د افغانستان د استقلال خبره د یو هوډ، یوې ارادې، یوې هیلې او د یو نۀ ماتېدونکي عزم داستان دے – حيات روغانے

 

افغانستان د میروس ‘هوتک’ نیکۀ نه، د احمد شاه ‘دراني’ بابا نه او د ‘امیر’ دوست محمد خان بارکزي نه د غازي امان الله خان پورې – افغانستان د غازي امان الله خان نه د سردار داود خان د ‘رپبلک افغانستان’ او بیا هلته نه د شهید ډاکټر نجیب الله پورې – د ډاکټر نجیب الله د وینو پۀ بهیر راتېر د خونړو جنګپالانو ‘د افغانستان اسلامي امارت’ او د اوسمهاله ‘افغانستان اسلامي جمهوریت’ پورې – د افغانستان دا ټول تاریخي پړاوونه د افغانانو دي؛ چې څومره ویاړ دے، ټول د افغانانو دے او چرته چې پېغور دے، هغه هم د افغانانو دے.

د افغانستان د استقلال سلن کلن مزل د مختلفو علمي، تاریخي، سماجي، اقتصادي او علمي څېړنو لیکنو پۀ بڼه د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې خوندي دے – هو! دا هر څۀ نۀ دي، خو یو څۀ ارو مرو دي چې ‘پښتون’ پرې د خپلو نیمګړتیاو، ستونزو، او کړمنو پرته تاریخ کښې خپله حاضري ولګوله.

دا سل کلونه د تاریخي ‘لوے افغانستان’ سل کلونه نۀ دي – دا سل کلونه د هغې دورې سل کلونه دي چې ‘د شیندلې جغرافیې افغانستان’ کۀ هر څو پۀ څو ځایه ووېشلے شو خو یوه ‘ټاکلې او څرګنده’ جغرافیه ئې ولرله؛ یوه باضابطه نقشه ئې ولرله؛ بشپړه نۀ سهي، نیمګړې سهي؛ خو کوټلے وجود ئې ودرلود.

د زورورې بې ترسه ‘روسیې’ او د چالاکې وحشڼې ‘برېطانیې’ تر منځ چقني کېدونکي افغانستان خپلې څۀ برخې د خپل وجود د بقاء پۀ جنګ کښې لۀ لاسه ورکړې – زورورو، بې ترسه او چالاکه وحشیانو خپلو کښې پرېکړې وکړې او پۀ افغانستان ئې وتپلې – د وخت او معروض غوښتنو پۀ افغانستان ومنلې.

د مشروطه خواهانو ‘وړاندیزونو’ د امیر حبیب الله خان د وینې توئیدلو سره د مخکښې تګ لاره وموندله او د زلمي امان الله خان راتګ سره لرغوني زوړ افغانستان نوې جامې واغوستې. جمهوري رویه د افغانستان تر درشله راوستلو، تعلیم د پاره د لېوالتیا زېږولو، د ښځو پۀ حواله ذهنونه پراخولو، مشروطیت ته لاره سپړدلو او د قبائیلیت نه تر قومیت رسېدلو د پاره اصلاحات مخې ته راوړے شول. دا ټوله پروسه او پروژه چې مخه او موخه ئې څرګند وو، تفصیل به تاسو د دې ګڼې دننه د بېلابېلو پوهانو منورینو لیکنو کښې ولولئ. تاسو به ولولئ چې نیمګړتیا چرته پاتې شوې وه، تاسو به ووینئ چې پرغځ کوم ځاے ؤ، تاسو به پوهه شئ چې څۀ کول غواړي – مونږ خو خپله خبره د باچا خان د دې تاثر سره څرګندوو چې:

“د افغانستان او ازادو قبائیلو حالت چې مې ولیدو او پینځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائیلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څیز نۀ دے؛ انقلاب د سړې سینې کار دے – انقلاب علم او پوهه غواړي – انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول.

نو کښېناستم، د ځان سره مې فکر وکړو– نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعلیم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو ډوب دي. پۀ خانه جنګیو اخته دي – داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار یو پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخت زۀ پۀ دې عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کامیابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تیارېږي – نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعلیم او تربیت د پاره قومي مدرسې جوړوم –

عوامي نېشنل پارټۍ د باچا خان د دغه تجزیې رڼا کښې خپله سیاسي بیانیه د عدم تشدد مفکوره باندې ودرولې ده او دې سل کلن سفر کښې، هر څو کۀ د ګوند مشرتابه د کفر فتوو، د غدارۍ الزامونو، د میډیا تر لارې کردار کشۍ، هدفي وژنو او ځانمرګي بریدونو ته مخ پاتې ده؛ نۀ ئې خپله نظریه پرېښې ده، نۀ ئې عدم تشدد، نۀ ئې خپله مطالبه او نۀ ئې د مرام لاره خطا کړې ده. دې موده کښې، هر کۀ څو د عوامي نېشنل ګوند د سیاست د بلېکمېل کولو هڅې شوې دي، شنډې پاتې شوې دي.

افغانستان کښې روان جنګ، چې نن د امن خبره کوونکو به هم ورته د ډالرو، ریالونو، درهمونو، پونډونو او نورو ګټو پۀ ترڅ کښې ‘جهاد’ وئیلو؛ یواځې عوامي نېشنل پارټۍ به ورته ‘د روس او امریکې جنګ’، فساد او غېر انساني اقدام وئیلو. د افغانستان دننه امن تل د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور او تګلارې بنسټیزه خبره او موخه پاتې شوې ده. تېرو څو میاشتو نه چې افغانستان کښې د امن د پاره د مذاکراتو خبره راسپړدې شوې ده، عوامي نېشنل پارټۍ او د دې مشرانو پۀ هر فورم د امن د پاره د کېدونکو خبرو اترو ملاتړ کړے دے او دې کښې ئې د افغانستان د دولت خصوصاً او د نورو سټېکهولډرانو د ‘شراکت’ عموماً غوښتنه کړې ده. د افغانستان د امن پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ تل یو څرګند او روڼ دریځ خپل کړے دے – د امن دا خبره، د ورورولۍ دا خواهش او د جنګ ضد دا بیانیه تل هاغه خلقو هم مشکوکه ګرځولې ده چې پۀ خولۀ وائي “اسلام د امن دین دے” خو کله ئې هم دا توفیق نۀ دے موندلے چې پۀ افغانستان کښې توې شوې د مسلمانانو “کافره” وینه باندې خپله یوه پرهېزګاره اوښکه توې کړي!!!

افغانستان کښې د روان جنګ او بد امنۍ لۀ کبله د تورخم د پولې دې اړخ ته پښتانۀ پۀ خصوصي او پاتې پاکستان پۀ عمومي توګه وځپل شو. د دولسم اګست 1948 د بابړې خونړۍ پېښې کۀ د پېرنګي د زمانې د قیصه خوانۍ د خونړۍ پېښې تسلسل وساتۀ نو دا لړۍ د لیاقت باغ تر لارې د ‘نېشنلیانو’ پۀ ضد سلګونو بالواسطه او بلاواسطه تشدد نه راوړېدلې چې د اتم اګست 2016 نه راتېر ووړې میاشت کښې د سرتاج خان شهادت ته رارسېدلې ده. دې لړ کښې هر څو کۀ د وړومبۍ ورځ نه یواځې د پاکستان سیاست نۀ، بلکې د پاکستان د ادارو زورور خلق هم خپلو کښې تقسیم پاتې شوې دي چې چرته د جهادي تقدس پۀ پلمه او چرته د اقتصادي ګټو د پاره ئې د جهاد او فساد د جوازونو تر منځه اولس ټوکیا کړي دي – نېشنل اېکشن پلان د یوې داسې هیلې پۀ توګه مخې ته راغلے ؤ چې ټولو ګوندونو پرې ښه کړې وه خو لۀ بده مرغه دغه پلان هم د تقسیم شوو ذهنونو ښکار شو او پاڅېدلې یوه هیله لکه د نورو ډېرو هیلو شنډه پرېوتله. د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې یوه لویه وسیله او مورچه د ‘فاټا مرجر’ تر لارې د یوې اوږدې سیاسي مبارزې پس ړنګېدلې ده خو سیاسي توګه باندې دغه سیمې )پۀ شمول د ټول ملک( اولسي خوښې او سیاسي فکر ته لا نۀ پرېښودلې کېږي. باور دے چې کۀ دغه سیمو کښې سول قوانین او د اولس منتخب نمائندګانو ته لاره ورکړې شي نو د ترهګرۍ یو لوے جواز او وسیله به د منځه لاړه شي. پاکستان کښې واک لرونکي خپله ستراتیژي لري او “د واک ادا کاري ” کوونکي ګوډاګي پۀ خپله خوښه نۀ خبره کولې شي، نۀ لاره ویستلې شي او نۀ څۀ ګام پورته کولے شي.

پاکستان کښې اوسمهال حکومت یقیناً پۀ کچه موږي نۀ دے ناست، د هغۀ پۀ شا باوري او زورور طاقتونه دي – کۀ داسې نۀ ده نو د حکومت پۀ څوکۍ د ناستې سره عام اولس د ګرانۍ اور ته نیول، د نړیوالو مالیاتي ادارو تنخواه خورو ته سټېټ بېنک او معیشت سپارل، میډیائي سنسرشپ، د حزب اختلاف پۀ اړه د بد ترین ډکټېټرشپ نه هم پرېوتې رویه خپلول، امریکا کښې ډونلډ ټرمپ سره شوې خبرې او د هند لۀ خوا د کشمیر د ځانګړي حېثیت ختمولو نه پس د ‘پۀ غاړه غاړه چغې وهل’ ولې دي؟

دا خبره ورځ تر ورځ رڼېږي چې د زورورو قوتونو لۀ خوا ګوډاګیانو ته د اکثریت ورکولو پۀ شا یوه موخه دا هم وه چې د کشمیر پۀ سوړه برغولے کېږدي او د ‘راولاکوټ سټرائیک’ نه ابهینندن پورې او بیا د مودي بریالي کېدو نه تر دې وخته ښکاري ‘پاکستان او هند پۀ همکارۍ او باهمي تفاهم د کشمیر مسئله پۀ خپل خپل سمي “حل” کړه’ – البته دا ډائیلاګ بازي د دوه اویا کلن اولسي جذباتیت د لشې نېغې ساتلو او بیا مړاوې کولو د پاره کېږي.

پاکستان کښې هغه ‘ریاستي’ او ‘غېر ریاستي’ عناصر چې مفادات ئې تل د وینو بیوپار او جنګونو سره تړلي دي او پټ پۀ ښکاره طالبان دي )د پاکستان موجوده وزیر اعظم او د هغۀ ګوند کښې جمع شوي ښيلاسي او لبرل چپلاسي هم واقعیت کښې ‘طالبان’ دي(، د کشمیر راغلي صورتحال سره دا نوې بیانیه قائمولو د پاره سرګرم شوي دي چې،

“پاکستان دې امریکې سره د افغانستان شخړه حل کولو کښې مرسته پۀ کشمیر کښې مرستې سره وتړی – کۀ امریکا پۀ هند د پاکستان د پاره فشار راولي نو سمه ده، ګنې بیا دې پاکستان هم د افغانستان پۀ مسئله کښې امریکا سره مرستې نه ډډه وکړي.”

د پاکستان د ښیلاسي سیاست دې دریځ ته خپل غبرګون کښې عوامي نېشنل پارټۍ د دغه نوې بیانیې غندنه کړې ده، دغه سوچ ئې تمبولے دے او دا ئې د جنګ دړکې سره څېلمه حالاتو کښې یوه غېر سنجیده بیانیه بللې ده.

د کشمیر د حالاتو تناظر کښې د افغانستان امن مذاکرات مشروط کول پۀ هر لحاظ غېر سنجیدګي ده – دا داسې ده لکه چې یو څوک دوېمې دښمنۍ نه پۀ دې څنډه نۀ کوي چې زما لاس کښې یوه دړۍ ټوپک پۀ دوو دښمنیو دوه دړۍ کېږي نۀ – تاریخي حقیقت خو دا دے چې د کشمیر “پۀ سر” شوي جنګ/جنګونو هم دومره نقصان نۀ دے کړے، څومره نقصان چې پۀ افغانستان کښې د جهاد پۀ نامه پلیتې وحشي خونرېزۍ کړے دے او دا هم یو تاریخي حقیقت دے چې کۀ پاکستان نېغ پۀ نېغه د افغانستان د جنګ تاو ته مخ شوے ؤ نو ممکنه ده چې اوس به ئې امن د پاره “شرطونه” نۀ ایښودل – د پاکستان مخې ته پښتانۀ دغه تاو تیکه تیکه کړل، پښتونخوا ئې وجړقوله. “باقي پاتې پاکستان” خو د امن د پاره خپل کورونه پرېښودونکو “قبائیلو” ته هم د پنجاب او سندهـ لارې تړلې وې!!!

پاکستان کښې “د ریاستي ستنو” لۀ خوا عوامي نېشنل پارټۍ سره پټه خولۀ تربګني او “د غېر ریاستي عناصرو” ډاګیزه دښمني د امن د بیانیې پۀ سر ده – پاکستان کښې “د ریاستي ستنو” لۀ خوا عوامي نېشنل پارټۍ سره پټه خولۀ تربګني او “د غېر ریاستي عناصرو” ډاګیزه دښمني پۀ خپله خاوره د خپل اختیار د نعرې پۀ سر ده – پاکستان کښې “د ریاستي ستنو” لۀ خوا عوامي نېشنل پارټۍ سره پټه خولۀ تربګني او “د غېر ریاستي عناصرو” ډاګیزه دښمني د اولسواکۍ د مطالبې پۀ سر ده –

د خېبر پښتونخوا د نوو ضلعو پۀ اوسنیو ټاکنو کښې “نېشنلیانو” خپله بیانیه او خپلو سلوګنان (Slogans) د باجوړ نه تر وزیرستانونو پۀ پراخه معنیو کښې اولس ته ورسول. غوږونو ته واورولے شول او سترګو ته وښودلے شول چې زمونږ مسئلې “قامي” دے – د مذهب ته خطرې، ملک ته خطرې، وفاق ته خطرې لفظیات زمونږ د مسئلو حل نۀ دے – هغه وخت لرې نۀ دے چې د نېشنلیانو بیانیه او سلوګنان اورېدونکي او لیدونکي به ګویا شي – هغه ورځ لرې نۀ ده چې د نېشنلیانو بیانیه او سلوګنان اورېدونکي او لیدونکي به ومني چې “د قام ناتار پۀ قام راګرځي” – “د قام جنګ به قام ګټي” –

“امن” د عوامي نېشنل پارټۍ د عدم تشدد د مفکورې بنسټ دے او کۀ جنګ د نړۍ پۀ کومه برخه کښې هم وي؛ عوامي نېشنل پارټي ئې پۀ ضد ودرېږي –

پۀ خپله خاوره د خپل اختیار مرام د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور مونډ دے –

اولسواکۍ د پاره مبارزه د عوامي نېشنل پارټۍ سیاسي مزاج –

خپلې لارې نه عوامي نېشنل پارټي پۀ یو قیمت کله هم پۀ شا شوې نۀ ده او چغې وهي چې کۀ پۀ دغه لاره دار وي نو دار جنت دے او کۀ نار وي نو نار جنت دے” –