د موريقين—بشيرالدين فائق

دا ليکنه شريکه کړئ

ګل مرجاني چې خپل زوي ته وکاتۀ نو زړۀ ئې ولويدو۔ د ماشوم سر يو طرف ته زوړند ؤ۔ مخ ئې تک سور او بدن ئي ډير ګرم ؤ۔ لړسپ ئي کوو ۔ ساه ئي ډيره بده بده اغسته۔ داسي لګيده چي بس د لږ ساعت ميلمه وي۔

ګل مرجاني په نااميدو سترګو په باډر لګيدلي بندي دروازي ته او بيا چاپيره په زرګونو خلقو ته وکاتۀ۔ څوک چي په دي طمع وو چي باډر به خلاص شي او دوي به پاکستان ته واوړي۔ دي ټولو خلقو د طلبانو د دوباره حکومت اغستو په وجه  د ملک نه تيښته کوله ۔ ولي چي د طالبانو وړومبي حکومت د ډيرو پابندو ډک او سخت  ؤ۔ او د خلقو دا خيال ؤ چي د طالبانو رويه به د هغه ړومبي حکومت نه هم ترخه او سخته وي۔

ګل مرجاني خپل خاوند اشرف خان ته مخ ورواړوۀ او ډير په دړديدلي اواز ئي ووئيل۔ ۔ دلاور خان بچے خو رانه مري پاڅه دي فوجيانو ته څۀ ژړا فرياد وکړه ۔ څۀ منت زاري ورته وکړه ۔ چي دا ماشوم زر پيښور ته هسپتال ته ورسوو۔

اشرف خان هسي هم ډير غمجن او دلګير ؤ او چي د خپلي ښځي دا خبره ئي واوريده نو نور هم وتنړيدو او د غصي ډک اواز کښي ئي ووئيل۔

زه څۀ وکړم دا ظالمان فوجيان د چا خبره اوري۔ ګني نو دا ټول خلق به اوړيدلي نۀ وو۔ لږه ساه ئي واغسته او بيا ئي سر ښکته کړو او ځان سره ئي ووئيل۔ چي مري نو مري به نو۔

د ګل مرجاني د ډير سوخته او د نااميدۍ د لاسه په مخ اوښکي رواني شوي ۔

دي دوران کښي يو غوغا جوړه شوه او چغي شوي۔ چا ووئيل طالبان راغلۀ۔ اشرف خان د طالبانو په راتلو په لاشعوري توګه يو طرف ته منډه کړه د هغۀ نه خپل زوے او ښځه هم هيرشو۔ يو غوبل جوړ شو طالبانو سړي په ځانته او ښځي په ځانته ټرکونو کښي  خيژول شروع کړۀ چي خپلو خپلو علاقو ته ئي ورسوي او پاکستان ته د اوړيدو نه ئي قلار کړي۔

ګل مرجاني چي دا شور زوږ وليدو نو د صبر مزے ئي وشليدو او دا ئي په زړۀ وخوړه چي پاکستان ته تګ ممکن پاتي نۀ شو۔

دهغي په الله يقين ډير قوي او پوخ ؤ۔ هم د دي يقين او عقيدي په سبب هغي هم يو طرف ته منډي کړي ۔ يو ټرک چي د پاکستان جهنډه پري جوړه وه , ته ورورسيده ۔ اوس کۀ  مرجانه دي ټرک ته ورخته خو په باډر به ضرور په ګوته کيده۔ او نيولي به شوه ولي چي هغي سره نه د پاکستان ويزه وه او نۀ نور څۀ دستاويزات وو ۔ نو هغي تادۍ کښي يوه فيصله وکړه  خپل زوے ئي پاکستاني ټرک ډرائيور سره په سيټ سملاوۀ او په تادۍ تادۍ ئي ډرائيور ته ووئيل۔

رور زما په الله پوخ يقين دے چي زما زوے دلاورخان به الله ښۀ کړي۔ بس تۀ دومره وکړه چي پيښور کښي ئي غټ هسپتال ته ورسوه او ښۀ ډاکټر ته ئي وښايه۔ په لوے الله او په تا مي خپل دلاور خان سپارلے دے ۔ هغي هډو د ډرائيور جواب ته غوږ کينښودو او د خپلي خبري ختميدو سره ئي واپس منډه کړه ۔ منډي سره يو طالب د مټه کلکه ونيوه او د زنانو ټرک ته ئي وروخيژوله۔

د ټرک ډرائيور حق دق په سټيرنګ لاس ايښودے پاتي شو۔ هيڅ پته ورته نۀ لګيده چي په دي تير ساعت کي څۀ وو او څۀ وشو۔

ډرائيور د پاکستاني فوجي په اواز د خيال د جزيري نه راستون شو او خپل کاغذونه او پاسپورټ ئي فوجي له ورکړۀ۔

د لوے الله شان ؤ چي ماشوم د مور غيږ کښي ژړه انګوله جوړه کړي وه۔ ولي د ډرائيور سره په سيټ غلے اوودۀ پروت ؤ۔ ټرک افغانستان ته سامان راوړے ؤ او واپس پاکستان ته خالي روان ؤ۔ فوجي کاغذونه واپس کړۀ د ټرک د شاته خاني جاج ئي واخستو او د تلو اشاره ئي ورته وکړه۔  د کاغذونو چيکنګ والا فوجي هډو ماشوم ته پام ونکړو او واپس خپل دفتر ته ستون شو ۔

ګل مرجانه سر په زنګونانو ايښودے ؤ ۔ غلي غلي سلګۍ ئي د خُلي راختي ۔ زړۀ ئي د درد څړيکي ئي وهلي او اوښکي ئي په مخ لکه د پرنالي رارواني وي۔ مرجاني دغه کرل ريبل  کول چي زوے به مي څنګه وي۔ دغه کس به ئي ډاکټر ته وښائي ۔ جوړ به شي کنه! او بيا به ماسره ملاو شي کنه!۔

د خُلي نه ئي ناګهانه ووتل يا الله چي هر ځاے وي نو روغ رمټ ئي وساتي۔ زما د خپل زوے روغ صحت او ژوند پکار دے۔

نور ئي هم لا څۀ وي خو خوا کښي ناستي يو نيم زالي زنانه پري غږ وکړو۔ يه جينۍ د تۀ څۀ ځان سره لګيا يي؟۔

غږيږي د چا د سر خير غواړي۔ چي داسي د زړۀ د اخلاصه ورته دعاګاني کوي۔ مرجاني هغه شان سر په زنګونانو پروت ؤ او چپه خلۀ ناسته وه۔ هغي زنانه بيا تپوس وکو او چي په دريم ځل ئي تپوس وکړو نو مرجاني محسوسه کړه چي دا ښځه خامخا زما نه زما قيصه اوريدل غواړي، خلاصے تري نشته۔ نو نازړه غونده ئي ورته په لنډو ټکو کښي خپل داستان تير کړو۔

هغي ښځي ورته ووئيل يه ليونۍ څوک خپل اولاد داسي ناپيژندګلو کس ته حواله کوي۔ خاوند ته به څۀ جواب ورکوي۔ او تۀ به ورسره ملاويږي څنګه ۔ په يو ځاے دي دري څلورو سوالونو د مرجاني طبيعت نور هم خراب کړو۔ لږه چپ شوه او بيا ئي ووئيل۔ زما د زوے روغه سټه پکار ده ۔ هر ځاے چي وي خو روغ خوشحاله او چي د لوے عمر خاوند  وي۔ او پاتي شوه د خاوند خبره نو هغۀ ته به وايم چي په دغي غوغا کښي يو طرف ته په منډه تلم چي ماشوم مي د لاسه ولويدو چي زۀ څو ستنيدم چي وړوکے راوچت کړم  يو طالب د مټه کلکه ونيولم ۔ ما ډيري چغي وواهلي خو هغه طالب په بيړه د ښځو يو ټرک ته ورديکه کړم ۔

هغه زنانه ورته ووئيل ځه الله دي ستا او ستا د زوے مل شي۔ زۀ او زما خاوند هم پاکستان ته تلو ۔ زما خاوند ډير رسيدلي سړے دے او زمونږ پاکستان ته تلۀ کره وو ۔ کۀ چري دا طالبان يو ګهنټه ورستو راغلي وے نو مونږ به پاکستان ته اوړيدلي وو۔

کۀ تۀ چرته د زوے په لټون کښي پاکستان ته تلي نو دا زما د خاوند د موبائل نمبر دے۔ زنګ پري راکولے شي۔ زما خاوند دوه څلور واري پاکستان ته اوړيدلے دے نو کيدے شي څۀ لاس امداد درسره وکړي ۔ مرجاني د کاغذ دغه ټوکړه د خپلي لوپټي پڅکه پوري وتړله ۔ داسي ورته ولګيده چي لکه په توره تياره کښي د رڼا يو بڅرے بريښيدلے وي۔

کور کښي اشرف خان مرجانه ښۀ ووهله وټکوله خو اخر ئي د زوے بي درکه کيدۀ د قسمت ليک وګڼلو او زړۀ ئي د زوے نه صبر کړو۔ څو ورځي شپي خو اشرف خان د طالبانو د ويري کور کښي ناست ؤ۔ خو دا زل طالبان د تير وار د خپل حکومت نه بدل او د عوام خواخوږي ښکاريدل ۔ اشرف خان ته ئي هم د مياشت نيمي راشن ورکړو او ځان ته د څۀ ملازمت او يا د کار روزګار کولو ډاډ ئ هم ورکړو۔

د ټرک ډرائيور په احتياط ټرک د باډر نه وړاندي بوتلو او چي يقيني شو چي د خلقو او فوجيانو نه ښۀ لري راغلم نو ماشوم ئي ښکل کړو په خپل څادر کښي ئي ونغاړو او د پيښور په لور روان شو۔

د ډرائيور دري زنانه اولاد ؤ ولي الله ورته نارينه اولاد نۀ ؤ ورکړے۔ او دا ماشوم دلاور خان ئي د الله ورکړه وګڼله ۔ ډرائيور هم ډير شتمن نۀ ؤ چي پرايويټ علاج ئي ورته کړے وے نو په زړۀ کښي ئي پخه اراده وکړه چي د پيښور لوے هسپتال کښي به ورته ضرور علاج  کوم۔

اشرف خان خپل وطن کښي ډيري هڅي وکړي خو ولي د خوند څۀ ملازمت او يا بل څۀ کار روزګار ورته په لاس ور نغلو او اخري ئي کابل ته د تلو اراده وکړه۔ ګل مرجاني ته ئي ووئيل چي تۀ خپل پلار کره لاړه شه د چا کور چي  وړاندي په بل کلي کښي ؤ۔ او خپله د مزورۍ په تکل کښي ئي د کابل مخه وکړه۔

ګل مرجان ته موقع په لاس ورغله او پۀ خوا کښي ګاونډيانو د کور نه ئي د هغي زنانه د خاوند په نمبر زنګ وواهو کوم چي هغي ته ټرک کښي هغي زنانه ورکړي ؤ ۔  دخبرو اترو نه پسته ورته هغي زنانه ووئيل ۔ زما خاوند وائي چي ماته يو دوه ورځي صبر وکړه۔ يو ايجنټ سره خبره کوم نو بيا به تا خبر کړم۔

د دغي ښځي خاوند ډير زيرک او چالاک سړے ؤ ۔ په باډر خو پوري نۀ وتو ۔ خو اوس په نۀ تلو ډير خوشحاله ؤ ولي چي ډير ښۀ روزګار په لاس ورغلے ؤ او بل طالبانو سره ئي هم مثالي تعلق جوړ شوي ؤ۔

څو ورځي پس چي د مرجان په موبائل د هغي ښځي سره  دوباره رابطه وشوه نو هغي ورته سکټ جواب ورکړو چي ايجنټ ډيري روپي غواړي کۀ د روپو انتظام کولے شي نو بيا رابطه وکړه ګني نو بيا رابطه کول فضول دي ۔ بيا دي د زوے او د پاکستان تلو نه زړۀ صبر کړه ۔

مرجان سره دومره وسائل چرته وو چي د ايجنټ رقم ئي پوره کړي وے۔ نو اخير ئي چم کښي يو شتمني کورانۍ سره خبره وکړه چي خاوند مي کابل کښي په يوه حادثه کي په حق رسيدلے دے او زۀ خپل پلارګنۍ کره په کډه ځم۔ نو کۀ زما د کور مو په بيعه واغستو نو زۀ به لږه په قلاره پلار کره ميشته شم۔ او داسي مرجاني خپل کور خرڅ کړو او د ايجنټ رقم نه علاوه ئي هم څۀ پيسي ځان سره پټي سنبال کړي۔

ايجنټ چي مرجانه وليده نو سترکو کښي ئي يو چمک راپورته شو۔ ولي چي ګل مرجانه لکه د ګلاب د ګل ښائسته او لکه د پاغوندي نرمه نازکه جينئ وه۔ د دي اشرف خان سره  دوه کاله مښکښي وادۀ شوے ؤ او دلاور خان ئي وړومبئ اولاد ؤ-

دا شل کلنه  قلاره اوښياره  په خپل عزت مئينه يوه ناوياته ښکلي ميرمن وه ۔

د ايجنټ شيطاني ذهن کار شروع کړو او مرجاني ته ئي ووئيل چي ما سره که پاکستان ته اوړي نو صرف زما د ښځي په توګه اوړيدي شي ۔ ولي چي طالبان د ښځي سره سفر کښي محرم لازم غواړي او ښځه ته نۀ يوازي او نۀ د غيرمحرمه سره د سفر اجازت شته۔ نو په کاغذ کښي به تۀ زما د ښځي په توګه درج کيږي۔ مرجاني د زوے سره د ملاقات لپاره دا د زهرو ګوټ هم تير کړو او ايجنټ کاغذي کاروائي سر ته ورسوله۔

ايجنټ د تلو نه مخکښي يو هوټل کښي کمره واغسته او مرجاني ته يۍ دا بهانه وکړه چي نن د باډر پار کولو لپاره حالات سازګار نۀ دي نو دا شپه به په هوټل کښي وکړو او مرجاني يو واري بيا ځان د حالاتو د سيلاب په حواله کړو۔

د شپي دوه بجي ايجنټ د خپل کټ نه پاسيدو ۔ باتۍ ئي بله کړه او د مرجان د کټ په بازو کيناستو۔  د مرجان يو پستان نه لوپټه ښويدلي وه او لکه د خټکي په سينه بند کښي کلک خوندي ښکاريده ۔ د ايجنټ نه نور صبر ونشو او خپل لاس ئي د مرجاني په سينه کيښودو ۔ لاس  ئي پري داسي وهلو لکه په نرم ګلاب چي سړي په خوند خوند ګوتي وهي۔

مرجاني خو اول خوب کښي دا وګڼل چي ګني دا اشرف خان دي خو چي لږه راويښه شوه نو ورته راياد شو چي زۀ خو ايجنټ سره د هوټل کمره کښي يم ۔  زر راپاسيده د ايجنټ لاس ئي يو طرف ته په زوره ديکه کړو او د کټ يو ګټ کښي غونډه مونډه کښيناسته۔ ايجنټ ورته په ډيره غصه ووئيل چي تۀ زما ښځه ئي او تۀ زما د حق نه انکار نشي کولے۔ مرجاني دومره وخت کي ځان قابو کړے ؤ او ډير په حوصله ئي ورته ووئيل ۔

تا ما سره وعده کړي وه چي دا ټوله صرف کاغذي کاروائي ده ۔ او تۀ دين په دنيا زما خور ئي۔

ايجنټ نور هم غصه شو او مرجاني ته ئي په تيز اواز کښي ووئيل چي شرع ظاهر ګوري او په کاغذ کښي ستا ما سره نکاح شوي ده۔ اوس کۀ مي طالبان خبر کړه نو په دي انکار به دي شل مياشتي جيل ته واچوي او بيا د زوے نه لاس ووينځه۔

د ايجنټ دهمکۍ کار وکو او مرجاني ډير په مينه ايجنټ ته ووئيل۔ ګوره زۀ تا سره واعده کوم چي ته ماته زما زوے په جولۍ کښي واچوه نو زۀ به ټوله ستا يم او د دي بدن تحفه به زۀ په خپله تا ته درسپارم۔ ولي چي نۀ زۀ واپس افغانستان ته  راتلے شم او چي د دي هر څۀ نۀ خبر شي نو نۀ مي خپل خاوند د ښځي په توګه قبلوي ۔ زما اخيري اسره هم تۀ ئي خو اول ما ته خپل زوے راوله چي ګوګل مي يخ شي۔

دي خبرو چي په ايجنټ څۀ نا څۀ اثر وکړو ۔ خو د هوس او حرص غلبه پري غالبه شوه نو په مرجاني ورغوټه شو چي ټيک ده لږ مي پريږده نور ډيره درته څۀ نۀ وايم خو بس۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

مرجاني چي څومره کولے شو د خپل عزت حفاظت ئي وکړو او د ايجنټ د شيطاني هوس نه څومره کيدي شوه ځان بچ کړو۔ او بيا لګ ساعت پس ايجنټ په خپل کټ کښي خور وور پريوتو ,

وخرړيدو او اودۀ شو۔

ډرائيور چي دلاور خان په هسپتال کښي داخل کړو نو په زړۀ کښي ئي د نري سُوري تشخیص وشو- خو ډاکټرانو تسلي ورکړه چي مياشت نيمه علاج سره به ماشوم روغ رمټ شي۔ ولي چي بيماري په ابتدا کښي په ګوته شوه او دومره زياته هم نۀ ده ۔ ځکه زر به ټيک شي۔

علاج شروع شو او دلاور خان ورځ په ورځ رنګ راپريښودو۔ ډرائيور د الله په دي ورکړه ډير خوشحاله ؤ ۔ کله نا کله به ورته د دلاور خان د مور ګل مرجان هغه بي لوثه معصوم شکل ورياد شو او  د علاج په غرض د زړۀ ټکړه د ځان نه جدا کول به هم ورياد شو۔ د دۀ زړۀ به وغوښتۀ چي دا ماشوم حقيقي مور ته ورسوي۔ خو بيا به ورته خيال راغے چي دومره لوے افغانستان کښي به د ماشوم مور کوم ځاے لټوم۔ او دا خيال به ئي زر د مزغو نه وويستو۔ او دلاور خان ئي خپل نارينه اولاد وګڼلو۔

دافغانستان نه تر پاکستان پوري د بس سفر کي ايجنټ اکثره اودۀ وو او مرجان د بس په سيټ يو طرفته غونډه ناسته وه او د زوے په فکرونو کښي ډوبه وه۔

بس پيښور ته راورسيدو او اډه کښي ودريدو۔ مرجاني ته اوس په خپل پلان عمل کول وو۔ هغه چي د بس نه څنګه کوزه شوه نو په زمکه کيناسته لړسپ ئي شروع کړو چي خيټه کښي مي درد دي او يو قدم هم نۀ شم پورته کولے۔ ما زر واش روم ته بوځه۔ ايجينټ چارو ناچار هغه د اډي واش رومونو طرف ته بوتله۔ هلته د زنانو څلور شپږ واش رومونه وو او ښځي ورته په قطار کښي ولاړي وي۔  مرجانه هم يو واشروم ته قطار کښي ودريده ۔ او ايجنټ نورو سړو سره يو طرف ته د مرجاني د واپس راتلو په انتظار ودريدو۔

دۀ په موبايل چا سره د مرجاني د خرڅولو بيعه شروع کړه۔ او دا ئي پخه اراده وکړه چي د واشروم نه واپس راواتو سره به مرجانه د ګاهک ځاے ته ورسوم او بلها پيسي به پري واخلم۔

مرجان چي واشروم ته ننوته نو ځان سره راوړي پنډوکي نه ئي بل رنګ جامي او پيزار راويستل او جامي ئي بدلي کړي۔ د بورقي په ځاے ئي پړونے په سر کړو ۔ ويستي جامي او برقه ئي پنډوکي کښي وتړل او بهر ئي تماشه وکړه ۔ ايجنټ هغه شان په موبايل لګيا ؤ او يو خوا بل خوا تلو راتلو۔ چي څنګه د ايجنټ شا شوه نو مرجانه  واشروم نه راوواته او د اډي نه د بهر د  تلو په لاره روانه شوه ۔ يوي رکشي کښي کښيناسته او ورته ئي ووئيل چي د ښار غټ هسپتال ته مي ورسوه ۔

رکشي واله پوهه شو چي دا جينۍ په ړومبي ځل پاکستان ته راغلي ده ۔ ځکه چي پيښور کښي بلها غټ هسپتالونه دي ۔ خو دي ته د يو نوم هم نۀ ورځي۔

مطلب چي نابلده ده۔ او نارينه ورسره هم نشته نو رکشي والا ته ډير اسان ښکار ښکاره شو۔ رکشه يۍ روانه کړه او په موبايل چا سره په بحث شو۔ رکشه چي څو تنګو کوڅو کښي تيره راتيره شوه نو مرجاني په زړۀ وخوړه چي د بل هوس پرست ښکاري جال کښي راګيره شوم ۔ هغي راتلونکي خطري ته ځان تيار کړو۔

رکشه يو تنګه کوڅه کښي ودريده او د رکشي ډرائيورد رکشي نه کوز شو ۔ تماچه ئي راوويسته او مرجاني ته ئي د راکوزيدو اشاره وکړه۔ مرجانه ښۀ په حوصله راکوزه شوه او د ډرائيور ښودلي لاره باندي روانه شوه ۔

رکشي والا د يو کور دوازي ته  اشاره وکړه او مرجاني ته ئي د  دننه تلو غږ وکړو۔ مرجاني نيم کښو دروازي کښي دننه ننوته او ناڅاپه راتاؤ شوه او ورپسي په دروزه راننوتو رکشي والا ئي په خيټه کښي په چاړۀ ووهلو۔ کومه چي دي په پنډوکي کي ځان سره پټه راوړي وه- تر څو چي د دۀ چغه خته او دننه د رکشي والا ملګري راوتۀ نو مرجانه د دروازي نه راوتي وه او خوا کښي د بل يو خلاص ور کور ته ورننوته  او ور ئي ځان پسي مکمل بند کړو۔ چي ساه صورت شوه او خپل ښي اړخ  ته ئي وکتل نو يوه سپين سري بوډۍ ښځه ولاړه وه او د مرجان رپيدونکي بدن ته ئي کاتۀ۔

بوډهي ښځي ډير په مينه او تحمل د دي نه د دننه راتلو پوښتنه وکړه ۔ مرجاني ورته ټوله قيصه په لنډو ټکو کښي تيره کړه ۔ مرجانه د ښار په څو غټو سرکاري او پريويټ هسپاتالونو د بوډۍ ترور سره خپل ګاډي کښي وګرزيده۔ خو څۀ خوند ئي ونکړو۔ بوډي ترور مرجاني ته ووئيل بچۍ دا خو لوے ملک دے څۀ پته لګي چي ستا د دلاور خان علاج په کوم هسپتال کي شوے دے۔ او ايا هغه کس ستا زوے هسپتال ته بوتلے هم دے کۀ نه او الله دي نۀ کړي ستا زوے چرته په لاره مړ شوے نۀ وي۔

مرجاني په ژړغوني اواز کښي ووئيل، داسي مۀ وايه  موري۔

مور بي بي , د مور وسواس او يقين دهوکه نۀ شي خوړے زما يقين دے چي زما دلاور خان ژوندے دے او هم دلته پيښور کښي علاج شوے دے۔ او بيا اخیر مرجاني سره د بوډهۍ ترور د خيبر چلډرن وارډ ته ورسيدۀ هلته د دغي بوډهۍ ترور يوه ډاکټره پيژندګلو راوخته۔ هغي چي ريکارډ چيک کړو نو مياشت نيم مخکښي د دلاور خان په نوم ماشوم داخل شوے ؤ او د زړۀ تکليف ئي تشخیص شوے ؤ خو بيماري په ړومبي سټيج کي وه نو علاج ئي شوے ؤ او څو ورځي مخکښي د هسپتال نه رخصت شوے ؤ ۔

مرجاني چي دا هر څۀ واوريدۀ نو وئي وئيل چي هم دا زما بچے دے۔ بوډهۍ ترور د ډاکټړي نه تپوس وکړو چي پته ئي څۀ ليکلي ده ۔ چي د پتي خانه ئي وکته نو هلته کابل ليک ؤ ۔

مرجانه په زمکه کښيناسته۔ او د خلي نه ئي  بي واره وخاتۀ لويه خدايه زما خو ستا د ذات نه د زوے  د صحت د موندلو يقين ؤ او هغه تا پوره کړو خو سوال مي نيمګړے ؤ واپس زما غيږي ته د راتلو سوال مي نۀ ؤ کړے۔ او په شاه لاړه پريوته

دافغانستان نه تر پاکستان پوري د بس سفر کي ايجنټ اکثره اودۀ وو او مرجان د بس په سيټ يو طرفته غونډه ناسته وه او د زوئي په فکرونو کښي ډوبه وه۔

بس پيښور ته راورسيدو او اډه کي ودريدو۔ مرجاني ته اوس په خپل پلان عمل کول وو۔ هغه چي د بس نه څنګه کوزه شوه نو په زمکه کيناسته لړسپ يۍ شروع کړو چي خيټه کښي مي درد دي او يو قډم هم نۀ شم پورته کولي۔ ما زر واش روم ته بوځه۔ ايجينټ چاروناچار هغه د اډي واش رومونو طرف ته بوتله۔ هلته د زنانو څلور شپږ واش رومونه وو او ښځي ورته په قطار کښي ولاړي وي۔  مرجانه هم يو واشروم ته قطار کښي ودريده ۔ او ايجنټ نورو سړو سره يو طرف ته د مرجاني د واپس راتلو په انتظار ودريدو۔

دۀ په موبايل چا سره د مرجاني د خرڅولو بيعه شروع کړه۔ او دا يۍ پخه ارده وکړه چي د واشروم نه واپس راواتو سره به مرجانه د ګاهک ځائي ته ورسوم او بلها پيسي به پري واخلم۔

مرجان چي واشروم ته ننوته نو ځان سره راولي پنډوکي نه يۍ بل رنګ جامي او پيزار راوويستي او جامي يۍ بدلي کړي۔ د بورکي په ځائۍ يۍ پړوني په سر کړو ۔ ويستي جامي او برکه يۍ پنډوکي کښي وتړل او بهر يۍ تماشه وکړه ۔ ايجنټ هغه شان په موبايل لګيا وو او يوخوا

بل خوا تلو راتلو۔ چي څنګه د ايجنټ شا شوه نو مرجانه  واشروم نه راووته او د اډي نه د بهر د  تلو په لاره روانه شوه ۔ يوي رکشي کي کيناسته او ورته يۍ ووي چي د ښار غټ هسپتال ته مي ورسوه ۔

رکشي واله پوهه شو چي دا جيني په ړومبي ځل پاکستان ته راغلي ده ۔ ځکه چي پيښور کښي بلها غټ هسپتالونه دي ۔ خو دي ته د يو نوم هم نۀ ورځي۔

مطلب چي نابلده ده۔ او نارينه ورسره هم نشته نو رکشي والا ته ډير اسان ښکار ښکاره شو۔ رکشه يۍ روانه کړه او په موبايل چا سره په بحث شو۔ رکشه چي څو تٙنګوکوڅو کښي تيره راتيره شوه نو مرجاني په زړۀ وخوړه چي د بل هوس پرست ښکاري جال کي راګيره شوم ۔ هغي راتلونکي خطري ته ځان تيار کړو۔

رکشه يو تنګه کوڅه کښي ودريده او د رکشي ډرائيورد رکشي نه کوز شو ۔ تماچه يۍ راوويسته او مرجاني ته يۍ د راکوزيدو اشاره وکړه۔ مرجانه ښۀ په حوصله راکوزه شوه او د ډرائيور ښودلی لاره باندي روانه شوه ۔

رکشي والا د يو کور دوازي ته  اشاره وکړه او مرجاني ته يۍ د  دننه تلو غږ وکړو۔ مرجاني نيم کښو دروازي کښي دننه ننوته او ناڅاپه راتاؤ شوه او ورپسي په دروزه راننوتو رکشي والا يۍ په خيټه کي په چاړۀ ووهلو۔ کومه چي دي په پنډوکي کي ځان سره پټه راوړي وه۔ ۔ تر څو چي د دۀ چغه خته او دننه د رکشي والا ملګري راوتۀ نو مرجانه د دروازي نه راوتي وه او خوا کي د بل يو خلاص ور کور ته ورننوته  او ور يۍ ځان پسي مکمل بند کړۀ۔ چي ساه صورت شوه او خپل خي اړخ  ته يۍ وکتل نو يوه سپين سري بوډۍ ښځه ولاړه وه او د مرجان رپيدونکي بدن ته يۍ کاتۀ۔

بوډهي ښځي ډير په مينه او تحمل د دي نه د دننه راتلو پپوښتنه وکړه ۔ مرجاني ورته ټوله قيصه په لنډو ټکو کښي تيره کړه ۔

مرجانه د ښار په څو غټو سرکاري او پريويټ هسپاتالونو د بوډي ترور سره خپل ګاډي کښي وګرزيده۔ خو څۀ خوند يۍ ونکړو۔ بوډي تور مرجاني ته ووي بچي دا خو لويۍ ملک دی څۀ پته لګي چي ستا د دلاور خان علاج په کوم هسپتال کي شوي دي۔ او ايا هغه کس ستا زوئي هسپتال ته بوتلي هم دي کۀ نه او الله دي نۀ کړي ستا زوئي چرته په لاره مړ شوي نۀ وي۔

مرجاني په ژړاغوني اواز کښي ووي ۔  داسي مه وايه  موري۔

مور بي بي , د مور وسواس او يقين دهوکه نۀ شي خوړي زما يقين دي چي زما دلاور خان ژوندي دي او هم دلته پيښور کي علاج شوي دي۔ او بيا اخري مرجانه سره د بوډهۍ ترور د خيبر چلډرن وارډ ته ورسيدۀ هلته د دغي بوډهۍ ترور يوه ډاکټره پيژند ګلو راوخته۔ هغي چي ريکارډ چيک کړو نو مياشت نيم مښکښي د دلاور خان په نوم ماشوم داخل شوي وۀ او د زړۀ تکليف يۍ تشخیص شوي وۀ خو بيماري په ړومبي سټيج کي وه نو علاج يۍ شوي وۀ او څو ورځي مښکښي د هسپتال نه رخصت شوي وۀ ۔

مرجاني چي دا هر څۀ واوريدۀ نو ووئيل چي هم دا زما بچي دي۔ بوډهۍ ترور د ډاکټړي نه تپوس وکو چي پته يۍ څۀ ليکلي ده ۔ چي د پتي خانه يۍ وکته نو هلته کابل ليک وۀ ۔

مرجانه په زمکه کيناسته او د خلي نه يۍ  بي واره وخاتۀ لويا خدايا زما خو ستا د ذات نه د زوئي  د صحت د موندلو يقين وۀ او هغه تا پوره کو خو سوال مي نيمګړي وۀ واپس زما غيږي ته د راتلو سوال مي نۀ وۀ کړي او په شاه لاړه پريوته ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