د وچو غرونو غږ الف جان خټکه – ډاکټر فضل الرحیم مروت

د پښتونخوا تاریخ پۀ خپله غېږ کښې لوے طوفانونه، تحریکونه، ملي جنبشونه او داسې اتلان لري چې خپل ځان او ژوند ئې د خپل قام پۀ ګټه پۀ یوه طریقه یا بله طریقه قربان کړل. زمونږ تاریخ کښې کۀ یو طرف ته پیر روښان (بایزید انصاري) او د هغۀ ملګرو او مریدانو د وحدت الوجود شکل کښې د پښتو ژبې پرمختګ او قامي پېوستون د پاره بې کچه هلې ځلې وکړې او بل خوا خوشحال خان بابا ډېر پۀ سائنسي (Scientific) انداز کښې پښتو ژبه، د قام یو والے او پۀ ښکاره ټکو سره قومي ریاست جوړښت روډمېپ (Roadmap) خپل قام ته پېش کړو خو لۀ بده مرغه د پښتنو د نا اتفاقۍ او تربګنۍ لۀ کبله مغلو خپل راج پۀ دې سیمه کښې نور هم مضبوط کړو. پښتنو/ افغانانو ته ئې معاشي فکري لارې پۀ یوه طریقه یا بله طریقه بندې کړي؛ خو د مغلو دغه عروج د غربي سامراجي نظام او د صنعتي انقلاب سېلاب مخې ته ټینګ نۀ شو او ډېېر زر زوال سره مخامخ شو.

انګلسیانو د پنجاب اخستو نه پس افغانستان ته خپل لاسونه وغزول، ماتې ئې هم وخوړې خو لوے افغانستان ئې پۀ وړو وړو برخو کښې تقسیم کړو – پښتون قامي وحدت ئې دړې وړې کړو، د دوي نه ئې استقلال هم واخست او د اقتصاد لارې ئې هم ورته بندې کړې. دې نوي چېلنج (Challenge) ته د افغان پښتون رسپانس (Response) کله د قبائلي پاڅون شکل کښې رامنځ ته شو او کله د ټوپک او تورې پۀ صورت کښې؛ مسلسل مبارزې پۀ سمه او غرونو کښې روانې وې. د انګرېز خپله چالاکي او پالیسي د زور او زر (Gold and gun) صورت کښې لۀ بنګاله تر امو پورې خوره کړه. ملک، خان او ملا ئې د پښتون افغان قام د غلامۍ د پاره استعمال کړو. افغان پښتون اولس د خپلو ماتو ګوډو ټوپکو سره خپله مبارزه د بېرې فقیر، سرتور فقیر، پاونده ملا او حاجي صاحب ترنګزئ وغېره پۀ مشرۍ کښې روانه کړې وه خو د انګرېز د نوې وسلې (New weapons) او سائنسي تکنیک مخه ئې نۀ نیوله – البته د هند د نیمې وچې نه ګېر چاپېره انقلابات پۀ سیمه کښې راغلي وو؛ لکه بالشویک انقلاب 1917 پۀ روس کښې او هغې نه مخکښې د هندي انقلابیانو نهضت پۀ 1915 کښې پۀ کابل کښې – خو د دې ټولو تحریکونو او انقلاباتو بنسټ پۀ تشدد او فکري پاڅون ولاړ ؤ خو لۀ بده مرغه کوزه پښتونخوا کښې یو طرف ته غربت او بل طرف ته بې سوادي او جهالت وو. اولس د غلامۍ پټ او ښکاره استعماري زنځیرونه ځان ته پۀ خوښه یا ناخوښه قبول کړي وو.

پۀ دې مهال کښې د شلمې پېړۍ پۀ دوېمه لسیزه کښې باچا خان د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، ‘پښتون’ مجلې، ازاد سکولونو او ‘خدائي خدمتګار تحریک’ د پښتون اودۀ وجود کښې یو ځل بیا ساه واچوله او پۀ هره طریقه ئې هلې ځلې وکړې چې پښتون قام بېدار کړي. خدائي خدمتګارانو کوشش وکړو چې د ترکي ځوان ترکیان (Young Turks) او د بخارا ځوان بخاریان (Young Bukharans) پۀ شان د نوي پښتون کهول د نوې زمانې سره مقابلې ته تیار کړي. دوي کښې اتحاد، اتفاق او قامي جذبه پېدا کړي او دوي ته خپل ورک شوے شناخت (Identity) پۀ ګوته کړي. د تشخص یا شناخت سوال ډېر اهم سوال دے ځکه چې هر ماشوم اول ځل دا سوال د مور نه کوي چې زۀ مو لۀ کومه راوړے یم؟ زما پۀ خیال د نېشنلزم مفکورې کښې دا سوال اولنۍ تیږه ده.

خدائي خدمتګار تحریک یوه غټه کارنامه د افغانانو پښتنو ښځو رابېدارول وو ځکه چې باچا خان او د هغۀ ملګري پۀ دې خبره پوهه وو چې د کور، ټولنې او قام پۀ بنیاد د ښځو نه شروع کېږي.

1930 کال د قیصه خوانۍ خونړۍ پېښې نه یو کال پس یعني د 1931 د ستمبر پۀ لسم تاریخ الف جان خټکې د احمدي بانډې (کوهاټ ضلع) کښې سترګې پرانستلې. د پلار نوم ئې غني شاه ؤ چې د انګرېزي سرکار پۀ پوځ کښې د کپتان عهدې نه رېټائرډ شوے ؤ. دلته یوه بله خبره د یادونې وړ ده چې پۀ دې سیمه کښې د نورو پښتنو سیمو نه زیات خلق پۀ اولني او دوېم نړیوال جنګونو کښې پوځ ته لاړ وو. د دې یوه وجه غربت او د کروندې زمکې کموت هم ؤ.

الف جان خټکې قران شریف او نور دیني کتابونه د کلي ملا او ځینو مشرانو ښځو نه ووې. بیا ئې اتم ټولګي پورې سکول خپل کلي کښې سر ته ورسولو. د دې دوه وروڼو شهزاد خان او صاحبزاده خان پۀ جهلم کښې سبق وئیلو ځکه چې پۀ دغه سیمه پۀ هغه وخت د سکولونو سهولت ډېر نۀ ؤ. الف جان خټکې د پښتو اېم اے پورې پرائیوېټ سبق ووې.

د الف جان ماما شېرحسن خدائي خدمتګار تحریک کښې کار کولو او یو روشن فکره سړے ؤ. د الف جان پلار به هم کله کله اخبارونه او رسالې کور ته راوړې چې دې به پۀ ډېر شوق سره لوستلې. د الف جان د لیک پۀ شوق کښې د هغې د هېډ ماسټر علي محمد لاس هم ؤ. علي محمد به هم دې ته ډاډګیرنه ورکوله. دې وخت کښې د دې وادۀ د خپل هېډ ماستر زوي ظفر خان سره وشو خو زر دغه رشته ړنګه شوه او الف جان بیا واپس د خپل پلار کور ته راغله.

باچا خان ‘پښتون’ مجله مۍ 1928 کښې پۀ اول ځل شروع کړه. وخت پۀ وخت به انګرېز سرکار ورباندې بندېزونه لګول. دې سلسله کښې اول ځل اپرېل 1930 کښې ‘پښتون’ مجله بنده کړې شوه او خدائي خدمتګاران سره د باچا خان قېد کړے شول؛ خو څۀ موده پس بیا شروع شوه. د ‘پښتون’ مجلې خپلو نورو اغراض و مقاصد نه علاوه یو مقصد د ښځو سماجي سیاسي بېداري او دوي د خپلو حقونو نه خبرول هم وو او د پښتنو ټولنه کښې دوي ته خپل مقام ښودل هم وو. د ‘پښتون’ مجلې اولني دور کښې عموماً ښځو به چې څۀ لیک کولو هم نو نوم به ئې نۀ لیکلو – صرف ‘ستاسو خور’ یا ‘یوه خور’ به ئې لیکلي وو. د خوشحالۍ خبره دا ده چې ځینو ښځو پۀ دې دور کښې هم د پردې پۀ حقله اول ځل پۀ لیک کښې خبرې وکړې او خپلې ژبې کښې د اخبار وغېره چاپ کولو باندې ئې ټینګار کولو. د ښځو تعلیم او د هنرونو زده کولو د پاره ځینې مضامینو کښې یادګیرنه وشوه.

الف جان خټکې د فرورۍ 1946 ګڼه کښې یو خط ‘پښتون’ مجلې کښې چاپ شو. باچا خان پۀ دې خط ډېر خوشحاله شو او وې وئیل چې پښتنو پېغلو ته اوس د خپلې محرومۍ او د ذلیل ژوند احساس وشو. دۀ زیاته کړه چې باید تعلیم یافته ښځې دې خپلو بې تعلیمه ښځو ته علم او پوهه ورکولو د پاره رامخې ته شي او دې کښې د دوي د کامیابۍ راز دے. الف جان پۀ دې جواب ډېره خوشحاله شوه. ورسره ئې دا هم ولیکل چې راتلونکي حکومت جوړولو کښې د ووټ حق ښځو ته هم ورکړے شوے دے خو د افسوس خبره دا ده چې تر اوسه زمونږ ځوانان د ووټ پۀ حق نۀ پوهېږي او نۀ د ووټ پۀ صحیح استعمال پوهېږي. دې د پاره ډېر د عقل و فکر ضرورت دے. زمونږ کلي کښې خو څلور پینځۀ جینکۍ پښتو لوستلې شي خو د هندوستان جینکۍ او ښځې مونږ نه تعلیم کښې ډېرې وړاندې دي. اول خو زمونږ کلو کښې سکولونه نشته او کۀ ي هم، مشران د جینکو تعلیم غېر ضروري ګڼي.

