خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا – علي ايسپزے

پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي.

دې تحریک کۀ یو خوا د برصغير پاک وهند د محکومو قامونو د غاړو نه د غلامۍ زنځيرونه مات کړل نو بل خوا ئې د پښتون قام يو داسې حقيقي تاريخ رقم کړو چې پښتون قام به پرې تل تر تله وياړ کوي. دې تاريخ پۀ خپله لمنه کښې هغه پياوړي هم ځاے کړل چې کل وقتي به د تاريخ پۀ پاڼه پاڼه کښې ځلېږي. پۀ دې پاڼه کښې يو نوم د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا هم دے چې د صوابۍ پۀ تاريخي کلي مرغز کښې ئې د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه کال 1931 د خدائي خدمتګار ملک شېر محمد خان پۀ کور کښې سترګې وغړولې.

د خدائي خدمتګار تحریک پۀ اغاز کښې مرغز کلي ډېر غټ رول لوبولے دے. د باچا خان بابا نیا هم د مرغز کلي وه. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي سکول نه او لسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول صوابۍ نه پاس کړو. د مخکښې تعلیم د پاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړو. دولسم جماعت نه پس خپل کلي ته واپس راستون شو او د خدائي خدمتګارانو خپل ترۀ شاد محمد کاکا او د خپل ماما یار محمد کاکا سره ئې د اولس خدمت ته ملا وتړله چې پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې نوم تر لرې لرې خور شو. د خدائي خدمتګارو پۀ ټولګي کښې د زېن محمد کاکا داسې روزنه وشوه چې وروستو پۀ خپله د ‘خدائي خدمتګار’ پۀ نوم یاد شو او خپل ټول ژوند ئې د باچا خان د فلسفې لاندې تېر کړو. نۀ ئې خپله لار بدله کړه، نۀ مایوسه شو، نۀ زړۀ ماتے شو او نۀ ئې لنډمهاله لاره خپله کړه.

د ایوب خان پۀ دور کښې ئې پۀ عملي سياست کښې پۀ 1966 کښې برخه واخسته. بلدیاتي انتخاباتو کښې ئې د خپل کلي د مسلم لیګو صدر له شکست ورکړو. خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا تل د خوار غريب اولس د خدمت د پاره ورځ شپه پۀ ځان يو کړي وو. هر قسمه تکليفونه او سختې ئې پۀ ځان تېرې کړې وې خو کله هم دل برداشته شوے نۀ دے.

د بهټو پۀ دور کښې چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبائي مشران او کارکنان پۀ جېلونو کښې بندي شول، پۀ دغه دوران کښې زېن محمد کاکا هم د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو چې د بهټو پۀ باچاهۍ کښې ورسره قسم قسم ظلمونه روان وو.

کۀ يو اړخ ته د سرو جنډو مئينانو سره ظلمونه کېدل نو بل خوا د دوي حوصلې نورې هم اوچتېدې. خپل سرونه ئې د خپلې پښتواو پښتون اولس د خدمت د پاره پۀ تلي کښې نيولي وو. د باچا خان او ولي خان پۀ کاروان کښې پۀ ډېرو اوچتو سترګو د خپل مرام پۀ طرف روان وو. د جېل د تورو تیارو نه پس لکه د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان زېن محمد کاکا هم پۀ کور کښې پښه نۀ ده لګولې او د پښتنو پۀ لارو او کوڅو کښې ئې هم هغه شان د پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. د غريب او بې وسه، خوارانو، مزدورانو پښتنو خدمت ته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ دې عظيم او خاکسار انسان کښې داسې اهمې او لويې خوبۍ وې چې تل به ئې خلک مثالونه ورکوي. د ژوندانۀ هره لمحه ئې د وئيلو ده، هره واقعه ئې د لېکلو ده. تر دې چې خپلو سیاسي مخالفينو سره به هم ډېر پۀ مينه محبت ملاوېدو او ښۀ پۀ درنو سترګو به ئې ورته کتل. پۀ خپلو پښتنو اصولو دومره کلک ودرېدل د يو تکړه پښتون د بچي نخښه ده.

د مرغز کلي د پارټۍ د تنظيم ټولو مشرانو د خپلو جرګو مشر ټاکلے ؤ. پۀ ضلع کښې به ئې هم د پارټۍ د ټولو ملګرو فېصلې کولې. چرې ئې هم د فېصلې نه چا مخ نۀ دے اړولے، هر چا به ورته ډېر قدر او احترام لرلو. دغسې پۀ پارټۍ کښې ئې هم ډېره لوړه عهده لرله، نۀ ئې چرته پۀ ژوند کښې د عهدې لالچ کړے دے او نۀ د وزارت. د باچا خان بابا د نظريې دومره سوچه پېروکار او د پارټۍ د ملګرو سره دومره رېښتونے چې د ولي خان به پۀ وېنا چې “زما د پاره د ټولو نه قابل اعتماد او قابل قبول زېن محمد دے.”

د پارټۍ د تهنک ټېنکس پۀ اهمو خصوصي شخصياتو کښې هم دا پښتون فعاله او د لوړې مرتبې خاوند شامل ؤ. دې نه علاوه کاکاجي د سېنټ، صوبائي او قومي اسمبليو د ټکټ ورکولو کمېټيو ممبر ، درې ځله صوبائي نائب صدر او د ژوند تر اخري سلګۍ د باچاخان ټرسټ ممبر پاتې ؤ. د اصولو دومره پابند چې د خپل وخت نه به مخکښې غونډې ته حاضرېدو. د پارټۍ د فېصلو نه ئې چرې هم سر غړونه نۀ وه کړې.

پۀ کال 1985 کښې ئې پۀ خپل کلي مرغز کښې يو ډېر تاريخي کلتوري ماښام را جوړ کړے ؤ. پۀ دې ماښامي کښې د پښتو ژبې سندر غاړي ګلزار عالم او سردار علي ټکر مېلمانۀ وو. پۀ دې کښې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه خان عبدالولي خان، بېګم نسیم ولي خان او د ټولې صوبې ګوټ ګوټ نه د پارټۍ ټولو مشرانو حاضري کړې وه او ډېره ستاينه ئې هم کړې وه.

پۀ کال 1986 کښې ئې د حج سعادت هم حاصل کړو. د کال 1988 پۀ ټول ټاکنو کښې چې د عوامي نېشنل ګوند د صوبې نه کوم ديارلس اميدوارانو ګټه تر لاسه کړه، پۀ هغې کښې کاکاجي هم د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو چې پۀ مرکز کښې د بېنظيرې حکومت جوړ شو او پۀ کال 1990 کښې دا حکومت بېرته مات شو.

پۀ هم کال 1990 کښې پۀ ملک کښې د نواز شريف حکومت جوړ شو چې پۀ دغه کال عوامي نېشنل ګوند پۀ خپله صوبه کښې درې ويشت سيټونه تر لاسه کړل. پۀ دغه ځل بيا زېن محمد کاکاجي د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو. دغه دوران کښې ورته د جېلخانه جات وزارت هم وسپارلے شو چې ډېر پۀ ایماندارۍ ئې خپلې ذمه دارۍ تر سره کړې. د صوبې ټولو جېلونو ته ئې دورې وکړې او د قېدیانو د پاره ئې پۀ جېلخانو کښې دننه ضروريات پوره کړل. دې نه علاوه د صوبو پۀ جېلخانو کښې چې کوم مشکلات وو، هغه ئې ختم کړل او ډېر زړۀ پورې اصلاحات ئې راوړل.

پۀ خپله حلقه کښې ئې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه، د زراعت دفترونه، بائي پاس روډونه، پُلونه او داسې ګڼ شمېر ترقياتي کارونو کښې خپل خدمات تر سره کړل؛ خو چرې ئې هم پۀ دې کارونو د خپل نوم تختۍ نۀ وه لګولې او نۀ ئې پۀ خپل ژوند کښې د بنګلو، ګاډو، نوکرانو، مالي فائدو او ذاتي شهرت د پاره سياست کړے دے. د سرکار د خزانې يوه روپۍ ئې هم بې ضرورته نۀ وه خرچ کړې. د خپل پلار نيکۀ پۀ جائيداد ئې پۀ خپله هم ګزاره کړې ده او د خلکو خدمت هم.

خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا کۀ یو خوا کوڅه پۀ کوڅه د اولس خدمت کولو نو بل خوا ئې د ځوانانو پۀ فکري روزنه کښې هم ډېر لوړ کردار ادا کړو. د هغوي ذهنونو ته ئې د باچا خان بابا د عدم تشدد فلسفه او نظریه ورسوله. تل به ئې دا کوشش ؤ چې هر چا ته د خدمت موقع ملاو شي. خپلې ټولنې ته ئې هغه شعور لرونکي زلمي ورکړل چې نن هم د مینې او امن علامت دي. پۀ سياست کښې ئې چې کوم د بنيادي نوعيت کار کړے دے، د هغې پۀ برکت ئې پاتې نسل ته يو مضبوط بنياد ورکړو. تل ئې د خپلو لوړو صلاحيتونو پۀ بنياد خلک پۀ ځان مئين کړي دي.

د دې ستر شخصيت پۀ ژوند چې پوره پوره نظر واچولے شي نو دا حقيقت څرګندېږي چې کاکاجي پۀ صحيح معنيو کښې د باچا خان بابا د نظريې سوچه او رښتونے پېروکار ؤ. د يو اعليٰ او سوچه پښتون نخښې پۀ کښې څرګندې وې. د هغوي مرام او ارمان يو خپلواکه پښتون خوا وه او تل به ئې د دې د پاره خپل جدوجهد جاري ساتلو.

کله چې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ نولسم اپرېل 2010 کښې اتلسم ائيني ترميم پاس شو، د صوبه سرحد پۀ ځاے دپښتنو د صوبې تاريخي نوم ‘خېبر پښتونخوا’ وګرځېدو او صوبې ته خپل اختیارات ورکړے شول چې دا هر څۀ کاکاجي پۀ خپل ژوند وليدل؛ د هغوې د پاره د دې نه غټه خوشحالي بله نۀ وه.

کاکاجي ته دا ډېر غټ اعزاز حاصل شو چې د فخر افغان باچا خان نه پس د هغوي فرزند رهبر تحریک خان عبدالولي خان سره او بيا د باچا خان نمسي ملي مشر اسفنديار ولي خان سره د ژوند تر اخري ورځې هم پۀ دغه کاروان کښې ډېر پۀ جګه شمله او اوچتو سترګو روان ؤ. د خېبر پښتونخوا د پخواني وزير اعليٰ اميرحېدرخان هوتي لۀ طرفه ورته پۀ 2009 کښې ډېر پۀ فخر او احترام د خدائي خدمتګارۍ اېوارډ ورکړے شو. هم د دې مشرانو پۀ جدوجهد او ستړو پښتنو ډېرې ګټې تر لاسه کړې.

خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي د يوې ډېرې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس د رنځ ښکار شو او پۀ اوولسمه فرورۍ 2012 د يو اتيا (81) کالو پۀ عمر کښې ئې د دې فاني دنیا نه همېشه د پاره سترګې پټې کړې او د خپل کلي پۀ اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي ژوند مونږ ته ډېر څۀ راکوي او ډېر څۀ ترې زده کولے شو. کۀ څوک د دې خداے بخښلي پۀ پلونو پلونه کېږدي نو دا به د پښتون قامي تحریک د پاره ډېر ګټور وي. پۀ نړۍ کښې داسې خلک ډېر کم پېدا کېږي چې هغوي د انسانيت خدمت د پاره خپل ټول عمري ژوند وقف کړے وي. هم داسې خلک پۀ دنیا کښې تل تر تله یادېږي.

مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي

تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي

ــــــــــــــــــــــــــــ

  1. د مرغز قديم کاکا سره مرکه، ډهېرۍ سر، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا نزدې ملګرے
  2. د مرغز شېر مست بابو کاکا سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا ملګرے
  3. انجنئير منصورخان یوسفزي سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا د لور د طرفه نمسے
  4. راشد سهېل اېډوکېټ سره مرکه، تحصيل کونسلر مرغز، د مسلم ليګ ضلعي اطلاعاتو سېکرتر او د GIK قانوني مشير.
  5. اکمل خان سره مرکه، د صوبائي مرکزي کونسل ممبر، عوامي نېشنل پارټي، مرغز.
  6. ارشد احمد سره مرکه، سېکرټري يونین کونسل مرغز، اکاخېل قمرال.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *