اداريه – مارچ 2018

‘لیاقت باغ’ او ‘پښتون پرلت’: پښتانۀ احتجاجونه

پۀ لسمه فرورۍ د حکومت پۀ نمائندګۍ د وزیراعظم د مشیر لۀ خوا د ‘پښتون پرلت’ جرګې سره یوه معاهده لاسلیک کړې شوه چې تر مخه ئې د ‘پښتون پرلت’ غوښتنې پوره کولو د پاره د یوې میاشتې مهلت غوښتے شوے ؤ. مختلف رایې او رویې لرونکو چې څنګه دې پرلت ته مختلفو زاویو نه کتل، دغسې ئې د پرلت پۀ نتیجه کښې شوې معاهده باندې هم مختلف دریځونه لرل )د دغه معاهدې نقل د دې ‘پښتون’ پۀ مخ 00 خپور دے(. سیاسي شعور لرونکي بهرحال، د کاغذ پۀ دغه ټوټه کښې د دې پرلت نتیجې نۀ لټوي.

کله چې د ډېره اسماعیل خان نه د ‘مسید تحفظ مومنټ’ لاریون روان شو نو پۀ لاره ئې ولیدل چې پۀ بنو کښې، پۀ کوهاټ، پۀ پېښور، پۀ چارسده، پۀ مردان او پۀ صوابۍ کښې ورته خپل ‘لوے ټبر’ هرکلي ته ولاړ ؤ. ‘مسید تحفظ مومنټ’ پۀ پښتني ویاړ ځان ته ‘پښتون تحفظ مومنټ’ ووې. د ملک د زور او زر د خاوندانو لۀ خوا چې پۀ کوم سوال د ‘ملکي سلامتي’ پۀ نامه قدغن ؤ، هغه سوال پۀ جار مخې ته راوړے شو. د پاکستان میډیا او مخصوصې ادارې چې د پښتنو کوم ترهګر، غېر جمهوري، شدت پسند او بدرنګه مخ نړۍ ته ښودلو د پاره فکري او مالي استثمار کوي، دې پرلت سره هغه ټوله پراپېګنډه شنډه او پوچه کړې شوه. دې پرلت جرأت وزېږولو ـــ یوه سیلۍ والوتله او داسې نخښې ښکاره شوې چې لکه اوس پښتنو دا احساس وکړو چې کومې مسئلې مونږ د پښتنو مختلفو سیمو سره پۀ جغرافیائي حدونو کښې ګڼو، دا مسئلې د هر پښتون مسئلې دي. د ترهګرۍ پۀ ضدروان جنګ کښې عوامي نېشنل پارټي د نومي پښتون د تحفظ د پاره ودرېدله. پارټۍ دا دریځ درلود چې کۀ جنګ پردے دے نو کورونه پکښې ولې د پښتنو ورانولے کېږي؟ ښونځي د پښتنو د بچو ولې ړنګېږي؟ وینه د پښتنو ولې توئېږي؟ لارې د پښتنو ولې بندېږي؟ اقتصاد د پښتنو ولې دېوالیه کېږي؟ روزګارونه د پښتنو ولې تروړلے کېږي؟ د کورونو سترونه ئې ولې ماتېږي؟ دې جنګ ته ‘پردے جنګ’ وئیلو باندې مونږ د جنګ نه خلاص نۀ شو، ‘خپل جنګ’ مو ورته ووې. د دې جنګ پۀ حقله زمونږ تاریخي موقف د فخرِ افغان او رهبرِ تحریک د موقف تسلسل دے. نن د پاکستان هغه خلق او ادارې هم دې جنګ ته ‘سهوه’ وائي کومو خلقو چې به پۀ فخرِ افغان او رهبرِ تحریک فتوې ورولې. دغه جنګ سهوه نۀ وه، دغه جنګ صرف د پښتنو نۀ بلکې د دې سیمې د هر قوم او ګاونډو ملکونو امن د قتل جرم ؤ. نن کۀ څۀ خلق د خپل اختلاف د تبې شلېدو د پاره چغې سورې وهي چې د پښتنو قیادت پرون چرته ؤ، نو هغوي د تاریخي واقعیت نه سترګې پټوي. د پښتنو قیادت پرون هم دغه بمونو، خودکش حملو او ټارګټ کلنګ ته پۀ مېدان ولاړ ؤ او نن هم د ټولو خدشاتو، تحفظاتو او خطرو سره دغه جنګ ته خپله سینه ټپوي. زمونږ د موقف تائید دا دے چې نن ‘پښتون پرلت’ کله خپل احتجاج د پاره رویه او لهجه چڼ کوله نو د باچاخان د عدم تشدد لمن ئې ونیوله. زمونږ د موقف تائید دا دے چې نن د ‘پښتون پرلت’ پۀ ژبه کوم تپوسونه دي، د دې جوابونو د پاره عوامي نېشنل پارټي سیاسي حل او تګلاره لري. زمونږ د موقف تائید دا دے چې ‘پښتون پرلت’ کښې ولاړو هغه خلقو هم د عدم تشدد او سیاسي رویې مطالبه کوله چې د پاکستان د ریاست لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ نوم روان جنګ کښې به ئې مونږ له پېغورونه راکول.

مونږ هم دا سیاسي مسلک لرو چې د دغه پرلت نتیجې د کاغذ پۀ دغه ټوته کښې نۀ لټوو، خو سوالونه چې ودرېږي، فرض دي د هغو نشاندهي کول ـــ ‘ازادې قومي’ میډیا چې پۀ اسلام اباد کښې سپکو سپورو او کنځلو نه کېمرې نۀ اخوا کولې، پښتون پرلت ته ئې د راتګ لاره چا نیولې وه؟ کۀ دوي فاټا ته نۀ شول تللے نو فاټا خپله پۀ ننواتې تر دوي راغلې وه، دوي ولې بلېک اٰوټ کړے ؤ؟ راو انوار د کراچۍ نه چرته لاړو؟ راو انوار چې بهر ملک ته د تېښتې کوم مبینه کوشش کولو چې اېف اٰئي اے ئې دغه تېښته ناکامه کړه، دغه ځاے نه هغه زمکې وخوړو کۀ اسمان ته وختو؟ د حسېن حقاني، احد چیمه او راو انوار پۀ منځ کښې د محترم عدالت رویه یوه ده؟ عدالت پۀ کوم جواز د ګرفتارۍ او استغاثې نه وړاندې یو خطرناک جرم باندې تورن سړي ته ضمانت ورکولو؟ د پاکستان څارندویه ایجنسۍ چې پۀ توره تیارۀ کښې پۀ تور کاڼي تک تور مېږے ویني، راو انوار ترې کومې رڼا پټ کړے دے؟ دا لفظونه چې لوستلے کېږي، تر هغې به ‘پښتون پرلت’ نه د غوښتے شوي میعاد میاشت پوره شوې وي، اٰیا څوک به د دې تپوس وکړي چې ریاست داسې غېر ذمه واره رویه پۀ خپلو سرکاري معاهدو ولې خپله کړې ده؟

‘پښتون تحفظ مومنټ’ د دې خاورې د مسئلو ردعمل کښې د دې خاورې د خېټې نه اوچت شوے تحریک دے، تر څو چې پۀ استدلال او د عدم تشدد پۀ لاره د خپلو غوښتنو د پاره مبارزه کوي، مونږ پاکستان کښې مېشته ټولو قامیتونو نه د دې د ملاتړ هیله کوو )هر څو کۀ اسلام اباد کښې د پرلت پۀ موده کښې د دغسې کومې جذبې مظاهره ونۀ لیدې شوه(. اوس ‘پښتون تحفظ مومنټ’ مختلفو ښارونو کښې د جلسو اعلان کړے دے او هغوي به یقیناً چې د خپلو فېصلو د پاره مشاورت کړے وي، ځکه چې څنګه هغوي خپلو فېصلو کښې ازاد دي، دغسې به د دغه فېصلو د نتیجو ذمه واري هم د هغوي وي. مونږ البته د ‘غېر ریاستي’ اصطلاح غوندې د ‘غېر سیاسي’ اصطلاح سره هم خپل د اختلاف حق محفوظ ساتو.

ریاست باید دغه غوښتنې سنجیده واخلي. تر دې دمه د ریاست غېر سنجیده رویه د پښتون تحفظ مومنټ مزاج کښې مطلوبه انتشار پېدا کولو کښې ناکامه شوے دے. د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنې د پښتون وطن د هر اوسېدونکي غوښتنې دي. دې غوښتنو کښې یوه هم داسې نۀ ده چې هغې نه کوم ملک یا کوم قوم ته څۀ خطره وي. د خپل ژوند ضمانت او د خپلو حقونو تحفظ د پاره دا جنګ عوامي نېشنل پارټي کوي او ځکه چې تر څو دا تحریک پُرامنه، د عدم تشدد پۀ عقیده ولاړ تحریک وي، زمونږ اخلاقي مرستې به ورسره وي. دې زلمو کښې باچاخان ساه اخلي او چرته چې باچاخان ساه اخلي، هلته د تشدد امکانات نۀ وي.

دا خبره دې پۀ ډاګه وي چې د پاکستان دننه روان حالات د پاکستان لۀ خوا ‘افغان پالیسۍ’ سره تړلي دي. تر څو چې پاکستان پۀ خپله خارجه پالیسۍ عموماً او افغان پالیسۍ خصوصاً نظرثاني نۀ وي کړې، د دې خاورې د اولس د امن غوښتنې به شنډې وي. تر څو چې دا نظرثاني نۀ وي شوې، د نړیوالې ورورولۍ لۀ خوا به پاکستان ته ځاے پۀ ځاے د فنانشل اېکشن ټاسک فورس د اوسنۍ فېصلې پۀ رنګ خنډونه لاره کښې پراتۀ وي. تر څو چې دا نظرثاني نۀ وي شوي، پاکستان به د یو ریاست پۀ حېث نړۍ ته د خپلو ذمه واریو پوره کولو باور ورکولو کښې پاتې وي. تر څو چې دا نظرثاني نۀ وي شوې، دا ټوله سیمه به د دوزخ تصویر وي. د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ غوښتنې د دې خطې د اولسونو غوښتنې دي او پوره کولو د پاره ئې دغه نظرثاني یواځینۍ لاره ده.

د مشال خان د قتل تاریخي عدالتي فېصله

د مشال خان د قتل د پاره د مقدمې پۀ لړ کښې د یو شمېر صوتي او صوري دستاوېزاتو او شهادتونو د موجودګۍ او یوولس میاشتې روان ټرائیل کښې تر دې دمه چې فېصله هم واورولې شوه، د ځنې مرکزي ملزمانو او اقبالِ جرم کوونکو د نۀ ګرفتارېدو باوجود راغلې عدالتي فېصله پۀ څو حوالو تاریخي فېصله ده. یو خوا کۀ دې فېصلې سره د مذهبي توهین پۀ نوم شوو قتلونو نه د وحشت تر حده زړۀ ورتیا تروړلې کېدې شي نو بل خوا وخت دا هم ثابت کړل چې د مذهب پۀ نوم خپل سرونه تلي کښې اېښودي خلق بیا یو کال پورې د خپل ژوند بچ کولو د پاره مقدمې هم کوي.

کۀ ما بعد الفېصله صورت حال ګورو نو هغه بیا زیات خطرناک شي. کومو خلقو چې عدالت کښې یو کال د خپل ځان بې ګناه ثابتولو د پاره مقدمه کوله، هغو بهر راوتلو سره یو ځل بیا پښې دربول شروع کړل او د مذهبي انتهاپسندۍ تبلیغ کوونکو ئې د پُرتکلفه استقبال اهتمام هم کړے ؤ. ریاست یو خوا پۀ افغان جنګ کښې خپل ګډون ته تاریخي غلطي وائي، نړۍ ته باور ورکوي چې مونږ د شدت پسندۍ او ترهګرۍ پۀ ضد د اصلاحاتو او عملیاتو لړۍ پېل کړې ده او بل خوا پۀ رڼا ورځ داسې استقبالونو باندې سترګې پټوي. د مشال خان پلار اوس هم د عدالت پۀ درشل ولاړ دے. زورور نۀ د عدالت پۀ غوښتنه راو انوار پېدا کوي او نۀ د داسې استقبالونو نوټس اخلي. د عدالت د فېصلې پۀ نتیجه کښې چې کوم خلق بې ګناه ثابت شوي دي، هغه پۀ ثبوتونو بې ګناه ډکلئیر شوي دي. مونږ د عدالتي فېصلې احترام کوو. مونږ البته دا توقع لرو چې د مشال خان کورنۍ کۀ دا ګڼي چې د عدل تقاضې پۀ څۀ حوالو نیمګړې پاتې دي نو هیله چې هغوي به عدالت ته رجوع کوي او عدالت به هغوي مطمئن کوي.

ائین، عدلیه او سېنټ: روان څۀ دي؟

د پاکستان چیف جسټس ښاغلي ثاقب نثار پۀ شمله فرورۍ د میډیا کمېشن کېس د اورېدنې پر مهال ووئیل چې پارلېمان بالاتر دے خو د ملک ‘اساسي قانون’ )ائین( د دې د پاسه دے. ‘پارلېمان بالا دے کۀ ائین؟’، دا بحث د څۀ مودې راهسې بېلابېلو حلقو کښې روان دے. پۀ ځانګړې توګه د پارلطمان غړي او د سیاسي ګوندونو مشران پۀ دې زور راوړي چې پارلېمان د هر څۀ نه بالا دے. دوي سره دا دلیل دے چې ائین پارلېمان جوړ کړے دے او پارلېمان دې ائین کښې د ترمیم واک هم لري. دوي دا دلیل هم وړاندې کوي چې پارلېمان د اولس منتخبه ادداره ده نو ځکه د جمهوري اصولو پۀ اساس پارلېمان بالاتر دے. ولې د قانون او ائین ځینې ماهران او سیاسي پوهان د دې موقف سره اتفاق نۀ کوي. دوي رایې لري چې ائین پۀ هر څۀ بالاتر دے او پارلېمان دا حق نۀ لري چې د ائین یعنې ‘اساسي قانون’ پۀ ضد د دې روح سره متصادم قانون جوړ کړي.

د پاکستان ائین پۀ دې څلورو ستنو ولاړ دے: (1 وفاقیت (2 پارلېماني نظام (3 ازاده عدلیه او (4 د بنیادي انساني حقوقو ساتنه. پارلېمان کۀ څۀ هم بدلون کوي نو د دغه بنیادي اصولو پۀ رڼا کښې به ئې کوي. تر اوسه چې څومره ترمیمونه شوي دي، هغو کښې دغه بنیادي ستنې نۀ دي چېړلې شوې. د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ د روان جاکړ مخنیوي د پاره د نېشنل اېکشن پلان پۀ تسلسل کښې د پوځي عدالتونو غوښتنه هم د ائین د بنیادي روح خلاف وه، پارلېمان د یو خاص مدت پورې د دغه عدالتونو د قیام اجازت ورکړو او پۀ خاص مدت پوره کېدلو د دغه پوځي عدالتونو پۀ کارکردګۍ د ځینو تحفظاتو باوجود د کاروائۍ جاري ساتلو توسیع هم دې پارلېمان ورکړه. د پارلېمان غړي د صدر، وزیراعظم، ګورنرانو، وزیرانو او ممبرانو پورې، سره د عدلیې د ججانو، د ائین د وفادارۍ حلف اوچتوي.

ائین د هرې ادارې د پاره خپل دائره اختیار او طریقه کار ټاکلي دي. زمونږ موقف دا دے چې هره اداره دې خپله دغه ائیني دائره اختیار کښې د ټاکلے شوي طریقه کار مطابق کار کوي. موجوده حالاتو کښې چې د جمهوريت پۀ درشل کومې اندېښنې دېره شوې دي، دا د ادارو تر منځه د روان تصادم پۀ شدت کښې د اضافې باعث ګرځي. وفاقونه صرف د ائین پۀ احترام چلېدے شي او کله چې ائین بې واکه او کمزورے کړے شي نو الغاو تلغاو جوړ شي او هر څۀ وران او تالان شي. وړو صوبو تل د پارلېمان د تحفظ د پاره قربانۍ ورکړې دي او دا ځکه چې د وړو صوبو د اولس د حقونو د تحفظ ضمانت پۀ ائین کښې ورکړے شوے دے. دې لړ کښې اتلسم ائیني ترمیم یوه لویه لاس ته راوړنه ده. پۀ روانو حالاتو کښې د ائین، عدلیې او پارلېمان د بالادستۍ پۀ زوږ کښې پۀ اتلسم ائیني ترمیم هم اندېښنې مخې ته راغلې دي. کۀ مونږ پۀ مجموعي تاثر خبره کوو نو سیاسي فېصلې د سنګینو او خطرناکو نتائجو باوجود پۀ زوره عدالت ته راکښلې کېږي چې د جمهوریت پۀ ضد روان عملیات ته ګوته نیسي. کۀ ډاډه خبره کوو نو پۀ عمومي حالاتو کښې دا وخت د ملک بنیادي اساسي قانون )ائین( معطل دے او د ادارو تر منځه روان تصادم د دې خبرې تقاضا کوي چې د حالاتو سمولو د پاره یو ټولګوندیز کنفرانس راوبللے شي او د دې مسئلې حل د پاره سنجیده هڅه وشي.

داعش او پېښور کښې د روس (اعزازي) قونصلګري

پاکستان کښې د روس سفیر الېکسي یوراوچ ډیډوف پېښور کښې د روس اعزازي قونصلګري د دواړو ملکونو تر منځه د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا د پاره ښېرازه ګام بللے دے او هیله ئې څرګنده کړې ده چې د دواړو ملکونو ترمنځه تجارت به د پروسکال د 400 ملیونه ډالرو نه 33 فیصده اضافې سره 541 ملیونه ډالره ته ورسي. ښاغلي الېکسي ډیډوف پېښور د پاره ټاکلے شوي قونصلر ارسلاخان نه هیله څرګنده کړه چې د دواړو ملکونو تر منځه اقتصادي مرستې زیاتولو د پاره زیاتو نه زیات امکانات پېدا کړي. د سرحد چېمبر اٰف کامرس د وفد لخوا پۀ دې موقع روسیا ته د سي پېک نه د استفادې بلنه هم ورکړې شوه.

د پاکستان او روس ترمنځه د وړومبنو اړیکو خبرونه هغه وخت وشړنګېدل چې د دواړو ځواکونو تر منځه شریک مشقونه پېل شول. بیا روسیا پاکستان سره د وسلې د خرڅ معاهده هم وکړه او اوس اوس د پاکستان لۀ خوا د نورې وسلې او پوځي شریکو مشقونو وړاندیز هم روسیا ته شوے دے. د هندوستان سره د اوږدو تجارتي، اقتصادي او دفاعي معاهدو او تعلقاتو پس منظر کښې داسې پۀ غېر محسوسه توګه د پاکستان پله د روسیا خواږۀ کېدل خپل کومي کښې ګڼ سوالونه لري. پۀ یو وخت کښې پۀ ‘تودو اوبو’ پسې راتلونکے روس ‘سُور کافر’ ؤ او د امریکې امریکې پۀ غږونو کښې د روس پۀ تندي د مسلمانۍ نمبرپلېټ هم ولګولے شو. روس تودو اوبو ته د ځان رسولو د پاره پاکستان ته هغه ټولو مرستو وړاندیزونه کړي وو چې کوم د لارې ورکولو د پاره پکار او د پاکستان د اولسونو پۀ ګټه وو. خو پاکستان د اوږد مهاله پروژو پۀ ځاے لنډ ځغل وکړو او د تجارت، صنعت، زراعت پۀ ځاے ئې جنګي معیشت غوره کړو. نن پاکستان پۀ هر قیمت روس ته پۀ تودو اوبو کښې برخه اخستلو ته تیار دے.

د پاکستان د خارجه امورو د وزیر خواجه اٰصف د ماسکو تېره دوره او هلته د خپل هم منصب سیرګے لابروف سره د مذاکراتو نه پس دا اوس پۀ اسلام اباد کښې د داعش خلاف پۀ جنګ کښې د مرستې اعلان دې سیمې د پاره یوه نوې نغاره غږولې ده. داسې ښکاري چې امریکې سره د پاکستان مرستې کۀ د القاعده پۀ ضد وې نو اوس نوي ورژن ‘داعش’ د پاره روس سره یوې مورچې ته کوزېږي. د قبائیلي سیمو پۀ حواله د شوشو او اندېښنو بهیر کښې دا ګمانونه مخې ته راځي چې لکه دې سیمه کښې جنګي موسم برقرار ساتونکي د خپلو مفاداتو تحفظ د پاره د پُولې نه جنګ د وطن منځ له راوړل غواړي. پاکستان څو ځله د داعش د غېرموجودګۍ اعلانونه کړي دي خو د روانو حالاتو پۀ تناظر کښې دغه خطرې نه سترګې پټول به بې حسي وي. د روسیا سره پۀ رسمي توګه د داعش پۀ ضد همکارۍ د پاره د ‘ملټري کواپرېشن کمېشن’ جوړولو اعلان دغه ګمانونه زیات بوږنوونکي کړل.

روس سره کۀ د تجارت، زراعت، صنعت او اقتصاد د پاره همکاري کېږي او دې لړ کښې پۀ پېښور کښې قونصلګري پرانستې کېږي نو مونږ ئې هرکلے کوو ـــ خو کۀ دا مورچې د کوم نوي پراکسي وار د ژوندي کولو د پاره پرانستې کېږي نو دا به یواځې د پښتنو د پاره نۀ بلکې دې ټولې سیمې او خطې د پاره خطرناک ترین صورت حال مخې ته راوړي. د دې خطرناک صورت رېموټ کوونکي باید دې خوش فهمۍ کښې پاتې نۀ شي چې ګنې وېره ترهه به د دوي د مزاحمت توان او غږ د اولس نه وتروړي. پښتانۀ د خپلې اوږدې بدنصیبۍ نه پس د امن د کونترو او سندرو لاره څاري ـــ نوے جنګ به هر هغه وطن خپله ولقه کښې اخلي چې دلته د اور بلولو د پاره خشاک راچلوي. د پاکستان پۀ رسنیو چې کوم غېر ضروري زوږ جوړ کړے شوے دے، هلته د داسې مهم اقداماتو مخې ته نۀ راوړل د قوم سره خیانت دے. سیاسي ګوندونه باید د دې مخنیوي د پاره یو غږ شي.

د افغان اولسمشر اشرف غني ټویټ او ‘پښتون پرلت’

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کښې د روان ‘پښتون پرلت’ دوران کښې د افغان اولسمشر اشرف غني لۀ خوا ‘ټویټ’ شوے ؤ چې پکښې ‘پښتون پرلت’ پۀ سیمه د روانې ترهګرۍ او شدت پسندۍ ردعمل بللے شوے ؤ او د سیمې اولس ته د امن د پاره د یو ځاے غږ اوچتولو خواست شوے ؤ. پۀ ټولنیزو رسنیو د اولسمشر دغه ټویت او د ‘پښتون پرلت’ متعلقه خبرې د پاکستان پۀ داخلي امورو کښې دخل اندازي بللې شوې وه.

وخت راغلے دے چې دا حقیقت تسلیم کړے شي چې د دې خطې د هر استوګن دا ذمه واري ده چې د امن راتلو د پاره خپل کردار ادا کړي. پۀ نړیواله ورورولۍ دا ذمه واري جوړېږي چې چرته هم د امن، سولې او روغې جوړې خبره کېږي، پۀ ملاتړ کښې ئې غږ پورته کړے شي. پاکستان خپله دغه عالمي ذمه واري وخت پۀ وخت پوره کوي. د فلسطین، کشمیر، برما او مشرقي تېمور پۀ شمول مختلفو موقعو باندې پاکستان د امن د راوستلو غوښتنه کړې ده. د افغان اولسمشر اشرف غني ذمه واري پۀ دې حواله هم زیاته ده چې د هغۀ ګاونډ کښې د امن د پاره غږ پورته کېږي. هغه وائي چې دواړه اړخ ته د امن د غږ سره ودرېدل د وخت ضرورت دے چې پۀ شا یو منطقي استدلال لري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د شړشم ګلونو د سپرلي زېرے راوړو، خداے دې بختور کړي!!!

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …