اداريه – جون 2021ز

آه؛ مور بي بي هم رخصت واخيست!

ځنې خلک هېڅ کوم د تعارف محتاجه نۀ وي ځکه چې دغه خلک خپله يو دور بلکې د يو دور پېژندګلو وي . مور بي بي بېګم نسيم ولي خان هم يو داسې عهد ساز شخصيت دے چې د يو دور پۀ ډېرو اړخونو ئې چاپ پاتې دے . د انسان د لوړتيا او عظمت کۀ خلک هر څومره بېلا بېل توجيهات راوړي خو دا منلې خبره ده چې حالات داسې يو څيز دے چې د انسان پۀ جوړولو کښې ډېر لوے لاس لري خو کۀ انسان پۀ استقامت، صبر، تدبر، حکمت او لوے زړۀ د دغه حالاتو مقابله وکړي ځکه چې ډېر کم خلک داسې وي چې د حالاتو مقابله کولے شي. کۀ وګورو نو بېګم نسيم ولي خان نۀ يوازې دا چې د حالاتو مقابله کړې ده بلکې د حالاتو مخ ئې هم بدل کړے دے . د ذوالفقار علي بهټو پۀ سول مارشلائي او د امر ضياء الحق پۀ امريت کښې ډېر ښۀ ښۀ خلک لۀ وېرې چپ وو خو کۀ چا خبره کوله نو هغه بل څوک هم نه بلکې د باچاخان انږو، د ولي خان د ژوند ملګرې او د خان لالا امير محمد خان هوتي نيازبينه لور وه. داسې مثال به د نړۍ پۀ سياسي تاريخ کښې د نشت برابر وي چې د خپل دېوقامت خاوند پۀ ګرفتارېدو يوه زنانه بهر راوځي او د خپل خاوند پۀ لار د خپل قام د حقونو غږ پورته کړي . پۀ وئيلو خو دا خبره ډېره اسانه ده چې ګنې مور بي بي راووتله، اواز ئې پورته کړو او خلک ورسره ودرېدل . خو کۀ د دغه وخت او حالاتو جاج اخلو نو پۀ سړي غوني ځيږ ځيږ کېږي ځکه چې دغه حالات نۀ خو نارمل وو او نۀ اسان . دغه وخت پۀ ملک کښې سياسي حالات ترينګلي وو او هر وخت څۀ هم کېدے شول . بله دا چې مور بي بي پۀ داسې يوه ټولنه کښې د سياست بېرغ پورته کړے ؤ چرته چې سل پۀ سله د خلکو دا خيال ؤ چې ښځه يوازې د کور مېرمن ده او بل هېڅ يو کار ورسره نۀ ښائي . بله دا چې مور بي بي د بل چا نه بلکې د رهبر تحريک خان عبدالولي خان پۀ ځاے راوتې وه، يو داسې سياستدان چې بې بدله انسان ؤ او يو داسې انسان چې بې مثله سياستدان ؤ، نو دا هم خطر ؤ چې ايا د بي بي به واورېدے شي کۀ نه . خو مونږ چې څنګه وئيلي دي چې بېګم نسيم ولي خان د ستر خدائي خدمتګار انږور، د لوے سياستدان ولي خان ټبر او د خان لالا لور وه، نو پۀ داسې يو اهنګ او سليقه راووتله چې حالات ئې لۀ سره بدل کړل . ذوالفقار علي بهټو يا خو بې غمه ؤ او يا ورسره غم پېدا شو چې دا غږ لۀ کومه پورته شو . مور بي بي د خپل قام لپاره راوتې وه، د خپل قام منځ کښې ولاړه نو خپل قام پرې ننګ وکړو . بيا د مور بي بي تربيت هغه کۀ د پلار پۀ کور ؤ او کۀ د خاوند، داسې شوے ؤ چې بي بي ئې د ژوند هرې سختې او د سياست هر ګوذار زغملو ته تياره کړې وه. بېخي د کلتور او رواياتو دننه، د اولس او د چاپېرچل جذباتو سره سم ئې پۀ خپل دروند انداز د اولس پام نۀ يوازې د قام مسئلو بلکې د هغه حالاتو پېچلتيا ته هم وګرځولو. چې غږ ئې پورته کړو نو پښتانۀ ئې راويښ کړل، پۀ حالاتو ئې خبر کړل او د غږ پورته کولو احساس ئې ورکړو ځکه چې خپله لوپټه پۀ سر د قام نه مخکښې ولاړه وه . هم دغه وجه وه چې د ملک پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل يوې زنانه د قومي اسمبلۍ سيټ وګټلو. دا يوازې سيټ ګټل نۀ وو بلکې دې سره د پدرسرۍ د پېړيو پېړيو نظام هم ماتې وخوړه او ورسره ئې د هغه وخت جابر او سياست سره لوبې کوونکو خلکو هم له سترګې وازې پرېښودې . بيا پۀ تنظيمي توګه د رهبر تحريک سره د نوي ګوند لپاره منډې ترړې او پارټۍ ودرولو کښې هم د مور بي بي کردار ډېر لوړ دے . مور بي بي چې کله هم الېکشن ته ودرېدلې ده نو خپلو د قام بچو ورله پۀ جمع ووټ ورکړے او څلور ځله ئې دغه کارنامه سر ته رسولې ده . دا ولې، دا ځکه چې مور بي بي خپل قام لۀ د مور احساس ورکړے ؤ او د چا ئې هم حق نۀ ؤ وهلے . مور بي بي ته کۀ خلکو يو خوا ډېر درناوے او احترام لرلو نو بلخوا ئې پرې باور هم ډېر زيات ؤ ځکه چې مور بي بي يوه ډېره نره ښځه وه، د پښتنو پۀ ژوند ژواک، ناسته پاسته او سياست هم پوهه وه، ورسره ئې د ګوند پۀ تنظيمي سرګرميو هم ژور نظر ؤ، داسې يوه بې بدله، مينه ناکه او مشفقه مشره وه چې د ګوند د ضلع پۀ کچ عهدېدار به ئې هم پۀ نامه پېژندلو . بيا کۀ د پارټۍ صوبائي صدارت ئې اخستے نو هم ئې پارټي ګړندۍ کړې ده او هم ئې د قام خدمت کړے دے . د فخر افغان باچاخان د مرکز خوب هم د مور بي بي پۀ لاسونو رښتيا شوے دے . دا ټول خدمات وو چې کله هم ئې د قام څخه رايې غوښتې نو قام پرې باور کړے او ځکه نو څلور ځله پۀ يو نېب خپل سيټ ګټل شايد چې پۀ سياست کښې يوازې د مور بي بي کمال وي .

د مور بي بي يوازې سياسي خدمات دومره دي چې کتابونه پرې ليکلے کېدے شي خو مور بي بي د دې سره سره يوه لور، يوه کورودانې او يوه مور هم وه او د خپل ژوند دا ټول پړاوونه ئې داسې تېر کړي چې د پښتنو مېندو خوېندو لپاره پۀ کښې بل مشالونه پراتۀ دي . دې سره سره د مور بي بي ژوند د هرې زنانه لپاره يوه هېنداره ده . د مور بي بي ژوند د جرات، بهادرۍ او لوے عزم يو لوے مثال دے . کۀ څوک غواړي چې د يوې ښځې جرات، باتوري او لاس ته راوړنې وويني نو د مور بي بي ژوند دې ولولي . د مور بي بي د ژوند هر اړخ بې مثله او قابل تقليد دے . ځکه خو ئې د مرګ اواز د ټول قال لپاره د غم خبر ؤ . ټول قام د بي بي پۀ مرګ داسې خفه ؤ لکه چې د چا خپله مور مړه وي . ملي مشر اسفنديار ولي خان د مور بي بي پۀ مرګ د خفګان څرګندونې سره سره دا هم وئيلي چې مور بي بي د سياست يو لوے نوم ؤ ځکه چې هغوي پۀ عام نه بلکې پۀ سنګين حالاتو کښې د جمهوريت او قام لپاره جنګ کړے دے . اسفنديار ولي خان وئيلي چې مونږ د مور بي بي جد و جهد ته سلام وړاندې کوو او د سياست، جمهوريت او ائيني سرلړۍ دا جنګ به جاري وي .

د مور بي بي راوتل، د هغوي تحريک، د هغوي هلې ځلې، د هغوي د خپل قام لپاره مبارزه داسې يو زرين باب دے چې د ټولې نړۍ سياست پرې ښائسته ښکاري . مور بي بي پۀ جسدي توګه لۀ دې نړۍ وکوچېده خو د خپلو نظرياتو، سياسي هلو ځلو او قامي مبارزې پۀ شکل کښې ئې مونږ ته يوه روڼه لار پرېښې ده . اروا ئې ښاده.

د “تبديلۍ” لۀ وجې د خوار اولس خواره ورځ

پۀ دې ملک کښې چې کوم پله هم مخ ګرځوو نو د ژوند هر اړخ د تضاداتو د يو لوے طوفان سره مخ ښکاري . د ادارو دعوې او کارکردګي، د وزيرانو، مشيرانو، معاونانو او خصوصي مرستيالانو لاپې، د پي ائي اے او رېلوے پۀ اربونو روپيو تاوانونه به پرېږدو او را به شو د وزيراعظم صېب پۀ خبرو کښې ښکاره تضادونو ته! يوه ورځ وائي چې ملک کمزورے دے، معيشت ښۀ نۀ دے نو نوکرۍ نۀ شو ورکولے، بله ورځ د معيشت د روانېدو زېرے اوروي . د خزانې وزير ئې ژړا کوي چې د کورونا لۀ وجې د ټولې نړۍ معيشت ځپلے شوے نو وزيراعظم ورپسې وائي چې مشکل وخت تېر شو . يو وزير ئې وائي چې او کمزورۍ شته او وزيراعظم پۀ مسکي مسکي مخ وائي چې همېشه مې دا وئيلي وو چې “وېرېږئ مۀ” ! اوس مونږ هم اريان يو چې د چا ومنو او بيا پۀ دې هم پۀ شش و پنج کښې يو چې د وزيراعظم کومه خبره ومنو او کومه نه ځکه چې يوه ورځ يو څۀ وائي او بله ورځ بل څۀ . خو هغه د چا خبره چې “سل پۀ لالي پورې، دا يو پرې د بنګړو” . ډېرې مو واورېدې نو دا به هم واورو . خو لکه يوه خبره بېخي څرګنده ده چې هم د دې تضاداتو لۀ وجې د ملک د ابادۍ يوه لويه برخه د غربت، سختو حالاتو او نهرو نهورو هغه مقام ته لوئيدلې چې د ملک پۀ تاريخ کښې ئې مثال پۀ خوردبين هم پۀ نظر نۀ راځي . څۀ راکټ سائينس ته حاجت نشته،کۀ څوک د يو غريب مزدورکار خواره ورځ ليدل غواړي نو يو خوا دې د هغۀ مزدوري وګوري او بلخوا دې پۀ بازار کښې د غوړو، اوړو، غنمو، دالونو، چرګ، تېلو، د بجلۍ د بلونو او دوايانو قيمتونه وګوري . خپله به معلومه شي چې د خوار غريب ورځ څومره خواره ده او د “تبديلۍ” برکات څومره دي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …