کوزه کښې سمندر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

ما چې هغه پۀ وړومبي ځل يوه مشاعره کښې وليدلو نو پۀ خپلو سترګو مې يقين نۀ راتلو چې دا به ګينې هغه سړے وي. ولې چې زما پۀ ذهن کښې د هغۀ د شاعرۍ لوستو، اورېدو او د هغۀ د صداکارۍ کوم خيالي تصوير جوړ ؤ نو هغه د دې نه ډېر بدل ؤ. د هغۀ د شعرونو د لوستلو او پۀ رېډيو ډېرو مشاعرو کښې د اورېدلو پۀ وجه زما خيال ؤ چې دے به يو لوے قوي وجود والا سړے وي خو دلته چې ما څۀ ليدل نو بېخي د دې اپوټه ؤ، ولې چې يو عام سپين ږېرے سړے ؤ چې امساء ورسره وه او سپک دسته وجود ئې ؤ. د پښتنو روايتي قوله لونګۍ ئې پۀ سر وه، نرے غوندې څادر ئې هم پۀ اوږه پروت ؤ، رنګ ئې سور سپين ؤ. منم چې ښکلے سړے ؤ خو زما د تصور نه بېخي بل شان ؤ. د مشاعرې د صدارت پۀ کرسۍ ناست ؤ چې دې کښې د مازيګر اذان وشو نو شېبه پس بغېر د څۀ اطلاع او اعلان نه را پورته شو څادر ئې پۀ سټېج خورکړو او پۀ مانځه ودرېدو. پۀ دې لږ حېران شوم خو ورسره خوشحاله شوم چې يواځې پۀ شاعرۍ کښې نۀ عملاً هم پوخ مسلمان دے. بله فائده دا وشوه چې پۀ ولاړه مې د دۀ قد وليدلو چې بس عاميانه ؤ. بدن ئې هم برابر ؤ. البته دۀ چې نيت وتړلو نو چا پۀ زوره اواز وکړو بابا قبلې ته مخامخ شه، لږ ښي طرف ته مخ تاؤ کړه، دا خو تۀ جنوب طرفته ولاړ ئې. دا اواز دومره تېز نۀ ؤ خو د سټېج د پاسه او د جاري مشاعرې دوران کښې ئې واورېدلو او ځان له ئې مخ قبلې ته برابر کړو. دلته دوه درې خبرې مخې ته راغلې يوه دا چې دے پۀ روانه مشاعره کښې مونځ د خپل وخت څخه نه وروستو کوي نو دا ښۀ کار دے. بله دا چې غوږونه ئې ښۀ کارکوي او درېمه خبره مې دا غېر ارادي طور زړۀ ته راغله چې پۀ مانځه کښې ئې توجه برابره نۀ وي ځکه چې د بهر خلقو خبرې هم پۀ کښې اوري. کېدے شي دا وخت چې کوم شاعر کلام اوروي دې ته ئې هم غوږ وي. کله کله به دې زړۀ ته راغلل هسې نه چې د مانځه دوران کښې ناڅاپه يو شعر ووائي چې ډېر ښۀ بيا ووايه خو داسې ونۀ شول. بهر حال مونځ وشو او د مشاعرې پۀ اخره ئې خپل کلام واورولو. د اورولو انداز ئې ډېر زړۀ راښکونکے ؤ. اواز ئې بيخي لکه د ځوانانو تازه دم ؤ. د خلقو پۀ فرمائش ئې دوه درې نظمونه او قطعات واورول. دې نه پس د نورو اکثرو شاعرانو غوندې ما هم ورسره ستړي مشي وکړل او څۀ وخت پس امساء پۀ لاس روان شو. ما ورته کتل، داسې روان ؤ تا به نۀ وئيل چې ګينې دا بوډا سپين ږېرے دے . بيخي لکه د ځوانانو پۀ لاره چټک روان ؤ او يوه شېبه چې لاړو نو امساء ئې هم د لاس نه ترخ ته کړه، د دۀ خبرو، شعرونو، قد، د تګ چال اود شعر وئيلو يو خاص انداز پۀ فکر لاهو کړم خو دغه مجلس کښې دۀ يو شعر وئيلے ؤ بس ناڅاپه مې هم هغه بې اختياره خلې له راغلو.

دکولال د لاس هنر دے

دې کوزه کښې سمندر دے

د ليدو او نۀ ليدو فرق وي او زۀ پۀ خپله تېروتلے وم چې د سمندر کوم خيالي تصوير مې جوړ کړے ؤ، د هغۀ سره ئې ډېر فرق څۀ چې بېخي ضد ئې ؤ ولې چې هغه چا ليدلے وي نو دا به مني چې هغۀ پۀ دې شعر کښې د خپل شخصيت پۀ اجمالي توګه خاکه راښکلې ده. د هغۀ پۀ وړوکي وجود کښې دومره هنرونه را جمع وو چې بس پۀ ريښتيا سمندر پۀ کوزه کښې بند کړے شوے ؤ. هغه د خپل وخت لوے شاعر، نامتو ډرامه نګار او ورسره بې مثله صداکار ؤ. دې نه علاوه ځينې نورې خوبۍ ئې هم لرلې لکه مجلس ارا سړے ؤ او د سنجيدګۍ سره سره به چې کله پۀ ګپ شپ شروع شو او يا به ئې طنزيه او مزاحيه ليکونه کول نو تا به نۀ وې ګينې دا هغه سمندر دے چې ډېر سنجيده نظمونه او نثرونه ليکي. د ترجمو پۀ باب کښې ئې هم څۀ نه څۀ کار کړے ؤ. د علامه اقبال يوه شعري مجموعه ئې هم ترجمه کړې وه . د سمندر د نامې قيصه هم عجيبه وه . خپله ئې وئيل چې کله زۀ پېدا شوم نو څو ورځې پس يو فقير راغلو، نېغ مو دکور مخې ته ودرېدو او وې وئيل تاسو کره چې کوم ماشوم شوے دے هغه ما له راوړئ . کله چې ورله ماشوم راوړے شو نو فقير ووې د دۀ څۀ نامه ده. ورته ووئيلے شول چې جانس خان!او فقير ووې نۀ، د دۀ نامه سمندر خان ده. او بس بيا دے سمندرخان شو. البته دۀ نه کشر ورور چې کله پېدا شو نو پۀ هغه بيا جانس خان نامه کېښودې شوه چې پۀ صوفي جانس مشهور ؤ. دے هم يو دلچسپه کردار ؤ او د خپل مشر ورور سمندر پۀ حقله به ئې د خوند رنګ قيصې کولې چې دا وخت زمونږ د موضوع نه بهر دے . لکه د نورو ماشومانو غوندې سکول کښې داخل کړے شو او تر شپږم جماعته پورې ئې باقاعده سبق وئيلے ؤ. هم دغه دوران کښې به ئې شعرونه ليکل خو د خپل اواره طبعيت لۀ وجې ئې د سکول نه زړۀ موړ شو او قسم قسم مزدورۍ ئې شروع کړې چې د پټو د کارونو نه واخله تر دياړۍ پورې هرڅۀ ئې کړي وو، څۀ موده ئې د کاڼو ټکولو کار هم کړے ؤ چې کاڼي ټک به ورته وئيلے شو. بيا ئې ټانګه واخسته او کوچوان شوخو پۀ دې هرڅۀ کښې ئې خپل منفرد انداز ؤ. لکه د دياړۍ مزدورۍ پۀ دوران کښې به ئې هم جنګ جګړې کولې ولې چې هغه يو باغي او تېز طبعيت لرونکے سړے ؤ چې د طبعيت نه خلاف خبره به ئې نۀ شوه برداشت کولې. خپله ئې وئيل کوچواني مې پۀ دې وجه پرېښودله چې يوه ورځ مې يو ګورا ټوله ورځ پۀ ټانګه کښې وګرځولو او چې کومې دوه درې روپۍ ئې را کړې نو هغه کوټه وې . البته دې کوچوانۍ ورته دا فائده رسولې وه چې د انګرېزانو ټانګه کښې د وړلو راوړلو پۀ وجه ئې څۀ لږه غوندې انګرېزي زده کړې وه نو کله چې يو انګرېز جادوګر د نوښار چاوڼۍ ته فوځيانو ته د تماشې ښودلو د پاره راغلو نو ورته د ترجمان ضرورت پېښ شو چې د انګرېز جادوګر د کرتب ښودلو نه وړاندې پۀ تمهيد خلق پوهه کړي. سمندر د دۀ سره د ترجمان پۀ حېث کار شروع کړو او د خپل تېز ذهن پۀ مدد سره به ئې د هغۀ مطلب فوځيانو ته وړاندې کولو. نوښار نه علاوه هغۀ ځان سره د پښتونخوا نورو ځايونو ته هم د ترجمان پحېث بوتلو او نۀ صرف دا چې ښه مزدروي ئې ترلاسه کړه بلکې د خپل تېز ذهن پۀ مدد ئې د جادوګرنه چل هم زده کړو. دا جادوګر به کال پۀ کال راتلو خو چې کله هغه د راتلو نه پاتې شو نو بيا به سمندر مختلفو فوځي چاوڼو کښې فوځيانو ته کرتبونه ښودل او دومره موثره ؤ چې يو انګرېز کپتان ورته باقاعده سرټيفيکېټ ورکړے ؤ چې پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو ما د سمندر غوندې ماهره جادوګران پۀ يورپ کښې هم ډېر کم ليدلي دي خو دۀ به عامو مجلسونو کښې وروستو وئيل چې دا ټوله د نظر دهوکه او د لاسونو کمال دے.

سمندر خان سمندر هسې خو د ماشوموالي نه شاعري کوله خو کله چې د برصغير پاک وهند د ازادۍ لپاره مختلف تحريکونه شروع شول نو پۀ دې کښې خاکسار تحريک هم ؤ چې دې کښې ګڼ شمېر پښتانۀ شامل وو. د اشنغر تاريخي کلي اتمانزو کښې د خاکسار تحريک د ټول هندوستان پۀ سطح يوه لويه غونډه شوې وه چې علامه مشرقي او د دکن نواب صاحب ورله راغلي وو. دې کښې د خاکسارو خړه وردي اغوستې يو ځوان پاڅېدو او نظم ئې شرع کړو.

چې پۀ خداے او رسول شېدا دي

هغه دا دي، هغه دا دي

“هغه دادي” سره ئې چې کله خاکسارو طرفته اشاره وکړه نو پۀ خلقو کښې يو داسې جوش پېدا شو چې ورسره د الله اکبر چغې سورې شوې او خلقو ومنله چې سمندر خان پۀ رښتيا د شعر سمندر دے. د سمندر د ځوانۍ پۀ زمانه کښې خدائي خدمتګار تحريک زور نيولے ؤ چې مختلفو جلسوکښې به دۀ خپل انقلابي نظمونه اورول. دغه زمانه کښې د 1930زخواو شا نوښار کښې يوه لويه انعامي مشاعره شوې وه چې دوه شپې دوه ورځې جاري وه او د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه ورله پۀ ګڼ شمېر کښې شاعران راغلي وو. دې کښې سمندر دوه نظمونه اورولي وو او دواړه نظمونه ئې د اول او دوېم انعام حقدار ګرځېدلي وو. خو د هغۀ شاعرانه عظمت هغه وخت ومنلے شو کله چې هغۀ پۀ 1930ز کښې د “ايلم څوکه” نومې نظم وليکلو او اسلاميه کالج پېښور کښې کېدونکې انعامي مقابله کښې ئې اورولے ؤ چې د وړومبي انعام حقدار ګرځېدلے ؤ. دې نظم کښې چې سمندر د قدرتي مناظرو کومه منظرکشي کړې ده د هغې مثال نشته. اردو او پښتوکښې خو پرېږده چې انګرېزۍ ژبه کښې به هم د دې معيار نظمونه کم وي. ځکه خو د مردان طورو کلي اوسېدونکے باذوقه عالم فضل معبود صاحب ئې ملاقات له بدرښوته ورغلے ؤ. د ايلم څوکه پۀ قدرتي مناظرو ليکلې شوې يوه ادبي شهپاره ده. بيا پۀ دې کتاب محترم سيد رسول رسا صاحب يوه تفصيلي مقاله ليکلې ده چې د سمندر خان د دې نظم مقابله ئې پۀ انګرېزي ژبه کښې د ليکلې شوو نظمونو سره کړې ده او دا ئې ثابته کړې ده چې دا يو ادبي شاهکار طويل نظم دے.

سيدرسول رسا او سمندر خان د يو کلي علاقې اوسېدونکي وو. د دوي دواړو پۀ باره کښې يوه دلچسپه خبره مې د مشرانو ليکوالو نه دا اورېدلې ده چې يو نظم د دواړو داسې ؤ چې موضوع ئې تقريباً يوه وه. رسا صاحب دعوه کړې وه چې مانه د دې نظم خيال سمندر صاحب پټ کړے دے او سمندر صاحب وئيل چې سيد رسول رسا ما نه نظم پټ کړے دے. اخر رسا صاحب ووئيل چې ما خود فلاني انګرېز شاعر د نظم ترجمه کړې ده او سمندر صاحب له چونکې انګرېزي نۀ ورځي نو دۀ مانه نظم پټ کړے دے.

سمندر صاحب ډېر داسې نظمونه ليکلي دي چې هغه يواځې هم دۀ پۀ صحيح توګه وئيلے شول او هغې سره صوت ويشتل ضروري وو چې د هغې پۀ مدد به ئې هغه شکل راښکاره کېدلو. پۀ دې کښې “دروند پښتون” او “ډانډت” خاص اهميت لري چې دا ترې ما اوريدلي وو . د سمندر صاحب وېنا وه چې داسې څو نظمونه هغۀ بېل پۀ يوه کاپۍ کښې د مسودې پۀ شکل خوش خط ليکلي دي.

سمندر ډېر نظامت پسنده ؤ. هر څيز به ئې پۀ ترتيب ايښے ؤ او پۀ هم هغه ترتيب به ئې راخستو او ايښودلو. تر دې چې خپلې ليکلې قلمي نسخې ئې هم پۀ يو خاص ترتيب ايښې وې کۀ چا به لږې اخوا ديخوا کېښودې نو پۀ دې به هم غصه کېدلو.

سمندرخان سمندر د هغۀ پۀ قول د پېسو لګولوکښې هم احتياط نه کار اخستو خو د ډېرو خلقو وېنا وه چې شوم ؤ او پېسې به ئې نۀ لګولې، او دا ويشېدلې سبزي به ئې ځکه خوړله چې د خرابېدو امکان به ئې نۀ ؤ نو سېر الوګان يا ټېپر به ئې درې څلور ورځې کېدل. د غوړو او مصالحو د خرڅ نه به هم پۀ امان ؤ او د خرابېدلو څۀ امکان به ئې هم نۀ ؤ.

سعدالله جان برق صاحب راته يوځل وئيل چې مونږ به رېډيو کښې د سمندر خان خبرې کولې نو د دوي کشر ورور صوفي جانس به ئې د هر چا نه زياتې د شوم توب قيصې کولې. صوفي جانس رېډيو کښې کاپيسټ ؤ خو هغۀ به ورسره د ګاډو د اخستو او خرڅولو کاروبار هم کولو. پۀ هغه زمانه ګاډي کم وو نو بارګېن سنټرونه نۀ وو. داسې به ګرځېدو او ګاډي به ئې اخستل او خرڅول نو هغۀ وئيل چې يوځل زۀ سمندر خان له ورغلم چې يو موټر مې ليدلےدے ، کۀ وائې خلم نو ډېره ګټه به وکړي خو د هغې لپاره لس زره روپۍ پکار دي، خېر دے ګټه به نيمه تا له درکړم. سمندر ووې ټيک ده سبا له راشه روپۍ به درکړم خو پۀ سبا له چې زۀ ورغلم نو دے کټ کښې پروت ؤ او فريادونه ئې کول. زۀ خو ئې پۀ طبعيت پوهه وم ورته مې ووې ګاډے ورکوه لالا خو تا دې خداے روغ کړي بس دې اورېدو سره کټ کښې سم دم کښېناستو. پۀ خندا کښې ئې ووې جانس خانه ما خو د پرون نه دا سوچ شروع کړےدے چې ګټه دې سر وخوري خو کۀ چرته تاوان وشو نو څۀ به کوم. دا لس زره روپۍ خو ما ډېرې پۀ خوارۍ جمع کړې دي هسې نه چې د دې نه خلاص شم.

دروغ به ئې بالکل نۀ وئيل او نۀ خوښول. ورسره د وعدې ډېر پابند ؤ. نۀ به ئې چا لۀ قرض پۀ وس ورکولو او نۀ به ئې د چانه اخستلو. خپل کار سره به ئې کار ساتلو او بل څوک ئې هم خپلو معاملو کښې مداخلت ته نۀ پرېښودلو.

د رېډيو د نوکرۍ نه وړاندې سمندر د بېره توب او نورې نوکرۍ کړې وې . د خپلې مينې قيصې به ئې هم پۀ جار کولې چې څومره هلکان او جينکۍ ئې خوښې وې. کۀ چا به ترې تپوس وکړو نو د خپلې ځوانۍ د وخت د رومان قيصې به ئې داسې پۀ خوند خوند اورولې چې بنده به ورته حېران شو.

يوځل ورته چا ووې بابا اوس دا قيصې مۀ کوه. ږېره دې سپينه شوې ده. سمندر پۀ خندا کښې ووې څۀ وکړم چې څوک رانه تپوس وکړي نو دروغ خو نۀ شم وئيلے البته يو وضاحت درته کوم چې هغه د ملا عبدالحميد خبره .

د خپل عشق پۀ پاکبازۍ شکر ګزار يم

چې مې نۀ شو خر پۀ خټه دعصيان ګډ

او مينه خو ژوند دے بيا زۀ رومان پسنده بنده وم او تردې دمه يم نو څله پۀ سپينه ږيره دروغ ووائم.

کال 1935ز کله چې انګرېزانو دلته پېښورکښې رېډيو سټېشن پرانستو نو د مشهور شاعر او ليکوال پۀ توګه ئې سمندر خان سمندر سکرپټ رائټرمقررکړو چې دغه وخت به د سکرپټ رائيټرتنخواه د سټېشن ډائريکټر نه پنځوس روپۍ زياته وه. دغلته د دۀ پۀ قول څلوېښت کاله نوکري ئې کړې وه. دۀ به د روزانه پۀ بنياد سکرپټ ليکلو. دې کښې به د دوستانو خبرې اترې ليکلې او دغه شان دۀ ليکلي چې دا پروګرام ډېر مقبول ؤ. دې کښې به عبدالله جان مغموم، ګل محمدخان، شهزادخان جوهر او نورو کارکولو چې د خپل وخت مشهور صداکاران وو. دوي پۀ ټوقو ټوقو کښې ډېرې د کار خبرې کولې، وائي چې دې پروګرام لۀ به پۀ بوجو بوجو خطونه راتلل. څۀ موده به سمندر خپله “جواب رسان” پروګرام کښې رېډيو ته د را لېږلي شوو خطونو جوابونه ورکول چې دا هم د رېډيو ډېر مقبول پروګرام ؤ.

د ډاکټر همايون هما صاحب پۀ قول د هر خط پۀ اخره به ئې وئيل شکريه. يو ځل ئې چې دوه څلوروخطونو سره شکريه ووې نو ورپسې ئې پۀ خندا کښې ووې “دا يوه شکريه ده چې هر چا ته ئې بُوسه بُوسه کوو” د رېډيو د نوکرۍ دوران کښې صدر بازار کښې اوسېدو. دلته ئې کوارټر ؤ. سحر به پياده رېډيو ته تلو او بيا به پياده راتلو. وئيلے شي چې د ټانګو او ګاډو نه د بچ کېدو پۀ خاطر به د رېل ګاډي پۀ پاټلۍ تلو راتلو. يوه جوړه جاموکښې به ئې هفته تېروله. قلندر مومند صاحب وئيل چې يوځل ئې ګاونډيانو ما ته شکايت وکړو چې سمندر صاحب غصه ناک سړے دے. د دۀ پۀ وجه زمونږ زنانه دکور چهت ته نۀ شي ختلې او د جامو خورولو او نورو ضرورتونو لپاره کله کله ختل ضروري وي. نو تۀ ورته ووايه چې يا دې کمره کښې کښېني او يا دې پۀ ځان څۀ پرده اچوي.

قلندر صاحب وئيل ما ترې پۀ حېرانۍ تپوس وکړو چې سمه صفا خبره وکړئ نو هغوي ووې چې دے اکثر کور کښې لغړ پۀ کټ کښې ناست وي او پۀ ليکلو وغېره بوخت وي. قلندر صاحب وئيل چې کله ما سمندر صاحب ته دا خبره وکړه نو ما ته ئې ووئيل چې زۀ هفته پس کلي ته ځم او کۀ داسې ونۀ کړم نو بيا کله جامې هفته اغوستے شم او کۀ پۀ تا ډېر غم وي نو تۀ راځه او ماله جامې وينځه. خوراک به ئې ډېر ساده کولو، خپله ئې راته وئيل او نورو هم ډېرو خلقو ليدلے ؤ چې دوه درې الوګان يا ټېپر وغېره به ئې وويشول، مالګه به ئې پرې واچوله او ډوډۍ به ئې ورسره خوړله . پۀ خپله به ئې کارکولو نوکر به ئې نۀ ساتلو ولې چې نوکر ترې غلا کړې وه نو قسم ئې خوړلے ؤ چې مسلمان به نوکر نۀ ساتم. د ګرځېدو او د غرونو سرونو ته د ختلو شوقين ؤ. وئيل به ئې د شعرونو امد را باندې کله هم پۀ ناسته نۀ کېږي. بلکې پۀ ګرځېدو به ئې شعرونه ليکل. د کلي کورکښې ورسره يوه ګټه پرته وه وئيل ئې چې يوځل دکلي سر ته غرطرفته وم نو د شعر امد را باندې وشو. قلم راسره نۀ ؤ نو شعرونه مې پۀ دې ګټه وليکل او بيا مې پۀ څو دمو کورته دا ګټه راوړې وه. رېډيو پاکستان لۀ ئې ډېرې ډرامې ليکلي دي چې د پېنځه پنځوس ډرامو نومونه ورته ياد وو خو ټولې ورسره محفوظې نۀ وې. دا ګيله به ئې هم کوله چې رېډيو والو سکرپټونه سوزولي دي چې پکښې زما ډېرې ډرامې ايره شوې دي خو چې رښتيا خبره وي نو سمندرخان هم خپلو ډرامو ته هغه حېثيت نۀ ورکولو کوم ئې چې شاعرۍ ته ورکولو ځکه چې شعرونه ترې پۀ هېڅ حال کښې هم نۀ وو بې درکه شوي.

د هغۀ پۀ مشهورو ډرامو کښې “سور پېزوان” “لور خور” ” تېر وار” او “د اسمان بنجاري” وغېره ډېرې مشهورې دي. سور پېزوان ډرامه ئې پۀ خپله ډېره خوښه وه او د اسمان بنجاري ډرامه کښې ئې د بنجاري کردار پۀ خپله سمندر خان کړے ؤ چې کوڅه پۀ کوڅه به ګرځېدو او يو اواز به ئې کولو، “واخله کۀ سودا کوې ارزانه ده. اے د آدم زويه د اسمانه ده” . د اسمان بنجاري به دعمر پۀ بدل کښې خلقو لۀ مال دولت ورکولو نو يوې غريبې کورنۍ ترې د عمر پۀ بدل کښې مال دولت او بادشاهي اخستې وه خو چې کله ئې عمر پۀ ختمېدو شو او کله چې فقير راغلو دوي ورته ډېر منتونه وکړل چې دا ټول هرڅۀ واخله او مونږ له څو ورځې نور عمر را کړه خو بنجاري ورته وائي چې اوس دا نۀ شي کېدلے. نورو ډېرو ډرامو کښې ئې هم سماجي مسئلې پۀ ډېر هنر بيان کړې وې. د رېډيو پاکستان پخوانے سټېشن ډائرېکټر او د ډرامو نوموړے پروډيوسر ښاغلے عمر ناصر صاحب وائي چې سمندر خان سمندر به اکثر ډرامو له ائيډيا د ماشومانو د قيصو نه اخسته ځکه چې د هغۀ ډرامو کښې به ما فوق الفطرت کردارونه ډېر وو او هم دوي به قيصه مخ پۀ وړاندې بوتلله البته دا مني چې د ډرامو ژبه او دقيصې تنه بوده به ئې ډېره پۀ هنري انداز کښې وه چې ډېره موثره به وه بيا چې خپله ډرامه کښې به ئې مرکزي کردار ادا کولو نو کمال به ئې کولو او نورو صداکارانو ته به ئې هم ښودنه کوله.

عمرناصر صاحب داسې وائي چې سمندرخان سمندر لوے شاعر او د خپل وخت نوموړے ډرامه نګار ؤ خو ورسره د ځان نه ئې پورته څوک نۀ منل او کله چې اجمل خټک صاحب هم رېډيو ته د سکرپټ رائټر پۀ توګه راغلو نو هغه د نوې زمانې تعليم يافته تن ؤ چې د عربۍ، فارسۍ، پښتو او اردو سره سره پۀ انګرېزۍ هم ښۀ پوهېدلو، ليک ئې هم د کمال نه ډک ؤ ځکه نو اکثرو د رېډيو پروډيوسرانو به هغه خوښولو. کۀ څۀ هم اجمل خټک صاحب به سمندر خان سمندر ته استاد او د مشر پۀ توګه کتل خو دۀ به ئې خلاف سازشونه کول او هم دۀ پرې دا رپورټ کړے ؤ چې دۀ له دافغانستان نه لټرېچر راځي حالانکې دغه رسالې وغېره به د پښتو ټولو ليکوالو له راتلې. کله چې پۀ اجمل خټک چاپه ووهلې شوه نو دغه رسالې ورسره برامد شوې او د دې سره د سمندر د مخې نه غټ خنډ لرې شو خو افرين پۀ اجمل خټک صاحب چې تر مرګه ئې هم د دې ذکر او ګيله نۀ ده کړې.

سمندر خان ماضي پرست ؤ او هر هغه څيز ئې سمبال ساتلے ؤ کوم چې د دۀ پۀ استعمال کښې پاتې شوے ؤ لکه زړه امساء، او داسې نور ډېر څيزونه، خط ئې هم ډېر خوش خط ؤ او خپلې مسودې ئې پۀ خپل قلم ليکلې وې چې تعداد ئې پېنځه پنځوس وو. دې کښې څۀ چاپ شوې او څه ئې تر مرګه ناچاپه وې چې اوس هم نۀ دي چاپ شوې، پۀ دې کښې د نظم او نثر مختلف کتابونه وو. هغۀ غوښتل چې شاعري دې هم پۀ عروضي انداز کښې شي.

چې دا تجويز ئې د پښتو شاعرانو نۀ ؤ منلے بلکې د دۀ دا قسمه شعرونو پورې به ئې ټوقې کولې ولې چې د هغې د وېنا خپل يو انداز ؤ او د نورو مشرانو پۀ خيال د پښتو ژبې د مزاج سره ئې سمون نۀ خوړلو. خو سمندر پۀ خپله خبره کلک ؤ چې د دې پۀ وجه وروستي وخت کښې بيا ډېرو خلقو د دۀ شاعري نۀ خوښوله بلکې د ګپ لپاره به ئې د دۀ پۀ انداز کښې وئيله. لکه دا مصرعه ئې ما ډېرو مشرانو ليکوالو نه اوريدلې وه.

“سمندر پګړۍ ورته منجيله کړه” او دا چې “زما اشنا پۀ تندر سور راغے” يو تن ووې چې دا خو به غريب ټول سوزېدلے وي .

سمندر خان سمندر د خويه تريخ ؤ او د هغې وجه دا وه چې د مرګو مريض ؤ او داسې مريض کښې زغم او برداشت کم وي. بس پۀ معمولي خبره به ئې جنګ کولو. څو څو ځله رېډيو کښې د لا ئيو مشاعرو نه پاڅېدلے بلکې غصه کښې ئې د خلې نه نازېبا الفاظ هم ختلي وو چې نشرشوي هم وو خو سمندر ته چا څۀ وئيلے شول. ما اورېدلي وو چې د رېډيو پاکستان پېښور يو سټېشن ډائريکټر ته ئې يو خط ليکلے ؤ چې “تا نه به زۀ څۀ ګيله وکړم چې تۀ د سوونو ډمانو مشر ئې” او استعفٰي ئې ليکلې وه خو بيا هغوي پۀ منتونو راوستلے ؤ، پۀ دې حقله ترې تپوس شوے ؤ نو وئيلي ئې وو چې دا څۀ يو ځل خو نۀ وو څوڅو ځله مې استعفٰي ورکړې وه خو ښۀ او علم دوسته خلق وو نو راپسې به راغلل پخلا به ئې کړم. او بيا به مې کار شروع کړو. اوس زمانه کښې څوک داسې چرته کوي، هغوي د ليکوال او شاعر پۀ قدر پوهېدل ګينې نو د ليکوالو څۀ کمے نۀ ؤ.

د سمندر خان د ټولونه لوے اعزاز دادے چې پۀ کلمه طيبه ئې څلور شپېتۀ زره شعرونه پۀ پېنځه دېرش کلونو کښې ليکلي دي چې “د توحيد ترنګ” پۀ نامه د لسو ضخيموجلدونو کښې چاپ شوي دي.

پۀ اخري وختونو کښې د “پلوشې” ادارې مشر عبدالفتح پښتون صاحب د سمندر پۀ ژوند او فن د يو خاص نمبر ويستلو اراده کړې وه او دۀ ته ئې خط ليکلے ؤ چې خپل تصويرونه او څۀ کلام را ولېږئ. د دغه رسالې پۀ سر او اخره کښې ددۀ دوه خطونه چاپ دي چې پکښې ئې د خپلې بيمارۍ،بوډاتوب او مالي تنګ دستۍ ذکر کړے دے. پۀ وروستي خط کښې ئې ليکلي دي چې ما ته ټولې يوولس تمغې راکړے شوي دي، دوه د حکومت له خوا چې يوه “تمغه امتياز” او بله “تمغه حسن کارکردګي” ده او نهه د مختلفو نورو ادارو او تنظيمونو لخوا دي. دې وروستي خط کښې ئې دا هم وئيلي وو کېدے شي دا زما اخري خط وي او کۀ لاړم نو هيروئ مې مۀ او ورسره ئې دا شعر هم ليکلے ؤ .

زۀ مړ نۀ يمه ژوندے يم

لږ لۀ تاسو ګړندے يم

دغه خط د سمندر خان سمندر اخري خط ثابت شو او پۀ هغۀ د دغه رسالې خاص نمبر ئې د مرګ نه پس چاپ شو. عبدالفتح پښتون صاحب ورسره خپله وعده پوره کړه ياد ئې کړو خو بس نورو ښۀ سم هېر کړو. وروستو پرې يوې زنانه روبينه عابدين انګرېزۍ ژبه کښې پي اېچ ډي وکړه خو پښتو کښې پرې د نشت برابر کار شوے دے.

سمندر خان سمندر پۀ خپل ژوند خپل کتابونه او مسودې ارکائيوز لائبرېرۍ ته سپارلې وې چې اوس هم د چاپ پۀ طمعه دغلته ټولې مسودې پرتې دي. کال 1996 کښې کله چې زۀ “کسوټي” اخبار کښې د پښتو برخې مدير وم نوما د دۀ د خوندور ژوند ليک “لوګېدلے ژوند” فوټو سټېټ اخستے ؤ او دغلته به مو قسط وار چاپ کولو خو افسوس چې دا ژوند ليک ئې پۀ مکمله توګه چاپ نۀ شو. ارمان دے چې څوک د هغۀ باقي پاتې کتابونه چاپ کړي کوم چې د سمندر خان سمندر لوے ارمان ؤ. او د دې پۀ ليکلو ئې پۀ دې طمعه ډېر عمر برباد کړے ؤ چې دا به چاپ شي او عام خلق به ئې ولولي. پۀ ګور ئې نور شه (امين)

 

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *