حقيقتونه خاندي – اسرار د طورو

زۀ پۀ طورو ډهېرۍ ولاړ يمه اسمان ته ګورم

پۀ قد وړوکي لوړ قامت د باچاخان ته ګورم

پۀ ايکي سر زلمي راپاڅي چنګېزان لړزوي

غلامي نۀ مني د سېلمې انګرېزان لړزوي

ځان سره خلق د هر کلي د هر قام شريکئ

د عالمانو نه رڼا اخلي تيارې غوڅوي

پۀ مال و سر نۀ دے روان دے تورې شپې غوڅوي

غېر اسلامي رسمونه نۀ مني پۀ ځان او پۀ قام

دغه رسمونو پښتانۀ پۀ هر ډګر کړه ناکام

د جهالت خلاف ازادې پوهنزي جوړوي

پښتون بچي لۀ پۀ علمي جهان کښې ځاے جوړوي

انګرېز وېرېږي ازمرے پۀ زنځيرونو تړي

پۀ قېدخانوکښې دا مجرم پۀ تقريرونو تړي

تۀ مدرسه جوړوې تۀ چې انجمن جوړوې

تۀ پښتنو لۀ د شېر شاه پۀ شان ځامن جوړوې

ستا جائيداد ضبط ستا بچي بې تعليمه اوسي

ستا غني خان او ولي خان به بې نعيمه اوسي

د قېد و بند سره شمر ورله پښتۍ ماتوي

د خدمتګارو پۀ سرونو مرمۍ ماتوي

پښتانۀ وژني چې هر ډول قتل عام کوي

هم پۀ ګولۍ هم ئې د زهرو پۀ ډک جام ئې کوي

موخه ئې دا ده چې پښتون د دوي غلام پاتې شي

هم ترې قران هم ترې اسلام او ننګ و نام پاتې شي

خو باچا خان د تشدد سره پۀ صبر کړو جنګ

دۀ هر ګذار ته غاړه ايښې وه پۀ ناز او پۀ ننګ

چې د کافر سره پۀ جنګ وي د خپل قام د پاره

د پاک الله او د قران او د اسلام د پاره

نو هر فرعون ته به ولاړ وي د موسيٰ (ع) پۀ شانې

هر قسمه ستونزه به زغمي د مجتبٰي (ص) پۀ شانې

جنګيالے قام ئې بې وسلې د بې پېسې ننګيالے

تياروي د صبر جنګ ته دا بچے ګلالے

پېرنګے پوهه ؤ هم زور ؤ هم هنر ورسره

د سرو مرغۍ [1] ئې قابو کړې مال و زر ورسره

خانان لا څۀ کوې پيران او ملايان دهوکه شو

عالمان نه دا بې سواده نجوميان دهوکه شو

پۀ ايتونو قيمتونو له تاويل پېدا کړي

د “ولا تشتروا” نه بل شانې تمثيل پېدا کړي

باچاخان پوهه ؤ چې دا دغلامۍ عذاب دے

پښتون رسمونو رواجونو کښې خراب تراب دے

پېسې ته ټينګ نۀ دے، غريب دے ځان ايمان وبائيلي

پښتونستان، افغانستان او هندوستان وبائيلي

د حج سفر کښې [2] يو مصري ورته پېغور کړے ؤ

د پېرنګي د پاره تا پۀ کعبه اور کړے ؤ

بابا دې غم لېونے کړے ؤ اوتر ګرځېده

پۀ هر ګودر پۀ هره سمه پۀ هر غر ګرځېده

د شېخ الهند[3] نه ئې بېعت پۀ شريعت کړے ؤ

د عالمانو بزرګانو ئې نصرت کړے ؤ

تاريخ ګواه دے پټ رازونه نن اشکار پراتۀ دي

قام خرڅي مړۀ ژوندي دوزخ کښې پۀ انګار پراتۀ دي

باچا خان تېره کړه الله وبلۀ خپل دلبار ته

دۀ يو څو ټکي پرېښې دي د ځوانانو کار ته

تربګنۍ مۀ کوئ پۀ کور کښې مينه مينه کوئ

درغلي مۀ کوئ د کار خبره سپينه کوئ

د پاک الله رضا خدائي خدمتګارۍ کښې وينم

خدمت عظمت دے خدمتګار پۀ سردارۍ کښې وينم

جنګونه مۀ کوئ د امن جرګې ستونزې حل کړئ

چې پښتانۀ سپين ږېري کښېني ګونجې ګونجې حل کړي

پۀ خپله خاوره خپل اختيار د اولسونو حق دے

پۀ خپله ژبه کاروبار د اولسونو حق دے

د يو نه دوه شي د ادم(ع) او حوا (ع) کور جوړېږي

بيا قبيلې او بيا قامونه لور پۀ لور جوړېږي

نورو قامونو سره امن د اسلام سبق دے

ځان سره، قام سره ځامنو د اسلام سبق دے

ټولې دنيا ته به پېغام د محبت ورکوو

هر ادم ازاد ته به عزت او حريت ورکوو

زۀ د توحيد د کلمې خواږۀ وحدت کښې وينم

د انتشار علاج پۀ ختم نبوت کښې وينم

قتل وغارت د رحمتونو پېغمبر(ص) نه غواړي

اسلام خو مينه ده زما نبي (ص) خو شر نۀ غواړي

ډله بازي پۀ دين کښې نشته يو الله دے زمونږ

بل نبي نشته محمد (ص) رسول الله دے زمونږ

د تعصب علاج پۀ عدم تشدد مبني دے

ما ګاندهي جي سره پۀ هند کښې همکاري کوله

دۀ هم زما غوندې لېوه سره کشتي کوله

ما ته هندو وايه، زما بچيه دا ومنه

پېغام د مينې د اخلاصه پۀ خندا ومنه

کۀ نورالدين وي چې د نېغې نه کږې پسې ځي

سرتور به ولې د اور کندې ته پۀ دې پسې ځي

وېش تاواني ؤ تاواني دے تاواني ثابت شو

دېوال راپرېوت څو ورځو کښې فاني ثابت شو

ازادي مونږه پښتنو پۀ مال و سر کړه ممکن

د پاکستان قيصه د صبر دې لښکر کړه ممکن

وفاق پۀ مينه د قامونو اتفاق سازوي

جبر سنګينه پليتي کرکه نفاق نازوي

قام پۀ اقبال پۀ ککرو باندې سنګر ماتوي

سر تور د مينې پۀ قوت باندې لښکر ماتوي

نوم پۀ عزت کښې د يزيد کۀ دامام يادېږي؟

ظالم يادېږي کۀ مظلوم پۀ ننګ و نام يادېږي

د خر پۀ شا د سرو او سپينو انبار تا وليده

د پسته قد او دروغژن اقتدار تا وليده

اوس ورته وګوره د خپله لاسه اور کښې سوځي

د دۀ عمل دے چې بچے بچے پۀ کور کښې سوځي

دا رويه بدلول غواړي ورورولي پکار ده

د مدني (ص) غوندې خدائي اسلام ولي پکار ده

د عالمانو قدر وکړه چې ايمان وګټئ

قران عمل د خپل وطن کۀ چې جهان وګټئ

اخلاق زما د خوږ نبي (ص) ؤ د قران پۀ مثال

رڼا روښانه د اسمان د چراغان پۀ مثال

دا اخوة دے پښتنو چې مونږه يو موټے شو

دې کښې عزت دے ننګيالو چې مونږه يو موټے شو

کينه، حسد او غلا غلتۍ منافقت مۀ کوئ

حق پرستۍ کښې صداقت کښې به غفلت نۀ کوئ

د يو الله پۀ معيت صابر مقام ومومي

د غېرالله نه بې پروا شي خپل مرام ومومي

ما د ايمان د بصيرت پۀ نظر دا وليدل

اسراره ما حقيقتونه پۀ خندا وليدل

  1. هندوستان 
  2. ١٩٢٦ز 
  3. حضرت مولانا محمودالحسن ديوبندي