د مقبول عامر نظم بابا ! تم ناراض نہ ہونا! – فیصل فاران

زمونږ رواج دے ازاد کړے مو دے

د ستم ښارکښې چا د چا د خولې نه

خبره وتې ده د صدق، د صفا

تۀ خفه کېږه مۀ يو تۀ خو نۀ ئې

تاريخ کښې نور هم مثالونه شته دے

دلته چې څوک بېداروي ذهنونه

د خوب پۀ سرائې کښې کوي غږونه

مونږ ئې بېړو او زولنو کښې ساتو

چې چا راوړي د حرمت توغونه

دلته د سترګو او د زړۀ تيرې له

ډيوې راوړل جرم دے، لوے کفر دے

د مجوسيانو پۀ دې جګ اېوان کښې

ګل ټوکول جرم دے، لوے کفر دے

تا خو بېخي نو هم ناشوني کړې

چې دې د بغض و عداوت کلي کښې

تنکۍ موسکا د محبت وېشلې

مونږ سترګه ور ترې خبرشوي يو اوس

د سوو لوو اميدونو سره

بندي خانه کښې شوې وراستۀ هډونه

پۀ تقدس باندې د نيت ولاړ وي

دي تا پۀ ستانې لوړ قامته پسې

کۀ اولس وژاړي کنه خو بابا!

تور دېوالونه د زندان به وي سلګۍ نيولې

هم زنځيرونه به ماتم کوي تر ډېره وخته

مقبول عامر د اردو ژبې يو ډېر د خوند رنګ شاعر ؤ. د بنو د سيمې اوسېدونکے ؤ، ځوانۍ کښې مړ دے، شعري ټولګه ئې ”ديے کی آنکھ” نومېږي چې پښتو ته طارق محمود دانش ژباړلې ده. د مقبول عامر ځنې شعرونه خو بيا تلپاتې حېثيت لري لکه

میرے خلاف گواہی میں پیش پیش رہا وہ شخص جس نے مجھے جرم پہ اُبھارا تھا

دا نظم اردو کښې ليکلے شوے ؤ. د ژباړې پۀ وخت کښې پکښې معمولي بدلون هم راوستے شو لکه يو ځاے د ‘شهرِ ستم’ ذکر دے، بل ځاے د کوفې، نو کوفې لفظ ترې سېوائي تکرار لۀ مخه وباسلے شو. هسې هم شهرِ ستم ته اشاره هم د کوفې ښار ته وي. بل دې کښې د مجوسيانو پۀ ځاے زرتشيان ياد کړے شوي دي، دې نه هم يوه مجهولتيا پېدا کېده، اګر کۀ قران پاک مجوس هم پۀ هغه درې خاصيتونو د ايمان وړ ګرځوي پۀ کومو درې خاصيتونو يعني يو خداے منل، نېک عمل کول، پۀ اخرت يقين ساتل. هغه اهل کتاب مظهر پرست او مسلمان د خلاصون اهل ګرځوي. درحقيقت د د شاعر اشاره هم مجوسيانو ته وه، زرتشيانو ته نۀ وه، دا ځکه چې سپين تمان زرتشت چې د کوم مذهب مخالفت کولو، هغه مذهبي پروهت ؤ چې د لمر د تقدس اعتقاد ئې لرلو او د سوم رس باندې به ئې وجداني کېفيت د پاره اکسير ګڼلو. د ګونر ښار زمکندينه کښې د دې مذهب لرغونے معبد راوتے دے. دې وخت د دې مذهب لوے ځاے زمينداور افغانستان ؤ. زرتشت د دې مذهب خلاف پاڅون کړے ؤ. لۀ تېروتنې څخه مجوسيان او زرتشيان يو ګڼلے کېږي. اردو نظم کښې هم شاعر د دغه مغالطې ښکار شوے ؤ. قران پاک د زرتشت ذکر نۀ کوي دا ځکه چې زرتشت هم هغه کردار دے چې د دين حنيف بنيادګر ګڼلے کېږي او ټول الهامي مذاهب ئې خپل مشر ګڼي، يعني ابراهيم علېه السلام، خو د تاريخي تېروتنو او د سياسي مصلحتونو لۀ کبله پۀ دې حقله لوېديځ سکالران هم خبره نۀ کوي، البته مستشرقين زيات نه زيات دا وليکي چې پۀ تورات کښې د زرتشت متاثرات هغه وخت راغلي چې کله يهود بخت نصر بابل کښې بنديوان کړے ؤ.

باچا خان هم خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې ذکر کوي چې زرتشت د پښتون قام پېغمبر ؤ. درحقيقت څۀ ته چې مونږ پښتونولي وايو، د دې ډېر شيان د اوستا تعليماتو سره نزدې دي. ښائي هم دغه پښتونولۍ اصلي اوستا د تعليماتو نه راپاتې يادګار وي. مخامخ مثال ئې د ميا دے چې مونږ ئې مذهبي لارښود ته وايو. دا هغه د مغان اوښتے صورت دے انګليسي کښې دا ميګي او مېجک پۀ اوښتو صورتونو موجود دے.

دې نظم کښې باچا خان د تاريخ نورو لویو هستيانو لکه سقراط، حسېن، ابن رشد او دغه قبيل نورو سره ياد شوے چې کله شاعر وائي چې تاريخ کښې نور مثالونه هم شته ، يواځې تۀ خو نۀ ئې؟ بيا اور کښې ګلونه ټوکول خو ابراهيم علېه السلام ته اشاره ده. دې نه صفا ښکاري چې ليکوال د باچا خان مخالفينو سوچ ته نمروديت وائي. شاعر صدق و صفا د کردار ائينه ګرځولې، دا د دې نظم کلېدي لفظونه دي او دا حقيقت دے چې دا دواړه لفظونه د باچا خان د کردار احاطه کولے شي.

مهادېو ډيسائي د انګرېز استعمار خلاف د هندوستان د خپلواکۍ د جدوجهد لوے مبارز خپل کتاب “دو خدائي خدمتگار” کښې ليکي چې ما تر اوسه داسې څوک ونۀ ليدل چې هغه پاکبازۍ، زهد، تقويٰ کښې باچا خان ته ورسي او پۀ نرم زړۀ او خداے پوخ يقين لرلو کښې دې نه سېوا وي. دا ځکه د ګاندهي جي نمسي ګوپال ګاندهي د باچا خان عدم تشدد مفکوره د راست عمل مفکوره ګڼي. د بغض و عداوت کُلي نه مطلب د پښتون سماج خپل ساخت ته اشاره ده. باچا خان هم د پښتون سماج دې عمل نه سر ټکوي او وائي چې څوک خدمتګار پېدا شي نو دوي ورله لارې بندوي، دولۍ ورته کني او کار ته ئې نۀ پرېږدي. دغسې دې نظم کښې دا خبره چې پۀ تا څۀ تېر شوي هغې نه سترګه ور (منورين) اوس خبر شول، د رياست هغه پاليسي ده د کومې تر مخه چې د هندوستان د وېش سره سم د خدائي خدمتګار خوځښت خلاف پۀ لويه مخه ليکوالانو پېل شوې وه او بل خوا دوي پۀ زندانونو کښې ښکېل کړے شوي وو او تر ډېره عمره اولس د دې پرچار ښکار ؤ بلکې تر اوسه پورې دے، خو ځینې منورينو ليکوالانو لکه فارغ بخاري، فاروق قرېشي، اٰغا شورش کاشميري غوندې د دې پرچار خلاف کار کولو او ډېرو خلقو ته ئې حقيقت ورسولو. دلته سترګه ور نه هم دې خلقو ته اشاره ده. بلخوا کۀ اولس ژاړې کنه خبرې هم د باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک خلاف د رياستي پرچار لويه اغېزه پۀ ګوته کوي چې د اولس ذهنونه زهرژن شوي. دې پرچار لۀ کبله خو د صدق و صفا د دې کردار پۀ مضبوطۍ زندانونه ګواه دي او دا زندانونه داسې بنديوانو پسې ځکه سلګۍ کوي چې دوي دلته د عمر لويه برخه تېره کړې وه او دا زندانونه/ بندي خانې ورسره داسې مانوسه شوې دي لکه اوسېدونکيو سره چې خپل کور مانوسه وي.

اردو شاعرۍ کښې د کور سره د داسې ژوندي مانوسيت تصور پخوا نه را روان دے، لکه مير تقي مير څۀ ښۀ وئېلي:

بے سبب ہیں نہیں یہ سناٹے مکان اپنے مکینوں کو یاد کرتے ہیں

د ځوانيمرګ مقبول عامر دا نظم د باچا خان پر ضد د ولاړې بيانيې د شکست يو شاعرانه ثبوت دے ځکه چې هر څو کۀ رياستي پرچار د هغۀ خلاف کېدۀ نو بل خوا ځان ته ترقي پسنده ويونکو د کومو مشرانو چې هم د وېش پۀ وخت د اٰل انډيا مسلم ليګ سياسي او عملي مرسته کوله، دغه ډلې هم خصوصاً فکري طبقه کښې د باچا خان خلاف پرله پسې بده خولۀ خوځوي. دې ډلې هم قامي تحريک ته لوے زيان ورکړے او پۀ قامي لارښودانو بې سر و پښې د تاريخي حقيقت نه لرې اعتراضونه د دوي خاصه ده.

باچا خان به وئېل، دوي کله د حقوقو خبره شروع کړي نو داسې پېچيده نکتې راوباسي لکه چې د دنيا لوے سياستدانان دغه وي خو کۀ د عمل ورته ووائې نو زر معذرت وکړي چې زما مجبوري ده. دغه ډلې پۀ فکري او صحافتي حلقو کښې ډېر زهر خوارۀ کړي او د تحريک لاره ئې کهوټه کړې نو دې صورتحال کښې د مقبول عامر دا نظم د يو بدل ذهنيت استعاره ده.

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …