د محبوب خان سپاهي (خاکه) – ګل محمد بېتاب

د حفظ ما تقدم پۀ توګه يوه خبره کوم خو دا ټکي راته ثقيل غوندې ښکاره شول او زۀ نۀ غواړم چې لوستونکي پۀ دې لانجه اخته کړم چې د ټکو پۀ چکر کښې دې ونخښلي. نو يوه ټوقه به ذکر کړم چې د حفظ ما تقدم غوره مثال دے. وائي چې يو بادشاه اعلان کړے وۀ چې هېڅوک دې د شپې د اتو بجو نه پس ته د کورونو نه بهر نۀ راوځي ګنې نو پۀ ګولۍ به وويشتلے شي. خو دې کښې يو سړي پۀ اووۀ بجې بل روان تن وويشتو. قاتل ونيولے شۀ او بادشاه ته وړاندې کړے شۀ. بادشاه تپوس وکړو چې ولې دې دا سړے برناحقه ووژلو؟ قاتل عرض وکړو؛ بادشاه حضور دا سړے ما پېژندلو، د دۀ کور ډېر لرې وۀ او زما يقين وۀ چې دے نهو بجو لۀ هم کور ته نۀ شي رسېدلے نو ځکه مې د وړاندې نه تخته کړو، کېدے شي بل ځاے کښې ئې څوک مړ کړي چې نا اشنا خلق به وي او لکه د مسافرو بې ګوره بې کفنه به ښخ شي. اُميد دے چې د حفظ ما تقدم دا وضاحت کافي وۀ. اوس زۀ دا خبره د حفظ ما تقدم پۀ توګه کوم چې کۀ څۀ هم زېرِ عنوان تن چې وروسته به ئې تفصيلات بيان شي د صوبې پۀ يوه نامتو اداره کښې لېکچرر، بيا وروستو ډاکټر او پروفېسر وۀ. د شکل پۀ لحاظ هم افسر ښکاري خو تاسو پۀ خداے يقين وکړئ او پۀ ما ګنهګار نه چې د خوئي بوي پۀ لحاظ هغه د چا خبره د محبوب خان سپاهي وۀ او دے. د محبوب خان سپاهي يو مشهور مثل دے چې لږه تشريح غواړي چې پس منظر ته ئې د رسېدلو کوشش وکړو نو خبره به واضحه شي. او هغه داسې چې پل پۀ انساني ژوند کښې خاص اهميت لري چې د دې پۀ مدد بنده د لختي، نهر او سيند نه پۀ اسانه او لنډه پورې وتلے شي خو د دې مثل نه داسې معلومېږي چې د پخوا راسې دا دستور وۀ چې چا به پۀ سيندونو پلونه جوړ کړي وو نو د تلونکو راتلونکو کسانو نه به ئې ټېکس اخستو چې تر ننه دا دستور بحال دے. ځکه خو دا متل مشهور شوے دے چې“د محبوب خان سپاهي پۀ پل پۀ ټپۀ تېرېږي”، اوس دلته نۀ پوهېږم چې محبوب خان دومره زوراور سړے وۀ چې د سپاهي نه ئې چا ټېکس نۀ شۀ اخستے او کۀ نه هغه خپله پکړ او د پولي طاق مارغۀ وۀ نو د سپاهيانو ياسپاهي سره به ئې څۀ وو او د پل څوکيدارانو به هسې څوک پۀ پل تېرېدو ته نۀ پرېښودل نو ټپې به ئې ورته وئيلې.

د پل اصطلاح پۀ ادب کښې هم شته لکه امير حمزه خان شينواري صېب ته د کلاسيک او جديدې شاعرۍ تر مېنځه پل وئيلے شي چې د کلاسيک اخري او د جديدې شاعرې سر خېل دے. دا پلونه سېوا کېدے هم شي لکه دوست محمد خان کامل صېب ته د تحقيق، قلندر مومند صېب ته د تنقيد، او اجمل خټک صېب ته د نظم پل وئيلے کېدے شي، غني خان او ځيني نور هم مختلفو مېدانونو کښې د دې حقدار دي خو دا وخت د پلونو پۀ ځاے د محبوب خان د سپاهي ذکر کوم چې پۀ ادبي پلونو پۀ ټپه تېر شوے او کۀ دا دعوه وکړم نو غلطه به نۀ وي چې خپله ترې هم پل جوړ شوے دے. دې د محبوب خان سپاهي د شلمې صدۍ ټول اهم شخصيات ليدلي دي چې هغوي د شعر و ادب پۀ مختلفو مېدانونو کښې لوے لوے نومونه ګڼلے شي. د هغوي پۀ ژوند، فن او کارنامو د اېم فل او پي اېچ ډي د کچ مقالې ليکلے شوي او يا ليکلے کېږي. د محبوب خان سپاهي نۀ صرف دغه هستيو ته رسېدلے وۀ بلکې د دوي پۀ خاص هم نشينو کښې شامل شوے وۀ. ما زړۀ کښې فېصله کړې وه چې د دۀ نوم به وړاندې نۀ ښکاره کوم او نورې خبرې، واقعات او د خوئي بوئي پۀ حقله به ئې معلومات ورکوم ولې مشکل دا راپېښ دے چې دا دوه داسې ملګري وو چې د يو کلي علاقې اوسېدونکي او همزولي وو، يو ځاے ئې تر ډېره تعليم حاصل کړے وۀ، يوځاے ګرځېدلي وو ځکه نو څوک چې د يو نوم واخلي نو بل ورسره پخپله ذهن ته راځي بلکې ما خو تر ډېره دا ګمان کولو چې ګني ډاکټر راج ولي شاه خټک او ډاکټر يار محمد مغموم خپلو کښې وروڼه دي خو داسې نۀ ده بلکې د يو بل خپلوان هم نۀ دي. ډاکټر يار محمد مغموم خټک پۀ اصل د خټکو ميا دے. دا دواړه د محبوب خان سپاهيان وو خو د ډاکټر راج ولي شاه خټک بې وخته مرګ د دوي جوړه نيمګړې کړه. خپلو کښې ئې وخت پۀ وخت ورانې ودانې هم راغلي دي خو د دوي دواړو جوړه مثالي وه او د حمزه صېب خبره زۀ خبر نۀ يم چې پۀ دوي کښې محبوب کوم يو دے. هسې پکار وه چې ما دې يوه خاکه کښې د دواړو خاکې ليکلې وې خو بيا به قيصه ډېره اوږده شي نو د دې يو ذکر بۀ وکړم.