الف جان خټکې نۀ صرف خپل کلي کښې د اولس د خدمت کار وکړو بلکې د خپل قلم پۀ ذریعه ئې ‘پښتون’ رساله کښې او سکول کښې هم جینکو کښې نوې جذبې پېدا کړي. دې خپل مرام پېرنګے د وطن نه ویستل او پښتون قام د پاره قومي ترقي ضروري وګڼله. د رواجي پردې خلاف ئې هم اواز پورته کړو. د ‘پښتون’ مجلې د طرفه دې ته یو ځل پینځویشت روپۍ انعام هم ورکړلے شو چې کوم یوې موضوع د پاره ټاکلے شوے ؤ. باچا خان هم د پردې پۀ حقله وائي چې زمونږه او د یورپ پردې کښې فرق دے. الف جان خټکې د ډاکټر اقبال د یو نظم ریپراډکشن ‘د خوشحال خان خټک وصیت’ پۀ نوم کړے دے چې اخري بندونه ئې دا شان دي:

د مغل پۀ ځاے انګرېز پۀ تا غالب شو

نن دې وار دے کۀ عملکړې پۀ دا پند

د خوشحال پۀ ځاے باچا خان درله راغلے

خداے دېدے لري خوشحال او اقبال مند

پښتانۀ پۀ یوۀ تار پېللي غواړي

لۀ کشمیر نه تر هرات او سمرقند

الف جان سحر ماښام لۀ خدایه غواړي

کړې کامیاب فخرِ افغان مو پۀ خپل ژوند

پۀ یو بل نظم کښې اخري بند دا شان دے:

د الف جان د زړۀ ارمان دے مکمل ازادي

رو رو مۀ شه! ځه د خپلې خور د زړۀ ارمان وګټه!

ډاکټر سید وقار علي شاه 1994 کښې احمدي بانډې ته د الف جان خټکې ځاے ته لاړو خو پۀ هغه ورځ هغه کوهات ته لاړه وه او ملاقات ئې نۀ ؤ شوے خو د ډاکټر وقار د پرېښې سوالنامې ځوابونه ئې ور استولي وو.

مونږ ډېر بدقسمته قام یو چې زمونږ نصاب او سکول مکتب کښې د خپلو نامتو اتلانو (سړو او ښځو) ذکر نشته. پۀ دې حقله زمونږ ملګري زرین انځور (د افغانستان د ټي وي او رېډیو رئیس) ما ته پۀ 2007 کښې یو ایمېل وکړو چې الف جان خټکه خو پۀ دې کال کښې پېدا وه خو وفات شوې پۀ کوم کال ده؟ ما ورته ولیکل چې شاید مړه نۀ ده ځکه چې ما داسې څۀ اورېدلي نۀ دي خو بیا هم دا خبره به درته کنفرم کړم.

ما د کرک ځینې ملګرو سره رابطه وکړه. هغوي ډېر خوشحاله شول او ما ته ئې پۀ ټیليفون دا زېرے راکړو چې الف جان خټکه لا ژوندۍ ده – زمونږ د باچا خان مرکز نه د ‘پښتون’ مجلې او ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ پۀ نمائندګۍ امجد شهزاد، روښان یوسفزے، ډاکټر محمد زبېر حسرت او مشتاق مجروح سره د فوټو ګرافر احمدي بانډې ته لاړل او دې سره ئې مرکه وکړه چې پۀ ‘پښتون’ مجله کښې چاپ ده. دغه وخت هغه اتیا کلنه وه، حافظه ئې هم کمزورې وه.

دې مرکې نه پس د افغانستان پخواني اولسمشر حامد کرزي صاحب ما ته یو لکهـ روپۍ راواستولې او یو لکهـ روپۍ زمونږ وزیر اعليٰ امیر حېدر خان هوتي راکړې. ما دا ډالۍ دا امانت هغې ته د رسولو تابیا وکړه خو خبر شوم چې هغه ناروغه ده او پۀ نارتهـ وېسټ روغتون پېښور کښې د کوما حالت کښې پرته ده. مونږ هلته ورغلو، د هغې پوښتنه مو هم وکړه او دغه امانت او ډالۍ مو د هغې ورارۀ ته وسپارلې.

د خداے فضل دے، ژوندۍ ده –

 

دا هم ولولئ

حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي: …