پۀ تاریخي توګه زموږ ټولنه کښې مذهبي تحریکونه، مذهبي پېچلتیا پۀ شدت سره راڅرګندولو کښې پېرنګي راتګ یو مهم کردار لوبولے دے، پېرنګي دلته راتلو سره دا ګڼل چې څنګه پۀ اروپا کښې سیکولرزم لۀ لارې مذهب د ریاست چارو نه بېل کړے شو نو همداسې پۀ هند کښې مونږ مذهب د فرد ذاتي ساحې (Individual Sphere) پورې محدود کولے شو خو دلته کیسه بدله وه، د جنوبي اسیا پۀ ټولنو کښې مذهب واضح او ډیفاین نۀ ؤ، دلته پۀ ټولنه کښې د سیکولر او مذهبي، مقدس او غېر مقدس، پبلک او پرائیوېټ ساحو (Sphere) ترمنځ واضح سرحدونه شتون نۀ لرلو يعني خلکو کښې د مذهب اغېز ؤ خو مذهب کوډیفائیډ، منظم شکل کښې نۀ ؤ، مذهبي او ځايي کلتوري اقدارو ترمنځ سرحدونه نۀ وو. پېرنګي د خپل مستشرقیت (Orientalist) نظر لاندې دا ګڼل چې د هند خلک خو جاهل دي چې دوي پبلک او پرائیوټ ساحې (Sphere) ترمنځ پۀ فرق نۀ پوهېږي نو پېرنګي دلته پۀ جبر د بیوروکرېسۍ، تعلیمي ادارو لۀ لارې د جدیدیت او زده کوونکي نام نهاد مهذب کولو پروسه پېل کړه. دې سره نوې تعلیم یافته طبقه دوي سره همغږې شوه او اروپايي نظام ئې پۀ اسیائي ټولنه کښې غوښتل پېل کړل. دې کار دوه عکس العمل ښکاره کړل؛ یو دا چې پېرنګي د دې ځاے د خلکو مذهبي کارونو کښې ګوتې وهل پېل کړل نو بل اړخ ته پۀ ردعمل کښې نوي نوي مذهبي تحریکونه راښکاره شول چې مذهب خالص (Purify) کړي او ریاستي اقتدار ته ځان ورسوي چې نن هم مونږ هاغه مذهبي تحریکونه د تقسیم نه پس هم وینو.
مذهبي تحریکونو سره سره د مذهب دا وسیله (Instrument) لۀ تقسیم مخکښې د شمالي هندوستان اقلیتي ضلعو مډل کلاسي مسلمانانو هم اختراع کړه چا چې د هند هندو مډل کلاس طبقې اکثریت سره رقابت لرلو او راروان وخت کښې هم دې رقابت د دو قومي نظریې پۀ نتیجه کښې د بېل ‘مسلمان ریاست’ جوړولو بیانیې بڼه خپله کړه خو پۀ حقیقت کښې د دې طبقې ‘مسلمان ریاست’ تصور د مذهبي ګوندونو ‘اسلامي ریاست’ سره هېڅ تعلق نۀ ؤ، کۀ څۀ هم مسلم لیګيانو بېل ‘مسلمان ریاست’ غوښتنې لپاره بې درېغه مذهبي استعارې، تشبیهات او نعره بازۍ وکارول.
د فرانس نیو- مارکسټ فلسفي لوئیس التوزر (Louis Althusser) تصور چې هم نوموړي التوزر ورته د نظریاتي ریاست جبر (Ideological State Apparatus) نامه ورکړې ده. د التوزر دا خیال ؤ چې ریاست سره د جبر کولو لپاره بېلابېلې وسیلې (Instruments) وي، چې کله ریاست یوه مخصوص نظریه خپله کړي نو د هغې پۀ جبر کښې نور زیاتوب راشي او دې کار لپاره دوي ته هغه څوک مېلاو شي چې څوک د ریاست د هغې فرسوده نظریه سازۍ پروسې پلویان وي. ریاست پۀ دې نظریاتي بنیادونو باندې حاصل کړے شوي حمایت لۀ لارې نۀ یوازې سیاسي نظام خپلو مقاصدو لپاره کاروي، بلکې کلتور، ژبه، تهذیب او تعلیم هم پۀ دې لار د راوستلو کوشش کوي، دا هر څۀ ریاست خپلو مقاصدو اخستلو او ترلاسه کولو لپاره ګټور ګڼي. دې لپاره ریاست نصابي کتابونه د خپل وضع کړے شوي نظریاتي اصولو پۀ رڼا کښې جوړوي او داسې نصاب راوستل کېږي چې هغې کښې د اختلاف ګنجائش نۀ وي. تعليمي ادارو کښې داسې استاذان راوستل کېږي چې د ریاستي نظریه سازۍ پروسه یقیني کړي او دا ریاستي جبر پۀ طبعي او غېر طبعي دواړه شکلونو کښې نۀ یوازې پۀ تعلیمي ادارو کښې بلکې د کرکټ او لوبو میدانونو نه راواخله تر د موسیقۍ کنسرټونو، ادبیاتو او هنرونو، پوځي چهاوڼیو او پهاټکونو، عدالتي فېصلو، پارلېماني غونډو، مذهبي تبلیغاتو، سرکاري مراسمو لکه چوده اګست او شپږم ستمبر ورځو کښې موږ ته پۀ اسمانونو کښې د جازونو ګهن ګرج ژور پېغامونو راکوي.
د التوزر د دې تصور مونږ سره ژوندے مثال پاکستان دے چې د پاکستان خپل ریاستي نظریاتي اساس د مسلم لیګي سیاستمدارانو لۀ خوا اختراع شوې ‘دو قومي نظریې’ باندې بنسټ لري چې دو قومي نظریې کښې اسلام ته مرکزیت حاصل دے. د ریاست ځان ‘د اسلام قلعه’ پۀ توګه وړاندې کولو پروسې نۀ یوازې مذهبي افراطیت، بلکه د اقتصادي، سیاسي بې ثباتۍ ستونزو سره سره غربت، زورواکي او افراطیت رامنځ ته کړي دي چې پۀ نتیجه کښې ئې پاکستان پۀ نړۍ کښې یوه بدرنګه څېره لري او پۀ يو شمېر محاذونو د ګواښونو سره مخ دے.
د پاکستان ریاست نظریه پۀ څلورو بنیادي اصولو ولاړه ده؛ وړومبے مسلمان تشخص ارزښت ټاکنه (Valorization) کول او د هغې لۀ لارې پاکستان کښې مېشت د ځايي تاریخي قامونو تشخص د اسلام پۀ جامه کښې رد کول، دوېم اردو ژبې ته قامي ژبه وئیل یعنې اردو ژبه د ‘دو قومي نظریې’ مسلمان تشخص اساس ګڼل، د دې عمل لۀ لارې داسې تاثر ورکول چې ګنې د ځايي مېشت تاریخي قامونو ژبې نیمګړتیاوې یا محدود اسلامي رنګ لري او اردو ژبه د تاریخي قامونو تشخص پرضد کارول، درېم مسلم لیګي او اردو ژبې ویونکې د اشرافیې ښاري طبقې کلتور ته د برترۍ، مهذبتیا، اسلامي مقام ورکول او تاریخي قامونه کلیوال مقامي کلتورونه جاهلانه، کم تر او غېراسلامي بلل لکه څنګه چې به پنجابي-مهاجر اشرافیې بنګالیانو ته پۀ سپک نظر کتل او څلورم دو قومي نظریې ته جواز جوړولو لپاره ریاستي تاریخ نویسۍ (Historiography) ته یو مقصدي (Teleological) بڼه ورکول چې ګنې پاکستان جوړېدل خو یو مقدس کار ؤ، چې دا ملک خو پۀ هاغه ورځ جوړ شو چې کله محمد بن قاسم سنده ته راغلو، لکه تقسیم نه پس پۀ کال ۱۹۴۹ کښې د اسلام او تاریخ ترویج او تحقیق لپاره هسټري بورډ جوړ کړے شو. دې هسټري بورډ کښې سید معین الحق، اشتیاق حسېن قرېشي او شېخ اکرام مهم نومونو وو، چې چا د پاکستان تاریخ سازي د دې خاورې خپل زوړ تهذیبي تاریخ پرځاے پۀ دو قومي نظریې او د اسلامي تشخص پۀ بنیادونو وکړه چې پۀ نتیجه کښې هر هغه څوک چې د ‘دو قومي نظریې’ خلاف دے، هغه د اسلام او پاکستان دښمن او غدار وګڼل شو.
دې ریاستي نظریې ته پۀ وړومبې سر کښې د سول او پوځي بیوروکرېسۍ او پنجابي-مهاجر اشرافیې مشترکه مفاداتو لۀ کبله حمایت حاصل دے، دې ریاستي نظریې نه بنیادي کار چې کوم اخستل کېږي هغه تکثیریت، تنوع ختمول يعنې پاکستان کښې مېشت د تاریخي قامونو استحصال کولو لپاره د دوي تشخص ختمول چې د دې پرضد بېلا بېل وختونو کښې قامونو مزاحمت هم ښکاره کړے دے لکه تقسیم نه پس پۀ کال ۱۹۴۸ کښې د بلوڅو د ریاست پرضد وسله واله مبارزه پېل کول، د بنګالیانو محرومیت او پنجابي-مقتدرې سره سر وهل او پۀ کال ۱۹۷۱ کښې خپلواکي ترلاسه کول، پښتنو ملتپالو د هند وېش مخالفت کول، پاکستان جوړېدو نه پس پۀ بېلا بېلو شکلونو کښې د ‘خپلې خاورې اختیار’ لپاره هلې ځلې کول او سندهیانو د پاکستان تحریک نه مایوسه کېدل او د ‘سندهودېش’ ناره پورته کول.
دا جناح صېب ؤ چې د مذهب پر اساس ئې یو جلا ملک رامینځته کړو خو لۀ جناح وروسته وزیراعظم لیاقت علي خان چې پۀ نوي جوړ شوي ملک کې ئې هیڅ سیاسي کردار او اهمیت نۀ لرلو نو لۀ همدې امله ئې د مذهبي سیاست بېرغ واخستو او د مذهب پر اساس ئې د خپلو مخالفینو سپکاوے پېل کړ. دۀ سره پۀ دې سیاسي کمپېن کښې د پنجاب جاګیردار ممتاز دولتانه هم شریک ؤ چې پۀ اکسفورډ کښې ئې زده کړې کړې وې، دولتانه چې ځان به ئې سوشلسټ بللو خو د خلکو توجو د اقتصادي بدحالۍ نه اړولو لپاره ئې پۀ کال ۱۹۵۳ کښې د بنګالي وزیراعظم خواجه ناظم الدین پرضد د ختم نبوت لاریونونو ته اجازه ورکړې وه، بیا سکندر مرزا او ملک غلام محمد هم د پاکستان ‘اسلامي شناخت’ قائل وو. ایوب خان یو اړخ ته د جدیدیت، روشن خیالۍ دعوی کولې خو مترقي، قام پاله ګوندونو او خصوصا بنګالیانو پرضد ئې ون-یونټ برقرار ساتلے ؤ، هغه خپل کتاب کښې بنګالیانو ته داسې پۀ سپک نظر ګوري چې بنګالیانو باندې د هندوانو اغېز پروت دے چې دا پاکستاني تشخص خپلولو سره ختمېدے شي، د ایوبي امریت مذهبي پالیسيانې به مونږ پۀ دوو دورونو کښې تقسیم کړو؛ وړومبي دور کښې (۱۹۵۸-۱۹۶۵) ‘اسلامي جدیدیت’ ته زور ورکړل شوے ؤ ولې چې ایوب پۀ خپله د علي ګړهـ کالج نه تعلیم حاصل کړے ؤ او د سرسید احمد خان مذهبي فکر نه ئې اغېز اخستے ؤ نو هاغه وخت کښې به غلام احمد پروېز او ډاکټر فضل الرحمن مَلک د ایوب خان مذهبي پالیسیو ته تقویت ورکولو لپاره مرکزي کرادار لوبولو خو وخت سره چې کله پوهه شو چې اقتدار ساتلو لپاره د سختدریځه ډلو مرسته اخستل اړین دي نو دوېم دور ئې (۱۹۶۵-۱۹۶۹) نه پېل کېږي چې هغې کښې د فاطمه جناح پرضد صدارتي الېکشن کښې پروپېګنډې لپاره د ملایانو مرسته اخلي چې فاطمه جناح خو ښځه ده نو اقتدار کول ئې جائز نۀ دي، بیا انډیا سره جګړه پېل کېږي نو جنګي جنونیت لپاره مذهبي علامتونه کاروي، بیا ملک پۀ اقتصادي توګه بد حالۍ نه تېرېږي نو هغې لپاره مذهبي نعره بازۍ نه کار اخلي.
هغې نه پس یحیی خان ته د جمات اسلامي باقاعده حمایت حاصل ؤ تر دې پورې چې د یحیی خان وخت کښې د جمات اسلامي جنرل سېکرټري میا طفېل احمد د اې ار کارنیلس جوړ کړے شوي ائین ته د اسلامي ائین وئیلو سند ورکړے ؤ. هاغه وخت کښې جمات اسلامي د حکومت پۀ مرسته د زهره فوما پۀ نوم د یوې انډونیشئين ښځې مداريتوب کښې د مخکښ کردار لوبولو چې د زهره فومه پۀ حمل کښې یو ماشوم دے چې د مور حمل کښې ماشوم د قران تلاوت کوي، جمات اسلامي به دې لپاره غونډې راجوړولې، پۀ بادشاهي جومات لاهور، پنجاب کښې د اوقاف محکمې اجازې بغېر چاته د جلسې، غونډې کولو اجازه نۀ وي خو جومات اسلامي دلته د زهره فوما مداري ډرامه وکړه، خلک ورته پۀ دلو دلو راغونډ شو، ډرامه بازي وشوه خو وروستو پته ولګېده چې زهره فوما خو هېڅ حمل نۀ لرلو بلکې یو ورکوټے ټېپ ریکارډر ئې وجود سره پټ لګولے ؤ.
پاکستان تر بهټو وخت پورې چونکې سېنټو، سیټو، او امریکې سره پوځي اتحاد لرلو نو پۀ دې وخت کښې زیاتره مسلمان ملکونو لۀ پاکستان دا ګیله لرله چې پاکستان پۀ اسیا، افریقه او لاطیني امریکه کښې امریکائي استعماریت او پلسطینیانو پرضد اسرائیلي جبر باندې سترګې پټې کړې دي، ایوب اخر وخت کښې امریکې نه مخ چائنا پله د اړولو کوشش کړے ؤ خو پۀ مجموعي توګه پاکستان د کال ۱۹۷۱ پورې د تنهایۍ ښکار ؤ. دې وخت کښې د عرب قامپرستۍ مخکښ جمال ناصر مرګ او د انور السعادات راتللو سره د جمال ناصر سیکولر عرب قامپرستي د شا فېصل پۀ مشرۍ کښې پېن-اسلامسټ بڼه خپله کړله.
پۀ کال ۱۹۷۱ کښې بنګالیانو هم پاکستان نه خپلواکي ترلاسه کړه نو بهټو هاغه وخت کښې اندروني او بېروني توګه تنهایي احساس کړې وه، بهټو پۀ داسې حالاتو کښې مادي او اخلاقي حمایت ترلاسه کولو لپاره د مډل ایسټ او شمالي افریقه ملکونو دورې پېل کړې. بیا بهټو پۀ کال ۱۹۷۳ کښې عرب-اسرائيل جګړې کښې عربو سره ودرېدل، پۀ کال ۱۹۷۴ کښې ئې اسلامک سمټ کانفرنس راغوښتل او اېټم بمب ‘اسلامي بمب’ نومول وغېره دا ټول کارونو بهټو مسلمان ملکونو سره د تعلقاتو جوړولو او اولس کښې مقبولیت اخستو لپاره وکړل. راروان وخت کښې د بنګال پۀ شان پېښې کاونټر کولو لپاره یو باقاعده تعليمي اجلاس راوغوښتے شو چې قامپاله تاریخي شعور ځپلو لپاره یو داسې تعلیمي نصاب جوړ کړے شي چې د هغې لۀ لارې خلک د خپل قامي تشخص پرځاے د ریاستي بیانیې سره ځان وتړي، پۀ دې وخت کښې بهټو ملک کښې د مذهبي طبقې مرسته اخستلو لپاره ائین کښې د خلکو پۀ عقیدې او کردار ګوتې پورته کړل شوې نو بل اړخ ته بهټو مذهبي وسله وال د قامپاله سیاستدانو پرضد کارول پېل کړل لکه څنګه چې ئې د جمات اسلامي الشمس او البدر د بنګالیانو پرضد وکارول، همداسې ئې د پښتنو افغانانو پرضد سخت دریځه ډلې وروزولې.
بیا ضیاءالحق وخت کښې چې یو اړخ ته ایران کښې خمېني انقلاب راغلے ؤ نو بل اړخ ته افغانستان کښې ثور انقلاب، پۀ دې وخت کښې سوړ جنګ تود شوے ؤ، پۀ داسې وخت کښې امریکا شوروي اتحاد سره شخړه لرله، سعودي ایران سره رقابت لرلو او ایران د خمېني انقلاب راتګ سره امریکې سره اختلاف لرلو نو سعودي امریکې ته نږدې شو چې پۀ نتیجه کښې ئې پاکستان هم سعودي او امریکايي بلاک ته لاړۀ. پاکستان پۀ افغانستان کښې مترقي سیاست ځپل غوښتل چې افغانان د تشخص بحران ښکار شي او دې سره پاکستان کښې ملتپاله سیاست کمزورے شي. چائنا او پاکستان اړیکې له سېنو-انډین جګړې ۱۹۶۲ نه پس پۀ انډیا دښمنۍ بنیاد لري نو د چائنا او پاکستان مفادات پۀ افغانستان کښې مشترکه شول، دې سره د پاکستان بهرنۍ پالیسي د امریکا، سعودي او چائنا مثلث باندې جوړه شوه.
امیرالمومنین د امریکې او سعودي پۀ مرسته جهادي تبلیغات پېل کړل. پۀ کال ۱۹۸۱ کښې د پاکستان یونیورسټي ګرانټ کمېشن تعلیمي ادارو لیکوالانو او خپرونکو ته حکم جاري کړو چې د جناح کردار دې پۀ نصابي کتابونو کښې یو رجعت پسند کردار وښودل شي، ملایان دې د پاکستان اتلان وګڼل شي …. استاذان دې ماشومان د پاکستان یو اسلامي ریاست جوړولو خوبونو پسې روان کړي، دې سره سره افغان ناورین لۀ کبله لۀ خپلې خاورې ‘بېدخله’ شوي افغانانو ته ئې پۀ کېمپونو کښې جنګي جنونیت ښودلو لپاره نصاب کښې ج جهاد او ټ ټوپک شامل کړل. مترقي سیاست ځپلو لپاره مذهبي ګوندونو او جهادي ډلو ته ځاے ورکړے شو. اولس توجو لۀ غېرجمهوري کارونو نه اړولو لپاره فرقه وارانه عملیات پېل کړل شو.
د ضیاء پۀ وخت کښې اسلامي نظریاتي کونسل یو سپارښتنه هم کړې وه چې د پاکستان بېرغ باندې دې کلیمه او الله اکبر ولیکل شي چې خلک جهاد ته اړ شي، داسې خو نۀ وشو البته نور داسې ډېر کارونه وشو چې قيمت ئې نن ټول پاکستان او ټول غريب اولس ادا کوي .
د ضیاء الحق امریت نه پس تر نائن الېون پورې پاکستان د افغانستان پۀ اړه د تزویراتي ژورتیا پالیسیو کښې هېڅ بدلون نۀ راوستو، نهمه لسیزې کښې پاکستان پۀ افغانستان کښې طالبان قابض کولو لپاره مهم کردار ولوبوهلو او د نیم-جمهوري حکومتونو وخت کښې هم د هند پرضد جنګي جنونیت اور ته پوکي ورکړل کېدل.
نائن الېون نه پس چې کله د ترهګرۍ خلاف جنګ کیسه پېل شوه نو غرب پۀ مډل ایسټ او اسیايي ملکونو کښې د سخت دریځۍ پرضد جګړه کښې نېټو سره سره پۀ نظریاتي کچه انسان دوستۍ او تصوف پۀ نامه نوې ډرامه بازي پېل کړه، دوي څۀ وکړل چې هغه د مذهبي سخت دریځۍ، تندروۍ اور چې لبرل نړۍ ورته لۀ نائن الېون مخکښې سړې جګړې کښې سوشلسټانو، مترقیانو، ملتپالو خلکو پرضد پوکي ورکړي وو، هغې لبرل نړۍ اوس هغه سخت دریځي د تصوف لۀ لارې سړول غوښتل، دې لپاره دوي صوفي ادارې خلاصې کړې، مډل ایسټ او اسیائي ملکونو کښې ئې ځايي صوفي کردارونو ته ئې پام ورکړو لکه دوي د مولانا بلخي رومي انګلیسي ژباړې کمرشلائيز کړې، صوفي موضوعاتو سره تړلي کتابونو ته ئې مقبولیت ورکړو لکه د اېلف شفق ‘فورټي رولز اف لوو’ ناول چې هغې کښې مولانا روم د غرب او شرق تهذیب ترمنځ منځګړې (Mediator) کردار پۀ توګه موږ وینو. دا ټول هر څۀ مونږ دلته پاکستان کښې هم ولیدل لکه مشرف د روشن خیالۍ خبرې پېل کړې. نېشنل صوفي کونسل او بیا رومي فورم پۀ نامه ادارې جوړې کړې شوې. مشرف وخت کښې پرائيوېټ چېنلونه ښکاره شو نو پۀ دې چېنلونو نام نهاد روشن خیال مذهبي عالمان کښېنول شو چې هغوي پۀ دې ټول ترهه ګرۍ، سخت دریځي ماحول باندې د سرمایې نړۍ او ریاست کردار باندې ګوته نیولو پرځاے یوازې پۀ دې خبره ځان خلاص کړو چې ‘اسلام خو د انسانیت، مینې، امن او سلامتۍ نوم دے.’ دې کښې یو کردار داسې هم ؤ چا چې د طالبانو متشدد ترهه ګر فکر ته د قبائیلي ماحول نه راټوکېدلي نفسیات ووئیل خو دې علامه صېب د ریاست کردار ته ګوته نۀ نیوله. پۀ دې وخت کښې چاسره د دې خبرې ځواب نۀ ؤ چې صوفیاء بقول ریاستي بیانیې د اسلام پرامنه څېره وړاندې کوي نو بیا مذهبي وسله وال فکر د هغوي پۀ مزارونو بمي چاودنې ولې کوي؟ یا د برېلوي طبقې ممتاز قادري چې هغه هم صوفي فکر سره تعلق لري، کۀ بقول ریاست صوفیاء د انسان دوستۍ خبرې کوي نو دوي سره تړلي ځينې خلک ځينې سخت دريځۍ ولې کوي؟ د ریاست او برېلوي مسلک صوفياء پۀ اړه تصور کښې دومره توپیر ولې دے؟
پۀ کال ۲۰۰۸ کښې عوامي نېشنل ګوند صوبه کښې حکومت جوړېدو سره نۀ یوازې د نصاب قامي کولو بلکې سیکولرائيز کولو هلې ځلې پېل کړې، اسلامیات کتاب کښې جهادي تبلیغاتو پۀ اړه کچه ذهنونو لپاره د هغې ترتیب بدل کړے شو خو چې کله پي ټي ائي او د جمات اسلامي حکومت جوړ شو نو هغه هرڅۀ واپس کړے شو تر دې پورې چې د عوامي نېشنل ګوند حکومت وخت کښې د کتابونو پۀ فلېپ لیکل شوے شعار ”مونږه امن غواړو“ هم لرې کړے شو او د اکوړه خټک مدرسې ته ئې دېرش کروړه روپۍ جاري کړې.
پۀ کال ۲۰۱۷ د اپرېل میاشت کښې نظریاتي ریاست جبر او مذهبي جنونیت انډسټرۍ لۀ لارې پۀ عبدالولي خان پوهنتون کښې یو مترقي ځوان مشال خان ووژل شو، لبرلانو لۀ خوا بیا دا شعار پورته شو چې ‘مذهبي دهشت ګرد’، خو چا دا پوښتنه و نۀ کړه چې پۀ مدرسو کښې خو به د مذهبي جنونیت نصاب ورکول کېږي خو پۀ یو جدید طرز جوړه شوې تعلیمي اداره کښې څنګه یو ځوان پۀ مذهبي بنیادونو وژل کېږي؟ حقیقت دا دے چې د مشال قاتل ریاست دے چا چې مذهبي سخت دریځۍ باندې باقاعده سرمایه لګولې ده، چا چې د تعلیم پۀ نامه، د زده کوونکيو مهذب کولو پۀ نامه، د میشل فوکو (Michel Foucault) پۀ اصطلاح کښې زده کوونکي ‘ډسپلن’ کولو پۀ نامه د هغوي ذهنونه او وجودونه د ریاستي جبر لپاره بې تنخوا رضاکاران کړي دي.
پۀ همدې کال د نواز شریف حکومت وخت کښې تحریک لبېک پۀ مذهبي بنیادونو د حکومت پرضد لاریونونه پېل کړل چې د هغې پۀ اړه پۀ کال ۲۰۱۹ کښې قاضي فائز عیسی پۀ دې لاریونونو کښې د پوځ او اېجنسو پۀ کردار ګوتې پورته کړلې چې پوځ ته پۀ ائیني توګه سیاسي چارو کښې د کار لرلو هېڅ حق حاصل نۀ دے.
خو تېرو ورځو کښې یو ځل بیا تحریک لبېک د پاکستان تحریک انصاف حکومت پرضد پۀ مذهبي بنیادونو لاریونونه پېل کړي وو، هاغه تحریک انصاف چا چې پۀ خپله نواز شریف حکومت وخت کښې د تحریک لبېک لاریونونو حمایت کولو خو چې دې لاریونونو ملک جام کړو، د سېکیورټي ادارو او لاریون ګډونوالو ترمنځ متشدد پيښې رامنځ ته شوې نو پۀ تحریک لبېک بندېز ولګول شو.
تحریک لبېک بندېز پۀ اړه عمومي رایه دا ده چې دا د ریاستي ادارو جوړ کړے شوے تنظیم دے او تحریک لبېک به پۀ بله نامه لکه د لشکر طیبه یا نور وسله وال تنظیمونو راژوندے کړے شي. دې کښې هېڅ شک نشته چې تحریک لبېک ته ریاستي ادارو لخوا ځاے ورکړے شوے دے خو تحریک لبېک پۀ خپل ساخت کښې لۀ وسله وال مذهبي تنطیمونو یا طالبانو نه لږ شان توپیر لري چې تحریک لبېک د ریاستي ادارو حمایت سره سره اولس کښې مقبولیت هم لري، بل اړخ ته کۀ مونږ طالبانو ته وګورو نو ریاست د طالبانو یا وسله وال مذهبي تنظیمونو حمایت کولو خو طالبانو اولس کښې مقبولیت نۀ لرلو. زما پۀ خیال د تحریک لبېک اولس کښې د مقبولیت لامل دا دے چې پۀ تاریخي توګه ایوب دور کښې صوفي مسلک سره تړلي مزارونه د اوقاف لاندې راوستل شوي وو چې د هغې لۀ کبله پۀ مزارونو د دوي اجاره داري کمزورې کړل شوې وه ولې چې دا هاغه پیران، شېخان وو چا چې مسلم لیګ سره پاکستان تحریک کښې برخه اخستې وه او دا خبره دوي ته د قبوليت وړ نۀ وه چې پۀ مزارونو دې ریاست قبضه وکړي. پۀ ایوب دور کښې د ایوب سیاسي- سماجي منصوبو سره سم اوقاف محکمې د صوفیاو یو داسې تاریخ هم ولیکلو چې هغې کښې ئې صوفیاء، معتدل او روشن خیاله ښکاره کړي وو. بیا د بهټو دور وړومبي څو کالو کښې د صوفیاو تاریخ پۀ اسلامک سوشلزم طرز باندې ولیکل شو چې صوفیاء ئې د جاګیردارانو پرضد مزاحمت استعاره ښکاره کړل خو بهټو وخت کښې دوېم ائیني ترمیم پاس کولو او پۀ ضیاء وخت ۱۹۸۶ کښې توهین مذهب قانون پاس کولو سره دوي مرکزي مذهبي ساحې کښې ځاے ترلاسه کړو. پۀ ضیاء وخت کښې ئې صوفیاء د یو روایتي ملا پۀ توګه وړاندې کړل خو مشرف وخت کښې صوفي مسلک پۀ اړه ریاستي سپانسرډ ییانیه معتدل مزاجۍ اړخ ته لاړه.
تحریک لبېک کۀ یو اړخ ته ریاستي ادارې سیاسي انجینئیرنګ لپاره وخت پۀ وخت کارول غواړي نو بل اړخ ته پۀ برېلوي طبقه کښې د تحریک لبېک مقبولیت د ریاستي سپانسرډ طریقت بیانیې پرضد ښکاره متشدد اعلان هم دے.
موږ وئيلے شو چې د پاکستان نظریاتي ریاست جبر د مذهب وسیلې لۀ لارې تنوع ختمول غواړي، د تاریخي قامونو شناختونه پۀ پاکستانیت کښې راغونډول غواړي چې ریاست یو مرکزیت پسند ساخت ولري او وړو قامونو نه د خاورې اختیار واخستل شي، دوېم جنګي جنونیت ژوندے وساتل شي، درېم ستراتېژک ژورتیا چې د هغې لۀ لارې پښتون افغان وطن قبضه کولو خوبونه لیدل کېږي، څلورم مذهبي ګوندونو لۀ لارې سیاسي انجنئیرنګ .
کۀ موږ وګورو پۀ پاکستان کښې لۀ ایوب خان امریت نه راواخله تر یحیی خان پورې، بهټو فاشزم نه تر ضیاءلحق شریعت او مشرف روشن خیالۍ پورې چې څومره هم حکومتونه تېر شوي دي نو هغې کښې کۀ د مذهب سخت دریځه تشریح شوې ده او کۀ معتدل، ټولو مذهب لکه د اېن جي او د اولس پرضد کارولے دے. ما پۀ پنجاب کښې داسې روشن خیاله خلک هم لیدلي دي چې ورځ او شپه د سېکولرازم نه علاوه بله خبره نۀ کوي او سېکولرازم پۀ پاکستان کښې د مذهبي سخت دریځۍ حل وائي خو چې دا خبره کوي نو لۀ دې مخکښې وائي ‘مېن پاکستاني هوں’، ځینې داسې هم دي چې د ایوب خان او مشرف ډکټېټرشپ قصیدې وائي چې ایوب خان او مشرف روشن خیاله وو، لبرل وو خو دوي بیا پۀ دې خبره نۀ کوي چې یو لبرل څنګ غېر جموري کارونه کوي، څنګه یو روشن خیال ډکټېټر د اولس اختیار تروړلو لپاره ون-یونټ برقرار ساتي؟ څنګه روشن خیاله مشرف د حافظ سعید ساتنه کوي او د ترهه ګرۍ پرضد جګړه کښې د ګوډ او بېډ طالب تفریق پۀ نظر کښې ساتي؟ زما ځاني رایه دا ده چې پاکستان کښې اسلام سره سره سیکولرازم نارې هم یو اقتداري نارې دي لکه د پنجاب سیکولر یونینسټ پارټي چې کله پوه شوه چې د هغوي جاګیردارۍ ته خطر جوړېږي نو د اراضۍ اصلاحاتو پرضد ئې پیر نوبهار شاه نه فتوی راوړه او د اسلامي معیشت ټهېکه دار جوړ شول، داسې موږ د ایوب خان دور هم ولیدو چې یو اړخ ته ون یونټ بل اړخ ته روشن خیالي، د ضیاءالحق اسلام پسندي چې اسلام لپاره ئې د جناح تقریرونو جواز پۀ توګه وړاندې کول او بیا د مشرف روشن خیالي.
پۀ پاکستان کښې د ریاستي جبر مخنیوے پۀ قامې بنیادونو سیاست کولو سره کېدے شي ولې چې ترڅو پورې مونږ د مرکزيت او دمرکز پۀ بنياد سياست کولو او دغه شان ځينې خوشنما نعرو نه راوتلے نۀ يو تر هغې پورې به ریاست د تاریخي قامونو تشخص، د خاورې د اختیار بیانیې پرضد مذهب د سخت دریځه او معتدل دواړو شکلونو کښې د یو وسیلې (Instrument) پۀ توګه کاروي.