دا د محبوب خان سپاهي چې ډېرې خوبۍ او د انسان پۀ حېث څۀ خامۍ هم لري، د ښکلي ډولي وجود خاوند دے چې مناسبه ونه لري، البته ما چې څنګه ليدلے وۀ نو د بدن پۀ لحاظ هم هغه شان دے حالانکه پۀ زوړ والي کښې بنده د وجود پۀ لحاظ غټېږي خو دے بېخي پۀ هغه اندازه دے. او دا خبره هم پۀ خصوصيت سره پکښې ما نوټ کړې ده چې د دۀ وېښتۀ لږ د وخت نه وړاندې د سپيندو پۀ ځاے شنۀ شوې وو چې تر ډېره شنه وو خو اوس پکښې سپين والے صفا محسوسېږي. دے د خټکو مياګانو کورنۍ کښې پۀ 24 ستمبر 1953ء کښې پېدا شوے دے. د پلار نوم ئې فضل اکبر دے او کۀ خداے مې نۀ خطا کوي نو يو ځل د پېښور ښار هسپتال کښې داخل وۀ چې زۀ او مرحوم مراد شينواري ئې پوښتنې لۀ ورغلي وو او څو خبرې مو ورسره شوې وې. کله چې بهر راووتو نو ماته مراد صېب ووې پکار ده چې مشران داسې وي، دا دے څومره ښې د مينې محبت او حوصلې خبرې دې مشر کولې. لسم ئې د خپل کلي ډاګ اسماعيل نه پاس کړے وۀ او د کال 1969ء نه 1971ء پورې دے او ډاکټر راج ولي شاه خټک يو ځاے پۀ ګورنمنټ کالج پېښور کښې وو چې دغلته نه ئي اېف اېس سي کړې وه او هم دغه مودې نه ئې د شعر و ادب سره تعلق جوړ شوے وۀ او د خپل نيکۀ خوشحال خان خټک نه دواړه متاثره وو ځکه نو د طالب علمۍ پۀ زمانه کښې چې دوي د چا نه واورېدل چې هشنغر کښې غني خان د خوشحال خان خټک مخالفت کوي او هغۀ پسې خبرې کوي نو دوي دواړو ورته يو سخت خط ليکلے وۀ چې تۀ ولې يو دومره لوے شاعر پسې خبرې کوې. دا مۀ کوه، خو بيا چرته هم دغه موده کښې دواړه پۀ اتفاقي توګه غني خان له ورغلي وو. او هغۀ ورته هډو پۀ وړومبي ملاقات کښې وئيلي وو چې ما ته ستاسو د خټک نامې دوه طالب علمانو چې ځان ته شاعران وائي يو سخت خط ليکلے دے، دوي ورته ووې چې هغه خط درته مونږه ليکلے وۀ خو دې نه وروستو ئې د غني خان سره داسې طبعيت ولګېدلو چې وخت پۀ وخت به ورله ځاے ته ورتلل. هن رشتيا دا خو مې هېر شوي وو، غني خان له به چې هر شاعر ورغلو نو هغۀ سره يو رجسټر پروت وۀ، غني خان به ورته وئيل دې کښې خپل کلام وليکه، ډاکټر يار محمد مغموم او ډاکټر راج ولي شاه چې خپل غزلونه وليکل او غني خان ولوستل نو د ټکه ئې ورته ووې تاسو دواړه خو چرسيان يئ خو دوي انکار وکړو ولې غني خان ووې “داسې غزلونه خو صرف چرسيان ليکلے شي”. غني خان سره ئې تر دې حده تعلق زیات شوے وۀ چې هغه دوي دواړو له د روزګار پېدا کولو کوششونه هم کړي وو. د بي اے کولو نه وروستو ئې دوي د اردو نوموړي شاعر فېض احمد فېض له لاهور ته لېږلي وو چې دوي له روزګار ولټوي. فېض صېب دغه موده کښې اقبال کمپلېکس کښې ډائرېکټر وۀ او غني خان دوي له د هغۀ پۀ نامه سفارشي خط ورکړے وۀ خو فېض احمد فېض د غني خان د خط لوستو نه پس صرف دومره ووې چې “غني تو خان آدمي هے” او کار ئې و نۀ شۀ، څۀ موده دے او راج ولي شاه خټک ان ټرېنډ استاذان هم پاتې شوي وو او پۀ ابتدائي شاعرۍ کښې ئې د شېر محمد مېنوش صېب نه اصلاح هم اخستې وه څوک چې هغه وخت د جهانګيري پيرمل کښې نوکر وۀ او دويندئۍ ته به د پير محمد شارق دوکان ته راتلو. بيا وروستو هم د غني خان پۀ سفارش ډاکټر راج ولي شاه خټک پۀ بي اے اېډورډ کالج کښې د پښتو لېکچرر بهرتي شوے وۀ چې خواوشاه کال نيم پس هغه د اېم اے کولو نه پس ته پښتو اکېډيمۍ ته لاړو او دلته پۀ کال 1979ء کښې ډاکټر يارمحمد مغموم د هغۀ پۀ ځاے د پښتو لېکچرر بهرتي شۀ. وروستو پۀ کال 1981ء کښې ئې پۀ اسلاميات کښې هم اېم اے وکړه او ورسره ئې د پښتو د نوموړو لیکوالو شاعرانو سره د تعلقاتو سلسله هم مضبوطه شوه. د لوے شاعر او ادیب حمزه شينواري صېب سره هم د دې دواړو کليوالو ډېر تګ راتګ وۀ. تر دې چې هغۀ ته دومره نزدې وو چې خپل خودنوشت کښې ئې راج ولي شاه خټک او يار محمد مغموم د دوستانو پۀ توګه ذکر کړي دي. او دوي دواړو د هغۀ د يوې يوې شعري مجموعې د سريزې ليکلو سعادت هم حاصل کړے دے. د حمزه صېب پۀ شعري مجموعه “بهير”دۀ سريزه ليکلې او د حمزه صېب د شاعرۍ او پښتون تصوف پۀ حواله ئې ډېر اهمې خبرې کړې دي.

عبېدالله دراني صېب څوک چې اېګريکلچر يونيورسټۍ کښې پۀ اعلي منصب فائز وۀ او دې نه علاوه د تصوف علم ئې لرلو د حمزه صېب سره ئې خاصه مينه وه او دۀ له به کله کله راتلو. تر دې قادر نګر پيربابا کښې د دراني صېب دوي ځاے وۀ چې کله به حمزه صېب هلته لاړو نو د سړک نه به ئې ښۀ پوره فاصلې د احترام پۀ توګه ډولۍ کښې اَوړلو خو حمزه صېب به پۀ وروستو وختونو کښې اکثر دا شکايت کولو چې ما دراني صېب تنګوي، يو ځل ئې دې د محبوب خان سپاهي ته وئيلي وو او دا د نر زوے هم نېغ هغۀ پسې ورغلے وۀ چې حمزه صېب تا نه دا ګيله کوي. دراني صېب ورته خپل وضاحتونه کړي وو او بيا لېډي رېډنګ هسپتال ته د حمزه صېب تپوس له هم راغلے وۀ. ما خپله يو ځل حمزه صېب ته وئيلي وۀ چې دراني صېب تاسو څنګه تنګوي نو هغۀ وئيل پۀ روحاني توګه مې پۀ عذابوي، ما ورته وې د دې نه ئې مطلب څۀ دے. حمزه صېب وئيل دراني غواړي چې زۀ د دۀ مريد شم او دے ما له خپل امانت راکول غواړي نو ما ورته وې کۀ امانت درکوي نو اخستو کښې ئې څۀ عېب دے خو حمزه صېب ووې دراني سره بغېر د تشدد نه بل څۀ نشته او زۀ د هر قسمه تشدد خلاف يم. دې نه علاوه پۀ هغه ورځو کښې هسې دا خبره مشهوره وه چې د حمزه صېب او قلندر مومند صېب خپلو کښې نۀ لګي. دے به دواړو له تلو راتلو، دواړو بار بار وئيلي وو چې مونږه يو بل ته زړۀ کښې څۀ نۀ لرو نو دۀ يو ځل قلندر صېب ته وئيلي وو چې که داسې وي نو بيا پکار ده چې تاسو د يو کشر پۀ حېث د حمزه صېب ځاے ته لاړ شئ. قلندر صېب تيار شۀ او چې لاړل نو بيا څو ورځې پس ته حمزه صېب وئيل زۀ به هم اوس د قلندر صېب ځاے ته ځم. نو دا د محبوب خان سپاهي ورسره حاضر ولاړ وۀ او د ډکشنرۍ پراجېکټ دفتر ته ورغلي وو. دغه موده کښي ځلان مومند صېب ماشوم وۀ. هغۀ چې د خپل پلار سره حمزه صېب وليدو نو قلندر صېب ته ئې ووئيل داجي دا هغه حمزه صېب دے چې دا وخت د پښتو د ټولو نه ښۀ شاعر دے. قلندر صېب ووې ګوره حمزه صېب کۀ ما دا خبره کور کښې بې شمېره ځل نۀ وې کړے چې حمزه صېب دا وخت د ټولو نه ښۀ شاعر دے نو دې ماشوم زوي ته به مې څنګه پته لګېدله. د حمزه صېب پۀ يو بل کتاب “جبر او اختيار” پښتو باندې هم دې د محبوب خان سپاهي مقدمه ليکلې وه خو هغه کتاب چاپ نۀ شۀ او د دۀ مقدمه ورکه شوه. دغه کتاب اوس اردو کښې چاپ شوے دے چې طاهر بخاري صېب ترجمه کړے دے. د محبوب خان دې سپاهي د قلندر مومند صېب نه هم ډېره زده کړه کړې ده او د هغۀ نه متاثره دے. قلندر مومند صېب د پښتو ژبې د ټولو نه زيات محسن او باوري لیکوال ګڼي. خپلو کتابونو کښې ئې د هغۀ ګڼې حوالې ورکړې دي او دا پۀ جار مني چې د قلندر مومند د پائې عالم او مستند ليکوال به پۀ پښتو کښې بل پېدا نۀ شي. ما او دۀ ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د قلندر مومند صېب نه مو ترنم کښې غزلونه اورېدلې دي. پۀ خپلو تحقيقي ليکونو کښې تل د قلندر صېب حوالې ورکوي او طرف داري ئې کوي. د هغۀ پۀ مشهور کتاب “پټه خزانه في الميزان” ئې يوه مقاله ليکلې وه چې “ساهو ليکونکيو مرکه” کښې تنقيد ته وړاندې کړې وه چې پکښې د هغۀ سره پوره پوره متفق وۀ البته د پروف رېډنګ ډېرې غلطۍ ئې پۀ ګوته کړې وې.

د دې خبرو نه مې مقصد دا دے چې د محبوب خان سپاهي تل پۀ حرکت کښې پاتې شوے دے، کله غني خان له تلے نو کله حمزه صېب له او کله قلندر مومند صېب له او د دوي نه ئې علمي او ادبي خبرې اورېدلې دي حالانکه نور پروفېسران کله داسې کوي. بس د کالج، يونيورسټۍ او تر کوره محدود وي او هر وخت ورسره د د خپلې افسرۍ، ګرېډونو، پۀ امتحانونو د ډيوټيانو او نورو فائدو غم وي خو د محبوب خان سپاهي د دې هر څۀ نه بې نيازه وي او بس کار له ئې زور ورکړے دے. کال 1985ء د دۀ پۀ ژوند کښې خاص اهميت لري چې پۀ دغه کال ئې دوه اهم کارونه کړې وو يو دا چې د پېښور يونيورسټۍ نه ئې اېم فل ډګري تر لاسه کړې وه چې موضوع ئې وه “د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري” او بل دا چې هم پۀ دغه کال ئې وادۀ کړے وۀ. هسې عام طور مونږ داسې ډېر خلق ليدلي دي چې د وادۀ نه وړاندې ډېر متحرک وي، هر ځاے غونډو، مشاعرو کښې ليدلے شي، دغه شان تنظيمونو کښې فعال کردار تر سره کوي خو د وادۀ نه وروستو بس سم د کور شي خو د محبوب خان سپاهي باندې د دې هېڅ اثر نۀ وۀ، دے هم هغه شے وۀ څنګه چې وړاندې وۀ، هم هغه منډې ترړې او د دې نه بې نيازه چې ګنې دے پروفېسر يا افسر دے بس خو چې چرته د پښتو ادب خبره وه هلته دے رسېدلے دے. د پاکستان ادبي ټولنې افس سېکرټري هم پاتې شوے وۀ چې مشره ئې بېګم زري سرفراز وه او د “رڼا” مجلې ايډيټر هم پاتې شوے دے کومه چې به د دغه ټولنې لخوا چاپ کېدله.

اېډورډز کالج کښې ئې 35 کاله نوکري کړې او پۀ کال 2013ء کښې د دغه کالج نه وائس پرنسپل ریټائرډ شوے دے چې دې نه وروستو پبلک سروس کمېشن کښې څلور کاله ممبر وۀ. دا ځاے د روپو کارخانه ګڼلې شي خو د محبوب خان سپاهي به دغلته هم ادبي پروګرامونو پسې ګرځېدلو او بس پۀ تنخواه ئې ګزاره کوله ګنې نو د اکثرو ممبرانو د رشوتونو قيصې خلق کوي خو د دۀ متعلق مې صرف دومره اورېدلې دي چي خلق به ئې تنګول او داسې تپوسونه به ئې پۀ انټرويو کښې کول چې خلق به ئې لاجوابه کول. د محبوب خان سپاهي اېډورډز کالج کښې د نوکرۍ پۀ دوران کښې څو اهم کارونه کړي دي؛ يو خو دا چې دغلته د وړاندې نه شفيق الرحمان پښتو د مضمون پۀ توګه شروع کړې وه او پښتو ادبي سوسائټي ئې جوړه کړې وه خو د دۀ پۀ وختونو کښې دا سوسائټي ډېره فعاله وه چې پۀ کال کښې به ئې درې پروګرامونه کول. يو به د موسيقۍ پروګرام وۀ، بل به ئې کال کښې يوه مشاعره کوله او درېم دا چې د يو ادبي شخصيت پۀ اعزاز کښې به ئې يو پروګرام کولو چې د هغه شخصيت د ژوند او فن پۀ حقله به پکښې مقالې وړاندې کېدلې او دغه شخصيت به خلقو ته خپل کلام اورولو. د دغه سوسائټۍ د اهتمام لاندې د غني خان او حمزه شينواري صېب پۀ اعزاز کښې څو پروګرامونه شوي وو او دې نه علاوه د قلندر مومند، همېش خليل، طاهر اپريدي، همېش خليل، ډاکټر محمد اعظم اعظم اونورو سره خاص دستورې شوې دي.

درېم اهم کار ئې دا وۀ چې هم د دۀ د لېکچررۍ پۀ وختونو کښې انګرېز پرنسپل اېډورډز کالج کښې د پښتو مضمون د ختمولو اعلان کړے وۀ او دۀ د هغې خلاف باقاعده مهم چلولے وۀ. دے د پښتو د نوموړي شاعر اديب او عالم تقويم الحق صېب له ورغلے وۀ، هغۀ ورته وئيلي وو چې تۀ اخبار کښې يو بيان ورکړه نو کار به سم شي. دے قلندر مومند صېب له لاړو، هغۀ پرې “شهباز” اخبار کښې يوه ادرايه د ايډيټر پۀ حېث وليکله چې پۀ اېډورډز کالج کښې انګرېز پرنسپل له پښتو ختمول نۀ دي پکار، او ورسره ئې د انګرېزانو نومونه ليکلي وو لکه اولف کېرو او مېجر راورټي وغېره چې د پښتو ژبې او پښتنو پحقله ئې اهم کتابونه ليکلي دي. د اخباري بيان د پاره چې کله “مشرق” اخبار ته نامتو ليکوال سردار خان فنا صېب له لاړو نو هغۀ مشوره ورکړه چې کۀ د کومې ټولنې پۀ پېډ بيان ليکلے راوړې نو ډېر به موثره وي نو هغسې ئې وکړل چې دې نه پس ته پرې د خلقو عکس العمل شروع شۀ چې د ټولو نه وړومبے بيان پرې سليم راز صېب ورکړے وۀ. دا سلسله چې څو ورځې وچلېدله نو د کالجونو ډائرېکټر رشيد باچا صېب دے راوغوښتو چې د اېډورډز کالج انګرېز پرنسپل وولمر ستا نه خفه دے ځکه چې ستا پۀ وجه د هغۀ خلاف اخبارونو کښې بيانونه راځي او هغه وائي چې ما خو د دۀ نوکري نۀ ده ختمه کړې نو دې د محبوب خان سپاهي ورته ووې، ماته پته ده زۀ خو اسلاميات ښائم خو باچا صېب زۀ د پښتو د پاره لګيا يم او د پښتو خبره کوم. رشيد باچا چې دا خبره واورېدله نو وې وئيل کۀ داسې وي نو بيا هغه پښتو نۀ شي ختمولے. بيا څو ورځې پس ته ګورنر فضل حق پرنسپل دوي ته ووې سمدستي پښتو ژبه بیا شروع کړئ ګنې لويه سياسي مسئله به جوړه شي او دغسې يو ځل بيا پښتو ژبه شروع شوه خو دوه درې مياشتې اوړېدلې وې ولې د پښتو شروع کېدو د اعلان سره بيا هم څو کسانو دا د مضمون پۀ توګه واخستله. د ټولو نه وړومبے چې کوم طالب علم دغه کالج کښې د پښتو اخستلو اعلان کړے وۀ نو هغه د اعظم خان زوے تيمورخان وۀ. خو د افسوس خبره دا ده چې بيا وروستو کله چې دے وائس پرنسپل وۀ نو دغه کالج کښې پښتو پۀ غېر اعلانيه توګه ختمه شوه ولې چې د ده پۀ قول هلکانو دا د مضمون پۀ توګه نۀ وئيله.

د محبوب خان د سپاهي کمال دا دے چې دے د مشرانو کشرانو او حتیٰ کۀ هر څنګه ماحول وي نو دے پکښې پۀ اسانه ځائيدلے شي ولې چې دے د مشرانو سره مشر او د کشرانو سره کشر وي. د خپلو همځولو، مشرانو کشرانو ليکوالو، طالب علمانو او استاذانو سره يو شان دوستانه تعلقات لري. ما خو چې کله هم ليدلے او ورسره مې خبرې اترې شوې دي نو هېڅ قسمه تکلف يا مصنوعيت مې پکښې نۀ دے ليدلے د هر مشر او کشر د اهم کار ستائينه ښۀ پۀ جار کوي بلکې د ساهو ليکونکيو مرکه کښې به کۀ کله داسې يو سوال کول وو چې مونږ به نۀ شۀ کولے نو دۀ ته به مو ووې چې دا سوال به څنګه د قلندر مومند صېب نه وکړو نو دې د محبوب خان سپاهي به هډو دا وئیل نه چې دا لا څۀ سوال دے بلکې باقاعده به ئې تپوس کولو. دا به ئې هم نۀ وئيل چې ګنې د دې سوال جواب خو ماته معلوم دے. دا عادت ئې نوموړي ليکوال ډاکټر اسرار صېب ته هم معلوم وۀ نو هغۀ راته وئيل چې باړه ګلۍ کښې د اِملا د سيمينار پۀ موقعه چې کله د “معدوله واو” ذکر راغلو نو مونږه د دې وېرې تپوس نۀ کولو چې هسې نۀ څوک راپورې وخاندي چې تاسو لۀ دومره عام ټکے نۀ درځي نو دۀ ته مو ووې چې راج ولي شاه خټک نه تپوس وکړي چې دا معدوله واو څۀ شے دے؟ دۀ ترې تپوس وکړو نو راج ولي صېب ووې دا يو اسم دے لکه څنګه چې يار محمد مغموم دے . پېښور او چارسدې ته به اکثر زۀ هم د مشرانو ليکوالو ملاقات له وخت پۀ وخت تلم، کله کله به دے هم موجود وۀ. يوه ورځ د پښتو ژبې د يو لوے ليکوال پۀ ځاے کښې زۀ او دے ناست وو، هلته مجلس کښې څۀ داسې خبرې وشوې چې زما پۀ خيال د دغه لوے ليکوال د جامې سره نۀ جوړېدلې. زۀ او دا د محبوب خان سپاهي واپس يو ځاے د هغۀ د کور نه را روان وو، پۀ لاره ورته ما د دې اظهار وکړو نو دۀ راته نۀ صرف دا چې يوه ښۀ مشوره راکړه بلکې ورسره ئې راته خپل ادبي ولايت هم ښکاره کړو او څو پېش ګويانې ئې وکړې او هغه ټولې څۀ رشتيا شوې او څۀ رشتيا کېږي. مشوره ئې دا راکړه چې ګوره هر لوے شاعر اديب ضروري نه ده چې لوے سړے وي او دا هم ضروري نۀ ده چې لوے سړے دې لوے لیکوال وي نو زمونږه کار د ليکوال د شخصيت سره نا بلکې د هغۀ د فن سره دے او دا مونږه چې کومو مشرانو له ځو راځو نو دا ډېر تاريخي خلق دي، تۀ به وګورې چې د دوي پۀ ژوند او فن به راتلونکو وختونو کښې پۀ لويه سطح کارونه کېږي. د دوي حالات جمع کوه پۀ کار به دې شي چې اوس هغوي کښې پۀ اکثرو مشرانو د ايم فل او پي اېچ ډي د کچ مقالې ليکلے شوې دي. د دوه دريو داسې شاعرانو نومونه ئې راته هم اخستي وو چې ډېر ښۀ سړي وو خو ښۀ شاعران نۀ وو. وې کۀ ښۀ سړيتوب غواړې نو بيا دوي له ورځه خو د دوي نه مونږ له بد عمله شاعران ښۀ دي چې شاعري ئې ښۀ وي او دې خبرې ئې ماله ډېره فائده راکړه چې بس بيا مې تل دا ګڼلي وو چې زمونږه کار د يو تخليق کار د تخليق سره دے که پۀ شخصي توګه کمزورۍ لري نو پۀ دې هغه نۀ ورکوټے کېږي.

د محبوب خان سپاهي تل د ميډيا سره هم تړلے پاتې شوے دے چې د دې پۀ ذريعه ئې نوم او پېسې دواړه ګټلې دي لکه کال دوه به ئې رېډيو پاکستان پېښور کښې پۀ ادبي پروګرام کښې د “ادبي سرګرمۍ” لاندې د غونډو، مشاعرو او سيمينارونو پۀ حقله خبرې کولې، څۀ موده “وحدت” اخبار کښې هم پاتې شوے. دغه موده کښې يعنې پۀ کال 1986ء کښې قلندر مومند صېب د دې اخبار ايډيټر وۀ. د دغه وخت ځينې دلچسپې واقعې ئې هم شته چې لکه چا اخبار ته مضمون رالېږلے وۀ او عنوان ئې ورله د يو متل نه اخستے وۀ چې “د ګل دين نه اوبۀ غواړې نو تږے نۀ يې”، کاتب د ګل دين پۀ ځاے ګلبدين ليکلے وۀ يعنې عنوان داسې وۀ چې “د ګلبدين نه اوبۀ غواړې نو تږے نۀ يې”، دغه وخت به اخبار کښې د افغان جهادي مشرانو او خصوصاً ګلبدين حکمتيار ډېر خبرونه چاپ کېدل. د اخبار مالک پير سيد سفيد شاه همدرد صېب سخت غصه وۀ ولې چې هغۀ ته د دې خلاف ډېر ټيلي فونونه شوې وو چې دا مو څۀ کړې دي او افغان کېپمونو کښې به ډېر د پښتو اخبار خرڅېدلو. بله دلچسپه خبره د دغه مودې دا ده چې دے او د پښتو نوموړے ليکوال شاعر او کاتب سائل منصبداري يو ځاے قيصه خوانۍ کښې يوه کمره کښې اوسېدل نو يوه ورځ د سائل منصبداري کشر ورور راغلو او هغۀ ته ئې ووې لالا تۀ لا تر اوسه پېښور ښار کښې ګرځې، کلي ته نۀ ئې تلے، سبا له خو ستا وادۀ دے نو سائل منصبداري پۀ حېرانۍ کښې ووې ښۀ ما خو وې ګنې وادۀ بلې هفتې له دے. سائل منصبداري به “وحدت” اخبار کښې کتابت کولو. دوي سره يو بل کاتب وۀ چې کرامت غمګين نوم ئې وۀ. هغۀ به ځان ته “بلبل سرحد” وئيلو. دے يوه ورځ قلندر مومند صېب راوغوښتو او ورته ئې ووې تۀ ځان ته “بلبل سرحد” مۀ وايه. هغه کاتب پۀ حېرانۍ ووې ولې؟ نو قلندر مومند صېب ورته ووې ځکه چې د بلبل . . . سره وي.

داسې نور هم ډېر دلچسپه واقعات ئې شته دے چې ټول ليکل ګران دي خو يو به ترې بل د مثال د پاره ذکر کړو چې د محبوب خان سپاهي، ډاکټر راج ولي شاه خټک، او ډاکټر اباسين يوسفزے د مراد شينواري صېب د فاتحې د پاره پۀ درېمه ورځ د هغوي کلي ته تلي وو خو هلته ترې لاره خطا شوه نو يو سړي نه ئې تپوس وکړو چې د مراد صېب ځاے ته تلو خو لاره رانه غلطه شوه نو هغه سړي ووې چې بس زۀ ئې د کور سړے يم . زمونږ خپلوان دے او ښۀ مو وکړل چې راغلئ، ځکه مراد صېب ناروغه دے. دوي لږ شکي شول چې دا څنګه چل دے د هغۀ د مرګ خو نن درېمه ورځ ده او دے وائي چې ناروغه دے خو هغه ئې هډو د مرګ نه هم خبر شوے نۀ وۀ.

ښه نو خبره مې د محبوب خان د سپاهي د ميډيا سره د تعلق کوله چې د رېډيو او اخبار نه علاوه ئې پۀ ټيلي ويژن تر اوږدې مودې کمپيئرنګ کړے دے چې دا سلسله د 1981ء نه د 1997ء پورې جاري وه. د دغه پروګرامونو نومونه ئې داسې وو. “انګازې، پښتو ادب تر دې دمه، ځولۍ ګلونه او د بوډۍ ټال” وغېره. دې نه علاوه د ډېرو مشاعرو کمپيئرنګ ئې هم کړے دے. د “وائس اف امريکه” ډيوه رېډيو لخوا چې کله نه ادبي پروګرامونه شروع شوي دي نو د ډېرو کلونو راسې پۀ باقاعده توګه د هغې هفته وار پروګرام کښې ګډون کوي چې د اولسي او ادبي اصنافو نه علاوه د شخصياتو پۀ ژوند او فن پروګرامونه کوي. د دې وجه دا ده چې د نوموړي سندرغاړي سردار علي ټکر سره زاړۀ تعلقات لري او د هغۀ د وجې دغه پروګرام سره تړلے دے.

د کورس ځيني کتابونه ئې هم ترتيب کړي دي او پۀ دې کښې ئې د بي اے د پاره د شاعرۍ کتاب کښې د هغه معياري شاعرانو کلامونه شامل کړي دي چې دې نه وړاندې د کورس پۀ کتابونو کښې نۀ وو لکه غني خان، اجمل خټک، ولي محمد طوفان او قلندر مومند وغېره او کومو استاذانو او شاګردانو چې دغه کتاب لوستے دے نو تعريف ئې کوي بلکې ځينو استاذانو وئيلي دي چې نورو مرتبينو اکثرو د کورس کتابونو کښې خپل او يا صرف د يارانو دوستانو نظمونه او نثرونه شامل کړي وو. د مثال د پاره ئې راته ډېر د پښتو ژبې د کورس کتابونه وښودل خو دا موقعه پرې د بحث نۀ ده. البته د محبوب خان سپاهي پۀ مېرټ کار کړے دے. دا د دۀ يو غټ صفت دے چې ادب کښې د يارانې دوستانې پۀ ځاے د مېرټ قائل دے. اګر چې ځيني خلق پرې الزام لګوي چې د خوشحال خان خټک او قلندر مومند صېب پۀ باره کښې پرې عقيدت غالب دے خو دا دواړه داسې د کمال شاعران او مستند ليکوالان دي چې ماته دغه اعتراض کښې ډېر حقيقت نۀ ښکاري.

يوه بله خبره مې هم اورېدلې ده چې د اېم فل او پي اېچ ډي د طالب علمانو مقالې چې پروفېسرانو ته د رائې د پاره لېږلې شي نو هغوي پۀ دې کښې لم لېټ کوي او ځان سره ئې ايسارې کړې وي او دروغ به ګردن راوي خو بې ځايه اعتراضونه پرې کوي او خامخا طالب علمان دې ته مجبوروي چې څۀ ترې بود کړي خو پۀ ده دا شک حرام دے او اکثر هغه طالب علمان چې دۀ ته ئې مقالې ورغلې دي وائي چي نۀ وخت ضايع کوي او نۀ د چا نه د څۀ غوښتنه کوي.

يو کمال ئې دا هم دے چې کۀ يو کتاب ئې لوستلے نۀ وي نو خامخا لکه د ځينو خلقو دا دعوې نۀ کوي چې ګنې ما لوستے دے بلکې دا پۀ جار وائي چې ما دا کتاب نۀ دے لوستلے او يا مې د دې دومره صفحې د دې ضرورت د پاره وئيلي دي چي فلاني راکړې دي. خپله ئې هم پۀ يوه علمي موضوع The Roshanities and Pushto Literature د اېريا سټډي سنټر نه د پي اېچ ډي ډګري تر لاسه کړې ده او د خپلې موضوع سره ئې تر ډېره حده انصاف کړے دے چې د روښاني تحريک پښتو ادب ته پۀ بخښنو ئې تفصيلي رڼا اچولې ده.

د محبوب خان سپاهي انسان دے او پۀ انسانانو کښې خامخا د خوبو سره خامۍ هم موجودې وي خوچې خوبۍ ئې د خامو نه زياتې وي نو مونږه هغه ته ښۀ انسان وايو او پۀ دې لحاظ ډاکټر يار محمد مغموم ته ښۀ انسان وئيلے شو. اګر چې ځينې ملګري ئې پرې د شوم توب الزام لګوي او د مثال د پاره دا وائي چې پۀ دې جديده زمانه کښې هم موبائل نۀ استعمالوي. کۀ څوک ورته د موبائل نه کور ته پۀ ټيلي فون کال وکړي نو ټيلي فون وچتوي خو دے چا ته کال نۀ کوي او دليل ئې دا وي چې پۀ ټيلي فون خرچه ډېره راځي خو عجيبه دا ده چې ماته ئې خپله څو څو ځله د ټيلي فون نه موبائل ته کالونه کړي دي. بله دا چې دے چا له خپل کتاب مفت نۀ ورکوي او د بل نه ئې اخلي خو ما ته ئې د دوو کتابونو ست کړے وۀ خو هغه دواړه ما له بل چا تحفه کښې راکړي وو او يو ځل نيم ئې مېلمه شوے وم نو د خپل وس مطابق مناسبه مېلمستيا ئې هم راله کړې وه نو زۀ پرې کم از کم د شوم توب الزام نۀ شم لګولے. دا خبره مې هم اورېدلې وه چې د اېډورډز کالج د لائبرېرۍ نه ئې د پښتو اهم کتابونه اوړي دي خو چې ما ورته د دې ذکر وکړو نو وئيل ئې څوک دې يو کتاب ثابت کړي نو انعام به ورکړم البته تاريخ مرصع مې ترې راوړے دے ځکه چې ما پۀ هغې نوټونه ليکلي دي خو د هغې بدل کښې مې ورله نوے تاريخ مرصع چاپ کتاب اخستے وۀ. سعد الله جان برق صېب وائي چې دے پۀ ادبي مجلسونو کښې بور قسمه مقالې وائي نو دا خبره ورسره منم ځکه چې مقاله خو علمي څېړنه وي او دا د اورولو نه بلکې لوستولو د پاره وي خو کله کله اورول ئې ضروري شي نو پۀ اورېدلو ئې خلق بور کېږي او برق صېب عموماً پۀ داسې موقعه خوب کوي.

پۀ ژورو علمي موضوعاتو د تحقيق او تنقيد سره سره د اولسي ادب سره هم مينه لري او د چاربېتې پۀ موضوع ئې پۀ ډيوه رېډيو ډېرو پروګرامونو کښې علمي بحثونه کړي او د چاربېتې پۀ فن ئې يو تحقيقي کتاب هم چاپ کړے دے چې پکښې ئې د چاربېتې د تاريخ، فن او قسمونو پۀ حقله پۀ تفصيل سره بحث کړے دے.

ډاکټر يار محمد مغموم يو کلک قام پرسته دے او د باچا خان د افکار نه متاثره دے، د هغۀ سره د مينې د ثبوت پۀ توګه ئې هم يو کتاب ليکلے دے. دې نه علاوه د ترجمو پۀ باب کښې ئې هم د قدر وړ کارونه کړي دي او د صاحبزاده امتياز د انګرېزۍ نظمونو او دې نه علاوه د يو انګرېز چې بنو کښې ئې 25 کلونو تېر کړي وو او انګرېزي ژبه کښې يو کتاب ليکلے دے چې هغه Bannu or on afghan Frontier نومېږي. دې کتاب کښې هغۀ د پښتو متلونه هم ليکلي دي چې دغه د متلونو برخه ترې دۀ ترجمه کړې ده.

د ډاکټر يار محمد مغموم تر اوسه دا کتابونه چاپ شوي دي.

“د خوشحال فرهنګ (دوه جلده)، صوفيانه شاعري او د معاشرې اصلاح، باچا خان او د معاشرې اصلاح،(The Roshanities and Pushto Literature) د پي اېچ ډي مقاله، روښانيان او پښتو ادب (د انګرېزي مقالې پښتو ترجمه)، د ازادۍ تحريک او د پښتو شاعري، د خوشحال خان خټک کليات، د يورپ سائنسدانان، بل اواز (شاعري) د ښائست د لار مسافر د صاحبزاده امتياز، د کتاب The Pilgrim of beauty ترجمه، پښتو متلونه، (د انګرېز S.S Thorburan د کتاب د متلونو د برخې ترجمه)د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري”دې نه علاوه نور هم د تحقيق او تنقيد پحقله ډېرې خورې ورې مقالې ئې شته چې څو کتابونه ترې جوړېدلے شي او دومره پۀ خورو ورو موضوعاتو کار يقيناً چې يو داسې سړے کولے شي چې هغه د خپلې ژبې او ادب سره لېونۍ مينه لري او هم د دې خپلو کارونو او خدماتو له وجې ډاکټر يار محمد مغموم د محبوب خان د سپاهي نه د پل درجې ته رسولے دے . خداے دې ښۀ ژوند او صحت ورکړي. ( امين)

دا هم ولولئ

شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې …