Blog

  • پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز

    انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا کښې دے چې د ژبې، لاسو پښو او رویو نه ئې دبل انسان ژوند، عزت او املاک محفوظ وي

    زمونږ ټولنه کښې چې پۀ کوم لور نظر اچوې نو انسانان به درته د انسانانو لۀ لاسه پۀ عذاب کښې ښکاري. د انسانيت قتل عام شروع دے او ښۀ پۀ ښکاره او خلاص مټ شروع دے. خو مخ نيوي ته ئې هېڅ څوک تيار نۀ دي. اصل کښې هر سړے د خپل سر او خپل مال تحفظ خپل فرض ګڼي خو پۀ معاشره کښې د خورېدونکې بدۍ مخنیوي د پاره ځکه نۀ خولۀ سپړي او نۀ قدم اخلي چې ‘دغه ددۀ مسئله نۀ ده’ ـــ پۀ کومه ورځ چې دۀ د انسان پوره تعریف باندې ځان پوهه کړو، پۀ هغه ورځ به ټول انسانیت د دۀ د جسم برخه شي او چې کۀ بیا جسم کښې پۀ یو اندام هم تکلیف وي، ټول جسم به پۀ لړزان وي او د علاج کولو فکر به ئې ورسره وي.

    انسان نن صبا تر دې حده رارسېدلے دے چې بد ترين ځناور هم د هغۀ د کردار له وجې ځان ته پۀ ځناور وئیلو فخر او انسان ته پۀ انسان وئیلو شرم محسوسوي.

    جنسیات جبلت ته نزدې انساني جذبه ده چې پۀ خپل ځاے ډېر مقدس فرض دے. د انسانانو تر منځه جنسي عمل نۀ یواځې د خداے لۀ خوا مقرر شوے تسکین دے بلکې د انساني نسل بقاء د پاره ضروري امر هم دے. مونږ چې د دنیا تهذیبي تاریخ ته ګورو نو کومو قامونو کښې چې د جنسي جذبې او جنسي فعل د پاره څومره اعليٰ قوانین او اصول ټاکلے شوي وي، دومره هغه قام پۀ تهذیبي، روحاني او مادي بنیاد تاریخ کښې څرګند او د عزت خاوند پاتې شوے او یاد شوے.

    د مختلفو مذهبي روایتونو، تهذیبي علامتونو او کلچر کوډز پۀ ذریعه د تاریخ پۀ هر دور کښې انسانانو کوشش کړے دے چې جنسي جذبې د مټ لاندې ولري او د دې د پاره ئې باقاعده اصول او شرائط وضع کړي دي.

    پۀ دنیا کښې هر چا د پاره ‘د هر قسم ازادي’ غوښتونکي ځنې اوازونه ممکنه ده چې د خپلې دغه غوښتنې پۀ شا د هغه نفسیاتي بې راه روۍ ادارک نۀ لري چې پۀ سبب ئې انسان پۀ جنسي طور وحشي شي.

    دا رنګ پۀ جنسي عمل کښې د لذت د پاره خپل ځان یا خپل مخالف فرد ته اذیت ورکول یا د کوم ځناور سره یا پۀ بله کومه غېر فطري لاره جنسي سکون تر لاسه کول یوه نفسیاتي ذهني بیماري ده.

    پاکستان کښې پۀ تېره څۀ موده کښې د ‘قصور’ وړومبۍ پېښې نه واخله د زېنب پورې او بیا مردان کښې د یوې ماشومې سره داسې وحشت کولو نه پس د هغه رپورټ دا خبره خو سپینه شوه چې عموماً ماشومانو سره جنسي عمل کوونکو ته د خپلې دغه نفسیاتي بیمارۍ د تسکین ټول مواد پۀ لاس ورځي. ماشومان ژاړي هم، چغې هم وي او د درد شدت او تکلیف هم هغه مطلوبه حد پورې څرګندوي چې د دغه نفسیاتي بیمار وحشي تسکین پرې کېږي.

    مغرب دغه ذهني بیمارۍ له ‘پیډوفیلیا’ (Pedophilia) نوم ايښے دے او د دې مخنیوي د پاره ئې باقاعده قوانین جوړ کړي او دغه قوانین ئې بیا عملاً نافذ کړي هم دي.

    “پېډفېليا” د يونانۍ ژبې ټکے دے. دا د دوو لفظونو مجموعه ده ‘پېډوس’ (ماشوم) او فېليا (د ملګرتيا مينه يا ملګرتيا) ـــ دا ناروغي د زرګونو کالو نه راروانه ده او د انساني ژوند سره يو شان غټېږي او ژوندۍ ده، خو د دې پېژندګلو او نوم اوس اوس څو کلونه وړاندې مخې ته راغلۀ. پۀ پیډوفیليا کښې د انسان زيات رجحان د هاغه ماشومانو سره د جنسي عمل کولو طرف ته وي کوم چې بالغ نۀ وي، يعني د هغوي عمر د 7 کالو نه تر 12 کالو پورې وي. پۀ عام طور ماشومانې جينکۍ د لسو نه واخله تر يولس او ماشومان هلکان د يوولس نه واخله تر دولس کالو پورې د بلوغت پۀ پوړۍ قدم ږدي. هاغه خلق څوک چې داسې ماشومانو سره جنسي عمل کوي، هغې کښې زياتره خلق د پیډوفیليا ښکار وي.

    د پیډوفیليا ښکار داسې خلق هم وي چې هغوي د انټرنېت د پورن وېبپاڼو پۀ ذريعه د ماشومانو سره د جنسي عمل ويډيوګانې ګوري او د هغې نه خوند اخلي.

    انټرنېټ پۀ درے غټو حصو کښې تقسيم کړے شوے دے.

    Suface Web Dark Web / Dark Net Deep Web / Deep Net
    دا هاغه انټرنېټ دے کوم چې ټوله دنيا بغېر د څۀ بندېزونو نه استعمالوي او پۀ قانوني توګه هم ټهيک دے. دا هاغه انټرنېټ دے کوم چې غېر قانوني دے او د عامو خلقو رسائي دې ته ګرانه ده. پۀ دې کښې هر قسمه غېر قانوني څيزونه کېږي؛ لکه د وسلې خرڅ، د اجرتي قاتل خرڅ، د انسانانو خرڅ او د ماشومانو خرڅ وغېره. دا انټرنېټ هم دDark Web پۀ شان دے خو دې ته رسائي لږه ګرانه ده او پۀ دې کښې د ډارک وېب نه زيات خطرناک څيزونه ملاوېږي.

    د ماشومانو د جنسي زياتي ويډيوګانې پۀ Surface Web باندې نشته بلکې دا ويډوګانې او تصويران پۀ Dark Web / Deep Web کښې پۀ پېسو باندې ملاوېږي چې د پیډوفيليا ښکار ناروغه خلق دغه ځاے ته ځي او دغه ويډوګانې پۀ پېسو باندې اخلي او ګوري ئې. دې سره سره پۀ دغه ځاے کښې د ماشومانو سره د تشدد او قتلولو ويډوګانې هم ملاوېږي.

    د ډېرو پوهانو او سائنسدانانو هم دا خيال دے چې هاغه خلق د چا چې دا شوق وي چې هغوي دې د خپل هوس ښکار ماشومان جوړ کړي، هغۀ د پیډفیليا ښکار دي. پۀ پیدوفیلیا کښې سړے يا ښځه د خپل اختيار نه وځي او د خپلې مبینه بیمارۍ سره سم د خپل لذت د لټون د پاره هر قیمت باندې د اقدام کولو ته غاړه کېږدي.

    د ماشومانو سره د بدفعلۍ کولو عمل عام کېدو کښې د پورن وېب پاڼو هم غټ کردار دے. پورن وېب پاڼې پۀ ټوله دنيا کښې کتلې کېږي خو لۀ بده مرغه د دغه وېبپاڼو کتونکو کښې پاکستان پۀ وړومبي نمبر دے. پورن وېبپاڼې دا اثر لري چې کۀ يو اړخ ته دا څوک د خپل شهوت سړولو دپاره ګوري نو بل اثر ئې دا دے چې پۀ دې کښې څۀ کېږې، هغه د انسان پۀ دماغو کښې جذب کېږې او د هغۀ پۀ زړۀ کښې هم دا طمع پېدا کېږي چې هغه دې هم دا کار وکړي او بيا هغه د دې پۀ تکل کښې وي چې څوک وګوري او هغوي سره جنسي عمل وکړي.

    د يوې بلې سروے مطابق هم پاکستان د هاغه پنځلسو ملکونو پۀ لسټ کښې دے پۀ کومو کښې چې د پورن وېب پاڼو کتنې کېږي.

    د پوهانو د وېنا تر مخه د دې ناورغۍ علاج تر دې دمه نۀ دے موندلے شوے ځکه فعل حال دا ناممکنه دے.

    د جنسي تيندکونه پۀ حقله محقق او پوهاند ملګرے فېصل فاران داسې نظر لري، “جنس يو داسې انساني خصلت دے چې اګر کۀ جبلت نۀ هم دے لکه څنګه چې عامه غلط فهمي ده خو جبلت سره نزدې نزدې خصلت ضرور دے. دا ځکه چې کوم څيز ته مونږ جبلت وايو، دا د انساني ژوند هاغه غوښتنې دي چې هر حال کښې پوره کول د انساني وجود د بقاء د پاره ضروري دي؛ لکه اوبۀ څښکل چې د دې نه بغېر بنيادم څو ورځو نه سېوا ژوندے نۀ شي پاتې کېدے، لکه خوړنه يا خوارک چې د هفتو نۀ کولو نه پس سړے ژوندے نۀ شي پاتې کېدے. خپله د جبلت بثمه جبل دے او جبل غر ته وائي؛ مطلب دا شو چې هاغه غوښتنې چې انساني وجود د پاره داسې ضروري دي لکه څنګه چې غر پۀ خپل ځاے محکم او دروند ولاړ وي. د دې پۀ نسبت کۀ مونږ ګورو نو بنيادم ټول عمر هم د جنسي عمل د نۀ کولو باوجود ژوندے پاتې کېږي. هم دغسې دا داسې غوښتنه هم نۀ ده چې بدن ئې طبيعي ضرورت محسوس کړي بلکې د جنس غوښته د خيال او د سوچ لۀ مخه وي. چې څو پورې دغه خيال زمونږ ذهن ته نۀ وي راغلے نو مونږ ئې ضرورت نۀ محسوسوو. د جنسي شهوت بنيادي وجه کۀ د يو نوغي نسلي پرمختګ دے خو دې کښې لذت امېزي د دې خصلت نه ځنې وخت وحشيانه جذبه جوړه کړي چې دا جذبه بيا هېڅ قدغن نۀ مني او د افلاطون دې خبرې ته ورته شي چې مونږ کۀ متمندنه يو خو اوس هم زمونږ پۀ خوب کښې داسې يو ځناور راځي چې هغه د هېڅ يوې رشتې تقدس او حرمت هم نۀ مني. نو کۀ متمدنه معاشره د جنس پۀ حقله د ځنو بندېزونو نه کار وانۀ خلي نو دغه وحشي جنسي درنده د کوم چې افلاطون ذکر کوي، دغه بۀ ټولنه کښې هم دغسې د وحشت عملي مظاهره شروع کړي او د دې يوه اندازه مونږ ته د هغو پورن فلمونو نه هم کېدې شي چې پکښې د ځناور، د لوے وړوکي هېڅ څيز هم خيال نۀ ساتلے کېږي او هر څۀ نه جنسي لذت اخستے کېږي.

    هم دې تناظر کښې کتل غواړي چې کوم خلق دا وائي چې زمونږه ټولنه کښې د جنسي کږلېچونو وجه دا ده چې دلته پۀ سېکس باندې ډېر بندېزونه دي نو دغه خلقو ته پۀ دې هم يو پېره غور پکار دے چې د يورپ متمدنه ټولنه چې هلته د جنس پۀ حقله دغه ډول بندېزونه نشته کومه چې زمونږه ټولنه کښې دي، هلته ولې د جنسي کږلېچونو بې درېغه، بې مهاره مثالونه ورځ او شپه هر ساعت هره شېبه موندل کيږې؟ ځکه دې تناظر کښي پکار دا ده چې پۀ ټولنه د دغه ډول کږلېچونو مخنيوي د پاره يو خوا دې باقاعده پۀ رياستي مخه قانون سازي وشي او بل خوا دې د تعليمي نصاب لۀ مخه هم د جنس او جنسياتو پۀ حوالې سره شعور او پوهه عامه کړې شي.”

    پۀ پاکستان کښې د نوي کال شروع کېدو سره سم دا خبرونه مخې ته راغلل چې پۀ پلاني ځاے کښې د کم عمره ماشوم يا ماشومې سره جنسي عمل وشو، د هغې نه پس ووژلے شو؛ هغه کۀ مونږ د قصور د زېنب خبره کوو او کۀ د مردان د عاصمه يا کۀ خبره د صوبائي وزير اطلاعات مشتاق غني پۀ کور کښې د کارکوونکې يوولس کلنې ماشومې کوو.

    زۀ خپل لوستونکي هاغه منظر ته بوتلل غواړم چې پۀ بيعه باندې پۀ ميلادونو کښې نعتونو وئیلو واله او د طاهر القاردي پۀ جلسه کښې د هغۀ سره پۀ شا صف کښې ودرېدلو واله عمران د خپلو رشته دارو کره ځي، اووۀ کلنه زېنب چې لا ئې پۀ دې سپېره دنيا کښې صرف اووۀ کلونه تېر کړي دي او د دې دنيا پۀ يو قانون هم پوهه نۀ ده او نۀ ئې د انسان دننه د شېطان پېژندلو چل زده کړے دے، پۀ دې بهانه ځان سره بوځي چې راځه ستا مور پلار د عمرې نه راغلي دي، هغوي له دې بوځم او پۀ دې بهانه زېنب يوه هفته ورکه وي او بيا پۀ ډېران کښې مړه موندلې کېږي!!! چې هسپتال ته يوړې شي نو ډاکټران دا هم وائي چې دا ماشومه د جنسي عمل کولو نه پس وژلې شوې ده.

    ټيک هم داسې عمل به د مردان د اتۀ کلنې ماشومې عاصمه سره هم شوے وي چې خپلې شنې سترګې ئې اوس د مرګ نه پس صوبائي حکومت ته نیولې دي او وائي چې زما قاتل ته تاسو ‘نامعلومه’ وايئ، زما قاتلان تاسو يئ چې پۀ بني ګالا او اسلام اباد کښې درسره د پردو ښځو ګډولو دپاره وخت وي خو چې زما پۀ حقله درنه پۀ ټي وي تپوس وشي نو خبره پۀ خندا واړوئ او ټيلي فون بند کړئ. زما د کور عزت تاسو لوټ کړے دے. هغه د مثالي پوليس نه هم دا پوښته کوي چې ايا زما قاتل پېرے خو نۀ دے چې پۀ نظر نۀ راځي او د يوې مياشت تېرېدو نه پس هم هغه ستاسو پۀ ولقه کښې نۀ راځي.

    دا سلسله داسې د ختمېدو نۀ ده. د دې سلسلې ختمولو د پاره باید چې پۀ نصاب کښې خبره وشي، پۀ کتاب کښې خبره وشي، د دې مسئلې مخه نیولو د پاره اګاهي مهمونه وچلېږي. کۀ پۀ دې خبره جنګ کېږي چې کتاب کښې دې د جهاد پۀ نوم د جنګ جګړې سره متعلق اٰیتونه شامل وي نو داسې ایتونه دې ولې شامل نۀ کړے شي چې د معاشرې دننه د انسان د وینې، عزت او املاک د حرمت خبره پکښې شوې وي چې د مذهب اصل روح دے. ریاست باید د دې څیزونو مخنیوي د پاره د ریاست دننه اوسېدونکي پۀ خپل خپل ځاے او د خپل خپل صلاحیت مطابق پابند کړي.

  • سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه! – شفيق او فېصل

    ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته ځاے ورکړو او د دې پهٔ لوستلو باید زمونږ زلمي هم خپل ذهنونه د خپلې مشاهدې پهٔ رڼا کښې مکالمې او دلیل د پاره وسپړي. ‘پښتون’ پهٔ دې موضوعاتو د دواړو ښاغلو سره خپل اختلافي نوټ لیکل پهٔ دې وجه ضروري نهٔ ګڼي چې د لوستونکو ذهنونه څهٔ ډول ډکټېشن محسوس نهٔ کړي. د ډاکټر فېصل خان او شفیق ګګیاڼي نورې خپرونې پهٔ دې برېښنائي لیکه نېغ پهٔ نېغه اورېدې شئ:

    www.soundcloud.com/faisalandshafeeq

    Moonshot

    سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه!

    د هندوستان خلائي مشن او BRT

    شفيق: پۀ يو نوي قسط کښې تاسو ته هرکلے وايو. کال 2018 شروع شوے. دا کال ځکه اهميت لري چې د الېکشن کال دے او هم پۀ دې کال د قومونو تقديرونه بدلېږي. پرون ډاکټر صاحب د يو پروګرام نه ډېر غصه راغلے. پۀ دغه پروګرام کښې سياسي، تنظيمي مشران راغلي وو او د صوبې د پاره ئې پلاننګ کوۀ. د ډاکټر صاحب نه به پوښتنه کوو چې پۀ غټو کرسیو ناست خلق د دې صوبې د پاره څۀ پلاننګونه کوي او پۀ هاغه محفلونو کښې څۀ خبرې اترې روانې دي.

    فېصل: پرون يو کانفرانس کښې ډېر غټ غټ مشران ناست وو. هغه ټول cream هم هلته راټول شوے ؤ. د غونډې موضوع “Ideas for growth for Khyber PakhtoonKhwa” يعني اقتصادي توګه باندې به مونږ ترقي څنګه کوو. مونږ پۀ اقتصادي توګه کوم اړخ ته او څومره تېز يا پۀ مزه روان يو. ټولو مشرانو پۀ دغه موضوع باندې خبرې وکړې. زۀ ډېر زيات پۀ دې خفه شوم چې د نورو صوبو پۀ نسبت زمونږ د صوبې ډېر کمزورے څۀ د پاڅه څلور فيصده ګروتهـ رېټ دے او دا هېڅ شے نۀ ګڼلے کېږي. دوي چې کوم لائحه عمل جوړوي نو پۀ هغې زمونږ ګروتهـ رېټ څۀ تقريباً 7 فيصده ته رسي. چا پکښې داسې ووې چې “ويښ شئ! تاسو چې کومې خبرې کوئ نو هغې د پاره خو کم از کم څوارلس فيصده ګروتهـ رېټ پکار دے. پاکستان چې د 2020 د پاره کوم وېژن جوړ کړے، هغه پۀ دې پالیسیو نۀ شي راګرځېدلے. دې د پاره یوه باقاعده سائنټېفک منصوبه بندي پکار ده. زمونږ د جي ډي پي پر کېپېټا ته وګوره او دې ګولز ته ـــ پۀ دې کیتي پیتي کارونو دغه ګولز نۀ شي ترلاسه کېدے. مشرانو چې کومې خبرې وکړې نوم څوک پکښې وائي چې سړکونه پکار دي، څوک وائي چې د ښځو د پاره ټرانسپورټ پکار دے، څۀ پکښې وائي چې سکول ته دا واړۀ راننباسل پکار دي. دې څيزونو نه انکار نۀ شي کېدے، دا پکار دي خو ايا دا به مونږ ډبل ډيجټ ګروتهـ رېټ ته ورسوي؟ يو تن پکښې پۀ دې نکته خبره وکړه چې مونږ نه وخت روان دے ځي. پۀ پښتونخوا کښې څلور اويا يا پينځۀ اويا فيصده ځوانان دي درې حصې مونږ کښې ځوانان دي. دا پۀ مونږ یو ټائم بم راروان دے. دې وخت کښې دا ځوان جوش پکارول پکار دي. دېرش، څلوېښت کاله پس به دا ټول بوډاګان وي. کۀ دوي بوډاګان شول نو دا موقع زمونږ ځوانه اثاثه به مونږ وبائیلو. مونږ به بیا د یو بل نسل انتظار کوو او دې کم اقتصادي بحران کښې به نښتي پاتې شو او تر راروان نسل پورې مونږ د دې نه نۀ شو وتلے. خلاصه د دې خبرو دا وه چې يو اړخ ته د وخت بم دے او بل اړخ ته ډبل ډېجټ رېټ پکار دے. دلته چې کوم منصوبه ساز ناست دي نو هغوي هېڅ سائنسي اپروچ نۀ لري او کوم واړۀ واړۀ کارونه چې وخت تېرولو د پاره کوي نو هغه هم ټول پۀ قرضو دي. زما د پاره د ټولو نه دردناکه خبره دا وه چې پۀ ټېکنالوجي پکښې هېڅ بحث ونۀ شو. چا د ټېکنالوجي نوم هم وانۀ خستو، حالانکې نن سبا نالج بېسډ اکانومي د پاره ټېکنالوجي یو ډېر مضبوط lever دے او د ترقۍ د پاره د ټولو نه مضبوطه ذريعه ده. کومه ټېکنالوجي چې هم وي، هغې کښې د مېنوفېکچرنګ او پراډکشن نه واخله مارکیټنګ پورې څومره مواقع پېدا کېږي، پۀ درامدات انحصار کم شي، برامدات شروع شي او دغه رنګ اکانومي پۀ خپلو پښو د ودرېدلو طرف ته روانه شي. يو مشر پکښې ووې چې مونږ د شلو بيلينونو روپیو يو پراجېکټ سر ته رسوو، دا زمونږ د پاره ډېره د فخر خبره ده، هغه سوات اېکسپرېس وے ده. زۀ دا نۀ وایم چې دا بده خبره ده، اولس ته به یوه اسانتیا پېدا شي خو اٰیا څومره چې پۀ دې منصوبه لاګت راځي، زمونږ د اکانومي د پاره به دا دومره اٰوټ پُټ هم ورکړي؟ بل پکښې ووې چې زمونږ د پنځوسو بيلينو يوه منصوبه روانه ده او دا به کاميابېږي ‘رېپډ بس ټرانزټ’ واله ـــ اٰيا دا به مونږ ډبل ډېجټ رېټ ته ورسوي؟ پۀ دې پېسو باندې څۀ څۀ نۀ شول کېدے؟

    انډيا مریخ ته سياره لېږلې وه چې بجټ ئې صرف پينځۀ بيلينه روپۍ یعني پینځۀ اربه روپۍ دے. مونږ به پۀ پنځوس بيلينه باندې د حاجي کېمپ نه حيات اباد ته ځو او انډيا پۀ پينځۀ بيلينه روپو باندې د زمکې نه مارس ته ځي. دا قیصه کوم خوا روانه ده او مونږ څۀ کوو؟

    شفيق: ډاکټر صاحب! ددې فائده به څۀ وي؟

    فېصل: د دې فائده دا ده چې ستا ټول ریسورسز او اېمبیشنز هغه طرف ته واوړي. ستا د وړو يو خيال جوړ شي چې “زۀ هم خلا ته تلل غواړم.” نوي نوي امکانات مخې ته راشي. نوې نوې منصوبې د خلقو پام کښې راشي. د سکول نه کالج، بیا یونیورسټي او بیا وړاندې انډستریز ـــ دا یو پوره زنځیر جوړ شي. بایو ټېکنالوجي ده، نېنو ټېکنالوجي ده، روبوټکس دي، وغېره وغېره.

    زۀ خو ډېر زیات خفه شوم خو نومونه به ئې نۀ اخلم، يو مشر ته ما ووې چې “د ټېکنالوجي ذکر نشته”، هغۀ وې چې خفه کېږه مۀ، راروان کانفرنس کښې به مونږ تاسو ته ښايو چې ټېکنالوجي اېجوکېشن مونږ څنګه استعمال کړې ده. ما تندي له راواچولې چې زۀ خو د ټېکنالوجي استعمالولو خبره نۀ کوم، دا خو پخوا پکار وه چې استعمال شوې وه، زۀ د ټېکنالووجي اېز اے کنزمپشن خبره نۀ کوم، زۀ خو د ټېکنالوجي جوړولو خبره کوم. مونږ به کله ټېکنالوجي جوړوو؟ پۀ دې انجینئیرنګ يونيورسټيانو کښې ناست زده کوونکي او پروفېسران به هېڅ هم نۀ جوړوي؟ بيا د هغۀ نه بل غټ مشر له ورغلم، هغۀ ته مې ووې چې شا ته ټائم بم دے او مخې ته راته ډبل ډېجټ ګروتهـ رېټ پروت دے او د ټېکنالوجي ذکر نشته؟ نو هغه ما وائي چې دا زمونږ کار نۀ دے، مونږ خو ټېکنالوجي نۀ شو جوړولې، دا به بهر نه مونږ ټېکنالوجي راوړو او دلته به ئې صرف استعمالوو.” د پینځو کالو پلېن جوړېږي، پۀ ټېکنالوجي کښې به مونږ څۀ خرڅ وکړو او کۀ نه؟

    شفيق: څۀ ګڼئ چې اوس د 2018 الېکشن روروان چې سړے سياسي ګوندنو پسې وګرځي او دا ورته ووائي چې تاسو خپل منشورونه جوړوئ نو دې کښې د ټېکنالوجي څۀ خبره وکړئ. تېر خو ما ټول کتلي دي، هغو کښې پۀ يو کښې هم د ټېکنالوجي، سائنس، هيومن ډوېلپمنټ او يوتهـ خبره نشته.

    فېصل: کۀ مثلاً يوتهـ پۀ خپل ځان پوهېږي او خپل ښۀ مستقبل غواړي نو هغوي به ترې دا غوښتنه کوي او کۀ زمونږ مشران د ځوانانو پۀ رښتيا باندې قدر کوي او هغوي ته ټهيک لاره ښودل غواړي نو هغوي ته دې مضبوط اړخ ورکړي. پۀ اخوا دېخوا پروګرامونو دې نۀ غولوي. بيا به وګوري چې ځوانان څۀ کوي. مونږ پۀ شته وسائلو، شته بجټ او شته خلقو باندې داسې داسې کارونه کولے شو چې زمونږ مستقبل بدلولے شي.

    شفيق: څۀ کول پکار دي؟

    فېصل: ما هغه مشر ته ووې چې جي! سنګاپور چې بائيو مېډيکل انډسټري کښې دومره بزنس جوړ کړے دے ـــ هغۀ وې، تۀ زمونږ موازنه د سنګاپور سره کوې؟ مونږ څومره لوے ملک يو؟ ما پۀ زړۀ کښې وې چې دا مونږ له پکار ده چې وشرمېږو چې هغوي دومره واړۀ دي او زمونږ نه دومره مخکښې دي. مونږ له پکار دي چې تزويراتي فېصله واخلو چې رارون وخت کوم ته چې څلورم انډسټريل انقلاب وئيلے کېږي چې پکښې به روبوټ غټ کردار لوبوي، مونږ به لا انګرېزي يادوو او هلته به روبوټ زمونږ ځاے ونيسي. پۀ هره کارخانه کښې به د انسان پۀ ځاے روبوټ کار کوي ځکه چې روبوټ به ارزان هم وي، چهټي به نۀ کوي، نورې څۀ لانجې کونجې به نۀ کوي، بس خپل کار سره به کار ساتي او مونږ تر دې دمه روبوټ پېژنو هم نۀ او نه ئې د چلولو چل راځي، نۀ مو جوړ کړے دے او نۀ راته دا پته شته چې هغوي به زمونږ پۀ ځاے کار کوي.

    شفيق: کوم کوم ځايونه دي پۀ خاص توګه پۀ پېښور کښې چې هغې له مونږ وده ورکولې شو؟

    ډاکټر: پۀ پېښور کښې ډېر زيات پوهنتونونه دي خو د غټو پوهنتونو مخې ته چې پۀ بهر ملک کښې کوم کلسټرز جوړ شوي دي لکه نوکيا، سامسنګ وغېره؛ ايا زمونږ د پوهنتونونو مخو ته داسې کلسټرز جوړ شول؟ د ټولو علاقو نه قابل ترين زده کوونکي راځي او دې دوه درې ميله ځاے کښې سبقونه وائي. کۀ چرې دلته هم دغسې کلسټرز جوړ شي نو مونږ دې باندې ځان ابادولے شو. بل زما پۀ ذهن کښې ‘فېز فائيو’ راځي. دغه چې کوم کمرشل ځاے زما پۀ خيال دا د خداے يو لوے نعمت دے. درې غټ هسپتالونه دي پکښې. دا د اربونو روپیو خرڅ دے او لا نور هسپتالونه هلته جوړېږې لګيا دي. دې ته بلها خلق علاجونو له راځي. د دې نه يو زون جوړول پکار دي چې يو نوم ئې خور شي. دلته میډیکل او فارمیسي ټېکنالوجي د پاره پۀ یونټس قائمولو لږ انوسټمنټ پکار دے. پکار ده چې پۀ دې کښې نور خرڅ هم وکړے شي او د دې نه علاوه خېبرپښتونخوا د معدنياتو نه ډکه پرته ده. کۀ پۀ هاغه مد کښې هم خرڅ وکړے شي او کارخانې ولګي نو ډېره فائده به ئې وي. پۀ دې مواقع پېدا کولو سره به دلته پۀ خپله انوسټمنټس راځي.

    شفيق: پۀ دې خو ډېره خرچه هم نۀ راځي نو دا خو ډېره اسانه نۀ ده؟

    فېصل: د دې جواب کښې به زۀ یو اسان مثال درکړم. بنیادي طور زمونږ يو ‘مون شاټ’ پکار دے. چې کله روس خلاء ته د تلو اراده وکړه نو جون اېف کېنډي د هغوي خلاف د ضد او د وېرې نه اعلان وکړو چې مونږ به پۀ لس کاله کښې دننه يو تن سپوږمۍ ته لېږو او هغه به واپس هم راولو. د هغې فائده دا وشوه چې ټول قام د کېنډي د هاغه اعلان شا ته ځان تيار کړو. منصوبه جوړه شوه، بجټ ورله منظور کړے شو او څۀ د پاسه اتۀ کالو کښې هغوي سپوږمۍ ته سړے ولېږلو او هلته ئې د روس نه وړاندې د امريکې جنډه ښخه کړه او واپس راغلل ـــ دا يو تاريخ ؤ. پۀ دغه یونیورسټۍ کښې د کېنډي دغه تقریر ته اوس هم هغوي ‘مون شاټ’ وائي. زمونږ هم يو مون شاټ پکار دے. یوه داسې خبره پکار ده چې د خلقو ورته مخه شي. چې کله د خلقو ټېکنالوجۍ ته مخه شوه نو ټول وسائل به align شي.

    هغه )کېنډي( يوه ورځ تلے وؤ ناسا ته پۀ چکر، هلته ئې يو چپړاسي کوم چې پوچه لګوله، ته ووې چې تۀ څۀ کوې؟ هغۀ ورته جواب کښې دا ونۀ وئیل چې زۀ پوچه کوم، هغۀ ورته ووې چې زۀ سړي سپوږمۍ ته لېږم. د هغه چپړاسي خیال هم دومره اوچت شوے چې زما دا صفائي کول هم سړے سپوږمۍ ته پۀ لېږلو کښې مدد کوي.

    شفيق: بيا خو داسې شوه چې مونږ له هېڅ نۀ دي کول پکار بلکې يو مشر دې مونږ ته لار وښائي او مونږ له دې يو سوچ راکړي مونږ ټول به هغه سوچ پسې شو.

  • تابوت (افسانه) – میلون جیلاس، ژباړن پروفېسر ګوهر نوید

     

    د څو مياشتو د جنګ نه پس دشمن د سيند پۀ لوېديز اړخ خپلې مورچې جوړې کړې. پۀ دغه لوېديزه علاقه کښې هغه خلق ميشته وو چې د دښمن پۀ موجودګۍ کښې ئې خپل ځان محفوظ نۀ ګڼلو. د دوي واړۀ واړۀ پټي او باغونه د سيند ختيځ طرف ته وو. د هغوي خصمانې د پاره به دوي روزانه هلته کښې تلل او څۀ خلق به ختيځ طرف ته خپلو عزيزانو کره هم تلل راتلل.

    يو سحر د سيند نمر خاتۀ طرف ته د تللو د پاره ډېر خلق د سیند پۀ غاړه ناست وو. د جنګ پۀ وجه د کشتیو کموت راغلے ؤ. زياتره کشتۍ د دواړو طرفونو فوځيانو نيولې وې، صرف يوه کشتۍ پۀ سیند د پورې وتو راپورې وتو د پاره پاتې وه. نن هغه کشتۍ هم د فوځي سامان د پاره نمر خاتۀ غاړې ته تلې وه. د هغې پۀ انتظار کښې خلق ستړي ستومانه جاړو کښې د وړو وړو اونو لاندې ناست وو. د خلقو د ګڼې نه به څۀ لږه شېبه پس د يوې زنانه د ساندو اواز راختلو. پۀ دغه اواز کښې به کله کله د يو نارينه اواز هم شامل شو. دا اواز ددې ځاے د خلقو پۀ غاړه ناست د فوځيانو د پاره څۀ نا اشنا نۀ ؤ. د تېرو څو کالو راهسې را نغښتي دې جنګ کښې بې شمېره کسان مړۀ شوي وو چې پکښې ډېر ځوانان وو. يو کور هم داسې نۀ ؤ چې پۀ هغې کښې د چا زوے يا پلار نۀ ؤ مړ شوے. کشتۍ واپس لوېديز غاړې ته راغله. کشتۍ کښې د ماڼکي سره جوښت يو فوځي حوالدار ناست ؤ. پۀ غاړه ولاړ کپتان د سلو مسافرو د نمر خاتۀ طرف ته د رسولو حکم ورکړو. د حکم اورېدو سره خلقو پۀ کشتۍ کښې کښېناستل شروع کړل. د ساندو هغه اوازونه چې د يو ساعت د پاره غلي شوي وو، يو ناڅاپه بيا را اوچت شول. د زميدارو يو ټولګے هم پۀ کشتۍ کښې د سورېدلو کوشش شروع کړو. دغه ګڼه کښې ښځې، نر او د هغوي څاروي هم شامل وو چې دې کښې يو بوډا او د هغۀ ښځه ښۀ ښکاره وو. دا دواړه هم هغه وو کومو چې د سحر نه ساندې شروع کړې وې. زميندار دنګ لوړ او پۀ وجود نرے ؤ، ږيره ئې اوږده او ګڼه وه. هغۀ پاکې صفا جامې اغوستې وې. د اسپې واګې ئې نيولي وې. اسپه پورې يوه وړوکې شان ګاډۍ هم تړلې شوې وه. زميندار غوښتل چې دا اس ګاډۍ پۀ کشتۍ کښې د سیند نه پورې باسي. يو کپتان خلق پۀ کشتۍ کښې کښېنول، زميدار هغۀ ته ډېر د خفګان پۀ انداز کښې د اس ګاډي د سیند نه د پورې باسلو د خواهش اظهار وکړو. د هغۀ د خفګان وجه پۀ اس ګاډۍ کښې ايښودلے شوے يو تابوت ؤ چې بېخي نوے ؤ. د تابوت سره د زميدار بوډۍ ښځې سر مخ پټ کړي وو او لاس ئې پۀ تابوت داسې ايښے ؤ لکه چې ورسره دا وېره وي چې څوک رانه دا تابوت پۀ زور وانۀ خلي. ښځې به لږ ساعت پس ژړا شروع کړه او پۀ تابوت به ئې لاس راکښل.

    “اے زويه! زما د غم د دې بوج پۀ کمولو کښې خو زما لږه شان مرسته وکړه کنه!” زميدار کپتان ته ووئېل.

    ښځې چې کله خپل خاوند د کپتان سره پۀ خبرو وليدو نو بيا ئې ژړا شروع کړه. کپتان د همدردۍ نه سر وخوځوۀ. زميندار پۀ مزه مزه اس ګاډۍ کشتۍ ته رانزدې کولو کوشش وکړو. کپتان ورته پۀ نرمۍ سره ووئېل، “کاکا دا کار ما ته پرېږده، زۀ د اسپو د سمبالولو پۀ چل پوهېږم، زۀ هم پۀ دې اسپو کښې وړوکے لوے شوے يم.” کپتان د اسپې واګې د زميندار د لاس نه ونيولې او پۀ تېزه ئې خلقو ته د اس ګاډۍ د پاره د ځاے خالي کولو ووئېل او زر ئې اس ګاډۍ پۀ کشتۍ کښې کېښودله. زميندار د کپتان شکريه ادا کړه او کپتان واګې هغۀ له پۀ لاس کښې ورکړې او تپوس ئې ترې نه وکړو، “کاکا! پۀ دې تابوت کښې ستاسو څوک پراتۀ دي؟” “بس څۀ درته ووايم خو…..” زميندار ډېره غمژنه لهجه کښې ووئېل، “دې جنګ زما دوه زامن خوړلي وو، بس دا يو پاتې ؤ. زما د بوډاتوب اسره، بس دا هم لاړو.” “مرګ او جنګ څومره ظالمان دي” کپتان ووئېل او پۀ خپل کار کښې لګيا شو.يو سړي ډېر پۀ غور پۀ اس ګاډۍ پروت دغه تابوت ته کتل. هغۀ د زميندار نه تپوس وکړو، “تا د زوي دا لاش د محاذ نه راوړے دے څۀ؟” “هو! دوه ورځې وړاندې د خپل زوي سره ملاوېدلو له محاذ ته تلے وم او هغۀ له مې کپړې، ډوډۍ او سيګرټ وغېره وړي وو.” هغه لږ غلے شو خو د هغۀ ښځه پړينګ پۀ ژړا شوه. زميندار خپل نظر پۀ ښځه ښخ کړے ؤ. هغۀ خپله خبره جاري وساتله، “چې کله محاذ ته ورسېدم نو خبر شوم چې زما ايکي يو زوے چې ايله د شلو کالو ؤ، پۀ سر ګولۍ لګېدلو لۀ وجې مړ دے.”

    ددې وئېلو سره هغه غرېو ونيولو او پۀ سترګو کښې ئې اوښکې راغلې، “زمونږ اخري اسره هم……”

    پۀ کشتۍ کښې ناست ټول خلق پۀ خپلو خپلو خيالونو کښې ډوب وو فضا ټوله غمژنه وه، صرف کشتۍ د چلېدلو او د اوبو شور ؤ.

    “مونږ بوډاګان چا ته ووايو چې مونږه لوټ شو، دا جنګ……” زميندار پۀ لاسونو خپلې سترګې پاکې کړې. “زما زوے هم يوه مياشت وړاندې وژلے شوے ؤ. ما هغه واپس نۀ ؤ راوړے، ما هغه هم هغلته د خپلو ملګرو سره ښخ کړو. د فوځيانو هم دغه طريقه ده، پۀ محاذ تابوت هم نۀ ملاوېږي!!! تا ته ګورے چې د کوم ځاے نه ملاو شو؟” سوال کوونکي سړي ووئېل. زميدار دا خبره وانۀ ورېده ځکه چې هغه خوا ته ناست د بل سړي سره پۀ خبرو ؤ. هغۀ ووئېل “ما ته خو دا هم نۀ ده معلومه چې زۀ به دا تابوت چرته وړمه؟ دغلته زمونږ دوستان دي نو وېم چې هم هلته ئې ښخ کړم”.

    دې وخت کښې کشتۍ غاړې ته ورسېده. خلقو د کوزېدلو تادي کوله. کپتان د ټولو نه مخکښې د اس ګاډي خوا له راغے او د اس واګې ئې ونيولې او هغۀ ئې راکوزه کړله. د کشتۍ نه راکوز شوي خلق پۀ قطار کښې ودرېدل. د سیند پۀ غاړه يو مېجر د يو مېز مخې ته ناست ؤ. کشتۍ نه کوزو شوو خلقو به خپل کاغذونه او شناختي کارډونه مېجر ته ښودل. کپتان د تابوت د احترام لۀ وجې اس ګاډۍ د مېجر خوا له راوستله.

    “پۀ دې کښې څۀ دي؟” مېجر پوښتنه وکړه.

    “زما ځوان زوے چې پۀ جنګ کښې مړ شوے دے، د هغۀ لاش دے” زميندار ورته ووئېل.

    “او څومره عمر ؤ د دۀ؟” مېجر سوال وکړو.

    “بس لا ځوان ؤ”، زميندار ووئېل.

    “مېجر صاحب! ګوره مونږ غم ځپلي خلق يو، مونږ مخکښې هم دوه زامن جنګ کښې قربان کړي دي، تاسو له پۀ مونږ شک نۀ دے پکار.”

    “نه دا خبره نۀ ده، بس مونږ به د تابوت صرف يوه تخته لرې کوو چې تسلي وکړو، دا زمونږ ډيوټي ده، پۀ دې کښې هم ستاسو خېر دے. تاسو ته پته ده چې دښمن پۀ کومو کومو حربو مونږ ته نقصان رارسوي”، مېجر ډېر پۀ نرمۍ سره ووئېل.

    سپاهيانو زر زر تابوت راکوز کړو. د زميندار ښځې چې دا وليدل نو ژړا ئې نوره هم تېزه کړه. زميندار بيا مېجر ته منت زاري شروع کړه چې تابوت دې نۀ سپړي. مېجر د زميندار خبرو ته هېڅ توجه ورنۀ کړه او د خلقو د کاغذونو پۀ کتلو کښې مشغول شو. سپاهيانو د سر د طرف نه د تابوت يوه تخته لرې کړه. ټول سپاهيان، کپتان او مېجر پۀ دې ډېر حېرانه شول چي پۀ تابوت کښې دننه مړے نۀ ؤ بلکې يو ژوندے ښکلے ځوان پروت ؤ. ټول خلق د حېرانۍ نه ودرېدل. پۀ تابوت کښې دننه د زلمي ټول وجود خوله خوله ؤ. د هغۀ نسواري وېښتۀ د لوندوالي لۀ وجې د هغۀ پۀ مخ پورې نښتي وو. هغه د نورلس شلو کالو سور سپين او ښکلے زلمے ؤ. پۀ تابوت کښې د رڼا ننوتو سره هغۀ شنې سترګې پټې کړلې. د مېجر او د کپتان پۀ ليدلو هغۀ د راپاڅېدو کوشش وکړو او د شرم نه موسکے هم شو. مېجر ډېر پۀ غصه زميندار او د هغۀ ښځې طرف ته وکتل او ورته ئې ووئېل،

    “دا دے ستاسو سپاهي زوے؟”

    “هو!” زميندار سر وړقولو، “بس هم دا يو زوے مې پاتې دے، نور دوه خو مخکښې نه پۀ جنګ کښې مړۀ شوي دي.”

    “بګهوړا!” مېجر غاښونه وچيچل.

    “نا! دا زۀ مرګ له نۀ شم ورکولے، هم دا زمونږ د بوډاتوب اسره ده، هم د دۀ نه به زمونږ نسل سېوا کېږي.” زميندار پۀ تېز اواز ډېر پۀ يقين سره ووئېل. دغه وخت کښې ډېر مسافر د تابوت خوا ته راغونډ شوي وو. مېجر سپاهيانو ته ووئېل چې دوي وروستو ديکه کړئ. مور ئې تابوت ته را نزدې شوې وه او د خپل زوي د مخ نه خوله پاکولو د پاره پۀ تابوت ورټيټه شوې وه. مور د هغۀ حوصله اوچتوله.

    “زما زويه! تۀ مۀ وېرېږه! مېجر صاحب ډېر مهربانه دے، هغه زمونږ ملګرے دے، زمونږ دښمن نۀ دے، هغه به مونږ پرېږدي.”

    پۀ حوصله موندلو هغه زلمے د تابوت نه راپاڅېدلو، مېجر ورته بيا د څملاستو اشاره وکړه، هغه زر پۀ وېره بيا څملاستو. مېجر ښي لاس ته ولاړ کپتان ته اشاره وکړه، “خپل فر ض ادا کړه!”

    کپتان زر تمانچه راوويسته، دغه وخت دوه سپاهيان پۀ منډه راغلل او هغوي د دغه زلمي مور پلار تابوت نه لرې ودرول. کپتان راټيټ شو، تمانچه ئې د زلمي پۀ زړۀ کېښودله او ډز ئې پرې وکړو. دا ټول هر څۀ دومره زر وشول چې د زلمي مور پلار پۀ هېڅ هم پوهه نۀ شول او پۀ تابوت کښې پروت زلمي ته هغه وخت پته ولګېده چې ګولۍ د هغۀ د زړۀ نه وتلې وه. د هغۀ د مرۍ نه يوه چغه ووتله، هغه پۀ تابوت کښې را اوچت شو، بيا پرېوتو او د هغۀ پښې او لاس پۀ ټوپونو ټوپونو د تابوت سره وجنګېدل او بيا غلي شول. د هغۀ شنې سترګې هم هغه شان وازې پاتې شوې.

    بوډا زميندار او د هغۀ ښځې چې د خپل زلمي زوي چغه واورېده نو د تابوت طرف ته ئې رامنډه کړې. د هغوي سترګې د حېرانتيا نه بقې راوتې وې. د خپل زوي لاش ته ئې کتل او پۀ چغو چغو ئې ژړل.

    مېجر، کپتان او سپاهيان د تابوت نه لرې شوي وو. هم دغه شان يو څو منټه تېرولو نه پس مېجر سپاهيانو ته اشاره وکړه، دوه سپاهيانو زميندار او د هغۀ ښځه د تابوت نه لرې کړل. پۀ تابوت ئې سر کېښودو او مېخ ئې پرې ټک وهلو. تابوت ئې بيا پۀ اس ګاډي کښې کېښودلو.

    “دا ځان سره يوسئ، دا وړاندې هم لاش ؤ او اوس هم يو لاش دے”.

    يو سپاهي د اسپې واګې زميندار له پۀ لاس کښې ورکړې. هغوي د اس ګاډي سره پۀ مزه مزه روان شول. دواړو سم ډېر ژړل. هغوي ته پۀ کتلو کپتان ووئېل،

    “اوس هم هغه شان ژاړي لکه څنګه چې ئې وړاندې ژړل.”زلم

  • حراموڼې – لائبه افروز زئ

    [پښتون پهٔ دې ویاړي چې د خپل روایت سره سم ئې پښتو ژبې د پاره نوي لیکوالان او لیکوالانې مخې ته راوستي او د هغوي د فن داد او ډاډ ورکولو سره ئې دغه روښانه فکرونه اولس ته رسولو کښې خپل کردار لوبولے دے.

    لائبه افروز زئ، چې پهٔ اردو ژبه ئې لیکل کول او اوس هم کوي، زمونږ د ملګري مجیب الرحمان خټک پهٔ ارتباط د پښتون سره وابسته شوه. د هغې وړومبۍ لنډې قیصې ‘خالي کور’ او دې پسې ‘بنده کوټه’ چې مجیب خټک ئې پښتو ته ژباړه کړې وه، نه پس دا افسانه ‘حراموڼې’ هم شاهکار لیکنه ده چې د Personification روایت پهٔ پښتو افسانه کښې پهٔ یو نوي ډول د معارفي کولو نخښې لري.

    مونږ لائبه افروز زئ ته د پښتون پهٔ پاڼو هرکلے وایو او د ملګري مجیب الرحمان خټک مننه کوو چې د قیصې دغه چینه ئې پښتون سره معارفي کړه.]

    حراموڼې

    پۀ لاس ئې د ملهم لګولو پۀ وخت د خولې نه اٰه ووتو نو خپلې شونډې ئې وچيچلې، د سترګو پېمانو نه ئې اوښکې راوڅڅېدې، د اننګو د زمکې د اوبۀ خور نۀ پس د زنې پۀ لاره پۀ ځولۍ کښې لکه د سپينو دردانو پۀ غورزېدو شوې. هغې د مړوند سره نښتې څرمن پۀ پټو سترګو راکښله، بيا ئې پرې پټۍ وتړله او حېرانه دريانه در او دېوار ته برنده شوه. د دروازې د پرانستو تمبو پۀ کچن کښې سوړ نغرے پۀ نظر راتلو چرته چې هغې پۀ خپلو سترګو خپل خيالونه او خوبونه شنه لوخړه ليدلي وو. هلته اوس هم دېوالونو ته لوګے ورغاړه وتے ؤ چې څۀ دائرې ئې هلته اوس هم پۀ نظر راتلې. هغۀ پۀ بيړه بيړه راړواندې شوه. هغې خپل خوبونه د سوزېدو نه ژوندي پاتې غوښتل خو خپلو ګوډو ورته ووې چې پاڅېدې نۀ شې.

    چې بل خوا ئې وکتل نو بهر ئې ورسره نزدې د خځلو پۀ ټوکرۍ کښې نظر داسې ښخ شو لکه د تاودوخې پۀ منفي ټيټې درجې چې اوبۀ واوره شي. دا د خځلې هغه ټوکرۍ ده چرته چې زما فکر د زېږون پۀ ګناه کښې پۀ ټوټو ټوټو کښې ويشلے او غورزولے شو ے ؤ لکه د شپې پۀ تيارۀ کښې چې تش پۀ نوم پاکبازان سماج د بوج د لاندې ټيټ روان ګناهونه خپل غورځوي. د سحر پۀ رڼا کښې چې پۀ ډېران د مړۀ ماشوم د ځان پۀ ليدو يوه غوغا جوړه شي. پۀ هر لوري پسې پس پاڼې شروع شي ـــ خو زما دخيالونو پۀ ټوټې کېدو نۀ د چا پۀ سترګو کښې اوښکه راغله او نۀ څۀ غوغا جوړه شوه، نۀ د څۀ قسم د مېډيا د ګاډي هارن وغږېدو، نۀ تفتيشي ټيم څۀ شهادتونه راجمع کړل، نۀ چرته پۀ اخبار کښې دوه ګوتې خبر راغلو ـــ دا يو بوګنوونکے مرګ ؤ چې زما پۀ وړاندې وشو او پۀ زړۀ مې نقش شو ـــ چې درد به ئې زما پۀ سينه کښې لکه د اور پۀ شانې سرې سکروټې پروت وي. دا يو ځوانيمرګے غم ؤ چې د زړۀ پۀ رګونو کښې به لکه د وينې پۀ شان چورلي، دا هغه نوحه وه چې تل به پۀ زړۀ لکه د چابک ګوزارونه راکوي، دا هغه ماتم دے چې چرته به هم ترې وزګاره نۀ شم.

    “باجي څۀ وشو؟ تۀ خفه غوندې ئې،”

    واړۀ ورور ئې لېپ ټاپ شټ ډاون کړو او وې وئيل.

    “هېڅ هم نا”، هغه موسکۍ شوه او بستره پۀ څنډلو سر شوه. پۀ موبائيل زنګ راغلو، هغې مخې سره وکتل، د خاکواني صاحب مسېج ؤ. معين صاحب تا ته څۀ وئيل غواړي؟ پۀ مخ ئې يو رنګ ورانېدو او بل جوړېدو. څۀ وئيل غواړي؟ څۀ وئيل غواړي، زۀ څۀ ووايم؟ د ځان سره پۀ ګوڼېدو شوه. پۀ اوږه ئې د چا لاس وګاڼۀ نو د ځان سره حېرانه پاتې شوه. چې پۀ شا ئې وکتل نو فهيم ولاړ ؤ.

    باجي خېر خو دے کۀ نه؟ د هغې زغم مات شو او د سترګو نه ئې راوڅڅېدو. د کوټې ور ئې بند کړو او ټول حال باندې ئې هغه خبرول غوښتل. د سترګو څڅواکي ئې رو رو زړۀ نرم کړو،

    “تۀ هېڅ فکر مۀ کوه باجي!” د ډاډ نه ډکه خبره ئې د ورور نه واورېده. “تۀ غسل خانې ته لاړه شه، زۀ درته بهر ولاړ يم.”

    د موبائيل ټلۍ پۀ يو مخ غږېده. هغه ډېره پۀ توندۍ د غسل خانې پۀ لور پۀ منډه لاړه، خپلې غاړې ته ئې د دوو ګوتو چونډۍ ور واچوله او خپله وار خطا ساه ئې ډېره پۀ ګرانه ټيکاو کړه او پۀ دواړو لاسونو ئې موبائيل راواخستو. د بل اړخ نه يو دروند اواز د پړدو سره وډغېدو. پۀ مرۍ کښې د نښتي اواز بهر راويستو د پاره هغې داسې هڅه کوله لکه يوه مانده او ډنګره جينۍ چې د کوهي نه د اوبو ډکه ډولچه راويستلو د پاره کوي.

    “تۀ زما خبره اورې کنه ګلابې؟”

    مخاطب ورته د سوالي پۀ شانې ووې ـــ وچه ژبه چې د غوچکو توکاڼو جوړولو نه هم معذوره وه، هغي ځان سنبال کړو او د اواز ډولچه ئې پۀ خپل ټول زور لګولو سره راوښکله. لفظونو د مرۍ غوټۍ وشلوله او بهر راووتل،

    “هو جي! زۀ ستاسو خبره اورم.”

    دېوال ئې ټينګ نيولے بهر ته ئې سترګې برندې نيولې وې، هغې ووې.

    د خبرو کولو پۀ وخت هغې بيا بيا خپلې جامې پۀ ځان پورې داسې رانغښتې لکه د سړي د اواز چې سترګې وي او دا ورباندې ويني. د مازغو پۀ کچه سلېټ ئې د نامحرم ټکے ډېر پوخ ليکلے شوے ؤ چې د هغې ورانول د بغاوت نه هم ستر جرم ګومارلے شو. نن دغې کاڼي وړومبے ګورذار خوړلے ؤ. بهر د قدمونو کړپه د هغې دا سوچونه د هغې د مازغو نه داسې وران کړل لکه څنګه چې خمر انګوري شراب لکه انساني عقل شل کړي. د ورور د ټوخي پۀ اواز هغې خپلې خبرې بس کړې، ټوټۍ ئې پرانسته، لاسونه ئې ووينځل، جامې ئې سمې راسمې کړې، بهر راووته. بې واره ساه ئې د باد پۀ شانې شور کولو. د خپلې ساه پۀ ځاے کولو د پاره کچن ته لاړه.

    ګلابې تۀ دلته ئې؟

    د ترور اواز ئې د دې منظر نه حقيقي دنيا ته راوسته. هغې سترګې پرانستې، د پاڅېدو هڅه ئې وکړه خو پاڅېدو کښې پاتې راغله. ترور! تۀ کله راغلې ؟

    بس اوس لږ ساعت وړاندې، تۀ مې ونۀ ليدې نو ستا کوټې ته راغلم، چې ومې کتل نو تۀ لاندې پۀ زمکه اوده پرته وې. ترور ئې ورته جواب ورکړو. هغه خو د خپل ژوند پۀ ټول سامان تالا کېدو باندې ويرژنه وه، د بهر حال نۀ به څۀ خبره وه. ترور ئې خوا ته راغله او ورسره کښېناسته. د هغې غمژن او ځوړند مخ پۀ ليدو ئې ووې،

    “ګلابې! خېر خو دے کنه؟”

    “جي ترور جانې! بس صفائي مې کوله، راوپرځېدم نو دلته کښېناستم؛ چې کله اوده شوې يم، بس هډو پۀ ځان پوهه شوې نۀ يم.”

    بنيادم څومره بې وسه او مجبوره شي چې خپل غم هم چا ته ښودلے نۀ شي. د زړۀ نه ئې اواز راغلو او هم هلته چرته ښخ شو. ترور ئې بهر لاړه. د يادونو تمبې وازې شوې. د هواګير يادونو يوه مرغۍ پري پۀ پر پړا راننوته او د هغې سره کښېناسته، د وخت پايه پۀ شا وچورلېده.

    د سوچ تمبې د پرانستېدو سره سمدستي هغه وختونه د مزغو پۀ پړدو رابرڅېره شول کله چې دکور پۀ انګڼ کښې د قهقهو پۀ شور کښې خداے خبر چې هغه کوم وخت ؤ، کله چې د هغې سره دانائي مجبوره شوه. هغې ترې نه د ځان د تروړلو ډېر کوشش وکړو خو دغه دانائي ئې د شعور پۀ تالاو کښې نوره هم پۀ چپو شوه. هر عام څيز ئې تر پامه خاص شو. نظر ته ئې داسې بينائي راغله چې د خارج دننه داخل ورته هم پۀ ډاګه پۀ نظر راغلو. پۀ مخونو ليکلې شوې قيصۍ ورته پۀ تکو تورو شپو کښې هم لکه د ستورو پړقېدې. پۀ خبرو اترو کښې پۀ نظر نۀ راتلونکې رویې او د داخل تريخ والے ورته پۀ مېدان ښکاره شو. پۀ سندرو، سازونو او ډرامو کښې ئې پناه موندل وغوښتل خو دا چل ئې هم سودمند ونۀ ګرځېدو.

    “اخر د شعور د اژدها نه ځان څنګه وساتم، کومه چې زما د ځان د خوړو سره ده؟” هغې به اکثر د ځان سره سودا کوله.

    “ظاهر ه ده چې بنيادم د بېلابېلو کېفيتونو مجموعه ده او پۀ ښۀ يا نۀ زړۀ خپل بېلابېل کېفيات او اثرات خپلوي. شاید چې زۀ هم د داسې حالاتو سره مخ يم.” هغه به موسکۍ شوه.

    کله به هغه د باطن پۀ سمندرکښې د سرکشه څپو پۀ پاڅون وبوږنېده چې هسې نۀ دا د څۀ طوفان نخښې علامې وي. بيا به ئې يو نظر ځان ته وکتل،

    “نه ګلابې! تۀ د وهمونو پۀ چکر کښې پرېوتې ئې!”

    پۀ شېبو شېبو به ئې کتابونه لوستل کۀ چرې دا مې د دې وهم دارو وګرځي، خو دغې دارو ئې مرض نور هم زيات کړو. اخر ورته د خپل مرام منزل خپلې لارې صفا پۀ ګوته کړې. هغه وډاره شوه چې دا هر څۀ به زۀ څنګه کوم؟ خو قدرت خپله فيصله اورولې وه. دغه فېصله پۀ ښۀ يا نۀ زړۀ خامخا قبلول وي.

    “باجي! تۀ خفه کېږه مۀ!” د ورور اواز ئې يو ځل هغه د سوچونو نه پس بيا کوټې ته راوسته،

    “تۀ فکر مۀ کوه! زۀ سمه دمه يم.”

    هغې پۀ بيا غوندې موسکا کښې ووې،

    “تۀ ما ته د بازار نۀ د دړدونو ګولۍ راوړه.” د ورور د رخصتولو نه پس چې هغه د المارۍ پۀ اډاڼه ودرېده نو څۀ ګوري چې څۀ کتابونه د ژوبل ځان سره پۀ وينو سرۀ شنۀ پراتۀ وو.

    “زما سره پۀ تاسو هم ډېر څۀ تېر شول ـــ ارمان چې تاسو خو مې خوندي پاتي کړي وئ!!! خو زۀ تاسو ته ملامته يم چې ما ستاسو د پاره هېڅ هم ونۀ کړے شول.”

    هغې کتابونه رايوځاے کړل. او ورته ئې ووې،

    “دا ستا او زمونږ د ټول عمر يارانه ده ګلابې! ملامته خو مونږ يو چې ستا مو هېڅ لاس مدد ونۀ کړے شو ـــ خوخوشحال پۀ دې يو چې مونږ د خپل مينه وال سره ژوبل شو او پۀ دړد کښې ئې شريک شو.”

    پۀ يو ګت کښې يوې ورستې او شلېدلې پاڼې ووې نو ټول کتابونه ورسره پۀ يو خولۀ شول او د دغې شلېدلې پاڼې د خبري تائيد ئې وکړو. هغې پاڼه راچته کړه، د زړۀ سره ئې جوخته ونيوله او پۀ ورکو فکرونو کښې ورکه شوه.

    “تا ته پته ده د يادونو پۀ منډېرۍ چې کله پاڼې پاڼې خيالونو د يو ګل شکل موندلے ؤ نو زۀ د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېدم. زما یقين نۀ راتلو چې دا کله او څنګه وشو؟ اوس د دې ګلونو وړومبۍ غنچې ته کور ته راتلل وو. ما پۀ هر لور نظر واچولو نو هر طرف ته د روايت غنې غنې او ازغنې پۀ نظر راغلې. پۀ ټول کور کښې چرته داسې ځاے نۀ ؤ چې پۀ دې غنچې مې ښکلا ور بخښلې وه. زۀ څومره بد بخته وم؟”

    نو د کتابونو المارۍ راته ووې چې تۀ دومره فکر ولې وړې ئې ګلابې! مونږه به ستا کله پکارېږو ؟ تۀ د ګلونو دا غنچه زمونږ سره کېږده، مونږ به ئې خپلې ځولۍ کښې پټه وساتو.

    نو ما ورته د دې پۀ ځواب کښې وئيلي وو چې زما زړۀ ته دا راتېرې المارۍ ګلونه څو ته پۀ خپله لمن کښې پټولے نۀ شې نو د دې ګلونو خوشبوئي؟

    وخت د بې لګامه اس غوندې پۀ توندۍ روان ؤ او شعور خپله چجه پرانستې پۀ خپله لاره روان ؤ. د اسمان دندناکه فضا پاکه صافه شوې وه. قدمونه د څۀ قسم ډار او وېرې نه مخ پۀ وړاندې روان وو. د اندېښنو وريځې به را اوچتې شوې او بيا به ورانې شوې. د روايت غنو او ازغو پڅېدل شروع کړي وو. تيارۀ د تتې رڼا پۀ کېدلو پۀ ډوبېدو وه. د هوا يوه تونده چپه راغله چې زما د زړۀ ټولې جذبې ئې هواګيرې کړې. د کور پۀ لوړو دېوالونو کښې بندي فکر ئې بهر کتلي هم نۀ وو چې د مشر ترۀ زور دار اواز مې قيامت راوستو،

    “چرته ده دا ګلابه؟”

    هغه ژړغونې شوه، سترګې ئې راډکې شوې، د اذيت د ژور او بې سره سمندر د اذيت چپې پۀ دانګونو بهر راوتې. د ترۀ زوردار اواز ئې يو ځل بيا د غوږونو سره وډغېدو،

    “دې زمونږ د کورنۍ ننګ او عزت خاورې ايرې کړو! زمونږ د ښځو اواز چرته د دې دېوالونو نه بهر چا نۀ ؤ اورېدلے خو د دې جينۍ خبرې پۀ حجره جومات کښې کېږي. دا د سوونو کالو راهسې راروان رواياتونه ماتول غواړي.”

    د کور ټول بنديان پۀ منډه منډه د کور انګڼ ته راغلل. پۀ صابن لړلو لاسونو نه ئې صابن وغورځېدو. د شعور د قيمت د پرې کولو وخت راغلے ؤ. د وېښتو نه پۀ راکښو انګڼ ته پۀ ډېره بې دردۍ سره راکښلې شوه. مشره چاچي ئې بې رحمه وه ـــ وړوکے ورور ئې د دېوال سره پۀ ډار ولاړ ؤ ـــ د مشر ترۀ څپلۍ ئې پۀ ځان او پۀ سر پرله پسې راورېدې ـــ دېوالونو پۀ کړس کړس وخاندل ـــ پۀ اسمان د غم لړۍ خورې شوې وې ـــ د نمر رنا تته شوې وه ـــ هواګانو خپله لار بدله کړې وه ۔ـــ هېچا هم دا جرأت نۀ شو کولے چې مشر ترۀ ئې د لاسه نيولے وے او د غه کار نۀ ئې منع کړے وے. د وېښتو د راکښو سره سره به ئې کله پۀ لتو او کله پۀ څپېړو وهله ـــ مخ او شا يو ځاے ئې هم سلامت پاتې نۀ شو ـــ د هغې اواز پۀ سلګو سلګو شو ـــ هغې پۀ سلګو سلګو پاڼې ته خپل خاپونه او تڼاکې ښودلې ـــ چې پۀ دې کښې ئې ورور د دوايانو او اوبو ګلاس پۀ لاس راننوتو. هغې پۀ ولاړه ولاړه دارو وخوړل او ورور ته ئې د لاس پۀ اشاره د بهر تلو د پاره ووې او هغه بهر لاړو.

    “د ګولو تريخ والے مې د مشر ترۀ د لهجې او رویې نه لږ کم دے”، هغې د ځان سره ووې.

    ماتې خوړلې حېرانه ولاړه وه چې پاس پۀ المارۍ کښې پروت د باچاخان تصوير ته ئې پام شو لکه چې هغې تصوير دې ته وې،

    د بغاوت نه پۀ شا نۀ شې!”

    ګوره چې دغې تصوير ته ئې کتل نو پۀ خندا شوه او د لوظ پۀ توګه ئې ورته خپل سر وخوځوۀ.

    هغې پۀ ژوبل لاس پۀ رپېدلو ګوتو قلم ونيو، کاغذ ئې راواخستو او ليکل ئې شروع کړل. ناڅاپه ئې مشر ترۀ کوټې ته راننوتو، د وېښتو نه ئې راکښله او ورته ئې ووې،

    “حرموڼې! د خپلې نه نۀ اوړې کنه ۔۔۔۔۔۔۔”

  • ماحولیات – ناصر علي خان ایریدے

    دا چې غرونه هوارېږي

    ځنګلونه هوارېږي

    د انسان مادي هوس کښې

    اميدونه هوارېږي

    يو خوا ته کۀ د ماحولياتو افاقي مسئله ده، بل خوا زمونږ صوبائي حکومت نوره هم زياته کړه. ډېرې بې دردۍ سره لګيا دي او د دوو پېسو دپاره ئې زمونږ د صوبې جمالياتي مخ خيچن کړو او قدرتي حسن پسې داسې لګېدلي دي لکه ظالم ښکاري!

    زمونږه پښتونخوا پۀ جمالياتي توګه ډېره منوره ده، قدرتي حسن، نظارې، غرونه، سيندونه وغېره ددې سيمې ميراث او زينت دے. زۀ چې پۀ کومه ضلع کښې اوسېږم، يوه وادي ده. قدرتي حسن، نظارې، غرونه، پښتونخوا ته د تګ لار، اټک پل او پکښې ‘لنډے سيند’ درياے کابل بهېږي. د دې سيند پۀ غاړه ډېرې زياتې اونې، بوټي او جانګۍ دي. د دنيا مرغۍ ورته راځي؛ څۀ ځائي دي او څۀ نقل مکانۍ کوي ـــ خو بس پۀ زمکه ئې يو جنت راعطا کړے دے نۀ چې صرف د جنګ قيصې بلکې د لامبوزنو قيصې، د پېغلو د منګو سندرې وغېره وغېره ډېره ژورتيا لري. خو اوس دا رونق چمک پۀ تتدېدو دے. مونږ پښتون قوم د اول نه ستي پتي يو. زمونږ ژبه او ثقافت پسې خو خلق لګيا دي کار کوي ځکه چې اوس ئې پۀ سيند لاس پورې کړو. د سيند غاړه به پۀ غاړه پاتې نۀ شي او زمونږ د سيند پۀ خوا کښې چې کوم غرونه دي هغه هم.

    پۀ تېر دولت کښې چې پروېز خټک د اکسائز اېنډ ټېکسېشن وزير ؤ نو د ټولو نه غټ ګُر د دۀ دا ؤ چې چرته به ئې لېر يا کنده وليده نو زر به ئې ورته ډانګې (کلوټ يا پولګې) ووهلې او هم پۀ دے کرتب کښې ماهر ؤ نو ډېر ئې څۀ پېدا کړل. پۀ کاکا صاحب کښې، منائي کښې، ګل ډېرۍ کښې ـــ لنډه دا چې چرته به لېر يا کنده ليده بس پولګے به ئې ورته وهلو او اوس چې دا ځل وزيراعليٰ شو نو سم کار ئې ورته ووې او پۀ غټه سطح ئې وانه شروع کړه. زمونږ لنډے سيند چې رونق، زينت او ورثه ده، ئې ګنده کړو او لا لګيا دي. پۀ غرونو کښې بمونه خلاصېږي، بې درېغه رانړېږي، ټرالۍ ترې نه ډکېږي او د سيند پۀ غاړه تشېږي. يو خوا خو زمونږ د صوبې خزانه هم لپنګه شوه او بل خوا ماحولياتو ته يوه غټه وېره ده. دا د شپېتۀ اربه روپیو ټېکه ده او دوي خو به پرې دغه يو يا زيات نه زيات دوه اربه خرڅ کړي. في الحال منظور شوې د 60 ارب ټېنډر دے او هم دومره به بيا منظورېږي.

    دا بوټي، جاړې، سيندونه، غرونه، کندونه، ژورې،لهړونه د زمانو راهسې پۀ طبيعي توګه ساز شوي دي او هم دې سره سره نور مخلوق هم پېوند اخستے دے او کۀ دا لېرونه دي يا کندې دي يا د سيندونو غاړې دي، د ځناورو پکښې خپلې خپلې ژالې، غارونه او سوړې دي، دې کښې ګوتې وهل نظام ګډوډېدل دي او هم د دې سيند پۀ غاړو غاړو ډېر زيات Amphibians (چې پۀ اوچه او لونده دواړو وسېدے شي چې دغه پولګو سره به نیست و نابود شي. د ډېرو مخلوقاتو ژوند به پۀ خطره کښې شي او اکثر مونږ مجله کښې لولو “او نن يو بل مخلوق د دنيا څخه ختم شو”، خو دوي خو اوس د سپګې د پاره کند سوزوي خو انجام ئې ورته پته نشته. زمونږ د زمکې نه چاپېره Ozone Layer (د اکسيجن چاڼ) د مخکښې نه اغېزمن شوے دے. بله مسئله دا ده چې دې سيند سره زمونږ د زمانو روايتو، جمالياتو او تاريخي ورثې پرتې دي لکه دلته زمونږ کلي مصري بانډه کښې د خوشحال بابا د کور اخري نړېدلے دېوال پاتې دے او زمونږ نه پورې نيم پۀ سيند کښې ډوب او نيم ښکاره د هندوانو څۀ اثاثې پاتې دي او داسې ډېرې نخښې نخښانې دي چې دې کلوټونو سره به دا هر څۀ ورک شي. بل خوا د زړۀ هم څۀ حق شته دے. سيند سره ورکې شوې قيصې چې صرف زړۀ ته يادې دي، د کاغذاو دماغو وتې دي، ګنډلې شوي دي او کۀ دا اثار ورک شول نو زمونږ پېژندګلو هم ختمه شوه. لکه پخوا به پېغلو اکثر پۀ دا ډول سندرې وئېلې “دا د ګودر غاړه ده او دا د ګودر غاړه”، خو پس د دې نه به پکار وي چې زمونږ پېغلې دا سندرې ووائي:

    دا غاړه اوجاړه ده

    بل اړخ ته شاړه ده

    دلته خشاک مۀ کوه

    دغه يوه جاړه ده

    دې کښې زمونږ د سماج د پوهې د کمۍ وجه ده. دا زمونږ د خلقو د پوهې سطح ده چې څومره ورڅخه بد کوي، پۀ خوشحالۍ به ورته هرکلے وائي. چې پروېز خټک څنګه اعلان وکړو “زۀ به تاسو ته سيند نه دواړو اړخو ته بندونه وهم”، بس دې خلقو بې سوچه د خوشحالۍ نه چغې کړې. چا پروېز خټک، چا عمران خان او چا پي ټي اٰئي زنده باد نعرې شروع کړې، خو چا هم پۀ دې څۀ تنقيد څۀ چې سوچ قدرې ئې هم ونۀ کړو چې دا څۀ دي او څۀ کېږي؟ خو زۀ پۀ يو راز هک پک پاتې شوم چې د نورې محکمې غېر سياسي تنظيمونه چې پۀ سېل سپاټه، ځنګلونو يا ماحولياتو کار کوي، چرته غېبې شوې دي او کۀ نه د غېبي لاس اغېز پۀ هغوي هم شوے دے.

    پۀ څومره توندۍ سره چې د ماحولیاتو قتل عام روان دے، دومره پۀ دې حقله اولس کښې شعور بېدارېدلو. تبدیلي سرکار د بلین ټري سونامي پۀ نوم اولس بې غوره کړو. څۀ موده وړاندې دغه سونامۍ کښې هم د هیلي کاپټر د تېلو بوي ښکاره شو او پۀ دغه منصوبه کښې د غبن خبرې مخې ته راغلې. نزدې ورځو کښې د خپور شوي یو سرکاري رپورټ تر مخه کومې سل کروړه )بلین( اونې چې یادېدې، هغه دوه د پاسه شل کروړه وختلې. سوال دا پېدا کېږي چې داسې ولې وشول؟ سوال دا پېدا کېږي چې اٰیا دا غبن به هم هضم کړے شي؟ سوال دا پېدا کېږي چې د ماحولیات سره به دا ‘انصاف’ تر کومې روان وي؟

    دې بنیادي نکتې ته چا هم پام نۀ دے کړے چې د بلین ټري سونامي چې اوس ئې حقیقت مخې ته راتلل شروع شوي دي، د پاره د ارباو روپیو خرچه کولو پۀ ځاے دغه سیمو ته د ګېس یا د لرګي متبادل بل کوم خشاک )ایندهن( رسولو منصوبه بندي ولې ونۀ کړې شوه؟ کۀ خلق خشاک د پاره د اونې او ځنګلونو کټائي پرېږدي نو ډېر زر به د ماحولیات متناسب کېدلو نتیجې مخې ته راشي.

    پېښور “ګرین” کولو د پاره کروړونه روپۍ چې تبدیلي سرکار خرچ کړې وې، او هم کروړونه ئې پېښور خلقو ته شین ښودلو د پاره پۀ تشهیر خرچ کړې وې، څنګه پۀ هنر او خاموشۍ سره هغه شین پېښور بیا کندې کندې کړے شو. پۀ قول د عمران خان، “جنګله بس” د پاره د ښار یواځینے ارت سړک هم نیم د “جنګله بس” د خېټې لاندې کړے شو. هغه جنګله بس چې پۀ پنجاب کښې پرې تنقید کېدلو، هغې د پاره پۀ اربونو روپۍ د اېشیائي ترقیاتي بېنک نه واخستې شوې.

    دا چټلې کور ته چا رتوړې؟ مونږ پښتون پۀ خپله د خپلې ناپوهۍ د لاسه! پوهه به مو راشي خو چې اوبۀ د ورخه تېرې شي. بې انصافي به ووینو خو کۀ د ‘انصاف’ تبدیلۍ ته مو پۀ پرانستو سترګو وکتل.

  • اردو يوه استعماري ژبه – فېصل فاران

    هره ژبه خپل تهذيت، ثقافت، سماج او خاص سياسي ذهنيت هېنداره وي. ګويا ژبه تر ډېره حده د هاغه روادارۍ مترادف نه ده څۀ ته چې سيکولرازم وئېلے کيږي خو داسې ده چې ځنې ژبې د خپل ماحول له رويه تر ډېره حده رواداره وي لکه پښتو کښې د امروزه ژبې او فوک لور له رويه ئې د روادارۍ بې شمېره مثالونه موندل کيږي ځنې ژبې د تنګ نظرئ او تربګنۍ پله زيات روز کوي لکه اردو ژبه. ددې خبرې پۀ ثبوت کښې د تهذيب، مذهب، سماج ثقافت، سياسي ذهنيت پۀ بنياد عبراني، اسرائيل، سنسکرت، هندو دهرم، عربي اسلام، پالي بدهـ مت، ګرمکي سکهـ مت، پنجابي، ګجرانواله، لسي، لنګ، کپورے، اوجړي، سري پائے. اردو پان، ګوټکه، اګره، لکهنو، پاجامه دا ډېر مخامخ مثالونه دي. بل خوا راشئ! دنيا کښې اوسني وخت کښې دوه داسې ژبې دي چې مذهبي حېثيت لري يو عبراني چې د اسرائيل قامي ژبه ګرځولې شوې اګر کۀ دا يوه مړه شوې ژبه وه خو د مذهبي تقدس پۀ بنياد بيا راژوندئ کړې شوه او مصنوعي اکسيجن ورته ورکړے شو بله اردو ژبه د کومې ابتدا چې د مسلمان هندو تر مېنځه د فرقه واريت فورټ وېليم کالج کښې شوې وه او انتها ئې د هندوستان پۀ وېش باندې تمامه شوه لکه څنګه چې بابائے اردو عبدالحق وائي چې پاکستان جناح يا اقبال نه بلکې اردو ژبې جوړ کړے دے مونږ ګورو چې د فورټ وېليم کالج نه وړاندې اردو او هندي يوه ژبه وه چې ورته به ئې هندوي وئېل خو دغه کالج کښې دغه يوه ژبه د مذهب پۀ بنياد ووېشلې شوه يو ته د اردو او بلې ته د اعلٰي هندي نامه ورکړے شوه. مسلمانو منشيانو لکه مير حېدر علي افسوس، مير امن دهلوي او دغسې نورو ته ووئېلے شو چې تاسو خپله ژبه صفا کړئ او د هندي سنسکرت لفظونه ترې وباسئ او هندوانو منشيانو لکه سدل مشر او للو لال جي او دغسې نورو ته ووئېلے شو چې خپلې ژبې نه د عربۍ، فارسۍ لفظونه وباسئ او ديوناګري کښې وليکئ لکه څنګه چې فرېنک اي کي اے خپل کتاب (A History of Hindi Literature) کښې ليکي چې (Modern high Hindi was developed from urdu by the exclution of Persian & Arabic words) دا د تصوير يو اړخ دے . د تصوير بل اړخ دغه دے چې هاغه ژبه کومه چې مونږ د امير خسرو، تبيرداس، ملا وجهي، خواجه ګېسو دراز، شاه جانم،ميراں جيقطب قلي شاه ليکونو کښې ګورو وينو هم دغه هندوي ژبه هاغه ژبه ده چې د فورټ وېليم کالج نه وړاندې او د دهلي لکهنو د اشرافيه د اصلاحي تحريک نه مخکښې د هندوستان د اولس پۀ عامو ژبو کښې يوه ژبه وه.

    فورټ وېليم کالج، لارډ وېلز لي، مېسور کښې پۀ سلطان ټېپو د برياليتوب خوشحالۍ کښې يو کال پس هم پۀ دغه ورځ پۀ کومه ورځ چې ګټه موندې وه پۀ1800زکښې بنياد کړے ؤ. دې کالج کښې چې پۀ علمي مخه د ژبې له رويه د هندو مسلم د وېش کومه منصوبه روانه شوې وه لږه موده پس هغې هاغه وخت رنګ راؤړو چې کله هندوان مسلمانان خپلو کښې د ژبې پۀ سر ونښتل هم دغه انښتنه وروستو مسلم ليګ راؤتو او تر اوسه پورې پۀ پاکستان کښې دننه هم دغه انښته د نورو قامي ژبو لکه بلوچي، سندهي، پنجابي، پښتو، سرائيکي سره د اردو روانه ده. نوميالے څېړنکار ګيان چند جېن خپل کتاب “ايک بهاشا دو لکهاوټ” کښې پۀ دې باندې ډېر مدلل بحثونه کوي نو جواب کښې اردو دان بد رد وائي خو تر اوسه ئې چا پۀ تاريخي حوالو او دلائلو د جواب کوشش نه دےکړې اپوټه پۀ هغه د فرقه واريت تور لګوي حالانکه دا عجيبه خبره ده ځکه هغۀ خو اردو او هندي يو ژبه ګڼلې يعني د د فرقه واريت پۀ لساني توګه نفي کوي. اردو ته خو سر محمد اقبال بار اېټ لا تر دوره پورې هندي هم وئېلے کېدۀ لکه هغۀ وائي:

    گرچہ ہندی در عذوبت شکر است

    طرز گفتار دری شیریں تر است

    اردو او هندي کۀ يوه ژبه نهوه نو نن به مونږ د هندوستان د فلمونو پۀ هاغه ژبه نه پوهېدو چې ورته هندي وئېلے کيږي. دا هم نه دي هېرول پکار چې د اردو او هندي دې شخړه کښې انګرېزان همېشه د مسلم ليګ او مسلمانانو سره ولاړ ؤ. ځکه چې آل انډيا کانګرېس د داسې خلکو لاس ته تلے ؤ چې هغوي د خپلواکۍ او اولس سياست پېل کړو نو ځکه سرسيد احمد خان ددې مقابله کښې انډين پېټرياټک اېسوسي اېشن جوړ کړو اګر کۀ هغۀ د وړاندې نه هم د راجه شيو پرشاد د انډين لائن اېسوسي اېشن غړے ؤ. دغه دواړه ګوندونه د انګرېز استعمار سره د وفادارۍ پۀ بنياد باندې جوړ کړې شوي د هندوستان د هندو مسلم اشرافيه تنظيمونه ؤ. جي اېف آئي ګراهم خپل کتاب (Sir Syed Ahmad Khan Life & Works) کښې ليکي چې:

    “سرسيد احمد خان به وې چې ما د تش پۀ نوم کانګرېس پۀ مقابله کښې د يو دروند کار ذمه اغستې ده او انډين پېټرياټک اېسوسي اېشن مې جوړ کړې دے او زۀ ډېر خوشحاله يم چې دا ووايم چې مسټر تهيو ډور بېک د مرستې نه بغېر ما دا کار نه شو ترسره کولې.”

    امام الدين ګجراتي کتاب د “سر سيد احمد خان کے آخری مضامین” پۀ نامه مرتب کړے هغې کښې سر سيد احمدخان د خپلې مړينې نه شپږ مياشتې مخکښې يو مضمون کښې ليکلي دي چې:

    “زمونږ مذهبي فريضه ده چې د انګرېز سرکار خېرخوا او وفادار پاتې شو. د سرسيد احمد خان پۀ حقله د دو قومي نظريه غلط تصور بابائے اردو او الطاف حسېن حالي خور کړے يعني خپله سر سيد احمد خان د1857زد جنګ ازادۍ د لوے مجاهد د بجنور د بريال د حافظ رحمت خان روهيله د نمسي، د نواب محمود خان روهيله پۀ حقله پۀ تاريخ بجنور کښې سپورې سپکې وئېلي او نامه ئې ورته د محمود پۀ ځائے “نامحمود” ليکلې. هم دغسې جنرل بخت خان عمر خېل مندڼ ته ئې هم “نابخت خان” ليکلي. د سر سيد احمد خان او د دغه قبيلې د نورو د انګرېز وفادارانو د کوششونو نه مخکښې هندو، مسلمان اتحاد د انګرېز مقابله کښې تر دې حده رسېدلے ؤ چې کله ملايانو به د عيسائي پادريانو سره مناظرې کولې نو هندوان به ورسره برغ ولاړ ؤ لکه د ديوبند مولانا قاسم نانوتوي چې کله يو عيسائي پادري ته مناظره کښې ماتې ورکړه نو هندوان دومره خوشحاله شو چې مټيايانې ئې وېشلې او وئېل به ئې چې اودي پټکي والا مولا خو کمال وکړو هم دغه زمانه کښې علمائے دېوبند کانګرېس ته د مرستې لاس ورکړے ؤ. دې نه دا ثابتيږي چې د پاکستان تحريک کښې بنيادي کردار د اردو ژبې نه اغستے شوې دے او دا کردار دومره څرګند دے چې کله وېش وشو نو جناح صېب پۀ ډهاکه، بنګله دېش کښې خپل يو انګريزي وېنا کښې اووې چې د پاکستان قامي ژبه به اردو وي نو پۀ دې بيان داسې اوور بل شو چې هنګامې، جلوسونه شورو شو دغه هنګامو کښې چې کوم خلک اووېشتے شو نو ډېر وروستو د هغوي ياد کښې اقوم متحده 21 فروري د مورنيو قامي ژبو ورځ وټاکله. هم د هاغه شهيدانو ياد کښې چې خپلې مورنۍ ژبې دپاره وژلې شوې ؤ د بنګال سياست د خپل واکۍ رنګ واغستو او انجام ئې خپلواک هېواد اووتو. دې نه دا ثابيږي چې برصغير کښې يوه پېره نه دوه پېرې د ژبې پۀ بنياد باندې وېش شوې دے. د آل انډيا کانګرېس مشران پۀ دې حقيقت پوهېدۀ چې ژبه هله سياسي رنګ اخلي فرقه واريت پله ځي چې حق ئې وتروړلے شي ځکه د وېش نه پس جواهر لعل نهرو د ژبو د حقونو دپاره ډرافټنګ کمېټي د هندي دستور اتم شيډول دپاره جوړه کړه. دې کمېټي د هندوستان دولس ژبې قامي ژبې وګرځولې نو هغۀ پکښې ديارلسمه ژبه اردو پۀ خپل لاس وليکله. کله چې يو پوهاند اېم ستيا نارائن ترې پوښتنه وکړه چې اردو هندوستان کښې د چا قامي ژبه ده نو دۀ ورته جواب کښې اووې چې دا زما د پلار نيکۀ ژبه ده. نارائن ورته جواب کښې اووې چې تۀ شرم وکړه، يو برهمن سړے ئې او اردو ته د پلار نيکۀ ژبه وائې خو هغۀ دا هر څۀ وزغمل او اردو ته ئې خپل حق ورکړو. هم دغسې د هندوستان د وېش نه مخکښې مهاتما ګاندهي هم د هندو مسلمان د يو والي دپاره د يوې ژبې دوه رسم الخطونه تحريک چلولو وېش نه پس ورته نوميالې سياست دانې رېحاني طيب جي خط وليکلو چې اوس خو وېش هم وشو ځکه د اردو د پاره هم ديوناګري رسم الخط پکار دے د عربۍ د رسم الخط ضرورت نشته. مسلمانانو ځان له بيل ملک خوښ کړې. دا خو تۀ پۀ هندوستان کښې د دوېم پاکستان بنياد کېدې نو ګاندهي جي چې ورته کوم جواب ورکړو هاغه جواب د اردو لوے لسانياتي پوهان ډاکټر مسعود حسېن خان خپل ليک “اردو زبان تاريخ، تشکيل، تقدير” کښې داسې ليکي:

    “دې مرد دروېش ورته جواب ورکړو چې کۀ مسلمانان مونږ پۀ ديو ناګري رسم الخط مجبورو نو دا به ورته نا انصافي کوو او کله چې نا انصافي اقليت سره کېږي نو د اکثريت ګناه پۀ دوه دوګڼه منلے شي.”

    بل خوا زمونږ بابائے قوم دے چې کله وېش نه وړاندې د ډاکټر خان صاحب حکومت د وار د سکيم د لاندې پښتو تعليمي ژبه وګرځوله نو دوي وائسرائے ته خط وليکلو او هغې کښې چې کومې غوښتنې شوې وې نو هغې کښې يوه ‌غوښتنه دا هم وه چې صوبه سرحد کښې دې پښتو د تعليمي ژبې نه لرې کړې شي. يو وجه دا هم ده چې د مسلم ليګ اشرافيه د سي پي يو پي سره تعلق لرونکې وه او مسلم ليګ ته هم دغه ځائے نه اولسي طاقت مېلاؤ شوے ؤ هم دغه ځائے د هندي اردو د شخړې منځ ؤ هم دغه ځائے فرقه وارانه سياست ته وده ورکړې ده. د مسلم ليګ مشران پۀ اکثريت کښې د اردو ويونکي ؤ تر دې چې د بنګال نه د مسلم ليګ تر ټولو لوے مشر نواب سرسليم الله خان چا چې د مسلم ليګ بنياد خپل کښې کښې ايښے او د هغۀ ځوے خواجه ناظم الدين هم چې بنګاليان ګڼلے کيږي دراصل بنګال کښې راغليا ؤ، کشميري نژاد اردو وئيونکے ټبر ؤ نو دغه خلکو د مسلم ليګ پۀ ذريعه د اردو د زبرګه کېدو خڅه وکړه هيڅ شک نشته چې دغه هڅه پاکستان کښې کاميابه شوه او د څو لکهو خلکو يو ژبه چې پۀ پېراشوټ باندې د لکهنو دهلي نه راغله او پۀ رياسي پالېسي باندې د پنجابۍ، سندهۍ، سرائيکۍ، بلوچۍ او پښتو پۀ مقابله کښې د قامي ژبې پۀ طور باندې پېش کړې شوه اګر کۀ اردو نه علمي ژبه، نه مذهبي ژبه او نه کوم خاص تمدني پس منظر لري. دغه اعتراف سر سيد احمد خان خپله هم کوي چې حيات جاوېد کښې الطاف حسېن حالي د‌غه بيان راؤړې چې اردو کښې نه علمي کتابونه شه نه ددې جوګه ده چې علمي کار پکښې وشي او نه داسې ژبه ده چې علمي زده کړې ترېنه وشي. هر څو کۀ د فرقه وارانه سياست د ودې دپاره وروستو انګرېز د حېدر آباد دهکن د مير عثمان علي خان پۀ ذريعه باندې اردو يونيورسټئ هم ددې کمبوت د لرې کولو دپاره جوړه کړه چې اردو کښې علمي کتابونه ترجمه کړي او تعليمي نصاب له پکښې باقاعده ترتيب ورکړي او ددې تور نه ځان راؤباسي خو ددې هر څۀ باوجود نن هم ډاکټر مبارک علي پۀ دې وېنا مجبوره دے چې ووائي چې اردو علمي ژبه نه ده اګر کۀ پۀ ترجمو او د عربۍ پۀ اصطلاحاتو پکارولو ددې نه د علمي ژبې جوړېدو کوشش کيږي خو داسې نه ده البته د شعر و ادب دپاره دا يوه ښۀ ژبه ده خو ددې حقيقت باوجود دغه ژبه پۀ نورو ژبو باندې مسلط کړې شوه دې کښې بنګالي خو زر ځان خلاص کړو، سندهي ورپسې خپله ژبه خپله صوبه کښې سرکاري ورګرځوله، بلوچي د رياستي ترهګرۍ ښکار شوه پنجابي البته اردو ته هرکلے اووې ددې وجه دا ده چې اردو خپله شپېتۀ فيصده نه زياته پنجابي ده د علتي حرفونو د پرې کولو نه کومه چې د اصلاح پۀ شکل د لکهنو اردو شاعرانو کړې اتيا فيصده پنجابي د سرف او نحو ډهانچه کښې اتيا فيصده مشابهه ده لکه چندني، چاندني، چدر، چادر، سورج، سرج، چوټ، چټ، ګل، ګال، نانچ، ناچ، پرين،پري، نانک، ناک، دغه حال د هندکو والا دے هندکو خپله يو ژبه نه د پنجابي لوېديزو لهجو کښې د چهاچهي، پوټوهاري يو لهجه ده چې يو خوا که هندکو وئيونکي پۀ ليک او تخليق کښې د اردو دپاره کار کوي نو بل خوا د دوي سياسي قبله هم همېشه د پنجاب پله وي. د هندکو ځنې ويونکي خپل بائېللے تشخص اردو خپلولو کښې ويني دغه ليکوالان د اردو پرچار ځکه کوي چې خپل هندکے تشخص پۀ څۀ نا څۀ طريقې سره خوندي وساتي او دې دپاره پښتون ضد فکر هم ضروري دے دې کښې خو داسې خو ساخته ليکوالان هم شته چې دا دعويٰ لري چې د ګندهارا تهذيت د هندکو تهذيت ؤ دوي به دا دعويٰ نه کوله کۀ چرې دوي پۀ دې حقله يواځې پروفېسر حسن داني غوندې ارکيالوجي پوهانو لوستے ؤ. کۀ تاسو د پېښور اردو اخبارونه وګورئ نو دغه ټول د بائېللي تشخص غم کښې وير کونکي قلم کاران پۀ پرې د کالم نګارانو پۀ شکل قابض وي او پښتون ضد بيانيه به خوروي او داسې ايشوز باندې به ليکل کوي چې د هغې نه ددې صوبې د خلکو سره څه تعلق وي او نه ئې ددې خاورې سره څۀ رګ و ريخه وي البته د يونس قياسي غوندې کالم نګاران چې ددې خاورې خپل بچي د استثنيٰ مثال لري.يو خوا کۀ پۀ ذرائع ابلاغ باندې اردو نه پس دوېمه وئېلے کېدونکے ژبه پنجابي ده بلکې اوس خو اردو پروګرامونو کښې هم بې درېغه پنجابي وئېلے کيږي. د شوبز خپله د وېنا ژبه مکمله پنجابي ده نو بل خوا د لشکر طيبه غوندې د جهادي ګوند مشر حافظ سعيد هم دا مطالبه کوي چې پنجابي د پاکستان د ټولو نه لويه ژبه ده نو ځکه دې دا سرکاري ژبه وګرځولے شي ګويا اردو او پنجابي د يو بل متبادل ژبې دي خو بيا هم پنجابي ليکوالان پۀ دې حقله دومره حساس شوي چې اوس هغوي خپل کتابونه ګورمکي کښې ليکي او هندوستان نه ئې چاپوي. ددې يو بل ښۀ مثال د اردو د بد نام زمانه صحافي ضيا شاهد دے چې ټول عمر ئې د صحافت نه د بلېک مېلنګ کار اغستے دا هاغه کس دے چې د پښتونخوا د نوم پۀ غوښتنه ئې ټول عمر پښتانۀ مشران کنزلي غندلي دي او دا ئې د ګريټر پښتونستان سرنامه ګڼلے ده خو چې کله د سرائيکي صوبې خوځښت شورو نو خپل سرائيکي اخبار خبرا او اردو اخبار خبرين د سرائيکي مومنټ دپاره وقف کړل بل مثال د سندهايون دے چې هغوي ته هم ممتاز بهټو د اردو دانو او پنجابيانو د ټول مخالفت باوجود سندهي سرکاري ژبه وګرځوله او د خپل قام نه ئې د لسو سرونو والا اتل يعني ډهيسر خطاب وموندلو. بلخوا پښتون ته وګورئ. د اردو د ژبې د ټولو نه زيات ښکار پښتون دے او هر پښتون چې لږ ډېر تعليم لري هغۀ اردو ليکلے او لوستلے شي خو پښتو نه شي ليکے لوستلے ددې بد ترين مثال تېر وخت کښې د اېم اېم اے حکومت قائم کړے چې عوامي مېنډېټ ئې د شريعت د قانو دپاره اغستے ؤ خو اسمبلۍ کښې ئې بل د اردو ژبې د نفاذ پاس کړو. لکه څنګه تحريک انصاف عوامي مېنډېټ د بدلون دپاره اغستے ؤ او بل ئې د پښتون خوا د تقسيم او د هزارې صوبې دپاره پاس کړو. د اردو د تنګ نظرئ اندازه د تذکير او تانيث د مسئلې نه هم کېدے شي اګر کۀ دغه د تذکير او تانيث مسئله د اردو خٰپله مسئله ده دا ځکه چې کله اردو د لال قلعه غلام ګردشونو کښې خواجه سراګانو وئېله او دې ته به ئې اردو معلٰي وئېل هم دغه وخت او څۀ د نورو ژبو نه د اخذ و اکتساب پۀ وخت دغه د تذکير او تانيث مسئله اردو کښې پېدا شوې ده لکه د سپوږمۍ غوندې نسائيت لرونکے څيز ته چاند مذکر وئېل د اور غوندې د جلال نه ډک څيز ته آګ تانيث وئېل ددې د تذکر و تانيث غلط فهمي په اسانه څرګنديږي. دغسې اردو دان ولاړ لفظ هم نه شي جوړولې ځکه سټرائيک ته اسټرائيک، سپېشل ته اسپېشل، سکول ته اسکول وائي خو د خندا وړ ورته هاغه قامونه ښکاري چې د خپلې ژبې د ګرامري قاعدو مطابق اردو وائي. د اردو تاريخ د داسې مقابلو، مناظرو او تضحيک نه ډک دے چې دوي پۀ محاوره او متل يو بل سره جنګ کړے. د اردو لوے لوے شاعران پۀ دې قسمه مقابلو کښې شريک پاتې شوي لکه مير او سودا، مصحفي، انشا، آتش، ناصح، ذوق، غالب، سر محمد اقبال، حسن نظامي او د لکهنو او دهلي شاعران يو بل سره دغه قسمه فضول د ژبي او د لهجې د برترۍ او کم ترۍ بحثونو کښې ککړ پاتې شوي. اردو دان همېشه د لکهنو، دهلي، جے پور وغېره پۀ علاقائي نثبتونو هم فخر کوي او د يو بل ژبه او لهجه نه مني حالانکه حال دا چې د فېض احمد فېض د وېنا تر مخه د دهلي د لکهنو نه څو ميله بهر دغه اردو چې پاکستان کښې پۀ مونږ مسلط شوې ده نه وئېلے کيږي او دې لويو ښارونو کښې چې د اردو مرکزونه ګڼلے کيږي د هاغه ځائے مقامي پراکرتونو سره ورته ژبې وئېلے کيږي.پښتو نه علاوه اردو کشمير کښې هم ډېره ګټۀ کړې چې کله وېش نه پس کشمير کښې د کشمير ژبې پۀ ځائے اردو قامي ژبه وګرځولې شوه.

    نن کۀ مونږ وګورو هاغۀ پېښور چې يو وختې د رحمان بابا، عبدلحميدمومند غونتې شاعران د ميا عمر څمکنو او صاجبزاده محمدي غوندې پښتون پاله خلک ئې پېدا کړي کوم چې د پښتو مرکز ؤ نن هاغه پېښور کښې پښتانۀ د پښتو پۀ ځائے اردو کښې ليک لوست کوي دا ځکه چې ژبه يواځي لساني حقيقت نه دے دا سياسي حقيقت هم دے زمونږ کم فهمه جاهلان ليکوالان چې تر څو پۀ دې خبره نه وي رسېدلے چې ژبه او سياست خپلو کښې نه شي بيلېدے کۀ خپله ژبه شته کوي نو سياسي لاره به خپلوې تر هاغه پورې هېڅ امکان نشته چې پښتو ژبه خپل حق ترلاسه کړې داسې کم فهمه ليکوالان هم شته چې ليکي پښتو کښې خو حېثيت اردو ته د قامي ژبې ورکوي اردو کۀ قامي ژبه ده نو د هاغه خلکو ده د چا چې مورنۍ ژبه ده کۀ دا د رابطې ژبه ده نو د رابطې تر حده ئې منل پکار دي. د قامي ژبې پۀ حېث د محکومو قامونو پۀ څټ ئې سورول نه پکار چې قامي تشخصونه مسخ کړي زمونږ ځنې ليکوالان دا هم وائي چې مونږ ته اردو پسې خبرې کول نه دي پکار ځکه چې زمونږ زده کړه ټوله اردو نه ده دا ملګري د استعمار او استعماريت پۀ مفهوم پوهه نه دي لازمي خبره چې يو خوا د قامونو نه خپلې ژبې وتروړلې شي او ددې ځائے اردو ته ورکړے شي بيا قامي ژبو ته د علاقائي ژبو سپکه اسطلاح استعمال کړې شي. ټول کارونه د بېروکرېسي د ميټنګ او پرزنټېشن نه علاوه پۀ صحافت،تعليمي نصاب، کتب خانې هر څۀ پۀ اردو کښې وچلولے شي لوے ادارې نېشنل بک فاؤنډېشن، اکادمي ادبيات، انجمن فروغ اردو او ثقافت اسلاميه غوندې لوے ادارو ته پۀ اربونو روپۍ ورکولی شي چې اردو دپاره کار وکړي نو لازمي خبره ده چې زمونږ عام لوستونکے به هم د اردو نه استفاده کوي کۀ ددې سهولياتو پۀ نيمه هم پښتو يا بلې کومې قامي ژبې ته ورکړے شي نو زمونږ ملګرے به دغه پېغور مونږ ته نه راکوي چې مونږ ولې اردو پسې خبرې کوؤ.

    د خبرې مقصد مې دا دے چې ژبه ادب او سياست هېڅ کله بيل نه وي خو د پښتونخوا ليکوالان د فکري افلاس ښکار د مجهول ذهنيت له رويه دا تصور کوي چې شعر و ادب د سياست نه بيل پکار دے دا هم ځکه ددې پوخ شوي تصور له مخه پۀ رياستي توګه پښتو سره ظلم زور روان دےبل خوا کۀ وګوري نو د لر او بر ويش هم د ژبې له رويه مضبوطولے شي . دا خو کېدے نه شي املا لکه د اردو ديوناګري او عربي غوندې ادله بدله کړې شي نو ټول زرو پۀ املا کښې پۀ غېر ضروري مشکلاتو پېدا کولو باندې تماميږي لکه د پينځه ي ګانو مسئله چې دا هم د پاکستاني پښتون ليکوال ايجاد ده دنيا کښې کومه ژبه ده چې هغې کښې د فعل، تانيث، جمع او غږ پۀ بنياد پينځه يې ګانې يعني يو حرف علت پۀ پنځه ځايه استمعاليږي. پنځه يې ګانې پښتو د پښتون وګړي چې هغۀ وړاندې نه پۀ هره حواله د اردو سهوليت سره مخ دے د زړۀ د تورولو لويه سرکاري، رياستي، حربه ده چې هم د يوې پښتو ادارې پۀ ذريعه شوې ده. قامي ژبې د پنجابي نو آبادياتي استعمار د خپسې لاندې د ساه راکاږلو خڅه کوي او استعمار پۀ څلورو نکتو باندې د محکوم قامونو ژبې ځپلي ۱) محکوم قامونه نالائقه، کم تره ثابتول ددې مثال پۀ ذرائع ابلاغ باندې د ګل خان پۀ کردار د پښتون تشخص او لطيفې دي. ۲) د استعمار د فکري ذهني برتري نقطه ددې مثال تعليمي نصاب او ذرائع ابلاغ کښې د پنجابي او اردو دانو شخصياتو د اتلانو او قهرمانانو پۀ شکل پېش کول دي. سياست نه ادب پورې، ادب نه سياست پورې، جناح صيب، لياقت علي خان، چوهدري رحمت علي، سر محمد اقبال، قدرت الله شهاب، مختار مسعود، بانو قدسيه او دغه شان عسکري هيروګان. ۳) د استعمار زبر ځواکۍ نکته وګوري ټوله رياستي مشينري پنجاب نژاد خلک چلوي او د دوي ژوند ژواک د مغربي تهذيب عملي نمونه ده. ۴) د قامونو د نفي او رد مفکوره ددې لوے مثال قامي تشخص ژبې او قام او قام ذکر ته تعصب او تنګ نظري وئېل او قامي ژبو ته علاقائي ژبې وئېل.

  • بلخ او پښتو ادب – نجيب الله پاڅون

    بلخ د افغانستان پۀ شمال کښې لرغونی او لۀ لومړۍ درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي چې مرکز ئې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د مېمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی، د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراتۀ دي، ختیځ ته ئې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته ئې جوزجان ولایت او سوېل ته ئې سرپل او سمنګان ولایتونه دي.

    بلخ د اداري وېش لۀ مخې د مزار شریف ښار او حیرتان بندر سربېره څوارلس اولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو لۀ هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي چې نزدې ټول قومونه پۀ کښې ژوند لري. پۀ دې ولایت کښې تاجک، پښتانۀ او هزاره زیات دي.

    بلخ د افغانستان پۀ کچه اوس هم یو تاریخي ولایت ګڼل کېږي، د تاریخ پۀ بېلابېلو پړاوونو کښې د بلخ پر زمکه زردشت، یما، جلال الدین محمد بلخي، رابعه بلخي، ناصر خسرو بلخي، ابن سینا، دقیق بلخي او نورو علمي شخصیتونو ژوند کړی دی.

    پۀ دې ولایت کښې اوس مهال ګڼ شمېر فرهنګي، ادبي او کلتوري ټولنې شته چې مونږ پۀ دغه لیکنه کښې صرف د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو پۀ اړه لنډ معلومات وړاندې کوو.

    • بلخ ادبي خوځښت:

    ‘بلخ ادبي خوځښت’ ادبي، ټولنیز، فرهنګي او رسنیز مرکز دی چې لۀ تېرو څوارلسو کلونو راهسې پۀ بلخ او شاوخوا سیمو کښې ادبي، کلتوري، ښوونیزې او روزنیزې چارې ترسره کوي. دغه خوځښت پۀ بلخ کښې د شمال پۀ کچه پۀ لومړي ځل د پښتو ادبیاتو او د افغان کلتور پۀ برخه کښې پۀ ابتکاري بڼه بېلابېلې چارې ترسره کړي او اوس هم پر مخ روانې دي.

    پۀ لومړي ځل سره د دغه خوځښت لۀ لوري د شمال لومړۍ مجله ، د لومړیو ادبي بهیرونو پېلول، د پښتو عامه کتابتونونو جوړول، د ښوونیزو ورکشاپونو لۀ لارې د پښتو لیکوالۍ عامول، د دغه خوځښت لۀ مهمو کړنو څخه شمېرل کېږي. لۀ دې سره بلخ ادبي خوځښت علمي سیمینارونه، سیالیزې غونډې، کلنۍ مشاعرې، پۀ اولسوالیو کښې د ادبي بهیرونو جوړول او فعال ساتل د دغه مرکز فعالیتونه دي. هم دا راز دغه خوځښت تر دې دمه ګڼ شمېر رسنیز فعالیتونه هم ترسره کړي چې ځینې ئې پۀ لاندې ډول دي:

    پرخه مجله:

    پرخه؛ د شمال لومړۍ پښتو مجله ده چې پۀ 1382لمريز کال رامنځ ‌ته شوه. تر دې دمه ئې د بلخ ادبي خوځښت لۀ خوا، پنځویشت ګڼې چاپ شوې دي.

    پسرلی مجله:

    پسرلی؛ د شمال دويمه پښتو مجله ده. پۀ 1384لمريز ئې لۀ بلخه د پښتوسياسي مجلې پۀ توګه خپرونې پيل شوې چې تر دې دمه ئې اتۀ څلوېښت ګڼې چاپ شوې دي.

    “پل” اتۀ مخيزه مهالنۍ خپرنۍ:

    پل؛ د دغه خوځښت د امّ البلاد ادبي بهير د ځوانانو پۀ مسئوليت چاپېږي.

    ټال:

    د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرېدونکې مجله ده چې د بلخ ادبي خوځښت تر څار لاندې د هم دې خوځښت د مشرتابه غړي نجيب پاڅون پۀ امتياز او مديريت چاپېږي. ياده خپرونه پۀ بلخ ولايت کښې د ماشومانو لپاره پۀ پښتو ژبه لومړۍ خپرېدونکې چاپي رسنۍ ده چې لۀ 1395لمريز څخه ئې پۀ خپرېدو پېل کړی او تر دې دمه ئې پینځۀ ګڼې چاپ شوې دي.

    ټال مجله د ماشومانو استعدادونه روزي او د هغوي پوهه زیاتوي. د ټال مجلې غټه او لومړنۍ موخه پۀ لرې پرتو اولسوالیو کښې نوي ماشومان لۀ تعلیم او مطالعې سره اشنا کول او د هغوي مخه لۀ افراطیت، تاو تریخوالي او تشدد څخه راګرځول دي. ټال مجله ماشومانو ته د غوره ژوند لارې چارې ښائي او د اخلاقو روزنه ئې کوي. ټال مجله به ماشومان او تنکي ځوانان پۀ دې باوري کړي چې راتلونکی د دوي دی او کولی شي نړۍ بدله کړي. د ټال مجلې د خپراوي څخه غټ هدف دا دی چې د لرې پرتو سیمو ماشومان پۀ خپله ژبه لیک، لوست، مطالعه او وېنا وکړی شي او هم دا راز دوي د تاو تریخوالي، تشدد، افراطیت څخه راوګرځي.

    هم دا راز پۀ بلخ کښې نورې چاپي خپرونې هم شته چې لۀ هغې جملې څخه خبره اوونیزه، سیال خپرونه، لټون مجله او نوې رڼا خپرونه یادولای شو.

    خبره:

    پۀ بلخ کښې ګڼ شمېر لیکنیزې خپرونې شتون لري خو پۀ پښتو ژبه کښې چاپي خپرونې د ګوتو پۀ شمېر دي. پۀ دغو خپرونو کښې “خبره” خپرونه چې لۀ بلخ څخه لومړنۍ پښتو اوونیزه خپرونه شمېرل کېږي. لۀ تېرو دریو کلونو راهسې ئې پۀ کار پېل کړی چې تر اوسه ئې ګڼ شمېر ګڼې چاپ او خپرې شوې دي. پۀ بلخ ولایت کښې تر دې مهاله د څلوېښتو څخه زیاتو چاپي یا لیکنیزو رسنیو خبر ورکړل شوی دی چي لۀ دې جملې څخه یواځې څو چاپي رسنۍ پۀ پښتو ژبه خپرونې لري. پۀ یاد ولایت کښې لۀ 1382لمریز کال راهسې پښتو چاپي خپرونو د پام وړ پرمختګ وکړ. خبره اوونیزه خپرونه یوه ناپېیلې، خپلواکه، سیاسي او کلتوري خپرونه ده چې پۀ 1393ل کال کښې ئې د چاپي رسنیو پۀ کاروان کښې ځای وموند. یادې خپرونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ثبت او جوازونو امریت څخه پۀ 52 لمبر جواز ترلاسه کړ او پۀ بلخ ولایت کښې پۀ پښتو ژبه خپرونې پېل کړې. خبره اوونیزه خپرونه د وخت او ځينو با درکه او با احساسه ځوانانو د غوښتنې پر اساس خپلې سیمې او ځوانانو ته د مطالعې د فرهنګ د لېږد او ترویج پۀ منظور د یوۀ سالم رقابت پۀ خاطر پۀ خپلو نشراتو پېل وکړ. خبره ناپېیلې، سیاسي، خبري او فرهنګي خپرونه ده چې زیاتره د بلخ اړوند تحلیلي راپورونه، مرکې، پۀ شمال کښې د پښتون اولس ستونزې، د ادبي ناستو راپورونه، د بلخي مشرانو او د کار خلقو پېژندنه او سیاسي طنزونه پۀ کښې خپرېږې. خبره اوونیزه خپرونه پۀ پام کښې لري چې د خپل هڅوب (ثقافت) د ساتلو او وده ورکولو پۀ موخه به تل نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، د تبعیض او توکم پالنې سره به پۀ کلکه مبارزه کوي. ټولو توکمونو ته د ورورلۍ ټغر غوړوي او د هېچا حیثیت ته به زیان نه رسوي، ځکه هرڅوک حق لري، چې پۀ خپله مورنۍ ژبه خبرې او لیک لوست وکړي او خپل غږ تر نورو ور ورسوي.

    پۀ بلخ کښې تر اوسه ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي فعالیتونه خپلې ناستې ترسره کوي، چې لومړی ادبي بهیر د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د وزیر محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهیر پۀ نوم پرانستل شو. پۀ دغو بهیرونو کښې هره اوونۍ ادبي ناستې ترسره کېږي چې پۀ دغو ناستو کښې کره کتنه، علمي لېکچر، سیاسي بحثونه او ازاده مشاعره شامل وي. دا هم د بلخ ادبي بهیرونه:

    وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير:

    دغه بهیر پۀ 1384لمريز د بلخ ولايت پۀ مرکز مزارشريف ښار کښې د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري پرانستل شو چې تر اوسه ئې خپلې اوونیزې ناستې پۀ دوامداره توګه جاري ساتلې دي.

    امّ البلاد ادبي بهير:

    دغه بهیر پۀ 1387کال پۀ بلخ اولسوالۍ کښې د ځینو مشرانو پۀ ملاتړ پرانستل شو، ام البلاد ادبي بهیر د بخدي عامه کتابتون پۀ نامه یو پښتو کتابتون هم لري.

    چهاربولک ادبي بهير:

    چهاربولک ادبي بهير؛ پۀ چاربولک اولسوالۍ کښې د خوځښت څانګه ده چې پۀ 1391لمريز د دغې اولسوالۍ د ځوانانو او مشرانو لۀ خوا جوړ شو. چهار بولک بهير د مزارشبرغان پر لويه لاره د خان اباد څلور لارې ته څېرمه هره جمعه ماسپښين مهال اوونيزې ناستې کوي. دغه بهير د خپلو اوونيزو ناستو تر څنګ لۀ عامو خلقو او قومي مشرانو سره پۀ کليوالي دېرو کښې هم ټولنيزې ناستې جوړوي.

    بلخ مېرمن بهير- مزارشريف:

    پۀ 1388لمريز د خوځښت پۀ نوښت پۀ مزارشريف ښار کښې د لسګونو نجونو لۀ خوا د بلخ مېرمن بهير جوړ شو. دغه بهیر تر اوسه خپلې ناستې جاري ساتلي دي.

    د دې تر څنګ پۀ دې ولایت کښې بخدي ادبي کلتوري مرکز، باختر ادبي بهیر، بله ډېوه، بلخ ادبي ټولنه او نور ادبي او فرهنګي بهیرونه هم فعالیت لري.

    بخدي ادبي کلتور مرکز هم پۀ دې وروستیو کښې هره اوونۍ ادبي ناستې، کلنۍ مشاعرې د څلې شپې نمانځل او ښوونیزې غونډې پېل کړي.

    تر اوسه پۀ بلخ کښې د فرهنګي مرکزونو لۀ لوري ګڼ شمېر ګټور او علمي کارونه ترسره شوي چې دلته پۀ ځانګړې توګه د بلخ ادبي خوځښت ځينې ښوونیز پروګرامونه یادولای شو. پۀ بلخ کښې د لیکوالۍ د زدکړې پۀ موخه څلور میاشتنۍ ورکشاپ پېل شو، هم دا راز د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د مومند بابا ادبي بهیر د اوونیزو ناستو پۀ ترڅ کښې ځینې مهم او علمي لېکچرونه هم ګډون والو ته وړاندې کړي چې دلته ئې پۀ لنډ ډول یادونه کوو:

    ماشومانو ته د قیصو وئیلو ګټې، بې هینداره روشنفکر، تصویر څنګه واخلو؟، ښاري فرهنګ، د لیکوالۍ پر لور لومړني ګامونه، ډېورند د پښتو نۀ د افغانستان تر منځ تپل شوې کرښه ده، د نورو ژبو تر اغېز لاندې سیمو کښې، پۀ کورنیو کښې د پښتو ژبې ساتنه او ګڼ شمېر نور.

    بلخ ادبي خوځښت د دوه شعرونه، دوه نثرونه، دوه میاشتنۍ رقابتي لړۍ هم لري، دغه لړۍ پۀ 1390لمريز د ځوانو فرهنګيانو تر منځ د پښتو نثر او نظم دوه مياشتنۍ سيالۍ پېل کړه. د سياليو ګټونکو ليکوالو او شاعرانو ته د خوځښت لۀ خوا ستائینليک او د کتابونو ډالۍ ورکول کېږي.

    پۀ بلخ کښې تر اوسه ګڼ شمېر عامه کتابتونونه شته؛ خو د پښتنو لوستونکو لپاره د یو کتابتون اړتیا ډېره لیدل کېده چې بالاخیره بلخ ادبي خوځښت پۀ 1391 لمریز کال کښې پۀ مزارشريف ښار کښې د خوشحال بابا کتابتون پۀ جوړېدو پۀ ټول بلخ کښې د پښتو کتابونو د کمښت ستونزه حل کړه. پۀ دغه کتابتون کښې نزدې څلور زره بېلابېل کتابونه شتون لري.

    هر کال پۀ بلخ کښې بېلابېل علمي سیمنارونه ترسره کېږي چې دلته د ځینو لنډه یادونه کوو:

    لومړی ستر سیمینار د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د ‘بخدي د افغاني مدنیت ځانګو’ تر سرلیک لاندې پۀ 1386 لمریز کال د افغان کلتوري ټولنو جرګې پۀ مرسته پۀ مزارشريف ښار کښې ‘بخدي د افغاني مدنيت ځانګو’ تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمنار جوړ کړ. هم دا راز بلخ ادبي خوځښت پر 1390لمريز، ‘راځئ، چې سبق ووايو’ پۀ نامه يو ورځنۍ علمي سيمنار هم جوړ کړ.

    بلخ ادبي خوځښت ځانګړې نمانځنې هم لري چې لۀ هغو څخه د افغان کلتور نړیواله ورځ او دازادۍ کليزې یادولای شو. هم دا راز بلخ ادبي خوځښت کلنۍ مشاعرې او مېلې هم لري چې تر اوسه ئې ګڼ شمېر غونډې ترسره کړي. د نوي کال پۀ درشل کښې (پۀ خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه!) پۀ نامه کلنۍ مشاعره، د کوچني اختر پۀ شپو ورځو کښې (اختر د ټولو مبارک شه!) پۀ نامه کلنۍ مشاعره او د بلخ اولسوالۍ بالاحصار ته څېرمه دوديزه ميله هم ترسره کېږي.

    تر اوسه بلخ ادبي خوځښت ګڼ شمېر نمانځنې او یادغونډې ترسره کړي چې ځینې ئې پۀ لاندې ډول دي:

    د کندهار د ځوان ليکوال قديم پتيال پر وفات ياد غونډه، د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د لومړي تلين پۀ مناسبت ياد غونډه، د ملي امنيتي ځواکونو پۀ ملاتړ غونډه، د بلخ د فرهنګپال شخصيت او ديني عالم مولوي خادم الله باوري ياد غونډه، د افغان فزيکپوهـ رحمت الله تنها پۀ وياړ غونډه، د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د دويم تلين پۀ مناسبت ياد غونډه یادولای شو.

    پۀ وروستیو کرښو کښې د دغې خبرې یادول ضروري دي چې پۀ بلخ کښې دولتي چارواکو پښتو ژبې ته ډېر کار نۀ دی کړی، پښتو ژبه ئې لۀ هر څۀ نه لرې پاتې کړې؛ خو پۀ دې وروستیو کلنو کښې یو شمېر با احساسه پښتنو ځوانانو د خپلې ژبې د بډاینې او پرمختګ پۀ موخه کار پېل کړی چې تر اوسه ئې د پام وړ کارونه مخ ته وړي.

  • “د چرچڼو توت” – استاد عبدالکریم بریالي

    )دوېمه/اخرۍ برخه(

    د عصري ادب پۀ تاريخ كښې پښتو تكل (Essay)

    د نوي اسلوب باوائی آدم ګل محمد بېتاب

    “د چرچڼو توت”

    باندې سر ښكاره كړو

    )

    وړومبى تكل ‘د سريزو سريزه’ د ليكوالو او شاعرانو ژوره نفسياتي مطالعه ده. د ټولو اوږدو اوږدو سريزو يادونه داسې كوي، تۀ به وائې چې يو فلم چلېږي. زما د كتاب سريزې حواله هم شته ځكه چې زۀ هم پۀ دې كمزورۍ متصف شوی يم. زما د شاعرۍ پۀ حقله ډاكټر اسرار هيڅ و نۀ وئيل بلكې پۀ فون باندې ئې د سريزې تعريف زيات كړى ؤ. بېتاب صاحب د دې خلاق شاعرانو داسې ښكلې تخليقي او حقيقي فلم بندي كړې ده، تۀ به وائې چې دا ډاكومنټري چلېږي. د بېتاب پۀ دې تكلونو يواځې د تكل كېنوس تخليقي نۀ دى بلكې يوه نقادانه تجزيه ده چې لوستونكي د دې منفرد صنف د ليكنې څخه ډېر علمي، نفسياتي او تاثراتي زده كړه كولې شي.

    دا سنجيده او حقيقي واقعات دي خو د دې فني تړون هغۀ لره يو خوندور تهيم د تكل تخليقي جوهر ته بخښلى دى.

    د حمد الله جان بسمل “اٰف دي ريكارډ” ته ئې “اٰن دي ريكارډ”ډېر صحيح تعبير وركړى دى. د باچا خان درناوى پۀ هر باشعوره پښتون باندې فرض دى، ګنې د هغوي عزم او استقلال دې اوسني شعور سره يو ځلانده ټاپو دے، خو مسلم ليګي سركاري نوكرانو ټولو حقائق مروړلي او د شعور د تقاضا سره د نظریې د مصلحت، نوكري پيسو پۀ وجه ئې هېڅ بې هېڅه باچاخان ته د پنجابيانو غوندې رد بد وئيلي دي. حمزه پۀ خپلوچاپ خطونو كښې ليكي چې زما وړومبی ملاقات د باچا خان سره پۀ كال 1966ز كښې شوى ؤ. اٰيا د بابائے غزل شينواري د پاره دا د الميې خبره نۀ ده؟.

    مولانا عبد القادر د جناح ترجمان ؤ د پير مانكي شريف سره، بيا ئې نوكري شروع شوه او د پښتونستان د توري د پاره پۀ خطونو كښې “غول غشائي” ټكي استعمال كړي وو چې “مونږه ئې دلته دل كړو”، نور د راهي، اياز داودزئي او ټوله چغرمتۍ نوكرانو كښې يواځې امين الله داودزى د ډېورنډ پۀ كرښه د رېټائرمنټ وروسته نظم وليكلو چي “ډيورنډ اوس تار پۀ ليكه اچوي”. اياز داودزى زر صفحې ادبيات خپل مضمونونه او تحسيني جملې د دوستانو ليكلې وې، ولې هغۀ غني خان نۀ پېژندو. سيمع الدين ارمان خو د “مخفي” پۀ څېړنه كښې خوندور مثال وركړى ؤ چې د تاريخ پۀ كتابونو كښې پښتونستان ټكى سنسر شوى ؤ. پۀ غېر معقول نفرت او د مسلم ليګ پۀ وراثت كښې كۀ څوك عادت شوى دى خو دا به مني چې د باچا خان كار او ژوند نۀ منل يو انټلكچول كفر معلومېږي. بسمل جمهور او ايوان نمائندګانو ته سخته جمله وئيلې وه، ما پۀ “حال او قال” چاپ 2016ز كښې د حفظ ما تقدم پۀ ډول وئيلي وو چې داسې نۀ وي چې دا “خولۀ” پۀ سوك ماته شي.

    د دې واقعاتو او ذهني رويو سره بېتاب د يوۀ تخليقي فنكار پۀ ډول د هغوي حقائق او تضادات پۀ هنري او نۀ خوږوونكي خوږ تحرير كښې د نوي اسلوب د تكل اډاڼه بولم. دويمه خوبي زما پۀ نظر داسې راځي چې اوسنيو ادبي مغربي مستعار كړي اصطلاحاتو بغېر پۀ اوريجنل حقيقت نګاري كښې ئې خوندور تخليق كړى دى. د كمال خبره دا ده چې د “مولوي” باوجود د مذهب هېڅ قسم سهاره نۀ اخلي خو تبليغ ضرور كوي. سعد الله جان برق ته وګوره چې پۀ مذهبي عقيده ئې د تحقيق او د تفسير او هغه هم د قران كريم داسې تار تار كړى دى لكه زمخشري چې پۀ ډاك بېسود كښې پيدا شوى وي. يوه جمله د حمد الله جان كافي وه چې “ايمان ته ئې اتۀ ټانكې لګېدلې دي” مګر زما پۀ ګمان د برق او مجذوب هغه ټانكې سپخېدلې دي. پۀ دې اساس د بسمل خاكه نګاري تكل او تحرير يو د لېونتوب رښتيا وائي خو پۀ هغه باندې د طنز د سرحد نه پېغور ته خبره لاړه شي.

    د رشيد احمد پۀ ناول سل كلني تاريخ باندې تبصره يا تكل هم د رشيد احمد د تحقيق يو ډول اعتراف دى، كۀ څۀ هم د استادانو غلطۍ ئې پۀ چاپي روايتونو كښې موندلې دي خو يو ژوندى حقيقت د تېرو ليكوالو د نوكرۍ او مصلحت تريخ حقيقتونه ئې ذكر كړي دي. مثلاً فصيح الدين پۀ اردو كښې د حمزه شينواری اخري انټرويو نوم اخلي، ولې پۀ انټرويو كښې هېڅ ثبوت او جواز د ښې خبری د حاضرينو نۀ شته. د تقويم مرحوم ورښوولى د شهود پۀ تصوفي مسلك د حمزه نه تپوسونه كوي. حمزه شينوارى پوهېدلى ؤ چې سوال د تقويم نه را لېږلى شوى دی، بس يو جواب ئې ؤ. “زۀ وحدة الوجود يم”، پۀ هم دې تكل كښې د امتحانونو پۀ پاليسۍ او خوښۍ اوليت او قابليت نۀ كتل، د عقيدې خپرونه، د نظريې خپرونه يا د نوكري پۀ مصلحت ئې لۀ نصاب نه تر انصاف كولو پورې ټوله دورانيه قبائیل پرسته پاته شوې ده.

    د بېتاب د ځنو خاكو او علمي مرموزو تكلونو نه علاوه د “چرچڼو توت” او “د قیصه خوانۍ سفرنامه” روغ د دېرش كلن دور شهكار عكسونه دي. دلته پۀ تخليقي طنز و ظرافت او حقيقي واقعاتو ته د ډاكټر مسعود غوندې يو بل ډاكټر سليم “د توت اونه” د ګهنټه ګر متبادل جوړ شوى دى. هغه ذهني او وسواسي خلق چې د تصوف، ملنګۍ او پيرۍ او نورو غلطو رسمونو پۀ حقله ئې د مثبت نتيجې او ابلاغ يو خوندور انداز خپل كړى دى، زۀ به “د توت اونه” د عامې درختې پۀ معنٰى واخلم خو سليم صاحب پۀ كردار كښې د ټولنې هغه ذهني تصوف زده خلقو ته پۀ ډېر نزاكت د كار خبرې كړې دي، وَ لَو كۀ مولانا امير محمد بجلي ګهر هم د ډېر حقيقي او ژوندي حقائقو ابلاغ كولی، “د مرغيو كباب” د بعضو كمزورو د لرې كولو اكسير او هم يوه “خاص كمزوري” او د “خارښ” مرض د پاره د حكيم نسخه د چرچڼو كباب او بيا تصوف د هغوى شطحيات د ملنګانو لڅ والى، “د نوار هلك منډه” داسې موضوعات دي چې بېتاب پۀ ډېر هنر سره خپله خبره دا كړې ده چې د الهام او پېش ګوئي معامله ئې سوچه د ډاكټر مسعود پۀ تبصره او تجربه غلطې ثابتې كړې دي. يو بل د ډاکټر سلېم خاکه کښی د بيتاب دا ډائيلاګ بيخي پۀ زړۀ پرېوځي چې د لڅ ،لېوني ملنګ نه چې تپوس کوي، ‘تۀ پرتوګ لرې نۀ او کۀ اغوندې ئې نۀ’؟ او ډاکټر سلېم ورته وائي، ‘دا خو به دې بېخي نۀ ورته وئيل،ځکه چې دې ليوني يا ملنګ ته ښځواو هلکوانو پۀ ښه مزه کتل’. د مريد بازۍ دا سلسله لۀ پخوا را روانه ده، هلته د ميا عمر د څمكنو پۀ زيارت كښې ما هم هغو ملنګانو نه دعا غوښتې وه او هغه قبوله شوې وه او اوس د ميا عمر د څمکنو پۀ زمكو كښې د برخې دعوېدار يم. داسې مسلسل كردارونه سره تړلي دي چې د ټولنې د ننني كمپنيانو او بهرني حقائقو يوه ننداره ده. د ليكوال نفسيات او د قيصه خوانۍ روزن تون پۀ سفرنامه كښې داسې ځلېږي چې دا سفر پۀ دېرشو كلونو محيط دے او د ليكوال ژرف بيني او كردارونويو خپور انځور او ادبي تاريخ د نفسياتي كمزوري سره پۀ كښې څرګندېږي.

    پنځلس كاله وړاندې چې زۀ او عاصم ګلستانى د ماښام پۀ اذان د رحمان بابا د زيارت نه مراد اخستلو نو علي رحمان يوسفزى كاكړ (رنګ روډ كواپرېټیو سوسائټي) د پوليس سره راته ولاړ وو. مونږ پۀ ورانه اديره كښې سګرېټ څكولو اخته وو او پوليس راپسې منډې وهلې چې “مۀ ځئ! ماران مو خوري”. دوېم ځل بيا د خېر البيان د كتاب د ليكلو پۀ وخت كښې د بايزيد او اخون دروېزه سره څۀ تجاوز شوى ؤ نو حافظ رحمت نيازي او ما د اخون دروېزه فاتحه ووئيله او معافي مې ځنې غوښتله او د اېوارډ خواست به مې هم كړی وي خو هغه مراد حاصل نۀ شو، البته انعام ئې ګټلى ؤ او دا بركت مونږ د رحمان بابا او اخون دروېزه تسليم شوی ؤ. اصل كار د اخوند دروېزه خلاف افضل خان خټك خراب ليکل كړي وو چې د ډوډۍ پۀ حقله ئې خبره د منلو وړ نۀ ده. درېم وار د احمد جان مروت سره د ډاكټر زيار او ډاكټر صاحب شاه صابر پۀ مزار مراد غوښتى ؤ او د هغۀ تاثير مونږ درې واړو محسوس كړى ؤ. بېتاب يو ژرف بين ليكوال او نقادي ئې هم مثبت تاثراتي ده. خبر نۀ يم دا مفهوم لري او كۀ نه، قلندر استاد هم نۀ شته چې پۀ مركه كښې ئې فتویٰ وركړې واى.

    درې تكلونه خاكې ډېرې شانداره پۀ زړۀ پورې دي. كۀ ډېر ګران ملګری مشتاق مجروح پۀ چا باندې پېژني نو وائي ‘ډېر ښۀ سړى دی، اوري خو د چا مني نۀ’. د خپلو شينوارو صوفيانو نه ئې د فقهاو پۀ عقيدوي جذبه ډېره نازكه بدله اخستې ده، خپله د بسمل پۀ خاكه كښې د باچاخان دفاع پۀ ډېر نزاكت سره شوې ده،كۀ څۀ هم هغه نورپلويان چې باچاخان څرنګه سپړدى او ورانوي ئې، هغۀ ته ئې پام نۀ دى راګرځولى. د باباګانو د خطاب قیصې سره ايوب خان اڅكزي حمزه شينواري ته وئيلي وو او كاكا! دا خبره داسې نۀ ده، حمزه وائي چې زۀ حيران شوم او د ادب پۀ وجه مې څۀ ونۀ وئيل. بيا ئې وئيل چې زۀ خو د هغه عقل پرسته او د دې وجودي تر منځ بحث پۀ خوشحالي ختم شوى ؤ، ايوب خان پۀ 1976ز كښې مړ شوى ؤ او حمزه شينوارى لۀ مخه د سمندر خان سمندر پۀ خطاب پۀ كال 1942ز كښې د غزل پلار جوړ شوى ؤ. (د حمزه د پښتو شاعري اووۀ كاله شوي وو او د سمندر خان د شاعرۍ لس كاله پوره شوي وو چې دا يو ښۀ موضوع دے چې څرنګه دا دوه باباګان د غزل باچهان جوړ شوي وو)، حمزه پۀ “نوی پښتون” کښې ليکی “او دی (ايوب خان) زما پۀ زړۀ پوهه شو او وې وئيل چې زۀ اوس د عمر پۀ اخري پړاؤ كښې يم او نۀ شم ويلاى چې كوم وخت د اجل استازى را پېښ شي، ما ته خلق د پښتو بابا وائي، حمزه كاكا! زما نه پس تۀ د پښتو بابا ئې او زۀ اميد لرم چې دا بېړۍ به تر هغې مخ پۀ وړاندې بيایې تر څو چې د مرګ ګرداب ته نۀ ئې رسېدلى. د بابا دې خبرې پۀ ما ډېر اثر وكړ او يو دوه بې قراره اوښكې مې تر سترګو راغلې. (نوى پښتون، حمزه شينوارى)

    د اباسين يوسفزي د “قطعې” پۀ سر خاكه زياته خوندوره ده او حمزه او بېتاب به خامخا زما د تجربې پۀ رڼا کښې دا خبره مني چې “ړوند پۀ خوب كښې ويني”، ما له ګونګي او كاڼۀ څخه پۀ مرموزه طريقه تپوس كړى ؤ چې تۀ خبرې څنګه اورې؟ هغۀ پۀ اشاره ووئيل زما پۀ كولمو كښې حركت كېږي او زۀ پۀ خبره پوهېږم، ممكن ده بېتاب صاحب ته يوه بله د تكل موضوع پۀ لاس ورشي.

    د ګل محمد بېتاب او رشيد احمد پۀ حقله ما “پۀ حال و قال “كښې ليكلي وو چې دا دوه درې د ټولې قيصه خوانۍ د ليكوالو نمائندګي كوي او د يوې يوې جملې نه ئې فتنې راولاړېږي او د دې صنف تكل دښته ئې اباده كړې ده. د رشيد احمد پۀ سل كاله ناول باندې د دوي تكل یا مضمون زما لۀ هغې نه زيات ګټور دى خو دا د ناول ليكلو د اوليت جګړه اوس هم متنازع ده. كله چې محمود خان اڅكزى هم پۀ ناول نګارانو كښې ځان شامل بولي يا ورلره رشيد احمد اوليت وركوي نو د پروېز شېخ او خليل سره زياتى دی چې د هر يوۀ د سلو نه زيات ناولونه ليكلي دي. دا اوليت وركول هم د اېوارډ او بابا جوړېدلو د پاره هغه ماركسي يا نېشنلسټي Utopia يا خيالي هوس ته لاره هوارول دي. د ډاكټر اسرار مقدمه خو د بېتاب خاكه ده چې دا اعتراف پۀ بېن السطور كښې مونده كېږي چې د رشيد احمد پۀ قول خو به پۀ Essay پوره پرېوځي، بلكې د ډاكټر اسرار د خبرې نه دا ثابتېږي چې دا تكل صنف اوس ګل محمد بېتاب د تخليقي، علمي او مشاهداتي تخليق د پاره ډېر موزون او سر لوړی ليكوال ثابت كړى دی چې د ډاكټر اسرار پۀ قول “تۀ پوهه شه او د چرچڼوتوت دې پوهه شه”.

    “د قلندر نسخې” نه ما دا مطلب اخستلو چې ګنې هغۀ پۀ بېتاب باور كړى ؤ او څو قلمي نسخې ئې وركړې دي، خو بېتاب د هغۀ د مجلسي تنقيد د مركې اجلاسونو نسخې اصل هغه Make believe نظريه د افسانو د تللو معيار ښودلى دی. (قلندر مومند يو پوهه ليکوال ؤ.کله چې به ملګرو پۀ پوښتنو تنګ کړو نو بيا به ئې دا انګرېزی اصطلاح را مينځ ته کړه چې د دروغو قيصه يا د دوکې ورکولو معني تخليق وړاندې کولو ته وائي). بېتاب او ډاكټر اسرار دې مركې ته اصل پۀ دوي باندې د تنقيد كولو د پاره تلل خو پۀ تحرير كښې ئې متانت او هنركاري ئې د بريالي او همېش نه زياته شوې جوتېږي. يو پُر اسرار سركاري Green book دی چې د خلقو عمل نامې پۀ كښې پۀ سليقه ذكر شوې دي او د پښتني ټولنې د ذهني ترقي او د مسائلو حل ئې پۀ بېن السطور كښې ذكر كړى دی. لكه د عمر ناصر پۀ خاكه كښې پۀ فلمونو كښې “ډانس كتلو ته صحت مند ورزش” وائي. د بسمل پۀ خاكه كښې ئې ښۀ تحليل د هغوي د تحرير او شخصيت كړى دى، بايد چې ساګ كانفرنس ته ئې “سګ كانفرنس “وئيلى واى. د عمر ناصر، امين الله داودزي، نواب علي خان او سعد الله جان برق د لطيفو مرض ډېر متعدي دى چې مونږ بسمل د څلوېښتو كلونو نه اموخته كړي يو. پۀ كال كښې يو نشست كوو او دې كښې ګل محمد بېتاب او احمد جان مروت او سيد سېف الرحمان او ډاكټر چراغ حسېن شاه هم شامل شوي دي. لۀ دوي سره پۀ علمي موضوعاتو خبرې وي. يوه اندازه كېږي چې د ډاكټر اسرار او حمد الله جان بسمل د تحرير او اسلوب بيان ته ئې يوه نوې روښنائي بخښلې ده، ځكه ئې امتياز ښكاره دی. د خپلو مشاهداتو سره هغه ادبي او تحقيقي او د نزاكته ډك حساس نكتې ئې پۀ ډېره سليقه سره وړاندې كړې دي. د دې كتاب تر ټولو اهم تكلونه دوه دي ـــ يو “معدوله واو” او دويم “پټه خزانه فى الميزان” شهكار علمي تحريرونه دي چې د اظهار او بيان سره ئې انساني او علمي نزاكتونه پۀ نظر كښې نيولي دي. زۀ پۀ هغه د بحث كولو څخه ځكه عاجز يم چې ‘اِن الباطل كان زهوقا’. معدوله واو، وړومبی يو پټه خزانه هم ړومبی ډېر ژور “مقل: يا مقالې” دي خو د رفيع صاحب د ما قبل التاريخ مضمون ته ځای ورکول داسې ښکاری لکه ځيری شوی کوسی ته چې د چمړې پينه لګولې وی.

    پۀ يوه مخمصه كښې تر اوسه ګېر يم ـــ هغه دا چې قلندر مومند خو د افغانستان نه د مولوي عبداللطيف او مولوي عبد الرحمان او نورو هَم مسلکو د وژلو بدله د پټې خزانې پۀ شکل اخستله او بيا نورو فارسيوانيانو يو ايرانيانو پۀ نورو ژبو وژباړله، زما دوست ملا وئيل چې ايران څرنګه قلندر مومند استعمال كړو؟ د پيسو وجه نۀ وه، د عقيدې شدت ؤ خو مخمصه دا ده چې د همېش خليل او بريالي څۀ ضرورت ؤ چې شل كلونه ئې پۀ دې غم كښې تېر كړل، حالانكې همېش خليل د قلندر نه زيات كار پښتو ته كړى ؤ.

    ګل محمد بېتاب شينوارى يو عالم دى، فقيهه دى، صحافي دى او رېډيائي او الكټرانك مېډيا د ټولو اصنافو داسې ليكوال دى لكه څنګه چې حمزه شينواري او مراد شينواري پښتو ته د رېډيو لۀ لارې څۀ وركړي وو. د بيانيه او واقعيت څخه يوه تخليقي فنپاره جوړول د هغۀ تكل ته يو همه ګيريت وربخښلى دی. “د سريزو سريزه “خيال دومره ښكلى دی چې سړي ته شفيق الرحمٰن د اردو ژبې ليکوال ور پۀ ياد شي، د يوې جملې يوه سريزه دا وه: زۀ چې دا كتاب ليكم نو زۀ پۀ لندن كښې ناست يم”. پۀ دې حواله د Essay او تخليقي مضمون نګارۍ يا تكل مثال د انګرېزي ژبې داسې ښكاري چې مولوي ګل محمد بېتاب پۀ لندن كښې ناست وي او حال د خېبر بازار وائي، لكه چرچل چې د مالاكنډ فيلډ حال ليكلى ؤ. سره د دې چې يو ليكوال ئې هم د كمزوريو څخه معاف كړى هم نۀ دی او د حقيقي ادب يو صنف ته ئې ښه روانه ژبه او د تاريخ او تهذيب او ذهني او نفسياتي عكس د ټول پښتانۀ وطن څرګند كړى دی ــــ آفرين باد بر اين هم مردانۀ تو!

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • خدائي خدمتګار پيرداد خان – خان داد خان، سینئیر نائب صدر، سودم

     

     

    خدائي خدمتګار پيرداد خان ولد بهرام خان پۀ امان کوټ کلي کښې 1885ز خواوشا پېدا شوے دے، ولې چې هغۀ به وې چې باچا خان زما نه لږ شان کشر دے. امان کوټ کلے د رستم نه پۀ نمر خاتۀ دیارلس کلوميټره د غر پۀ سر اباد دے. پۀ دې علاقه يعني امان کوټ، ګړو، سورے ملندرۍ، پيتاو ملندرۍ باندې د 1926ز پورې د انګرېزانو عملداري نۀ وه. دا کلے د سوات سټېت هم شمارېدو.

    بهرام خان بابا چې د پيرداد خان پلار ؤ، د کلي مشر، د دۀ دوه بيبيانې وې چې د مشرې بي بي نه ئې زامن وو چې ميا داد خان پکښې ډېر مشهور او نر پښتون ؤ، خو ډېر پۀ ځوانۍ کښې وفات شو او بچي ئې هم نۀ وو. دغه شان مشري دۀ ته د پلار نه پۀ وراثت کښې ملاو شوه. پيرداد خان د کشرې بي بي مشر زوے ؤ. پۀ ځوانۍ کښې د ښکار ډېر شوقين ؤ. هغه زمانه کښې به زمونږ پۀ دې علاقه کښې صحرانۍ ګډې، صحرانۍ چېلۍ، بودان يعني پړانګان ډېر زيات وو. د دۀ کشر ورور کريم داد کاکا چې 1989ز کښې وفات شوے دے، هغۀ به خبره کوله چې هر کله پۀ دره امبېلا باندې پۀ 14-1913ز کښې کومه غزا وه چې ترنګزو بابا ئې مشري کوله او جنګ شروع ؤ نو زمونږ پۀ کلي ئې ډېر اثر ؤ، ولې چې دا جنګ مونږ ته ډېر نزدې ؤ او د مسلمانانو ملګرتيا کول يو فطري خبره وه. اکثر غازيان به امان کوټ ته راتلل ولې چې امان کوټ د دره امبېلا پۀ شمال د غر پۀ سر اباد دے او دلته د انګرېز عملداري هم نۀ وه، نو دې غازيانو د پاره د دمې ځاے ؤ. هغۀ به وې چې هغه وخت کښې ډېره غريبي وه خو بهرام خان بابا پۀ کلي اعلان وکړو چې پۀ هر کور کښې د جوارو نېنې ورتې کړئ او چې غازيان راځي نو ورله لږې لږې ورکوئ، دغه شان به ستاسو ثواب هم کېږي او دوي به لوټ مار هم نۀ کوي. د وخت تېرېدو سره چې کله پۀ 1925ز کښې پۀ مردان، صوابۍ کښې د بندوبست فېصله وشوه نو زمونږ دا کلے د بندوبست پاتې نۀ شو. هم پۀ دې کال (ميا ګل عبدالودود) والي سوات، پېښور انګرېزانو ته چې وکړه چې دا څلور کلي زما د عملدارۍ نه هم بهر دي، دا تاسو ځان سره شامل کړئ نو دغه شان امان کوټ او دانو کلي پۀ ضلع مردان شامل شو او پۀ 1926ز کښې پيرداد خان چې دامان کوټ مشر ؤ نو سرکاري طور باندې ملک شو، خو ډېر زر چې پۀ 1928ز کښې باچا خان بابا د سودم پۀ دوره رستم ته راغے او پۀ رستم بړه حجره کښې ئې د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ د پاره يوې جرګې ته خطاب کولو نو پۀ دغه جرګه کښې اتفاقاً د پيرداد خان ورور شهزاده کاکا موجود ؤ چې د بابا خبرې ئې واورېدې نو دې پرې اثر وکړو او چې کله کلي ته راغے نو دا ټوله قيصه ئې خپل مشر ورور پيرداد خان ته وکړه او دا ئې ورته هم ووې چې سبا له به مچي کلي کښې جرګه وي.

    پۀ شهزاده کاکا کښې دا يوه لويه خوبي وه چې د حالاتو منظر کشي به ئې ډېر پۀ ښکلي انداز کښې کوله نو د دۀ خبرو پۀ پيرداد خان ډېر اثر وکړو او پۀ سبا له چې کومه جرګه پۀ مچي کښې کېدونکې وه، هغې له سره د خپل ورارۀ محمد خان کاکا او خوريي سېد محمد کاکا لاړو. د جرګې نه پس درې واړو د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو اوهم هلته ورسره پۀ اصلاح الافاغنه تنظيم کښې شامل شول او دغه شان ئې د ملکۍ نه استعفٰي ورکړه، خو ډپټي کمشنر منظوره نۀ کړه. پۀ دغه کال د دې علاقې د بندوبست منظوري راغلې وه. پۀ 1929ز کښې د امان کوټ، ګرو، سوري و پيتاو ملندرۍ بندوبست وشو خو دۀ به پۀ باقاعدګۍ سره د تنظيم پۀ غونډو کښې شرکت کولو او هم پۀ دې کال کښې چې کله د خدائي خدمتګار تنظيم بنياد کېښودے شو نو هم دا تنظيم ؤ چې پۀ سرکاري ایوان کښې ئې زلزله راوسته او هم دغه شان د سرکاري ملکۍ استعفٰي ئې منظوره شوه او د امان کوټ د ملکۍ ډل باش ئي (زېور شاه) بابا له ورکړو چې ددۀ نزدې رشته دار ؤ او پيرداد خان چې الله پاک ورله ډېره ښکلې جوسه ورکړې وه، د خدائي خدمتګارو کمانډر شو او د امتحان ورځې شپې ئې شروع شوې. بيا به چې کله د خدائي خدمتګارو جرګه، جلوسونه، جلسې وې نو دے به مخکښې حاضر ؤ ځکه چې کمانډر ؤ.

    د قیصه خوانۍ د واقعې پۀ حواله به ئې خبره کوله چې مونږ ته مشرانو اعلان وکړو د سرکاري سبيلونو شربت مۀ څښکئ، خو چې کله خلق تږي شول نو ورمات شول او هغه شربت ئې وڅښکلو مونږه پۀ دې ځان سخته تېره کړه او هغه شربت مو ونۀ څښکلو نو مونږه بيماران نۀ شو او زيات خلق د خېټې بيماران شول او وئېل به ئې چې زمونږ ډېر ملګري پۀ ګولیو ولګېدل، شهيدان شول او ډېر زخميان شول او ډېر د خېټې بيماران شول. د دې څۀ وخت پس دے ګرفتار شو. دوه نيله ټوپک برمنګهم انګرېزے ترې نيلام شو، درې کاله قېد شو. د ګرفتارۍ پۀ وخت کښې ئې ږيره توره وه خو چې کله د جېل نه راغے نو ټوله سپينه شوې وه. چې کله وړې لور وليدو نو چغه ئې کړې چې دا زما پلار نۀ دے او تبې ونيوله. پوره درې مياشتې ناجوړه وه خو بيا الله پاک جوړه کړه چې اوس پۀ 2013ز کښې وفات شوه. الله دې وبخښي.

    د وخت تېرېدو سره به ئې د پارټۍ پۀ ټولو هلو ځلو کښې شرکت کولو خو چې کله بابا حکم وکړو چې خدائي خدمتګار دې کچرۍ قبضه کړي او کۀ ملکي افسر وي نو ورته وايئ چې کرسۍ پرېږده، راځه زمونږ سره ملګرے شه او کۀ چرې انګرېز افسر وي نو ورته وايئ چې خپل ملک ته ځه، زمونږ ملک پرېږده ـــ نو پۀ دې سلسله کښې خدائي خدمتګارو ډېرو ځايونو کښې کار وکړو. مردان کښې څۀ کاروائي ونۀ شوه نو بابا پۀ خپله د مردان دوره وکړه او پۀ مختلفو ځايونو کښې ئې جلسې جرګې وکړې او داسې رستم ته هم راغے او دا خٰبره ئې وکړه چې تاسو وېرېدئ کۀ ولې خدائي خدمتګار خو وېرېږي نۀ؟ بيا څۀ وجه ده چې د مردان کچرۍ مو وانۀ خسته؟ نو هم د رستم پۀ غونډه کښې پيرداد خان قسم وخوړو چې زۀ به د مردان پۀ ډپټي کمشنر خېژم، او پۀ سبا له چې کله خدائي خدمتګارو د مردان پۀ کچرۍ حمله وکړه نو قادر خان خدائي خدمتګار د سرکار وې چې پۀ 2009ز کښې وفات شوے دے، ددې خبرې ګواهي کوله چې ما پۀ خپله وليدل چې انګرېز ډپټي کمشنر ئې د مردان خپل دفتر نه راويستو، د مرۍ نه ئې نيولے ؤ او بيا ئې پرېښود خو بيا چې څۀ وشو نو هغه د بيانولو نۀ دي. ګولۍ وچلولې شوې، وهل ټکول وشول، ډېر کسان شهيدان شول، ژوبل شول. د خدائي خدمتګار محمد خان کاکا وېنا ده چې د دۀ ورارۀ ؤ او پۀ 1997ز کښې وفات شوے دے،هغۀ به وې چې زۀ پۀ هوش کښې راغلم او ځان ته مې وکتل نو جامې راته نۀ وې خو چې مخکښې مې وکتل نو ترۀ مې پۀ وينو کښې لت پت پروت ؤ او د جامو ورپسې تار قدرے هم نۀ ؤ، نو ومې ژړل ځکه چې ما چرې هم دا ترۀ بد ځاے کښې تشو متيازو کولو هم نۀ ؤ ليدلے، ډېر حياناک ؤ. بل خوا چې مې وکتل نو سيد محمد هم سره د نورو خدائي خدمتګارو بربنډ پروت ؤ او د مخ نه ئې يو طرف ته ږيره بالکل ويستې شوې وه. يو قيامت ؤ. بيا څۀ کسان راغلل، پۀ مونږه ئې څادرې واچولې او مرهم پټۍ ئې راله وکړې خو د يو بل نه خبر نۀ شو . زۀ پۀ خپله پۀ سپغز باندې پۀ سنګين لګېدلے وم خو دننه بچ وم نو زر ښۀ شوم . پۀ سبا له کلي ته راغلم. سېد محمد هم پۀ درېمه ورځ کلي ته راغے چې چا ورته کتے نۀ شو. ټول زخمي وو. يو طرف ته ئې ږيره هم نۀ وه خو د کاکاجي د پير داد خان څۀ پته نۀ لګېده . زمونږه خيال دا ؤ چې هغه شهيد شوے دے. چې مونږه او هغه رانغے نو کور کښې د ماتم غوندې صورت حال ؤ. د پير داد خان بي بي چې لۀ خېره اوس هم ژوندۍ ده، وائي چې پۀ مونږه قيامت ؤ. زۀ هغه کېفيت بيانولے نۀ شم چې پۀ مونږه څۀ تېر شوي دي خو يوه هفته پس پته ولګېده چې د فوجيانو پۀ هسپتال کښې دے او ژوندے دے نو پۀ مونږه اختر شو او مبارکۍ وشوې. د هغۀ بي بي (زما مور) وائي چي کله راغے نو پته ولګېده چې د مرۍ کړۍ ئې پۀ سنګين لګېدلې وه خو د مرۍ رګونه ئې الله پاک بچ کړي وو نو الله پاک جوړ کړو . د دې نه پس يو ځل بيا جېل ته لاړو، شپاړس مياشتې ئې تېرې کړې او کله چې پاکستان جوړ شو نو يو کال پس مشرانو اطلاع وکړه چې پۀ چارسده کښې به جرګه کوو. نو پيرداد خان او د هغۀ ورارۀ محمدخان کاکا، سېد محمد کاکا او خان محمد کاکا چارسدې ته لاړل خو محمدخان کاکا به وې چې مونږه ورسېدو نو ګولۍ چلېدلې وې، يو قيامت ؤ. زنانو بوډاګانو واړو خپل مړي رشته داران کتل او اوچتول به ئې او اکثر چې دا قيصه به ئې چرته کوله نو اوس به ئې هم ژړل او دا خبره به ئې هم کوله چې کۀ چرې جناح خداے وبخښو نو زما يقين دے چې بيا به خداے پاک نمرود او فرعون هم بخښي.

    دغه شان وروستو به ئې هم د پارټۍ پۀ غونډو کښې شرکت کولو. د خپلو ملګرو سره ئې ډېره مينه وه او دغه شان دا ځلنده ستورے د فرورۍ پۀ 28 م نېټه کال1963 ز کښې د وړوکي اختر پۀ درېمه ورځ د دې دنيا نه رخصت شو . الله پاک دې وبخښي او قبر دې ورته ګلزار کړي .

    یادګیرنه:

    دا مضمون خان داد خان، د خدائي خدمتګار پیرداد خان زوي د خپلو یاداشتونو نه لیکلے دے. د فخرِ افغان پۀ لار تر دې دمه د خپل پلار د مینې حق ادا کوي. پۀ خپله هم د خپلې ضلعې پۀ کچ مختلفې تنظیمي ذمه وارۍ ورته سپارلې شوې دي او د هغۀ زوے نور داد خان هم د نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن د عهدېدار پۀ صورت کښې تنظیمي سیاست ته داخل شوے دے.

    تل دې وي باچاخاني

    تل دې وي پښتونولي

    تل دې وي عوامي نېشنل پارټي

  • پښتانۀ قدرونه او د حمزه بابا غزل – پروفېسر اباسین ایسپزے

    [د استاد اباسین ایسپزي د تحقیقي مقالې دې برخې نه د لیکنې

    د اوږدوالي تر مخه حوالې او حاشیې لرې کړې شوې.]

    د هر قام يو ثقافت وي. دغه رنګ د پښتون قام هم يو ثقافت دے، قدرونه دي روايات دي چې د پښتونولۍ پۀ نامه بللے شي او د دې رواياتو لوے خاصيت دا دے چې پۀ زرګونو کاله تېرېدو باوجود دې خپل وجود او روح برقرار ساتلے دے او تر ننه چرته پۀ پوره او چرته پۀ نيمګړي شکل کښې زمونږ سره دغه قدرونه موجود دي. بله دا خبره هم زۀ ښۀ داډه کول غواړم چې نوې دنيا زمونږ د دغه قدرونو نه د ژوند ژواک ډېر چلونه هنرونه زده کړي او خپل کړ ي دي. د پښتونولۍ د ژوند ژواک يوه ننداره ګورو. پۀ بنيادي توګه پښتونولي پۀ درېو برخو يا مرحلو يا توکو کښې وېشو.

    “(ا) خوئ خصلت (پښتانۀ خويونه)

    (ب) دود دستور (پښتانۀ دودونه)

    (ج) لارې چارې (پښتون قانون)”

    د دې پۀ اصل روح پوهېدلو نه پس مونږ د حمزه صېب د شعر دننه دغه توکي يو پۀ يو هم سنجولے شو او پۀ مجموعي توګه هم. پۀ داسې ثقافتي او تهذيبي ماحول کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوونکے حمزه پۀ يقيني توګه، ځانګړے فکر او د قوميت يو بشپړ رنګ روغن لري. پۀ راتلونکو پاڼو کښې د حمزه صېب پۀ شاعرۍ کښې د دغې رنګ او توکو استعمال، تاثير او کشيد ګورو:

    ننګ او غېرت:

    پۀ خپل ځان، مال، کور، مذهب، وطن او عن تر دې چې پۀ خپل ساتلي ځناور هم ننګ کول د غېرت خبره ګنلے شي. دا ټول پۀ ناموس کښې راځي او بې ننګه بې غېرته سړي ته ډېر سپک کتلے شي.

    ننګ د خپل عزت د خپل ناموس ساتل، د خپل عزت بدل اخستل او خپله پښتنه شمله هسکه ساتل وي. ننګيالے/ننګيالۍ هغه سړي/ ښځې ته وئيلے شي چې پۀ خپل ناموس سر قربانوي.

    عشقه دا تۀ يې چې رقيب مې سلامت ګرځي 

    ګنې کېدے شي چې پښتون چرې بدل پرېښودو؟ 

    بدل ورګرځول او بدل اخستل د ننګياليتوب يوه نخښه ده. ننګيالے پښتون د خپلې پښتو پۀ لمن هېڅ داغ نۀ پرېږدي.

    حسنه تۀ خودبين يې زۀ پښتون يمه 

    ما نۀ ده ښودلې ګدا سترګو ته 

    د پښتون ژوند تل د پښتو قائم دائم ساتلو د پاره وي اوچرې هم د پښتو پۀ ضد کار ته غاړه نۀ ږدي.

    لوړ ژور لا پښتني همت ته څۀ دي 

    د سيندونو غوندې لار پېدا کوه 

     

    پښتون هم د ژوند يؤ فطري او کوټلے نظام لري څنګه چې د سيند دا فطرت دے چې د هغې تېزې اوبۀ مخ پۀ وړاندې ځي او پۀ هر حال يو نه يو اړخ ته لاره وباسي، دغسې د ننګيالي پښتون پۀ کتاب کښې سخته، تکليف ناکامي هډو شته نه. د پښتونولۍ تقاضه دا ده چې پۀ هر ډول خپل مرام ته ځان رسوه.

    حمزه صېب دلته د بې پته او بې ننګه بنيادم انجام پۀ ګوته کوي. کله چې يو ځل د دۀ نه داسې حرکت وشي داسې قدم پورته شي چې هغه د پښتونولۍ د شان و شوکت مناسب نۀ وي نو بيا ورته داسې پېغور کوي:

    اوس دې شمله راته ښکاره شي د غېرت رېبځه 

    پښتونه ننګ چې درنه پاتې شو پګړۍ مۀ وهه 

    ستم دې خېر خو پښتني جذبه مې مۀ لمسوه 

    لار د وفا مې پۀ شوکمارو بې پتۍ مه وهه 

    دلته يو ناممکن کار لوري ته اشاره کوي چې د پښتون نه کله بې ننګه بې پته کار وشي نو هغه له بيا خوب چرته ورځي خو چې کله د عشق د عالمګيرې او بې قابو جذبې سره مخ شي نو بې ننګي کوي خو ورته ډېره عجيبه او نا ممکنه غوندې ښکاري.

    عشقه زۀ دې څۀ د رسوايۍ نه بې پرواه کړم 

    ګوره عجيبه چې پښتانۀ پۀ تور کښې خوب وکړو 

    پښتون چرې هم د احساسِ کمترۍ ښکار کيږي نه او چې کله هم داسې صورت حال ووينې، د بې ننګۍ اثرات وويني نو حمزه صېب طنز هم کوي، نصيحت هم کوي او پېغور هم:

    ټيټې له حيا دي خو درنې درنې غړيږي 

    داسې پښتنې د پښتنو سترګې پېدا کړه 

    کم ګورې خپل ځان ته مغربيانو کړې بې خونده 

    راشه حمزه بيا د خېبرو سترګې پېدا کړه 

    پۀ خپل اصل نسل او قوميت نۀ يواځې نازيږي بلکې پښتانۀ ورته د ننګ پۀ خاصيت د دينا تر ټولو غوره قام ښکاري.

    شک نشته هيڅ پۀ دې کښې مسلمان يمه زۀ 

    د لواړګي باشنده يمه ښۀ ځوان يمه زۀ 

    هرګز پۀ محوَ نۀ کړمه قامي امتياز 

    ژوندون به مې پۀ دې وي چې افغان يمه زۀ 

    او چې کله د وختونو له خوا پۀ پښتنه ټولنه د بدلون يو سېلاب راشي نو دغه وخت د حمزه بابا ننګيالۍ سترګې سپېځلي پښتانۀ زلمي او کوټلې پښتنې پېغلې لټوي چې ځان هم د پښتو پۀ کنډه پوره ونۀ ويني نو د پېغور غشي داسې راولي:

    چې وي زمرۍ د هوسۍ سترګو، پۀ لټون يمه زۀ 

    پوښتنې ډېرې ئې کووم خو پښتنې ورکې دي 

    ننګ د زمانې چې پښتون يار ته کړمه وړاندې 

    بل طرف ته مخ مې پۀ پېغور وګرځوي 

    دلته چې کومه دعوىٰ کوي، دغه مدلل هم ده او د سوچه پښتون د پاره ډېره د کار هم ده. ننګيالے هم داسې وي.

    پېغور:

    څوک چې د پښتونولۍ د قانون خلاف کار وکړي نو بيا ئې ورته خلق وخت پۀ وخت يادوي. دغه پېغور دے. وائي چې دا د تورې د ګذار نه هم سخت دے.

    پۀ پښتونولۍ ټينګ ودرېدل هم د ننګ و غېرت يوه ټوټه ده. کوم پښتون چې پتمن او مړنے نۀ وي نو هغۀ ته پۀ کور کلي کښې ډېر سپک کتلے شي. پېغورونه ورته کيږي او د مړني پښتون ډېر درناوے کيږي. پۀ چا چې د بې غېرتۍ تهمت يو ځل ولګي نو تر مرګه د هغې پۀ وينځلو وينځلو ستړے شي.

    وئيلے شي چې د ملاکنډ پۀ غزا کښې د يو کلي کوټيګرام يو هلک شهيد شو او د دغې هلک بل ورور غزا له نۀ ؤ تلے پۀ کور کلي کښې اوړېدو را اوړېدو نو د چم محلت ښځو بۀ دۀ ته پېغورونه کول. يو ځل دے د پېغورونو د لاسه دومره تنګ شو چې د يو غرۀ سر ته وخوت او هلته ئې پۀ تېز اواز دا ټپه وکړه

    د ملاکنډ د سر طوطي وے

    پۀ اور ستي وے تهمتي نۀ وے مئينه

    د غرۀ نه ئې راټوپ کړۀ او مړ شۀ. ځان ئې د بې ننګۍ د ژوند نه ازاد کړو.

    نو حمزه صېب هم وائي چې پښتون به پۀ هر حال کښې مړنے وي چې مړنے نۀ وي نو د پښتو له بامه کوز پروت وي. پۀ دغه لړ کښې د پښتنو بې اتفاقۍ ته پاملرنه کوي. د طنز نه ډک نصيحت هم کوي:

    حېف پۀ پښتنو مېړونو څۀ وشول 

    اوس و رته زلمي مۀ وايه جونه شول 

    يو کۀ پښتانۀ شي سره سخ ئې دے 

    تېږو سينې ورکړې سره غرونه شول 

    کله چې د پښتون قام د خپل ثقافت لوري ته د پاملرنې کمے يا نشت والے ګوري نو پۀ خپلو وطنوالو باندې ملامت وائي چې پۀ نوره ټوله نړۍ کښې شاعر د قام د سترګو تور وي خلق ئې پۀ سر ګرځوي او پۀ پښتنو کښې دغه خبره بيخي بدله ده. پۀ ژوند شاعر نۀ قدر وي او له مرګه پس ئې بيا نمانځي. چې د بې حسۍ يو مثال دے نو دا پېغور ئې هم د اورېدو او لوستو دے:

    شاعر پۀ بل هېواد کښې وي د قام د سترګو کسي 

    شاعر پۀ پښتونخوا کښې لېونے او لا ملنګ دے 

    ښکاره ده چې راغونډ دي پتنګان پۀ بله شمع 

    پښتون عجيبه څيز دے چې د مړې شمعې پتنګ دے 

     

    حمزه قدر پۀ خپل کور کښې د چا نۀ وي 

    د عربو خلق کوم دي چې حاجيان دي 

    کله چې د خپل قام وګړي د خپلې ژبې او خپل تهذيب نه لرې پۀ نورو تهذيبونو کښې لاهو ويني نو پۀ داسې حال کښې ئې دا شعر پېغور شي:

    تهذيب ئې د پښتو د مغربي لولۍ جار کړو 

    خوئ بوئي او هم لباس ئې مغربي رامعلوميږي 

    حېران شم چې خبرې پۀ پښتو کوي نو وايم 

    ډک شوے ټيکلے دےچې پۀ ډډ کښې ئې غږيږي 

    خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شاکا 

    ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نۀ کا 

    د خپل نوي کهول د بې غورۍ، ناپوهۍ او بې فکرۍ حالونه چې ګوري نو ورته وائي چې دا تۀ څنګه د حالاتو پۀ چپو کښې د حالاتو پۀ رحم و کرم روان يې، پښتانۀ خو داسې نۀ دي. وختونه پکار ده چې ستا پۀ رحم و کرم وے. د وختونو واګې ستا پۀ لاسو کښې وے. دا نه چې ستا واګې د وختونو پۀ لاسو کښې دي او چې کوم لور ته دې بيائي نو تۀ ورپسې لکه د څاروي روان يې. کۀ چرې تۀ لږ پښتون شې نو وختونه بۀ ستا پۀ قبضه کښې راشي تۀ به د وختونو پۀ پنجه کښې نۀ ئې ګېر. دا پېغور ژن انداز ئې هم د کتو دے:

    زلميه پۀ وختونو کښې بهېږې وايه ولې 

    وختونه خو هم تۀ پېدا کولے شې راستون شه 

    دا ګرانه دومره ګرانه نۀ ده ګرانه چې ښکاريږي 

    اسانه ده اسانه خو تۀ لږ غوندې پښتون شه 

    وائي چې پښتانۀ بل څۀ نه شي وژلے پېغور ئې وژني. هم دغه طنز، پېغور او ملامتيا چې د بابا پۀ شعرونو کښې ځائے پۀ ځائے پۀ نظر راځي نو زۀ دا ګڼم چې د شلمې پېړۍ پۀ تعليم يافته نسل کښې پښتو پښتونولي حمزه بابا ژوندۍ ساتلې ده. لکه څۀ رنګه چې زمونږ پۀ ټولنه کښې انسانيت او سړيتوب د رحمان بابا پۀ برکت وده موندلې ده. دحمزه صېب د شعر دا نمونه هم وګورئ:

    ما ته اشنا د بې پتۍ ولې پېغور کوې 

    لا خو تعلق د زړۀ مې شته دے د پښتو سره 

    لاس دې زما لاس کښې دے خو فکر دې بل خوا ته دے 

    داسې ګړه بړه څوک کوي د پښتنو سره 

    کله چې حمزه صېب د نړۍ د نورو قامونو ارتقائي سفر ته پام وکړي نو بيا د خپل قام پۀ ګرېوان کښې سر وردننه کړي او ډېر پۀ منطقي انداز ترېنه پوښتنه کوي چې د دنيا هر قام ځان ځان له چوکۍ او مقام غوره کړے دے. ځان ئې ورته رسولے دے او ستاسو څۀ اراده ده؟

    همه قامونه لوے او واړۀ جوړ شول 

    څوک د وخت ژبې څوک ئې لېمۀ جوړ شول 

    ستا له غېرته يوه پوښتنه کووم 

    پښتونه وايه چې له تا څۀ جوړ شول 

    پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې بابا ځائے پۀ ځائے زلمو ته پېغلو ته او عامو پښتنو وګړو ته پېغور او ملامته کوي او دغه پوښتنه کوي چې د فرد پۀ حېث د قام پۀ حېث او د نړيوال پۀ حېث چې پۀ تا کومې ذمه وارۍ راځي، آيا هغه تا ترسره کړې دي او کۀ پۀ شتۀ صلاحيتونو کښې بې عقله بې پوهې ګرځې. پۀ خپله بدحالۍ دې چرې نظر اچولے دے چې دا ولې ده؟ او د دې بوختې نه د وتو دې څۀ لار ګودر جوړ کړي او لارې ټاکلي دي کۀ نه؟

    دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې 

    پېغور هم ټيتې نۀ کړلې انګرېزې سترګې ستا 

    مېلمستيا:

    د پښتنو يوه ستره خوبي مېلمه پالنه هم ده. مېلمه کۀ اشنا وي او کۀ نا اشنا چې پۀ کور ورشي. د ښۀ نه ښۀ خوراک څښاک ورکولے شي. د ارام او راحت خيال ئې ساتلے شي:

    هغه چې شملو ئې د فلک سره سيالي کړه 

    خدائيګو هغه ښکلي پښتانۀ راته ياديږي 

    تاچې نن مېلمه ته بوټ تندے پښتنې ونيؤ 

    څو چې زۀ ژوندے يم نور بۀ څۀ راته ياديږي 

    مېلمستيا د پښتون ثقافت يو داسې غوره خاصيت دے چې پۀ نورو قامونو کښې پۀ دومره بشپړ ډول نۀ دے موجود. پښتون کۀ پخپله نهرې تېروي خو مېلمه له قرض پورکوي او د هغۀ د خوراک څښاک او سنبالښت ضرورتونه پوره کوي. د دغه مېلمستيا د خاصيت نه حمزه صېب پۀ خپل شعر کښې دومره ښکلے کار اخستے دے چې کله ترېنه د تغزل څړيکه را اوچته شي. کله ترېنه د پښتونولۍ د يو عظيم قدر پاخۀ او کوټلي بنيادونه څرګند شي. کله تاريخي او ثقافتي واقعات او شخصيتونه مخې ته راشي:

    لا د زړۀ حجره کښې مې پښتو کوربنه ښکاري 

    وي کۀ تنګدستي هم مېلمنو ته خوشحالېږم 

    دلته د پښتون ثقافت يو ډېر نازک اړخ ته زمونږ پام راګرځوي. کله چې د پښتون حجرې ته د دۀ دشمن هم ورشي نو دے نۀ يواځې د هغۀ پۀ مېلمستيا مجبور وي بلکې د هغه بېرته خپل کور ته پۀ حفاظت رسولو ذمه وار هم وي. د پښتنو دغه رواج دغه دستور دومره عجيبه دےچې د خپل سر قاتل ته به هم هرکلے وائي او د خپل درنه به ئې بېنوا نۀ رخصتوي:

    ستا د ترخو به دا علاج وي چې پۀ کور درشم 

    ننګ د پښتو به دې مېلمه ته کړي خوږې سترګې 

    پۀ خلاصېدو شوه د زړۀ وينه حمزه 

    لا ډېر غمونه مېلمانۀ پاتې دي 

    د پښتون فطرت دا دے چې مېلمه ته خوشحاليږي او دغه اندازه ئې د حجرو نه پۀ ښۀ ډول لګي. حجره يو داسې ځائے دے چې هر وخت پکښې مېلمانۀ موجود وي. حمزه بابا دغه دستور نه د تغزل داسې رنګونه او د پوهې داسې لارې چارې، وَلې راويستلې دي چې لوستونکے ګوته پۀ خلۀ پاتې شي:

    حمزه يو ښکلے کۀ لاړو بل به راشي 

    دا حجره کله خالي د مېلمنو شوه 

    زړۀ دےکه حجره د پښتنو زما 

    څومره چې ډېريږي مېلمانۀ ګوري 

    بيا دې حقيقت ته هم اشاره کوي چې ځينې شومان خلق د مېلمنو نه پټيږي هم او ورته تندے هم تريو نيسي. نو دلته حمزه صېب خپل محبوب ته خپل يار دوست ته وائي چې يا خو د خپل حُسن حجره بنده کړه چې مېلمانۀ نۀ راځي او چې کله ستا د حُسن پۀ کشش راغلي خلق ستا د حُسن ننداره کوي نو هغوي ته تندے تريو مۀ نيسه لکه د شوم او کنجوس بنيادم چې مېلمنو ته پۀ زړۀ خړه راځي.يعنې مېلمانۀ پرې ښۀ نۀ لګي. پښتون خو هر وخت پۀ هر حال کښې مېلمنو ته روڼ تندے لري:

    پښتون اشنا دې حجره بنده کړي د خپلې ښکلا 

    غوټه جبين شي لکه شوم چې مېلمانۀ وويني 

    دلته ئې سترګو ته هندکۍ او باڼۀ ته پښتانۀ وئيلي دي. د مېلمه اوکوربه تر مېنځه پۀ پښتنه ټولنه کښې يوه عجيبه رشته وي. پښتانۀ وائي پۀ پښتنو کښې مېلمه مشر وي. مطلب دا چې د هغۀ احترام هم لازم دے او د هغۀ د رضا کول هم ضروري ګنلے شي.

    سترګې هندکۍ دې کله شي ټيټې 

    باڼۀ دې نېغ وي چې پښتانۀ دي 

    پۀ مېلمه باندې کوربه بيا بيا تاکيد کوي چې دا ستا خپل کور دے. بيخي به طبعيت نۀ درنوې، تکلف به نۀ کوې نو دلته ئې د تغزل دغه خاصيت د اورېدو او لوستو دے:

    ستا يادونه چې تر اوسه لا پۀ خوئ د مېلمنو دي 

    تکلف خو غيريت وي د پښتون د زړۀ حجره کښې 

    پۀ مېلمه حجره ښائسته ښکاري خو کله کله کوربه ته څۀ پېښه وي او بې وخته پرې مېلمه راشي خو بيا هم د پښتون مزاج او هوډ غوښتنه دا ده چې مېلمه پۀ ځان پوهه هم نۀ شي چې بې ځايه يا بې وخته راغلے دے او د هر بللي نا بللي، خوښ نا خوښ مېلمه احترام لازم دے:

    زړۀ مې احترام کا د هر ښکلي چې خفه نۀ شي 

    څۀ به کړي پښتون چې ئې حجرې وته مېلمه راشي 

    وائي چې مېلمه پۀ نۀ خورم ښۀ ښکاري او کوربه پۀ ست:

    ما وې پښتون کوربه پۀ نۀ زړۀ هم څۀ ست خو وکا 

    پخپله هيڅ وئيلے نۀ شي مېلمانۀ پۀ ژبه 

    اشنا زۀ خو مېلمه وومه له شرمه به ما څۀ وې 

    اخر مسلماني ده دومره ست خو کوربانۀ کا 

    پخوا پۀ زمانه کښې زمونږ پۀ سيمه کښې دا دستور ؤ چې مېلمه به راغلو نو درې ورځې به د هغۀ ښۀ پۀ مينه محبت مېلمستيا کېدله او چا به ترېنه هېڅ پوښتنه نۀ کوله چې مېلمه څۀ له راغلے يې. پۀ درېمه ورځ به د کور مشر پۀ ډېره طريقه او احترام د مېلمه مقصد او مدعا معلومول او تر بېرته ستنېدو پورې به ئې هر څو ورځو پورې د مېلمنو درانۀ وړل:

    پښتنې خېر کۀ مې نظر څۀ ووې 

    خلق زغمي د مېلمنو خبرې 

    پۀ پښتنه ټولنه کښې د مېلمستيا دغه قدر د پښتون اخلاق اوکردار يو غوريز اړخ دے. کۀ د کوربه توب څۀ اداب او اصول شته نو د پښتنو پۀ ژوند کښې د مېلمه هم څۀ انداز او رنګ شته. هغه به هم د دغه رنګ پابندي کوي:

    کور د زړۀ دې وران کړو پښتنې زما 

    دلته خو رنګ رنګه مېلمانۀ راتلۀ 

    پۀ مينه کښې د پښتونولۍ د حجرې او د مېلمستوب د قدر نه څومره ښکلې ګټه پورته کوي:

    نور ښکلي مې هم کۀ زړۀ ته راشي اشنا څۀ وشول 

    پوئے خو يې حجره د پښتنو خو مېلمانۀ غواړي 

    بې له غمه اوس پکښې بل چا لره ځائے نشته 

    نور د زړۀ حجرې ته مېلمانۀ بللے نۀ شم 

    د نن سبا پۀ پښتنو هم طنز کوي چا چې د حجرو پۀ ځائے ډرائينګ رومونه جوړ کړل او يا ئې حجرې شاړې کړې. پۀ ډرائنګ رومونو کښې ناست د حجرو د عظمت سندرې وائي. د پښتون لباس نه عاري وي. د پښتونولۍ نه ډېر لرې وي خو د عظمت قيصې ئې کوي، پۀ ځان کښې ئې نۀ پېدا کوي. د خپل کردار برخه ئې نۀ ګرځوي. حمزه صېب دغه قيصه پۀ سادګۍ او پرکارۍ بيانوي:

    دا نن سبا چې مېلمانۀ نشته 

    هوښياران وائي چې پښتانۀ نشته 

    مېلمه چې راشي درته کور به وائي 

    مخه دې نيسه کوربانۀ نشته 

    بل مثبت اړخ ئې هم د کتلو دے:

    ګرانه زړۀ زماحجره د پښتنو ده 

    چې هيڅ وخت نۀ وي خالي د مېلمنو نه 

    جرګه:

    د انصاف او عدل قائمولو د پاره يوه داسې اداره چې هوښياران پکښې پۀ جار او دليل د حق او انصاف فېصلې کوي. جرګه درې مرحلې لري. (مرکه): چې پۀ وړه پېمانه د يوې مـسئلې اړخونه ګوري. اول ئې حل کوي کۀ حل نۀ شي نو جرګې ته ئې رسوي. دوېمه مرحله جرګه ده. چې پۀ اعلٰى جمهوري ډول پۀ رضا صلاح او دليل ثبوت د کشالې د حل لارې چارې لټوي او درېمه مرحله لويه جرګه ده چې دنيا ئې د پارلمينټ پۀ نامه بولي. زما دا خيال دے چې دنيا د جمهوريت تصور د پښتنو د جرګې نه اخستے دے. مرکه ئې پۀ تاڼه تحصيل بدله کړې ده جرګې له ئې د عدالت نامه ورکړې ده. او لويه جرګه د قامي اسمبلۍ پۀ شکل کښې بدله شوې ده.

    د پښتنو د جمهوري ژوند يو غټ علامت جرګه ده. جرګه چې ډېرې غټې خبرې، معاملې او کشالې پکښې پۀ څو ګهنټو کښې ډېرې پۀ انصاف فېصله کيږي. جرګه يو داسې قدر دے چرته چې هر چا ته د خپلې معاملې پۀ حقله د وضاحت او پۀ شوې فېصله د احتجاج پوره حق وي. تر څو چې جرګې مارانو ټول ناست خلق د پښتونولۍ د قانون پۀ رڼا کښې مطمئن کړي نۀ وي تر هغې جرګه پاڅي نه. پۀ جرګه کښې خلق ټول يوبل ته مخامخ ناست وي. ټول خلق د يو بل د مخ تاثرات پۀ اسانۍ ليدلے شي ځکه ډېر کم امکان وي چې څوک دروغ ووائي او کۀ ووائي نو هوښياران ئې سمدستي نيوکه وکړي. پۀ جرګه کښې ناست خلق پۀ ډېره هوښيارتيا د پښتون قانون پۀ رڼا کښې هره فېصله کوي. د پښتونولۍ د قانون نه نۀ جرګه مار غاړه غړولے شي او نۀ د مقدمې فريقېن. قانون قانون دے هر چا ته پۀ يوه سترګه ګوري. د دغه عظيم جمهوري قدر هر اړخيزه ننداره د حمزه صېب پۀ شاعرۍ کښې ګام پۀ ګام پۀ نظر راځي:

    د جرګې توکي، د جرګې ضرورت اهميت او تقدس، د جرګې پۀ پښتنه ټولنه کښې ارزښت او احترام د حمزه قلم پۀ بېلا بېله طريقه سنجولي دي. بيا د جرګې نه ئې چې کله د تشبيهـ کله د علامت او کله د اشارې او کنايې کار اخستے دے نو يو خوائې تغزل زېږولے دے او بل خوا ئې د تفکّر او تخيل نوې نوې او تازه تازه لارې پرانستې دي. د جرګې غړي عموماً سپين ږيري، سپين روبي او تجربه کار مشران وي، نو پۀ دې لړ کښې فرمائي:

    جمع کووم به پخواني يادونه 

    ورله جرګه زاړۀ زاړۀ راولم 

    تا ته خو سپين روبي د حمزه له خوا 

    درغلۀ جرګه خو را ستا نۀ دې کړۀ 

    راوړے له فطرته دې مزاج دے د جمهور 

    پښتو کوه جرګې د پښتنو مۀ هېروه 

    پښتانۀ هره خبره هم جرګې ته نۀ وړي. دوي دا کوشش کوي چې خبره پۀ خپلو کښې پۀ رضا صلاح هواره کړي او جرګې ته ونۀ رسي.

    ګوره پخپله به پخلا شُو سره 

    نۀ دي دا نۀ دي د جرګو خبرې 

    د کومې جرګې چې اثر نۀ وي او د کومې جرګې چې مشر نۀ وي نو هغه ښۀ نۀ لګي. پۀ دې حقله د حمزه صېب تجزيه ډېره حق بجانب ده. د يار تصور ته قائد او خپلو اوښکو ته پۀ بې تصوره بهېدلو بې تاثيره وائي:

    نشته تصور دې زما اوښکې تشې لاړې 

    څۀ هغه جرګه چې نۀ ئې سرۀ نه ئې قائد وي 

    بل علاج مې څۀ ؤ پښتنې چې نۀ راتلې 

    راغلې هغه اوښکې پښتنې چې نۀ راتلې 

    د دوه مخي اشنا پۀ حقله ئې د اظهار دا رنګ وګورئ. درغل او ټګژن اشنا چې پۀ ظاهره مسلمان او پۀ زړۀ کښې منافق غوندې دے:

    حمزه اشنا مې نۀ پښتو کړي نۀ پښتو پرېږدي 

    بېرته زما نه مرور شي چې جرګې تېرې شي 

    يارانو پۀ پښتون اشنا مې نۀ ؤ دا ګمان 

    جرګې له نيمې لارې راستنې شوې ځئ چې ځو 

    د حمزه صېب دا خيال دے چې پۀ ښکلو کښې پښتو نۀ وي. دوي د پښتونولۍ پۀ قدر احترام او درناوي نۀ پوهېږي. د خپل حُسن پۀ غرور کښې د هر څۀ نه بې پروا وي:

    حمزه د پښتني احساس ايله لۀ ښکلومۀ کړه 

    اشنا دې چې پۀ سوال او پۀ زارۍ نۀ پۀ جرګه شو 

    جرګه د لويو وړو پښتنو ترجماني کوي نو حمزه صېب وائي دغه پښتانۀ به جرګه کووم نو بيا به ئې يو مرکز ته راټولووم. پښتانۀ اتحاد او اتفاق او ورورولۍ ته د راجوړلو د پاره د جرګې نه کار اخستل غواړي:

    څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم 

    هرې تپې ته د جرګو سره ځم 

    جرګه ستنول يا جرګه رټل د پښتنو پۀ کتاب کښې نشته. عموماً جرګه قبلولے شي او درناوے ورته ورکولے شي. دغه قدر ته حمزه صېب د خپلې مينې پۀ تناظر کښې څومره پۀ ژور نظر کتلي دي. د محبوب له خوا د لږې ډېرې اشارې پۀ جواب کښې دغه شعر څومره خوند پېدا کړے دے:

    جرګه خو پښتانۀ رټلې نۀ ده پۀ هيڅ رنګه 

    دا ځکه ستا له ګواښه مې پۀ اوښکو کښې طوفان دے 

    پرې وونې (پېرونه) او تلې. دوه قسمه د ستورو ټولګي دي. پخوا به خلقو د شپې پۀ مزل کښې د ستورو پۀ رڼا او د ستورو پۀ ختو پرېوتوخپلې لارې معلومولې. او بيا پۀ تېره تېره عاشقانو له به خوب چرته ورتلو نو ټوله شپه به ئې اسمان ته کتل. هغه يوه پخوانۍ سندره وه:

    تلې راوختلې پيرونه پرېوتلې 

    پۀ ما مئينه ياره تښته ګنې کښېوتلې 

    د دې نه اندازه کيږي چې پيرونه پرېوتل د شپې ختمېدلو نخښه ورکوي. او تلې راختل د سحر د راتللو غمازي کوي:

    ستا پۀ بام چې راغلې ودرېدې مسکۍ شوې 

    چې پرې وونو پۀ مېنځ لار کښې څۀ جرګه کړه 

    د ستورو ټل او ټولګي ته د جرګې مشابهت د حمزه بابا کمال دے. بل خوا څوک چې پۀ هيڅ حال کښې د پښتو پۀ لاره د انصاف پۀ لاره د صلحې پۀ لاره قدم نۀ ږدي نو د هغۀ د برندوالي يو علاج دے او هغه برندوالے حمزه صېب مينې ته وړي وائي:

    ستا د برندو سترګو يو علاج او هغه دا دے 

    پنډه به پۀ تا د پښتنو اوښکو جرګه کړم 

    لنډه دا چې د پښتون ژوند د نورو مهمو اړخونو پۀ رنګ جرګه هم د حمزه صېب د شاعرۍ د يو علامت، د يوې تشبيهـ او يوې استعارې پۀ توګه استعمال شوې ده. چې رنګ پۀ رنګ معنې ترېنه راويستلے شوې دي او د غېرو پښتنو دلچسپي ئې هم راپارولې ده چې جرګه څۀ شےدے او غرض غايت ئې څۀ دے:

    لوظ:

    ښۀ ده نوم دې نۀ اخلم اقرار شو تر قيامته 

    دا رنګه لوظونه د شډلو پښتنو دي 

    وعده سرته رسؤل او پۀ خپل قول ټينګ ودرېدل، بې وعدې او بې ژبې بنيادم ته پښتانۀ سپک ګوري. لوظ پوره کول، وعده سرته رسول پۀ پښتنو کښې ډېر بې شانه اهميت لري. کله چې پښتون يو ځل ژبه وکړي نو بيا پۀ هېڅ حال د هغې نه نۀ اوړي. عن تر دې چې کۀ سر ئې هم ځي خو د خپلې وعدې پوره کول لازم ګڼي. دغه سپېځلے قدر حمزه صېب پۀ رنګ رنګ انداز کښې استعمال کړے دے. د پښتنې کردار د سانچې دننه ئې د لوظ اهميت هم ښودلے دے او د وعدې پوره کولو کار ته ئې پۀ ډېره درنه سترګه هم کتلي دي:

    ما وې د پښتنې پۀ بې لوظۍ مې يقين نۀ ؤ 

    وې هو، کړې وه ما ، خو پۀ خطا يوه وعده 

    دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې 

    پېغور هم ټيتې نۀ کړلې انګرېزې سترګې ستا 

    وعده پوره کول د پښتونولۍ يو ډېر کوټلے دستور دے. زمونږ پۀ ټولنه کښې بې لوظه خلقو ته سپک کتلے شي. څوک چې وعده سر ته و نۀ رسوي نو هغه کچه کچه کيږي، شرميږي خو دلته د حمزه صېب د پښتونولۍ او د مينې دا انداز د کتو دے چې پۀ ډېره سادګۍ کښې ډېر تغزل زېږوي:

    دې ته به څۀ وايو بې لوظه تۀ يې 

    د شرمه زۀ درته کتے نۀ شمه 

    ما ته پۀ مړو سترګو نظر مۀ کوه 

    چرته نا څاپه را ژوندے نۀ شمه 

    ژبه کول، وعده کول، لوظ کول يوه معنىٰ لري:

    ژبه چې نۀ ساتي پښتون بده ده 

    چې ساتي ژبه څومره ښۀ ښکاري 

    ننواتې :

    د امن او صلح يوه داسې ډله چې د چا پۀ کور هم ورشي او خواست وکړي نو خلق مړي هم وبخښي. عموماً ظالم پۀ خپلو کړو پښېمانه شي او د مظلوم کور ته معافۍ غوښتلو له ورشي. دغه ننواتې بللے شي. نړۍ زمونږ نه دغه شے زده کړے دے او د اپالوجي(Apology) نوم ئې ورکړے دے.

    برند باڼۀ دې جوړې ټيټ کړل زما اوښکو 

    احترام د ننواتې پښتانۀ کا 

    ننواتې د پښتونولۍ يو ډېر سپېځلے او کوټلے توکے دے. د څۀ پۀ برکت چې ډېرې غټې دشمنۍ او بدۍ ختمې شوې او پۀ دوستۍ او خپلوۍ بدلې شوي دي. د دې ننواتې کولو خپله يوه طريقه وي. عموماً ظالم پۀ خپلو کړو پښېمانه شي يا ئې خلق مجبور کړي چې ناروا دې کړې ده يا دې ډېر غټ ظلم کړے دے نو هغه مظلوم نه د معافۍ غوښتلو د پاره تيار شي. طريقه دا وي چې د ټولو وړاندې زنانه مشرانې قرآن پۀ سر د مظلوم پۀ کور ور ننوځي او د معافۍ درخواست وکړي. پۀ ځينو علاقو کښې ظالم پۀ خُلۀ کښې واښۀ او پۀ غاړه پړے حجرې ته ورشي. د دې مطلب دا شو چې زما پوره پوره اختيار ستا دے او ځينې سيمو کښې هم دغسې شرمنده ورشي او د کوربه د پاره دا لازمي وي چې دغه ننواتې ومني. پۀ تاريخ کښې به ډېر کم داسې شوې وي چې چا به ننواتې نۀ وي منلې. کۀ يو ځل ئې ونۀ مني پۀ دوېم ځل ئې ارو مرو مني:

    پښتون اشنا چې ننواتې غواړي 

    سترګو ته اوښکې پښتنې راشي 

    اوښکو ته جرګې وئيل ننواتې وئيل د حمزه صېب نه مخکښې چا نۀ دي کړي نو ځکه دا مونږ ډاډه وئيلے شو چې د حمزه بابا د قوميت رنګ ډېر خور وور او دپښتونولۍ د بېلا بېلو توکو نه تاويږي راتاويږي. د پښتنې ژوند امروزه توکي ئې د خپل شعر علامتونه او تشبيهات ګرځولې دي او حسن ئې ورله بې کچه زيات کړے او شعر ئې د خپل چاپېريال ترجمان کړے دے.

    اوس خو دا غشي د بڼو دې راته مۀ ګرتوه 

    پۀ ننواتې زمااوښکې پښتنې راځي 

    د ننوانې غوندې د عظيم قدر د اوښکو سره مشابهت پېدا کول او بيا پۀ دغه قدر اوښکو ته درانۀ کتل د ننواتې درنول دي.

    لکه وړاندې ما عرض کړے ؤ چې ننواتې پۀ هر ډول خلق قبلوي خو کۀ چرې داسې وخت هم راشي چې ننواتې قبوله نۀ شي نو بيا د هغې نه پس جرګې او مرکې هيڅ معنىٰ نۀ لري چې د ننواتې سپکاوے وشو تر هغې به جرګې مرکې کيږي تر څو چې د ننواتې قبلولو ته کوربه نۀ وي جوړ شوے يا چې د ننواتې غوندې درانۀ بار ته ظالم غاړه کېښوه، د مظلوم پۀ درشل ورغلو او مظلوم د دۀ منت زاري قبول نۀ کړل نو مطلب دا شو چې د دې نه پس پاتې ټول کوششونه بې معنىٰ اوبې مطلبه دي. يعنې اوس جرګې مرکې څۀ حېثيت نۀ لري.

    دلته تاسو اندازه واخلئ چې حمزه صېب د پښتونولۍ څومره ژور علم لري. او د خپل شعر پۀ وسيله د پښتونولۍ د بېلا بېلو دودونو څنګه ښکلې او واضحه تشريح کوي چې هر لوستونکے او اورېدونکے ترېنه پوهه او بصيرت اخلي.

    اوښکې مې راغلې خو څۀ ستنې شوې 

    جوړ څۀ هندکۍ شوې څۀ پښتنې شوې 

    چې ننواتې قبوله نۀ شوه 

    اوس څۀ جرګې شوې څۀ مرکې شوې 

    پت :

    د ټولو نه دروند او سپېځلے خوئ پت پالل او عزت ساتل ګڼلے شي. نۀ پۀ خپله سپکاوي ته غاړه ږدي او نۀ د بل سپکولو ته خوشحاليږي. سوال کول او چا ته لاس نيول هم بې پته کار ګڼي.

    ګله بې پت لکه د پرخې نۀ يم 

    چې به د نمر د پلو شو سره ځم 

    پت هم د پښتونوالې يو داسې رنګ دے چې پتمنو خلقو ته ډېر پۀ درنه سترګه کتلے شي او بې پته خلقو ته پۀ ښۀ سترګه نۀ شي کتلے. د پت او بې پتۍ دغه انداز حمزه صېب د مينې د وارداتو او د ژوند د کشالو سره داسې تړلے دے چې لوستونکے پۀ بې شانه دا د ورکولو مجبوروي او دغه قدر چې د قوميت پوره ادراک ترې کېدے شي. د حمزه صېب د پتمن کردار څرګندونه هم کوي:

    کله چې د پت پۀ ضد يو داسې بې پته بې عزته کردار يا کار ورته پۀ نظر راشي نو پۀ نا وئيلي رنګ کښې پۀ نا وئيلو ټکو کښې د پت پۀ معنىٰ لوستونکے ورسي:

    مۀ ګرځوه سترګې له مېلمه نظر 

    ګوره حجرې بېرته پښتانۀ ساتي 

    زۀ ننيګالے يمه د تا پۀ بې پتۍ مې څۀ شي 

    يمه پښتون له خپله هوډه اوړېدے نۀ شمه 

    ما ته اشنا تۀ د بې پتۍ ولې پېغور کوې 

    لا خو تعلق د زړۀ مې شته دے د پښتو سره 

    لاس دې زما لاس کښې دے خو فکر دې بل خوا ته دے 

    داسې ګړه بړه څوک کوي د پښتنو سره 

    حمزه صېب پښتو او پښتون لازم او ملزوم ګڼي يعنې يو پښتون به پۀ معاملاتو کښې کره وي. د دۀ ټول عملونه، د دۀ کردار، د دۀ ورکړه راکړه، ناسته پاسته، راشه درشه ټول به د پښتونولۍ پۀ چوکاټ کښې دننه وي او کۀ چرې د دغه فرېم نه د دغه قانون د دائرې نه دے بهر ته د وتو کوشش کوي او يا پکښې د ځان د پاره څۀ نرمي څۀ فرار څۀ معذرت لټوي نو بيا د حمزه صېب قلم خپل پښتون احتجاج او افسوس داسې څرګندوي:

    پۀ پښتانۀ کښې بې لوظي د بې پتۍ نخښه ده 

    قاصده داسې ورته وايه کۀ دې بيا وليدو 

    دلته ئې پښتون هوډ پۀ غورځنګ دے او چې کله د خپل ثقافت خلاف د محبوب له خوا هم قدم وچتول وويني نو ډېر پۀ انتها پسندۍ ځان ته ګويا شي او خپل ځانته خپلې پښتنې مينې ته څۀ داسې وائي.

    څۀ شي کۀ يار کړې درته سترګې پيرنګۍ بدلې 

    سپين دې خپل سر کړه پښتنې مينې د پت د پاره 

    بدرګه :

    د ځوانانو د يو ټولګي پۀ مرسته. مېلمه د خپل کلي/سيمې د حدونو نه پۀ حفاظت کښې تېرول.

    ښکليه قافله دې د سينګار چرته لوټ نۀ شوه 

    تل چې ورسره ده بدرګه د ائينې 

    بدرګه هم د پښتون ثقافت يو پۀ زړۀ پورې توکے دے لکه څنګه چې وړاندې وئيلے شوي دي چې بدرګه هغه حفاظتي دستې ته وئيلے شي چې د خپلې سيمې د حدونو نه مېلمه پۀ حفاظت وباسي. د پښتونولۍ دا قانون دے چې ستا د کلي / علاقې پۀ حدونو کښې ستا راغلے مېلمه د هر قسمه حادثې نه بچ کول ستا ذمه واري ده. لکه پخوا به ځنګلي ځناور او لوټماران ډاکوان هم وو او د مېلمه يا کوربه د دشمنۍ پۀ وجه به هم دغه ويره ترهه وه چې هسې نه چرته څوک نقصان ورورسوي. دا ښکلے قدر هم حمزه صېب د خپل قوم خوښي فکر پۀ برکت ستائيلے هم دے. سنجولے او پلټلے هم دے چې د معنو نوي نوي اړخونه او رنګونه ئې زېږېدلي دي.

    ګېر مې شو کاروان د وسوسو پۀ غلچکو کښې 

    پوئے دې تصور کړه بدرګې راولېږه 

    منزل ته د تکميل به د تا حُسن ورسېږي 

    د ژوند د چول تر پايه درسره يم بدرګه کړم 

    کله چې پۀ مينه کښې پۀ هر قسمه حالاتو کښې پت پالل غواړي نو د دغه پت پاللو د پاره د وخت سترګې کۀ هر څو ورانې وي حالات کۀ هر څومره نا مناسب او ناوړه وي. لارې کوڅې کۀ هر څو د غمازانو او خطرونه ډکې پکې وي. کۀ هر څو د نقصان او تاوان پۀ يقيني توګه خطره هم وي نو وي دې. پۀ دغه وخت کښې د پښتني چوکاټ دننه حمزه صېب د خپلې مينې پاللو د پاره کومه لهجه خپله کړېده، هغه څۀ دا رنګې ده:

    د پښتنې مينې به څۀ وايمه 

    بې بدرګې او بې رېباره ګرځي 

    ستا بدرګه د تصور رانه جدا شوه اشنا 

    ځکه خو زۀ پۀ نيمه لار کښې د سفر پرېوتم 

    د پښتون ثقافت روزنه:

    ولې سبب دې د قامونو د پستۍ هېر کړو 

    راز دې تړلے د رفعت د روايت سره دے 

    حمزه صېب د ثقافت د بېلا بېلو توکو د رنګ پۀ رنګ استعمالولو د هغې نه د رقم رقم معنو راويستلو کار پۀ ډېره کاميابۍ او برياليتوب ترسره کړے دے. او د دې سره سره پۀ دې نتيجه هم رسېدلے دے چې د يو قام د ترقۍ راز پۀ خپل ثقافت د ټينګ ودرېدلو سره دے. پۀ نړۍ کښې د خپل قامي شناخت پېدا کولو د پاره وړومبے شے خپل ځان پېژندل او د خپلو ثقافتي ادارو او توکو سره د کاميابۍ پۀ سفر وړاندې تلل دي.

    د نظم او غزل دننه ځائے پۀ ځائے حمزه صېب کله پۀ مبهم رنګ او کله پۀ ډانګ پئيلي د خپل قام وګړو ته خبردارے ورکړے دے چې کۀ چرې خپله ژبه، خپل تهذيب، تمدن او خپل تاريخ درنه ورک شو نو تاسو به هم د نړۍ د مخ نه د غلط حرف غوندې ورک شئ. بيا به مو څوک نامه او نښانه نۀ پېژني:

    دے د خپل قام هر وګړے د خپل ثقافتي غورځنګ کامله نمونه ليدل غواړي او چې کله هم څوک د دۀ پۀ وړاندې بې پته او بې پښتو کار وکړي نو دغه د بابا پۀ خيال ثقافت له خطره جوړيږي.

    د پښتون زوئے او د پښتونه خلاف 

    خاونده دا د څۀ نه څۀ پېدا شو 

    چې پرې نۀ وځي پۀ ښکته پښتنو پښتو 

    کړئ جګه تر اسمانه مېړنو پښتو 

    کړئ سُر داسې تارونه د ملت د رباب 

    چې هره پرده غږ کړي چې پښتو پښتو 

    پۀ خپل کلام کښې حمزه صېب د پښتون ثقافت د عظمتونو مدلل ذکر مذکور کړے دے. عام اولسي وګړو ته عموماً او د قام نوي کهول او زلمو ته ئې خصوصاً کله پۀ طنزيه رنګ کله پۀ مزاحيه رنګ او کله د نصيحت نه پۀ ډکه لهجه کښې پۀ خپل ثقافت د ټينګ ودرېدلو او د دې ودې او پرمختيا د پاره بلها لارې چارې ښائيلې دي او دا ئې ثابته کړې ده چې کۀ تاسو خپله پېژندګلي او عظمت غواړئ نو خپل ثقافت راټينګ کړئ. پۀ نورو پسې تلل ځان ورکول دي او خپله لاره نيول منزل ته د رسېدو غوره فارموله ده:

    مرګ ئې پۀ بل يو قام کښې ګډون دے 

    ژوند ئې د خپلې وينې ساتون دے 

    چې پۀ خپل ذات کښې زغملے شرک نۀ شي 

    جوړ پۀ معنىٰ کښې خدائے هم پښتون دے 

    خپله ژبه پښتو

    پښتو لولئ! پښتو وایئ! پښتو لیکئ!

    هر علم دے بې کاره بې لۀ ژبې مورنۍ نه 

    پښتو د جنت ژبه ده راغلې پاک خداے نه 

    دا لیک مو پۀ تختۍ دے پاس لۀ عرشه د کرسۍ نه 

    خوږه لۀ هرې ژبې لۀ پارسۍ د انګرېزۍ نه 

    د خداے نعمت د علم چې څکې پۀ پردۍ ژبه 

    پۀ خوند ئې تۀ پوهـ نۀ شوې کۀ دې تېر شوله مرۍ نه 

    څۀ روغ زړګے به لاړ شم زۀ اکبر د دې دنیا نه 

    الله کۀ پښتون خلاص کاندې لۀ هرې غلامۍ نه 

    عبدالاکبر خان اکبر عمرزئ )چارسده(