ښځه ولي بدنامه؟ د جنس ټاکل: حقیقتونه او عوامل—حسين ننګيال روغانے

دا ليکنه شريکه کړئ

که څه هم مونږ پښتنو ته ډيري ستونزي را په غاړه دي، له دغو ستونزو نه یوه د جنس په بنیاد توپیر هم ده. په پښتنه ټولنه کي عموماً نارینه د طاقت، پوهي او ترقۍ راز ګڼلے کيږي، خو د ښځینه ذات په مختلفو طریقو توهین کيږي لکه د متلونو په میدان کي ۔  ”ښځه د کور ده یا د ګور“  ”که د ښځي پوزه نه وی، نو ګندګي به یي خوړلي“ کله کله د لور په پیدایش خفګان کول، ميرمن زورول یا طلاق ورکول  دا ټول هغه ښکاره حقیقتونه دي چي مونږ یي وینو او اورو. د دي توپیر واضحه وجه فقط د علم نشتوالی او د ښځي په اړه کرل شوے زهریله ذهنیت دے، کوم چي  نن  هم د پښتني ټولني د ډیرو افرادو  په ذهنونو مسلط دی ۔ د مخ په وړاندي تللو قامونو او ټولنو د ترقۍ تاریخ او رازونه که ولټو، نو د ښځو کردار پکي ډير واضحه موندلے شو ځکه هغوی د ښځو د صلاحیتونو راڅرګندولو مخه نه ده نیولي. همدا درس  د ستر لارښود فخر افغان حضرت باچاخان  بابا له ژوند او جدوجهد نه هم مونږ ته ظاهریږي هغوي  د ترقي یافته  قامونو د ترقۍ په رازونو خبر و ځکه یي غوښتل چي دا پښتنو سخه دا غير مساوي جنسي توپیر ختم شي او د دي ټولني په جوړښت کي ښځي خپل کردار وښایي۔ هغوي نه یواځي پښتنو ته درس ورکړي بلکي خپله یي ورله  عملي شکل هم ورکړے ۔ زنانه او نارینه د وجود د جوړښت په بنیاد  د  یو  بل نه  مختلف دي، خو دغه توپیر د توهین یا کم‌ترۍ په بنیاد نه دی بلکي د دوي د وجودونو د جوړښت د نقشي او ښایست حصه ده . خو کله چي خبره د ذهني او یا جسمي صلاحیتونو (Mental and Physical Abilities) ته راشي، نو بیا دا توپیر بي‌ځایه دی ۔  ځکه جسمي او ذهني قابلیت د جنس سره تړاو نه لري. یو نارینه جهاز الوځونکے  جوړیدے شي، نو ښځه هم جوړیدے  شي. که یو نارینه استاذ جوړیدے  شي، نو ښځه هم جوړیدلے شي خو شرط دا دے چي زنانو ته د خپل صلاحیت د څرګندولو موقع ورکړل شي. ۔ اوس راځو خپلي موضوع ته

د جنس تعین (Sex Determination) ۔ مهمه خبره ذهن کي کینول پکار ده چي د جنس انتخاب نه د نارینه په لاس کي وي نه د زنانه، بلکه د جنس تعین خو سیکس کروموسومز (Sex Chromosomes) کوي، کوم چي د نارینه په سپرم (Sperm) او د زنانه په انډه (Ovum/Egg) کي موجود وي.

کروموسومز (Chromosomes):

په موضوع باندي د مزید پوهيدو لپاره، کروموسومز پيژندل ډير ضروري دي ۔ کروموسومز د جاندارو په خلیو (Cells) کي موجود د ډي اين اے (DNA) او پروټین (Protein) نه جوړ هغه بنیادي ساختونه دي، چي د جنیاتي معلوماتو (Genetic Information) ذخیره کولو او د مور و پلار نه بچو ته انتقالولو ذمه‌داري په سر لري.۔ د یو نارمل انسان په خلیو کي د کروموسومز ټوټل تعداد شپږ څلویښت  46 وي، چي پکي دريويشت 23 د پلار نه او دريويشت  23 د مور نه راځي.

مزید بیا دغه 23 دريویشت جوړو کي یوه جوړه په سیکس کروموسومز (Sex Chromosomes) باندي مشتمله وي، او همدغه کروموسومز کي موجود جینز د انسان د جنس تعین کوي.  باقي 22 دوه ویشت جوړو ته اټوسومز (Autosomes) وایي، کومي چي د جنس تعین نه، بلکي د انسان د وجود نور خصوصیات کنټرولوي ۔

د جنس تعین او سیکس کروموسومز (Sex Determination and Sex Chromosomes)

سیکس کروموسومز په دوه قسمه دي  یو (X) کروموسوم چي په نارینه او زنانه دواړو کي مشترک وي بل (Y) کروموسوم  چي صرف نارینه کي وي ۔ د نارینه سیکس کروموسومز X او Y )XY)دي. بل اړخ ته د زنانه سیکس کروموسومز دواړه XX دي ۔ یعني د نارینه په سپرمز کي X او Y کروموسومز وي، خو د زنانه په انډه کي دواړه کروموسوم (XX) وي.۔ که د فرټیلایزیشن (د زنانه په تولیدي نظام کي د انډي او سپرم ملاپ ) دوران کي د سړي Y کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو XY به جوړيږي، او مونږ دا وپیژندل چي XY کروموسوم د نارینه لپاره وي، یعني نارینه ماشوم به پیدا کيږي ۔ بل طرف ته که د فرټیلایزیشن دوران کي د نارینه X کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو XX به جوړيږي کوم چي د زنانه لپاره وي، یعني زنانه ماشوم به پیدا کيږي ۔ دا واضحه شوه چي د ښځي سیکس کروموسومز خو یو شان دي (XX)، یعني ښځه به همیشه X کروموسوم ورکوي ۔ خو خبره د سړي په Y کروموسوم کي ده، که Y کروموسوم وي، نو ماشوم به هلک وي، او که نه وي، نو ماشوم به جینۍ وي ۔

څنګه Y کروموسوم د نارینه (جنس) تعین کوي؟

د نارینه په Y کروموسومز مخصوص قسم جین دی، کوم ته چي SRY Gene (Sex-determining Region Y) وایي ۔ دا جین Testis Determining Factor (TDF) نامي پروټین کوډ کوي، کوم چي د نر په هګیو (Testes) جوړولو کي مرسته کوي.  هګۍ سپرم  او نرینه هارمونز  خارجوي، همدغه هارمونز بیا د نارینه خصوصیات (Male Characteristics) کنټرولوي. نو که د نارینه Y کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره میلاو شي، نو پیدا کيدونکی ماشوم به هلک وي، ځکه Y کروموسوم پکي شته ۔ خو که چرته د نارینه X کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو نتیجه کي به یي زنانه ماشوم پیدا کيږي، ځکه د زنانه سیکس کروموسومز (XX) دي، Y پکي نشته، نو په دي کروموسومز باندي SRY Gene هم نه وي،  هغه صرف په Y Chromosome موجود وي ۔ دا خبره واضحه شوه چي د ماشوم جنس سیکس کروموسومز (Sex Chromosomes) ټاکي، او پکي تر ټولو اهم رول د سړي د سپرم  Y کروموسوم  لري ۔د یو نارمل انسان د پیدایښت لپاره د کروموسومز  صحیح جوړښت،تعداد او ترتیب ډير ضروري دی.

جنیاتي ناروغیاني (Genetic Disorders):

پورته تفصیل کي مونږ د نارمل جنس په تعین تفصیلي رڼا واچوله چي د هلک یا جینۍ د جنس انتخاب څنګه کيږي.

ځیني وختونو کي د کروموسومز تعداد یا جوړښت کي بدلون راتللے شي چي نتیجه کي یي جنیاتي ناروغیاني (Genetic Disorders) رامنځته کيږي او د هغي له وجي بیا د انسان نارمل جنس متاثره کيږي.

دغه ناروغیانو کي درسره په دوو خبره کوم ۔

1 کلاینیفلټر سنډروم (Klinefelter Syndrome):

دا حالت په نارینو کي پیدا کيږي کله چي د نارینه نارمل سیکس کروموسومز XY سره یو X کروموسوم اضافي راشي (XXY). داسي انسانان  د بچو پیدا کولو قابل نه وي او نوري فزیکي او طبي مسلي هم لري.

2 ټرنر سنډروم (Turner Syndrome):

دا جنیاتي ناروغي صرف په زنانو کي پیدا کيږي.مونږ دا وپیژندل چي د زنانه نارمل سیکس کروموسومز دواړه (XX) وي.

دي حالت کي صرف یو X کروموسوم (XO) موجود وي.داسي زنانه هم فزیکي، جنسي او طبي ستونزي لري ۔

نورې ليکنې۔۔۔

بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان

پۀ فکري لحاظ باندې کۀ څۀ هم زمونږ غوندې سیاسي ورکرانو د پاره، د چا چې لۀ دې تنظیم سره یو ژور تعلق پاتې شوے

ټوله ليکنه ولولئ