د پښتونخوا دروېش ګورنر – ارباب داؤد

د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دې خوا د بنياد پرستو او دهشت ګرد عناصرو پۀ منګلو کښې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زمونږ

pashtunpost_fa_466601301

 د پاک دين اسلام غليمان بولي. خو دا خبره هم څرګنده ده چې د دې بنيادپرستو د اسلام او الله پۀ نوم ترسره شوي ځان مرګي بريدونو کښې چې څومره ماشومان يتيمان شول، څومره تورسرې کنډې شوې او څومره سپين سرې چې بورې شوې، د هغې نمونه زمونږ د تاريخ پۀ پاڼو کښې نۀ شي موندې. دغه چا ته پته وه چې کوم اور بۀ د اسلام او جهاد پۀ نوم زمونږ پۀ ګاونډي هېواد کښې بلېږي، هغه اور بۀ يوه ورځ ټولې سيمې نه خپلې پښې راچاپېره کوي. دغه چاته معلومه وه چې د تشدد دغو سرو لمبو نه بۀ يوه ورځ داسې بلا جوړېږي چې د پښتنو هر کور کښې بۀ د دې د تاؤ تريخوالي يوه زړۀ تورې قيصه موجوده وي. څوک هم د دې نه خبر نۀ وو چې يوه ورځ بۀ ځنې خلق اقتدار تر لاسه کولو لۀ جنګېږي. څوک هم پۀ دې فکر نۀ وو چې داسې ورځ به هم راځي چې يو پښتون به د بل پښتون ورور نه د الله پۀ نوم سر غڅوي.

مګر داسې هم نۀ ده، داسې يو غږ پۀ پښتنو کښې هم ؤ چې نن نه نزدې دېرش کاله وړاندې پۀ دې خبره پوه ؤ چې د جهاد پۀ نوم چې کومه لوبه پۀ دې سيمه روانه ده، هغه بۀ يوه ورځ د پښتنو لپاره د ټولو نه لوے خطر جوړېږي خو هغه اواز د غربي او عربي پېسه لرونکو زورورو پۀ لارښودنه، د فوجي نائيکانو پۀ ملاتړ او د بنيادپرستو ملايانو پۀ فتوو خاموش کړے شو. دغه اواز د نن سبا دهشتګردۍ وړومبے ښکار ؤ. هم دغه غږ ؤ زمونږ شهيدِ اول ارباب سکندر خان خليل. پۀ ګور يې نُور شه.

پېژندګلو:

مارچ۲۱ کال 1912 ء هغه تاريخې ورځ ده چې پۀ دې ورځ د ترنګزو حاجي صېب د اسلاميه کالج د بنياد ايښودو پۀ مراسمو کښې ګډون وکړو او د پېرنګي کمشنر پۀ موجودګۍ کښې ئې د انګرېز خلاف د بالقان پۀ جنګ کښې د خلافت عثمانيه د برياليتوب دعا وکړه او ناستو ولاړو خلقو پرې پۀ ګډه ښۀ پۀ وچت اواز اٰمين ووې. هم پۀ دغه تاريخي ورځ پۀ برتاکال کښې د ارباب سعادت علي خان پۀ کور کښې د دۀ مشر زوے وزېږېدو چې نوم ئې پرې ارباب سکندر خان کېښودو.

برتاکال د پېښور ښار او د خېبر د لوړو غرونو ترمنځه پروت يو تاريخي کلے دے. دغه کلي نه د ارباب بهرام خان پۀ شان انقلابي شخصيت راوچت شوے دے، چا چې د سکهانو د بې رحمه حکومت پۀ ضد د شاه اسماعيل او سيد احمد شهيد برېلوي تر څنګ پۀ بالاکوټ کښې د شهادت بختور جام پۀ خپله برخه کړے ؤ. دَ ارباب بهرام شهيد دوه نمسي د برتاکال وړومبني وکيلان وو چې نومونه ئې ارباب فتح محمد خان او ارباب تاج محمد خان وو. د وکيلانو وروڼو د ترور زوے د لنډۍ قاضي عطاالله خان ؤ چې د خدائي خدمتګار تحريک لوے غړے ؤ. لنډه دا چې د برتاکال کلي سره د باچا خان پېژندنه د دې وکيلانو وروڼو د لارې شوې ده.

دَ مشر وکيل ارباب فتح محمد يو سانډو ؤ چې نوم ئې ارباب سعادت علي خان ؤ او د دې دواړو اربابانو د کور ودانو يو ورور ؤ چې نوم ئې ارباب جمعه خان ؤ. پۀ اول ځل چې باچا خان د کال 1928 ء خواوشا کښي د برتاکال کلي تاريخي پوخ جُمات ته راتلو نو دغه ټول اربابان ورته راغونډ شو او د خدائي خدمتګار تحريک سره ئې د ملګرتيا فېصله وکړه. دَ اربابانو پۀ کلک ملاتړ، خدائي خدمتګارو پۀ پېښور او خواوشا علاقو کښې ډېره چټکه وده وکړه. هم دغه وخت ؤ چې پېرنګيانو پۀ قيصه خوانۍ او لوے بازار (بازارِ کلان) کښې پۀ جلوسونو ډزې وکړي او ګڼ شمېر خدائي خدمتګاران ئې شهيدان کړل او اربابان هم پېرنګيانو د وطن سره د غدارۍ پۀ دفعو کښې د تورو تمبو شاته کړل.

د هري پور پۀ بندي خانه کښې پېرنګيانو داسې ظلمونه وکړل چې ارباب سعادت علي پۀ نري رنځ ناجوړه شو. پېرنګيانو ورته وې چې دارو او دُرمل بۀ دې وکړو خو ارباب سعادت علي خان پۀ خپلو سترګو د قيصه خانۍ مرګ ژوبله ليدلې وه او د پېرنګيانو نه ئې پۀ زړۀ کښې ډېره کرکه پېدا شوې وه نو ارباب سعادت علي خان د خپلو دارو درملو پۀ ځواب کښې د هري پور بندي خانې جېلر ته ووې زما دارو او درمل نۀ دي پکار. کۀ راکوي نو زما قوم ته دې ازادي راکړي. پۀ 21 دسمبر کال 1932ء کښې دې انقلابي ارباب د هري پور پۀ بندي خانه کښې ساه ورکړه خو پېرنګي استعمار ته ئې سر ټيټ نۀ کړو. خدائے دې وبخښي او جنتونه دې ئې نصيب کړي او ارباب سکندر خان خليل د شلو (20) کالو پۀ کم عمر کښې يتيم شو.

تعليم او سياست کښې برخه اخستل:

ارباب سکندر خان خليل چې نوے يتيم شوے ؤ، پۀ جبري شکل پېرنګيانو سياست ته راښکلو. يو خوا ته ئې د پلار د سېوري نه لاس ووينځل او بل خوا ته د يتيم کېدو پۀ وړومبني کال کښې پېرنګي حکومت دوه ځلې بنديوان کړو او دواړه ځله د بندي کولو يو دا علت ؤ چې دا 20 کلنے هلک د يو انقلابي پلار زوے دے.

دا باد د زمانې چې مونږه چېړي هسې نۀ ده

دا ويني چې پۀ مړو ايرو کښې سرۀ بڅري شته

دَ پېرنګيانو د دغو سختو اقداماتو لۀ امله د ارباب سکندر خان تعليمي سلسله ودرېده. د پلار د شهادت نه پس د کور او د وروڼو خوېندو ټولې ذمه وارۍ هم د ارباب صېب پۀ اوږو شوې. د کور چلولو لپاره ارباب صېب پۀ سېشن کورټ کښې د ټائپسټ او رېکارډکيپر نوکرۍ هم وکړې. د ارباب سکندر خان خليل د ټولو نه لويه ګټه دا وه چې ورکوټوالي نه پۀ دې پوهـ ؤ چې تعليم او پوهه د انسان د ژوند يو ستر ضرورت دے. د دې سره چې ارباب صېب پۀ سرکاري دفترونو کښې نوکرۍ کولې نو پۀ شخصي طور ئې خپل تعليمي غورځنګ هم مخکښې روان کړے ؤ. ارباب صېب اول پښتو ژبه کښې پروفېشنسي او بيا اېف اے او بي اے پۀ پرائيوېټ توګه وکړه. ارباب صېب د بي اے امتحان کښې ډېر پۀ غوره طريقه کاميابي حاصله کړه. بيا ورته خپلو ملګرو، خپلوانو او کوروالو د وکالت د ډګرۍ حاصلولو مشوره ورکړه. دا هم يو حقيقت دے چې دَ ارباب صېب د کلي د وړومبني وکيل ارباب فتح محمد خان لُور سره وادۀ شوے ؤ نو د کور لۀ خوا ورته هم د اعلٰي تعليم کولو ملاتړ حاصل ؤ. ارباب صېب د علي ګړهـ مسلم يونيورسټۍ نه پۀ کال 1947 ء يعنې د پاکستان د جوړېدلو پۀ کال د اېل اېل بي ډګري ترلاسه کړه.

ليکوال او لوبغاړے:

ارباب سکندر خان خليل نۀ صرف يو ډېر ښۀ ذهن‌‌ لرلو بلکې يو ډېر سالم او تکړه بدن ئې هم پۀ نصيب رسېدلے ؤ. ارباب صېب پۀ ځوانۍ کښې د فټبال يو غوره لوبغاړے ؤ. د پېښور د نامتو هلال کلب يو ډېر منلے شوے فارورډ ؤ. هغۀ دې کلب سره د کابل نه تر بنګاله سفرونه کړي وو او ډېرو ښو مقابلو کښې د دوي ډله بريالۍشوې هم وه. د ارباب صېب د خپلې خولې قيصه مشهوره ده چې يو ځل پۀ کابل کښې پۀ يو ټورنامنټ کښې د دوي ډله بريالۍ شوه. د هغه وخت باچا ظاهر شاه ورله يو ډېر ښائسته قالين پۀ انعام کښې ورکړو. د ډلې ټول هلکان پۀ جنګ شو. يو وې دا قالين به زۀ وړم او بل وې چې زما نه بۀ ئې څوک د ځائے نه ونۀ خوځوي، اخر هغه قالين پۀ بازار کښې خرڅ شو او پېسې ئې تقسيم شوې. دغه حال زمونږ د پښتنو هم دے. ټول پښتانۀ غواړي چې هر څۀ دې هم د دوي خپل وي او بل ته دې هېڅ ملاو نۀ شي او پۀ اخر کښې ټول تش لاس پاتې شي.

يوه بله غوره واقعه داسې ده چې ارباب صېب کله پۀ وړومبي ځل علي ګړهـ يونيورسټۍ ته د اېل اېل بي کولو پۀ غرض ورورسېدۀ نو ورته معلومه شوه چې د داخلې کولو نېټه ترې تېره شوې ده. ډېر خواشينے او غمژن شو. د الله نه ئې غوښتنه وکړه چې څۀ لاره راته روغه کړه. نزدې يوه مياشت د علي ګړهـ يونيورسټۍ پۀ جومات کښې ډېره ؤ او د چڼو او طالبانو سره پروت ؤ. اخر ورته معلومه شوه چې د علي ګړهـ د فټبال ټيم د انتخابولو ټرائلونه روان دي. چې هلته لاړو نو پۀ موجودو لوبغاړو کښې چا هم د چپ لاس لۀ خوا نه لوبه نۀ شوه کولې. ارباب صېب چې مېدان ته ورکوز شو نو سېليکټرانو د منډې پۀ ټيم کښې شامل کړو او هم داسې ورته د علي ګړهـ يونيورسټۍ دروازې پرانستې شوې.

څۀ رنګه چې مونږ مخکښې ذکر وکړو چې ارباب صېب يو ډېر ځيرک او ذهين انسان هم ؤ. سره د دې چې ارباب صېب اېف اے او بي اے انګرېزي ژبه کښې کړي وو مګر هغوي تر هغې وخت پورې ليک نۀ ؤ کړے چې تر کومه ئې د پېښور ښار نوميالي ليکوال حسېن بخش کوثر صېب سره ليدل نۀ وو کړي. کوثر صېب سره د ارباب صېب ليدل د ايوب خان پۀ وخت کښې شوي وو چې کله دغه دواړه ښاغلي د ون يونټ پۀ ضد تحريک کښې بنديوان وو. کوثر صېب د فلسفې ډېر لوے عالم ؤ. هم دغه وجه ده چې ارباب صېب خپل درې (3) کتابونه هم د فلسفې پۀ عنوان ليکلي دي. ارباب صېب پۀ خپل ژوند کښې شپږ (6) کتابونه ليکلي دي چې پينځۀ ئې پښتو ژبه کښې او يو ئې پۀ انګرېزي کښې ليکلے دے. د هغوي د کتابونو نومونه دا دي:

1. اوسنۍ فلسفه

2. ګلونه او ازغي

3. ژور فکرونه

4. دَ اقتصادياتو خلاصه

5. دَ انګرېزي کتاب د تصوير بل اړخ (Other Side of the Picture)

قانون پوهـ او سياستدان:

ارباب سکندر خان خليل چې د قانون سند د علي ګړهـ پوهنتون نه څۀ وخت تر لاسه کړو نو سمدستي د هند تقسيم وشو او پاکستان جوړ شو. د پېښور ښار نامتو هندو وکيل مېلا رام اېډوکېټ هند ته هجرت وکړو او دفتر ئې ارباب صېب ته د اوقاف د حکومتي دفتر لۀ خوا پۀ کرايه ورکړے شو. د ارباب صېب وکالت د دکاندارۍ پۀ شکل نا بلکې د خواخوږۍ او پښتونولۍ پۀ اصولو چلېدو. د هغۀ سخر ارباب فتح محمد خان اېډوکېټ يو ځل خپلې لور او د ارباب صېب کور ودانې ته ډېر پۀ قهر ووې چې دا سکندر خان څۀ کوي. ټوله ورځ پۀ کچرو کښې د يو ځائے نه بل ځائے ته منډې وهي او د خلقو يو لوے جلوس ورپسې روان وي. دې وکيل خو پۀ هېڅ شکل نۀ ښکاري بلکې يو سياسي ليډر ښکاري. زمونږ د وکالت نوم ئې وشرمولو. د سخر بابا د غصې خبره هم د کاڼي کرښه وه. دا ستر ارباب يو ډېر لوے سياسي ليډر ؤ او راتلونکي وخت دنيا ته دا خبره ښۀ څرګنده کړه.

دَ پاکستان جوړېدو نه وروستو محمد علي جناح چې د خپل صفت او ستائينې اورېدو ډېر خوښونکے ؤ، د يو څو خود غرضه کسانو لاس ته ولوېدو. مسلم ليګ يو داسې ګوند شو چې تش ليډران پکښې پاتې شو او ورکر ئې نۀ لرل. پۀ داسې وخت کښې جناح صېب يوه غېر جمهوري فېصله وکړه چې سره د کانګرس د اکثريت ئې د سرحد د صوبې حکومت مات کړو او يو دوه مخې او منافق انسان عبدالقيوم خان ئې وزير اعلٰي وټاکلو. دغه عبدالقيوم خان هم د خپل ليکلي کتاب (ګولډ اېنډ ګنز آن دي پټهان فرنټئير) پۀ خرڅ بندېز ولګولو، د سرخپوشانو پۀ سردرياب کښې مرکز ئې وران کړو او پۀ بابړه کښې خو ئې چې څۀ وکړۀ نو د خلقو نه ئې د پېرنګيانو ظلمونه هېر کړل. د مسلم ليګ د دغه غېر جمهوري کارونو لۀ امله ارباب صېب او هم خيالو اول “عوامي مسلم ليګ” ساز کړو خو وروستو ئې دا فکر وکړو چې پۀ پاکستان کښې خو ډېر نور مذهبونو واله خلق هم ژوند کوي نو د دې ګوند نوم ئې پۀ “عوامي ليګ” بدل کړو.

دَ عوامي ليګ مشر حسېن شهيد سهروردي اول خو د انګرېز د حکومت ملاتړ د سوئز کېنال د قبضې پۀ ناپاکه منصوبه کښې وکړو او وروستو ئې پاکستان کښې ون يونټ غوندې توره فېصله وکړه نو ارباب صېب او ملګرو يو نوے ګوند جوړ کړو د “پاکستان نېشنل پارټي” (پي اېن پي) پۀ نوم. دغه پي اېن پي وروستو د ډهاکه پۀ روپ محل سېنما کښې د ګنتنتاري دَل سره يو ځائے شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) تري جوړه شوه.

دَ ايوب خان او فاطمه جناح پۀ صدارتي الېکشن کښې چين ډېر ګنده لوبه وکړه او د يو فوجي ډکټېټر ملګرتيا ئې وکړه. د چين او ايوب خان تر منځه دغه ليکه هم د نېپ يو مشر مولانا باشاني د لارې سمه شوه او ځکه به دغه مولانا ته ډېرو سياسي ګوندونو ((ماولانا)) هم وئيلو چې د چين د ماوزے تنګ سره ئې نوم ګډ کړي. د مولانا صېب دغه غېر جمهوري عمل نېپ هم پۀ دوو برخو کښې تقسيم کړو چې يو نېپ باشاني ګروپ او بل نېپ پروفېسر مظفر ګروپ ؤ. ارباب صېب او ولي خان درې (3) ځله ډهاکې ته سفرونه وکړل چې د پاکستاني فوج، د پنجابي جاګيردار او د بنګاليانو تر منځه روغه راولي خو پۀ کال 1971 ء کښې اخر پاکستان تقسيم شو. ارباب صېب پۀ دې وخت کښې وئيلي وو چې:

“د جناح پاکستان ختم شو او اوس د پنجاب پاکستان پاتې شو.”

دَ ګورنر پۀ حېث:

ارباب سکندر خان خليل پۀ 30 اپرېل کال 1972 ء کښې د اېن ډبليو اېف پي صوبې چې نن سبا د خېبر پښتونخوا پۀ نوم يادېږي، ګورنر مقرر شو. پۀ دغه ورځو کښې د ملک اساسي قانون نۀ ؤ ليکلے شوے نو ارباب صېب د دغه ورځو د صوبائي اسمبلۍ غړے هم ؤ او ګورنر هم. دَ ګورنرۍ د سوګند اخستو نه پس ارباب صېب سمدستي د صوبې پۀ ترقياتي کارونو لاس پورې کړو. اول هدف ئې د صوبې لرې او کمې ترقي يافته علاقې وې. د شمال خوا ته ئې د چترال پۀ ضلع کښې د خوراکي موادو د کمښت مخ نيوے وکړو. دغه پرېکړه ئې هم وکړه چې پۀ چترال کښې بۀ د خوراکي موادو هغه بيعه وي چې کومه بيعه ئې پۀ نوره صوبه کښې وي. انجنئيرانو لۀ ئې دا ذمه واري ورکړه چې زر تر زره د څو وړو ډېمونو منصوبې تيارې کړي چې دغه پاتې ضلع هم د نورو علاقو پۀ شان د ترقۍ پۀ لار روانه شي. ارباب صېب پۀ چترال ضلع کښې د کالج جوړولو امر هم ورکړو چې تعليم عام شي.

پۀ افغانستان کښې د سردار محمد داؤد خان سره ئې يوه لوظنامه لاس ليک کړې وه چې د ژمي لۀ خوا چې کله د لواري پاس لاره بندېږي نو چترال ته مال د افغانستان د کونړ ولايت د لارې لاړ شي چې د چترال خلق پۀ يخ موسم کښې د خوراکي موادو د کمښت سره مخامخ نۀ شي. دغه خبره د يادونې وړ ده چې ارباب صېب د افغانستان حکومت سره د چترال پۀ بابت د معاهدې پۀ خبرو اترو کولو د ذوالفقار علي بوټو د حکومت لۀ خوا بندي شوے هم ؤ. ولې وروستو د طالبانو د حکومت وخت کښې هم دغه معاهده چې د نواز شريف لۀ خوا لاس ليک شوه نو دغه خبر د حکومت يوه ستره کاميابي وګڼلې شوه.

ارباب صېب پۀ جنوبي ضلعو کښې د څښلو د اوبو منصوبې اغاز کړې او ډېرو خلقو ته د څښلو اوبۀ ملاو شوې. دغې نه علاوه د ارباب صېب پۀ ګورنرۍ کښې هغوي د شمله لوظنامې (شمله اېکارډ) لپاره د هند حکومت سره خبرې وکړې او د 1971 ء د جنګ يو نوي زره (91,000) جنګي قېديان راخوشې کولو کښې ئې ډېرې سترې هلې ځلې وکړې.

 ذوالفقار علي بوټو پۀ بلوچستان صوبه کښې د عطاء الله مېنګل حکومت پۀ يوه غېر جمهوري طريقه مات کړو او ارباب صېب پۀ 15 فروري 1973 ء د يو اصولي موقف د لاندې خپله استعفٰي وړاندې کړه او د حکومتي چارو نه ئې ډډه وکړه. اغا شورش کاشميري پۀ خپل اووۀ ورځني “چټان” کښې ارباب صېب د “دروېش ګورنر” پۀ نوم ياد کړے ؤ.

جمهوريت غوښتونکو د “يونائټډ ډېموکرېټک فرنټ” (يو ډي اېف) پۀ نوم د بوټو د بې اصوله حکومت پۀ ضد غونډه جوړه کړه. د پنډۍ پۀ لياقت باغ کښې د يو ډي اېف پۀ جلسه ګولې وورېدې او ډېره مرګ ژوبله راپېښه شوه. پس تر دې د حيات شېرپاؤ د مرګ واقعه پېښه شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) د حکومت لۀ خوا غېرقانوني اعلان شوه.

دَ ارباب سکندر د جمهوريت سره مينه د دغه خبرې نه هم څرګندېږي چې سره د دې چې نېپ د يو ډي اېف ملګرې وه خو چې کله د پاکستان د اساسي قانون جوړېدو خبره راغله نو ټول مخالفتونه ئې هېر کړل او د ائين د جوړولو مرحله کښې ئې ډېر پۀ درنښت ګډون وکړو. خلق خو وائي چې بوټو دې ملک لۀ ائين ورکړے دے خو کۀ چرې د نېپ مشرانو لوے زړۀ نۀ وے ښودلے نو د اسمبلې کورم به نۀ ؤ پوره او دغه ائين بۀ هېڅ وخت نۀ وے جوړ شوے نو کۀ پۀ رښتيا وکتے شي نو پاکستان لۀ وړومبنے پوره ائين نېپ ورکړے دے، بوټو نه.

ارباب صېب دوي د 1973 ء پۀ ائين کښې يوه برخه د ملک سره د غدارۍ خلاف سزاګانو له ټاکلې وه. هم د دغه برخې د قانوني اختياراتو لاندې د بوټو حکومت پۀ ارباب صېب، ولي خان او نورو څلور پنځوس کسانو پۀ دروغو د حېدراباد سازش کېس جوړ کړو او ټول مشران ئې بنديوان کړل. دغه سازش کېس هله خلاص شو چې ضياءالحق پۀ خپلو فوجي بوټانو يو ځل بيا د پاکستان د ډېموکراسي سر چپړيت کړو.

يو ساده انسان:

ارباب سکندر خان خليل سره د دومره پوهې يو ساده کليوال ؤ او د ژوند ژواک طريقې ئې ډېرې ساده وې. خپل يو زوے يې ؤ د عبدالوهاب پۀ نوم چې پۀ کال 1970 ء کښې د ناروغۍ لۀ سببه وفات شو. ارباب صېب د ښځو د تعليم ډېر طرفدار ؤ. د خپل ورور او زمونږ د پښتنو د تاريخ د يو بل اتل خدائے بخښلي ارباب محمد همايون خان خليل لوڼو او ځامنو باندې ئې د نوي عصر مطابق تعليمونه وکړۀ. ارباب صېب به وئيل چې ښځې زمونږ د ټولنې پنځوس (50) فيصده ابادي ده، کۀ چرې مونږ پنځوس فيصده ابادي بې تعليمه او جاهله وساتو نو چرې بۀ هم مخکښې لاړ نۀ شو.

شهادت:

ارباب سکندر خان خليل د 7 مارچ کال 1982 ء پۀ سحر د کور نه پياده واک کولو دپاره روان ؤ چې يو بدبخته بنيادپرست پرې ډزې وکړې. هم پۀ هغه ځائے کښې ئې ساه ورکړه او شهيد شو. انا لله و انا اليه راجعون. پۀ دغه وخت د کلي يو کروندګر چې نوم يې وارث خان ماما ؤ، پۀ خپلو سترګو دغه واقعه وليدله او قاتل پسې ئې منډه کړه. قاتل پرې څو ځله ډزې هم وکړې خو وارث خان ماما، الله پاک د دې قاتل د لاسه د مرګ نه وساتلو. اخر چې د قاتل پۀ تماچه کښې ګولۍ ختمې شوې نو راګېر شو او پوليس ته پۀ لاس ورکړے شو.

پۀ مخامخ خو د ارباب صېب شهادت يوه وړه خبره ښکاري چې هغه د برتاکال د کلي جماتونو کښې بنيادپرست او دهشت ګرد مُليان نۀ پرېښودۀ خو اصلاً دغه ورځو کښې امريکه، غربي ملکونو او عربي شېخانو دغه فېصله کړې وه چې روس سره به پۀ افغانستان کښې جنګېږي او د پاکستان فوج ورله پۀ دې مشن کښې هم لاس ورکړے ؤ. دې ټولو طاقتونو دغه نۀ خوښول چې د پښتنو پۀ سيمه دې داسې خلق ژوندي وي چې پښتانۀ د دې نه منع کړي چې د بل پښتون د وينې تږے دې شي. د ارباب صېب د شهادت نه يوه مياشت اګاهو هم د دوي پۀ حجره کښې يو بم رااچولے شوے ؤ چې د ارباب صېب کشر ورور ارباب همايون خان خليل پکښې ژوبل شوے ؤ او دوه ورځې ئې پۀ هسپتال کښې تېرې کړې وې.

د ارباب صېب د شهادت پۀ کال هيومن رائيټس سوسايټي اف پاکستان هم يو مېډل ارباب صېب ته ور ډالۍ کړو. د ارباب صېب شهادت نۀ صرف د برتاکال او د خليلو د علاقې لپاره يو لوے زيان ؤ بلکې د ټولو پښتنو او د پښتو لپاره يو لوے نقصان ؤ. د ارباب صېب ځاے به پۀ کلونو څوک پوره نۀ کړي.

پۀ دي موقعه د نواب علي يوسفزي يو څو ټکي را ياد شو چې پۀ خپل يو ليک کښې ئې وئيلي دي:

“نمر سپوږمۍ پۀ خپل مدار کښې يو شان روان دي، زمکه او اسمان قائم دي، کائنات د الله پۀ قدرت چلېږي، پۀ دنيا کښې هره ورځ ګڼ شمېر کسان پېدا کېږي او پۀ يو لوے شمېر پکښې د مرګي غېږې لۀ ځي. ډېر خلق د ځمکې غېږه کښې اودۀ شي او فنا شي او ډېر داسي خوش بخته انسانان هم وي چې پۀ جسماني لحاظ د دنيا نه فنا شي خو پۀ روحاني توګه ژوندي وي او ژوندي داسې وي چې د هر چا پۀ خولۀ وي، هر څوک ئې يادوي.”

ارباب سکندرخان خليل شهيد هم د پښتنو د سيمې يو داسې ځلانده ستورے دے چې تر کومه د پښتو ژبې او پښتنو يو ماشوم هم ژوندے وي نو د ارباب صېب نوم بۀ د خلقو پۀ خولۀ وي او يادېږي بۀ.

نوټ: دا مضمون د نن نه پوره لس (10) کلونه وړاندې يعنې کال 2011ز کښې د “پښتون” پۀ پاڼو د ارباب سکندر خان خليل پۀ ياد کښې خپور شوے ؤ. يو ځل بيا ئې “پښتون” د خپلو لوستونکيو لپاره د ارواښاد ارباب سکندر خان خليل د يو کم څلوېښتم تلين پۀ موقع چاپ کوي. مونږ دلته د ځوان ليکوال ارباب داؤد هم مننه کوؤ چې دا زيار ئې باسلے ؤ.

دا هم ولولئ

درويشتم اپرېل – ماسټر عبدالکريم

نوټ: د ارواښاد ماسټر کريم دا مضمون څو کلونه وړاندې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے …