ګل محمد بېتاب

 

دې کښې شک نشته چې پښتو ژبې ته خاکه نګاري د اردو او ا نګرېزۍ ژبو د لارې راغلې ده. خاکه څۀ ته وائي او پۀ پښتو کښې وړومبۍ خاکه کله او چا ليکلې ده. دا بحث تفصيل غواړي ولې چې د خاکې ليکلو ابتداء پۀ پښتو کښې هم لکه د اردو ژبې د يو غېر رسمي مضمون نه کېږي. اردو کښې وړومبے خاکه نګار فرحت الله بېګ ګڼلے شي چې هغۀ پۀ خپل استاد نذير احمد يو غېر رسمي مضمون ليکلے ؤ او وروستو ليکوال هغه د اردو ژبې وړومبۍ باقاعده خاکه تسليم کړې ده. دغه شان پۀ پښتو ژبه کښې هم پۀ مۍ نولس سوه يو کم پنځوس کښې قاضي عبدالحليم اثر افغاني صاحب پۀ عبدالخالق خليق غېر رسمي انداز کښې يو مضمون ليکلے چې عنوان ئې دے “خليق صاحب”، خواو شا هم دغه کلونوکښې کاکاجي صنوبر حسېن مومند هم دا قسمه يومضمون ليکلے چې عنوان ئې دے ” زوړ اشنا” د قاضي عبدالحليم اثر ليک خو بې د شکه نۀ صرف خاکه بلکې غوره خاکه ده او د کاکاجي صنوبر حسېن مومند د ليک کوم فوټو سټېټ چې تر ما رارسېدلے نو هغه سم نۀ شي لوستے کېدے. ځکه نو نشم وئيلے چې دا به د يوې مکملې خاکې معيار پوره کوي او کۀ نۀ. کاکاجي هم دغه مضمون پۀ کال نولس سوه يو کم پنځوسم کښې ليکلے او “اسلم” مجله کښې چاپ شوے دے.

تر اوسه ټولو ليکوالو قاضي عبدالحليم اثر افغاني د خاکې وړومبے ليکوال ګڼلے دے. بهرحال دا بحث هم دلته پرېږدم او غواړم چې اوس پۀ دې حقله خپل معروضات وړاندې کړم چې پښتو ژبه کښې د خاکو وړومبۍ مجموعه کومه يوه ده، ځکه چې دې سلسله کښې ځينې غلط فهمۍ خورې شوې دي چې ابتداء ئې د ډاکټر زبېر حسرت د کتاب “نقشونه” د سريزو نه شوې ده. دغه کتاب پۀ وړومبي ځل پۀ يو دېرشم دسمبر نولس سوه نهه نوي کښې او بيا پۀ دوېم ځل پۀ وړومبي ستمبر دوه زره لسم کښې چاپ شوے دے. د دې کتاب پۀ مقدمه ” خاکه او د زبېر حسرت خاکې” د عنوان لاندې محترم ليکوال سعيد ګوهر صاحب ليکلي دي، ” پۀ پښتو کښې د خاکو اولنے کتاب اصغر لا لا شائع کړے دے، د محمد زبېر حسرت “نقشونه” د خاکو دوېم کتاب دے.”1

مقاله

پښتو کښې د خاکو وړومبۍ مجموعه

دا قسمه خبره د پښتو ژبې يو بل ليکوال ښاغلي لطيف پرېشان هم کړې ده. هغه ليکي چې “اصغر لالا تا دم تحرير هغه ايکي يو ليکوال دے چې د خاکو مجموعه ئې شائع شوې ده”.2

خو د دوي دواړو دا خبره سمه نۀ وه، ولې چې د اصغر لالا کتاب کښې مضامين دي او محض دوه خاکې پکښې شاملې دي. د دوي دواړو جواب ډاکټر زبېر حسرت خپله تفصيلي مقاله “پښتو ادب کښې خاکه نګاري: تحقيق او تنقيد” کښې داسې کړے دے،

“دلته زۀ مجبور يم چې د دغه دواړو ښاغلو لطيف پرېشان او سعيد ګوهر سره اتفاق ونۀ کړم ځکه چې د اصغر لالا کتاب ژوند او ادب” (1968) کښې پينځۀ نګارشات شامل دي (1) پۀ ژوند او ادب کښې بدلېدونکي قدرونه (2) يوم دفاع علمي ادبي او تنقيدي مضامين دي. يو پکښې “حسن خان سوز د هغۀ د ليک پۀ رڼا کښې” تر عنوان لاندې مقاله ده چې د سوز صاحب (مرحوم) د شاعرۍ او افسانو جاج پکښې اخستے شوے دے او هم د هغوي د فن پۀ تناظر کښې ئې د سوز صاحب څۀ نه څۀ خليه نګاري کړې ده. باقي پاتې دوه خاکې او پېژندګلو “د پير ګوهرخاکه” او “د بوډۍ ټال” د ښاغلي عبدالغفار عامل (مرحوم خاکه) شاملې دي.”3

وړاندې ډاکټر حسرت پۀ صراحت سره ذکر کړے دے چې دغه دواړو ښاغليو لطيف پرېشان او سعيدګوهر صاحب ته غلط فهمي شوې ده چې ګنې ژوند او ادب د خاکو وړومبے کتاب دے. هر کله چې د اصغر لا لا کتاب د دې مېدان نه ووتو او حقيقت هم داسې ؤ نو بيا د ليکوال خصوصاً محقيقينو سره بله لاره نۀ وه، ځکه نو د ډاکټر زبېر حسرت د خاکو مجموعې “نقشونه” ئې د پښتو خاکو وړومبۍ مجموعه وګڼله.

ګران ملګري شاعر، اديب او نقاد فېض الوهاب فيض صاحب پۀ داسې حالاتو کښې پۀ ډاډه زړۀ د زبېر حسرت د کتاب په شاپاڼه ليکلي دي “پښتو کښې کۀ د خاکې ابتداء هر چا کړې ده خو وړومبۍ مجموعه ئې د زبېر حسرت “نقشونه ده.”4

د فېض صاحب د معلوماتو ترمخه دا وېنا تر ډېره حده صحيح وه خو ولې لوے ليکوال شاعر او اديب ډاکټر اسرار صاحب ورسره اتفاق نۀ ؤ کړے او پۀ خپله ليکنه کښې ئې داسې وئيلي دي، “د کتاب پۀ شا مې د فېض الوهاب فېض ښکلے ليک ولوستو چې هغه يعنې (زبېر حسرت) پۀ پښتو ادب کښې د خاکو د خالصې مجموعې چاپ کولو د اوليت شرف حاصلوي. دلته راته د همايون هما صاحب د خاکو مجموعه “ښکلي ښکلي خلق” را ياده شوه چې څو مياشتې مخکښې چاپ شوې ده. سوچ يوړم چې د فېض پۀ قول دا د خاکو اولنۍ مجموعه ده نو بيا د هما صاحب هغه څوېمه شوه”.5

د ډاکټر اسرار صاحب وېنا بنده پۀ شک کښې واچوي او د هغۀ د وېنا نه معلومېږي چې د همايون هما صاحب کتاب “ښکلي ښکلي خلق” ګنې د ډاکټر حسرت د کتاب “نقشونه” نه وړاندې چاپ شوے دے ولې بل خوا چې موجوده صورتحال ته ګورو نو د حسرت کتاب د هما صاحب د کتاب نه څو ورځې يا مياشتې مشر دے ولې چې د ډاکټر زبېر حسرت کتاب “نقشونه” پۀ يو دېرشم دسمبر نولس سوه نهه نوي کښې او د همايون هما کتاب “ښکلي ښکلي خلق” پۀ کال دوه زره کښې چاپ شوے دے، خو نۀ پوهېږم چې ډاکټر اسرار صاحب ته د هما صاحب کتاب څنګه د ډاکټر زبېر حسرت د کتاب نه وړومبے ورسېدو. کۀ بل څۀ شک ونۀ کړو او ښۀ ګمان کول به غوره وي نو هغه دا چې ډاکټر زبېر حسرت به خپل کتاب وروستو ډاکټر اسرار صاحب ته رسولے وي او تر دغه وخته اسرار صاحب د هما صاحب کتاب لوستلے ؤ. بهرحال دې سلسله کښې چې ما کوم لټون وکړو نو راته معلومه شوه چې د خاکو وړومبے کتاب د “نقشونه” او “ښکلي ښکلي خلق” نه ډېر وړاندې صاحبزاده حميدالله صاحب ليکلے او چاپ کړے دے. نوموړي محقق ډاکټر سهېل انشاء صاحب ورته اشاره هم کړې وه. هغۀ پۀ خپل اردو کتاب ” او بلم پهلا قدم” کښې ليکلي دي، “پختونخوا مين پهلى بار ادبى خاکوں پر مشتمل کتاب 1975 مين لکهى.”6

دې نه وروستو ما د ډاکټر سهېل انشاء صاحب سره رابطه وکړه نو هغوي راته ووې چې ما دا کتاب ليدلے ؤ خو نور ما کتلے نۀ دے چې د کوم معيار دے او ايا خاکې دي هم او کۀ نۀ؟ ورسره ئې راته يو ليکوال وښودلو چې د هغۀ پۀ لائبرېرۍ کښې دا کتاب شته. ما د دغه ليکوال سره ډېر د رابطې کوششونه وکړل خو خوند ئې ونۀ کړو. اخر راته ملګري ليکوال شاعر او محقق اياز الله ترکزئ صاحب د دې کتاب فوټو سټېټ راپېرزو کړو. زۀ د ډاکټر سهېل انشاء او ترکزي صاحب مننه کوم چې د دوي پۀ مرسته زۀ اصل حقيقت ته ورسېدم.

دا کتاب د پښتو خاکو وړومبے کتاب دے چې پۀ کال نولس سوه پينځۀ اويايم کښې چاپ شوے او نامه ئې ده “ادبي خاکې او نور سمونکي”.

دا کتاب ټولې څلورشپېتۀ صفحې لري چې څلور پنځوس صفحو پورې پکښې خاکې دي. دې نه وروستو لس صفحو کښې د مختلفو ليکوالو څو غزلونه او پۀ اخري لسو صفحو کښې يو اردو مضمون دے. د دې کتاب سريزه کښې د “ادبي خاکې” لاندې صاحبزاده حميدالله صاحب ليکلي دي، “خاکه پښتو ادب کښې يو مخ نوے شے دے. دا د انګرېزۍ ژبې څخه اردو لۀ راغلے دے. پۀ پښتو کښې د نثر دا صنف تر اوسه زما تر نظره نۀ دے تېر شوے. خاکه نۀ پوره سوانح ده او نۀ پوره تنقيد او نۀ يو مخ تبصره ده. خو بيا هم د دې پۀ اجزاو کښې هم سوانح شته، هم تنقيد. خاکه د قلم پۀ ژبه د يو سړي يا د يو شي خدو خال بيانول دي. دا بيان خارجي (Subjective) نۀ وي بلکې داخلي (Objective) وي. اختصار يا لنډتيا د خاکې روح دے. پۀ انګرېزۍ کښې خاکې ته Sketch وائي خو دا نۀ پوره د اردو ژبې “خاکه اړانا” او نۀ “خاکه کهينچنا”. ظاهره ده چې پۀ اختصار و اشاره کښې څرنې خوند وي دغونې خوند پۀ تفصيل د طوالت کښې نشته نو پۀ خاکه کښې هم هغه نقوش يا خطوط څرګندول کېږي د کومو اظهار چې خاکه ليکونکے ضروري او اهم ګڼي.”7

دغه شان پۀ خپله مختصره تبصره کښې ئې تر اخره د خاکې د فن ټول لوازمات ليکلي دي کوم چې هغه پۀ انګرېزي او اردو ژبو کښې لوستلي وو او دې نه معلومېږي چې صاحبزاده حميدالله صاحب د خاکه نګارۍ پۀ فن تر کافي حده پوهه لرله او دې سلسله کښې ئې اکثر کتابونه کتلي وو.

پۀ دې کتاب يعني “ادبي خاکې” کښې موصوف د ځان پۀ شمول پۀ اتۀ ويشت کسانو خاکې ليکلي دي. د دې کتاب پۀ لوستو زۀ ډېر حېران شوم ولې چې دې کښې د محترم سعيدګوهر خاکه هم شامله ده چې دې کتاب کښې پۀ نولسم نمبر درج ده او دا ئې لا څۀ کوې صاحبزاده حميدالله خپله خاکه هم د سعيدګوهر پۀ ترغيب ليکلې ده. صاحبزاده حميدالله خپله خاکه کښې د ” زۀ” عنوان لاندې ليکي چې “سعيدګوهر راته ووئيل چې پۀ خپل ځان ئې هم وليکه ګنې زۀ ئې در باندې ليکم. ما وئيل د ځان حال سړے پۀ خپله نۀ ليکي. خېرخو تر دۀ مې ځان ښۀ وبالۀ او د ځان حال داسې ليکم.”8

د دومره نزديکت باوجود سعيدګوهر صاحب څنګه د صاحبزاده حميدالله صاحب کتاب نظر انداز کړے دے. داسې معلومېږي چې پۀ کوموکسانو ئې دا خاکې ليکلې وې هغوي ترې خوشحاله نۀ وو. هرڅۀ چې وي خو دا کتاب يقيناً چې د پښتو خاکو وړومبۍ مجموعه ده. د خاکه نګارۍ پۀ طرز د ليک نه علاوه دا کتاب د خاکه ليکنې ټول ضروري لوازمات پوره کوي. ژبه ئې ډېره خوږه خوږه ده. د ليک انداز ئې ډېر دلچسپ او زړۀ راښکونکے دے.

دا خاکې ډېرې مختصرې دي خو بيا هم ليکوال کوشش کړے دے چې پۀ چا خاکه ليکي نو د هغۀ شکل، لباس، قام قبيله، تعليم او معاش ضرورذکر کوي. د ادبي قد و قامت ذکر ئې ورسره هم کوي. وړومبۍ خاکه ئې پۀ ملا عبدالسلام اشيزي ليکلې ده چې د هغۀ د حليه نګارۍ نه علاوه پکښې د هغۀ د شاعرۍ او علميت ذکر هم کوي. ليکي چې،

” د ملا حبش دا بختور زوے هم عالم دے، هم فاضل، هم شاعر دے، هم پۀ پښتو نثر کښې ماهر_ نثر نۀ لري، نظم ئې ډېر دے. د نوي تعليم څۀ بې برخې بلکې کلک مخالف ئې دے خو معلومات ئې ډېر دي”

د ملا عبدالسلام اشيزي شاعري غوره ګڼي او د هغۀ د شاعرۍ او ملاتوب تجزيه هم ډېر پۀ ښۀ انداز کښې وړاندې کوي. ليکي چې.

” اشيزے ملا دے خو د مليانو څخه جلا دے. شاعري ئې پرملائي او ملائي ئې پۀ شاعرۍ غالبه ده. پۀ ملا صاحب کښې شعريت ډېر دے خو ادبيت لږ دے پکښې، علم ئې ډېر دے خو تجربه ئې لږه ده:

هغۀ د ډېر عمر خبره هم کوي چې د قندهار او پښين د شاعرانو پينځۀ دورونه ئې ليدلي او هم پۀ اخره دا فېصله کوي چې “يوبابا شاعر وي او يو نيکۀ شاعر وي. ملا عبدالسلام نيکۀ شاعر دے.” عبدالسلام دغه وخت د دوه نوي کلونو ؤ.

خو هم دې خاکه کښې صاحبزاده صاحب ليکي چې زۀ او دے د ليک د لارې يو بل پېژنو، نوره راشه درشه ورسره نۀ لري. حالانکې د خاکه نګارد پاره ضروري ده چې پۀ هغه چا به خاکه ليکي چې د نزدې نه ئې پېژني. نوره دا خاکه پۀ تول پوره ده.

پۀ سيد محمد رسول فريادي ئې چې کومه خاکه ليکلې ده نو پۀ هغې کښې ئې هم طرز خواو شا دغه شان دے چې د حليه نګارۍ سره سره ئې د فريادي صاحب د ژوند او فن پۀ حقله هم خبرې اترې کړې دي، د هغۀ سياسي ژوند ته هم کتنه کوي او دا خبره ښکاره کوي چې فريادي پۀ بدن کښې سترګې خوښوي او وائي “د چمن مېله کښې ظريف اغا به د دۀ بدلې وئيلې نو د سختو سترګو يو ځوان به هم ناست ؤ، خلقو به وئيل چې دا د فريادي د غزلو عملي تفسير دے.”

پۀ خپل مشر ورور صاحبزاده عصمت الله ارزده ئې هم خاکه ليکلې ده. د هغۀ د ظاهري کړۀ وړۀ بيانولو سره ئې د هغۀ پۀ فن هم خبرې کړې دي خو ډېره کاميابه خاکه ورته نۀ شو وئيلے ولې چې عصمت الله د دۀ مشر ورور ؤ او دۀ د نزدې نه پېژندلو خو د هغۀ پۀ حقله ئې معلومات ډېر کم راوړي دي. محض دا ئې ليکلي دي چې عصمت الله شاعر دے چې خپله شاعري ئې سېزلې وه او اوس ئې ما يوولس سوه پورې غزلونه راجمع کړي دي خو دۀ ته ئې نۀ ورکوم.

د سلطان محمد صابر صاحب خاکه ئې تر څۀ حده تفصيلي ليکلې ده. د هغۀ د ادبي او صحافتي خدماتو ذکر کوي خو ورسره د هغۀ د خوبيو نه زياتې خامۍ ښودلې دي. ليکي چې،

“د ګټې پۀ چم (چل) ډېر ښۀ پوهېږي، ادبي او علمي ټولنې هم ډېرې جوړوي چې پۀ هغو کښې زياتره دے سکتر وي او بيا وروسته د حساب کتاب او د پېسو کاغذات هم ځينې ورک شي. سياسي ډلې هم زر زر بدلوي.”

د سلطان محمد صابر صاحب سره ئې د خپلو مخالفينو ذکر کړے او نور قسم قسم الزامونه ئې هم پرې لګولي دي. دغه شان د اکثرو خاکو نه ئې د تعصب بوي راځي او يا شايد د اردو دانو پۀ ړوند تقليد کښې ئې د پښتنو ليکوالو سره هم داسې بې باکي کړې ده ځکه اردو کښې دا قسمه ليکونه خصوصاً خاکوکښې مونږه ډېر وينو. د صاحبزاده حميدالله صاحب لويه کمزوري دا ده چې هغه خپله غصه او انتقامي جذبه نۀ شي سړولې چې دا د دۀ خاکو ته نقصان رسوي. د خپلې دې کمزورۍ ذکر ئې پۀ خپله ليکلې خاکه کښې د “زۀ” عنوان لاندې کړے دے. صاحبزاده صاحب ليکي، “زۀ يو ضدي بنده يم، د جنګ موقعه چې راشي مخ ترې نۀ اړوم او د عفوې پۀ ځاے پۀ قصاص عمل کوم” ځکه نو د هغۀ پۀ خاکوکښې هغه توازن پۀ نظر نۀ راځي کوم چې يو خاکه نګار له ضروري وي. ما خو دا هم اورېدلي وو چې د صاحبزاده صاحب پۀ دې خاکو اکثر ليکوالان خفه شوي وو او دا کتاب ډېر نۀ ؤ خورکړے شوے. د پښتو ژبې نوموړي ليکوال شاعر، اديب او محقق عبدالکريم بريالي صاحب راته د دۀ پۀ حقله وئيلي وو، “صاحبزاده حميدالله صاحب ډېر کينه پرور او د بغض او حسد نه ډک انسان ؤ. دې کښې شک نشته چې هغه ډېر لوے عالم فاضل ؤ خو ورسره يو غېر سنجيده سړے ؤ. ذهن ئې ډېر انتقامي ؤ. د دې خاکو نه وروستو ئې اکثر ليکوال خلاف شوي وو او دې نه وروستو ئې يو بل کتاب “افراد او ادارې” ليکلې چې هغې کښې ئې هم پۀ ځينو ليکوالو خپله غصه ويستلې ده او د دې کتاب فوټوسټېټ هم ما ته بريالي صاحب رالېږلے دے.

بريالي صاحب راته دا معلومات هم راکړل چې د دې انتقامي کتابونو نه وروستو به هغۀ پۀ اردو کښې ليکل کول. پنجاب او سندهـ نه ئې د پي اېچ ډي ډګرۍ رد شوې وې. دوه ويشت کلونه بيا فالج وهلے ؤ خو زۀ به کله کله ورتلم او خدمت به مې ورله کولو او د دۀ د خدماتو اعتراف کښې مې ليکل کړي وو.

دا خبره مونږ پۀ اسانۍ سره کولې شو چې صاحبزاده حميدالله کښې فطرتاً توازن نۀ ؤ ځکه نو د هغۀ خاکو کښې هم عدم توازن پۀ نظر راځي کوم چې د خاکه نګارۍ د پاره غټ عېب ګڼلے شي. خو دومره عقيدت مندي هم نۀ ده پکار لکه ډاکټر همايون هما صاحب چې پۀ خپلو مضامينو “ښکلي ښکلي خلق” کښې ښکاره کړې ده چې هغه پۀ دغه کتاب کښې د ذکر شوو شخصياتو هېڅ يو عېب نۀ دے ښکاره کړے خو د ليک انداز ئې د خاکې دے ځکه نو د هغوي لۀ خوا ليکلے شوي پۀ شخصياتو مضمونونه د خاکه نګارۍ پۀ ضمن کښې راځي. مختصر دا چې کۀ څۀ هم د صاحبزاده حميدالله خاکې مختصرې او يو مخيزې دي. د زياتو کسانو پۀ حقله ئې بې باکه تبصرې کړې دي چې تر دغه وخته ورسره ليکوال بلد نۀ ؤ او بيا تبصرې ئې مختص پۀ خپله خوښه يو مخيزې کړې دي. د اکثرو ليکوالو د خوبيو او خاميو پۀ حقله منصفانه تصويرونه ئې نۀ دي وړاندې کړي خو بيا هم انداز ئې منفرد دے. ژبه ئې ډېره ښکلې او روانه ليکلې ده. د صاحبزاده صاحب خاکو ته دې خبرې هم نقصان رسولے دے چې هغۀ دا خاکې د سهيلي پښتونخوا پۀ ليکوالو ليکلې دي او د هغۀ د وېنا مطابق پۀ هغه چا ئې ليکلې دي چې څۀ مقام لري او يا ئې خلق پېژني. نو پۀ دې کوشش کښې ئې پۀ ځينو داسې ليکوالو هم د خاکو ليکلو هڅه کړې چې صاحبزاده صاحب ئې د نزدې څخه نۀ پېژني خو باوجود د دې هر څۀ پۀ دې خاکوکښې د دلچسپۍ مواد شته او دا خاکې ئې پۀ داسې يو وخت کښې ليکلې دي چې ډېر کم مثالونه ورته موجود وو. کۀ څۀ هم خال خال خاکې پۀ پښتوکښې ليکلې شوې وې خو دے ترې خبر نۀ ؤ. اردو او انګرېزۍ کښې ئې دا صنف ليدلے او پښتو کښې ئې د دې د عام کولو فوري کوشش کړے ؤ، ځکه نو پکار ده چې د هغۀ د دې کوششونو ستائينه وشي. هر کله چې د خاکو وړومبے کتاب مونږ منو نو ورسره به صاحبزاده صاحب ته ډېرې خبرې معاف کوو ولې چې هغۀ د کتاب پۀ سريزه کښې وئيلي دي چې پۀ پښتو کښې د نثر دا صنف تر اوسه زما د نظره نۀ دے تېر شوے او دۀ د دې صنف پۀ پښتو کښې د عام کولو هڅه کړې وه چې پۀ دې وجه د ډېر داد وړ دے. خو دې ته به د پښتو ژبې بدقسمتي او پښتنو ليکوالو بې غوري ووايو چې تر اوسه پۀ دې مېدان کښې ډېر کم کار شوے او د ګوتو د شمار څو خالصې د خاکو مجموعې چاپ شوې دي چې تفصيل ئې څۀ دا رنګ دے. (1) “ادبي خاکې او نور سمونکي” د صاحبزاده حميدالله. (2) “نقشونه” ډاکټر زبېر حسرت (3) “ښکلي ښکلي خلق” د صاحبزاده حميدالله (4) دا د ژوند رنګونه دي” د ساحل ايسپزي (5) “د اکائي پۀ شا” د مهر اندېش (6) “روښانه څهرې” د ګل محمد بېتاب.

دې نه علاوه خورې ورې خاکې ډېرې ليکلې شوې دي خو زما د معلوماتو ترمخه خالص د خاکو کتابونه تر دې دمه هم دومره چاپ شوي دي.

کتابيات

  1. سعيد ګوهر، خاکه او د زبېر حسرت خاکې “نقشونه” مخ 14
  2. زبېر حسرت پښتو ادب کښې خاکه نګاري: تحقيق او تنقيد، “نقشونه”مخ 40
  3. هم دغه حواله، مخ 41
  4. فېض الوهاب فېض، “نقشونه” شاپاڼه
  5. ډاکټر محمد اسرار اسرار “د خاکوخاکه”، جرس، کراچۍ، اپرېل تا جولائي 2003، مخ 124
  6. ډاکټرسهېل انشاء، “او بلم پهلا قدم” مخ 49
  7. “ادبي خاکې او نور سمونکې”،. صاحبزاده حميدالله، مخ.6,5
  8. هم دغه کتاب، مخ 32
  9. بريالے عبدالکريم، “د بريالي صاحب سره خبرې”
  10. ډاکټرهمايون هما، “ښکلي ښکلي خلق”
  11. “ادبي خاکې او نور سمونکي” کښې شاملې مختلفې خاکې چې دې مقاله کښې ئې نمونې وړاندې کړې شوې دي.

 

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …