د پښتنو د بې قرارۍاٰتش فشان – افراسیاب خټک

ژباړه: پښتون

The Volcano of Pashtun Unrest

 

د The Nation پهٔ مننه

د فرورۍ پۀ سر کښې پۀ اسلام اباد کښې د پښتنو زلمو لس ورځني پرلت پسې پۀ سوات او باجوړ کښې زورور احتجاجونه وشول. د سوات اولس پۀ سیکیورټي چېک پوسټونو د خلقو اوږدو قطارونو کښې د ودرولو، زورلو او سپکاوي خلاف لاریون کولو. دغه خلق پۀ یو چېک پوسټ د یو ناروغه وړوکي ماشوم پۀ مرګ بلوه شوي وو. هم دا مسئله پۀ اسلام اباد “پښتون پرلت” کښې هم مخې ته راوړې شوې وه. د باجوړ اولس د کراچۍ نه د وژلے شوي زلمي احمد خان د مړي پۀ رارسېدو احتجاج ته راوتلي وو. احمد خان د سیکېورټي فورسز ولقه کښې مړ شوے ؤ. دا هم د هغه نقیب مسید غوندې جعلي پولس مقابله کښې وژلے شوے ؤ چې پۀ سر ئې پښتنو اسلام اباد ته لاریون کړے ؤ. د احمد خخان د داسې قتل نه ثابتېږي چې کراچۍ کښې د امنیت د ذمه وارانو نۀ کوم احتجاج نه سترګه سوزي او نۀ د کومې غلطۍ نه سبق زده کوي. سوات کښې هم پۀ چېک پوسټونو د نامناسبه رویې او جائز اولسي شکایتونو د اورېدو پۀ ځاے د سوات پولس د احتجاج پۀ مشري کوونکو د ترهګرۍ مقدمې وخېژولې. دغه اقدام سول سوسائټي ډېره فکرمنده کړې ده چې رد عمل کښې ئې د پېښور هائي کورټ بار ایسوسي اېشن لۀ خوا زورور قرارداد منظور کړے شوے دے.

د پښتنو د بې قرارۍ جرړې د پاکستان د سیکېورټي اسټېبلشمنټ لۀ خوا دلته وضع کړې شوې او عملي کړې شوې د طالبانو مرستیاله افغان پالیسۍ کښې دي. د پاکستان حکومت د رسمي وېنا تر مخه تېرو پنځلس کلونو کښې دلته پنځوس زره نه زیات خلق ترهګر بریدونو کښې وژلے شوي دي، خو حکومت د دغه وژنو سیمه ایزه شمېره نۀ ښائي. پښتانۀ وائي )او داسې ده هم( چې دغه وژنو کښې لس کم سل فیصده 50,000) کښې (45,000 پښتانۀ پۀ خپلو سیمو کښې وژلے شوي دي.

افغانستان ته د ریاست لۀ خوا لېږلے کېدونکو طالبانو دپاره تربیتي مرکزونه د پښتنو سیمو کښې جوړ کړے شوي دي. د تحریک انصاف د صوبائي حکومت لۀ خوا حقانیه مدرسې ته )تېرو ورځو کښې( ورکړے شوي اوویشت کروړه (277,000,000)روپیو مرستې نه دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې حکومت د طالبانو د ملاتړ هغه پالسي جاري ساتي چې نتیجه کښې ئې پۀ اقتصاد، کلتور او ژوند د بدو اغېزو لۀ کبله پښتون وطن تباهۍ سره مخ دے.

د څلورو لسیزو راهسې د روانو پوځي عملیاتو پۀ نتیجه کښې پۀ لوے شمېر کښې د خلقو خپلو سیمو نه د بې دخلۍ لړ کښې هېڅ نظامي او انتظامي پاملرنه او منصوبه بندي نۀ ده شوې. دا بې دخلي د پنځلسمې پېړۍ پایله او د شپاړسمې پېړۍ پېل کښې د مغلو بریدګرو د لاسه د افغانانو بې دخلۍ نه پۀ هره حواله لویه بې دخلي ده.

پۀ پاکستاني اسټېبلشمنټ د قابض پنجاب د خیانتګرې او بد عنوانه پالسۍ نتیجه کښې د وسله وال جنګ ټول نقصان د قبائیلي سیمو پښتنو ته رسېدلے دے. پۀ افغانستان کښې د طالبانو جنګ د پاره دا فاټا د مورچې پۀ توګه استعمالولو سره دې سیمې نه وینې وینې پرهر جوړ شوے دے. پۀ ‘ضربِ عضب’ اپرېشن کښې د میر علي او میرامشا غوندې ښارونه ړنګول او کاروباري مرکزونه مسمار کول د دې علاقې د اوسېدونکو د تباه کولو سره سم وو. هم داسې ګڼ مثالونه پۀ نورو پولټیکل ایجنسیو کښې هم ډېر دي. تېر کال کښې دیارلس واړه امریکائي ډرون بریدونو خپل اهداف هم پۀ دې فاټا کښې ویشتلي دي. حکومت د اصلاحات نافذ کولو د پاره د خپلې کمېټۍ د سفارشاتو او خپل لوظ نه پۀ شا شوے دے ځکه ئې اوس هم دې سیمې ته د میډیا پرېښودلو او سول سوسائټۍ له د لارې ورکولو نه څنډه کړې ده.

پۀ پوله کنډه تار لګول او افغان تجارتي لاره ‘چاه بهار’ ته اړول د دې سیمې د پښتنو عموماً او خصوصاً پۀ پوله د ژوند کوونکو پښتنو د اقتصاد قتل دے. د پېرنګي پۀ سنت کالونيل طرزِ حکومت برقرار ساتل او د پښتنو پۀ اقتصاد د روان جنګ اثرات هغه عوامل دي چې د پښتنو د بې قرارۍ اٰتش فشان ئې چاودنې ته روانه کړې ده. سیکېورټي اسټېبلشمنټ پۀ دې موضوعاتو خبره نۀ کولو د پاره سیاسي ګوندونه د فشار لاندې ساتي. دې حالاتو د جنګ، بې دخلۍ او اقتصادي بدې ورځې ځپلو او پۀ سماجي توګه بېدارو زلمو ته لاره ورکړه او هغوي د راپاڅېدو فېصله وکړه. تر دې دمه هغوي سره د اولس مرسته د ستائینې وړ ده. پۀ دغه پرلت کښې برغې شوې نعرې او وئیلې شوې سندرې پۀ یو درنګ څلور کونجه رسېدلې او غږېدلې دي. پوځ د هغوي ځینې غوښتنې منلې دي چې دا یو ښۀ او مثبت پېش رفت دے او د واک د خاوندانو لۀ خوا د حالاتو پۀ دانشمندانه طریقه د حل امید راولاړوي.

خو دا بې قراري پۀ افغانستان کښې د روان جنګ لۀ کبله ده چې د پښتنو پۀ سیمو کښې ئې د مرګونو او تباهۍ لارې پرانستې دي. د پښتنو زړونه او ذهنونه دلاسه کولو د پاره باید پاکستانے ریاست پۀ خپله افغان پالیسۍ نظرثاني وکړي.ش

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

دا هم ولولئ

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور …