د ارواښاد خالق زيار وړومبے تلین او خيل رباب خيله نغمه – نور الوهاب خټک

ښکاري چي د کار سړي قات شوے دي

خلق ما ته هم سړے د کار وائي

د تېرکال 26 دسمبر د لر او بر ټولو پښتنو نه ډېر د کار سړے وړے ؤ. د درګۍ ملاکنډ د ډاکټر خالق زيارمرګ د پښتون اولس او پښتو ژبې لپاره يو داسې زيان دے چې دوي به پرې ټول عمر کنډم وي.

ارواښاد خالق زيار ليکوال ؤ، شاعر ؤ، نقاد ؤ، ژباړن ؤ، د کالج د وخت نه تر مرګه پورے د باچا خان د فکر مرستيال ؤ، پۀ پېشه ډاکټر ؤ خو ډاکټري ئې د پېسو لپاره نۀ بلکې د خدمت پۀ توګه کړے ؤ. د خپل قلم او ليک پۀ ذريعه ئې د پښتون قام او ژبې نۀ هېرېدونکے خدمت کړے دے.

د زيار صاحب د مرګ نه پس د هغوي نوے کتاب “خپل رباب خپله نغمه” چاپ شو. زۀ غواړم چې د زيار صاحب پۀ وړمبي تلين هغوي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کولو لپاره د هغوي د دغه کتاب نه څو شعرونه تاسو سره شريک کړم، دغه شان به هغه لوستونکي چا چي زيار صاحب نۀ دے لوستلے، هم د هغوي د فکر نه خبر شي.

زيار صاحب د خپلې خاورې پۀ حقله وائي:

د ګلونو او رنګونو پۀ وطن کښې

لويه خدايه پۀ ښکلا پسې ړندېږم

يا

چې خپله خاوره خپل اختيار غواړي

زيار به پاګل وي چي قرار غواړي

د دې خاورې د امن ورسره څومره غم ؤ :

د پښتونخوا پۀ خاوره دومره وينې وبهېدې

حاجت ئې سل کاله هم نور د اوبۀ خور نۀ راځي

يا وائي:

چې ګټې لوټې مې وطن شي نو بيا

څۀ به د امن پۀ کونتره کوم؟

د پښتون اولس سره د مينې څرګندونه څۀ داسې کوي:

چرته چي هم د پښتون سپکه کېږي

زما لۀ داسې ځايه کرکه کيږي

يا

روزګار لا څۀ بل څۀ له هم نۀ ځمه

عرب پۀ سپکه پښتنو ته ګوري

د خپلي مينې ذکر هم پۀ ډېر خوندور انداز کوي:

کۀ پۀ مينه کښې ځان ورکي ليوني وي

کله شمار چي ئې کوې ما پکښې شماره

يا

څوک چي وائي زياره ليونے ئې تۀ

خدايه دوي مئين کړې چي بيا نۀ وائي

يا ئې دا انداز وګورئ:

زۀ دې حالاتو کړم پۀ داسې غم اخته جانانه!

زما نه هېره شوه سندره او ټپه جانانه

داسې بيخي د هېرولو سړے هم نۀ يمه

چرته پۀ کال کښې مې يو ځل نيم يادوه جانانه!

هغه خلق څوک چي د مذهب پۀ نوم بل څۀ کوي، پۀ حقله زيار صاحب وائي :

اٰتش پرست شو جهادي مسلمان

چرته چې لاړ شي هلته اور لګوي

يا

هر څۀ چي وائي پۀ اخر کښې مُلا

زما ګناه زما سزا له راځي

ما سره غم څۀ هسې نۀ دے زياره!

د جهادونو زور به ما له راځي

د پښتنو زلمو پۀ حقله څۀ داسې وائي:

د شماره وتي دي څۀ يو دوه نۀ دي

سړے به کوم کوم ته ځولۍ نيسي

ښۀ پښتانۀ ښۀ پۀ جوبن کښې زلمي

ږيرې پرېږدي امامتۍ نيسي

د لوے، سوچ لوے فکر د لوي ليکوال خالق زيار صاحب پۀ مونږ حق دے چي د هغوي فکر او لاره خپله کړو، د هغوي فکر ته دوام ورکړو. بېشکه چې پۀ دغه سوچ او دغه لار کښي د پښتو ژبې، پښتون قام او د لوے خداے د مخلوق خېر دے. د الله د مخلوق د سوکالۍ د پاره کار کول انسانيت او د ژوند ريښتونې سوکالي او کاميابي ده:

پۀ خپل وطن کښي سیورے د انسان پۀ کاڼو ولي

راغونډ شي پۀ عربو کښي شېطان پۀ کاڼو ولي

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …