګري خبرول، د پارټۍ مشرانو ته مې هم د غم خبر رسولو نو بل طرف مې دا فکر هم کولو چې زۀ به اوس احمدي بانډې ته پۀ کومه بهانه ځم؟
اول حکيم شېر حسن، ورپسې شېر اسلام ماماجي او نن الف جان خټکه – دا درې واړه پۀ احمدي بانډه کښې د باچا خان د تحريک هغه سپېڅلي مشران وو چې د انسان به ئې پۀ ليدو د باچا خان تنده ماتېده . خو نن پۀ ‘خټک نامې’ کښې د باچا خان د تحريک اخري ستورے ډوب شو.
الف جان خټکه پۀ نولس سوه يودېرشم کښې د کپتان غني شاه پۀ کور کښې پۀ احمدي بانډه کښې وزېږېده. کپتان صاحب درې ودونه کړي وو. د يوې ښځې نه ئې امير شاه، د بلې ښځې نه ئې صاحبزاده او شهزاده او د الف جانې د مور نه وزير زاده او الف جان نه علاوه دوه نورې خوېندې. دا هغه وخت ؤ چې پۀ ټوله پښتونخوا کښې د باچا خان تحريک د پېرنګي پۀ ضد مبارزه روانه کړې وه. احمدي بانډه د دغه تحريک يو مضبوط ګړهـ ؤ. د الف جان خټکې پلار خو پۀ دې تحريک کښې نۀ ؤ شامل خو د هغۀ خپل خپلوان لکه سالار اسلم، حکيم شېر حسن او عيد محمد د خدائي خدمت ګار تحريک ډېر تکړه ملګري وو. بلکې سالار اسلم خو د هغه وخت د کوهاټ ضلعې چې د نن وخت ضلع کرک او هنګو پۀ کوهاټ ضلعې کښې شاملې وې، د هغې سالار ؤ. د خدائي خدمتګارو پۀ ټکټ پۀ 1945-46 الېکشن کښې د صوبائي اسمبلۍ غړے هم منتخب شوے ؤ.
احمدي بانډه پۀ جغرافيائي لحاظ ډېر اهميت ځکه لري چې دا د کوهاټ او بنو پۀ لوے سړک پرته ده. چې څوک به هم پېښور يا نور هندوستان نه د کوهاټ د جنوب پۀ لور تلل، خامخا به ئې پۀ احمدي بانډه کښې دمه کوله. باچا خان او ولي خان خو ټول عمر کله هم پۀ احمدي بانډه نېغ نۀ دي تېر شوي. اخري ځل باچا خان احمدي بانډې ته 1973 کښې راغلے ؤ. د حکيم شېر حسن پۀ کور کښې ئې شپه کړې وه. احمدي بانډې کښې ګاندهي جي جواهر لال نهرو هم شپه کړې وه. کله چې ګاندهي جي پۀ 1938 کښې د سرحد )پښتونخوا( دوره کوله نو د سالار اسلم پۀ کور کښې ټولې علاقې خدائي خدمت ګاران ورته راټول وو او الف جان خټکې چې هغه وخت ماشومه وه، پۀ دغې جلسې کښې د يو قومي شاعر ليکلے نظم وړاندې کړے ؤ. پۀ احمدي بانډې کښې به هره ورځ جلسې وې، جلوسونه پرېډونه به وو او دا نعره به وه چې “انقلاب زنده باد”، “برطانيه برباد” او “باچا خان زنده باد”. يا به د سرخ پوشو پۀ کورونو د پوليس چهاپې وې؛ ګرفتارۍ، جائيداد ضبطي يا د پېرنګي نور ظلمونه وو. دا هغه ماحول ؤ چې الف جان پکښې رالوئېدله ځکه ئې د وخت نه مخکښې شاعري شروع کړه – خو د باچا خان د “پښتون” رسالې نۀ تشه لوستونکې وه بلکې خپل کلام به ئې چاپ د پاره استولو چې هغه به پکښې باقاعده چاپ کېدو. خو دا کلام دومره د قومي جذبې نه ډک ؤ چې نن هم چې څوک هغه کلام لولي نو اودۀ جذبې ئې راويښې شي.
د الف جانې پلار د جینکو د تعليم خلاف ؤ. الف جانې خپل ټول تعليم پرائيوېټ تر لاسه کړے ؤ. هغې پۀ پښتو اردو ژبه کښې د ماسټر ډګرۍ تر لاسه کړې وې. صرف د بي ټي پروفېشنل ډګرۍ اخستو د پاره ئې پۀ لاهور کښې پۀ ايجوکېشن کالج کښې څۀ وخت تېر کړے ؤ. هسې پۀ دې سيمه کښې د جينکو تعليم نوې خبره نۀ وه. دلته يوې بلې مجاهدې پښتنې ګلاب جان احمدي بانډې سره خوا کښې پۀ ټيري کښې پۀ 1924 کښې جينکو د پاره سکول پرانستے ؤ. ګلاب جان خپل تعليم پۀ امباله کښې تر اتمه تر لاسه کړے ؤ چې هلته ئې ورور د پېرنګي پوځ کښې نوکر ؤ. خپله پۀ احمدي بانډه کښې يو بل قومي شاعر او مبارز حليم محمد استاذ پۀ سکول کښې استاذ ؤ. حليم محمد استاذ د ټيري اوسېدونکے ؤ او هغۀ به ځان سره خپلې لوڼې صغريٰ او ممتاز هم راوستې او هلکانو سره به ئې سبق وئيلو. وروستو دغه ممتاز د الف جان ورور شهزاده باندې وادۀ شوه چې اوس هم پۀ کراچۍ کښې اوسېږي خو ډېره ضعيفه ده. د الف جانې وادۀ د حليم محمد استاذ زوي محمد ظفر سره وشو خو دا بې جوړه وادۀ لږه موده کښې ناکام شو.
د پاکستان جوړېدو نه پس الف جان د سياست او شاعرۍ نه لاس واخستو او پۀ محکمه تعليم کښې ئې د يوې معلمې پۀ حېث ملازمت اختيار کړو. دا سوال پۀ هر ذهن کښې پېدا کېږي چې هغه څۀ حالات وو چې الف جان ئې پۀ دې مجبوره کړه چې هغه د خپلو سياسي او ادبي هلوځلو نه لاس پۀ سر شوه؟ دې د پاره هم د هغه وخت ملکي او د احمدي بانډې سياسي صورتحال او د الف جان ذاتي ژوند هم پۀ نظر کښې ساتل پکار دي. کۀ يو طرف ته د کومې ازادۍ د پاره چې الف جانې مبارزه کوله، د هغې نتيجه بدله راغله. د ازادۍ نه پس اختيار پۀ ځاے د دې چې د ازادۍ د پاره د مبارزې کوونکو پۀ لاس ورغلے وے، دلته اختيار د هغه چا پۀ لاس کښې راغلو چې څوک تر اوسه د پېرنګي ملګري وو. بله وجه ئې دا هم کېدې شي چې پۀ خټک نامې کښې چې څوک د تحريک مشران وو، هغوي خپله لار بدله کړه – لکه سالار اسلم او صاحب ګل چې خوارو خټکو او بربنډو خټکو د خان بهادر قلي خان او د هغۀ د زوي يوسف خټک پۀ مقابله کښې کامياب کړي وو خو دوي قوم ته شا کړه او خپله ذاتي ګټه ئې پۀ نظر کښې وساتله. بل طرف ته د الف جانې پۀ ذاتي ژوند کښې هم تاو تريخوالے راغلو او د هغې د ظفر استاذ سره وادۀ ناکام شو. د دې سره دا هم یو عقلي فېکټر دے چې د پاکستان جوړېدو سره خدائي خدمتګار تحریک بېن کړے شو، “پښتون” رساله بنده کړې شوه او باچا خان د یوې اوږدې مودې د پاره جېل کښې قېد کړے شو. دا هغه زمکني حقائق وو چې الف جانې ته ټولې لارې بندې وې نو هغې د معلمۍ پۀ ذريعه پۀ جينکو کښې د علم رڼا خوروله او دا سلسله ئې تر مرګه جاري وساتله.
زما د الف جانې سره د هغې د ژوند پۀ اخري کلونو کښې ډېره نزدې رابطه پاتې شوه. چې کله 2008 او 2013 کښې پۀ پښتونخوا کښې د اے اېن پي حکومت راغلو نو صوبائي حکومت دا فېصله وکړه چې الف جان ته دې اېوارډ ورکړي – ما د الف جان خټکې ورارۀ ارشد ضياء سره رابطه وکړه او نېټه مو پخه کړه چې ارشد ضياء به الف جان پېښور ته راولي او هلته به وزير اعليٰ امير حېدر خان هوتي هغې ته پۀ خپل لاس اېوارډ ورکوي. پۀ سي اېم سيکرټريټ کښې هر څۀ تيار وو خو پۀ عېن موقع الف جان خټکه انکاري شوه چې زۀ پېښور ته نۀ شم تللې. ما چې څۀ وخت امير حېدر هوتي ته ووئيل نو هغه مسکے شو، وئیل ئې چې هېڅ خبره نۀ ده، د مشرانو د فېصلې احترام پکار دے. څۀ وخت پس د هغه وخت د پارټۍ صوبائي صدر افراسياب خټک ما ته ووئيل چې الف جان پېښور ته خو نۀ راځي خو کۀ دې ته تياره شي چې مونږ د پارټۍ زنانه اېم پي اېز او اېم اېن اېز ور ولېږو چې دې ته پۀ خپل کور کښې اېوارډ ورکړي. چې څۀ وخت زۀ دغه کار د پاره د هغې کور ته ورغلم نو هلته راته دا خبر ملاو شو چې هغې باندې فالج حمله کړې ده او د پېښور پۀ رحمان مېډيکل انسټيټيوټ کښې داخله ده. ما هغه وخت سي اېم هاوس او د پارټۍ صوبائي صدر ته دغه خبر ورکړو. د پارټۍ مشرانو او د حېدر هوتي دې چار ښۀ وي چې هغه وخت ئې د ډاکټر فضل رحيم مروت پۀ قيادت کښې يو وفد د هغې پوښتنې ته ولېږلو او مالي مرسته ئې هم ورسره وکړه. چې کله حېدر هوتي پۀ مارچ دوه زره دولسم کښې د کرک ضلعې پۀ دوره راغلو نو نۀ صرف ئې پۀ کرک کښې د “خوشحال خان خټک يونيورسټي” جوړولو اعلان وکړو بلکې پۀ ټيري چوک بانډه داود شاه کښې ئې د جينکو د کالج منظوري هم ورکړه. دغه کالج د “الف جان خټک ګرلز کالج” پۀ نوم ونومولے شو. پۀ فروري 2013 کښې افراسياب خټک، ميا افتخار حسېن او قاضي اسد د کالج د بنياد تيږه کښېښوده. د کالج دا عمارت اوس تيار ولاړ دے خو لا پکښې کلاسونه نۀ دي شروع شوي. پکار ده چې څومره زر وي چې دلته کلاسونه پېل شي چې د دې سيمې جينکۍ پکښې علم حاصلوي چې د الف جان، ګلاب جان او داسې نورو مېندو او نياګانو روحونو ته قرار ورسېږي چې چا دلته د جينکو د تعليم بيناد کښېښودو.
پۀ دې وخت کښې کۀ د هغه پلرونو او نيکونو ذکر نۀ کوو، دا به ډېر زياتے وي چا چې نن نه سل کاله مخکښې د خپلې ټولنې ټول بندېزونه مات کړل او پۀ خپلو لوڼو ئې تعليم وکړو. د هغې نتيجه ده چې نن پۀ ټيري او احمدي بانډه کښې د څلوېښتو او پينځۀ څلوېښتو کالو عمر نه کمه ښځه او جينۍ بې تعليمه نشته.
زۀ او الف جان خټکه:
هسې خو ما د ماشوموالي نه د الف جان نوم اورېدو ځکه چې حليم محمد استاذ زمونږ ګاونډي ؤ او د ظفر استاذ زامن اکبر او اصغر د اول جماعت نه لسم پورې زما کلاس فېلو وو. خو الف جان سره مې ذاتي تعلق د تېرو اتۀ لسو کالو نه جوړ شوے ؤ. زۀ چې کله هم د هغې ليدو د پاره تلے يم نو هغې ډېر پۀ ويال تندي زما هرکلے کړے دے او هغې چا سره هم د خپل سياسي او ادبي ژوند مجلس نۀ کولو او وئيل به ئې چې ما نه هر څۀ هېر دي، خو يو دوو ملاقاتونو نه پس هغه به دې ته تياره شوه چې ما سره د هغه وخت مجلس وکړي.
لکه يو ځل هغوي نه ما پوښتنه وکړه چې باچا خان مو اخري ځل کله ليدلے ؤ؟ نو هغوي پۀ ځواب کښې ووئيل چې کله زما پلار وفات شوے ؤ نو باچا خان زما د پلار دعا ته د پوليس پۀ پهره کښې راغلو نو زۀ د خپل کور دروازې ته راووتم او باچا خان زما پۀ سر لاس کښېښودو او زما د پلار د بخښنې دپاره ئې دعا وکړه. بيا پوليس پۀ خپل ګاډي کښې کښېنولو.
يو ځل چې ما ترې تپوس وکړو چې تاسو د پېرنګي د تلو نه پس شاعري ولې پرېښوده؟ نو هغې ووئيل چې بيا خو ظالمستان جوړ شو او قيوم خان دلته د ګرفتاريو سره سره د کورونو بې عزتۍ هم کولې. نو د کور مشرانو دا فېصله وکړه چې کۀ د کور نارینه جېل ته لاړ شي نو هېڅ خبره نۀ ده خو اوس زنانه به څنګه جېل ته ځي؟ دغه وجه وه چې د کور د مشرانو د فېصلې مطابق ما خپل ټول کلام پۀ تنور کښې وسوزولو او خپل ټول صلاحيتونه مې د جينکو تعليم د پاره وقف کړل.
يوه بله خاص خبره چې د الف جان ورېرونو ارشد ضياء او طاهر ضياء به وئيل چې پۀ کور کښې چې څوک هم د ترور کټ بازو سره ولګي نو دا غصه شي چې کټ مو سخا کړو، دا ووينځئ! خو تۀ دومره پۀ مزه ورسره کټ کښې ناست وې خو هغه پۀ خندا خندا تا سره مجلس کوي! نو ما هغوي ته ووئيل چې زۀ او الف جان خټکه چې د کوم مينار نه د ژوند رڼا اخلو هغه مينار باچا خان دے، نو تاسو پۀ دې خبره نۀ پوهېږئ.
يوه بله خاص خبره چې زۀ د خپل زوي سباوون سره پۀ نولسمه فروري 2019 د الف جان خټکې کور ته ورغلو نو هغې او ورېرونو ئې ډېر کوشش وکړو چې مونږ هلته څۀ وخورو وڅښکو خو مونږ انکار وکړو نو الف جان خټکې ما ته سل روپۍ راکړې چې خېر، بازار کښې پۀ دې باندې څۀ خوراک وکړې. هغه نوټ مې خوندي ساتلے دے او د هغې د مرګ نه پس مې پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې “خدائي خدمتګار لرغنتون” د پاره حیات روغاني ته سپارلے دے.
پۀ ما د الف جان خټکې اعتماد دومره ؤ چې خپل څو شعرونه ئې زما پۀ اصرار ما ته واورول چې هغه ما سره پۀ رېکارډ پراتۀ دي.
یادګیرنه:
هم دغه ویډیو رېکارډونه به وي چې اوس اوس مونږ ولیدل چې عثمان لالا پۀ خپل فېسبوک دېوال خپارۀ کړي دي. لوستونکي ئې پۀ دې برېښنائي درک کتلے شي.
facebook.com/izharahmad1/videos/1553696621372476/